Saeed Shinwari
د نړۍ له هره کونجه هر ډول خبرونه تر کورنیو رسنیو وړاندې
پړي واچوئ اوښانو کې😜
ستوري له سختو نه تېرېږي چې سحر ته رسي.
رحمان الله ګربز د کرکټ بورډ ډاکومنټرۍ کې خپله کیسه کړې، وایي:
کرکټ لپاره مې کورنۍ ملاتړ نه کاوه، کور مو جوړاوه، د کرکټ وسایلو اخیستلو لپاره مې د خپل کور ټیکه دار سره په دیاړۍ کار پیل کړ او ژمنه مې ترې واخیسته چې کورنۍ ته به مې نه وایې.
چې کله مې د دیاړۍ په پیسو کرکټ وسایل واخیستل، ورور مې وکتل، هغه ووهلم چې پیسې دې له کومه کړې؟
ما ورته د ټیکه دار خبره سپینه وکړه، ټیکه دار زما د ژمنې مطابق زما ورور ته منکر شو، بیا مې ورور سخت ووهلم، خو اخر ټیکه دار قانع شو چې هو ده د خپل کور جوړونه کې ماسره دیاړي کړې وه.
دردمنو خوږو افغانانو
د تاریخ بېسارې بریا مو مبارک شه!!!
پنجابی مشهور ملا مرزا چې خپل خلک فلسطین ته له تګ منع کوي، اوس غوسه دی چې افغانستان نه ولې تر اوسه کومه وسله واله قطعه فلسطین ته نه ته تللې؟
خوست مرکز:
د وچې خوړې سیمې په یو شخصي کور کې د سر درد (Ominedoal) اومني ډول ګولیو جعلي فابریکه وموندل شوه.
ګولۍ به یې له ګچ او چونې جوړولې، بیا یې ښار کې په درملتونو پلورلې.
ماتم هرات
هراته! وا هراته! جار هراته! سر پورته کړه!
په بهزادي لاس دې، نسکور توغ د لښکر پورته کړه
زخم دې جار شمه، زړه مه ورانوه، لاس مې نیسه
پوهېږې!؟ آه دې کړیکه ان له پېښور پورته کړه!!
خدای ترق کړې زاره، ستا نه ده، د قام زاره ده
ټول وطن مري درسره، هله نو نظر پورته کړه!!
دا مور مړه کېږي، زوی یې ورک دی، ته یې ولټوه
هغه مور راوله، دې مړي نه څادر پورته کړه
د ګوهرشاد له زلفو خاورې د ماتم دوړېږي
د بایقرا لویدلی خول، له ځمکې ژر پورته کړه
ګلګون هرات په سینه تیر خوړلی، تیر د دهر
سعیده! ګل پرې ږدمه، لاس یې له ټټر پورته کړه
سعید شینواری
د هرات د زلزلې په عواملو پلټنې په کار دي.
افغانستان د ویدو اتشفشانونو کور دی، له همدې امله د زلزلې له پېښو د خوندیتوب امتیاز لري، د زلزلې مرکز له افغانستانه د ۲۵ - ۳۱ کیلو مترو لرې دی، زه په جیولوژي نه پوهېږم خو ۴،۳ درجې زلزله چې کورونه په بل مخ اړوي، د زلزلې مرکز حتما ځمکه کې ډېر ژور نه دی، ایران چې د ځمکې لاندې نظامي تاسیساتو اډې یې موده مخکې ښکاره کړې، له شکه خالي نه دی، د پټو اټومي تحرکاتو لپاره اکثره هېوادونو د ځمکې لاندې د اټومي تجربو هڅې هم د تاریخ له سترګې پټې نه دي، شک دی چې ایران د خپلو خلکو او نړۍ له سترګو پناه افغانستان ته نږدې سیمو کې کومه مرداري کړې ده.
جیولوژستان افغان ځوانان دې دغه موضوع کې له نورو رامخته شي.
