Afghan Global/افغان ګلوبل

Follow our page to get the latest news

02/05/2024

ترافیکی لارښونی

23/03/2024

کورنیو چارو وزارت وایي، چې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې له یو زر او ۲۰۰ روږدو سره د غیر خوراکي توکو مرسته شوې. یاد وزارت زیاته کړې، په مرسته شویو توکو کې کمپلې، جامې، څپلۍ او صابون شامل دي. ورته مهال یاد ولایت کې له اړمنو او سیلاب ځپلو کورنیو سره هم د مرستو لړۍ دوام لري.

23/03/2024

د آلمان حکومت په مسکو کې د کنسرت پر یو هال د جمعې په ماښام حمله غندلې او د قربانيانو له کورنیو سره ېې غمشريکي ښوولې ده. ملګرو ملتونو سرمنشي، اروپايي اتحادېې او د امریکا، چين، هندوستان په ګډون یو شمېر هېوادونو هم دغه حمله چې له ۱۰۰ ډېر کسان په کې وژل شوي، غندلې ده.

12/01/2024

‏د یمن حوثيانو مشر عبدالملک الحوثي ویلي، امریکا او بریتانیا به د یمن پر ولسي وګړو د سویو بریدونو درنه بیه پرې کړي.
‏نوموړي یو ځل بیا ګواښ وکړ چې په سور سمندر کې د اسرایئلو په لور کښتیو ته د تګ راتګ اجازه نه‌ورکوي.

03/10/2023

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې کابل کې د سویلي زون لپاره د نوي ترمينل د جوړېدو چارې په چټکۍ سره راونې دي. د یاد وزارت په وینا، دغه ترمينل د لوګر، پکتيا، خوست اوپکتيکا ولايتونو د مسافر وړونکو موټرو لپاره د سنګ‌نوشتې سيمه کې په ۱۶ جريبه ځمکه کې جوړېږي.

03/10/2023

تر امر ثانی پوری داخلی او خارجی نمایشګاوی بندی سوی نور حال راپور کی

29/09/2023

د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې په مالي لګښت د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې د پنځه لکه امریکايي ډالرو په لګښت د اکسېجن د تولید یوه دستګاه فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. یاده دستګاه په یوه دقیقه کې ۲۸۳ لیتره اکسېجن د تولید وړتیا لري.

27/09/2023

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ او د افغانستان د ښځو او بشري حقوقو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال احمد یلدیز سره کتلي دي. وېسټ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې د بشري حقونو او د افغانستان پر اقتصادي وضعیت خبرې وشوې.

27/09/2023

د هوا پیژندنې ادارې په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشیر، بغلان، تخار، سمنګان، لوګر، ننګرهار، بامیان، کابل، میدان وردګ، پکتیا او خوست ولایتونو او دغه راز په سالنګونو کې د واورې، تیز اورښت، تالندې برېښنا او سیلابونو د راوتلو اټکل کړی.

23/09/2023

یو ورور خپله خور ۲۵ کاله زندانی کړی وه
نور حال راپور کی

23/09/2023

په قطر کې د افغانستان د سرپرست حکومت د دفتر مشر د ايټالیا له سفیرې ناتالیا کوینتا سره کتلي دي. د یاد دفتر د مشر پر ټویټر پاڼه راغلي چې په دې کتنه کې د نشه يي توکو پر وړاندې پر مبارزې، د روږدو کسانو پر درملنې او د کوکنار کښت بدیل پر موضوعاتو خبرې شوې دي.

20/09/2023

کندهار
برایي شپه د کندهار په ښوراندام صنعتي پارک کې د احسان افغان په نوم د تازه میوو لپاره د جالۍ" سبد" تولیدولو فابریکې د بریښنا شارتۍ له امله اور اخستی.
د کندهار صنایعو او معادنو خونې رییس سید سرور اماني او ددغې فابریکې د مالک حاجي بابي پر وینا چې دغې اورلګیدنه کې فابریکې دوه نیم لکه ډالره زیان اوښتی دی.

18/09/2023

د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د ترکمنستان له راغلي پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو پروژو خبرې کړې دي. یاد وزارت پر ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دې وزارت سرپرست د ترکمنستان د نړیوالو پروژو له رییس مراد ارتیکوف سره د ټاپ سیمه ییزې پروژې د چارو پر پیل، د برېښنا د انتقالي مزو د لېږد او د نورالجهاد سب سټیشن پروژې په تړاو خبرې اترې کړې دي.

