Musahi District موسهي ولسوالۍ

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Musahi District موسهي ولسوالۍ, Landmark & historical place, Kabul.

19/07/2024

تازه په تازه
موسهي ملي پارک ( چینو غونډۍ )

06/07/2024

د موسهي ولسوالۍ ملي پارک ( چینو غنډۍ ) په اړه د قومي مشر الحاج محمد اکبر عابد خبرې او غوښتنې.

ویډیو مو له دوستانو سره شریکه کړئ، تر څو چینو غونډۍ نوره هم سمسوره او سرسبزه شي.

28/04/2024

موسهيوال ته عاجل خبر!
دلوګر سیند چې د موسهي ولسوالۍ کې بهیدونکی ده د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله یې کاسه له اوبو ډکه شوې لنډه ویډیو.
پوسټ مو له دوستانو سره شریک کړئ!

Photos from ‎Musahi District موسهي ولسوالۍ‎'s post 28/04/2024

موسهيوالو ته عاجل خبر!
دلوګر سیند چې د موسهي ولسوالۍ کې بهیدونکی ده د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله یې کاسه له اوبو څخه ډکه شوې ده او ویره شته چې د شپې لخوا اوبه زیاتي کروندو او کورونو ته واوړي بنآء هغو کورنیو ته خبر ورکول کیږي د چې د یاد سیند سره یې کورونه نږدې دي لازم تدابیرونه د ونیسي تر څو خدای مه کړه کومه بده پیښه رامنځ ته نه شي.

په مهربانۍ وکړئ پوسټ مو له دوستانو سره شریک کړئ!

Photos from ‎Musahi District موسهي ولسوالۍ‎'s post 21/10/2023

کابل والي موسهي ولسوالۍ کې په يوه ستره ولسي غونډه کې، چې د دوو کورنیو ترمنځ د دښمني د حل په پار جوړه شوې وه ګډون او وينا وکړه.
جمعه ۱۴۰۲/۷/۲۸ هــ ش
کابل والي شیخ محمد قاسم خالد موسهي ولسوالۍ کې په يوه ستره ولسي غونډه کې، چې د دوو کورنيو ترمنځ د اوږد مهالې دښمني د پای ته رسېدو او په دوستي بدلېدو په پار جوړه شوې وه، ګډون او وينا وکړه.
کابل والي دې غونډې ته د وينا پر مهال شل کلن جهاد کې د موسهي ولسوالۍ د ولسونو مبارزه او قربانۍ وستايلې او وې ويل، چې د اسلامي نظام د حاکمېدو لپاره دې ولسونو ډېرې قربانۍ ورکړې او ډير کړاونه يې په ځان تېر کړل، چې هېڅ ‏کله به هېر نه شئ.
کابل والي زیاته کړه؛ مسولین مکلف دي، چې د ولسونو ستونزې له نږدي څخه واوري
او د حل لپاره يې هلې ځلې وکړي.
شيخ محمد قاسم خالد دغه راز وويل؛ تېرو شپږو مياشتو کې د کابل ولایت مقام په لارښوونه او د ولسوالیو د مسولینو په همکاري په بېلابېلو ولسوالیو کې له ۶۵ زیات د ‏قتل موضوعات، چې لسګونه کلونه یې دوام درلود حل او فصل شوي دي.
ښاغلي خالد په نننۍ غونډه کې، چې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني په دوستي بدله شوه خوښي څرګنده کړه او په شرعي لحاظ يې د قتل په باره کې ولسونو ته معلومات ورکړل او له دوی څخه يې وغوښتل، چې خپل منځي شخړې ‏هوارې او د ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي.

