Omar Qudratullah

Omar Qudratullah

You may also like

ارباب حکمت
ارباب حکمت

لَا تَــحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَــا
مــه خفــه کيږه! الله تعالــى
زمــونږ سره دى. ښکلي او په زړه پوري معلومات

02/06/2024

که غواړي خوشحاله واوسي،تمه صفر کړه.او تکیه یوازې په خپل خالق تعالی وکړئ

30/05/2024

بې دیني
انسان کې بیحده نا ارامي را منځته کوي، یو بې دلیله زړه تنګي راوړي، ځان ورک سوی، هیر سوی احساسوي..!!

#عقابون

29/05/2024

راسئ په دغه ترازو او مقياس خپل ځانونه وارزوو!
که څوک په منصب مغرور سو، نو ته فرعون ور په ياد کړه.
که څوک په شتمني مغرور سو، نو ته قارون ور په ياد کړه.
که څوک په نسب مغرور سو، نو ته ابو لهب ور په ياد کړه.
عزت يوازي د الله جل جلاله سره دی او هغه يي مؤمن ته ورکوي.
کلمات و اقوال تهز القلوب
ژباړه: شاکر
نوټ: احسان هيروونکي خلک هېر کړه.

24/05/2024

کره او پخه وینا :
یو عالم وایی : که نيمايي خلک په هغو کارونو کی ، چی په دوی اړه نه لري ، لاس وهنه پريږدي نو د نيمايي نورو خلکو ژوند به آرام سي !

23/05/2024

که په کورنۍ معاملاتو کې د فیصلې لپاره بېروني خلګو ته اړتیا سوه نو پوه سه چې داخاندان یا کورنۍ تباه سوی ده
C

22/05/2024

روایت کې راغلي: عرش پورته کوونکې ملایکې د "لا حول ولا قوة إلا بالله" ویلو په زور عرش پورته کوي. مجموع الفتاوى لابن تیمیة(١٠/ ٣٣)
حامد افغان صاحب

08/05/2024

ما شخصی تجربه کړئ دي !!!
تجربه ئې کړئ!
د قوي دښمنانو او عظيمو ستونزو په وړاندي به ارادې وساتئ؛ خو د طمعي پر وخت قوي ارادې نسئ ساتلای!
شاکر صاحب

30/04/2024

*تنبيه*!
که نيت او مسير سم وي ، نو بيا که نور خلک سپکاوی ورته کوي دا به دده لپاره د کاميابۍ نښه او دسعادت ځينه ده.
الشیخ صاحب مبارک

21/04/2024

رسول الله د طائف د سفر او سختو ستړياوو او نفستنګيو په بهير کي لومړی، الله جل جلاله ته د خپلي بېکسی او بېوسی شکايت کوي، خو سمدستي موضوع بدلوي اوذوالجلال ته فرمايي، که ته راڅخه راضي يې، نو زه دا ستونزي زغمم.
سبحان الله!
څومره حوصله او عظيم صبر او استقامت ئي وو.
صلی الله عليه وسلم.
والله اعلم چي زموږ څخه به رب العزت راضي وي که نه؟

19/04/2024

بدګوماني وراني ده :
د ګرانښت ، ملګرتوب او دوستۍ په کښتۍ کی لومړنی سوری شک او بدګوماني ده ، چی دا کښتۍ ډوبوي !
واصفی صاحب

07/04/2024

*که څوک عفوه درته وکړي، چشم پوشي کوي دا په دې معنا دى چي ستا درنښت کوي نور نو ته خپلي خطاوي مه تکراروه*

06/04/2024

*که دي خلګ درنښت کوي نو ستا دهغو صفاتو په وجه يې کوي چي الله جل جلاله درکړي او خلګو ته يې ښکاره کړي دي*او ستا عيبونه يې له خلګو پټ ساتلي دي*
🌹 *ځکه نو په خپل درنښت مه مغروره کېږه، هر وخت دالله جل جلاله شکر وايه* 🌹
الشیخ صاحب*ع حماد*

09/01/2024

2023
*دا ڪال ځڪه ماته ډېر رنګین وو،* *هر چا راته خپل رنګ وښود! . .
خصوص ډیر نږدی کسانو.

