Historical AFG تاريخي افغانستان

د ګران هیواد افغانستان او د افغانستان د لرغوني تاریخ سره اشنايي.

پاملرنه!
تاسو هم کولاى شى د خپلي سيمي انځورونه مونږ ته راوليږى تر څو مونږ يې په پاڼه کي خپاره کړو.
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
توجه!
شما هم ميتوانيد که عکس هاى سرﺯمين خود را به ما بفرستاديد تا ما آنها را در صفحه نشر کنيم.

19/08/2023

دازادی 104یمه کلیزه مو مبارک
دغازی یادونه!
ڪله چې افغانستان ڪې د پرمختگ، تغير او ترقۍ خبرې ڪېږي، ورسره سم د غازي امان الله خان نوم هم اخيستل ڪېږي.
غازي امان الله خان چې ڪله واڪ ته ورسېد پوه شو، چې له يووالي او ملت جوړونې پرته نه شي ڪولى خپله آزادي وساتي.
نو په ډېره ځيرڪتيا يې خلڪ يووالي حڪومت ته راوبلل. ويې ويل ((تاسې تاجڪ، اوزبڪ، او پښتانه نه يئ، تاسو افغانان يئ. موږ بېل-بېل ټبرونه يو خو يو ملت يو.





#104
🇦🇫

17/08/2023

فارياب ﺯيبا.
Beautiful Faryab.




🇦🇫

16/08/2023

ښکلى بادغيس جان.
Beautiful Badghis jan.


🇦🇫

15/01/2023

د کوکاکولا شرکت د محصولاتو د رسوني موټر.۱۹۷۴، کابل، افغانستان.

Coca-Cola Delivery Truck On The Streets Of Kabul, Afghanistan, 1974 (c).

15/01/2023

.
ادمه.
زبانهای هندی

۱. تیراهی: ساحه این لسان در قسمت‌های غربی دره خیبر ودکه محدود می‌شود که با مناطق پشتو زبان وصل می‌شود.

۲. لهندا: لهجه ملتانی است که یک تعداد مردمان هنود در کندهار با آن تکلم می‌نمایند.

۳. سندی: باشنده گان هندو در ولایت کندهار با آن تلکم می‌نمایند.

۴. پنجابی: این زبان میان هندوها در کابل. غزنی. لوگر. جلال‌آباد. ترینکوت و مناطق دیگر رواج دارد.

۵. جاگاتی: زبان یکی از طایفه جت است در شمال افغانستان

۶. اردو هندوان بانیا، برهمن، انصاری و چنگر شهر کابل با این زبان آشنائی کامل دارند.

۷. سرایکی: زبان هندوان آروره افغانستان میباشد.

۸.گوجاری راجستانی : زبان مردمان گوجار افغانستان میباشد.

۹. داماری : زبان یکی از طایفه جت دامار میباشد.

ادامه دارد.....

14/01/2023

.

دافغانستان امارات ۱۹۱۹-۱۹۲۱
د امير امان الله خان د پاچاهۍ د وختونو بيرغ.

14/01/2023

درالامان، کابل.
Darul-a-man, Kabul.

Photos from ‎Historical AFG تاريخي افغانستان‎'s post 31/12/2022

غزنى، افغانستان.
Ghazni, Afghanistan

Photos from ‎Historical AFG تاريخي افغانستان‎'s post 30/12/2022

سرپل، کوهستانات ولسوالى
Sar-e-pull, Kohistanat DST

30/12/2022

کابل جان، افغانستان.
Kabul, Afghanistan.

30/12/2022

د افغانستان جوړ.
ساخت افغانستان.
Made by

Photos from ‎Historical AFG تاريخي افغانستان‎'s post 28/12/2022

زابل،افغانستان
Zabul, Afghanistan

📷noori khan

08/11/2022

ادامه.

زبان داردی

۱. پشه ا ی: ساحه این زبان از گلبهار و کوهستان شروع تا تگاب. نجراب. لغمان و دره نور گسترش دارد.

۲. گالمی :در کوهای سواد کنار دریای پنجکوره و کنرهار زندگی دارند.

۳. پراچی: ۶۰۰۰ گوننده در کشور دارد. محلان در شتل غچولان و دره بچغان به این زبان صحبت می‌نمایند.

۴. شمشتی شومهشتی یا شومهشت، (Shumashti): گوینده گان این زبان ۱۰۰۰ (۱۹۹۴) نفر بوده مردمان کنار دریای کنر بین دره پیچ و جلال به این زبان صحبت می‌کنند..

۵. زبان داملی Dameli): مردمان دره دامیل کنار دریای ارندوی دو طرف سرحد خط دیورند جنوب ولسوالی چترال به این زبان تکلم می‌نمایند. گوینده گان این زبان حدود ۵۰۰۰ نفر می‌باشد.

۶. گوارباتی: زبان مردم ارندوی نورستان است که حدود ۸یا ۹ قریه بوده دارای ۱۴۰۰۰نفوس میباشذ. در دره‌های چترال ارندو وکناردریای کنر جنوب ارندو زندگانی دارند.

۷. نان گالمی زبان مردمان گاروی یا کوهستانی چترال میباشد.

۸. گرنگالی

۹. زبان کوهستانی

ادامه دارد......

01/11/2022

د وردګ طبيعي ښکلا.
زیبایی طبیعی وردک.
Natural beauty of warak.
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
د نورو تاريخي او ښکلو انځورونو ليدو لپاره ﺯمونږ پاڼه لايک او شير کړى. تاسو هم موږ ته عکسونه راواستوى تر څو موږ يي په خپله پاڼه کي خپاره کړو
براى عکس هاى بيشتر صفحه مارا لايک و شير کنيد. شما هم تصاوير به بفرستين تا ما در صفحه خود نشر کنيم.
Like and share our page to see more historical and beautiful pictures. You can also send pictures so that we can publish them on our page.

01/11/2022

د ننګرهار ښکلاوي.
ﺯيبايى ننگرهار.
Beauty of ningarhar.

Photos from ‎Historical AFG تاريخي افغانستان‎'s post 31/10/2022

د افغانستان د بدخشان ښکلاګاني.
ﺯيبايى بدخشان، افغانستان.
Beauty of Badakhshan, Afghanistan

30/10/2022

.

د افغانستان اسلامي امارت (1901-1919)
د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ په وخت کې د افغانستان رسمي بيرغ

30/10/2022

.

ادامه:
زبانهای نورستانی

۱. وایگلی: مردم دره نورستان. باشنده گان اطراف دریای وایگل و در شرق تا دریای کنر با این زبان صحبت می‌نمایند. ۲۰۰۰ گوینده دارد. دارای لهجه کلاش اله می‌باشد.

۲. اشکونی: ساحه این زبان در نورستان میان مناطق کتنی و وایگلی موقعیت دارد. در سال ۱۹۹۴ دو هزار گوینده داشت.

۳. پرسونی یا واسیویری: در شمال نورستان و کناه‌های دریای پرسن مردم با آن صحبت می‌نمایند. ۲۰۰۰ گوینده دارد.

۴. پارونی: در نورستان مرکزی

۵. تری گامی یا گامبیری ۱۰۰۰ گوینده دارد.

۶. زمیاکی: ۵۰۰ گوینده دارد.

۸. کلشه یی و کهواری: در مناطق شرق نورستان با آن تکلم صورت می‌گیرد.

نوت:ادامه دارد.

26/10/2022

.

۱۸۸۰-۱۹۰۱د افغانستان امارات
د امير عبدالرحمن خان د پاچاهۍ په وخت کې د افغانستان رسمي بيرغ.

26/10/2022

.
ادامه:
زبانهای پامیری
۱. این زبان در زبانهای ارانی داخل شده و به کوهستانی نیز شهرت دارد.
۲. منجی و بدغه: در منطقه منجان (میان نورستان و بدخشان و چترال مروج است.
۳. واخی: زبان مردمان گوجالی بدخشان بوده با این زبان در مناطق شمال شرقی یعنی واخان تکلم می‌شود.
۴. سریکلی: مردم شمال واخان افغانستان با آن صحبت می‌نمایند.
۵. اشکاشمی: مردمان شرق بدخشان و غرب واخان و مردم کناره‌های دریای آمو با آن تکلم می‌نمایند.
۶. سنگلیچی: مردم مناطق سنگلیچ واستکول که در شمال سنجان واقع اند با این زبان حرف می‌زنند.
۷. زیباکی: درزیباک نزدیکی سنگلیچ رواج دارد.
۸. شغنی یزغلامی: مردمان شمال و شمال غرب اشکاشم با آن تکلم می‌نمایند.
۹. روشان و ارشیری: این زبان در کنار شرقی بدخشان و سواحل دریای آمو مروج بوده مردم با آن گفتگو می‌کنند.