07/08/2023

د قدوة العلماء حامل الشریعة والطریقه محدث الجلیل زینة المحدثین شیخ عبدالستار جان الکابلي رحمه الله ژوند ته لنډه کتنه:
شیخ القرآن و الحدیث مولوی عبدالستار جان رح د خپل وخت لوى صوفى او نوميالى عالم ؤ، چې خپل ټول عمر یې د ديني علومو په زده کړو ، ښوونه او د دين په خدمت کې تير کړی دی . دی د شیخ الحدیث مولوی عبدالغفار جان الکابلي زوی او د شیخ الحدیث مولوی عبدالحنان لمسی د شیخ مولوي احمد ګل کړوسی ؤ، په خټه حسين خیل په ۱۳۲۸ل کال مطابق (/۱۳۶۹ق ۱۹۴۹م کال ) د ګران هیواد افغانستان پۀ پلازمینې د کابل ولایت پۀ موسهي ولسوالۍ د حاجي خیلو پۀ کلي کښې په یوه بشپړ علمي عرفاني او فاضله کورنۍ کې زیږیدلی ؤ.
نوموړي ديني زده کړې په خپل کور کې له خپل بزرګوار تره محدث کبیر، زبدة المحققین زینة المحدثین فقيه العصر استاد کل شیخ المشائخ مولوی محمد نبى جان (د سهاکو اخونزاده صاحب) ،له خپل فاضل اوعالم پلار شيخ الحديث مولوی عبدالغفار،له خپل دتره زوی فقیه العصر، محدث کبیر زبد المحققین استاذ الکل شيخ الحديث مولوی عبدالقدوس جان او د کابل د کمريو له مولوی عبدالصبور څخه سرته ورسولې ،په ۱۳۵۴ل (۱۹۷۵م/۱۴۹۵ق) کې یې د کابل د ګذرګاه په غوثیه مدرسه کې داحادیثو دورة وکړه او د شیخ المشایخ مولوی عبدالقدوس جان نورالله مرقده په لاس ورته د اجازې سند ورکړل شو .
شيخ الحديث مولوی عبدالستارجان چې کله د مروجه ديني علومو د زده کړې څخه فارغ شو نو په تدريس يې پیل وکړ اوپه مختلفوځايونوکې يي دديني علوموپه زړه پورې تدريس چې ټوله موده دتدريس يي ۴۱کاله کيږي.
د تدريس ځايونه يي دا دي:
(۱)د حاجي امین الدوله مدرسه دکابل په کارته نو کې.
(۲)د قلعه نصرو مدرسه د پروان په کوه دامان کې.
(۳)دارالعلوم اسلاميه عربیه د پاکستان د ضلع هنګو په دورړی کې .
(۴)دمولوی نقیب الله صاحب مدرسه دپيښورپه څمکنوکې.
(۵)دارالعلوم سراج الاسلام دهنګوپه کاهي کې.
(۶)جامعه منبع العلوم په میرانشاه کې .
(۷)منهاج العلوم مدرسه نریاب هنګو کې.
(۸)تعلیم القران مدرسه دضلع اټک په ویسه کې
(۹)جامعة العلوم الاسلا مية زرګري هنګو کې.