15/12/2023

د بدګومانۍ سزا :
بد ګومانه انسان ته هر څوک چالباز ، درواغجن ، بد او منفي ښکاري . نو ځکه روحأ رنځور او مقهور وي . همدا د بدګومانۍ دنیوي سزا ده !
واصفي.

22/11/2023

ته غم مکوه، که څه هم يوازي يې؛ ځکه سپوږمۍ سره له دې چي يوازي ده؛ خو ټول آسمان ئې ښکلی کړی دی.
نزار قباني
ژباړه: شاکر

18/11/2023

کله چې اولاد د مادیاتو په مټ تر مشرۍ ورسیږي مور او پلار یې په وېره وېره خبرې کوي چې اولاد یې ناراضه نه شي او کله چې اولاد د معنویاتو په مټ تر مشرۍ ورسیږي اولاد په وېره وېره خبرې کوي چې مور او پلار یې ناراضه نه شي.

C

07/11/2023

*د حفاظت نبوي وعده* :
عثمان بن عفان رضي الله عنه وايي:
*ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي* چي داسي يې فرمايل:
که څوک (لاندي) کلمات درې واري ماښام ووايي تر سهاره به د هري ناببره حادثې څخه خوندي وي او که يې سهار درې واري ووايي تر ماښام پوري به خوندي وي.
*رواه ابوداود*، رقم: ۵۰۸۸
*هغه کلمې په لاندي ډول دي*:
بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ.
هيله:
که مو مناسبه بلل د نورو سره يې شريکه کړی ، ممکن د يو چا داستفادې سبب سي.
*په درنښت ستاسو ورور*
مولوي عبدالهادي حماد ۱۷ ربيع الثاني ۱۴۴۵

07/11/2023

*ښه زوی او پيسې*
يو شيخ د يو ځوان په دکان کي ناست وو چي ددې ځوان پلار راغلی درې زره افغانۍ يې ددې ځوان څخه طلب کړې ، د ځوان سره په دکان کي صرف درې زره افغانۍ وي هغه يې په ډېر ادب ورکړې ، پلار يې ولاړی څو دقيقې وروسته راغلی ځوان ته يې وويل:
زويه! هغه درې زره زما څخه دلې هيري سوې هغه راکړه!
زوی يې په دکان کي نوري پيسې نه درلودې چابک کورته ولاړی درې زره يې راوړې او پلار ته يې وويل:
ډېر وبخښه ستاسو درې زره زما څخه هيري سوي وي تاته مي نه وې درکړي دغه دي اوس يې واخله.
پلار يې ولاړی لږ وخت وروسته راغلی زوی ته يې وويل:
زويه ! زما سره اوس شپږ زره دي، هغه پيسې زما په جيب کي وي ، زما پام نه وو سوی ، زما دا فکر سو چي دلې مي هيري سوي دي
تا ولي نه راته ويل چي پیسې دي يو وړې ؟
زوی يې ورته وويل:
پلاره ! زما په پياد وه چي تا پيسې يو وړې ما فکر وکړی چي کېدای سي يو ځای در څخه لويدلي وي که ما تاسو ته ويلي وای چي پيسې دي يو وړي يو ځای به درڅخه لويدلي وي کېدای سي ته به غمجن سوی وای او دغه تکليف مي پر تا پېرزو نه وو ځکه مي نوري پيسې درکړي.
يا الله!
ته مو د پلار د حقوقو پوره کونکي جوړ کړې او رضا يې رانصيب کړې هغه رضا چي په هغه کي ستا رضا نغښتې ده.
*په درنښت ستاسو ورور : مولوي عبدالهادي حماد* ۱۹ ربيع الثاني ۱۴۴۵ هق

31/10/2023

*بده نه ده چي نه ستايل کيږي،نه دا بده ده چي دخلکو په اند بد يې البته چي الله ته خوښ يې*
م ع حماد 1445 ه ق

30/10/2023

#تازه
*په غزه کي د شهیدانو شمیر 7703 تنو ته ورسیدی چي یوازي یي ماشومان 3195 تنه دي.*
یا رب رحیم وکړه

30/10/2023

إِنَّ بَطْشَ رَبِّكَ لَشَدِيدٌ
دا خبره يقيني ده چي ستا د رب نيونه ډېره سخته ده.

