Salehee

چې یې مـــور وي پدې خـــاوره زیــــږولی
چې پــه هر ژبه ?

19/02/2021

داولاد او بچیانو نه درلودل.
دبچیان د نه درلودلو علتونه او حل لاری.
د عامه پوهاوی په موخه پوست شیر کری مننه.
کله چی یوه ښځه او خاوند پرلپسی یوکال ګډ ژوند وکړی، د امیندوارئ د مخنیوی لاری چاری و نه کاروی او اولاد یی ونشی نو وییل کیږی چی ښایی د بی اولادی ستونزه ولری او باید د علت پلټنه یی وشی ثاقب روغتیاپوهان وایی چی د بی اولادئ له دریو څخه یوه برخه علتونه په نارینه، له دریو څخه یوه برخه علتونه په ښځينه او له دریو څخه یوه برخه په ښځينه او نارینه دواړو کی په ګډه شتون لری. سربیره پردی څېړنی ښیی چی د میرمن او خاوند په هرو سلو کی له ۵ څخه تر ۱۰ یی د بی اولادی ستونزه لری. په نارینه کی د بی اولادئ ستونزه په طبی اسطلاح کی Male Infertility بلل کیږی. په نارینه کی د بی اولادی د ستونزی لټون ګام په ګام په لاندی ډؤل کیږی.
لمړئ – آیا هایپوتلموس سم کار کوی؟ -- د یادؤنې ده چی په ښځينه او نارینه دواړو کی د جنسی حجرو او جنسی خواصو پیل لدی جوړښت څخه کیږی، دا جوړښت د سر په کوپړئ کی واقع ده او یو هارمون جوړوی چی د ګونادوتروپین ریلیزینګ هارمون Gonadotropin Releasing Hormone یا په لنډ ډؤل د GnRH په نوم یادیږی. که په وینه کی د دی هارمون اندازه برابره وی نو دا پدی معنی ده چی نوموړی غړی سم کار کوی او د جنسی سیستم دوهمی غدی ته چی پیتویتری غده Pituitary Gland نومیږی د سم کار امر کیږی مګر که په وینه کی د دی هارمون اندازه لږ وی یا هیڅ شتون نلری نو ستونزه پدی غده کی ده چی درملنه یی باید وشی.
دوهم – آیا پیتویتری غده سم کار کوی؟ -- دا غده دوهم غړی ده چی د ښځینه او نارینه دواړو د جنسی عمل او جنسی حجرو په جوړولو کی لوی رول لری. دا غده د جنسی عمل لپاره دوه هارمونونونه جوړوی چی یو یی فولیکل تنبیه کوونکی هارمون Follicle Stimulating Hormone (FSH) او بل یی لیوتینایزینګ هارمون Luteinizing Hormone بلل کیږی. نوموړی دواړه هارمونونه په نارینه کی د هغه دواړو هګیو (خصیو) او په ښځينه کی دواړو تخمدانونو او رحم ته امر کوی چی سم کار وکړی لدی کبله په دوهم پړاؤ کی د بی اولادی د علت د بشپړ لټون په موخه د دی غدی د وظیفی په اړه پلټنه کیږی. د دی موخی لپاره د ناروغ په وینه کی د نوموړو دوه هارمونو (یعنی FSH او LH) اندازه کتل کیږی. که په وینه کی د دی دوه هارمونو اندازه برابره وی نو دا پدی معنی ده چی غده سم کار کوی او د جنسی سیستم پاتی نورو غړو ته سم امر کیږی مګر که د نوموړو هارمونو اندازه لږ یا هیڅ شتون نلری نو دا پدی معنی ده چی ستونزه پدی غده کی ده او درملنه یی باید وشی.
دریم – آیا د نارینه مورزادی (هګئ) سم کار کوی؟ -- د بی اولادئ د ستونزی د سبب د لټون په دریم پړاو کی باید په نارینه کی د هغه د مورزادیو (هګیو) پلټنه وشی. د نارینه هګئ دوه لویی دندی لری – یوه د نارینه هارمون جوړول او بله د نارینه جنسی مایع (منی) جوړؤل – لدی کبله د جنسی سیستم د دی برخی د لټون په موخه د نارینه په وینه کی یو د نارینه هارمون اندازه معلومیږی چی د ټسټوسټیران Testosterone په نوم یادیږی او بل د نارینه منی معاینه کیږی چی آیا نورمال دی که نه. که د نارینه په وینه کی د ټسټوسټیران هارمون اندازه برابره او منی هم نورمال وی نو دا پدی معنی ده چی د نارینه مورزادی (هګئ) روغ او سم کار کوی مګر که پکی کومه ستونزه وی نو پدی معنی ده چی د نارینه مورزادی ستونزه لری چی باید درملنه یی وشی.
څلورم – آیا د ښځي تناسلی لاری ته د نارینه جنسی مایع سمه رسیږی؟ -- د یادؤنی ده چی د نارینه په مورزادیو (خصیو) کی جوړ شوی منی له یو ډؤل کوچنیو ټیوبونو څخه تیر او د ښځينه تناسلی لاری ته رسیږی نو که پدی ټیوبونو کی داسی کومه ستونزه وی چی د نارینه د منی مایع په تیریدو کی ستونزه جوړه کړی ښایی د نارینه جنسی مایع ښځینه تناسلی لاری ته پوره او سمه لاړه نشی او په نارینه کی د بی اولادئ ستونزه منځ ته راوړی. د دی ستونزی د معلومولو په موخه د نارینه د مورزادیو تلویزونی معاینه یا Testicular Ultrasound کیږی. د دی ډؤل ستونزی یوه بیلګه د نوموړو ټیوبو په یوه برخه کی د پړسوب شتون ده چی په طبی اسطلاح کی ورته Vericocele وایی. سربیره پردی کله کله په یو شمیر خلکو کی د جنسی مایع یوه برخه د جنسی نژیوالی په وخت د ښځينه تناسلی لاری په ځای پخپله د نارینه مثانی ته ځی او وروسته له تشو میتیازو سره راځی، دا پېښه په طبی اسطلاح کی د Retrograde Ej*******on په نوم یادیږی. د دی پښې د معلومولو په موخه باید د یوه وګړی د جنسی مایع د اخیستلو وروسته د هغه تشی میتیازی معاینه شی که په تشو میتیازو کی یی جنسی حجری یا سپرم ولیدل شو نو دا پدی معنی ده چی ناروغ ته نوموړی ستونزه شتون لری چی باید درملنه یی وشی. بیځایه به نه وی که دلته د نارینه د جنسی حجرو د یو شمیر ستونزو یادؤنه په لاندی ډؤل وکړو:
الف: د ښځينه تناسلی لاری ښکتنئ برخه تیزابی خاصیت لری، که دا تیزابیت له منځه لاړ نشی نو ښایی د نارینه د جنسی حجری د مړینی لامل شی. بل لور ته د نارینه جنسی مایع (منی) په ځانګړی ډؤل د پروستات مایع (مذی) قلوی خاصیت لری، کله چی د نارینه جنسی مایع د ښځينه تناسلی لاری ته داخل شی نو قلوی برخه یی د ښځینه د تناسلی لاری د تیزابو سره کیمیاوی تعامل کوی او تیزابی خاصیت یی له منځه وړی. وییل کیږی چی که د جنسی نژدیوالی په وخت د نارینه د جنسی مایع اندازه له یو نیم ملی لیتر څخه لږ وی نو ممکن ونشی کولی چی نوموړی تیزابی محیط خنثی کړی لدی کبله ښایی د نارینه جنسی حجرو مړینه او په پایله کی بی اولادئ منځ ته راوړی.