18/09/2023

د ماهیپر د تنګي اړوند سیمه کې د غره ښویېدنه لا هم روانه ده او په هرو څو دقیقو کې د غره له لوړو برخو څخه ډبرې ښویيږې. چارواکي وايي، د دې لويې لارې د پاکولو چارې اوس هم د غره ښويېدنې د خطر له کبله نه‌دي پیل شوي او تر هغه، چې خطر پای ته رسېدلی نه‌وي، د پاکولو چارې به ځنډېدلې وي.

13/09/2023

نړيوال جام ده پاره دا کرکټ بورډ ټیم اعلان کړو.
تاسو سه وي چې سم دې سګواډ ده نړيوال جام ده پاره.
خپل نظرونه مو شريک کړي.

13/09/2023

د سرپرست حکومت د ماليې او لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ د ډيپلومونو او ټرانسکریپټونو د چاپولو هوکړه لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه لیک له مخې، به د ماليې وزرات د خوندي اسنادو د چاپ مطبعه د لوړو زده کړو یو میلیون اسنادونه چاپوي، چې له جملې څخه یې ۵۰۰ زره ډيپلومونه او ۵۰۰ زره ټرانسکريپټونه دي. یاد اسناد له دې مخکې په آلمان کې چاپېدل.

01/09/2023

درود شریف

01/09/2023

د کندهارـــ ارزګان لویې لارې د یوې برخې د بیارغونې چارې پیل شوې. چارواکي وايي، چې په دغه لاره به د ۲۵ کیلومتره سړک د بیارغونې ترڅنګ یو شمير پل چکونه او دغه راز ۴۰۰ متره استنادي دېوال هم ورغول شي، چې په رغېدو سره به یې تر یو برېده د مسافر ستونزې حل شي. چارواکي زیاتوي، چې پر دې پروژو به ۲۱ میلیونه افغانۍ لګښت راشي.

28/08/2023

د افغاني تولیداتو د صادرولو په لړ کې پامیر کولا شرکت تېره ورځ فرانسې او ترکیې هېوادونو ته خپل صادرات پيل کړل. د مسوولینو په وینا په دې صادراتو کې د بېلابېلو مېوو اوبه، نوشابې او نور هغه تولیدات شامل دي، چې په لوړ او معیاري کیفیت له پامیر کولا شرکتونو څخه تولیدیږي. د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند وايي، چې په دې سره به د هېواد تولیدات لا پياوړي شي.

28/08/2023

په اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د پاکستان لاهور ښار ته رسېدلې ده. د پاکستان د کرکټ بورډ په خپلو ټولنیزو پاڼو تاييد کړې چې افغان ملي لوبډله نن غرمه مهال یاد هېواد ته رسېدلې او په سختو امنیتي تدابیرو کې له هوايي ډګره هوټل ته لېږدول شوې ده. ټاکل شوې چې د اګست میاشتې په ۳۰مه نېټه د شپږو هېوادونو ترمنځ د اسیا جام سیالۍ پيل شي.

25/08/2023

د ډبرو سکرو د صادروونکو ټولنه پر دغه محصول د ګمرکي تعرفې کموالی ستايي. د یادې ټولنې رییس ټینګار کوي، چې د ډبرو سکرو د ګمرکي تعرفې له کموالي سره به د ډبرو سکرو را ایستل او صادرات هم زیات شي. تازه د کانونو او پټرولیم او مالیې وزارتونو په هېواد کې د ډبرو سکرو د ګمرکي تعرفې له کموالي خبر ورکړی دی.

25/08/2023

د میدان وردګو د عامې روغتيا رياست مسوولین په ولایتي روغتون کې د ساین نيل سېټ روغتیايي پروژې د پرانیستلو خبر ورکوي. په افغانستان کې د ساین نيل سېټ پروژې مسوول او د افغان طبي آلې جوړونکي پروفیسور اسماعيل وردګ وايي، چې هېواد کې ۱۵ زره د ماتو هډوکو ناروغان د ساین نېل سېټ روغتیايي پروژې د عملياتو په وسیله تداوي شوي دي.

22/08/2023

پاکستانۍ لوبډلې د بهترینې توپ اچونې پرمټ وکولای شول چې افغان لوبډله په ٥٩ منډو وسوځوي او بریا خپله کړي.

22/08/2023

پاکستان د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۲۰۲ منډو هدف ورکړ.