نوت:ادامه دارد.

26/10/2022

د نن ورځي غوره انځور.
بهترين تصوير روﺯ.
The beautiful photo of day.

26/10/2022

.

د ۱۷۴۷-۱۸۲۳ دراني سلطنت
دراني امپراتورۍ د بيرغ رنگ په درې رنگه زرغون-سپين-زرغون رنگونو کې ښودل شوی. کله چې د دراني پېر شاهان له واکه وغورځول شول نو تر ۱۸۴۲ کال پورې همدا بيرغ يوازې د هرات رسمي بيرغ ؤ.

25/10/2022

افغانستان کشور چندین ملیتی و چندین زبانه می‌باشد. درین کشور۴۰ زبان با ۲۰۰ لهجه وجود دارد. معمولاً اقوام که به لهجه خود با یکی از زبانها صحبت می‌نمایند. زبان از خود داشته‌اند ولی بمرور زمان زبان خودرا از دست داده از زبان غالب استفاده می‌نمایند. مثلاً قرلوقها، قره کلپاکها، به زبان ازبکی با لهجه زبان خود صحبت می‌نمایند. برکی‌ها (ارموری) و ایماقها بزبان دری صحبت می‌نمایند ولی در اصل از خود زبان داشتند.

زبانهای آریانی

۱. پشتو: مردم در مناطق جنوبی، جنوب شرقی، در مناطق مرکزی حصه از غرب وطور پراکنده در اکثر نقاط افغانستان با این زبان تکلم می‌نمایند.

۲. دری :این زبان در مناطق غربی. شمالی شرقی مناطق مرکزی طور پرکنده در اکثر نقاط افغانستان مروج و مردم تاجیک هزاره ایماق و هراتی با آن تکلم می‌نمایند.

۳. بلوچی: به شکل قبیلوی در مرو واقع (شمال افغانستان) و در مناطق جنوبی هلمند نیمروز قندهار میان یکتعداد مردم مروج است.

۴. کردی: باشنده گان میان سرحد افغانستان و ایران و مردم غوریان با این زبان صحبت می‌کنند.

۵. زبان برکی اورمری یا ارموری: دربرکی برک لوگر: در یک منطقه از ولایت لوگر با آن تکلم صورت می‌گیرد ولی ساحه آن روز به روز محدود شده و از رواج افتاده است.

۶. پریا: زبان مردم تاجیک اند که در لغمان زندگی دارند دارای ۳۰۰ گوینده می‌باشد

۷. زرگری:بنام زبانهای رومانی یا بالکان یاد می‌گردد در شمال افغانستان نتکلمین دارد.
.

25/10/2022

ښايسته پنجشير.
پنجشير ﺯيبا.
Beautiful panjsher.

25/10/2022

دغه ډبره:
ویل کيږي، چي خرقه شریفه ۸۶ کاله په سمرقند کي ،۱۰ لس کاله په بدخشان کي، (چي په هغه وخت کي دبخارا سيمه وه) پر دې ډبره پرته وه، احمدشا بابا د دې ډبري د دغه شرافت او عزت په خاطر او د خپل روحاني مرشد ( الحاج عبدالحق ولي الزمان) په غوښتنه په ۱۱۸۲ هجري قمري کال دا ډبره پرفيل بارکړه او کندهار ته ئي راوړه، اوس دا ډبره تقریبا ۳۵۵ کلنه ده.

Photos from ‎Historical AFG تاريخي افغانستان‎'s post 25/10/2022

د لوګر ښکلاګاني.
Beauty of logar.

Photos from ‎Historical AFG تاريخي افغانستان‎'s post 24/10/2022

کندهار، مهمند روغتون.
Kandahar, Mohmand Hospital.

24/10/2022

بدخشان، فيض اباد.
Badakhshan, Faizabad.

24/10/2022

معلومات مختصر در باره هندو و سیک های افغانستان:

هندو و هندویزم در جنوب افغانستان سابقه بیشتر از ۳۰۰۰ هزار سال قبل دارد. ۶۰۰۰ قبل اولین مهاجرین که از آسیای میانه به افغانستان وسپس به هند مهاجرت نموده‌است ویدی‌ها یا مردمان دراویدی بودند. ویدی‌ها آئین ویدی سپس دین هندوئیسم بعداً دین بودیزم را بنا نمودند. شهرهای جنوب افغانستان در دوره سلطنت موری‌ها دارای مذهب هندو بودند. در زمان آشوکا پسر چاندراگوپتا مائوریا دین بودیزم جای هندویزم را در افغانستان گرفت؛ ولی تعداد هندوها در افغانستان مقیم بودند. پس از تسلط اعراب بودیزم در افغانستان نابودشد ولی هندویزم باقی ماند؛ که تا امروز تعداد از این گروه درین خاک زندگی دارند. تاریخ نویسان هند ساحات هندوکش جنوبی را با تاریخ هند یکجا مطالعه می‌نمایند. . زیرا کوهای هندوکش یک نام خیلی قدیمی است. هرودوت یا پدر تاریخ در کتاب خود به دها بار ازنام کوه بنام هندوکش ذکر نموده‌است. کوهای مرکزی افغانستان مانع بزرگ برای هندوها بود تا به شمال سفر نمایند؛ زیرا کوهای سرد پر برف و برف کوچ با داشتن حیوانات درنده نمی‌گذاشت هندوها به شمال سفر نماید. ویدی‌ها نورستانی‌ها یونانی‌ها وغیره اقوم آسیای میانه از راه بدخشان پنجشیر کاپیسا نجراب تگاب سروبی لغمان و کنر یا از راه بدخشان نورستان داخل هند شده‌اند. اسکندر مقدونی چهار سال مجرای برای عبور از هندوکش جستجو می‌نمود تا آنکه از راه بدخشان سفر را در پیش گرفت. راه بلخ و بامیان کابل بعداً کشف شد. کلمه هندو از رود هندس یا اندس یا رود کابل گرفته شده‌است. که به بحر هند می‌ریزد. مردمان هندس د آرای دین بودند که بنام هندو یاد می‌گردید. ریشه‌ای هندوگرایی به دوران نوسنگی و دوره‌های (۵۵۰۰ تا ۲۶۰۰ پیش از میلاد) بازمی‌گردد.
تصویر مردان قدیم هندو سیک که در دوره امیر شیر علی خان عضویت لویه جرگه را داشتند.

کاپى__منديګګ

Photos from ‎Historical AFG تاريخي افغانستان‎'s post 24/10/2022

بادغیس والسوالی آبکمری چنگل پسته
1388

28/09/2022

کندهار هوايي ډګر، ۱۹۷۸ع
دا اکثره الوتکي د خلق/پرچم کودتاګانو، روسانو او تنظيمي جګړه مارو لخوا تيت او پرک سوې او پاته برخه برخه یې مجاهدینو پاکستاني بازارونو کي خرڅي کړې.

Photos from ‎Historical AFG تاريخي افغانستان‎'s post 20/08/2022

وردوج ولسوالي، بدخشان.
ولسوالى وردوج، بدخشان.
Wadouj district, Badakhshan.

••• ═══ ༻✿༺═══ •••
د نورو تاريخي او ښکلو انځورونو ليدو لپاره ﺯمونږ پاڼه لايک او شير کړى.
براى عکس هاى بيشتر صفحه مارا لايک و شير کنيد.
Like and share our page to see more historical and beautiful pictures.

