هیواد پالونکی

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from هیواد پالونکی, Public Figure, Kabul.

06/03/2024

هغه وخت چي نور په غیبت او قضاوت کولو باندي تيروي هغه وخت خپل هدف کار او ضعيف نقطي باندي مصرف که چي خلک ستا په اړه قضاوت او غيبت ونکړي

06/03/2024

‏زه فقط دومره وایم چې علم رڼا ده روښنایي ده او ځلا ده
خپله هم تعیلم وکړئ او نور هم ورته وهڅوئ!
زمونږ ستر رب هم فرمایی:
هیڅکله برابر نه دي سره هغه کسان چې پوهیږي او هغه کسان چې نه پوهیږي

06/03/2024

‏هر ډول حالات او وخت بدلیږي خو وخت نیسي!
د مؤقتي ګټې لپاره دایمي باورونه مه زیانمنوئ، د موسمونو له بدلېدو سره خپل رنګ مه بدلوئ، خپلو ارزښتونو ته وفادار پاتې شئ، ځانته اصول وټاکئ او په هر حالت کې یې کلکه ساتنه وکړئ

06/03/2024

شرم ناک انسان.
د اروا پوهنې یو علم فرایډ دا موضوع ارثې ګڼي وایي
کوم خلک چې د نورو خلکو په مخ کې شرمېږي او سمې خبرې نه شي کولای، هغوی ته په ماشومتوب کې مور او پلار یا خپلوانو داسې جبري تعلیم ورکړی دی چې د هغې له امله به په خپل ټول ژوند کې له نورو سره ډېرې خبرې نه شي کولای او د نابلده یا لږو پېژندل کېدونکو خلکو پر وړاندې به له خبرو کولو څخه یو ډول ستونزه او مشکل احساسوی.

#ارواپوهنه

27/12/2023

مولانا رومي رح وايي چي که ستا علم تاته انسان سره مينه کول در زده نه کړي ،دهغه علم نه جهالت بهتر د،او ستا نه جاهل بهتر دی،علم والا خو د انسان قدر کوي،د بل احساس کوي،د بل درد کمولو کوښښ کوي،د بل په درد دهغه په احساساتو پوهيږي،

#مولانا رومي وايي چې ،هغه عبادت چې تا کبرجن کړي،او ته په کبر وکړي،هغه ګناه بهتره ده چې د کولو نه پس ته ځان کي ندامت ،او شرمندګي احساس کړي،او تا الله تعالی ته په سجده کړي او د زړه نه د خپلي ګناه بښنه وغواړي ،

#يو ړوند چي د بل ړوند رهبري وکړي ،نو دواړه به لاره ورکه کړي،

#که ته د ژوندي انسانانو د خدمت اهل نه يي،نو د هغوي د ارواح خدمت څنګه کولاي شي،که چا خدمت کول غواړي نو په ژوند کې يي وکړه ،

#د خوشاليدو صرف يو راز د ،چي اميد صرف د خپل ځان نه ولره،نه د نورو نه،
خواهشات په خپله خوښه په ځان اچولي بوج دی،که غواړي چې پرواز ،(الوتنه)وکړي،نو خواهشات د کم کړه ،

#چي چرته د نورو پوهول مشکل وي،هلته خپل ځان پوهول بهتر وي،چي څومره ډير سوچونه کوي هغومره به په اذيت او درد کي مبتلا وي،يا ځان مضبوط کړه يا ځان مصروف کړه،

#خپلي پخې د ګرد نه ساتلو طریقه دا ده چې په پښو کي څپلی پښو کړي،نه دا چي په ټول ښار کي قالین ښور کړي،

#که څوک تا ته تکليف درکړي،نو خفه کيږه مه،ځکه بد د خپلي بدی د سزا نه نه شي بچ کيدلای ،او هره نيکي د انعام نه نه شي پاتي کيدلاي ،نو د الله تعالی په انصاف باور او يقين ولره.

10/11/2021

وطن کومو ورځو ته پاتی شو؟

17/10/2021

د کابل ښار د الکترونیکي تذکرو د ۷ وېش څانګو اړوند د چاپ شویو تذکرو د وېش په تړاو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبرتیا

د احصایې او معلوماتو ملي اداره د الکترونیکي تذکرو ټولو هغو غوښتونکو ته چې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې تر ۲۰مې، د ۱۴۴۳ د محرم تر ۲یمې نېټې یې د الکترونیکي تذکرو په VIP، کارته سه، لومړي مکروریانو، کارته پروان، افشارو، سینما پامیر او د احمدشاه بابا مېنې په دویمه وېش څانګه کې د الکترونیکي تذکرو د بایومـټریک بهیر بشپړ کړی، خبر ورکوي، چې سره له سبا دوشنبې، د تلې میاشتې له ۲۶ مې، چې د ربیع الاول له ۱۱ مې نېټې سره برابرېږي، د خپلو چاپ شویو الکترونیکي تذکرو د ترلاسه کولو په موخه یادو څانګو ته مراجعه وکړي.
---
اطلاعیه اداره ملی احصائیه و معلومات در مورد توزیع تذکره‌های چاپ‌شده مربوط ۷ مرکز شهر کابل

اداره ملی احصائیه و معلومات به اطلاع متقاضیان تذکره الکترونیکی که الی تاریخ ۲۰ اسد سال ۱۴۰۰ مطابق ۲ محرم ۱۴۴۳در مرکز VIP، کارته سه، مکروریان اول، کارته پروان، افشار، سینمای پامیر و مرکز دوم احمدشاه بابا مینه پروسه بایومتریک شان‌را تکمیل نموده اند، می‌رساند که سر از روز دوشنبه تاریخ ۲۶ میزان مطابق ۱۱ ربیع الاول به مراکز یادشده مراجعه نموده و تذکره‌های چاپ‌شده شان‌را دریافت نمایند.

10/10/2021

په محشر محشر وطن کې د نفسي نفسي نارې دي...!

نجیب ننګيال
ياران وايي کمنټونه بند کړه. خلک کنځلې پکې کوي. زه وايم مونږ چې له دې ملت سره څه وکړل او په څه ډول مو پرېښودل کنځل څه چې په کاڼو مو و ولي هم کمه ده. دا چې مونږ ته ولې کېږي. دا ځکه چې مونږ غږېږو او لا مو هم په طالب طالب ماحول کې د احتجاج غږ لوړ ساتلی دی. نور غلي دي. له شرمه به ولاکه را ښکاره کېدای شي. اخر انسانان دي، دومره حيا خو به لري. پټه خوله یې بهتري ده.