22/08/2023

د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر د ایران په رسمي بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ یاد هېواد ته په سفر ولاړ. د کرنې وزارت پر ټویټر پاڼه لیکل شوي، چې د سرپرست وزیر په مشرۍ د یاد پلاوي د سفر موخه د کرنې په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ده.

22/08/2023

بهرنیو چارو وزارت د روسیې د یکاترینبورګ ښار د پوهنتونو د نړیوالو لوبو فسټیوال په پرانیست غونډه کې په یاد هېواد کې د افغانستان سفارت د مستشار د ګډون خبر ورکړی دی. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي، چې په یاد فستيوال کې د ۳۷ بېلابېلو هېوادونو او ۲۸۲ بېلابېلو پوهنتونونو محصلین په ۱۴ بېلابېلو لوبو کې سیالۍ ترسره کوي، چې په یادو سیالیو کې د کابل پوهنتون سربیره د ښوونې او روزنې پوهنتون افغان محصلین هم ګډون کوي.

22/08/2023

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په یوه پیغام کې ډاډ څرګندوي چې لوبغاړي یې له پاکستان سره لوبې ته پوره چمتووالی لري او د سیریز د ګټلو هڅه کوي. له پاکستان سره په دغه سیریز کې د افغانستان لوبډلمشري حشمت الله شهیدي کوي او تر څنګ یې مشهوره او با تجربه لوبغاړي راشدخان، محمدنبي، نجیب الله ځدراڼ او رحمت شاه هم شته.

21/08/2023

د برېښنا شرکت مسوولین وايي، چې د ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا پروژې د کار لپاره تیاری نیول شوی دی. د برېښنا شرکت مسوولین زیاتوي چې د دې پروژې ۹۹ سلنه وسایل تیار شوي او په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې هم پيل شي. د برېښنا شرکت د چارواکو په خبره د دې پروژې په عملي کېدو سره به د هېواد په کچه د برېښنا د پرچاوۍ د کمښت ستونزه، په اساسي ډول سره حل شي. دا شرکت وايي، چې دا پروژه به د هېواد خصوصي سکټور لخوا عملي شي.

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

ترافیکی لارښونی
تر امر ثانی پوری داخلی او خارجی نمایشګاوی بندی سوی نور حال راپور کی
یو ورور خپله خور ۲۵ کاله زندانی کړی وه نور حال راپور کی
کندهاربرایي شپه د کندهار په ښوراندام صنعتي پارک کې د احسان افغان په نوم د تازه میوو لپاره د جالۍ" سبد" تولیدولو فابریکې ...
درود شریف
محبوبه سراج ذبیح الله مجاهد ته:د خدای لپاره د نجونو ښوونځي پرانیزئ!
امریکا کی ځنګلونو اور اخیستی دی ۵۵ تنه پکښی مړه دی
د افغان په لاس جوړ سوی موتر
ښکلی منظره

Category

Telephone

Address


Tehran
Kabul
Other Fashion Models in Kabul (show all)
Hayat haya online order Hayat haya online order
Kabul

Online Order صنایع دستی حیات حیا

Azizi Sport Azizi Sport
Kabul

we want to sell our products.

mahmood__sadat mahmood__sadat
Darull Aman
Kabul, 1100

Kabul Luxury Kabul Luxury
001
Kabul, RAIS

#Kabul Luxury Best for your choice🛒

Ahmad Sameer Mujadidi Ahmad Sameer Mujadidi
Kabul

با یک ذهن منفی نمیشه یک زندگی مثبت داشت You can't h

AZ Saib AZ Saib
15
Kabul

Chic Choice Chic Choice
Kabul

Fashion / Interesting content / ideas for home / various topics

Asooda Bazaar Asooda Bazaar
Kabul, 1002

آسوده بازار به آسوده گی شما می اندیشد �

کرته دیزاین کرته دیزاین
Kabul

سلام با لایک نمودن صفحه ما را ممنون خود سازید. ��

تیــــــــــم مدلــنـــــــــگ حماســــــــــــــــــــه تیــــــــــم مدلــنـــــــــگ حماســــــــــــــــــــه
15
Kabul

صفحــــــــــــه رســــمــــی تیم مدلــنگ حماســـــه

یونیک فایننس در افغانستان یونیک فایننس در افغانستان
Kabul

خرید و فروش سهام کمپنی های بزرگ دنیا را با ما تجربه کنید