ارواښاد شیخ صاحب د ظاهري علومو ترڅنګ په تصوف کې هم لوی لاس درلود.ده دجناب شمس العارفین مولانا محمد اکرم بدخشاني(داملاصاحب) علیه الرحمة او د جناب مولانا محمد اسحاق افغاني (مردان خلیفه صاحب) د بیعت لاس نیوی کړی ؤ او په څلورو واړو طریقو کې د خلافت لوړ مقام ته رسیدلی ؤ.
ارواښاد شیخ صاحب خپل ټول عمر د دیني علومو په زده کړو ،درس تدریس او دمسلمانانو په باطني اصلاح کې تیر کړی ؤ او بې شمیره مریدان اوخلیفه ګان یی درلودل چې د یو څو شاګردانو نومونه یی دادي:
(۱)شیخ الحدیث مولنا معلم جان حنفي د پکتیا
(۲)حضرت مولنا نورالله نوراني دشیخ صاحب ورور
(۳)شیخ الحدیث حضرت العلامه مولانا میر محمدفاروق دلوګر
(۴)شیخ الحدیث مولنا مولاجان مطمئن
(۵)شیخ الحدیث مولوی احمد شاکر
(۶)شیخ الحدیث شهیـ/د مولوی زین العابدین دپکتیا
(۷)حضرت مولینا ضیاءالحق دموسهي
(۸) مولوی عنایت الحق دموسهي
(۹)شیخ الحدیث مولوی مسلمین راشد
(۱۰)شیخ الحدیث مولنا نصیب خان اورکزئ
(۱۱)شیخ الحدیث مولنا طالب جان ادیب
(۱۲)شیخ الحدیث مولنا بشیر احمد مروت
(۱۳)حضرت مولنا عزت الله احمدي
ارواښاد شیخ صاحب دوه کرته د حج فریضه اداکړې وه او درې ځلې یی د عمرې سعادت په برخه شوی ؤ.
نو موړی متقي، پرهیزګاره او متواضع عالم ؤ په نقلي او عقلي علومو کې یی لوی لاس درلود. د نیکو اخلاقو او پاکو اوصافو خاوندؤ چې زما قلم یې له لیکلو عاجز دی تواضع ،د نفس انکسار او نرم طبیعت یی درلو له هرچاسره یی ښه اخلاق او د شفقت نه ډک چلند کاوه د دوۍ کورنۍ په ټول هیواد کې په علم او عرفان مشهوره ده اوخلک ورته داحترام په سترګه ګوري .
ارواښاد شيخ صاحب د ټولو فنونو جامع، په معقولات او منقولات کې د نوم خاوند و، د هېواد په لرو بر کې پۀ زرکونه تعداد شاګردان لري او پۀ زرګونو تعداد ورسره د بیعت او طریقت پۀ سلوک کښې منسلک ؤ.دى دښه خوى، نرم طبيعت، رسا فکر او فصيح نطق خاوند ؤ، خوږه ژبه، ورين تندى او په خلکو کې يي خورا محبوبيت درلود.
مړینه اوهدیره:
ارواښاد شیخ صاحب د ۶۶ کلونو په عمر کښې د ۱۳۹۴ل کال د اسد په ۸مه نیټه د پنجشنبې په ورځ چې د۱۴۳۶ق کال دشوال دمیاشتې له ۱۴مې سره سمون خوري د اوږدې ناروغۍ نه وروسته د پيښور په رحمان روغتون کې په حق ورسید ،د هنګو د خسارې کیمپ په جهاز میدان کې یی جنازه د مشر زوی شیخ الحدیث مولوی عبدالرحمان رحماني رحمه الله په امامت کښې په داسې حال کې اداکړی شوه چې زرګونو عوامو او خواصو یې پۀ جنازه کښې ګډون کړی ؤ، بیا یې جسد مبارک له هغه ځای نه خپل هیوادته يوړل شو او د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د قلعه عبدالرؤف په لویه هدیره کې د خپل استاد شیخ الحدیث مولوی عبدالقدوس جان رحمه الله ترڅنګ خاوروته وسپارل شو.
اولادونه: ارواښاد شیخ صاحب پنځه ځامن درلودل ،چې نومونه یی دادي:
(۱)شیخ القرآن الحدیث مولانا عبد الرحمن رحماني علیه الرحمة
(۲)شیخ القرآن والحدیث مولوی لطف الرحمن حنیف
(۳)شیخ القرآن والحدیث مولوی سعیدالرحمن شاکر
(۴)شیخ القرآن مولوی عنایت الرحمن عارف
(۵)مولوی ضیاءالرحمن فاروقي

د ارواښاد شیخ صاحب د وروڼو نومونه دادي:
(۱)شیخ القران والحدیث حضرت مولانا عبدالجمیل صاحب
(۲)شیخ القران والحدیث مولوی نورالله نوراني صیب
(۳)شیخ القران والحدیث مولوی محمد سردار رحمه الله
(۴)مولوی فیض الرحمان
(۵)مولوی رحمت الله
(۶)مولوی منیر احمد قادري

مشر لمسی یې مولوي محمد جواد منقاد

لیکوال: مفتي محمد ګل سعید مع الأصلاح

م.فیاض

30/07/2023

د موسهي ولسوالۍ د مڼو د باغ لنډه ویډیو
رالیږونکی: محمد حسین خیل.
!