بابا غلی دی. د کتاب په ليکلو بوخت دی. لمسيانو یې يک تنها پرېښی. د خپلو نازولو سزا یې خپله وليده. لېونی یې لومړی په ځان کوي. فضلي صاحب خپل کوچنی کلينک په لوي روغتون بدل کړی او د سوېډن په مالمو کې اخته دی. لکه هيڅ چې نه وي شوي او دی هيڅ د دې فاجعې د رامنځته کېدو کرکتر نه و. د مريم سماء بيا ځلي ديدار یې په زړه داغ دی او بس. ده د خپلې ډګ ې ټک پکې ووېست، څه که د بابا حکومت یې د دلبرو صدقه کړ. محب صاحب د بابا خدمت کوي او لا یې هم خوله بنده ده. خپله خبره خپله نشي کولی. ګويا د ده د سطحي دريځونو او بې ستراتيژۍ سلاکارۍ زور له مونږه وځي. يو ماسختن یې د ارګ په مهمانخانه کې را ته ويل،‌ که موقت حکومت راځي نو طالب به زمونږ په مړو تېرېږي، بيا به ارګ نيسي. مونږ هم باور کړی و،‌ چې سړی خوږياڼی دی. حتما دا دنګه ځواني قربانوي. خو لالا داسې توره وکړه، چې د خلکو د پيغور له ډاره در ګرده پخواني عکسونه ړنګوو. عطا نصيب د غلا کړو پيسو په مټ د ريل سټېټ په کاروبار شروع کړې او درګرده د وېلاوو په رانيولو بوخت دی. وروستی قرداد یې تر سل مليونو ډالرو ډېر و چې هوايي ميدان ته یې د فهد مومند په لاس رادارونه ورته را نيول. پيسې یې يوړې، ‌رادارونه و نه لګېدل. د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين د کابو دوه سوه مليونه ډالرو ډله ايز فساد او د اسټراليايي کمپنۍ درواغجن دوه ملياديز د برېښنا قرارداد یې پرې بالا. کبير عيسی خېل چې پخوا د نايټ کلب ګارد و او لندن کې په کولنګي چرګ مشهور و، شايد اوس یې خپل کلبونه خلاص کړي وي او د تدارکاتو د مليونونو ډالرو د غلاوو په مټ به عيش و نوش وکړي. الهام هوتکي پخوا کونه وېستلې وه او د غلا ټارګټ یې ترلاسه کړی و. نورې یې نشوې سپمولی. لکه نور غله، ده هم خپل ثروت په ترکيه کې خوندي کړی. د خليفه اردغان په خلافت کې د غلا کړو پيسو لپاره هيڅ ممانعت نشته. د ټولو مومنانو سرمايې هلته خوندي شوې. اتمر صاحب د امارت او مقاومت تر دا منځ د دريمي لارې په کښلو بوخت دی او فکر کوي دی به بيا په ګوډه پښه د ګوډ نظام حاکم شي. پيسې یې له شريکانو سره بندې دي. نيمې یې ورکړي، د نيمو پسې سهار ماښام مسجونه کوي. بېچاره په وروستۍ ورځ د کابل ټرمينل کې کومې نجلۍ په لغته وهلی و، چې درځه رذيله. خدای دې بيا وطن مه نصيب کوه. خپلواک صاحب درګرده ځان خوري. نيمه ورځ ځان ته غوسه وي، نيمه ورځ ټاميانو ته ښېراوې کوي. نه د قطري ږيرورو شناخت کار ورکوي، نه د پکتيا د قبيلو سرداري. زاخېلوال د سقوط په سهار له ټورنټو اسلام اباد ته عاجل ټکټ کړی و. چې موقت نشي. دی به غير حاضر وي،‌ باز به د بل چا په سر کېني. اوس یې کيرمچ بوټانو ته تلي ور بدل کړي، په بيابانو ګرځي. سهار دور بابا، ماښام مياعلي صيب. وای جمهوريت غني سقوط کړ، لکه ده چې رښتيا جمهوريت غوښت. خدای دې چې وهي، دغسې دې وهي. ښه د چرګې یې له مالګې سره څه؟ کرزي صاحب درې نفري وټس اپ بانډار ګروپ جوړ کړی. دی دی، عبدالله دی او حکمتيار صاحب. نوبت یې اچولی، يو له بله سره ګوري. نه وتلی شي، نه پاتېدای شي. د عبدالله په زړه داغ دی، چې که غني فرار نه وای کړی، واک ده انتقاليده او خبره یې بيخي پخه وه. شايد دا وار یې سوال قبول شوی وای او لکه مجددي که دوه مياشتې ولسمشر وای،‌ هم سمه وه. مقصد چې ارمان وخېژي. خو بېچاره خبر نه و، چې د کابل د سقوط سره سم یې له کوره د ابوسفيان کور جوړ و. کرزي او حکمتيار دواړو ده کره پناه وړې وه. د ده د کور امنيت بيا له ميدانه څارل کېدو څه یې نه ورته ویل. د ملسميار رنګ تښتېدلی و، کوم وار یې لکه چې ويلي‌ و چې انس حقاني اعدام کړئ. انس حقاني لومړی د ده کور ته ورغی،‌مسلميار یې لکه دادا له لاسه نيولی و، چې راځه زويه! زه اعدام نشوم، اعزام شوم. چې اعدامونه کوي،‌ شاهي قصرونه نه جوړوي. جلادان ساتي، کمېشنکاران نه. مير رحمن رحماني‌ به چې سهار په پارلمان کې حکومت ته اخطارونه ورکړل، ماښام به د ملي امنيت شورا مېلمستون ته ورغی. ويسکي به یې وڅښله، د خولې فيرونه به یې شروع کړل. په يوه پښه به ګډېده. راوي حکايت کا، چې سرور احمدزي به ډېر کله د ساقي رول ادا کاوه او په امريکا کې د سيون ايلون د سټورونو د اخيستلو ژمنې به همدلته تبادله شوې. سرور احمدزي بيا په وروستۍ ورځ يو چا ته ډک تور بېګ سپارلی و، چې د امنيت شورا مهم اسناد پکې دي، پام کوه. هغه چې د اسنادو خبره اورېدلې پوهېده، چې اسناد چارواکي پيسو ته وايي. بېګ یې خلاص کړی. مال و متاع یې وهلې. په سبا یې ور غږ کړی،‌ چې بېګ خو په اړو دوړ کې ورک شو. ما ايله خپله ووېسته. شاه محمود مياخېل صاحب شکرونه باسي چې شکر دی په وخت را وتلی يم. که زه ايسار وای بيا به مې څه کول. وای قرباني مې ځکه نه ور کوله، چې مياګان د ورکولو وال نه دي. غواړي یې. اسماعيل مياخېل موسک موسک کېږي او سهار ماښام یې شونډې غوړې وي. د بي بي سي د للو للو له کارټونه د ار ټي اې رئيس شو. خدای خبر چې د نود و يک کوډ نه یې نه څومره يوړې. بخت دې وي، دغسې دې وي.‌ راتوں رات کروڑ پتی بن گيا. نور پاتې ژوند دی پوه شه او پتنګان یې چې په څو فيصدۍ سره شريکېږي. خوشال سادات اورېدلې چې اتل يم، نو بايد دوام ورکړم او بې درېشۍ بد ښکارم. د جنرال مبين په دعوت یې هم زړه تړلی وي، کابل ته یې زړه تخنېږي. خوا یې له محبه بده وي، پخوانی نظام له مخې درته چليپا کړي. ميرزکوال وايي خدای مې پرده وکړه درې زامن مې له ځانه سره راوويستل. يوازې د وروستۍ ورځې دېرش مليونه او په بل روايت پنځه څلوېښت مليونه افغانۍ اپراتيفي پيسې مې چې د اضطراري حالت په نامه يوړې، که په کار واچوم. ما به يوه په بله ورته اړولې وي. کله کله به فرزانه جانې ته هم پکې زنګ کېږم. احوال یې ثواب دی. حجره به مې وي. درګاه به مې مالومه وي. ويرجينيا به پکتيا کړم. د کې پي ايف يارانو ته یې ويلي چې ګوتې جګې کړئ، افغانستان ته ځئ که نه؟ له مخې يس سر دي، که امريکايي هيلي کوپترونه وي، د هر چا سر چې غواړي ورته راوړي یې. مونږ یې هم ګنګس کړي یو، چې دا د داعيې لښکر و،‌ که د کرايې؟ شبګير صاحب ټول بشريت ته چېلنج ورکړی چې خدای دی قران دی، اتانيز مې ولاکه پټ کړی وي. ټول فرمانونه مې بې شکرانې جاري کول. خو په ډېرو قسمونو یې ملت ته شک ور اچولی، چې دال مې ضرور کچھ کالا هې. د ژوند له رونقه به یې اوس نه، خو وروسته مالومه شي. اندرابي صاحب ځان هر دلعزيز وزير بولي. که دی یې نه وای لرې کړی، نظام سقوط نکولو او لا به هم له تادين خانه ورته مياشتنۍ اجوره را روانه وه. جواد اندرابي به هلمند کې د تارياکو د مسير امنيت ساته او خليل اندرابي به له غزني مهمات اندراب ته لېږدول چې په بده ورځ کې به یې پکار راشي. درمل صاحب به لاس په نامه ولاړ و، چې حساب یې تېر کړي. هغه بلا سړی دی خپل او پردي حسابونه یې دومره محرم وساتلی شو، چې زه یې په ديارلس کلنه يارۍ کې په مخ و څټ پوه نشوم. ما به لا هم اعلاميې خپرولې او په ډرون کامرو به مې کليپونه جوړول چې وزير صاحب داسې وفرمايل. کله کله به ځان بد هم را ته ښکاره شو. خو د غريبۍ مېرمنه واخلم، په بې روزۍ وطن کې زمونږ ناز چا ووړ؟ د خوشال خليل مړی ژوندی ورک دی. د ده د خپلې اصطلاح په مصداق په قير سړک پاتې شو. مزې فضلي وکړې،‌ مخ د ده پکې تور شو. هر چېرې چې وي، خوندي دې وي. دا سياست دی. خير دا پکې راځي. بيا دې په پردۍ ک--ونه شرط نه تړي. عابدي صاحب سيګريټ کم کړي او رنګ یې لږ سپين شوی. په تمه دی چې کومه ايجنسي یې استخدام کړي او دی د استخباراتو او کاونټر ټيروريزم ليکچر ورکړي. بېچاره ښه کانفيډنس لري او کميس پرتوګ ښه په جنګ اچولی شي. رڼې رڼې به دې ورته کتل، غولولې به یې. خو فکر کوم څومره ژر چې د ډيلوژن له ګردابه راوځي، صحت ته یې ګټه لري. وليد تميم کور کې ختم کړی و چې ښه شو نظام سقوط شو، د ده د اختلاص دوسيې به په څارنوالۍ کې ورکې شي. خدای خدای کوي، چې طالبان پخوانيو دوسيو ته لاس ور نه وړي. يو لوېشت سړی و،‌خو ډېر فسادي و. اسد الله خالد وايي زه نه غافله وم، نه ناروغ. خصلتا کوږ يم او همدغسې ګرځېدم. نه وم خبر چې زما ژاولن وجود به د سرتېرو انګېزه وژني او سقوط به کوي. که جګړه مې کوله که نه، خو هلکان مې ښه مقررول او شب نشينۍ مې ډېرې وې. منيره جانه مې د ښځينه سربازانو اتله وه او سميع سادات مې ښه فلمي ممثل روزلی و. که هلمند یې و نه ژغوره، پرې بمبار خو مې کړو. دوه کاله وزير وم. ویښ وم که ويده. خو بادار مې لرلو‌، لکۍ مې شخه وړله. چې ښه مې ولړل، ور خوشې مې کړه. که بيا راغلم، محب اعداموم. زه مېړنی وم، خو هغه کار ته نه پرېښودم. کريم توتاخېل د سقوط په دوهمه په ميدان کې فرانسويانو ته ژړلي و، چې خير دی که ليست کې مې نوم نشته. در و مې باسئ. شمشتو ته مې مه مجبوروئ. زه ور سره بلاک يم. د پنځو کالو يار مو و. چوکۍ راڅخه خراب کړو. که یې ګوري، سلام دې ور و رسېږي. رويا جانې رحماني په واشنګټن کې پناه اخيستې. غني لا له واشنګټنه تللی نه و، دې کانګريس ته شکايت وکړو چې غني زن ستېز دی او دا یې د دوه مليوني دېوال د اختلاس له امله نه بلکې، د زن ستيزۍ د برخورد قرباني ګرځېدلې او منفک کړې یې ده. وايي حکومت فاسد و، سقوط شو. دې دېوال ځکه مظبوط جوړ کړی و، چې تاداب یې قوي شي. خو ونشوه. انسان تر خپلې وسې پړ دی. عادله جانه راز د غني تر فرار او د کابل تر سقوط ډېره په دې غوسه ده چې ولې یې متين جان له ګېمه نه و خبر کړی او له ځان سره یې د اقرباء سلطان په ډله کې پورته نکړو. ښه دا که مړ وای، بل به له کومه کېده؟ ځان ته هره مياشت لا هم د سفارت له بوديجي معاش او کرايه اخلي. مونږ ته يې د راتګ سره سم ووېل، خدای دې چاره وکړه وروره. سفارت نور ستاسې بوج نشي اخيستی. خپل غم خپله کوئ. زمونږ دنده له پيلېدو مخکې ختمه شوه. نه معاش شو، نه دفتر. بې يار و مددګاره پاتې شو. نه خدا هي مِلا، نه وصالِ صنم. بخت مو کوټه و، په دومره غوړه ديموکراسۍ کې د ښې ورځې څښتنان نشو. د کوچيانو د دلاور فيضان خبره، ادې مې دعا را ته کړې چې خدايه زوی مې نېک صالح را لوی کړې. اوس یې دومره نېک صالح کړي يو، چې په ګناه پسې ګرځو هم نه موندل کېږي. خالد پاينده په واشنګټن کې د هر دوهم پېنل مېلمه وي. وايي نظام تر بېخه فاسد و، او دی د نجات لپاره ورغلی و. نه یې پخوا پټې کړې وې، نه اوس د غلا په اراده تللی و. بس غوښتل یې حکومت معاينه کړي او بېرته راشي. افغان چارواکي چې له دندې لرې شي، ټول خپله بره د بل کمه وايي. سپين چرګ راوځي. ضياءالحق امرخېل یې خراب تراب کړو. هغه شروع کړې وه بېرته یې پخوانۍ يادې کړې سيپارې ګردانولې. که په نوي انډوخر کې پاچ تر سره کړي، کوم ځای وټومبل شي. د ده انکشافاتو یې هغه چانس هم ور وسېزه. اوس ډارېږي، امارت یې تر خولې ژوولې مړۍ و نه باسي. اسماعيل يون په ترکيه کې دی.‌ له ارين يون سره لاس نيولی ګرځي. په اخر عمر یې هاني مون وکړ. نور خو یې شل کاله هسې لکه د قارون دنيا په سر باروله،‌خوړله یې نه. خپله د زړو مکروريانو په اپارتمان کې اوسېده خو د وزير اکبر خان د لسمې کوڅې مفشن د لکونو ډالرو کور یې دفاع وزارت ته په کرايه ورکړی و. پدرام وايي پاکستان دوکه کړو او نامردي‌ یې وکړه. مونږ تذکره نه اخيسته، دوی شناختي‌ کارت را پسې راوړ. عطا او دوستم ته یې پنځه پنځه مليونه ډالر په ارګ کې ورکړل چې شمال به تاسې ژغورئ. ورځئ سترګې مو سرې دي. دوستم تاشقند کې په زړه کې تندي ته ټق ورکړی و، چې اخ لکه چې دې احمدزي د هغه بل احمدزي سره ستا د کړې ناځوانۍ غچ واخيست. لکۍ یې در غوړه کړه. په حيرتانو یې پورې وېستې.‌ درېشي درېشي لاړه او مارشالي مارشالي. د بلخ په امپراتور داسې توره ورځ راغلې وه، چې د خپل ښار نقشه نه ور مالومېده. ده وېل که ګمرک دی،‌ هغه ازبکستان ته اوښتی و. بلا طالبان دي،‌ کله کله د سړي شک شي، چې رښتيا ملايکې ور سره نه وي. نو ټانک له موټرسايکله چا په تېښته ليدلی؟ هزاره ورونه در ګرده د هزاره کشۍ او د کوچ اجباري نغاره غږوي. که څو تنه نور په اروپا او امريکا کې پرې ومني او د قبيله يي انحصاره یې وباسي. خليلي په اسلام اباد کې کېس اچولی او دانش په انقره کې د يوه بېګ سره ښکته پورته ګرځي،‌ چې جانم در خطر است. صالح صاحب اسټراليا ته رسېدلی. تر وينې یې ماغزه ډېر ايشېدل. دی چې د غني‌ له تېښتې خبر شوی و، نغد یې ځان جمهور رئيس اعلان کړ. خبر نه و چې منزل د ټولو يو دی،‌ خو سفر جدا جدا. احمد مسعود د دوهم مقاومت تکبير ووايه خو هيلي کوپتر یې هم تيار د پنجشېر په لوبغالي کې درولی و، په سخته کې یې پکار راغی. سوېس دی که پاريس، خو‌ يوه کې په چندو اخته دی.‌ فکر نکوم، وړۍ یې شړۍ شي. افغانستان داسې نه نيول کېږي چې ما اينجا ک ېرم در قره باغ.