د زنداني عمران خان پلویان د هغه په انځورونو د مصنوعي ځیرکتیا په زور غمجنې سندرې وایي.
انوش صافي په مصنوعي ځیرکتیا د میوند د ملالې ښایسته انځورونه جوړ کړي دي.
د کونړ دانګام بینشۍ دا ښکلې نندارې فرمان شېرزاد رالېږلي.
د نن ورځې بیا غږ:
ښه ډېر یې شریک کړئ!
د نورحکیم عمر د درملنې د مصارفو لپاره فنډریزینګ درې نیم زره یورو ته رسېدلی.
راځئ چې دغه مستعد لیکوال او د وطن هڅاند زلمي ته د خپل ژوند یوه ـ یوه ساه ډالۍ کړو.
د هغه د ځیګر ټرانسپلانټ ته لا زیاتې پیسې پکار دي.
په دې نیت دې فنډ کې خپله برخه وکړئ چې خدای دې ستاسې اولادونه هم له داسې سختې ناروغۍ وساتي.
لینک کېکاږۍ او خپل خلوص او مرسته ور ورسوئ.
Donate and save a young's life, organized by Ihsanullah Shinwari د مرګ او ژوند په پوله بې اسرې پروت د تاند زلمي، مستعد لیکوال او د سیاسي علومو د… Ihsanullah Shinwari needs your support for Donate and save a young's life
فرید منلی محصل دی، دوه میاشتو راهیسې پیښور کې روغتون کې پروت دی.
کورنۍ یې هیڅ نه غواړي، دغه زلمي ته ستاسو دعا غواړي.
د افغانستان یوه لور او د فزیک ـ کېمیا استاده نبیه مدثر خپلو خویندو ته د یوټیوب له لارې انلاین درسونه ورکوي.
هغه وایي، د چینل سبسکرایب کول او پروموشن به ورسره ډېرو خویندو ته د هغې د درسونو رسېدو کې مرسته وکړي.
هیله ده ملاتړ یې وکړئ.
Nabia Modasir (NB) - YouTube This is Nabia Modasir (NB) a senior medical student (MD) and Physics & Chemistry Instructor, I made this youtube channel to serve for my country´s (Afghanist...
د افغانستان نامتو هنرمند اریان خان هم د نجونو د ښوونځیو د خلاصون لپاره خپل غږ پورته کړ.
د هغه (اقرا) سرود نن ریلیز شو، افغانستان به د سولې او ابادۍ لپاره د هنرمندانو د سویو چغو دا ورځې هیرې نه کړي.
IQRA (اقرا) | Pashto New Song 2023 | A***n Khan | اریان خان Thank you for watching Pashto New Song 2023 dedicated for Girls Education in Afghanistan by the versatile singer A***n Khan.Education is a fundamental human ...
که مو نه وي اورېدلې، بشپړه سندره د لېنک په کېکاږلو وګورئ.
https://youtu.be/8PvLsQfM3pM?si=v1WWGd_pQ4PymoOj
د افغانو خویندو غږ
زما شعر، د سجاد خان غږ او د خوشال انځور ډالۍ ریلیز او خپره شوه.
Tribute to Afghan Sisters | Sajjad Khan | د افغان خویندو غږ Tribute to Afghan Sisters | Sajjad Khan | د افغان خویندو غږVocalist : Sajjad Khan Lyrics: SäeD Shinwarai DOP & Edit: Ihtisham Qarar Music : Sajjad Khan Studi...
د هیله ټلویزیون په زیار افغانو خویندو ته زما لیکل شوی شعر به نن د سجاد خان په غږ خپور شي.
ډېرو هېوادوالو پوښتنه کړې وه چې دا سندره چېرته پیدا کړو؟
دا سندره به تاسو ته د ګرانو ملګرو خوشال انځور، سجاد خان او زما لخوا ډېره ناچیزه ډالۍ وي.
د سپټامبر دویمه اروپا کې د پي ټي ایم نړیوال کنفرانس دی.