15/07/2023

د موسهي ولسوالۍ اتلو مجاهدینو!

لکه څنګه مو چې د اشغال په دوره کې په کلکه او میړانې سره مبارزه وکړه او کفري یرغلګرو ته مو شکست ورکړ همداسې په کلک او قوي هوډ سره پاتې شی د بیت المال ساتنه وکړي دولتي د ملکي او امنیتي ادارو موټرونه او رینجرې چې کله له ځان سره کورونو ته راولي په ډیر احتیاط ئې چلوی.
ځیني وخت بعضي نا اهله کسان له دولتي رینجرو سره ظلم کوي په جمپونو او کندو او کپړ بې دریغه تیروي چې په دې کار سره ستر رب او سپیڅلي شهیدان نارازه کیږي.

پوسټ مو له دوستانو سره شریک کړئ تر څو تر اړونده مشرانو او مسؤلینو ته ورسیږي .

14/06/2023

سعیدالله عظیمی صاحب په خپله فیسبوک پاڼه څه ښه لیکلي:
موسهی خدمت غواړی خو څوک یی نکوی
جمهوریت کی یی بهانی کولی چی جنګ ده تروریستان دی داده او هغه ده
اوس خو نه جنګ شته الحمدالله
نه تروریست شته الحمدالله تول افغانان دی
ګیله له خپله بخته او له یاره کیږی
هغه سرک څنګه شوه څه وخت جوړیږی
هغه برق څنګه شوه
هغه د صحت بخش څنګه شوه
کومه داسی پروژه خو هم رانه غلله چی ځوانان مو په کار شی
هغه رحمان بابا یو بیت وایی
چی محشرکی به عجبه تماشه وی
که زه نشومه پخپله تماشه

Kabul province #Musahi_District! 03/06/2023

کابل_موسهي_ولسوالۍ!
لنډه او په زړه پورې ویډیو.

Kabul province #Musahi_District!

05/04/2023

هيله ده دکورنۍ پيدا کولو کې مرسته وکړئ
منيب الله د سید محمد زوي د فيض الله ورور د کابل ولايت د Musahi District موسهي ولسوالۍ اوسیدونکی دي .
عصبي ناروغي لري، يوه مياشت کيږي چې جلال اباد کې بي سرنوشته ګرځي.
که چاته يې د کورنۍ په هکله معلومات وي نو په لاندې شمېره دې زنګ ووهي ترڅو منيب خپلې کورنۍ سره يوځاي شي.
د اريکې شمېره: 0783813873

Photos from ‎Musahi District موسهي ولسوالۍ‎'s post 05/04/2023

د موسهي ولسوالۍ انځورونه!
را استونکی: کلیم الله حلیمزی.
له دوستانو سره ئې شریک کړی.

Photos from VOA Pashto's post 03/04/2023
Photos from ‎Musahi District موسهي ولسوالۍ‎'s post 02/04/2023

د موسهي ښکلاووې
عکاس: ذیشان خان

Photos from ‎Musahi District موسهي ولسوالۍ‎'s post 30/03/2023

زمونږ دموسهي ولسوالۍ هم په ښایست کي ځان ته یو څه وایې.
د عاجز ثاقب صیب له وال څخه
تاسو هم د موسهي د ښکلاوو انځورونه راولیږۍ.

28/03/2023

د موسهي ولسوالۍ د زراعت مسلکي لیسې خبرتیا!

