Wali Khwishkai

This page reflects my personal opinions

03/06/2021

نن د یوه ستر انسان د مړينې ۲۴۹ م تلین دی
د ستر امپراتور احمدشاه بابا روح دې ښاد وي

Photos from Wali Khwishkai's post 17/05/2021

دغه د بریتانیا د مستعمرې لاندې د پلستیني دولت سکه ده چې په ۱۹۲۷ کې ضرب شوې ده. دغه مهال د پلستین په شمول ټول عرب هېوادونه او سېمې د بریتانیا مستعمره وې، هغه وخت اسرائیل نه و جوړ شوی او په سکه باندې په عربي، عبري او انګریزي لیکل شوي. دغه مهال انګریزانو هغه یهودان چې په جرمني، اوکراین او روسیه کې له تبعیض او مرګ سره مخ و، پلستین کې مېشتول.
باچاخان هم دغو کلونو کې پلستین ته سفر کړی و چې د بیت المقدس زیارت وکړي، هغه خپلو خاطراتو کې وايي یهودانو به د پلستینیانو ځمکې اجاره کولې بیا به یې پرې زیتون او نور باغونه جوړول، عربو به دا پیسې په عیاشۍ او قمار لګولې بیا به یې ځمکه په قطعي قیمت خرڅه کړه او همدا سلسله روانه وه او حتا دغو عربو ته به د عیاشۍ اسباب هم یهودانو برابرول چې ورکړې پیسې بېرته ورنه وباسي.
باچاخان په یوې چایخانه کې له پلستیني عربانو پوښتنه کړې وه چې که تاسې کار نه کوی او ټوله ورځ پیتاوي کوی او چای څښی او د ځمکو په خرڅولو او اجاره وخت اړوی، یو وخت به دا خاوره ټوله در څخه یهودان ونیسي او تاسې به تړلي لاس هیڅ نشی کولای.
پلستیني عربانو ورته ویلي و، اخره زمانه ده، د کفارو طلسم ماتېږي او بیا به مهدي اخرزمان راځي دا هر څه به بېرته موږ ته راسپاري.
که موږ د پلستین له دغې ترخې تجربې ګټه وانخلو او خپل وطن جوړ نکړو او برعکس یې لکه طالبان چې ورانوي وران کړو، له موږ به هم پلستینیان جوړ وي چې نه به مستقل هېواد لرو، نه کرنسي، نه هم دولت او پوځ. په شته امکاناتو باید شکر وباسو او باید د خپل ملي قدرت د زیاتولو لپاره ډېره هڅه وکړو.
خدای تعالی دې به پلستنیانو ور رحمېږي
افغانانو تل د پلستینیانو د داعیې ملاتړ کړی دی، دلته د جهاد په کلونو کې ټولې غربي نړۍ د نجیب د حکومت خلاف د مجاهدینو مرسته کوله، په عین وخت کې دغه غربي نړۍ له اسرائیلو سره ولاړه وه، یوازیني هېوادونه چې د پلستین ملاتړ یې کاوه هغه د شوروي په شمول د شرقي بلاک هېوادونه و. د یاسرعرفات له مرګ سره اوس پلستین د ملي مبارزینو ځای د حماس او حزب الله افراطي ډلو نیولې او ملي مبارزه یې کمرنګه شوې ده.
Khushal Khalil

15/05/2021

غم دې دروند دی، الله دې وبښه د وطن سرتېریه!

12/05/2021

ښکلی انځور

11/05/2021

دوه مسکاوې؛ څو معناوې

10/05/2021

د هېواد وياړلی او زړور بچی سمېع سادات تورن جنرال شو

Photos from Wali Khwishkai's post 10/05/2021

مسوول استخبارات طالبان برای ولایت بامیان با یک فرد کلیدی دیگر در ولسوالی کهمرد بامیان بازداشت شد!

10/05/2021

خوارکی یې له جنته را ګرځولی سخت خوابدی دی!