ب: د نارینه جنسی حجره ښځينه تناسلی سیستم ته له داخلیدو وروسته په اوبو کی د لامبو وهلو په څېر پورته حرکت کوی، له رحم څخه تیریږی او د هغه ټیوب منځنئ برخی ته ځان رسوی چی له تخمدان څخه له رابهر کیدو وروسته ښځينه تخمه پکی ځای په ځای شوی ده او په همدی برخه کی له نوموړی تخمی سره یوځای کیږی. پدی بنسټ وییل کیږی چی باید د نارینه د جنسی حجرو په سلو کی له شپیته ډېر فعال حرکت ولری. که لدی لږ یی فعال حرکت ولری نو ښایی ونشی کولئ چی اړونده ساحی ته ځان ورسوی او پدی ډول د بی اولادئ سبب شی.
ج: د وییلو ده چی نارینه د یو ځل جنسی نژدیوالی په وخت لږ تر لږه شپیته میلیونه جنسی حجری ښځینه تناسلی لاری ته داخلوی، دا ټولی حجری له یو بل سره سیالی کوی چی ځان ښځینه جنسی حجری ته ورسوی مګر یواځی یوه یی ښځینه جنسی حجری ته په رسیدو بریالی او له هغی سره یوخای کیږی نو که د جنسی حجرو شمیر لدی لږ وی ممکن د بی اولادئ سبب شی.
پنځم – آیا د تناسلی سیستم له ناروغیو پرته نوری ناروغئ په نارینه کی د بی اولادئ سبب کیدای شی؟ -- هو کی د بدن د نورو برخو یو شمیر ناروغئ هم په نارینه کی د بی اولادئ سبب کیږی. د دی ناروغیو بیلګی په لاندی ډؤل یادؤلی شو:
الف: د تایرایید د غدی د فعالیت کمښت – د تایرایید د غدی د فعالیت کمښت د بی اولادئ سبب کیدای شی لدی کبله که د جنسی سیستم نوری برخی روغی وی نو ناروغ ته د دی غدی د وظیفی د معلومولو معاینی کیږی. د تایرایید د غدی د فعالیت کمښت په طبی اسطلاح کی د هایپوتایرایدیزم Hypothyroidism په نوم یادیږی.
ب: کله کله په یو شمیر خلکو کی د پیتویتری غدی په داخل کی یو غیرسرطانی کتله منځ ته راځی، دا کتله یوه ماده جوړوی چی پرولکتین نومیږی، کله چی د ناروغ په وینه کی د دی مادی اندازه له عادی حالت څخه ډېره شی نو د بی اولادی په ګډون ګڼ شمیر نوری جنسی ستونزی منځ ته راوړی – په طبی اسطلاح کی دا پېښه د Prolacteinoma په نوم یادیږی او د تشخیص په موخه یی د ناروغ په وینه کی د پرولکتین اندازه معاینه کیږی. که په وینه کی د دی مادی اندازه لوړه وی او د لوړوالی بل سبب یی په وګړی کی شتون نلری نو دا لوړوالی د پرولکتینوما د شتون څرګندؤنه کوی.
ج: د یو شمیر نورو ناروغیو په ګډون د شکر له کبله د عصبی ریښو ناروغی، ژور خپګان (ډیپریشن) او د تشویش ناروغی په نارینه کی د جنسی عمل د وړتیا د نشتوالی او د جنسی میل د کمښت تر ټولو عام علتونه دی. که یو وګړئ دا ناروغئ ولری نو ښایی جنسی نژدیوالئ ونشی کولئ او دا ستونزه په نارینه کی د بی اولادئ سبب کیږی. د جنسی نژدیوالی د وړتیا نه شتون ته په طبی اسطلاح کی Impotence وییل کیږی.
شپږم – د بی اولادی په ستونزه اخته وګړی ته باید نارینه هارمون یا ټسټوسټیران کله ورکړل شی؟ -- ټسټوسټیران هارمون یواځی هغه وخت ناروغ ته ورکول کیږی د هغه په وینه کی د دی هارمون اندازه لږ یا یی په وینه کی نوموړی هارمون شتون ونلری. لکه چی مخکی یادؤنه وشوه د نارینه مورزادی (هګئ) هغه وخت دا هارمون جوړوی چی د هایپوتلموس څخه ګونادوتروپین ریلیزینګ هارمون پیتویتری غدی ته امر وکړی او دا غده پخپل وار د نارینه د مورزادیو (هګیو) اړونده حجرو ته امر وکړی. الهی قدرت ده چی کله په وینه کی د ټسټوسټیران هارمون اندازه لوړه وساتل شی نو پورتنیو دوه غړو ته خبر رسیږی چی نور خپل هارمونونه جوړول بند او هسی په هسی مورزادیو ته امر ونکړی. دا میخانیکیت ته په طبی اسطلاح کی Negative Feedback Mechanism وییل کیږی. هغه وخت چی یوه وګړی ته د ډېر وخت لپاره ټسټوسټیران هارمون ورکړل شی نو په وینه کی یی د دی هارمون اندازه لوړه ساتل کیږی او په حقیقت کی پورته دوه غدو ته خبر ورکول کیږی چی نور خپل هارمونونونه جوړول بند کړی. که دا حالت ډېر وخت دوام وکړی نو اړونده غړی سست او په تنبلئ اخته کیږی لدی کبله د اوږد وخت لپاره یوه وګړی ته ټسټوسټیران هارمون ورکول پخپله د بی اولادئ د ستونزی سبب کیږی.
په لنډو ټکو باید ووییل شی چی د بی اولادئ د سبب د پیدا کولو په موخه باید په ترتیب د هایپوتلموس، پیتویتری غدی، د نارینه د هګیو (مورزادیو)، ښځینه تناسلی سیستم ته د نارینه منی د سم رسیدو او هغه ناروغیو په اړه بشپړه پلټنه وشی چی لدی سیستم نه بهر د بدن په نورو برخو کی شتون لری مګر د یوه وګړی د اولاد په کیدو او نه کیدو کی رول لری او یواځی لدی پلټنی وروسته باید د درملنی یا نه درملنی په اړه پریکړه وشی نه دا چی په ړندو سترګو ورته سمدستی نارینه هارمون (ټسټوسټیران) پیل شی. د یادونی ده چی دا هارمون یوه نارینه ته هغه وخت ورکول کیږی چی د هغه په بدن کی لږ یا هیڅ جوړ نشی. د هارمون پوسیله د درملنی دا طریقه د Testosterone Replacement Therapy په نوم یادیږی مګر که د ټسټوسټیران نشتوالئ د هایپوتلموس یا پیتویتری غدی د ستونزی له کبله وی پدی صورت کی ورته د پیتویتری غدی هارمونونه (FSH او LH) ورکول کیږی ځکه کله چی دا دوه هارمونونه پوره شی د نارینه مورزادی (هګئ) پخپله نوموړئ ټسټوسټیران هارمون جوړوی.
له لوستلو مو مننه.