کيسه مې دا کوله چې دا ورځې په وطن کې محشر ګډ دی. ټول د نفسي نفسي نارې وهي او هيڅوک نه موندل کېږي چې د امتي امتي غږ وکړي. خلک وږي دی. وېرې او ترهې اخيستي دي. د مرغانو غږ هم پرې بد لګېږي. چې هر څه دې ورته ووېل، د خبرې سياق و سباق دې نګوري. بس ستا خور، ستا مور..... همدا ته وې چې د بابا ننګه دې کوله او ټول غله دې د تخنيکي کدرونو په نامه را باندې تېرول. مونږ چې دا ورځې ډېر خجالت د خپلو ملګرو د کارنامو له امله باسو، په حسرت یې تماشه کوو. کنځاوې یې هم بدې نه را لګېږي. ملت مې دی. حق یې دی.‌ که دوه څپېړې مو ووهي، پيغور یې نه ګڼو. خدای دې له دې بدې ورځې ژر وباسي. د مياګل زنکندن پرې اسان و. مياګل خانه خراب چرسي سړی و. په وروستيو کې یې چې زنکندن و. ملا صاحب چې بله وسه یې نه کېده، د سورت ياسين له پای وروسته یې پوښتلی و. چې مياګله څنګه یې؟ هغه ور غږ کړی و. چوپ شه ملا صاحب همدا مياګل دی چې دې زنکندن ته یې کو--نه ټينګه کړې.

