Shams Media

د کرکټ تازه او دقیق معلوماتو لپاره مونږ سره اوسي او له معلوماتو خوند واخلی !
◉‿◉
🇦🇫Shams Media🇦🇫

11/11/2023

میچ تو وړګیا
.!😭😂😭!..

Photos from Shams Media's post 11/11/2023

په پنځوس اووریز نړیوال جام کې د افغان لوبډلې بریالی سفر او د مینوالو رضایت.

په لمړي وار افغانستان په نړیوالو جامونو کې څلور لوبې وګټلې، دوه بریاوې یې د برحاله اتلې لوبډلې انګلینډ، او د افغانستان تر ټولو سرسخت رقیب پاکستان خلاف وې. دا لمړی وار وو چې افغانستان په یاد فارمټ او سټیج کې داسې کارنامه کوي. افغان لوبډلې د هر رقیب خلاف د تخنیک، وړتیا او استعداد ننداره وړاندې کړه، او همدا وجه وه چې له کوره بهر یې لکه د کور دننه د هندي مینوالو هڅونه او تشویق خپل کړی وو.

افغان لوبډلې په پنځوس اووریز نړیوال جام کې د ښې کارکردګۍ په وجې میلینونه نوي مینوال خپل کړل. د اسټرالیا د پخواني لوبغاړي شین وټسن په وینا افغانستان اوس د ډیری مینوالو د خپلې لوبډلې وروسته, دوهمه د خوښې لوبډله ده. ددې هر څه سبب د افغان لوبډلې زړوره لوبه او ښه ځلېدل دي.

څه ښه وو؟
- توپ وهنه هغه برخه وه چې تر اوسه د افغان لوبډلې کمزورتیا شمېرل کېده، افغان لوبډلې دا وار خپله دغه د ضعف برخه په قووت بدله کړه. د افغانستان پنځه د پیل توپ وهوونکو دا وار د لوبډلې د ملا د تیر رول ادا کړو، نه یواځې دا چې با حوصله او محتاط وو، د تخنیک له لخاظه یې هم بهترینه لوبه وکړه. ځوان ابراهیم ځدراڼ لمړی افغان شو چې د نړیوال جام په ستر سټیج د لمړي افغان په حیث سلیزه ثبت کړي. د افغانستان د بریا یو راز د پیلیزو لوبغاړو ښه پیل وو، ابراهیم ځدراڼ د افغانستان لپاره 376 منډې وکړې، د پاکستان د بابر، د اسټرالیا د مارنس لبیشین او د انګلینډ د جوي روټ څخه زیاتې..

- افغان لوبډله په نړیوال جام کې تر ټولو ځوانه لوبډله وه، د پنځلس لوبغاړو له جملې څخه د یوولسو عمر یې د 25 کلونو څخه کم دی. دا نه یواځې د اوسنې لوبډلې د ښې کارکردګۍ یوه وجه ده، بلکې د افغان لوبډلې د روښانه راتلونکې لپاره یو ښه خبر هم دی.

- د حشمت الله شاهدي د کپتانۍ تر ټولو ښه دوره شاید دا نړیوال جام وو. حشمت د لوبډلې لپاره مسلسل ښې منډې جوړې کړې او تر څنګ یې د مختلفو سیالیو لپاره د لوبډلې په انتخاب کې تر ډیره دقیق او پر ځاې وو، ښه مثال یې په یو وار په لوبډله کې څلور ورو توپ اچوونکي لوبول وو چې د افغانستان لپاره خورا ښه ثابت شو. داسې بل هیڅ لوبډلې ونه کړل. په پونی کې د سرېلانکا پر وړاندې د فاروقي بیرته راوستل، چیرته چې نوموړي د خپل نړیوال جام تر ټولو بهترینه لوبه وکړه او څلور لوبغاړي یې وسوځول. د باتجربه او مجربو لوبغاړو مشورو ته یې اهمیت ورکړ، او په ټوله کې یې ښه لوبډامشري وکړه.