18/02/2021

د خواشینۍ او تسلیت پیغام!
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د خوست ولایت تکړه او با استعداده د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه.
إِنَّا للّه وإِنّا إِلَیهِ رَاجِعُونَ

اروښاد ډاکټر صاحب نورولي مندوزی، یو زړه سونده او پوه شخصیت وو، چې د خپل ژوند په اږدو کې یې د خپل هیواد او خلکو لپاره نه هیریدونکي خدمتونه ترسره کړی دي.
#صالحي

08/10/2020

هايپوتايرايډيزم : Hypothyroidism) په انسانانو او په ژويو کې د يوې ناروغۍ حالت دی چې د تايرايډ مرغړي نه د تايرايډ هورمون د کمښت په سبب رامېنځ ته کېږي. کريتينزم د هايپوتايرايډيزم ناروغۍ يو ډول دی چې په ماشومانو کې پېښېږي.ماشوم پکی جسمی ذهنی تاخر هم لری

ددغې ناروغۍ نښې نښانې
په بالغو وگړو کې چې هايپوتايرايډيزم باندې اخته دي دغه لاندينۍ نښې نښانې ليدل کېږي:
مخکينۍ نښې نښانې
د عظلاتو د شدت يا کشش په نورماله وجه کې کمښت (muscle hypotonia)

ستړيا

د سړوخې یخی هوا سره حساسيت، د سړو پر وړاندې يې حساسيت ډېرېږي

خپگان

عظلاتي دردونه او د بندونو دردونه

جاغور

نري، او ماتېدونکي نوکان

نري، او ماتېدونکي وېښتان

د څېرې ژېړوالی

د خولې نه کول

وچ، خارښتي جلد

وزن اخيستنه او په بدن کې د اوبو زېرمه کېدنه.
د زړه د درزا کمښت (د زړه د درزا کمښت: په يوې دقيقې کې له ۶۰ ځلو دربېدو ښکته)

قبضيت

وروستنۍ نښې نښانې
ورو خبرې اترې او زيږ، مات غږ. د غږ بموالی هم راڅرگندېدلای شي.

وچ پړسېدلی جلد، په ځانگړې توگه په څېره کې

د وروځو د باندنۍ درېمې برخې د وېښتانو تويېدنه او کمی (د Hertoghe نښه).

غېرنورماله مېنستورال سايکل (د ښځو مهالنۍ ناروغي)

د بدن د حرارت کمېدنه

لږ پېښېدونکې نښې نښانې
د حافظې کمزوري

په ادراکي کارونو کې ناتواني (دمغزو اختلال) او بې پامي او ناځيرتوب (غير متمرکزيت)

د زړه د عمل کمښت چې د زړه په گراف کې څرگنده بدلونونه ليدل کېږي او د کم ولټ سگنالونه ښکاره کېږي. د زړه د محصول لږوالی او د زړه د عظلاتو د منقبضېدو کمښت يا په بله وينا د زړه د پمپولو په عمل کې کمښت.

رياکتيف هايپوگلايسېميا
ورو ريفلکسونه

د وېښتانو ختل (تويېدل)

د وينې کمښت چې د هېموگلوبين په جوړېدنه کې د ناموزونوالي په سبب پېښېږي (د EPO د کچې کمېدنه)، په کولمو کې د وسپنې او فولېټ د جذبېدو ناتواني او يا هم د پرنېشوس انېميا په وجه د وېټامين B12 کمی.

د ستوني نه د تېرولو ستونزه (د لوی جاغور يا تومور په سبب)

د سا لنډېدنه، چې د ساييزې بېلگې په کړنو کې ورو والی او کمښت په سبب رامېنځ ته کېږي.

د ډېر زيات خوب کولو اړتيا

نارامي او ناثابته طبع

د جلد ژېړوالی، چې په ويټامين اې باندې د بيټا کروټين د بدلون په عمل کې د خلل په سبب رامېنځ ته کېږي.

په پښتورگو کې د نورمالې کړنې د خلل او ناتواني، چې د گلومېرولر فېلټرېشن رېټ کې د کمښت په سبب رامېنځ ته کېږي.

د وينې په سېروم کې د کولېسټرولو د کچې ډېرېدنه

حاد ذهني اختلالونه (myxedema madness) هم د هايپوتايرايډيزم په ځينو نادرو حالتونو کې پېښېدلی شي.

د جنسي لېوالتيا کمېدنه

د خوند او وږم د احساس کمېدنه (دا نښه ډېره عامه نه ده او ډېر ناوخته پېښېږي)

پړسېدلې څېره، لاسونه او پخښې (دا نښه ډېره عامه نه ده او ډېر ناوخته پېښېږي)

درملنه
هايپوتايرايډيزم درملنه په کيڼ گرځېدلي کيميايي چېرال مرکب تايروکسين (L-T4) او ټرای آيوډوتريونين (L-T3) باندې شونی دی. دا دواړه په ساينتېټيک ډول او د حېواناتو نه لاس ته راغلي درمل دي چې د اړتيا په وخت کې هغه ناروغ ته چې د تايرايډ د هورمون کمښت سره مخ وي ورکول کېږي. د تايرايډ هورمون هره ورځ اخيستل کېږي، او ډاکټران د خپل د ناروغ د وينې په څارلو سره د دغو درملو کچه او مقدار معين کوي. د تايرايډ هورمون د بياپرځای کولو لپاره د درملنې بېلابېلې چلندلارې شته.
يواځې په T4 درملنهپه دې ډول درملنه کې په ساينتېټيک ډول، يوازې د لېووتايروکسين درمل شامل. دم مهال دا درمل د دغې ناروغۍ په معياري درملنه کې شمېرل کېږي.4 او T3 يوځای کارېدنهپه دې ډول درملنه کې ناروغ ته دواړه ساينتېټيکي درمل L-T4 او L-T3 يو ځای په يوه وخت ورکول کېږي.بيعي تايرايډو اشتقاقي درمل (اکثراً د سرکوزي د تايرايډ نه) د تايرايډ د مرغړي نه لاس ته راڅي، هم په طبي درملنه کې کارېدلي. دا يو انډوليزه درملنه ده چې په دې درملو کې طبيعي L-T4 او L-T3شته دي.
له لوستلو مو مننه