د بدبخته ملت بيا يو زنکندن نه دی. هره لسيزه يو مرګ پرې تېرېږي. مړ شي. بيا را ژوندی شي. له صفره یې شروع کوي. بيا یې هم کور ودان چې په دومره تحولاتو کې ساه اخلي. که ما مه شمېره در ګډ يم را سره منئ، زه هم در سره يم. مونږ که هر چېرې و. هر څنګه و. دعا او تمنا به مو تل دا وي چې،

ما حمزه ته يثربي باده خاونده!
په ښاغلې پيمانه کې د افغان را

--------
يکشنبه، د اکتوبر لسمه، ۲۰۲۱م
ويرجينيا، امريکا

07/10/2021

سعودي عربستان ته د افغانانو د بېرته راستنیدو او د نقل معلوماتو د پروسې اړوند د افغانستان سفارت د هڅو دوام

پنجشنبه |۱۵ تله ۱۴۰۰ | سمون | ۷ اکتوبر ۲۰۲۱ | ریاض

په ریاض کې د افغانستان سفارت د هغو افغانانو د بېرته راستنیدو موضوع په ځانګړې توګه په پام کې نيولې چې، د کورونا ویروس د محدودیتونو او د الوتنو د نشتوالي له امله په افغانستان کې بند پاتې دي، او دا مسئله یې په وار وار د سعودي چارواکو سره د رسمي لیکونو او ناستو پرمهال مطرح کړې، هیله لرو چې ياده ستونزه به ژر تر ژر هواره شي تر څو هېوادوال وکولی شي چې د افغانستان څخه بېرته سعودي عربستان ته راستانه شي.

دغه راز، د نقل معلوماتو پروسه د سفارت یو له لومړیتوبونو څخه ده، ياده پروسه د تېر په څېر پرته له کوم ځڼډه پرمخ ځي، خو په جده کې د افغانستان قونسلګرۍ کې د سپین پاسپورټ د نشتوالي ستونزې سره مخ يو، چې پدې اړه په ریاض کې د افغانستان سفارت تمه لري ترڅو ياده ستونزه ژر تر ژره حل او په سعودي عربستان کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي.