ملي سرود
جلال اباد ښار باختر روغتون کې يو ناروغ ته عاجل مثبت (+A) وینه پکار ده.
0784449153
0774231933
ګران میرخان مقري
نورحکیم عمر مې ډېر لیدلی، کم عمر کې د نړیوالو اړیکو تکړه بې سیاله محصل او فارغ شو، څو کتابه یې چاپ شول، ما چې ورته کتل له خبرو یې د خورا زیاتې مطالعې خوشبو راتلله.
له سقوط وروسته یې مور وفات شوه، ډېر ژور خپګان ته ولاړ، د ایران په قاتله لاره دوه درې ځل د مرګ تر حده ورسول شو.
اوس خبر شوم چې د خورا درنې ناروغۍ په بستر پروت دی.
چې استعداد یې رایاد کړم له زړه مې ورته وینې وڅاڅي، کورنۍ یې فقط د روغ صحت د دعا غوښتنه کړې ده.
الله تعالی دې جوړ و روغ له ټولو ناروغانو افغانانو سره کورنۍ ته ستون کړه زړګیه!!
پي ټي ایم د اروپا په کچه علمي کنفرانس نیسي.
دا په افغانستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې د پښتنو سیمو کې د ترهګرۍ نویو ګواښونو په اړه بحث به د سپتامبر په دویمه نیټه وي.
د جرمني ـ کولن ښار د افغانانو د یووالي، تاریخي او سترې غونډې شېبې شماري.
د افغانستان د کولتوري ودې ټولنه، هیله ټلویزیون او ایوانټ پالاسټ ستر هوټل ادارې مو قدمونو ته لېمه لېمه دي.
د اروپا له هر کونج نه د ملي بیرغونو کاروانونه ترتیب شوي دي، که لارو سره نابلده یاست دغو کاروانونو ملګري شئ.
خدای مو راوله موږ د کورنیو د میلمه پالنې لپاره ځانګړي تدابیر نیولي.
ورځ او وخت : د اګست ۲۶ مه، راتلونکې شنبه، د مازیګر څلور بجې
ادرس:
Event Palast
Max-Palank Straße 9A
50354 Hürth Germany
رښتیا تاسو ورته د اروپا له کومه ځایه د راتګ تابیا نیولې؟
هو وطن مېشتو هېوادوالو لپاره به لایف نشرات د هیله ټلویزیون په ډیجیټل پلیټفارمونو خپاره شي.
کابل کې د اوسني حکومت یو مهم کس ملا رباطي چې ټلویزیونو کې ځان د افغانستان لوی خواخوږی معرفي کوي، خو کچلاغ کې یې بیا د پاکستان د پوځ په ملاتړ ښکلی تقریر کړی دی.
اوسني وضعیت ته د منظور پښتین او پي ټي ایم یوازې پریښودل پښتو نه ده او نه هم حتی د محافظه کار سیاست چوکاټ کې په اصولو برابر خبره ده.
ما څه وخت مخکې له منظور سره سخته مرکه وکړه، د سختې پوښتنې بدنامي مې پر غاړه واخیسته، ما و ګران دوست میرویس افغان مشوره کړې وه چې داسې پوښتنه به کوو، تر څو د بر افغانستان په منځ کې پر منظور د پاکستاني توب تبلیغ کوونکو ته واضح ځواب او پر مخ څپېړه پیدا کړو او لوی کور کې د منظور دوی پر ضد تبلیغات د منظور په واضح ځواب ترلاسه کولو پوچ شي.
هغه وخت منظور پښتین دوی ګیله هم رالېږلې وه، خو زه و میرویس لالا خوشاله وو، چې د دوی اړوند لوی جواب مو ټول قام ته ترلاسه کړی دی او نن د همغې مرکې د منظور جوابونه د دلیل په توګه لاس په لاس کېږي، چې وګورئ منظور دوی د ټول پښتون افغان واحد غږ دی.
منظور دوی واقعا د ټولو لپاره راپورته شوي او دا یو حقیقت دی.