Timeline photos 11/08/2020
10/12/2019

LIKE & SHARE

23/04/2019

“There is no friend as loyal as a book.”
― Ernest Hemingway

05/03/2019

#توبرکلوز یا ټي بي(TB) څه ډول ناروغي ده؟
توبر کلوز چې سل ، نرئ رنځ او ټي بي ناروغي هم ورته وايي یوه خطرناکه باکتریايي ناروغي ده چې په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې د میلیونونو خلکو د وژلې لامل ګرځي .
د سل د ناروغۍ عامل د کخ باسیل یا مایکو باکتیریم توبرکلوزس دئ او دا نوم ورته ځکه ورکړل شوئ چې جرمني عالم رابرت کخ دا باکتریا په ۱۸۸۲ م کال کې کشف کړه .
توبرکلوز چې د ټي بي په اختصار یادیږي په ټوله نړۍ په تیره دریمه نړۍ کې یوه وژونکې ناروغي ګڼل کیږي چې تر ټولو خطرناک او ساري ډول ېې د سږو یا شوشونو توبرکلوز دئ .
البته باید یادونه وکړو چې د توبرکلوز میکروب د بدن ټول غړي مصابولئ شي چې د سحایاوو ، لنفاوي غدو ،وینې ،ادراري او تناسلي سیستم ،د معدې او کلمو، هډوکو او پوستکي د توبرکلوز یادونه کولای شو .
د سږو د توبرکلوز تر ټولو مهمې نښې مزمن ټوخئ ،بلغم په تیره که وینه هم ولري تبه ،د سینې له یوې میاشتې د ډیر وخت لپاره درد ،د شپې خولې کیدل او د وزن کمیدل دي .
د ټولو هغو خلکو لپاره چې تر دریو اوونیو زیات ټوخئ او بلغم لري او په عادي انتي بیوتیکو ېې ناروغي ځواب ورنه کړي باید د ټي بي معاینه ورته وشي .
د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د سل ناروغي خوره ده او تر ټولو خطرناکه خبره خو دا ده چې دا باسیل ورځ په ورځ د سل ضد انتي بیوتیکو په وړاندې مقاومت پيدا کوي او لامل ېې هم دا دئ چې د سل اکثره ناروغان خپله دوا په پوره ډول په خپل وخت نه خوري او یا هم د بې کیفیته کمپنیو درمل خوري چې له همدې امله د سل باسیل په دې ناروغانو کې په بشپړ ډول له منځه نه ځي بلې د سل په ضد د استعمالیدونکو درملو په وړاندې مقاومت پيدا کوي .
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په دې هیواد کې هر کال تر ۵۳ زرو ډير کسان د سل په ناروغۍ اخته کیږي چې کابو لس نیم زره ېې د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند هم له لاسه ورکوي .
البته باید یادونه وکړو چې د افغانستان په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې په زرګونو خلک بې له دې چې ډاکترانو ته مراجعه وکړي د سل په ناروغۍ اخته کیږي او خپل ژوند هم له لاسه ورکوي .
یو شمیر نورې طبي سر چینې بیا وايي چې سل په افغانستان کې هر کال تر شلو زرو ډير کسان وژني .
نړیوال روغتیايي سازمان هم وايي چې په نړۍ کې هر کال آته میلیونه وګړي په نړي رنځ اخته کیږي چې کابو دوه میلیونه ېې وژل کیږي .
په ۲۰۰۴ م کال کې په ټوله نړۍ کې۶ / ۱۴میلیونه تنه د نري رنځ په ناروغۍ اخته ؤ او په دې کال کې۱/۶ میلیونه تنه د سل د ناروغۍ له امله ووژل شول .
اوس مهال د نړۍ ۸۰ سلنه د سل ناروغان په آسیايي او افریقايي هیوادونو کې میشت دي .
د سږو سل هم په دوه ډوله دئ یو ډول کې ېې بلغم مثبت او په بل ډول کې ېې منفي وي په دې معنی چې په لومړي ډول کې ېې د سل باسیلونه په بلغم کې د لابراتوار په وسیله لیدل کیږي خو په دوهم ډول کې چې ډير خطرناک ډول دئ نه لیدل کیږي ځکه دا ډله په ټولنه کې د ناروغۍ د مخزن او زیرمې په توګه رول لوبوي .
که څه هم موږ وړاندې هم وویل چې د مایکوباکتریم باسیلونه د بدن هره برخه مصابولئ شي خو د ټي بي په ناروغانو کې ۷۵ سلنه ېې د سږو په سل اخته دي او همدا ډول ېې ډیر ساري او خطرناک دئ .

د سل د ناروغۍ تشخیص :
په عمومي ډول د سږو د سل تشخیص د سینې له اکسرې هم کیږي او همداراز په لابراتوار کې هم بلغم معاینه کیږي او د سل ناروغۍ باسیلونه په کې کتل کیږي .
په دې ډول معاینه کې چې په افغانستان کې ډيره کارول کیږي د ناروغ بلغم سهار مهال د څه شي له خوړولو وړاندې د دریو ورځو لپاره په یوه بوتل کې راټولیږي او بیا په کې د ټي بي باسیلونه کتل کیږي .
باید یادونه وکړو چې بلغم باید د تجربه لرونکي لابرانت له خوا وکتل شي ځکه ډير ځله په دې برخه کې تیروتنې هم کیږي
همدا ډول د بدن په نورو برخو کې د سل د ناروغۍ تشخیص د بدن د مایعاتو د کرلو په اساس کیږي .
همدا راز د توبرکولین جلدي ټست هم شته چې ډير دقیق نه دئ
او یو بل ټسټ چې د ناروغۍ په وړاندې د بدن د ډې ان اې تغیرات په کې تر څيړنې لاندې نیول کیږي شته چې دقیق دئ خو مصارف ېې ډير زیات دي .

وقایه :
ډاکتران وايي د سږو په سل یو اخته کس په هر ټوخي کې د نري رنځ باسیلونه تر ۵ مترو پورې خورولئ شي چې دا میکروبونه حتې په لمر کې تر ۴ دقیقو ژوندي پاتې کیږي او په بندو کوټو کې د ډير وخت لپاره پاتې کیدلای شي .
له همدې امله ډاکتران وايي په کوم کور کې چې د سږو په نري رنځ کوم اخته ناروغ تثبیت شي باید د کور ټولو غړو ته د دې ناروغۍ معاینه وشي او ناروغ باید په داسې یوه کوټه کې واچول شي چې هلته لمر وي او هغې کوټې ته ماشومان او هغه کسان چې د وجود معافیت ېې کمزورئ وي پری نه ښودل شي د ناروغ د خوړولو او څښلو لوښي باید بیل شي او په میکروب ضد صابون یا مایعاتو ووینځل شي .
د دې کوټې کالي باید زر زر لمر ته واچول شي خو ماشومان او نور کسان باید ورسره تماس پيدا نه کړي .
د امکان تر حده له دې ناروغ سره یواځې باید یو پایواز وي او هغه هم باید ورسره ټوله ورځ او شپه پاتې نه شي او ډاکتران پایوازانو ته هم وقایوي درمل ورکوي .
ډاکتران سپارښتنه کوي که ناروغ د تي بي په مقاوم ډول اخته وي او درملنه ېې ونه شي د ناروغ له مړینې وروسته حتماً باید د هغه د کوټې ټول کالي او بسترۍ وسوزول شي اویا په یوه لرۍ ځای کې خښ کړل شي او د کوټې ټول دیوالونه اوچت او نور میزونه او المارۍ هم باید په انتي سپتیک موادو ومینځل شي .
د توبرکلوز ناروغ باید د ټوخي په وخت کې په یوه دسمت مال یا ټوټه خوله پټه کړي ځکه دستمال د هغه د سږو د اوبلو قطراتو یا څاڅکو چې ډراپلیت ورته ویل کیږي د خپریدو مخنیوئ کوي
په ماشومانو ، حامله ښځو اوضعیفو خلکو کې جاورسي یا میلري ټي بي هم را منځته کیدای شي یعنې دا چې بدن د ټي بي د باسیل په وړاندې خپل ټول مقاومت له لاسه ورکوي او په وینه کې په ډير شمیر باسیلونه شتون لري چې دا ډول ډير مریضان خپل ژوند هم له لاسه ورکوي .
څیړنې د دې ښودنه کوي چې د سږو په نري رنځ اخته کس که په بشپړ ډول تداوي نه شي د دوو کلونو په موده کې خپل ژوند له لاسه ورکوي خو په دې موده کې هغه لږ تر لږه شل نور کسان د ټي بي په ناروغۍ اخته کوي .
البته باید یادونه وکړو چې ټول هغه کسان چې ټي بي باکتریا ېې بدن ته رسیږي په ناروغۍ نه اخته کیږي بلکې که د میکروب اندازه کمه او د بدن دفاعي سیستم ېې ځواکمن وي یا خو دا میکروبونه له منځه وړي او یا ېې هم په بدن کې د اوږد مهال لپاره بې له دې چې د ناروغۍ تولید وکړي پاتې کیږي او چې کله ورته زمینه برابره او د شخص د بدن دفاعي سیستم کمزورئ شي د ټي پي په یو فعال شکل بدلیږي او د ناروغۍ تولید کوي .
له همدې امله که فکر وکړو د ټي بي ناروغي په زړو او هغو کسانو کې ډيره پيښیږي چې د بدن دفاعي سیستم ېې کمزورئ وي .