10/05/2021

د اختر په درې ورځو کې به مو هغه بمونه وژني چې له اوربند مخکې یې خښ کړي وو.

08/05/2021

کوم غم به ژاړو، کوم شرم ته به پای جامه ګنډو؟؟؟

07/05/2021

Long live Ustad Sayaaf

06/05/2021

پدرشه خو تا کولاب دواند
ای ره تا کجا خاد بدوانه؟؟؟

26/04/2021

د ستر غازي روح دې ښاد وي

11/04/2021

ډېر ژر لخيره...

13/02/2021

تعصب و قومگرایی هشت صبح از حد گذشته!
نمی‌دانیم از کجا آب میخورد؟ از هر مطلب و خبرش بوی تعصب و نفاق افگنی می آید

wali khwishkai (@WKhwishkai) | Twitter 25/01/2021

راځئ په ټوېټر کې هم سره وپالو.
ستاسو قدمونه زموږ پر لېمو.

wali khwishkai (@WKhwishkai) | Twitter The latest Tweets from wali khwishkai (). Writer and Journalist

23/01/2021

څه خیال مو دی سبا به یې څوک ګټي؟

10/12/2020

د ځمکې پر مخ تر ټولو بد خلک موږ یو

لومړي ځل لپاره اسټراليا کې د افغانانو پر تاريخ جوړ شوی فلم نندارې ته وړاندې کيږي 29/11/2020

لومړي ځل لپاره اسټراليا کې د افغانانو پر تاريخ جوړ شوی فلم نندارې ته وړاندې کيږي لومړي ځل لپاره اسټراليا کې د افغانانو تاريخ او د اسټراليا ابادولو کې د هغوی ونډې ته د يو ستر فلم له لارې پوښښ ورکړل شوی.

28/10/2020

دا ځوان نجیب بارور نومېږي
د "من افغان نیستم" له غومبرچیانو دی، دا ښاغلی وایي کندهار، هلمند او کابل د ایران اصلي ښارونه دي

27/10/2020

د جنرال صيب خوشال سعادت ستونزې به زه درته بيان کړم.
تاسو غوږ راته ونيسئ او بيا قضاوت ستاسو چې د ولسي جرګې وکيل صيب ته څنګه ځواب ورکوئ!
د جنرال صيب ستونزه دا ده چې هغه نه غواړي وطن سره خيانت وشي.
جنرال صيب ته دا د منلو نده چې يوه ډله د غټانو ملاتړ لرونکي ساتونکي دې کابل کې کورونو کې پراته وي مفت معاشونه دې اخلي او بله ډله بې واسطې ساتونکي دې هلمند کې د جګړې لومړۍ کرښه کې پراته وي.
د جنرال صيب خوشال سعادت ستونزه دا ده چې دی د ولسي جرګې د ځينو وکيلانو نامشروع او غيرقانوني غوښتنې نه مني.
د جنرال صيب خوشال سعادت ستونزه دا ده چې محافظت عامه يې په خلکو وپېژنده، عايدات يې لوړ کړل، قراردادونه زيات شول، د ساتونکو جذب پيل شو، اصلاحات راغلل او بلاخره دا ورک بنسټ په يوه پياوړې او ستره اداره بدل شو.
جنرال صيب خوشال سعادت د عامه ساتنې ملي تصدۍ مشر دی، ياده تصدي کمال خان بند ساتي، سلمابند ساتي، مس عينک او پاشګان ساتي، لاجورد او برېښنا ساتي، ګمرکونه او نور بنسټونه ساتي.
اوس چې د يادو سترو پروژو کارونه په بشپړېدو دي، ځينې زورواکان او غټان وايي چې د دې ساتنه موږ ته پرېږدئ، قوماندانان يې موږ درمعرفي کوو کمال خان بند، سلما بند او ګمرکونه به زموږ قوماندانان درته ساتي.
هلکه دا مهمې او سترې پروژې دي ساتنه به يې د وطن اصيل بچيان کوي، څه پته لګي ته به د کوم ګاونډي غلام په موږ راوتپې او دا سترې ملي پروژې به يې عمده او پرچون په ايران او پاکستان پلورلې وي.
قطعاً دا کار نشي کېدی او نه په دې مکتوبونو پر جنرال صيب فشار راتلی شي.
اول خو دا مکتوب غيرقانوني دی او په دې بڼه او دلايلو تاسو څارنوالۍ ته د ورپېژندنې حق نلرئ!
دوهم دغه وکيل لا په دې ندی خبر چې د عامه ساتنې ملي تصدي د کورنيو چارو وزارت اړونده نده، بلکې خپلواکه ده او د افغانستان د ملي امنيت شورا تر چتر لاندې فعاليت کوي.
اوس خو د ګمرکونو ساتنه هم د عامه ساتنې ملي تصدۍ ته راغله، دا کلونه کلونه چې کوم فساد پکې شوی دی ملت ته لکه لمر روښانه دی، دا فساد بايد قطع شي که نشي؟
بايد قطع شي او چې يې قطع کوې نو د وکيل صيب چيغه وځي.
موږ له وطن سره تعهد کړی چې نه خپله فساد کوو او نه بل فساد ته پرېږدو.
موږ د ملت په ملاتړ باور لرو، د ملت له غوښتنو سره سم قانوني اقدامات کوو او وړاندې ځو.
له هيچا سره ستونزه نلرو، اما له مفسدينو او پرديپالو سره حساب لرو.
ضیا ودان