د منظور دوی چوپ کولو کې مرسته د ټولو کښتۍ ډوبوي.
زه له کار وروسته په وضاحتونو ډیر باور نه لرم، خو نن قام ته د دې خبرې د ښکاره کولو اړتیا ده او میرویس افغان صیب پوهیږي چې موږ څومره لوی سوال حل کړ؟
زما له کوزنیو ملتپالو غوښتنه ده چې ایتلافونه جوړیږي او ماتیږي، خو څوک په کې له ورور سره د کلي له نرخه نه وځي.
ولسمشر محمد نبي
د استقلال د ورځې په ویاړ د غازي امان الله سندره زمزمه کوي.
ننګرهار کې د امنیه قومندانۍ لخوا تېره شپه ټولو ملایانو ته خبر ورکړل شوی چې نن ورځ لپاره خلک د ملي بیرغ له پورته کولو منع کړي.
غازي په روم کې د ګاونډ یو واده ته له کورنۍ سره بلل شوی و.
ماښام و، خلکو به چې غازي ته وکتل غلي ـ غلي به یې ده ته په اشاره خپلو کې څه وویل.
دوی به یو بل ته وویل، دا د افغانستان پاچا و، ډېر ستر انسان دی، خو حیف چې جاهل ملت یې په قدر پوه نه شو.
پاچا د دې خبرو په اورېدو ډېر خفه شو، کورنۍ یې له لاسه ونیوه او د واده له مراسمو روان شو.
خلکو عذر وکړ چې څه شوي؟ څه کمی راغلی؟
غازي وویل، دلته زما د ملت سپکاوی کېږي، که بد شوي دي نو له ماسره شوي؟ تاسو ته یې څه؟؟؟
نادرشاه خان د غازي د واک په نړولو کې مهمه مهره وه، جلا وطنه و، ډېره موده وروسته د شاه نادر خان زوی اعلیحضرت ظاهر شاه اروپا ته په سفر ولاړ.
لومړی کس غازي و چې هرکلي ته یې ورغی، غېږ کې یې ونیو، ښکل یې کړ، د وطن د ابادۍ مشورې یې ورکړې او ورته یې ثابته کړه چې ستا د پلار په سازشونو هیڅ خپه نه دی.
بلکې ویې ښودله چې د واک تږی نه دی، هر څوک چې د وطن د ابادۍ ګام اخلی دا یې ملاتړی دی.
د اروپا په بورسیو روانو لومړنیو افغان محصلینو ته د غازي امان الله خان وینا:
ولاړ شئ، بچیانو لوړې زده کړې وکړئ!
که راستانه شوئ او زه مړ وم، په قبر مې ودرېږئ او وطن لپاره خپل زده کړي کمالونه مې خاورو ته بیان کړئ.
روح به مې په قبر کې خوشاله شي.
فرمایل یې:
قلم راواخلئ او تعلیم وکړئ، ځکه چې یو بېسواده ملت هیڅکله خپلواک کېدای نه شي.
افغانستان ته د نړۍ له هر ګوټ څخه د تدریس لپاره د انجینرانو، ډاکټرانو او ښوونکو په راوستلو پسې سم لېونی ـ لېونی و.
نه یې شول زغملی چې افغانستان له نورې نړۍ یوه ذره هم شاته وي.
د خپلواکۍ د ۱۰۴ مې کلیزې په مناسبت مې مبارکي هم ومنئ او دا هم ولولئ:
ـ غازي امان الله خان (رحمه الله) داسې ازادي راوړه چې افغانستان ته یې له جرمني لومړنی ریلګاډی راوړ، ملایانو به ویل دې کې د چلولو لپاره شیطان ناست وي، خو ده د هالنډي او جرمني نامتو انجینرانو په مرسته د ټول افغانستان د ریل سروې پیل کړه.