Photos from ‎Historical AFG تاريخي افغانستان‎'s post 19/08/2022

د غازي امان الله خان ژوندلیک

غازي امان الله خان د ۱۸۹۲ زیږدیز کال د جون د میاشتې په لومړۍ نیټه چې ۱۳۰۹ لیږدیز سپوږمیز کال سره سمون لري د کابل ولایت په پغمان کې زیږېدلی دی.
غازي امان الله خان دامیرحبیب الله خان دریم زوی ، د امیر عبدالرحمان خان لمسی ، د امیر محمد افضل خان كړوسى او امیر دوست محمد خان كودى دى . د امان الله خان مور سرور سلطانه بیګم نومېده چې د علیاحضرت سراج‌الخواتین لقب ورکړ شوی و، سلطانه بیګم د لوی‌ناب ایشک آقاسی شیردل خان بارکزي لور وه چې له سترې کورنۍ نه وه.



غازي امان الله خان خپلې لومړنۍ زده كړې په شاهي دربار کې تر سره کړې دي، نورې زده كړې په حربيه مدرسه (حربيه ښوونځي) كې تر سره كړې دي . د محمود سامي پاشاه په نوم یوه ښوونکي ورته په ځانګړي ډول د پوځي زده کړو روزنه ورکوله.



غازي امان الله خان د افغان ژورنالیزم پلار علامه محمود طرزي له لور ثریا طرزي سره واده کړی



غازي امان الله خان د خپل پلار یانې امیر حبیب الله خان په دربار كې په درباریانو او کارکوونکو ډیر ګران و. امیر حبیب الله خان عادت درلود چې کله به په سفر وته نو په وار سره یې به یې خپل یو یو زوی خپل ځایناستی ټاکه ، د امان الله خان په وار کې غازي امان الله به له درباریانو سره ډیر ښه چلند کاوه، له بنديانو سره به يې ډېره نرمي ښووله ، ان كله ناکه به يې پټ ليده كاته هم ورسره كول ، پر پوځيانو به يې ځانګړى پام و . همدا لامل و چې كله يې خپله پاچاهي اعلان كړه ، نو په دربار كې له كومې ځانګړې ستونزې سره مخ نه شو .
غازي مان الله خان ډېر زغم درلود، هوښيا، ځیرک او مدبر سړى و، په ډېره څرګنده او مهربانه لهجه يې خبرې كولې او د وینا پر مهال به یې اوریدونکې د خبرو تر بشپړ اغیز لاندې راتلل .



غازي امان الله خان د ځوانانو له سیاسي هڅو سره مینه درلوده او دا وړ ځوانان یې هڅول، كله چې د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ په دوران كې روڼ اندو د مشروطیت غورځنګ جوړ كړ، نو امان الله خان د همدې غورځنګ په فعاليتونو كې هم بشپړه ونډه واخيسته . د ځينو فعاليتونو له امله امير حبيب الله د همدې غورځنګ غړي بنديان كړل ، نو اعليحضرت امان الله د خپلې پاچاهۍ په لومړيو ورځو كې همدغه بندیان له زندان څخه را خلاص كړل او په دې توګه يې غوښتل چې د همدغو روڼ اندو له پوهې څخه د هېواد په پرمختيا كې كار واخلي.

#دندې
ا میر حبیب الله خان د ۱۹۱۹ زیږدیز کال د فبروري په شلمه نیټه د لغمان ولایت په کله ګوش سیمه کې شهید شو، دغه مهال غازي امان الله خان د کابل د والي دنده ترسره کوله ، د دې دندې په خواکې د کابل د پوځ او خزانې ټول واک هم ورسره و، امان الله خان د خپل پلار د مرګ له خبر سره سم د پاچايي او ورسره یې د انګریزانو له ولکې نه دافغانستان د خپلواکۍ اعلان وکړ، هغه مهال افغانستان دانګریزانو یو نیمه مستعمره هیواد و چې په داخلي سیاست کې ازاد خو په بهرني سیاست کې په انګریزانو پورې تړلی و، انګریزانو د امان الله خان دغه اعلان ته ارزښت ور نه کړ نو هماغه و چې غازي امان الله خان د انګرېزانو د ښکیلاک په وړاندې په ټول هېواد كې د خپلواكۍ د غزا ډول وغږاوه . نوموړي ډېر ژر د افغانستان د خلکو او قبايلو ملاتړ ترلاسه کړ ، د غازي امان الله خان د واکمنۍ لس کلنه دوره د خپلواکۍ او بې سارې ټولنیزو او صنعتي پرمختګونو پېر ګڼلی شو.



۱ـ د غازي امان الله خان د واک لومړنۍ لاسته راوړنه د فرهنګ او پوهې دوده په برخه کې د عبدالهادي داوي په مدیریت سره دامان افغان خپرېدل و، د دې رسنۍ لومړۍ ګڼه د ۱۹۱۹ زیږدیز کال داپریل په ۱۲ نیټه خپره شوه، دغې رسنۍ په شعوري ډول خلک دپه هیواد کې پر مختیايي کارونو ته هڅول او هڅه په کې کېده چې دخلکو ذهنونه روښانه کړي، د امان افغان له خپرېدو وروسته په لسګونو نورې جريدې او مجلې خپرې شوې او په هر ولايت كې يوې جريدې خپرونې كولې. همدا وخت د ارشاد النسوان په نامه د ښځو يوه خپرونه هم وه.

۲ـ د قانون جوړلو په برخه كې غازي امان الله خان د ١٩٢٢ زېږدیز كال د فبروري پر ٢٩مه په جلال اباد كې د ملت د٨٧٢ استازيو په ګډوون لویه جرګه جوړه كړه.

۳ـ په ۱۹۲۳ زیږدیز کی د افغانستان لومړنى اساسي قانون يې تصويب كړ.

۴ـ په اقتصادي برخه كې يې د صنايعو انكشاف ته پوره پام وكړ، یو ډیر شمیر کارخانو په هیواد کې په فعالیت پیل وکړ.

۵ـ افغاني کرنیزو او صنعتي محصولاتو د نړۍ بازارونو ته لار ومونده.

۶ـ نوي ښارونه جوړ شول او د کابل ښار دپخوا په پرتله څو برابره پراخ او ستر شو.

۷ـ . د ولايتونو تر منځ لارې او سړكونه جوړ شول او په لارو كې د مساپرو د هوسايۍ لپاره هوټلونه په كار ولوېدل.

۸ـ په لسګونو دهلکانو او نجونو ښوونځيو ودان شول.

۹ یو شمیر زده کوونکي د زده کړو لپاره بهر ته ولیږل چې په راتلونکي کې د خپل په ابادۍ او سمسورتیا کې په علمي ډول برخه واخېستلای شي.

۱۰ـ د ولایتونو او مرکز تر منځ د تلیفون او تلګراف سیمي اړیکو لپاره کار وشو

۱۱ـ دوه دولتي سوداګریز شرکتونه دا مانیه شرکت او ثمر شرکت په نوم په کار پیل وکړ.

۱۲ـ په پغمان، کندهار او جلال اباد کې دبرېښنا دستېشنونو په جوړونه کار پیل شو.

۱۳ـ دچرم ګیرئ، باروت جوړونې، دسمنټو کارخانې او داورلګیوتو کار خانې ته برېښنا ورکړل شوه.

۱۴ـ په کندهار ، هرات او مزار شریف کې د موټرو دپرزو جوړونې، صابون ، عطرو او کنګل جوړونې ،نخي او وریښمینو ټوکرانو اوبدنې،ترکاڼي او دغوړیو او داسې په لسګونه کارخانې جوړې شوې.



نالوستی بچه سقاو چې د انګریزانو په لمسون د اماني روښانه پير دله منځه تګ سبب شو

د انګریزانو په لمسونه او لاسوهنه دغازي امان الله خان د پرمختیايي کارونو په وړاندې ورځ تربلې خنډونه او مخالفتونه ډیریدل، د حبیب الله کلاکاني په نوم چې په بچه سقاو مشهور و یو نالوستی تن و د امان الله خان پر وړاندې د مبارزي مشري په غاړه واخېسته، په ۱۹۲۷ زیږدیز کال غازي امان الله خان داروپا په سفر ووت، کله چې غازي امان الله خان داروپا له سفره راستون شو، په هیواد کې یې حالات ډير ترینګلي او ستونزمن ولیدل نو د دې لپاره چې دافغانانو وینې تویې نشي د ۱۹۲۹ زیږدیز کال د جنوري په ۱۴یې خپله استعفا ورکړه، د ده ورور عنایت الله خان د افغان هیواد واک په لاس کې ونیو خو وروسته بچه سقاو ارګ کلابند کړ، عنایت الله خان هم له پاچاهۍ نه لاس واخېست. په همدې وخت کې غازي امان الله خان له خپلې کورنۍ سره د کندهار له لارې هند ته ولاړ چې بیا وروسته د هند له لارې د ایټالیا هیواد ته ولاړ.