درملنه :
د توبرکلوز په اوس مهال کې تر ټولو اساسي ستونځه نا سمه درملنه ده
له دې امله چې د توبرکلوز د ناروغۍ لپاره د اوږده مهال درملنه په کار ده له همدې امله ډير ناروغان درملنه په سم ډول نه بشپړوي او بلکې نیمګړې ېې پریږدي چې دا کار د توبرکلوز په درملنه کې ډيرې ستونځې را پورته کوي .
اول دا چې د توبرکلوز باسیل د هغه پر ضد د استعمالیدونکو لومړۍ درجه انتي بیوتیکوریفامپينو ، ایزو نیازید ، ایتامبوتول او پيرازین اماید سره مقاوم کیږي .په دې معنی چې له یوې خوا که په همدې باسیل بل څوک اخته کیږي له دې امله چې دا باسیل یو مقام باسیل دئ نو په نوي مریض کې ېې هم درملنه ډيره مشکله ده دوهم دا چې مریض هم د نا سالمې درملنې په پایله کې په نسبي ډول د روغتیا احساس کوي او د ډاکترانو په وینا عمر ېې یو څه نور هم اوږدیږي خو له دې امله چې په بدن کې فعال ټي بي لري د ۲۰ کسانو په ځای ېې ۴۰ کسانو ته منتلقوي او کله چې دا میکروب د دوهم ځل لپاره د هغه په بدن کې په فعالیت پیل کوي نو یو فعال او مقاوم ډول ېې وي چې په آسانه د کنترول او درملنې وړ نه وي او زر شخص له منځه وړي
لویه ستونځه دا هم ده چې د تی بي د درملنې لپاره همدا څلور ډوله انتي بیوتیک ښه نتیجه لري او که خبره د دوهم فاز انتي بیوتیکو ته لاړه شي درملنه ډيره سختیږي ځکه دا انتي بیوتیک ګران بیه او د ډيرو جانبي عوارضو درلودونکي دي او درملنه ېې هم د لومړي فاز په پرتله اوږد وخت غواړي .
د W H O سازمان وايي نیمه او ناسالمه درملنه تر تر نه درملنې هم بدې پایلې لري ځکه چې له یوې خوا په عمومي ډول د ټي بي د باسیل د انتي بیوتیکو په وړاندې مقاوم ګرځوي او له بلې خوا په ټولنه کې په یوه وار په ټي بي د اخته خلکو د شمیر د ډيروالي له کبله سالمو خلکو ته د ناروغۍ د انتقال زمینه هم ډيریږي .
لکه څنګه چې په افغانستان کې اوس د ډاټس په سیستم د توبرکلوز درملنه کیږي نو لومړئ باید د دې سیستم په اړه څو خبرې وکړو .
د ډآټس په سیستم کې د پخوا نیو سیستمومو په پرتله د لنډې مودې لپاره دوا ورکول کیږي یعنې دا چې له دې وړاندې به د توبرکلوز یوه مریض کابو ۱۲ یا ۱۴ میاشتې دوا یا درمل خوړل خو په دې سیستم کې یواځې آته میاشتې درمل خوړل کیږي خو په دې توپير چې درمل په ورځڼي ډول د ډاکتر تر نظارت لاندې خوړل کیږي او ډآکتر باید مطمئن او ډاډه شي چې ناروغ هره ورځ په خپل وخت درمل خوري .
د ډآټس سیستم درملنه دوه پړاوه لري یو ېې اول پړاو دئ چې ناروغ په دې پړاو کې څلور درمل ریفامفسین ، ایتامبوتول ، ایزونیازید ،او پيرازین اماید د دوو میاشتو لپاره خوري تر څو په بلغم کې د نري رنځ باسیلونه منفي شي البته د ایتامبوتول په ځای ستریپتومایسین ستنې هم ورکول کیدای شي یعنې دا د درملنې اصلي پړاو دئ چې ناروغان باید ورته ډيره زیاته پاملرنه وکړي اوخپل دا ټول درمل یو ساعت له ډوډۍ خوړلو وړاندې سهار مهال وخوري .
همداراز ډاکتر هم باید ډاډه شي چې د هغه ناروغ هره ورځ خپل درمل په خپل وخت او خپل دوز یا اندازه خوړلي دي .
دا پړاو ځکه ډير مهم دئ چې د نري رنځ باسیل په لومړي ځل له انتي بیوتیکو سره مخ کیږي نو باید انتي بیوتیک په دومره کچه په وینه کې وي چې په بدن کې ټول شته باسیلونه له منځه یوسي په دې معنې که په دې پړاو کې ناروغ څو ورځې درمل په خپل وخت او خپل دوز پوره ونه خوري نو د ناروغۍ د مقاوم کیدو امکان شته چې بیا به دا انتي بیوتیک د ناروغۍ د له منځه وړلو توان ونه لري .
د درملنې دوهم پړاو تعقیبه پړاو نومیږي چې په دې کې ناروغ یواځې دوه درمل ایزو نیازید او اتامبوتول خوري په یو شمیر هیوادونو کې د ایتامبوتول په ځآي تیاسیتازون ورکول کیږي .
دا هغه پړاو دئ چې ناروغ ته د یوې اوونۍ لپاره درمل ورکول کیږي یعنې ډآکتر مجبور نه دئ چې هره ورځ د ناروغ سرته ودریږي او درمل ورکړي بلکې اوونۍ په اوونۍ ناروغ خپل درمل اخلي او دا پړاو هم ۶ میاشتې دئ چې د ناروغۍ ټوله درملنه ۸ میاشتې کیږي دوه میاشتې لومړئ پړاو او ۶ میاشتې دوهم .
یوه یادونه باید وکړو هغه دا چې د درملنې دوهم پړاو تر هغه نه پيلیږي تر څو بلغم منفي شوئ نه وي یعنې په بلغم کې باسیلونه باید ونه لیدل شي .
خو که چیرې د درملنې له لومړي پړاو وروسته هم بلغم مثبت وي نو د درملنې لومړئ پړاو یوه میاشت نور هم اوږدیږي او که بیا هم تر پنځو میاشتو مثبت پاتې شي دې ته بیا ناکامه درملنه وايي او باید ناروغ د درملنې دوهمې کتګورۍ ته معرفي شي چې موږ له دې وړاندې هم ویلي هم سخته او هم ېې عوارض ډير دي .
له دې امله چې د توبرکلوز د ناروغۍ درملنه هم اوږده او هم ديره مهمه او سخته ده نو ډاکتر باید څو ټکي له درملنې وړاندې په نظر کې ونیسي .
۱: ډاکتر باید په دې ډاده وي چې نوموړئ د توبرکلوز د ناروغۍ د درملنې لپاره تر ټولو مناسب او غوره کس دئ یعنې دا چې ډاکتر باید دومره حوصله ولري او ټولنیز شرایط هم دا ایجاب کړي چې نوموړئ پوره آته میاشتې د یوه ناروغ د درملنې مسئول پاتې کیږي .
او که ډاډه نه وي باید داسې یو ډاکتر پيدا کړي چې د توبرکلوز د درملنې سختۍ په غاړه واخیستئ شي .همداراز ناروغ هم باید په روحي ډول دې ته چمتو شي چې آته میاشتې خپل درمل په خپل وخت او دوز واخلي .
۲:له ناروغ سره په څنګ کې داسې یو کس چې په ښه ډول د ناروغ پایوازي یا سر پرستي وکړئ شي باید هم باید وي ځکه ډير وخت ناروغان چې د درملو له جانبي عوارضو په تنګ شي خپل درمل په خپل وخت نه خوري باید داسې یو کس وي چې هغه د خپلو درملو په خپل وخت خوړلو ته وهڅوي او ناروغ تعقیب کړي او وېې څاري چې خپل درمل په خپل وخت وخوري .او په دې برخه کې له ناروغ سره مرسته وکړي .
کله کله چې ناروغان څو ورځې درمل وخوري او د روغتیا احساس وکړي نو درمل پريږدي او فکر کوي چې پوره روغ شوئ نو ډاکتر باید په دې ډاده شي چې د ناروغ تر څنګ ېې د هغه پایواز او د کورنۍ ټول غړي په دې ښه پوهولي چې د درملنې په نیمايي کې پريښودل څه پایلې درلودئ شي .