دوام تلاشهای سفارت جهت زمینه سازی برگشت افغانها به عربستان سعودی و ادامۀ روند نقل معلومات

پنج شنبه |15 میزان 1400 | مطابق | 7 اکتوبر 2021 | ریاض

سفارت افغانستان مقیم ریاض به برگشت آنعده از افغان های را که به دلایل محدودیت های ناشی از بیماری ویروس کرونا و نبود پروازها در افغانستان گیرمانده اند توجه خاص داشته و موضوع را مکرراً طی مراسلات رسمی و در ملاقاتها با جانب سعودی در میان گذاشته است، امید وار هستیم که این معضل به زودتربن فرصت حل شود وهموطنان ما قادر به برگشت به عربستان سعودی گردند.
و همچنان پروسۀ نقل معلومات در اولویت های کاری سفارت قرار داشته و این پروسۀ مهم کمافی السابق بدون کدام سکتگی جریان دارد؛ اما یگانه مشکل در این زمینه، نبود پاسپورت سفید در جنرال قونسلگری افغانستان مقیم جده می باشد، سفارت افغانستان در ریاض انتظار دارد که این مشکل نیز رفع گردیده و به مشکلات اتباع در عربستان سعودی نقطه پایان گذاشته شود.

06/10/2021

خبرتیا!
د پاسپورت هغه درانه غوښتونکي چې د زمري میاشتې له ٢٤ تاریخ مخکې یې د پاسپورت عمومي ریاست په مرکز کې اسنادونه طی مراحل شوي دي، کولای شي نن د تلې میاشتې په ١٤مه او سبا د تلې میاشتې په ١٥مه نېټه له اړوندو پوسته خانو څخه خپل پاسپورتونه ترلاسه کړي.
———————————————-
اطلاعیه!
انعده متقاضیان محترم که در مرکز ریاست عمومی پاسپورت قبل از ۲۴ اسد اسناد های خویش را طی مراحل نموده اند میتوانند الیوم ۱۴ میزان و فردا ۱۵ میزان به پوسته خانه های مربوطه غرض بدست اوردن پاسپورت های خویش مراجعه نمایند.

05/10/2021

د پاسپورتونو د وېش لړۍ بېرته پیل شوه.
د پاسپورت ریاست سرپرست په یوه خبري ناسته کې ویلي چې نن د پاسپورت د وېش لړۍ بېرته پیل شوه د نوموړي په وینا چې ۲۵ زره پاسپورتونه د توضع له پاره چمتو دي همدارنګه په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتو مسوول ویلي، چې د پاسپورټ ریاست ټولې ښځینه کارکوونکې بېرته دندې ته راغوښتل شوې دي.

21/09/2021

کابل خوندي ندی! ملګرو ځان سره پام کوی!

نن سهار ۷:۳۰ د کابل په دهبوري څلورلارې کې ښار ته د تګ لپاره موټر ته منتظر وم، یوه جیګري رنګه کرولا، چې یو کس مخکې له موټر چلونکي سره او دوه کسان شاته سیټ کې ناست وو، زما مخکې ودریده ویل "کجا میری؟" ما ځواب ورکړ چې پل باغ عموي ته ځم ویل یې "بالا شو".

د سید جماالدین افغان دارالمعلمین ته چې ورسېدو تفنګچه یې راویستله او ویل، چې "جان جور میخواهی یا مالت؟" نو بیا یې په تلاشي پیل وکړ، دوه موبایلونه او یو ښه مقدار پیسې چې د څه کار لپاره مې ښار ته ځان سره وړې راڅخه واخستلې. ښه په آرام سره یې موټر راتاو کړ او د دهبوري په سرک یې د کاروان پوهنتون کوڅې ته یوړم او هلته یې له دې ګواښ سره چې، "اگر پشت سر سیل کدی سرت فیر میکنم" ښکته کړم.

زه هم له خپلو خالي جیبونو سره په ډاډه زړه له هغه ځای سره نږدې ملګرو ته ورغلم او د هغوی په مشوره د پولیسو دریمې حوزې ته ولاړو ترڅو هلته خپل شکایت ثبت کړو خو د دروازې ملا صیب ویل چې د شکایت ثبت په څه ګټه وکړي دا هرڅه خو بیرته لاس ته نه درځي، ما ورته وویل چې ملا صیب زه خپل مال نه غواړم خو راغلی یم، چې مسئولین متوجه کړم ترڅو نور هیوادوال د دې ظالمانو له شر څخه په امن اوسي. د ملاصیب د کور ودان وي زمونږ خبره یې ومنله او د حوزې له مرستیال سره مو ولیدل خو بدبختانه چې مرستیال صیب هم له دې خلکو سرټکاوه او ویل یې چې په خپل ټول توان سره کوښښ کوي تر څو هیوادوالو ته ډاډمن امنیت برابر کړي خو لا ندي توانېدلي.

د ځینو عیني شاهدانو په خبره، چې هره ورځ په سلګونه خلک له دوی څخه د موټرو، پیسو او نورو توکو د غلا له کبله د حوزو په دروازو کې له عریضو سره د خپل نوبت لپاره ساعتونه انتظار باسي.

نو فلهذا زما د دغه پوسټ د شریک کولو موخه دا وه چې ملګري دې د پخوا پشان احتیاط کوي ځکه د جمهوریت د وخت ټول غله له زندانونو څخه را خلاص او خپلو پخوانیو دندو ته ستانه شوي.

و ما علينا الا البلاغ!

20/09/2021

د ملکي هوایي چلند اداره وايي چې د کابل نړیوال هوایي ډګر په بشپړ ډول د کورني او نړیوالو الوتنو لپاره چمتو شوی دی.
يادې ادارې ويلي چې د اوس لپاره به دغه الوتنې يوازې د سهار له شپږو څخه د ماښام تر شپږو بجو پورې ترسره کيږي، چې ډېر ژر به د شپې الوتنو لپاره هم چمتو شي.

14/09/2021

بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې وایي چې د نړۍ ګوټ ګوټ کې د افغانستان له سفارتونو او قونسلګریو څخه کره اسناد ورته رسیدلي او ډیر د رسیدو په حال کې دي چې،ځینې سفیران او دیپلومان له اوسنیو سیاسي حالاتو او واک څخه په ناوړه ګټې اخیستنې سره د ډیرو پیسو بدل کې د پاسپورتونو غیرې قانوني ویش او نورې ګڼې غیرې قانوني کړنې کوي،چې په هیڅ صورت به دغه کسان له پوښتنو ګرویږنو پاتې نه شي.