- د افغانستان ورور توپ اچونه تل عالي وي/وه. افغان لوبډلې د لوبې په هره برخه کې تر ډیره په ورو نوپ اجوونکو تکیه کوله، او توقع سره سم تر ډیره ښه ثابت شول.

- که څه هم د افغانستان د تیزې توپ اچوونکي برخه کمزورې ګڼل کیږي، خو په دې نړیوال جام کې د افغانستان تیز توپ اچوونکي د پاکستان څخه په مراتبو ښه وځلېدل. د لوبې په پیل کې وېکټې اخیستل حیاتي وی، دوي پدې وتوانېدل او په کم اوسط سره یې ښه توپ اچوونه وکړه. افغانستان تقریباً په ډیرو لوبو کې یواځې د یو تیر توپ اچوونکي سره ولوبېدل، د بل تیز توپ اچوونکي تشه الراونډر عظمت الله عمرزي ډکه کړې وه. ویلی شو چې نوموړي په دواړه برخو کې بې جوړې وو. په پنځم نمبر یې تل د لوبې په مطابق ښه توپ وهنه وکړه او په توپ اجوونه کې هم لوبډلمشر او لوبډله پاتې رانه وستل.
- د افغان لوبډلې تر منځ بهترینه هم غږي، اتحاد او د یو بل هڅونه. په دې نړیوال جام کې دا پر پرده ښکاره معلومېدل، نتیجه یې هم تاسو وکتله.

څه ښه کېدلای شو؟
- افغان لوبډله عموماً او په دې نړیوال جام کې په ځانګړې توګه په ډګر ساتنه کې ښه نه وو. په ډګر ساتنه کې د نړیوال جام یوه تر ټولو بېکاره لوبډله وه. همدا وجه وه چې بعضې ګټلې لوبې یې وباېللې. په عصري کرېکټ کې د بېکاره ډګر ساتنې لپاره هیڅ عذر او بهانه نه لیدل کیږي. ځکه دا نورو برخو څخه اسانه او دومره خواري نه غواړي. د نړیوال جام په څیر لویو سیالیو کې د یوې لوبډلې لپاره لازمه ده چې په هره برخه کې د لوبې بهترینه ننداره وړاندې کړي، په ځانګړې توګه ډګر ساتنه.

- افغان لوبډله تر بل هر کله په دې نړیوال جام کې په یوه او دوه منډو جوړولو او سټراېک روټیشن کې ښه وه، خو د توپ وهنې په بعضې برخو کې دا نیمګړتیا بیا هم ښکاره څرګنده وه. د هند په بعضو کوچنیو او توپ وهنې ته جوړ ویشتنځایونو کې موږ تر 291 زیاتې منډې ونه شوې کړای، چیرته چې نورو لوبډلو تر 330 زیاتې منډې کولی شوې. په اخیر کې همدا توپیر وي چې د لوبې د ګټلو یا باېللو سبب کیږي.

- د جینوېن تیز توپ اچوونکو نه شتون، افغان لوبډلې هیڅ داسې توپ اچوونکې نه درلود چې تر 140 زیات سرعت سره مسلسل توپ اچوونه وکړي. دا تشه بیا د لوبې په اخیرو اوورونو کې له ورایه ښکارېده. د توپ وهوونکي لوبډلې لپاره د لوبې وروستي اوورنه د ښه هدف جوړولو لپاره د توپ وهنې یوه مهمه برخه وي. افغان لوبډله له بده مرغه په وروستیو اوورونو کې نسبت نورو لوبډلو ته کمزوې وه.
- د نړیوال جام او مهمو سیالیو پر حال د لوبغاړو پر خواله رسنیو ځانګړی نظر/محدودیت. د لوبغاړو تمرکز باید په لوبه او میدان وي. خواله رسنیو ته ډیر وخت ورکول د لوبغاړو په روحیې منفي اثر کوي او تاثیر یې تر لوبغالي او کارکردګۍ هم رسېدلی شي.