ـ هغه په لومړي ځل خارج ته د درس لپاره د افغان ځوانانو لېږل پیل کړل، خو ملایانو او حضرتانو ویل، دی نوی نسل کافر کوي، حکومت مجبور شو چې هر استول کېدونکي ځوان نه لومړی ژمنه واخلي چې خارج کې به لمونځ کوي، روژه به نیسي او د قرانکریم تلاوت به کوي.
ـ امان افغان یوازنۍ جریده چاپ شوه چې د بیان د ازادۍ انقلاب یې برپا کړ او ګڼ جراید او خبرنامو په چاپ پیل وکړ.
ـ هغه چې د اروپا په سفر ووت، د کندهار خلکو ته یې وینا کې وویل، بهر ته زما د سفر مقصد تاسو ته ګټې رسول دي او غواړم هغه پرمختګونه راوړم چې موږ یې اوس نه لرو.
ـ داسې ازادي یې راوړه چې خلکو ته یې وویل، پاچا د امر او حکم کولو حق نه لري، بلکې موږ باید خلکو سره مشورې وکړو.
ـ هغه ویل، زما سلطنت یوازې د خان، ملا او مخورو سلطنت نه دی، بلکې د بیوزله، کروندګرو، کسبګرو د ښیګڼو لپاره هم دی.
ـ هغه د افغانستان په تاریخ کې لومړنی واکمن و چې خپلو خلکو ته یې ځان تر هر چا ورنږدې کړ او د هغوی منځ کې کیناست.
ـ هغه د پغمان په دریمه لویه جرګه کې د ښځو د کار، تعلیم او رایې حق تثبیت کړ.
ـ هغه لومړنی واکمن و چې افغانستان کې یې د غلام، وینځې او مریي ساتل رسما لغو کړل.
ـ داسې ازادي یې راوړه چې دولت په لومړي وار د بودیجې د تصویب تهداب کیښود عاید یئ په یو کال ۱۸۰ میلیونه کابلۍ روپۍ شو او بیا د افغانستان د پیسو نوم افغانۍ کېښودل شو.
ـ هغه لومړنی واکمن و چې ګردې نړۍ ته یې خپل تجارتي استازي واستول او هلته یې د افغاني تولیداتو لپاره بازارونه لټول پیل کړل.
ـ هغه په افغانستان کې د چاپخونو، غوړیو، درمل جوړونې، ټوکر اوبدنې او نساجۍ، د وسپنې د ذوب، کاغذ سازۍ، ښیښه جوړونې، صابون، د میوو د کنسروا، قندو، بورې، چرم جوړونې، سپینو باروتو، عطرو، د موټرو د ترمیم او پرزو جوړونې، لبنیات، سیمنټو، ګوګردو او یخ د فابریکو بنسټونه کیښودل.
ـ هغه د اروپا له سفره په ستنېدو وویل، زه عیش و عشرت لپاره نه وم تللی، د پرمختګونو راوړلو پسې تللی وم، خو د کابل حضرتانو او د کندهار ملایانو د هغه پر ضد پوره کار کړی او د کفر فتوا یې پرې ورکړې وه.
ـ حتی د هغه د میرمنې په عکسونو کې د بربنډو میرمنو بدنونه د وخت په ابتدایي فوټوشاپ د ملکه ثریا له سر سره پیوند شوي او هغه فاحشه معرفي شوې وه.
ـ هغه د کابل ـ کندهار او هرات لویې لارې جوړې کړې.
ـ هغه په افغانستان کې د جوماتونو، ودانیو جوړولو او ښځینه او نارینه روغتونو جوړولو ته کار ووایه او دې کار کې تر ډېره بریالی هم شو.
ـ هغه تعلیم جبري کړ، حتی اهل هنودو ته یې ښوونځي ورکړل او کابل کې یې لومړنۍ عامه کتابخانه پرانیسته.
ـ هغه له جرمني او روسیې نه الوتکې واخیستې او د افغانستان داخلي پروازونه یې پیل کړل.