د ناروغ پایواز باید هر سهار له ډوډۍ خوړلو وړاندې ناروغ ته درمل ورکړي او تر هغه ورسره پاتې شي چې ډاډه شي ناروغ خپل درمل وخوړل .
لکه څنګه چې په افغانستان کې د توبرکلوز د ناروغۍ درملنه په وړیا ډول ده نو هیڅکله هم ناروغ مه اړ کوئ چې بازاري درمل واخلي ځکه له یوې خوا دا درمل لازم کیفیت نه لري او له بلې خوا ډير ناروغان ېې د درملو د قیمتي والي او لوړې بیې له امله په نیمايي کې پریږدي .
ډاکتر باید د هر ناروغ د آتو میاشتو درمل په یوه ځانته او بیل شوي ډبي کې کیږدي او د ناروغ نوم پرې ولیکي ځکه کله کله داسې کیږي چې ناڅاپه درمل کم شي او نه پيدا کیږي یا لارې د واورو یا جګړو له امله بندې شي چې په دې صورت کې ناروغ باید د پوره آتو میاشتو درمل ولري .
هر ناروغ چې له تشخیص وروسته ېې درملنه پيل کیږي له هماغه لومړۍ ورځې ېې باید د آتو میاشتو درمل بیل شي .
په افغانستان کې داستونځې ډيرې پيښیږي چې تر ټولو مهم لامل ېې ضعیف مدیریت دئ .
که مریض کوم بل کلي یا ولایت ته سفر کوي یا کډه کوي باید له وړاندې ډاکتر ته ووايي او ډاکتر هم باید په نوي ځای کې د درملنې شرایط ورته برابرکړی ، لارښونه ورته وکړي او د درملنې له پیل وړاندې باید د هغه د مهاجرت یا بل ځای ته د سفر په اړه ترې وپوښتي خو تر ټولو مهمه دا ده چې که په نیمايي کې د درملنې د پريښودو ویره وي باید هیڅ درملنه باید پیل نه شي او هغه وخت پيل شي چې د پوره کولو ډاډ ېې ورکړي .
۳: ډاکتر باید د ناروغ کتګوري مالومه کړي یعنې د ناروغ تاریخچه په ښه ډول واخلي چې آيا ناروغ د سږو په توبرکلوز اخته دئ که له سږو بهر توبرکلوز لري ، بلغم منفي دئ که مثبت ، د مریض حالت څنګه دئ باید بستر شي که نه د درملنې مخینه لري که نه او دا ډول ډير نور چې باید په خپله ډاکتر ېې په اړه پریکړه وکړي او د ناروغ کتګوري معلومه کړي او له هغو سره سمه درملنه ورته پیل کړي ..
۴:د توبرکلوز یو شمیر درمل سخت جانبي عوارض لري په یو شمیر ناروغانو کې ریفامپيسین یا نور د نري رنځ درمل د ژيړي لامل ګرځي یا کله کله د ویټامین بي ۶ کمښت پيدا کیږي چې باید له ډاکتر سره پر ې مشوره وشي .
همداراز ستیرپتومایسین ستنې په غوږو کې د برنګس یا یو ډول آواز د پيدا کیدو لامل کیدای شي چې باید حتماً ډاکتر ته وویل شي ځکه په دې صورت کې باید د ستنو په ځای بل درمل ورکړل شي چې تر ډيره ایتامبوتول وي .
دنري رنځ د درملنې په وخت کې که ژیړئ پيدا کیږي حتماً باید له خپل ډاکټر سره مشوره وشي ځکه ښايي په درملنه کې مو بدلون راشي .
ایتامبوتول کله کله د سترګو په دید یا نظر کې داختلال را منځته کیدو لامل ګرځي چې باید درمل ېې قطع او بیا هیڅکله هم دې ناروغ ته ایتامبوتول ورنه کړل شي .
که مریض ته د درملنې په وخت کې عصبي مشکلات پيدا شي حتماً باید ډآکتر ته وویل شي ځکه ممکن د ځیګر عدم کفایه ولري چې په دې صورت کې هم باید درملنه قطع شي .
که د کور په کوم غړي یا ماشومانو کې د نري رنځ ناروغي تثبیتیږي لومړئ باید د ناروغۍ سر چینه وموندل شي .ځکه ماشومانو ته اکثرآ د کور له نورو غړیو څخه توبرکلوز نقلیږي . له همدې امله اړینه ده چې سر چینه وموندل شي او درملنه ېې وشي همداراز له سر چینې سره په نږدې تماس کې کسان هم باید د توبرکلوز له پلوه معاینه شي او د مثبت والي په صورت کې ېې درملنه وشي .
همداراز د حامله ګۍ په وخت کې د توبرکلوز ټول درمل مصئون دي اوکوم ضرر نه لري خو ستیرپتومایسین ستنې باید ورنه کړل شي .
که یوه مور په توبرکلوز اخته وي نو په غیږ کې ماشوم ته ېې بایدتر شپږومیاشتو د توبرکلوز وقایوي درمل ورکړل شي او د بي سي جي واکسین هم باید ورته ونه لګول شي او له شپږومیاشتو وروسته باید دا واکسین واخلي
البته که د زیږون په وخت کې د موږ بلغم منفي وي بیا کولای شي د بي سي جي واکسین واخلي .
که ناروغ خپل درمل په خپل وخت وخوري د ناروغۍ د بیرته راګرځيدو چانس ډير کم دئ .
یو شمیر ناروغان له درملنې وروسته هم ټوخئ لري چې لامل ېې د ناروغۍ په وخت کې د سږو د قصباتو پراخوالئ دئ .
له همدې امله که کوم ناروغ له درملنې وروسته هم ټوخئ لري یو ځل بیا باید ورته د ټي بي معاینه وشي چې اکثرآ منفي وي .
د توبرکلوز په درملنه کې د ټولنې د ټولو غړیو همکاري اړینه ده په دې معنې چې ډير خلک نه غواړي ډاکتر ته د نري رنځ دمعاینې لپاره ورشي ځکه هغوي له دې ویره لري که د ټي بي د ناروغ نوم پرې پورې شي خلک به ور سره ټولنیزه رابطه قطع کړي .له همدې امله اړینه ده چې د کلي مشران سپين ګیري اومخور کسان د سیمې له روغتون او صحي کلینیکونو سره تل په تماس کې وي او هغه کسان چې د دوی په سیمه کې د ټي بي شک پرې کیږي په ښه ډول او په داسې ډول چې ناروغ ته د حقارت کوم احساس بیدا نه شي وپوهوي او ورسره مرسته وکړي چې روغتون ته مراجعه وکړي او د ټي پي د ناروغۍ له پلوه معاینه شي .
همداراز د ټولنې ټول هغه کسان چې په خلکو کې نفوذ لري باید په سیمه کې د ناروغۍ د نه خپریدو په خاطر له صحي کارکوونکو سره د توبرکلوز د مثبتو ناروغانو په موندنه کې مرسته وکړي . او د ټولنې ټول وګړي په دې وپوهوي چې د ټي بي سمه او پر وخت درملنه د ټولنې لپاره یو حیاتي اقدام دئ چې باید ټول ورته پاملرنه وکړي .
همداراز هغه کسان چې په غیر مسلکي ډول په بازارونو کې د ټي بي د درملنې لپاره اقدام کوي باید لومړئ د دې کار په خطرونو وپوهول شي او دوهم دا چې د ټولنې مشران باید خلک وپوهوي چې د ټي بي ناروغان باید په کلینیکونو کې تداوي شي .
په افغانستان کې د ټي بي د مثبتو ناروغانو لپاره ددرملنې په اوږدو کې یو شمیر مرستندویه مواد غنم او غوړي هم ورکول کیږي که چیرې په کې اختلاس ونه شي د تي بي په له منځه وړلو کې اغیزمن رول لري.
درنښت
ډاکټر عبدالواجد صالحي