د موسهي ولسوالۍ د زراعت مسلکي لیسې اداره غواړي، چې د ۱۴۰۲ تعلیمي کال لپاره د زراعت په عمومي څانګه کې زده کوونکي جذب کړي، پر همدې اساس هغو ټولو زده کوونکو ته چې له نهم ټولګي څخه فارغ او لسم ټولګي ته شاملیږي، خبر ورکول کیږي چې د موسهي ولسوالۍ د زراعت مسلکي لېسه کې د ګډون پر موخه د یادې لیسې ادارې ته مراجعه وکړي.

اسانتیاوې او امتیازات:
د زراعت په برخه کې د عملي موضوعاتو لرونکی پرمختللی نصاب لرل.
په تحقیقاتي فارم کې ټول درسونه په عملي ډول تطبقول.
د ماسټري او لیسانس په کچه مجربو کادري استادانو له لوري تدریس.
مجهز زراعتي لابراتوار لرل.
مستحقو زده کوونکو ته د بدل اعاشې ورکړه.
له دولسم ټولګي څخه تر فراغت وروسته د مسلکي شهادتنامې ورکړه.
د کانکور په عمومي آزموینه کې ګډون کول.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په انستیتیوتونو او کاربردي پوهنتون کې د لیسانس تر کچې پورې خپلو زده کړو ته ادامه ورکول.


شرایط:
زده کوونکی باید له نهم ټولګي څخه فارغ وي.
د تذکرې کاپي او څلور قطعې عکسونه له ځان سره ولري.

نوم لیکنه هره ورځ روانه ده.

پته: موسهي ولسوالۍ د چهارسوق کلی د زراعت مسلکي لیسې اداره.

!

دريڅه 21/03/2023

د موسهي ولسوالۍ اوسېدونکي تکړه او ځوان شخص ياسين سعادت نوښت کړی دی، او د هېوادوالو لپاره يې د " درېڅې" په نامه انلاين مجله په لاره اچولې ده.
لومړۍ ګڼه يې د لاندې تړوني له لارې ښکته کولای او لوستلای شئ. https://ketabton.com/books/15655
پوسټ درسره شريک کړئ چې د دې تکړه ځوان هڅې رنګ راوړې او درېڅه مشهوره شي.

دريڅه دريڅه

Photos from ‎Musahi District موسهي ولسوالۍ‎'s post 19/03/2023

خبرتیا!

په ١٤٤٤/٨/٢٢ نیټه ٢٩٥٧ ګڼه مکتوب له مخې د ټرانسپورټ وزارت لخوا د کابل ښار د ټولو لینونو د موټرو کرائې وټاکل شوي چې د موسهي ولسوالۍ کرایه هم په کې په لاندې توګه ذکر شوي وه.

(موسهي بالا و پاین: کرولا و معادل آن ٥٠ افغانی فلنګوچ او ټونس ٣٠ افغانی و کاستر ٢٠ افغانی)

متاسفانه تر اوسه پورې د ټرانسپورټ محترم وزارت صادر شوي پریکړه نه ده عملي شوې اوس هم د ډریورانو لخوا د یو تن یو طرفه کرایه ٧٠ افغانۍ اخیستل کیږي.

پوسټ مو له دوستانو سره شریک کړئ تر څو اړونده مسؤلین خبر او قانوني اجراآت تر سره شي.