ـ هغه د هیواد اساسي قانون یا نظام نامه جوړه کړه خو نور قوانین یې هم تدوین او جاري کړل لکه:
۱ـ د حاکمانو او مامورینو د دندو د وېش قانون
۲ـ پوځي خدمتونو او تعلیماتو قانون
۳ـ د سرشمېرنې او تذکري اخیستنې قانون
۴ـ مطبوعاتو قانون
۵ـ د دولتي ودانیو جوړولو قانون
۶ـ د دولتي املاکو د پلورلو قانون
۷ـ د تحصیل او ارزونې قانون
۸ـ د سوداګرۍ چارو شرعي محاکمو قانون
۹ـ مقیاساتو قانون
۱۰ـ د صنایعو او تشویق قانون
۱۱ـ د زندانونو د څار قانون
۱۲ـ للمې قانون
۱۳ـ یتیم پالنې او روزنې قانون
۱۴ـ د کرنې د مامورینو د ښوونې قانون
۱۵ـ تعزیه دارۍ قانون
۱۶ـ د دولتي القابو او نښو نښانو قانون
۱۷ـ کورنیو ښوونځیو د خدمتونو قانون
۱۸ـ د شرعي نکاح او ختنې(سُنتې) قانون
ـ هغه لومړی ځل افغانستان کې د پوسته خانې خدمات پیل کړل او ولایتونه یې د لومړنیو مخابراتي خدمتونو (ټلګراف) سره ونښلول.
ـ هغه د هوایي چلن اداره او هوايي ځواکونه لومړي ځل لپاره جوړ کړل.
ـ د اوبو او برښنا بندونو جوړولو بنیاد یې کیښود چې غازي او سراج بندونه یې واړه مثالونه دي.
حتی افغانستان چې نن هر څه نوي ویني، بنسټ غازي ایښی او هغه پرمختګ لومړی ځل افغانستان ته غازي امان الله خان راوړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی نورالله ترین:
پاکستانه روس سره اټومونه وو، تاسره پټاقۍ ده.
جالبه وینا ده.
زموږ او ستاسې وعده
جرمني ـ کولن شنبه څلور بجې، د اګست ۲۶ مه
د وطن د خلکو له مینې او جذبې جار
د کوچني یحیی ذهین، تره راته زما شعر د ده په نازکه او خوږه لهجه دیکلمه کړی رالېږلی.
هغه د خویندو د مکتبونو د پرانیستلو غوښتنه کوي.
شاعره، لیکواله او ناول نګاره وږمه سبا عامر مو د اګست په ۲۶ مه د کولن جشن ته رابولي.
ورځ: شنبه، مازیګر څلور بجې
ادرس درسره ثبت کړئ:
Event Palast
Max-Palank Straße 9A
50354 Hürth Germany
د پښتون اوبه پلورونکي ماشوم، مهرباني او ترحم به مو وژړوي!!
که نړۍ د ځینو بیوزله انسانانو لاسته ورغله، هیڅ انسان به وږی تږی پاتې نه شي.
په ایرو کې لعل:
جرمني کې له یو ډېر نااشنا شاعر سره مخ شوم، رحمان الله ریحان تر پنځم ټولګي زده کړې لري، خو شعر یې د انسان حواس لړزوي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د داخله وزارت د یو سمونوال ذبیح الله ابدالي تلاوت چې هغه وخت یې یوه غونډه کې کړی.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Videos (show all)
Category
Telephone
Website
Address
Kabul
This is my Official page Follow me at https://twitter.com/NasrullahSangi I Love A F G H
شهر نو
Kabul
Mohammad Jalil Rezaeyanمحمد جلیل رضائیان روزنامهنگار.
Kabul
صفحه رسمی زهرا حراری است درین صفحه میتوانید تازه ترین رویداد ، ها ، رومان ، شعر و ادبیات ، داستان ، و غیره را دنبال کنید کوچک تان حراری
Kabul, 26000
“The greatest discovery of all time is that a person can change his future by merely changing his attitude.”