#مړینه

غازي امان الله خان په ایټالیا کې ژوند ته دوام ورکړ چې د ۱۹۶۰ زیږدیز کال د اپریل ۲۵ په زیوریخ کې ومړ، د غازي امان الله خان له وصیت سره سم مړی یې افغانستان ته راوړل شو او په جلال اباد کې د خپل پلار د قبر په خواکې خاورو ته و سپارل شو. هر هډوکی یې په جنت سه.

مننه کوم🇦🇫🇦🇫🇦🇫

19/08/2022

۲۸ د ﺯمري د افغانستان د اﺯادۍ ۱۰۳مه کلیزه.

18/08/2022

د اعلیحضرت غازي امان الله خان د دورې یو شمېر پرمختیایي کارونه:

ـ لومړی اساسي قانون یې جوړ کړ
ـ د لومړی ځل لپاره تذکره وویشل سوه
ـ د ځمکو لپاره نغدي مالیات وټاکل سول
ـ د څارویو د مالیاتو لپاره د محصول مورسی قانون جوړول
ـ د مالي ادارو د تنظیم لپاره د اصول دفتري ښوونځی جوړول
ـ د کرني د مامورینو او مالیاتو د ترلاسه کولو قانون جوړول
ـ د اداري مامورینو او حاکمانو قانون جوړول
ـ د دولتي املاکو د خرڅولو قانون جوړول
ـ دټولو داخلي ګمرکاتو له منځه وړل
ـ د سوداګریزو معاملاتو لپاره د شرعي محکمې جوړول
ـ تر لومړني ښوونځي پورې د زده کړو جبري کول
ـ د لومړي ځل لپاره بانکنوټونه چاپ سول
ـ د بريښنا توليد ته پراختیا ورکړل سوه
ـ د چاپ مطبعې رامینځته سوې
ـ دسمنټو صنعت او تولید پراختیا
ـ د بورې تولید
ـ د ګوګړو تولید
ـ د کاغذ جوړول
ـ د ښيښې جوړول
ـ د غوړ ايستلو صنعت
ـ دمېوو د کنسروا کولو کارخوني او مېتودونه رامنځ ته سوه
ـ د صنعت د تشویق قانون تصویب سو
ـ د تقاعد قانون تصویب سو
ـ خصوصي مالکیت تثبیت سو
ـ تجارتي شرکتونه جوړ سول
ـ د دوا جوړونې شرکت
افغان اتحاد، افغان ملګری قمر او جرمنی ضیا تاسیس سول
ـ دولت شرکت امانیه او شرکت ثمر جوړ کړل
ـ د سپينو باروتو د تولید فابریکه جوړول
ـ د تلګراف او تیلفون د لاینونو تمدید د مرکز او ولایتونو ترمنځ په پغمان،ننګرهار او کندهار کې د برق سټیشونه تر لاس لاندي ول
ـ د چرم جوړوني کارخانه
ـ د ګوګړو کارخانو ته د بريښنا انرژي ورکړل شوه
ـ د موټرو د ترمیم کارخانه او پرزې جوړول
ـ د صابون د فابریکو جوړول
ـ عطریات جوړول
ـ د نجاري فابریکې جوړل
ـ د یخي جوړوني، پنبې او د غوړو ایستل په کندهار ،مزار شریف او هرات کي
ـ د قند جوړونې فابریکې جوړول
ـ نخي او جیم نساجي فابریکې
ـ د تڼۍ جوړولو فابریکې جوړول
ـ د میوو د ساتنې لپاره ځایونه جوړول
ـ د پنیر او کوچو فابریکې جوړول
ـ د اوبو او تیل خاکو را ایستل
ـ غازي بند جوړول
ـ د غزني سراج بند جوړول
ـ د څمکنویو اوبه تړل
ـ د بدخشان د لاجوردو، د هرات د نفتو او د اوسپني د ویلی کیدو کارخانې، د کانونو پراختیا، د اوسپني، ډبرو سکرو، ،سرب،ابرک تباشیر،مرمر او یو شمیر نورو قرار دادونه وروستي سوي ول
ـ د دولت د کارمندانو باید له کورنیو تولیداتو ګټه پورته کړی وای
ـ د تلګراف له لارې له ولایتونو او نړۍ سره ونښلول سوو
ـ په لومړی ځل د اورګاډي لیکه جوړول
ـ د نویو لارو جوړول
ـ د پخوانیو لارو بیا ودانول
ـ د پلونو جوړول
ـ په لومړي ځل د ملکي هوايي چلند اداره رامینځته کول
ـ د پوستي چوپړتیاوو سمول
ـ د کابل او سترو ولايتونو سره د هوايې چلند ټينگول او د کابل او باندنيو هيوادونو لکه ترکيې، ايران، هند، شوروي او نورو سره د هوايي پوستي د ليکو ټينگولو ته يې د خپلو اقتصادي او پراختيايي پروگرامونو په سر کي ځای ورکړ.
ـ د هېواد هوايي ځواک جوړول
د رسینو لومړنی قانون تصویب
ـ د ښځو د خوندیتوب قوانین جوړول
ـ د نجنو لپاره د ښوونځیو او مدرسو جوړول
ـ د ښځو خپلواکی او حقوقو ته پاملرنه
ـ د دولت جوړونې او د اقتصاد عصري کیدل
ـ د مالیاتو راټولول د پيسو په بڼه
ـ د ماليې ریفورم رامینځته کول
ـ د ملي شورا جوړه ول
ـ په نظامي او ملکي برخو کې اصلاحات
د ټلګراف د نړیوالې ادارې غړیتوب اخیستل
ـ د لومړی ولسي جریدې خپریدل د اتحاد مشرقي له خوا
ـ په کال 1306 ه ش کې د راډیو فعالول
ـ ملي کتابتون جوړول
ـ د ښځو لومړنې جریده جوړول د ارشاد النسوان په نامه
ـ طلوع افغان ورځپاڼه جوړیدل
ـ په لومړي ځل د بودجې تصویب
ـ د سپورټ لومړني خپرول
ـ د پښتو مرکې ادبې ټولنه جوړول
ـ د امانیه ښوونځی تاسیس
ـ د انیس جریدې تاسیس
ـ د طبابت لومړی قانون تصویب
ـ د ملي شورا لپاره د قانون جوړیدل
ـ افغان زده کړیالان بهر ته د زده کړو لپاره لیږد
ـ په لومړي ځل د میرمنو ګډون د پغمان په لویه جرګه کي
ـ په ټول هېواد کي د 322 ښووځیو جوړیدل
ـ په ټول هېواد کې 244 کیلومتره سړک پخول
ـ 391 ډوله کانونو کشفول
افغانستان د پوسټ د نړيوالې ټولنې غړ شو
ـ په ښوونځنیو کې د شاګردانو د نه حاضریدو کبله پنځه افغانۍ جریمه کول
ـ اتفاق اسلام په هرات کې اخبار جوړ کړو
ـ په شمال کې د بیدار په نوم اخبار رامینځته شو
ـ اتحاد اسلام اخبارپه مزار شریف کې رامینځته کړو
ـ اتحاد بغلان اخبار
ـ اتحاد خان اباد اخبار
ـ ستاره افغان اخبار
ـ حقیقت په نوم اخبار
ـ انيس اخبار
ـ امان افغان خپرول
ـ د انسانانو خرڅول منع اعلان شول
ـ بیګار بند سو چې ځينو قومونو ترلاسه کول
ـ اضافي مالیات یې منع کړل
ـ جنسي مالیات په پولي مالیاتو واوښتل
ـ د قبایلي خانانو، درباریانو او د شاهي کورنۍ لیرې خپلوانو معاشات او امتیازات یې لغوه کړل
ـ اهل هنود افغانانو ته د ښوونځیو جوړول
ـ په بهر کي افغاني تولیداتو ته بازار پيدا کول
د خپلواکۍ د ۱۰۳مې کالیزې په ویاړ🇦🇫
هیواد پاله ځوان