22/02/2023

دجنازي اعلان !
ټولو دوستانو او کلیوالو ته خبر ورکول کیږي چي دمرحوم صاحب جان زوی دحاجي ملک ،حاجي مدیر، حاجي عظیم، حاجي عبدالحکیم ، انجینیر ضیاءالحق ، سیف الله ورور دقاري محمدقدیم ،اکرام الله، محمد حسن پلار دحاجي فضل حق، ډاکتر شمس الحق ،حاجي احمد، قاري امرالله ، شاه فیصل، احسان الحق ،قاري نور الحق ، ثناءالله ، قاري هدایت الله ، محمد سعید، قاري عبد الصمد ، قاري محمد بشیر ، عبدالحق، حزب الله تره دحاجي شیر محمد ، محمد ظاهر ،حاجي حلیم ، عزت الله ، حاجي خیرالله ، محمد فاروق حاجي شکور ،قدرت الله د تره ځوی او د محمد عالم، محمد صابر ،حاجي عبدرازق ، حاجي وزير ،قاري سمیع الله راشد ، حاجي غني ، حاجي پاینده ګل، حاجي طاهر ، حاجي قند ، سید محمد،حاجي شاه لالا ، قاري سرتور، محمد داود، ذبیح الله ، حاجي محمد، استاد حمیدالله دپلار دتره ځوی د قاري اسدالله،ذکرالله، ماما، حاجي سید آجان په حق رسید لی ده د مرحوم دجنازې لمونځ نن د ( چهار شنبه )په ورځ په عمل د ( 2 ) بجو دکابل ولایت دموسهي ولسولۍ دسید خیلو په کلي کې ادا او خاوروته سپارل کیږي .
ټول دوستان کلیوال او خواخوږي دي خبر وي .
إِنَّا للهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ

0776420110
0772488657
0778313287
0776272073
0776049751

18/12/2022

موسهي ولسوالۍ کې سلام شبکې پر فعالیت پیل وکړ!

11/12/2022

عام ولس او د قومندانۍ سرتیرې مو په ویاړ او اخلاص سره یو خامه سړک چې سیلابونو خراب کړی وو په رغولو او جوړولو بوخت دې.
د موسهي ولسوالۍ ولسونه له هغه مشرانو څخه چې د اوسني حکومت په لوړو چوکیو پر دندو بوخت دي د موسهي ولسوالۍ د ښیرازۍ او آبادۍ لپاره ورڅخه د خاصې توجه ، خدمت هیله لري البته د برق او سړک جوړونو په برخو کې.
پوسټ درسره شریک تر څو تر مشرانو ورسیږې.

28/11/2022

تصویر

د کابل موسهي ولسوالۍ اوسېدونکو تېر کې څنګه ژوند کړی او اوس یې ژوند څنګه روان دی؟

نن ماښام 6:30 دقیقې له شمشاد تلوېزیون

Tasweer (The Picture) : Tonight at 6:30 PM - Kabul Musahi Distric!

21/09/2022

عاجل:
دغه نجلۍ د کابل ولایت موسهي ولسوالۍ اړوند سنګه‌نوشتې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري موندل شوې، هیله ده چې د کورنۍ د موندنې په برخه کې یې همکاري وکړی.
عکس خپور کړئ ترڅو کورنۍ یې پیدا شئ.

19/09/2022

د افغانستان برښنا شرکت د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د سنګ نوشته په اړوند کلي کې د ترانسفرمر د لګولو چارې ترسره کړې.
د دغه ترانسفرمر ټوله وړتیا ۴۰۰ کیلو ولت امپیره او شونې ده، چې ۴۵۰ نوي پېرودونکي به یې له برښنا ګټه پورته کړي.

10/09/2022

پوښتنه!
ایا د موسهي ولسوالۍ سیلاب ځپلو وګړو کې داسې څوک شته چې د سیلابونو له امله په شهادت رسیدلی وي؟
که څوک وي مونږ ته پیغام پریږدۍ تر څو کوم اجراآت چې په نظر کې دي تر سره شي.

01/09/2022

د موسهي ولسوالۍ سیلاب ځپلو وګړو سره کومک او د موسهیوالو لا د زیاتو کومکونو په اړه د یو ځوان رالیږلی ويډيو.
هیله ده مشران لا زیاته توجه د یادې ولسوالۍ بیوزولو خلکو ته ولري.
شیر یې کړۍ!

Photos from ‎Musahi District موسهي ولسوالۍ‎'s post 31/08/2022

له سېلاب نه مخکې د موسهي ښايسته منظره🌹🌅

28/08/2022

ویدیو کوتاه سیلاب ولسوالی موسهی کابل!