21/02/2019

STOP ABORTION
Share viedo!

28/03/2018

د سـیـنـې درد - (Chest Discomfort)

لیکوال: David A. Morrow
ژباړه: ډاکترعصمت الله څـپـانـد

دسینې درد یو له هغومهمواوعامو اعراضو د جملې څخه دی دکوم له امله چې ناروغان طبیب ته مراجعه کوي.

دسینې د درد له کبله دنړۍ په کچه کابو ملیونونه خلک ډاکتر ته تشریف وړي چې له دې جملې څخه 60% سلنه یې دمعایناتواونهايي تشخیص پخاطر داخل بسترکیږي، 25% سلنه دسینې د درد ناروغان د زړه په حمله تشخیص کیږي، زیاتره فیصدي دسینې د درد ناروغان د معدې اویانورې هضمي ستونزې لري او له 10% څخه کم ناروغان یې بیا د زړه اوسینې ژوند تهدیدوونکي ستونزې لري.

دسینې د درد 2-6% سلنه ناروغان په غلط ډول تعبیر کیږي د سینې د درد دغه ناروغان چې عاجل اطاق ته مراجعه کوي اړونده ډاکتر فکر کوي چې دوی کوم قلبي مشکل نلري او رخصت کیږي اما وروسته معلومیږي چې دغه ناروغان دزړه د ناروغیو له امله د سینې درد لري.

دسینې د درد اسباب:

دسینې د درد عوامل په دوه ؤ لویو برخو ویشل شویدي:

~ د زړه او سینې ناروغۍ Cardiopulmonary Causes
~ نورې سیستمیک ناروغۍ -Non-cardiopulmonary Causes

دزړه ناروغۍ عبارت دي له:
。 دزړه حمله Myocardial infarction
。 دزړه دپردې التهاب Pericarditis

د زړه درګونو ناروغۍ:
。 دابهر شریان حاد سندروم Acute aortic syndrome
。 د سږو په رګونو کې د وینې اویا کوم بل څه بندیدل- Pulmonary embolism
。 دسږو دوینې فشار زیاتوالی-Pulmonary hypertension

د سږو ناروغۍ:
。 سینه و بغل Pneumonia
。 دسږو دپردې التهاب Pleuritis
。 د سږو په پرده کې دهوا موجودیت Pneumothorax

نورې سیستمیک ناروغۍ چې د سینې درد پکې رامنځته کیږي:

دهضمي سیستم ناروغۍ:
。 مرۍ ته دمعدې دتیزابو راپورته کیدل Gastro Esophageal reflux
。 دمرۍ تشنج یا راټولیدل Esophageal spasm
。 د معدې او کلمو زخمونه Peptic ulcers
。 د تریخي دکڅوړې ناروغۍ لکه التهاب او دتریخي تیږي Gallbladder disease

دعصبي او عضلي سیستم ناروغۍ:
。 د پوښتیواو سینې دهډوکوالتهاب Costochondritis
。 د غاړې د کړیوستونزې Cervical disc disease
。 دسینې ضربه خوړل او یا په سینه زور واردول- Trauma or Strain
。 دسینې د پوستکي ویروسي آفت Herpes Zoster

رواني ناروغۍ:
。 احساسات راپاریدل او نورې رواني ناروغۍ

دیادولو وړ ده چې دسینې هیڅ ډول درد باید عادي ونه ګڼل شي او دهرې روغتیایي ستونزې پروخت له ډاکتر سره مشوره ترسره شي.

08/03/2018

Asplenia and hyposplenism
سپلين یا (توری) د بدن د لمفاتيك سيستم تر ټولو ستر غړى دى چې د معدې په کیڼه خوا کې پروت دی.