13/08/2022

وردک د تاریخ په رڼا کې

د اکاډميسين عبدالشکور رشاد د روایت په اساس چی وایی د افغانستان لوى تاريخ ليكونكى ارواښاد احمد علي خان كهزاد پخپل كتاب( د افغانستان پخوانى تاريخ ) كې يو ځاى ليكي: " ورديګا او برسايا( وردګ، بړيڅي) په ويدونو كې راغلي دي." د ويدونو زمانه، د حضرت محمد(ص) تر زوكړې دوه يا دوه نيم زره كاله پخوا ده او دا به په اغلب ګمان په تاريخي اسنادو كې د ويردګ يا وردګ تر ټولو لرغونې يادونه وي.
د اوستا په پاڼو كې، چې د ارياناويجه د شپاړسو سيمو يادونه شوې ده، په هغو كې اوومه سيمه د ويكرته په نامه ښودل شوې ده، چې اوس هم د وردګو د اوسېدلو سيمه د ويردګ يا وردګ په نامه يادېږي. كلاودس بطليموس په دوهمه ميلادي سدۍ كې د پاروپاميزاد او ( هندوكش) په خواوشا كې د اوراتيكا په نامه يو ځاى ياد كړى دى، چې د اوسني وردګ له كليمې سره ډېر زيات لفظي نزديكيت لري. نوموړي دا هم زياته كړې ده، چې د كابل رود سرچينې ته څېرمه سيمه كې د ورتيكا په نامه باندې يو ښار دى، د وردګ له نامه او موقعيت څخه لرې نه دى.
يوه بله خبره، چې د وردګو د سيمې په اړه د يادونې وړ ده هغه دا ده، چې د چيني زاير هيوان څانګ په سفرنامه كې، چې په اوومه عيسوي سدۍ كې ليكل شوې ده، راغلي دي، چې په ۶۴۴ م كال كې له هند څخه د چين د سفر په لار كې كابل ته رارسيږي، له كاپيسا څخه ۱۵ ورځې د جنوب خواته سفر كوي او varana يا اوسني بنو ته رسېږي، بيا شمال غربي خواته روانېږي او له هغه ۱۰۰ ميله د شمال خواته ځي او د ( درګي ستانه) سيمې ته رسېږي. ښايي دغه نوم په اصل كې varidelgi sthana وي.
هنری والتر بلیو انګلیسی عالم هم د وردک د کلیمې په اړه وایی چی وردک کلیمه د ( وردوج ) له کلیمې څخه اخیستل شوی وردوج د هغه آریایی ټبر نوم دی چی د بدخشان اړوند سیمه کې میشت دی د نوموړي عالم په اند د وردوج طایفه د اوسنی وردک سیمې ته څو پیړی مخکې کډه شوی او د لهجوی تحولاتو په ترڅ کې د وردوج له کلیمې څخه وردک ته یی نوم بدل شوی ده

بعضی مورخین بیا په دی اند دی چی وردک د کرلاڼ بابا اولاده ده
وردګ د کرلاڼی د زوی د دوهمی میرمنی له اولادی څخه یو زوی ګڼل شوی دی چی د هیواد نامتو مورخ اروښاد پوهاند عبدالحی حبیبي په ( د افغانستان لنډ تاریخ) کې لیکلي: « په پښتنې نسب نامه کې د کرلاڼ یا کړلاڼی په نامه یوه بله څانګه هم شته چې دوی له هغو دریو څانګو (غرغښت، بیټنی او سره بن) سره خپلوي لري او سوچه پښتانه دی،»
د کرلاڼی ټولنیز ګروپ په لاندینیو قبیلو ویشل شوې دي چې نومونه یې دا دي:
منګل، ځدراڼ، څاځی، ګوربز. تڼی، مقبل، وردک، خټک، دلازاک، اورکزی، هني، اتمانخیل، خوګیاڼی، پړبه، عبدالرحمن یا درمان، توری، وزیر، مسید، لالی یا لیلی وزیر، دوړ، بنوڅی، بنګښ، صبری، مندوزی، اسماعیل خیل، زموخت (زموښت) او نور.
د وردګو د قبیلی اصلی ټاټوبی د سلیمان د غره لړی بلل شوی چی دوردګو اوسنی ټاتوبی سره نیژدې پرته سیمه ده
د یادونې وړ ده چی د مغلو د واکمنی په محال بعضی تاریخی کتب د تعصب په رڼا کې د مشخصو کړیو په لمسون چاپ شوی چی په دی کتابونو کې پښتانه د آریایی نژاد څخه ایستل شوی او د بنی اسرایلو یهودی مهاجر قبایل بلل شوی .
چی په همدی لړ کې ځینو کړیو هڅه کړی چی وردګ قبیله هم د اریایی نژاد څخه وباسی او د مهاجرو قبیلو څخه یی عرب وګڼی دوی وایی چی وردګ د سید محمد ګیسو دراز اولاده ده د دوی په اند نوموړي کس د هرات څخه د سلیمان غرونو ته ولاړ او هلته یی د دریو پښتنو پیغلو سره واده وکړ او وردګ د هغه د یوې میرمنې زوی وو
اول دا چی پښتنو کې یو دود ده چی پښتانه خپلی لوڼې پردی قوم ته نه واده کوی چی دا دود د تر اوسه پورې د پشتنو په سنتی ټولنو کې حاکم ده .
بل دا چی سید محمد ګیسو دراز په هند کې خاورو ته سپارل شوی چی اوس یی هم زیارت موجود او د عامو خاصو زیارتګاه ده او اولاده یی هم په هند کې ژوند کوی( سید محمد ګیسو دراز په 1321 زیږدیز کال کې د هند دهلی ښار کې زیږیدلی او په 1422 زیږدیز کال کې وفات شوی چی زیارت یی د دهلی په ګل برګه سیمه کې موقعیت لری )
دا روایات چی وردګ عرب دی یوازی یوه افسانه ده او بس .
وردګ برسیره پردی چی د وردګو اوسنی سیمه کی میشت دی د هیواد نورو ولایتونو ته یی هم د بیلا بیلو لاملونو له کبله مهاجرتونه ترسره کړی دی
په ځانګری توګه دکابل بلخ،شبرغان،کندز،بغلان،هلمند،سمنګانو،غور،کنړ،هرات،غزنی او نورو سیمو کی میشت شوی دی او یوه ډله نور یی د ځینو لاملونو له کبله د هیواده بهر میشت شوی چی د ځینو ځلانده څیرو نومونه مو لاندی لیکلی

د وردګ ولایت نړیوالی نومیالی اکادمیک څیرې

- پی ایچ دی دوکتور علی وردک دبریتانیی ګلمورګن پوهنتون استاد چی 2014 کال کې د بریتانیا کریمنولوژی په برخه کې معتبره جایزه وګټله
- فيلسوفه دوکتور سينا وردګ په نيويارک کې د فکری پوهې څيړونکې او د نیویارک پوهنتون استاده ده او د فکرونو د درجه بندی بنسټ ايښودونکې او د 2015 کال د ګلوبل فلاسيفه جايزه ګټونکې,
- پی ایچ ډي انجینیر زرجان بها د امریکا پوردیو پوهنتون د انجینرۍ پوهنځۍ رئس او وتلې څیره،
- پي ایچ ډي انجینیر بهاوالدین بها د برایټون پوهنتون په الکترونکس انجینرۍ کې پروفیسور،
پی ایچ دی دوکتور نصیر احمد لمر په جرمنی کې د رګونو د جراحی پروفیسور ده 2010 کال کې د نړی د غوره ډاکټر جایزه ترلاسه کړه
پوهاند دوکتور محمد اکبر وردک په فرانسه کې د طب پوهنتون استاد دی
د ماستری دورې محصل ننګیالی اتل په امریکا کې د ملګرو ملتونو میړانې جایزه ګتلې

جغرافیایی ویش

دميدان وردګ ولايت د افغانستان دمركزي او ﺩﻭﻫﻤﻪ درجه ولايتونو له ډلې دی، په 1343 لمریز کال کې تاسیس شو چې دكابل ښار لویدیځ پلوته په ٣٥ كېلومتره واټن كې پروت دی. ختیځ ته په لوګر پورې تړلی دی. لودیځ ته یې بامیان او غزنی موقعیت لري او جنوب ته په غزني او لوګر پورې تړلی دی او همدا رنګه شمال ته په بامیان او پروان پورې تړلې پوله لري.