27/08/2022

په موسهي کې د زراعتي ځمکو د لنډه ویډیو!

27/08/2022

سلامونه درنښت!
که د موسهي ولسوالۍ اړوند د سیلابونو ویډیو ګانې او یا هم انځورونه په مبایلونو کې لرۍ له مونږ سره یې د واتس اپ له لارې شریک کړۍ تر څو د حکومت له مسؤلینو سره یې د خپل ولس لپاره د کمک او مرستو په پار شریک کړو.
0093789441991

Want your organization to be the top-listed Government Service in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

تازه په تازه موسهي ملي پارک ( چینو غونډۍ )
د موسهي ولسوالۍ ملي پارک ( چینو غنډۍ ) په اړه د قومي مشر الحاج محمد اکبر عابد خبرې او غوښتنې.ویډیو مو له دوستانو سره شری...
موسهيوال ته عاجل خبر!دلوګر سیند چې د موسهي ولسوالۍ کې بهیدونکی ده د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله یې کاسه له اوبو...
د موسهي ولسوالۍ د مڼو د باغ لنډه ویډیورالیږونکی: محمد حسین خیل.#Share!
عام ولس او د قومندانۍ سرتیرې مو په ویاړ او اخلاص سره یو خامه سړک چې سیلابونو خراب کړی وو په رغولو او جوړولو بوخت دې.د مو...
ویدیو کوتاه سیلاب ولسوالی موسهی کابل!
په موسهي کې د زراعتي ځمکو د لنډه ویډیو!
د موسهي ولسوالۍ د سیلاب لنډه ویډیو!رااستونکی: حکمت الله حسین خیل.
د موسهي ولسوالۍ څو تنو تکړه او با احساسه ځوانانو د سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې صندق جوړ کړی دی، که څوک غواړي په دې خیر...
د موسهي ولسوالۍ د سیند او زراعتي ځمکو اوسني وضعیت!ویډیو مو له ملګرو سره شیر کړۍ.
د موسهي ولسوالۍ ته د لوړپوړو چارواکو سفر او د سیلاب ځپلو نظرونه او مستنده صحنه.#ویډیو_دکمکونو_دجلب_اودحکومت_دپاملرنې_په_...
د موسهي ولسوالۍ د سېلاب ځپلو حال په ويډيو کې وګورئ.

Category

Website

Address

Kabul
Other Landmarks in Kabul (show all)
Historical AFG تاريخي افغانستان Historical AFG تاريخي افغانستان
Wazir Akbar Khan
Kabul

د ګران هیواد افغانستان او د افغانستان د لرغوني تاریخ سره اشنايي.

افغان جیولوجیست Ahghan Geoloest افغان جیولوجیست Ahghan Geoloest
Www. Ensamisamim@gamil. Com
Kabul

جیولوجی و زیر شاخه های آن

Afghanistan my homeland افغانستان میهنم Afghanistan my homeland افغانستان میهنم
کابل افغانستان
Kabul

صفحه افغانستان میهنم برای نشان دادن زیبایی های افغانستان ساخته شده است، طرف سیاسی ندارد.

Ghafoori Tower غفوری تاور Ghafoori Tower غفوری تاور
Taimani Street
Kabul

Afghanistan a Treasure Lost in History Afghanistan a Treasure Lost in History
Kabul, A01

Its all About our great history and preparing for a bright future :)

فروشگاه نوابی Nawabi B.compnay Co فروشگاه نوابی Nawabi B.compnay Co
ابن سینا مارکیت
Kabul, منزلاولنمبر125

Kabul Vlogs Kabul Vlogs
Kabul, 1001

وطنم چه زیباست 🇦🇫

Barg Sabz Barg Sabz
Shahre Now, Haji Yaqoob
Kabul, 26000

NMTS NMTS
Kabul
Kabul, 0093

I want to let the people know and motivate them about the great things that happening in our life,