13/09/2021

#پاسپورټ
د پاسپورټ عمومي رياست خبرتيا!
د پاسپورټ عمومي رياست ټولو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د پاسپورټ رياست ټول فعاليتونه د زمري (اسد) مياشتې له ۲۴مې نېټې وروسته په ټپه ولاړ دي او هېڅ ډول فعاليت نلري، هر کله چې ذيصلاح چارواکو د پاسپورټ عمومي رياست د فعاليت ته پيلېدو او پاسپورت وېش تصميم ونيو ستاسو سره به يې خبرتيا شريکه شي.
هيله ده د پاسپورټ رياست ته مراجعه ونکړئ او په دې ډول خپل وخت ضايع نکرئ.
د‌ يادولو وړ ده چې ځينې استفاده جو خلک د پاسپورټ د وېش لپاره له خلکو پيسې اخلي او دوی ته د پاسپورټ اخيستلو وعده ورکوي چې دا کار په بشپړ ډول ناسم دی، د دوی د چل او فرېب ښکار مه کېږئ.
که احيانا له چا سره داسې پاسپورټ وموندل شو چې د زمري (اسد) مياشتې له ۲۴ وروسته صادر شوی وي نو هغه پاسپورټ جعلي او باطل دی او لرونکی به يې د د عدلي او قضايي تعقيب لپاره اړونده ادارو ته پېژندل کېږي.

12/09/2021

د عبدالله عبدالله پښتنو ضد څیره د شوشما سورج ښه رسوا کړی ده.
د هند د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې سوشما سوراج د خپلو ياداشتونو پۀ کتاب (افغانستان د پاکستان د مذهبي جنګ په لمبو کې) پۀ ۱۸۲ پاڼه کې ليکي:
کله چې د وزیر اکبر خان تپه باندې د افغانستان ملي بيرغ د هسکولو د پرانستې مراسمو ته کابل ته تللې وم، نو خوست ولايت کې مو د هوايي ډګر پروژه هم د افغان دولت سره لاسليک کړه، ماښام ناوخته د ډاکتر عبدالله زنګ راغی او د ملاقات غوښتنه يې وکړه، ما هم سبا د ورځې د ليدو لۀ پاره وخت ورکړ.
کله چې سبا شو، هندي سفارت کارو سره د ليدنو وروسته د ډاکتر عبدالله سره د ليدو نوبت شو او هغه هم د بهرنيو چارو په وزارت کې مخکې نه د ليدو لۀ پاره رارسېدلى ؤ، د ملاقات د رسمي ستړي مشي نه وروسته ډاکتر عبدالله سمدستي د خوست د مېدان هوايي پۀ اړه وپوښتل او غوښتنه يې کوله چې دغه مېدان دې د خوست پۀ ځای، شمالي ولاياتو کې جوړ شي او دليل يې دا ؤ چې دغه ډېره لويه پروژه ده او د خوست امنيت ډېر زيات خراب دى، د مسخرې پۀ ډول يې وويل چې هلته کوچيان اوسېږي، د مېدان هوايي پۀ ځای به مو ورته پنځه، پنځه پسونه ورکړي وو او بيا يې د پښتنو پۀ کلتور او د ژوند پۀ طرز لنډ غوندې سپکوونکى او خندوونکى نظر هم ورکړ.
ما يې هم خبرې اورېدې او د دغه سړي په لويه چوکۍ کيناستل مې تعجب ګڼلو!
د عبدالله دويمه غوښتنه هم عجيبه وه! ويل يې چې هند ته بايد د دري ژبو متعلمينو د سکالر شيپونو تعداد زيات شي او دليل يې دا ؤ، چې تروريستان او طالبان ټول پښتو ژبي دي او مونږ دري ژبي چې واړه ټول قومونه پکې موجود دي، د دغو وحشي پښتنو مقابله کوو او قرباني ورکوو .
زۀ ډېره زياته حېرانه شوم خو ډېره خفه هم شوم چې افغانستان د بهرنيو دښمنانو سره، سره بې شمېره داخلي دښمنان هم لري، څوک چې تر اوسه پۀ حکومت کې غټې، غټې چوکۍ لري خو لا د قبايلي او قبيلوي فکر سره خپل سياست پۀ مخ وړي.
*دهندو اخبار مشهور ليکوال "ساونت راش اچاريه" د انګليسي ژبې نه ژباړل شوى مضمون (کاپی د ښاغلي اجمل له واله)

12/09/2021

تازه!
طالبان تصمیــــم گرفتـــه تا دارائی هــــای اشخاص ذیل را در بانکهــــای داخل و خارج از وطــــن ضبط و ملــــی نماید:
۱ــ عطامحمد نور « ۲ » میلیــــارد دالــــر
۲ــ قسیم فهیم « ۱٫۵ » میلیــــارد دالــــر
۳ــ استاد ربانی و فرزندان « ۱٫۲ » میلیــــارد دالــــر
۴ــ احمـــد مسعود فرزند احمدشاه مسعود و برادران احمدشاه مسعود « ۱٬۱ » میلیـــارد دالـــــر
۵ــ مجددی «۶۴۰ » میلیـــون دالـــــر
۶ــ پیرسیداحمد گیلانی «۵۳۰ » میلیـــون دالـــــر
۷ــ محمود کرزی « ۸۴۵ » میلیـــون دالـــــر
۸ــ گل آغا شیرزی «۸۱۰ » میلیـــون دالـــــر
۹ــ داکترعبدالله «۷۸۰ » میلیـــون دالـــــر
۱۰ــ تورن اسماعیل « ۷۲۰ » میلیـــون دالـــــر
۱۱ــ رسول سیاف «۷۰۰ » میلیـــون دالـــــر
۱۲ــ عبدالرشید دستم « ۸۱۰ » میلیـــون دالـــــر
۱۳ــ محمد محقق « ۷۱۵» میلیـــون دالـــــر
۱۴ــ خلیلی «۷۳۰ » میلیـــون دالـــــر
۱۵ــ حاجی ظاهر قدیر «۷۶۰ » میلیـــون دالـــــر
۱۶ــ انورالحق احدی « ۸۷۱ » میلیـــون دالـــــر
۱۷ــ بسم الله محمدی «۳۴۰ » میلیـــون دالـــــر
۱۸ــ رحیم وردگ « ۴۹۰ » میلیـــون دالـــــر
۱۹ــ یونس قانونی «۲۹۰ » میلیـــون دالـــــر
۲۰ــ امرالله صالح « ۵۹۸ » میلیـــون دالـــــر
۲۱ــ سيدحسين انوری «۳۰۰ » میلیـــون دالـــــر
۲۲ــ فاروق وردگ « ۳۲۰ » میلیـــون دالـــــر
۲۳ــ صدیق چکری « ۳۵ » میلیـــون دالـــــر
۲۴ــ ایوب سالنگی « ۵۵ » میلیـــون دالـــــر
۲۵ــ عبدالرئوف ابراهیمی «۲۵۰ » میلیـــون دالـــــر
۲۶ــ فضل الهادی مسلمیار « ۱۸۰ » میلیـــون دالـــــر
۲۷ــ زلمی ویسا « ۲۵ » میلیـــون دالـــــر
۲۸ــ الله گل مجاهد « ۱۸ » میلیـــون دالـــــر
۲۹ــ ملاتره خیل ۱۰۰ » میلیـــون دالـــــر
۳۰ــ شیخ آصف محسنی «۴۵۰ » میلیـــون دالـــــر
۳۱ــ امان الله گذر « ۲۶۵ » میلیـــون دالـــــر
۳۲ــ ظاهر اغبر« ۱۲ » میلیـــون دالـــــر
۳۳ــ کرام الدين کریم « ۸ » میلیـــون دالـــــر
۳۴ــ بصیر سالنگی « ۱۶ » میلیـــون دالـــــر
۳۵ــ عمر داودزی « ۱۴۰ » میلیـــون دالـــــر
۳۶ــ حسین فهیم « ۱۵۰» میلیـــون دالـــــر
۳۷ــ شیرخان فرنود « ۲۰۰ » میلیـــون دالـــــر
۳۸ــ خلیل الله فروزی « ۱۷۵» میلیـــون دالـــــر