29/10/2023

🌹 *د صحيح البخاري د نن ورځي درس او څو خبري*🌹 :
*يو*:
د بخاري شريف د نن ورځي په درس يو روايت وويل سو چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه صفات او عالي اخلاق پکښي بيان سوي وه کوم چي په تورات کي بيان سوي دي.
*دوه*:
کوم صفتونه چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په تورات کي بيان سوي دي په ياد روايت کي داسي رانقل سوي دي:
*اې نبي*! ته مو شاهد ګرځولی يې يعني د قيامت په ورځ به دخپلو امتيانو پر نيکو عملونو شاهدي ورکوې او د کافرانو پر بدو عملونو به شاهد يې.
نېکانو خلکو ته د جنت زيری ورکونکی يې. دالهي عذاب څخه د بدعملو ویرونکی يې.
*اې نبې*!
د هغه خلکو لپاره ساتونکی يې چي بې علمه دي يعني د ناخبره خلګو لپاره د قلعې په څېر يې چي دوی د بدو عملونو د سزاوو څخه ددوي په پوهولو ساتنه کوې.
*اې نبي*!
ته زما بنده يې ، زما رسول يې ما په متوکل باندي نومولی يې يعني داچي په هر حالت کي پر الله تعالی توکل کونکی يې په لږ رزق قناعت کوې، د تکليفونو په وخت کي صبر کوې.
*اې نبي*!
ته بد پوزه نه يې يعني بد چلنده او بې ګذارې نه يې چي ګذاره درسره ګرانه سي ، سخت زړی نه يې يعني داچي نرم دله يې ظلم نه کوي، سختي د چا سره نه کوې ، په بازارونو کي چيغي وهونکی نه يې يعني د هغو خلکو څخه نه يې چي په بازار کي د خپل شی د خرڅولو لپاره په خلکو پسي نارې وهي، خلک په تکليفوي، په خبرو کي دخپل شی عيب پټوي، او دخپل شی په ستاينه کي درواغ وايي تر څو ګيراک ورته راجلب کړي.
*اې نبي*!
که څوک بد درسره وکړي ته بد نه ورسره کوې بلکي عفوه او بخښه ورته کوې.
*اې نبي* !
ته به تر هغه وخته ژوندی يې چي دا کوږ ملت سيده کوې هغه په دې ډول چي دوی به لا اله الا الله وايي.
*اې نبې* !
ته به تر هغه وخته ژوندی يې چي ړندې سترګي بناء کوې يعني داچي په خلکو باندي حق وويني ، کاڼه غوږونه خلاصوې تر څو حق واوري ، بند زړونه خلاصوې تر څو په حق پوه سي.
*درې*:
*په پورته روايت کي لاندي هدايات دي*:
*الف*:
مؤمن مسلمان که نبوي اخلاق او الهي محبت غواړي کوشش دي وکړي چي خلک نيکو کارونو ته راوبولي او په ګټو يې پوه کړي ، د بدو کارونو څخه يې منع کړي او په تاوانونو يې پوه کړي.
*بآء*:
مؤمن به په هر حالت کي پر الله تعالی توکل کونکی وي په لږ رزق به قناعت کوي، د تکليفونو په وخت کي به صبر کوي دا به يې عقيده وي چي هر څه د الله تعالی د لوري څخه پيښيږي.
*جيم*:
مؤمن به بد پوزه نه وي يعني بد چلنده او بې ګذارې به نه وي چي ګذاره ورسره ګرانه سي بلکي داسي رويه دي اختيار کړي چي د هر چا تعلق زره ورسره غواړي.
*دال*:
مؤمن به سخت زړی نه وي يعني داچي نرم دله به وي ظلم به نه کوي، سختي به د چا سره نه کوي.
*ها*:
په بازارونو کي به چيغي وهونکی نه وي يعني د هغو خلکو په ډول به ځان نه جوړوي چي په بازار کي د خپل شی د خرڅولو لپاره په خلکو پسي نارې وهي، خلک په تکليفوي، په خبرو کي دخپل شی عيب پټوي، او دخپل شی په ستاينه کي درواغ وايي تر څو ګيراک ورته راجلب کړي.
*واو*:
مؤمن بايد داسي څوک وي چي که څوک بد ورسره وکړي دی به بد نه ورسره کوي بلکي عفوه او بخښه به ورته کوي.
*څلور*:
د پورته روايت په اړه عطاء بن يسار رحمه الله فرمايي: ما و عمرو بن العاص رضي الله عنه څخه ته وویل: ماته د رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه صفات بيان کړه چي په تورات کي راغلي دي، ده مبارک پورته صفات راته بيان کړه.
*پنځه*:
د پورته روايت حواله په لاندي ډول ده :
*وبالسند المتصل مني إلی امير المؤ.منين في الحديث محمد بن اسماعيل البخاري قال*: .....ﻋﻦ ﻋﻄﺎء ﺑﻦ ﻳﺴﺎﺭ، ﻗﺎﻝ: ﻟﻘﻴﺖ ﻋﺒﺪ اﻟﻠﻪ ﺑﻦ ﻋﻤﺮﻭ ﺑﻦ اﻟﻌﺎﺹ ﺭﺿﻲ اﻟﻠﻪ ﻋﻨﻬﻤﺎ، ﻗﻠﺖ: ﺃﺧﺒﺮﻧﻲ ﻋﻦ ﺻﻔﺔ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻓﻲ اﻟﺘﻮﺭاﺓ؟ ﻗﺎﻝ: " ﺃﺟﻞ، ﻭاﻟﻠﻪ ﺇﻧﻪ ﻟﻤﻮﺻﻮﻑ ﻓﻲ اﻟﺘﻮﺭاﺓ ﺑﺒﻌﺾ ﺻﻔﺘﻪ ﻓﻲ اﻟﻘﺮﺁﻥ: {ﻳﺎ ﺃﻳﻬﺎ اﻟﻨﺒﻲ ﺇﻧﺎ ﺃﺭﺳﻠﻨﺎﻙ ﺷﺎﻫﺪا ﻭﻣﺒﺸﺮا ﻭﻧﺬﻳﺮا}
، ﻭﺣﺮﺯا ﻟﻷﻣﻴﻴﻦ، ﺃﻧﺖ ﻋﺒﺪﻱ ﻭﺭﺳﻮﻟﻲ.........صحيح البخاري ،
باب کراهية السخب في السوق ، رقم الحديث: 2125
*په درنښت ستاسو ورور*
*مولوي عبدالهادي حماد* ۱۴ ربيع الثاني ۱۴۴۵ ه ق