دسپلين دنده: د انسان په بدن كى سپلين ډرى اساسي دندې یا وظیفې لري:
١-د ويني له دوران نه د تخريب شويو او زړو كروياتو يا گرديو لرى كول
٢-د ويني له دوران نه د ميكروبونو فلتر يا تصفيه
٣-دغه راز سپلين دې مکروبونو په مقابل کې د انتي بادیوپه جوړښت كې مهم رول لوبوي

د سپلين نشتوالي او يا هغه سپلین چى خپله دنده سرته رسولی نشي په بدن كي د خورا خطرناكه ميكروبي ناروغيو سبب كيدى شي.داسي سترې ميكروبي ناروغۍ چى د
Sepsis and meningitis
د رامنځ ته كيدو خطر له ځانه سره لري،چې اخته ناروغان 50٪ دمرګ چانس لرلی شي.

Asplenia
د سپلين د له منحه تلو ستر عامل تروما يا جراحات دي چى ١/٣ واقعيت تشكيلوي (دغربيانو احصايه).
١/٣ نور د وينو د ناروغيو يا سرطاني ناروغيو د علاج لپاره د سپلين جراحي
١/٤ واقعات د بطني جراحى په وخت كى په غير عمدي توګه سپلين زخمي او را ويستلی شي.
كله ناكله سپلين د يوی سرطاني ناروغى دی اختلاط په وجه په بل اور گان مښتي یا التصاق كوى (مثلا د غټو كولمو سرطان) او دجر آحى په وخت كى مجبورا رايستل كيري.

Hyposplenism :
په دى ناروغانو كى سپلين شتون لري خو خپله دنده تر سره كولى نشي.ځینې ناروِغۍ ددې حالت سره تظاهر کولی شي:
مثالونه:
Coeliac disease,IBD,SCA,multiple myeloma,Bone marrow transplantation ,HIV,sarcoidosis and radiation .

تشخيص

معمولا د ناروغ تاريخچه د تشخيص سره مرسته كوي. خو اكثر وگړي متاسفانه د خپلو ناروغيو او عملياتونو په هكله دقيق معلومات نلري.
د ويني په معاينه كى دى
Howell -Jolly bodies
موجوديت د سپلين په نشتوالي دلالت كوي خو كه شك او ترديد موجود وي
Us or CT scan
تشخيص وضع كولى شي.

هغه ناروغان چي د هغو سپلين كار نكوي معمولا د شديدو او خطرناكه ميكروبي ناروغيو ، أكثرا
Pneumococcal Sepsis and the presence of Howell-jolly bodies in blood film
سره پيژندل كيړي.

ځيني وگري په ولادی توگه سپلين نلري چى شمير ئي خورا لږ دى، خو كه داسى ناروغ مؤ وليد دهغه د كورنى غړي بايد حتما معاينه شي.

د سپلين د نشتوالي او يا دغير فعال سپلين ناروغان د يو شمير ميكروبونو په مقابل كى عاجز شي:
Streptococcus pneumoniae 70%
او تر هغى روسته
Neisseria meningitidis,Hemophilus influenzae type b and Capnocytophaga Canimorsus
پدى ناروغانو كى زيات ليدل كيدى شي.روستى ميكروب د سپي او پشكى په خوله كى په طبيعي دول شتون لري.

د سترو ميكروبي ناروغيو خطر په لمړنیو دوه دري كلونو كى زيات وي خو خطر د لسو نه تر ديرشو كلونو پوري دوام لرلى شي.

مخنيوى يا وقايه

د جراحي په وخت كي بايد تلاش وشي چى سپلين او يا دهغه يوه برخه بچ كړي شي.
( لس په سلو كى وگري د سپلين انساج چه
Accessory spleen
ورته ويل كيږي لرلى شي).

ناروغ او دهغه كورنى يا دوستان بايد وپوهول شي چى نوموړي شخص سپلين نلري او د تبه لرونكو ناروغيو په شتون سره باید عاجله طبي مرسته تر لاسه كړي.

د جراحى متخصصین او نور داكتران بايد توجه ولري چى دا ناروغان په منظم دول واكسين شي.
واكسینونه بايد د سپلين تر جراحى يوه يا دوه اوني دمخه تطبيق شي.
كه عمليات په عاجل ډول تر سره شوى وي نو تر يوه يا دوه اونى روسته تر عملياته بايد واكسينونه تطبيق شي.
هغه ناروغان چى
Radiotherapy or Chemotherapy
أخلي نو اقلاً تر جراحی دوه اونى دمخه يا تر هغى دري میاشتی روسته واكسن كړی شي.

واكسينونه:
Pneumococcal vaccination, Meningococcal vaccination , Hemophilus influenza type b vaccination and yearly flu vaccination are available .
دغه راز دا ناروغان د ملاريا وقائي او مقدمى معالجى ته شديده اړتيا لري.

Antibiotics:
ټول ناروغان بايد دسپلين دى تر لاسه ورکولو روسته باید دى دوو كلنو لپاره هره ورځ په وقايوي ډول
Amoxicillin 250 -500 mg daily,or penicillin 250 mg- 500 mg bd
تر لاسه كړي.كه ناروغ د پنسلين سره حساسيت ولري نو
Erythromycin 250 mg or Roxithromycin 150 mg once daily
توصیه کیړي
خو كه ناروغ
Immunocompromise
وي نو ټول عمر وقايوي انتيبيوتيك ته اړتيا لري.
كه ناروغ تبه او ميكروبي حالت پيدا كړي نو په دقيق ډول د مكمل وخت لپاره کافي دوز انتيبيوتيك ته اړتيا پيداكوي.

هير نكړي چى دا ناروغان د
DVT
خطر سره هم مخامخ دي نو لازمو وقايوي تدا بيرو ته ضرورت پيښيږي.

په درناوي
ډاکټر صافي سدني - استرالیا

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

We affect our own brains.Share it!
How to Stay Calm During A #Test or #presentation.
How do vitamins work?
Why people get fat
High Blood Pressure - Hypertension
What is a heart attack
Do you know what to do if you are bitten by a dog?
Learn How to Stop Arterial Bleeding

Category

Website

Address


Kabul
Other Public Figures in Kabul (show all)
استاد محمد آصف صميم استاد محمد آصف صميم
Kabul

افغان لیکوال، ویناوال، شاعر، ژباړن، څېړونکی، کره کتونکی

jon si jaket kulit dan kaca mata hitam serta motor mega pro jon si jaket kulit dan kaca mata hitam serta motor mega pro
Route 66
Kabul

Rider And Adventurer and a Marlboro man (Courier). Role Model. ''Populer". Stylish. W**d smoker. Tra

Danish Fahim دانش فهیم Danish Fahim دانش فهیم
Kabul

نویسنده، دانش‌آموخته‌ی دین و سیاست

Jadid ul tasis high school Jadid ul tasis high school
Wazir Abad , District
Kabul, 10

لیسه جدید التأسیس وزیر اباد

Sanaullah Khan free educated with pictures Sanaullah Khan free educated with pictures
Dowazdaimam
Kabul, NOPOSTCODE

Perfect reading and writing every one please important thing is understanding

ObaidurRahman - عابد ObaidurRahman - عابد
Kabul

اســلامـــــي دعوتګــــــر �

Ab Sami Alimi Ab Sami Alimi
Kabul

�� LONG LIFE AFGHANISTAN ��

Zohoorullah Noory Zohoorullah Noory
KaRoute Naw
Kabul

The World Has No Faith....

My Media My Media
Kabul