12/09/2021

له اسلامي امارات د ولس غوښتنې👇👌👇
که طالبان دا ٨ کارونه وکړي نو يو څه به د دولس زړه را خپل کړي.
١ په قدر او عزت امنيتي او دفاعي ځواکونه بېرته خپلو دندو ته رابلل.
٢ د فساد پر وړاندې جدي مبارزه.
٣ د زورواکو او غير مسوله وسله والو ښکرونه ماتول.
٤ ټولنيز عدالت پلي کول.
٥ د ځمکو معافيايي غاصبين نيول او ځمکې بېرته را ګرځول.
٦ هغه قومي ټېکداران او غوړه مالان چې دا تېر شل کاله يې په ولس سوداګري وکړه, اوس بيا طالبانو خواته ډۍ کوي ترڅو بيا په لوړو پوسټونو خپل ځانونه مقرر کړي.
٧ هغو دولتي او غير دولتي کسانو سره حساب کتاب کـول چې وزير اکبر خان او شير پور کې يې د دولت په پيسو هم کورنه په کرايه نيولې و، هم يې پرې د شپې بنډارونه تازه ساتل او هم يې بې دريغه پټې کړې.
٨ او پاکستان سره د خپلو اړيکو په اړه ملت ته وضاحت ور کړي.
شير

12/09/2021

تبصرې پری تاسې ولیکئ

12/09/2021

د الف الف د پام وړ!
په زور کلي نه کېږي:
حکومت پر ولسونو کېدلی شي نه په تشو دښتو او هدیرو.
د ولس زړونه لاسته راوړئ او حکومت وکړئ په تاوتریخوالي او زور زیاتي حکومت نکېږي، له یؤ څه تاسي تېر شئ له یو څه به ولس درتېر شي، د افغانستان ټول وګړي الحمدلله له نیکونو او سوونو کلونو وړاندې مسلمان دی او ترټولو مسلمانانو عقیدوي مسلمانان دي او تل خپلو اسلامي او مذهبي ارزښتونو ته ژمن او معتهد پاتې شوی،هغه غوښتنې چې د اسلامې مقدساتو او افغاني کلتور سره په ټکر کې ندي لکه ملي بېرغ او نور ملي ارزښتونه نو تاسي مهرباني وکړۍ ورسره یې ومنۍ او هغه څه چې شرعیت او اسلام وايي زه ډاډه یم چې ولس یې په ورین تندي درسره مني .
موږ د بې حیایۍ،د ښځو د خپلواکۍ په نامه بې شرمیو،شرابو،کباپو،نشو تماشو پلویان نه یو او نه وو او په مخنیوي کې یې نه یواځې دا چې همنظره یو بلکې درسره همکار هم یو .

12/09/2021

زه په بانک کې يوه افغانۍ او يا د دې بديل بله کرنسۍ نه لرم؛ خو له بانکونو د شخصي پيسو د ويستلو محدوديت يوه ستونزه ده.
خداى مه کړه، که يو څوک داسې مريض ولري چې درملنه يې په سوونه زره(لکونه) افغانيو ته اړتيا ولري او پيسې يې په بانک کې بندي وي او په اوونۍ کې يوازې شل زره افغانيو او يا هم دوه سوه ډالرو ته کېني؛ نو مجبور دى چې د درملنې پر ځاى يې زنې ور وتړي!
که يو څوک نا ببره د کورنۍ غړى له لاسه ورکړي او مړ شي؛ په کور کې د هغه د تکفين او تدفين څه ونه لري او خپلې او يا د هغه همسايه، دوست، ګاونډي او عزيز چې دى مخ ور اړولى شي او پيسې يې په بانک کې وي او د بانک د همدغه محدوديت سربېره د خلکو همدغه ګڼه ګوڼه وي؛ ايا د مړي تکفين او تدفين به وشي؟
که يو څوک په کرايي کور کې ژوند کوي؛ ناببره يې د کور خاوند د کور د تخليې ورته وايي؛ دى په بل مناسب ځاى کې د کور په موندلو بريالى کېږي؛ خو د نوي کور خاوند ورته له وړاندې د مياشت، کال او ...پېشکي د شرط په توګه وړاندې کوي؛ دى په بانک کې پيسې لري خو ويستلى يې نه شي؛ خواخوږي يې هم همدغه پلمه ورته وايي، ايا دى د بانکونو تر خلاصېدو په دښته کې واړوي؟
که حالت عادي نه شي، بانکونه تړلي او محدود پاتې شي؛ مالکان يې له بيا پرانستو تېر شي او له روان حالت څخه ستړي شي؛ بهر مېشت شي؛ وطن ته را ونه ګرځي؛ د خلکو د بندې شخصي پانګې ضيموار به څوک وي؟

نوټ: خلکو ته د خپلو شخصي شتمنيو واک ورکول، پر حکومت د خلکو باور تضمينولى شي؛ د حالاتو په عادي کولو کې مرسته کولى شي؛ د ټيټې او متوسطې کچې په ځانګړې توګه د کورني اقتصاد په ښه کولو کې رول لوبولى شي؛ ښه ده چې حکومت په دې کوچنۍ چاره د خلکو زړونه وګټي او د خپلو شتمنيو د کارونې واک ورکړي.
که راسره هم نظري یاست نو دا پوسټ شیر کړئ تر څو د چارواکو تر غوږو ورورسیږي.