28/10/2023

یا الله ته د فلسطین د مسلمانانو مرسته وکړي

17/10/2023

په غزه کي د اسرائیلو جګړه

10/10/2023

نصراً عزيزًا ياقوي ﷺ

02/10/2023

اسکاریس چینجی
Round Worms
Ascaris lubricoides

دا چینجی د کومو خاصو اعراضو او ستونزو سبب نه کیږی او کله کله د خیټی د کولیکی درد باعث ګرځی.
پدی ناروغی اخته ماشومان ممکن ښه اشتها ولری کله چی د کوچنی پواسطه د خوړل شویو غذایی توکو نه چینجی د خوراک لپاره ګټه پورته کړی.
باوجود دښی اشتها ناروغ خاثف، pale
( د وینه لږی علایم) پکی لیدل کیږی او د ماشوم وده د قناعت وړ نه وی.
د چنجی د لاروا د مهاجرت له کبله سږو ته د سابندی یا asthma ته ورته ناروغی مینځ راځی چی
Loeffler's syndrome
یی بولی.
د شپی لخوا د غاښونو ژول د چینجو د کبله نه وی خو کورنی داسی فکر کوی.
کاهل چینجی ممکن ډکو متیازو کی ووځی.
نارینه جنس چینجی د 15-20cm طول او ښځینه جنس 25-35cm اوږدوالی لری. که د چنجو تعداد زیات وی ممکن د کانګو سره هم راووځی.
بی حده زیات چینجی د کولمو د بندښت سبب ګرځی کله چی توپ یا بال ته ورته جوړښت جوړ کړی او یو بل کی سره تاو راتاو شی.
نادرو حالاتو کی چینجی لار غلطوی او د پانکراس او صفراوی لار خواته ځی چی د کوچنیو کولمو په دوهمه برخه کی قرار لری او د مربوطه اعراضو او علایمو لکه
Cholecystitis
Pancreatitis
Cholangitis او
Intra Hepatic absecess
سبب ګرځی. التراسوند په بطن کی چینجی تثبیت کولای شی.
د کثیفه موادو( باریوم) پواسطه د هضمی جهاز رادیو ګرافی کی چینجی د نخ یا پړی یا رشمی ته ورته خیال ورکوی.
درملنه یا Treatment
1. البندازول د 400 ملی ګرامو په دوز د واحد دوز په شکل ورکول کیږی.
2. پارنتیل پاموات pyrantel pamoate چی په هر کیلو وزن د بدن 11 ملی ګرامه د واحد دوز په شکل ورکول کیږی.
3. میبندازول 100 ملی ګرام د ورځی دوه ځلی د دری ورځو لپاره ورکول کیږی
د مخنیوی تدابیر باید د حفظ الصحی د ساتنی پواسطه په نظر کی وی.
په شکمنو ماشومانو کی د دوباره اخته کیدو لپاره هر 6 میاشتی بعد پلټنی وشی.
په درناوی ډاکټر ایمل مومند عمر ګلستان کلنیک دریم مکروریان کابل-افغانستان

09/09/2023

ورور مو هغه دی، چي ګټه ئې در ورسيده
هغه مو ورور نه دی، چي د ورورګلوۍ ادعاء کوي!
روائع الفکر
ژباړه: شاکر

Photos from Omar Qudratullah's post 09/09/2023

الحمدالله نن ورځ مو په کلينيک کی د ايچ پایلورئ باکتریا د لا ښه تشخیص او د درملنې د ځواب د معلومولو لپاره urea breath test UBTماشین انسټال (فعال) کړو .
دا چې یاده باکتریا نن سبا د هاضمې سیستم په ځانګړې ډول د معدې په ناروغانو کې یوه عامه روغتيايې ستونزه ده او د هضمی سیستم خصوصا د معدی د ناروغیو لوی سبب بلل کيږي نو لازمه مو وبلله چی په کلينیک کې د يادې ازموينې امکانات برابر کړو د دې معاینې حساسیت( د نتیجی دقت ) نسبت نورو معایناتو ته ډېر غوره دی همدارنګه د باکتریا د شتون او نه شتون تر څنګ د باکتریاوو اندازه ( په عامه اصطلاح فیصدی) هم معلوموی .
هیوادوال کولی شي چې په پوره باور سره د یادې ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره مراجعه وکړی .
دقت، پر وخت تشخیص او تداوی زموږه لومړیتوبونه دي.
غوره تشخیص او ډاډمنه درملنه له موږ سره تجربه کړئ.
د یادونی وړ ده چی د هیوادوالو د خراب اقتصادی حالت په نظر کی نیولو سره پنځوس سلنه تخفیف سره یاده معاینه اجرا کیږی
په درنښت