په ټوله کې د افغانستان لپاره بهترین جام وو،
افغان اتلان زنده اباد!
افغانستان زنده اباد!
👇👇👇
Shams Media

11/11/2023

په روان نړیوال جام کې د افغانستان لپاره ډیرې منډې، 376 ابراهیم ځدراڼ او ډیرې وېکټې, 11 راشد خان اخیستي.

👇👇👇
Shams Media



Rashid Khan Ibrahim Zadran

11/11/2023

په روان نړیوال جام کې د افغانستان لپاره ډیرې منډې جوړوونکي لوبغاړي.

👇👇👇
Shams Media

11/11/2023

په ټوله کې په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې له لوبې راضي یاست؟

👇👇👇
Shams Media

10/11/2023

مه پر خاندﺉ!😋

10/11/2023

درې رنګه بیرغ په لوبغالي کې 🇦🇫

10/11/2023

سوېلي افریقا افغانستان ته د 5 وېکټو په توپیر ماته ورکړه، د افغانستان د نړیوال جام سفر همدلته ختم شو.

👇👇👇
Shams Media

Photos from Shams Media's post 10/11/2023

مننه اتلانو!
دغه نړيوال جام د افغانستان لپاره خورا خوندور او له لاسته راوړنو ډک وو
ستاسو لوبو نړۍ ته وښوده چې افغانستان کرکټ لوبډله اوس د هرې لوبډلې سياله ده او دا مو د انګلستان، پاکستان او سريلانکا په وړاندې برياوو سره ثابته هم کړه
د کرکټ اتلان د هېواد ريښتيني اتلان

👇👇👇
Shams Media

08/11/2023

اسټرالیا افغانستان ته په درې وېکټو ماتې ورکړه.
ګلېن مکسول په 128 توپونو 201 منډې جوړې کړې.

👇👇👇
Shams Media

07/11/2023

ويلډن نوين
ميتو هيډ اوټ.

Photos from Shams Media's post 07/11/2023

نوین الحق د افغانستان لپاره لومړۍ ویکټ ترلاسه کړه!

نوین الحق د سیالې استرالیا لوبدلې لومړنی توپوهونکی ټرېویس هېډ پرته له کومې منډې له ډګره بهر کړ او په دې سره افغانستان د سیالې لوبډلې لومړۍ ویکټ ترلاسه کړه.
-----
𝗘𝗔𝗥𝗟𝗬 𝗦𝗨𝗖𝗖𝗘𝗦𝗦 𝗪𝗜𝗧𝗛 𝗧𝗛𝗘 𝗕𝗔𝗟𝗟 𝗙𝗢𝗥 𝗔𝗙𝗚𝗛𝗔𝗡𝗜𝗦𝗧𝗔𝗡! 👏

Naveen Ul Haq provides Afghanistan with an excellent start with the ball for Afghanistan as he removes Travis Head for 0. 👏🤩

🇦🇺- 4/1 (1.2 Overs)

| | |

Photos from Shams Media's post 07/11/2023

د افغان اتلانو د بهترینې توپوهنې څو انځورونه ننداره کړئ.
-----
تصاویر چند از بهترین توپزنی قهرمانان افغان را مشاهده نمایید:
-----
📸📸: Snapshots from AfghanAtalan's incredible batting effort in the first inning. 🤩

| | |

Photos from Shams Media's post 07/11/2023

Ibrahim Zadran is love 😘

07/11/2023

واو ❤️

افغانستان په 50 اورونو کي اسټراليا لوبډلې ته 292 منډو هدف وټاکه.

ابراهيم ځدراڼ 129 خوندوري منډي.
او اخر کي راشد خان يو په زړه پوری بيټنګ ماشاءالله ❤️.

آن شاءالله بريا به زمونږ يي 🇦🇫⭐

07/11/2023

افغانستان اسټرالیا ته د 292 منډو هدف وټاکو.
راضي یاست؟

👇👇👇
Shams Media

07/11/2023

292
ستاسو دوغاګانو په هیله🤲🤲🤲

07/11/2023

ابراهیم ځدراڼ سلیزه پوره کړه. دا د افغانستان لپاره په پنځوس اووریز نړیوال جام کې لمړۍ سلیزه ده.