د مرکز په ګډون ٩ اداري واحدونه (ميدان ښار، نرخ، جلرېز، چک، دايمرداد، سید اباد ، جغتو بهسودلومړۍ برخه، مرکزيبهسود) او ۴۷ ملکي اونظامي ادارې لري.

میدان وردګ د طول البلد په ( ۶۸.۸۶۳۸۳ ) درجو، د عرض البلدپه ۳۴.۳۹۴۵۸ درجو موقعیت لري، چې د بحر له سطحې ۲۲۱۰ متره جګ پروت دی. ټول نفوس یې ( ۸۸۶۴۶۵ ) تنه دی او ( ۱۰۷۶۴۱ ) په بزګرۍ بوخت دی.

د میدان وردګ ولایت ټول مساحت ( ۱۰۹۱۲ )مربع کیلومتره ته رسيږي، چې کرهنیزه ځکه یې ( ۴۳۹۲۱.۴ ) هکتاره ده. له دې جملې (۳۲۶۹۱ ) هکتاره ابي ، (۱۱۱۲۰ ) هکتاره للمي او ( ۱۱۰.۴ ) هکتاره دولتي املاک ځمکه ده. په منځني ډول ددې ولایت د ابي ځمکې (۱۰۹۸۰ ) هکتاره ځمکه باغونو نیولې ده. ددې ولایت د اوبو منابع ، سیندونه، کاریزونه، چينې، ژورې څاګانې دي. عمده نباتات غنم، کچالو او نور حبوبات دي..

د ميدان وردګ ولايت د ټولو کارکوونکو شمېر (۶۳۶۳)کسانو ته رسیږي، چي۲۹۶۰ رسمي او ۳۴۰۲ اجیر مامورین دي .

ميدان وردګ له دوه پلوه ډېر ستراتيژيک ولايت دي:

الف: د کابل-کندهار او کابل-باميان په لويه اکمالاتي او تجارتي لاره پروت دی.

ب:د کابل لويه او تر ټوله مهمه دروازه ده.

د ميدان وردګ ولايت اقليم په اوړي کې نسبتا ګرم او ژمی د واورې ورېدو ترکچې سوړ وي.

ددې ولايت وګړي په عمومي ډول په کرهنه، بڼوالۍاو مالدارۍبوخت دي- كرنيز توليدات يي غنم ، جوار، وربشي، لوبېا، كچالو،سبزيجات اومېوې لكه مڼې او زردالو دي، چې ځانكړی شهرت لري.ددغو مېوو تر داخلي اړتيا اخوا يوه نسبي برخه يې بهرنیو هېوادونو ته صادريږي.همدارنګه لاسي صنايع يې ټغر، لمڅي، شالونه، جاكټ ، دستكش او نور له مريو او دانو څخه جوړشوي توکي دي.

میدان وردګ ترټوو زیات د مڼو باغونه لري او کلني دمڼو عواید یې ( ۱۲۲۹۷۶ ) ټنو ته رسیږي ، دکچالو کلني عواید یې (۹۱۵۳۴ ) ټنه او دغنمو کلني عواید (۴۱۱۴۷.۵ ټنه کيږي. ددې ولایت ځنګلي ساحه معمولا غرنیو بادامو پوښلې چې (۶۰۰ ) هکتاره يې یوازې د نرخ او جلریز اړوند ده. همدارنګه د علفچر ساحه یې ( ۱۷۶۵۴۵ هکتاره ده چې زیاته برخه یې دبهسود و په لومړۍ برخه او مرکزي برخه پورې اړوند ده

د ميدان وردګ نهه اداري واحدونه

ميدان ښار

د ميدان وردګ ولايت مرکز ميدان ښار د کابل لويديځ ته په ٣٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري. ميدانښار چې (٣٤٥) کيلومتره پراخوالي لري دبحر د سطحي څخه (٢٢٢٥) متره لوړ د (٣٤٢٧٠٠)عرض البلد او (٦٨٤٨٠٠) طول البلد درجو ترمنځ موقعيت لري چې د (٥٩) اصلي کليو او يو فرعي کلى په لرلو سره (٦٠٧٥٨) تنه نفوس لري

د ميدان ښار دتاريخي سيموله ډلېد ګنبدشاه،چې چغتایپورې اړه لري نوم اخيستلای شو.په عمومي توګهدميدانښارخلک په کرنه،مالدارۍ،بڼوالۍ او سوداګرۍ بوخت دي.البته د وګړو اقتصادي وضعيت يې ډېر ښه ندی.
د دی سیمه نامتو شخصیتونو
1 - ډاکټر عبدالوکیل 2 - جنرال عتیق الله امرخیل 3 ډګر جنرال آصف شور 4 دوکتور محمد اصف بکتاش 5 پوهاند دوکتور نجیب الله امرخیل 6 پوهنمل شرف الدین عظیمی .....

دميدانښار ټول کلي په دريو حوزو وېشل شويدي:

دعثمان خېلو حوزه
د چارکه حوزه
دابراهيم خيلو حوزه

سيداباد ولسوالي

سيداباد ولسوالی د ميدان وردګ ولايت له لومړۍ درجه ولسواليو څخه شمېرل کېږي،چې دميدان ښار څخه (٣٥) کيلومتره واټن لري. نوموړۍ ولسوالي(١٧٧٥٧٨) تنه نفوس، (١٠٢٩) کيلومتره مربع پراخوالی، د بحر دسطحى څخه (٢٤٠٠) متره لوړوالى او د (٣٤٥٩٥٠) عرض البلد او د (٦٨٤٣٠٠) طول البلد درجو ترمنځ ،د(١١٧) اصلي او (٧٣) فرعي کليو لرونکېده.

د سيدا اباد څلور خواوې په لاندې ډول دي:

شمال ته چک ولسوالي، جنوب ته د لوګر دخروار ولسوالي او دغزني ولايت ذنه خان، ختيځ ته د لوګر ولايت د برکي برک ولسوالي، لويديځ ته دچک او جغتو ولسوالۍ، شمال ختيځ ته نرخ ولسوالي، جنوب ختيځ ته دغزني ولايت د خواجه عمري ولسوالۍپرتې دي.

د سيداباد استوګن په کرنه، بڼوالۍ او مالدارۍ بوخت دي او له پوهنې سره خورا زياته مينه لري. دغه ولسوالي ډېر حياتي موقعيت لري او د کابل کندهار په لويه اکمالاتي لار پرته ده.

دسید اباد ولسوالی نامتو څیرې

1 غلام محمد خان وردک ( د امان الله خان د داخلی وزیر او کاڼو او صنایو وزیر )
2 محمد عمر وردک ( د ظاهر خان د داخلی وزیر او د ملی شورا ریس )
3 پوهاند دوکتور عبدالقیوم وردک ( د ظاهر خان د پوهنی ' کاڼو او صنایعو ' او کورنیو چارو وزیر)
4 - عبدالاحد مایار ( د ملی شورا ریس په شاهی دوره کې )
5 - عبدالکریم خرم ( د حامد کرزی په کابینه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر )
6 - دوکتور فاروق وردک ( د حامد کرزی په کابینه کې د پوهنې وزیر )
7 - عبدالله خان وردک ( د شاهی دورې د ننګرهار والی )
8 - پوهاند دوکتور موسی وردک سردار داوود خان روغتون پخوانی ریس
9- پوهاند دوکتور لطیف بهاند ( په مسکو د افغانستان فرهنګی اتشه )
10 - حبیب الله رفیع ( د هیواد نامتو لیکوال او مورخ )
11 - ډګر جنرال عبدالوهاب وردک ( د هوایی ځواکونو لوی قومندان )
12 - ډګرجنرال عبدالحمید حمید ( د شاهین قول اردو قومندان)
13 - ډګرجنرال برات خان مدافع هوایی ځواک پخوانی قوندان )
14 - تورنجنرال دوکتور الهام وردک ( د کورنیو چارو وزارت ښونې او روزنی ریس)
15 - جنرال دوکتور غلام ربانی نازبر ( کورنیو چارو وزارت د صحیه پخوانی قومندان)
16 - اصیلا وردک ( بهرنیو چارو وزارت ښځو چارو ریسه او په نیو یارک کې د افغانستان په دایمی نماینده ګی کې مستشاره )
جنرال عبدلله وردک ( د شهیدانو او معلولینو پخوانی وزیر او لوګر والی)
الحاج وحیدالله , ډاکتر عبید , انجنیر حسیب کلیمزی

ددغه ولسوالۍ ټول کلي په لاندې حوزو تقسيمېږي:

د اونخي حوزه
د شش ګاو حوزه
دشنيز حوزه
دسيداباد حوزه
د شيخ اباد حوزه
د تنګي حوزه

جغتو ولسوالۍ

جغتو ولسوالۍ د ميدان وردګ ولايت د دويمې درجې ولسواليو له ډلې شمېرل کېږي،چې دميدان ښار څخه (١٢٤) کيلومتره واټن لري.