Photos from Wali Khwishkai's post 25/10/2020

طالبانو اوس د هېواد په ګوټ ګوټ کې د آبادۍ کارونو ته مخه کړې ده، اوس د دوی په فکر کې پراخ بدلون راغلی وطن به جوړوي ان شا الله

Photos from Wali Khwishkai's post 25/10/2020

طالبانو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د آبادۍ کارونو ته اوږه ورکړې ده.
د طالبانو فکر اوس ډېر بدلون کړی دی، وطن به جوړېږي ان شا الله

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address

16th District
Kabul
1053
Other Journalists in Kabul (show all)
Nasrullah Sangi Zadah Nasrullah Sangi Zadah
Kabul

This is my Official page Follow me at https://twitter.com/NasrullahSangi I Love A F G H

Danish Fahim دانش فهیم Danish Fahim دانش فهیم
Kabul

Public Speaker, Journalist and Social activist

پښتو پریسTv پښتو پریسTv
Kabul

دهیواد تازه اوکره خبرونه زمونږ له ویب پاڼې څخه ترلاسه کوالای شۍ

Ahmad Haris Jamalzada Ahmad Haris Jamalzada
Kabul, 0093

من از کره خاکی بنام زمین هستم و به همه انسانهای روی زمین

محمد جلیل رضائیان Mohammad Jalil Rezaeyan محمد جلیل رضائیان Mohammad Jalil Rezaeyan
شهر نو
Kabul

Mohammad Jalil Rezaeyanمحمد جلیل رضائیان روزنامه‌نگار.

Samir Khan Hotak Samir Khan Hotak
Kabul, 1ST

SaMir KhaN HoTak Official

Zahra Herari Zahra Herari
Kabul

صفحه رسمی زهرا حراری است درین صفحه می‌توانید تازه ترین رویداد ، ها ، رومان ، شعر و ادبیات ، داستان ، و غیره را دنبال کنید کوچک تان حراری

سحر صفدری Sahar Safdari سحر صفدری Sahar Safdari
Kabul

لطفا صفحه من را لایک و به اشتراک بگذارید!

حمیدالله غفوری حمیدالله غفوری
Kabul
Kabul, 26000

“The greatest discovery of all time is that a person can change his future by merely changing his

Zubir Abid Zubir Abid
Kabul

Shuja Zaki شُجاع ذَکِی Shuja Zaki شُجاع ذَکِی
Kabul

تازه ترین اخبار افغانستان و جهان را اینجا دنبال کنید.