👇👇👇
Shams Media

07/11/2023

سلیزه!!!

ابراهیم ځدراڼ په ممبۍ کې تاریخ جوړ کړ او لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په نړیوال جام کې د افغانستان په ګټه سلیزه جوړوي. دغه راز دا په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د نوموړي پنځمه سلیزه شمېرل کېږي.

افغان اتلان، د ټولو ویاړ
-----
HUNDRED! 💯💯

Ibrahim Zadran creates HISTORY in Mumbai as he becomes the 1st-ever Afghan batter to bring up a Century in the World Cup. Incredible stuff this is from the youngster! 👏🤩
This is also his 5th ODI Hundred! 🖐️

| | |

07/11/2023

پخواني لوبډلمشر اصغر افغان د عبدالله عبدالله سره لیدنه کړی او د خپل لاس بیټ یې ورته ډالۍ کړی.

07/11/2023

د افغان اتلانو د بریا په هیله! 🇦🇫✊

👇👇👇
Shams Media


| | |

07/11/2023

دنن غوره انځور!

دافغان کرکټ ملي لوبډلې یو شمیر لوبغاړي دپټانانو په دیره کې.
🇦🇫🏏🏆
👇👇👇
Shams Media

07/11/2023

له افغان اتلانو سره د سچن ټنډولکر د لیدنې په اړه د راشد خان څرګندونې:
- - -
صحبتهای راشد خان در مورد بازدید سچن تندولکر از کمپ تمریناتی قهرمانان افغان:
- - -
Rashid Khan on Sachin Tendulkar’s visit from AfghanAtalan’s camp this evening in Mumbai. 🤩

| |

07/11/2023

سنچن ټنډولکر له راشد خان سره 🤩

07/11/2023

It's a game day !
Last two impeccable bowling performance by this youngman from Afghanistan, this day is on your name, keep it up Noor Ahmad Lakanwal go well, for the tomorrow game.
🇦🇫🏏🇦🇺
Shams Media
| Afghanistan Cricket Board

07/11/2023

سچن ټنډولکر ته د زغفرانو ډالۍ

👇👇👇
Shams Media

07/11/2023

نوین الحق د هند د نامتو فلم ستوري سونېل شټي سره..

👇👇👇
Shams Media

07/11/2023

د افغانستان اتلان 👊🏼🏏

👇👇👇
Shams Media

07/11/2023

نوم د حق مو دی رهیر،
وایو الله اکبر، وایو الله اکبر، وایو الله اکبر!

👇👇👇
Shams Media

06/11/2023

ټنډولکر په ممبي کې د افغان لوبډلې سره کتلي.
ټنډولکر په وروستیو کې د افغان کرېکټ لوبډې د لاس ته راوړنو او ښه ځلېدا ستاینه هم کړې وه.

👇👇👇
Shams Media

06/11/2023

ICC Men’s World Cup India 2023!
Here we go for the 8th game of Afghanistan taking on Australia this Tuesday 07th of November, In Mumb.
Keep all Atalan in your prayers, keep going champions🇦🇫🏏🏆
Afghanistan Cricket Board vs Australian Men's Cricket Team

Shams Media
|

06/11/2023

انجېلو ماتیوز د کرېکټ په تاریخ کې لمړی لوبغاړی دی چې ‘ټایم اووټ’ کیږي.
نوموړی ونه توانېده چې په ۳ دقیقو کې د توپ وهنې لپاره تیار شي، مقابل لوري لوبڅار ته شکایت وکړ او هغوی هم اووټ ومنه.

👇👇👇
Shams Media


‏‪ ‬ ‪ ‬ ‪ ‬

06/11/2023

په نړیوال جام کې پرلپسې ماتو وروسته د سریلنکا حکومت د یاد هیواد د کرکټ بورډ مسوولین له دندو ګوښه کړل. لنډ محال بدیل یې د سترې محکمې د قاضي په رهبریت موقته اداره ټاکلې.