د جغتو ولسوالی نامتو څیرې

1 غازی محمد جان خان وردک
2 دوکتور تاج محمد وردک ( د حامد کرزی په لومړی کاببنه کې د کورنیو چارو وزیر
3 ستر جنرال رحمت الله نبیل ( د څارګری اداری لوی ریس )
4 ډګر جنرال نعمت الله حیدری ( د سرحدی ځواکونو لوی قومندان )
5 جهادی قومندان قاضی امین وردگ
6 جهادی قومندان ننگیالی وردگ
7 عادله بهرام ( د ولسمشر غنی سلاکاره ) ........

جغتو ولسوالی ټول کلی

د کلاندي مرکزي حوزه
د باريکاب حوزه
د کونج حوزه
د ګيرو حوزه
د قلعه وزير حوزه
د منګلي حوزه
د بند سلطان حوزه
د ابتلې حوزه
د مرکز دويمه حوزه
ګنده قول حوزه

د جغتو ولسوالۍڅلور خواوې په لاندي ډول دي:

شمال ته یېچک ولسوالي، جنوب ته يې دغزني خواجه عمري، خوګياڼي او رشيدان ولسوالۍ، ختيځ ته يې سيداباد ولسوالي، لويديځ ته دغزني ناور او رشيدان ولسوالۍ.

د جغتو ولسوالي پراخه نيمه دښتې لري او ٢.٥ برخه ځمکه يې کرل کېږي.

د دغېولسوالۍ زياتره خلک په کرنه،مالدارۍ، او بڼوالۍ بوخت دي او د خلکو اقتصادي حالت يې کمزوریدي.

چک ولسوالۍ

چک ولسوالي دميدان وردګ ولايت د دويمه درجه ولسواليو له ډلې شمېرل کېږي،چې دميدان ښار شمال ته په (٤٠) کيلومترۍکې موقعيت لري. د چک ولسوالي (١٣٦٢٨٠) تنه نفوس او (١٩٣) اصلي کلي لري. د بحر له سطحې(٢٢٠٠)متره لوړهاو (١١٧٧) کيلومتره مربع د (٣٤٠٦٠٠) عرض البلد او (٦٨٣٥٠٠) طول البلد درجوپه حدودوواقع ده

د چک ولسوالی نامتو څیرې

1 - حبیب الله خان وردک ( د امیر شیر علی خان د مالیی وزیر )
2 - ستر جنرال عبدالرحیم وردک ( د حامد کرزی په کابینه کې د ملی دفاع وزیر )
3 - ډګر جنرال رحمت الله روفی د سرحدی ځواکونو پخوانی لوی قومندان او کندهار پخوانی والی
4 - تورنجنرال عبدالعلی خان وردک د داوود خان نمبر 1 قول اردو قومندان
5 - تورنحنرال محمد دوست وردک نمبر 1 قول اردو قومندان
6 - محمد یاسر وردک ( د مجاهدین په حکومت کې د ټولګټو وزیر )
7 - پوهاند دوکتور زمان وردک ( د کابل پوهنتون استاد او د یورولوژی دیپارتمنت شف )
8 - پوهنمل حمیرا حقمل ( دکابل پوهنتون د حقوقو پوهنځی استاده او د ټاکنو د شکایتو کمیسیون کمیشنره )
9 مفتی دوکتور کفایت الله وردک ( د هیواد علمی څیره او کانادا کې د جومات خطیب )
10 انجنیر ذکیه وردک
11 شهیده ډاکټر عاقله حکمت
12 غلام دستګیر هدایت ( د شکایتو کمیسیون کمیشنر )
پوهاند دوکتور صفت الله سیدالی

د چک ولسوالۍ څلور خواوې په لاندېډول دي:

شمال ته نرخ او دايميردادولسوالۍ، جنوب ته جغتو او سيداباد ولسوالۍ، ختيځ ته نرخ او سيداباد ولسوالۍ، لويديځ ته مرکزي بهسود او دايميرداد ولسوالۍ پرتې دي.

سياب،انګورباغ اود ترممدغرونهد جغتو دګرځندوی سيمې دي،اولوګرسيند ددغېولسوالۍ لهغرونو څخه سرچينه اخلي.

د چک د اوبو دبريښنا فابريکه ددې ولايت دمهمو صنعتي ودانيو په لړ کې راځي،چې بيارغونه يې ددې ولسوالۍ په ارزښت کې دپام وړ بدلونونه راوستلای شي. د چک ولسوالۍټول کلي په لاندې حوزو ويشل شويدي:

د ابکذار حوزه
د عربانو حوزه
د سياب حوزه
د نيک پايقول حوزه
ګردن مسجد حوزه
د سيبکېحوزه
د خوات علياء حوزه
د خوات سفلى حوزه
د بيک سمند حوزه
د عليشه او شاه قلندر حوزه
د امبوخاک حوزه
د اله سنګ حوزه
ددې ولسوالۍ زياتره خلک په کرنه،بڼوالۍ او مالدارۍ بوخت دي او اقتصادي حالت يې د میدان وردګ ولايت له نورو سيمو سره ورته ستونزمن دی.

نرخ ولسوالۍ

نرخ ولسوالي چې دميدان ودرګ ولايت د درېيمو درجو ولسواليو په لړ کې راځي،چې دميدان ښار جنوب او جنوب لويديځ ته په (٨) کيلومترۍ کې موقيعت لري.. نوموړېولسوالۍ د (٩١٨٠٨) تنه نفوسپه لرلو سره(١٢٩) اصلي او (٤٣)فرعي کلي لري. نرخ ولسوالۍ د بحر له سطحې (٢٢٠٠) متره لوړوالی،(٤٨٠) کيلومتره مربع پراخوالیاو د (٣٤٢٢٠٠) عرض البلد او (٦٨٤٨٠٠) طول البلددرجو ترمنځ موقيعت لري.

د نرخ ولسوالۍ څلور خواوېپه لاندې ډول دي:

شمال ته جلريزولسوالي،ميدان ښار او کابل ولايت، جنوب ته لوګر ولايت، ختيځ ته دولايت مرکز(ميدان ښار) او کابل ولايت، لويديځ تهد سيداباد،چک او دايميرداد ولسوالۍپرتې دي.

د نرخ ولسوالۍټول کلي په لاندې حوزو وېشل کېږي

د شهاب الدين، بادام حوزه
کريمداد حوزه
دادل حوزه
عمرخېلو او صدمردي حوزه
د توکرک، ده خرقه او اقچي حوزه
د نرخ ولسوالۍ خلک په عموميتوګهپه کرنهاو مالدارۍ بوخت دي،چې اقتصادي حالت يې تر نورو سيمو زيات کمزوری دی. په نرخ ولسوالۍ کې د ګروميتو لوى کان پروت دى.

جلريزولسوالي

جلريز ولسوالي د ميدان وردګ ولايت د دويمو درجه ولسواليوپه ډله کې راځي،چې دميدان ښار په (٣٠) کيلو مترۍ کې موقعيت لري. دغه ولسوالي(٧٣٦١٤) تنه نفوس او (١٢٤) اصلي کلي لري. دغه ولسواليد بحر لهسطحې (٢٣٧٥) متره لوړه پرته ده ،چې مساحت يې(١١٣٩) متره مربع او په(٦٨٣٠٠٠) طول البلد درجو کې موقعيت لري.

