Zubir Abid
Nearby public figures
Do
street # 12 Wazir Akbar Khan Kabul, Afghanistan , Tel: +93 749662517
1006
kabul
Tehran
0093
SLC939494
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Zubir Abid, Journalist, Kabul.
اسپانیې فوټبال غوره لیګ سیالیو کې تېره شپه ۱۷ کلن مارکګویو چې بارسلونا لپاره يې خپله لومړۍ لوبه ترسره کوله په ۸۱یمه دقیقه کې یې د اتلاتیکبېلباوو لوبډلې دروازه پرانیستله او په خپله لومړۍ لوبه کې یې لومړی ګول په خپل نوم کړ.
په دې بریا سره بارسلونا په جدول کې درېیم مقام ته پورته شو.
د کندهار اطلاعات او کلتور ریاست معلوماتو له مخې؛ تېره یوه میاشت کې ۱۰۴ بهرني سیلانیان کندهار ته تللي دي.
دغو سیلانیانو کې د امریکا، کاناډا، چین او یو شمېر نورو هېوادونو اتباع شامل دي چې د کندهار له تاریخي سیمو یې لیدنه کړې ده.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې له ایران څخه دوه زره او ۸۰۵ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، یاد کډوال تېره ورځ د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راغلي دي.
#مليتلویزیون
د پاکستان نوموتي کرېکټ شنونکي رامیز راجا ویلي، چې په راتلونکې لوبه کې افغان لوبډله پاکستان لپاره خطر دی.
هغه زیاته کړې، چې پاکستان لوبډله د ورو توپاچونکو لوبولو کې ستونزه لري او چینای ویشتنځای د ورو توپ اچوونکو لپاره ښه ثابت شوی.
راجا وايی، چې افغان لوبډله د نړۍ غوره ورو توپاچوونکي لري او چېنای کې د افغان لوبډلې ماتول به د پاکستان لپاره اسان نه وي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي لوګر ته د سفر په ترڅ کې ویلي؛ بهرنیان د افغانستان د عیني واقعیتونو څخه بې خبره دي او اوس مهال هېواد ته د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
ښاغلي ستانکزي د دې ولایت له ځایي چارواکو سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د خلکو د ارادې پر اساس حاکم شوی او له دوی څخه یې غوښتي، چې د دولت او ملت د اړیکو د لا ټينګېدو لپاره کار وکړي
اسرائیلو تېره شپه غزه کې پر یوه روغتون هوايي برید کړی، چې په پایله کې یې سلګونه کسان شهیدان او ټپيان شوي دي.
د فلسطین د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې غزه کې پر الاهلي العربي روغتون د اسرائیلو په هوايي برید کې ۵۰۰ کسان شهیدان شوي او سلګونه نور ټپيان دي.
د اسرائیلو دغه برید د نړیوالو توند غبرګونونه راپارولي او په کلکو ټکو یې غندلی دی.
ویلادیمیر پوتین چې د یوې لارې یو کمربند په ناسته کې د ګډون په موخه چین ته تللی، په دغې ناسته کې له نورو ګډونوالو سره ګډ انځور هم اخیستی دی.
پوتین چې اوکراین کې د روانې جګړې او ملکي وګړو وژنو په تور د نړیوالې محکمې ترڅار لاندې دی د یادې جګړې تر پیل وروسته یې دا دویم بهرنی سفر دی.
نوموړي تېره اوونۍ قرغیزستان ته هم سفر کړی و او اټکل کېږي، چې راتلونکی سفر یې شمالي کوریا ته وي.
د غزې پر یوه روغتون د #اسرائیلو د مرګوني برید په غبرګون کې د اسلامي همکاریو سازمان اجرایوي کمېټې د عربستان په #جدې ښار کې د #فلسطین په اړه فوقالعاده غونډه جوړه کړې ده.
په نړیوال جام سیالیو کې افغانستان نن خپله څلورمه لوبه د نیوزیلاینډ پر وړاندې ترسره کوي.
دغه سیالۍ د چینای په چیپک لوبغالي کې کیږي. افغان لوبډله میدان ته رسېدلې ده.
د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوتریش
د غزې په یوه روغتون کې د اسرائیلو د هوايي برید په غبرګون کې، چې له امله یې سلګونه کسان شهیدان او ټپيان شوي وو، په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې په روغتون د هوايي برید له امله د سلګونو ملکي فلسطینیانو په نښه کولو وېرولی دی.
ښاغلي ګوتریش ټينګار کړی، چې روغتونونه او روغتیايي کارکوونکي د نړیوالو قوانینو پر بنسټ خوندي دي.
نیدر لینډ کریکټ لوبډلې سویلي افریقا ته ماته ورکړه.
په هند کې د کریکټ نړیوال ۵۰ اوریز جام په دوام پینځهلسمه لوبه کې نیدرلینډ ملي لوبډلې سویلې افریقا ته ماته ورکړه.
د دې لوبې پچه سویلې افریقا ګټلې وه او نیدرلینډ یې توپوهنې ته بللی وو، چې نیدرلینډ په ټاکلو ۴۳ اورونو کې سیالې لوبډلې ته ۲۴۶ منډې هدف کېښود.
په مقابل کې افریقا د ټولو لوبغاړو په سوزیدو په ۴۲.۵ اورونو کې ۲۰۷ منډې جوړې کړې او له نیدرلینډ یې د ۳۸ منډو په توپیر ستره ماته وخوړه.
د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسؤلين وایې، چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ زلزله ځپلو کورنيو ته د استوګنې کورونه جوړ شول.
د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ډانیل پیټر انډرس ویلي، چې په هرات کې د پرلهپسې زلزلو له امله شاوخوا ۴۳ زره کسان په مستقیمه توګه اغېزمن شوي دي.
د پاسپورټ عمومي ریاست ویلي چې، نږدې راتلونکې کې د سپینو عریضو (آفلاین) له لارې هم د پاسپورټونو وېش پیلوي. یاد ریاست پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د پاسپورټ د اخیستو اوسنۍ بهیر د هېواد په ټولو ولایتونو کې پر لیکه (آنلاین) توګه ترسره کیږي.
د طالبانو يوې سرچينې امريکا غږ ته تاييد کړې چې د پاکستان د لومړي وزير د یو پیغام له خپریدو وروسته يې د زلزلې ځپلیو سره د پاکستان مرستې رد کړي.
د پاکستان لومړي وزير ويلي وو چې د افغانستان په غوښتنه روغتيايي ټيم، کمپلې او خيمې ور استوي، خو طالبان وايي، موږ له هيچا داسې غوښتنه نده کړې.
منظور احمد پښتون په خپله فسبوک پاڼه لیکلي دي:
په کراچی کې د پښتنو افغانانو سره د ظلم جبر پر خلاف او د علی وزیر په حق کې نن پی ټی ایم کراچی د کراچی پریس کلب مخې ته لاریون او غونډه وکړه.
د سند حکومت د پښتنو افغانانو سره له تر اوسه پورې رویه سمه نه ده.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Videos (show all)
Category
Contact the public figure
Telephone
Website
Address
Kabul
This is my Official page Follow me at https://twitter.com/NasrullahSangi I Love A F G H A N I S T A N
شهر نو
Kabul
Mohammad Jalil Rezaeyanمحمد جلیل رضائیان روزنامهنگار.
Kabul
صفحه رسمی زهرا حراری است درین صفحه میتوانید تازه ترین رویداد ، ها ، رومان ، شعر و ادبیات ، داستان ، و غیره را دنبال کنید کوچک تان حراری
Kabul, 26000
“The greatest discovery of all time is that a person can change his future by merely changing his attitude.”