Photos from Omar Qudratullah's post 04/09/2023

د ځوان ډاکتر صاحب سره به انشاالله ډیر ملګری اشنایی چي د نیکو اخلاقو خاوند او د طبابت په ډګر کي په پوره علم سمبال دي چی په نږدی وخت کی یوه لیکنه د ایچ پایلوري اړوند ترسره سوې څېړنه یی په یوه نړیوال معتبر ژورنال کې هم خپره سوې ده.
تاسی پر لاندی ادرس ورسره پیدا کولای سی .
Said Rahat Haidary

27/06/2023

دنن سهار څخه باید شروع سی.
د تشریق تکبیرونه پر هر مسلمان، بالغ، نارینه او ښځینه واجب دي.
د عرفات د سهار د لمانځه څخه پیل بیا د اختر د څلورمي ورځي د مازیګر تر لمانځه پوري ویل کېږي.
تکبیرونه د هر فرض لمانځه د سلام ګرځولو وروسته ویل کېږي، نارینه به یې په لوړ آواز، او د ښځي به يې په کښته آواز وايي.

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

یو ښایسته دعا تاسی هم واوری او د ملګرو سره ئي هم شریک کړي #LikeAndShare
#اللَّهُمَّ ᷂إِنَّڪَ ᷂عَفُوٌّ ᷂تُحِبُّ ᷂الْعفو ᷂فَاعْفُ ᷂عَنّا❀*
صلاة القيام في مسجد عبدالله المزيني ليلة 23 من رمضان 1444هـ
د الله تبارک و تعالی قدرت وګوري چي خپل یو کوچني مخلوق يي څونده قوي جوړ کړي دي
یا رب العالمين خاص رحم وکړي پر دا مظلوم ملت باندي.
دا دنیا د مسلمان دپاره دوږخ او د کافر دپاره جنت ده د یو شیخ څخه دیو کافر پوښتنه
1993/ 2019 کم کمپنی ډیر تجارت کړی دی
چینایان ولي ددا ۳ انګلیسي لغاتو څخه بد وړي؟1= Yes2=Bus1=Nice

Category

Telephone

Website

Address


Kabul
1001
Other Writers in Kabul (show all)
BEBE عایشه BEBE عایشه
کابل
Kabul

₍₍مېندې نشي کولی دحضرت خالدبن ولید (رض) په څېر زوی نړۍ ته راوړي₎₎ ژوند ښکلی دي چې په خپله اوسه

Beach ساحل دریا Beach ساحل دریا
Kabul

saheel i darya

الحاج میرزا عبدالغفور “یعقوبی” الحاج میرزا عبدالغفور “یعقوبی”
One
Kabul

الحاج میرزا عبدالغفور یعقوبی شاعر حماسه سرای افغانستان

Najibullah Behzad Najibullah Behzad
Kabul

Official Page

Կ շ օ دریچه عشق ÄRMÏÑ Կ շ օ دریچه عشق ÄRMÏÑ
13
Kabul, 4545

😔بخدا قسم شوق زنده ماندن نمانده😔

Safia Sahibi-صفیه صاحبی Safia Sahibi-صفیه صاحبی
Afghanistan
Kabul, 1004

زموږ هدف د عامه افکارو جوړښت او اسلامي نړی ته ریښتینی خ?

سحر صفدری Sahar Safdari سحر صفدری Sahar Safdari
Kabul

لطفا صفحه من را لایک و به اشتراک بگذارید!

با قَلَّمِّ زَرِّین بِنَّوِّیس با قَلَّمِّ زَرِّین بِنَّوِّیس
Kabul

ترا به هیچ اتفاق بهتری نخواهم داد... 2023/10/14💍S♥️S

لیلا غزل Lila Ghazal لیلا غزل Lila Ghazal
122
Kabul

که مې په دې خاطر فالو کوئ چې جنسیت مې زنانه ده،نو لطاً مه مې فالو کوئ!🙏 تر هرڅه اول اسلام او بیا AFG

Omid Ahmadzai Omid Ahmadzai
Kabul

" ژونـــــد وکړئ! د هغو خـوبـونـو لپاره چې غــواړئ ریښتیا شي."

Haji Hemat Haji Hemat
Kabul, P

فیج درسره لایک کړي دوستانو