👇👇👇
Shams Media

06/11/2023

افغانستان تر اوسه له اسټرالیا، هند، نیوزلینډ او سوېلي افریقا څخه کومه سیالۍ نه ده ګټلې.
د روان نړیوال جام دوه پاتې سیالۍ یې د اسټرالیا او سوېلي افریقا سره دي، فکر کوئ دا د یادو هیوادونو د ماتولو ښه موقع ده؟

👇👇👇
Shams Media

06/11/2023

د افغان لوبډلې نیمه پاې لوبو ته وتلو درې لارې:
۱. د پاتې دواړو لوبو ګټل (غوره او بهتره لار). ۱۲ پواینټو سره مستقیم پاې لوبو ته تللی شي.
۲. په پاتې دوو لوبو کې یوه وګټي او رن ریټ هم له اسټرالیا، نیوزلینډ او پاکستان ښه وی، مطلب لوبه په لوی توپیر ګټل.
۳. که دواړه پاتې سیالۍ وبايلي هم چانس لري. پداسې حال کې چې پاکستان او نیوزلینډ هم پاتې لوبې وباېلي او افغانستان نه زیات رن ریټ ونه لري (دا به لږه ستونزمنه وي).

👇👇👇
Shams Media

05/11/2023

Champions Trophy. !
For the first time in Afghanistan cricket history, they have made it to the Champions Trophy.

Congratulations to the all the fans and, proud of you Atalan keep more achievements. Afghanistan Cricket Board

| Shams Media

05/11/2023

خوشحاله روزونکی او خوشحاله لوبډلمشر..

👇👇👇
Shams Media

05/11/2023

نوین:
د اسټرالیا کرېکټ بورډ اوس هم په خپل دریځ ولاړ دی او که نه اوس د تعلیم او بشري حقونو څخه دوه پواېنټونه مهم دي؟

👇👇👇
Shams Media

04/11/2023

افغان لوبډله د اسټرالیا خلاف راتلونکې سیالۍ لپاره ممبي ښار ته ورسېده.

👇👇👇
Shams Media

02/11/2023

Khan of India and Khan of Afghanistan❤🔥💪
like 👍
👇👇👇
Shams Media

Rashid Khan

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Address


Kabul
Kabul
1001
Other Sports in Kabul (show all)
اخبار کرکت جهان اخبار کرکت جهان
Kabul, 093

هدف ما سرف حدمت به شما عزیزان است پس کمک کنید و صفحه را ش

کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر
Kabul

تولید و پخش لوازم ورزشی

Esmatullah Omar Esmatullah Omar
Kabul

Update sport News, videos and informations

کلپ بوکسینگ شعاع فخری کلپ بوکسینگ شعاع فخری
حصه سوم خیرخانه، عقب هوتل سلطنت. کلپ بوکسینگ شعاع فخری
Kabul

آدرس: حصه سوم خیرخانه، عقب هوتل سلطنت، کلپ بوکسینگ شعاع فخری. اوقات تمرین روزهای شنبه، دوشنبه، چهارشنبه از ساعت ۵ الی ۶ بعد از ظهر.

Golden city futsal team Golden city futsal team
Macroyane
Kabul

MACROYANE FUTSAL TEAM

Kabul Cricinfo Kabul Cricinfo
Kabul, HTTPS://WWW.FACEBOOK.COM/KABUL-CRICINFO-100317925881317/

Get the latest, timely and accurate sports information here. kabul cricinfo

Abdul Subban wesa /  عبدالسبحان ویسا Abdul Subban wesa / عبدالسبحان ویسا
Ahmad Shah Baba 40mitra Hours
Kabul

لایزال رب دې په موږ افغانانو خپل رحم وکړي

جزیره فوتبال جزیره فوتبال
Kabul

پوشش و پخش حرفه‌ای اخبار مهم فوتبال جهان را گام به گام با ما همراه باشید.

Ariana Sport TV Ariana Sport TV
Kabul

Ariana Sport

M. Zamani M. Zamani
Kabul
Kabul

تو نمیدانی چقدر قوی استی ... 😏✌️ تا زمانیکه قوی بودن تنها چاره تو باشد ): ᗰ ❤️ ᑎ