د جلريز ولسوالۍ څلور خواوې په لاندې ډول دي:

شمال ته دپروان ولايت سرخ پارسا ولسوالي او دکابل پغمان ولسوالي، جنوب ته ميدان ښار او نرخ ولسوالي،ختيځ ته ميدان ښار، لويديځ ته د دايميرداد او د بهسودو لومړۍ برخه .

د جلريز ولسوالۍ ټول کلي په لاندې حوزو وېشل کېږي

د زيولاتو حوزه
د جلريز دمرکز حوزه
د سنګلاخ حوزه
د تکانه حوزه
د سرچشمې حوزه
د جلريز ولسوالۍدلرغونې سيمو په ډله کېکشک تپه او مزار پوشته يادولاى شو. ددغېولسوالۍ خلک په عمومي ډول په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

بهسودو ،لومړۍ برخه

بهسودو لومړۍ برخې ولسوالي دميدان ودرګ ولايت د دويمې درجې ولسواليو له جملې څخه شمېرل کېږي،چې دميدان ښار لويديځ لور ته په ٥٥ کيلومټرۍکېپرته ده. نوموړې ولسوالۍ (٤١١١١) تنه نفوس او (٢٣٢) اصلي او (١٥١) فرعي کلي لري. دا ولسوالي د عرض البلد په (٣٤٢١٠٠) او دطول البلد په (٦٧٥٤٠٠) درجو کې پرته ده، دبحر له سطحې څخه (٢٩٩٥) متره لوړهدهاو (١٣٢٥) کيلومتره مربع پراخوالیلري.

د بهسودو د لومړى برخېڅلور خواوې په لاندې ډول دي:

شمال ته شيبرباميان، جنوب ته دايميرداد او دغزني د ناور ولسوالۍ ، ختيځ ته دايميرداد،جلريز او د پروان ولايت سرخ پارسا ولسوالۍپرتې دي، لويديځ ته د بهسودو مرکزي ولسوالۍ سيمې پرتې دي.

دبهسودو په تاريخي سيمو کې شينيه د يادولو وړ ده.دهلمندسيند چې له نوموړېولسوالۍ څخه تېريږي دې ولسوالۍ ته زياته ښکلاء ورکوي.خلک ېې په کرنه کې ددې اوبو څخه استفاده کوي. ددې ولسوالۍ خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي،چې پخوايېمالدارۍ زياته وده کړې وه.د ټغراوبدل، ليمڅي، د پشمي جاکټونو او شالونوجوړول يې دلاسي صنايعو مهمې بېلګې دي.خود جګړو او پرلپسې وچکاليو له امله د کرنې او مالدارۍ په برخه کې زیات زيانونه ور اوښتي دي.
نامتو څیری
غلام نبی خان چپه شاخ


مرکزي بهسود

د بهسودو مرکز ولسوالۍ دميدان وردک ولايت د لومړۍ درجو ولسواليوڅخه شمېرل کيږي چې (١٦١٣٠٦) نفوس او (٦٧٩) اصلي کلي او (١٩٢) فرعي کلي لري. نوموړۍ ولسوالۍ د عرض البلد په (٣٤٣٠٣٠) درجو او د طول البلدپه (٦٨١٥٠٠) درجوترمنځ پرته ، دبحر د سطحې څخه (٢٩٥٠) متره لوړه او (٢١٨٦) کيلومتره مربع پراخوالي لري. دا ولسوالي د ميدان ښار څخه (١١٣) کيلومتره فاصله لري.

د بهسودو مرکز ولسوالۍ څلور خواوې په لاندې ډول دي:

شمال ته د باميانو يکاولنګ ولسوالي، جنوب ته د غزني ولايت ناوور ولسوالي او د دايکندي شهرستان ولسوالي، ختيځ ته د بهسودو لومړۍ برخه ولسوالي، لويديځ ته دباميانو،پنجاب اوورث ولسوالي.

د دغه ولسوالۍ خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او لاسي صنايع يې عبارت دي ټغراوبدل،ليمڅي اوبدل،جاکټ جوړول او داسي نور ، خو د ميږو له منځه تلو سره نوموړى صنعت مخ ښکته روان دي.

د لرغونو سېمو څخه يې د قوقرون سېمه يادولاى شو، او د اوسپنې مشهورکان حاجي ګک په دغه ولسوالي کې پروت دي. د دواړو بهسودو ولسواليو خلک د ولايت د نورو ولسواليو په څير د ديرشو کلو جنګونو او د پرلپسې وچکاليو څخه ډير زيات زيانمن شوې دي او په ټولو برخو کې دسختو ستونزو سره مخامخ دي .
نامتو څیرې
1 عبدالکریم خلیلی د حامد کرزی دوهم مرستیال 2 صادق مدبر


ددايميرداد (جلګۍ) ولسوالي

د دايميرداد(جلګۍ)ولسوالي د ميدان وردګ ولايت د درېیمه درجه ولسواليو څخه شمېرل کيږي،چې دميدان ښار په (٩٠) کيلومترۍ کې موقعيت لري .(٧٢) کيلو متره سرک يې خام او پاتې (١٢) کيلومتره سرک يې قيرشوې دي.

نوموړېولسوالي(٤٧٣٧٢) تنه نفوس او (١١٢) اصلي كلي لري، دبحر له سطحې څخه (٢٤٥٠) متره لوړوالی،د (١٣٤٢) کيلومتره مربع پراخوالی، د عرض البلد د (٣٤١٣٢٠) او طول البلد د (٦٨١٨٣٠) درجو ترمنځ پروت دي.
نامتو څیرې

1 سلطان علی کشتمند د افغانستان پخوانی صدراعظم

د جلګې څلور خواوې په لاندې ډول دي:

شمال ته د بهسودو مرکز، جنوب ته د دايميرداد او نرخ ولسوالي، ختيځ ته د بهسودو لومړۍ برخه، لويديځ ته د غزني ناور ولسوالۍ موقعیت لري.

د دايميردادو ټول کلي په لاندې حوزو وېشل شوې دي

د ميرانو حوزه
شاه قدم حوزه
نازکخيل حوزه
دسيدانو تنګې حوزه
د چهارديوال حوزه
د ګرداب حوزه
د سه شينه حوزه
د نقشين حوزه
د بخشک حوزه
د چنګه حوزه
دكنج حوزه
د حاجيکه حوزه
دغه ولسوالۍ تاريخي قدامت او زيات لرغونې سېمې لري چې مشهوريې په لاندې ډول دي

د ارګ کلا چې د يوه غره له پاسه پرته ده

کافر کلا يا پاره کلا

د کتب تپه

د بودک کلا

د چتو تپه

لوى بودک

Want your organization to be the top-listed Government Service in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

ډاکتر نجيب الله.
غاﺯى امان الله خان
#شهيد سردار محمد داود خان.

Category

Telephone

Website

Address

Wazir Akbar Khan
Kabul
Other Landmarks in Kabul (show all)
افغان جیولوجیست Ahghan Geoloest افغان جیولوجیست Ahghan Geoloest
Www. Ensamisamim@gamil. Com
Kabul

جیولوجی و زیر شاخه های آن

Afghanistan my homeland افغانستان میهنم Afghanistan my homeland افغانستان میهنم
کابل افغانستان
Kabul

صفحه افغانستان میهنم برای نشان دادن زیبایی های افغانستان ساخته شده است، طرف سیاسی ندارد.

Ghafoori Tower غفوری تاور Ghafoori Tower غفوری تاور
Taimani Street
Kabul

Afghanistan a Treasure Lost in History Afghanistan a Treasure Lost in History
Kabul, A01

Its all About our great history and preparing for a bright future :)

فروشگاه نوابی Nawabi B.compnay Co فروشگاه نوابی Nawabi B.compnay Co
ابن سینا مارکیت
Kabul, منزلاولنمبر125

Kabul Vlogs Kabul Vlogs
Kabul, 1001

وطنم چه زیباست 🇦🇫

Barg Sabz Barg Sabz
Shahre Now, Haji Yaqoob
Kabul, 26000

NMTS NMTS
Kabul
Kabul, 0093

I want to let the people know and motivate them about the great things that happening in our life,