12/09/2021

د کندهار ښار اوسېدونکې روغتیاپاله، مدني فعاله او د هیله خیریه بنسټ مشره ډاکټر فهیمه رحمتي وايي چې نن شپه طالبان د هغې کور ته ورغلي، له دې او د دې د کورنۍ له غړو سره یې تشدد کړی دی.
نوموړې چې په چیغو چیغو یې ژړل، له خپل فېسبوک څخه لایو راغله او ویې ویل چې طالبانو د دې د ورور د بېولو هڅه کوله خو دې او د کورنۍ نورو غړو یې مخنیوی کړی دی.
د دې په خبره، طالبانو د دې په ګډون د دې د کورنۍ ښځینه غړي او ماشومان وهلي او له دوی یې ټلیفونونه اخیستي دي.
دا زیاتوي، طالبان په داسې حال کې په نیمه شپه د دې کور ته ور اوړي چې نه د دولت کارکوونکې ده او نه یې په کور کې وسله لرله، بلکې د یوه خیریه بنسټ د مسوولې په توګه یې تل د طالبانو د کورنیو په ګډون د بې وزلو وګړو لاسنیوی کړی دی.
نوموړې په چیغو چیغو وايي: ((ولې وحشت خپروئ؟ ایا حکومت داسې کېږي؟ ولې مو له وطن څخه فرار ته مجبوروئ، ایا د اسلام دین د داسې کړنو اجازه ورکوي؟ ما ته د درېیو هېوادونو له خوا د کډوالۍ بلنه راغله خو و مې نه منله، ما ویل چې وطن ما ته اړتیا لري.))
ډاکټر فهیمه رحمتي له تېرو څو کلونو راهیسې د هیله خیریه بنسټ له لارې د کندهار له سلګونو کورنیو سره مرستې کړي دي.
دغه راز د کندهار د وروستیو جګړو پر مهال یې نه یوازې سلګونو بې ځایه شوو کورنیو ته مرستې راټولې کړې، بلکې د سلګونو ناروغانو وړیا درملنه یې وکړه.
دا زیاتوي له دې هر څه سربېره نن دغه بد حالت ته مخامخ ده.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

11/09/2021

د وینې له توییدو به مخنیوی شوی وي خو
خلک د ملي ارزښتونو او عزت ساتلو لپاره وینه تویوي.
مونږ ته به نور څه پاتې وي؟
ملي امنیتي ځواکونه، جوړ نظام، ملي بیرغ، پولي واحد، ملي وقار، عزت او غرور کې کوم یو پاتې دی؟
د دوی په خبره مېلمه راته کابینه ټاکي، د مېلمه پوځي الوتکې مو په هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر ګرځي، مېلمه مو د سوداګرۍ اصول ټاکي، مېلمه د مالیې وزارت ته د متخصصینو د لېږلو وړاندیز کوي، د مېلمه هر وزیر او مشر دومره په خپل هېواد نه غږېږي لکه زما په هېواد چې غږېږي.
تاسو او خدای زمونږ پر هېواد د دوی د خبرو پر وخت د دوی له تمسخره ‌‌‌‌‌‌ډکه مسکا وګورئ.
نو دا زړه چې له ‌‌‌‌‌‌ډېره درده نه چوي نور به څه کا؟😥💔

11/09/2021
10/09/2021

اسلامـــــــی امــــــ ـــارت ته دوه ګټوری مشوري.
①تر کوم ځایه چی زه معلومات لرم پرته له ولایاتو څخه یواځی د کابل ښار په ټولو برخو او نواحیو کی د تیر نظام 24 الکترونیکی تذکرو مراکز فعاله وه اوس دغه عامه خدمتونه د اسلامی امـ ـارت په راتګ سره په ټپه ولاړ دی که چیری اسلامی امـ ـارت چارواکی دغه بخش ته پاملرنه وکړی او بیرته یی فعال کړی نو علاوه پر دی چی خلکو ته یی خدمات ارایه کړی وی په ضمن کی هر مرکز تقریباً 700 کسان په 24 مراکزو کی 16800 کسان بایمتریک او تذکریی چاپ ته لیږل کیږی له بلی خوا که موږ د اسلامی امارت یومیه عواید د دی عامه خدماتو په تړاو مد نظر ونیسو هره ورځ 1680000 افغانی بیت المال ته لیږل کیږی.
له اسلامی امـ ـارت څخه مو هیله ده چی د دغسی عامه خدمتونو په فعاله کولو سره به مو هم خدمت کړی وی او هم به مو د ملی عواید کچه لوړه کړی وی او هم به د بی کاری کچه راټیټه کړی وی.
داسی ویلی شو چی هره ورځ د الکترونیکی تذکرو له بابت 1680000 افغانی بیت المال ته را ټولیږی،که چیری موږ دا په 26 ورځو کی ضرب کړو نو یوه میاشت کي به(43,680,000)افغانی را ټولی شی.
دا هم بغیر د ولایاتو نه
② بانکي حسابونو په اړه.
که نوي حکومت د تير حکومت لوړ پوړو چار واکو شتمني پلټي زه ورته لاره ښايم.
په اداره امور کي د ثبت داري يا د شتمنيو د ثبت په نوم اداره شتون لري چي دا اخري کال کي يي زيات کار هم وکړه هغه مکمل ډيټابيس لري او هم په فزيکي توګه اسناد لري چي هر شخص په خپله فورمه ډکه کړي ده چي خپل ټول بانکي حسابونه يې ذکر کړي دي چي زه دومره سرمايه لرم دلته کور لرم يا خارج کي کور لرم دومره ګاړي لرم، دا تجارت کوم او نور د سرمايي په اړه معلومات يي په ليکلي توګه سپارلي دي او همدارنګه د دي اداري کارمندانو هغه بررسي کړي هم دي چي اکثرو لوړ پوړو چارواکو خپل سرمايه کمه ښودلي چي روسته دوي ورباندي شواهد پيدا کړي چي د ښودل شوي معياد څخه زياته وي او همدارنګه د خپلو بچو په نوم ښځي په نوم بانک اکاونتونه لري چي هغه هم کارمندانو پيدا کړي دي.
دا اداره دي په عاجله توګه فعاله کړي.

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address


Kabul
Other Public Figures in Kabul (show all)
استاد محمد آصف صميم استاد محمد آصف صميم
Kabul

افغان لیکوال، ویناوال، شاعر، ژباړن، څېړونکی، کره کتونکی

jon si jaket kulit dan kaca mata hitam serta motor mega pro jon si jaket kulit dan kaca mata hitam serta motor mega pro
Route 66
Kabul

Rider And Adventurer and a Marlboro man (Courier). Role Model. ''Populer". Stylish. W**d smoker. Tra

Danish Fahim دانش فهیم Danish Fahim دانش فهیم
Kabul

نویسنده، دانش‌آموخته‌ی دین و سیاست

Jadid ul tasis high school Jadid ul tasis high school
Wazir Abad , District
Kabul, 10

لیسه جدید التأسیس وزیر اباد

Sanaullah Khan free educated with pictures Sanaullah Khan free educated with pictures
Dowazdaimam
Kabul, NOPOSTCODE

Perfect reading and writing every one please important thing is understanding

ObaidurRahman - عابد ObaidurRahman - عابد
Kabul

اســلامـــــي دعوتګــــــر �

Ab Sami Alimi Ab Sami Alimi
Kabul

�� LONG LIFE AFGHANISTAN ��

Zohoorullah Noory Zohoorullah Noory
KaRoute Naw
Kabul

The World Has No Faith....

My Media My Media
Kabul