انووAnoo

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from انووAnoo, Education, Kabul.

20/09/2023
19/06/2023

ما په یوه کافي خانه کې کافي څښله، یوه جينۍ مې خوا ته راغلله راته يې کړل: آیا ته یوازې یې؟ ما په خندانه او هیجاني انداز ورته وویل هو! بالکل یوازې یم. هغې زما له خوا تشه چوکۍ پورته کړله او لاړله. (تشه چوکۍ یې په کار وه)🙂

#ژباړه

18/06/2023

کله چې مونږ یو چاته وایو:دا نشتوالی دي په کوم علت؟"""..
ځکه چې نشوو ورته ویلی: "یادېږې مې"
او بل وایو "چېرته ورک شوې؟. """.. ځکه ملامت نه شو چې پوښتنه مو ونه کړه
او کله کله چاته وایو: "ته په خپل ارزښت او زما په زړه کې په ځای نه پوهېږې". ځکه نشو ورته ویلی چې مینه ورسره لرو، او
په ټینګار سره پوښتنه کوو: "مونږ خپل د شتونوالې په اړه مطمءن کړه ".. ځکه چې مونږ په ساده ډول له هغه څخه نشو غوښتلی چې مونږمه پریږده او مونږ له هغه پرته ژوند نشو کولی..
زمونږ د ټولو ویل شویو خبرو تر شا.. تر ټولو ژور ښکلي احساسات پټ وي...
زمونږ د خبرو او مطلب ترمنځ لوی توپیر دی...🖤
کاینات خان (هوتک)

18/06/2023

#زما مور یوه خبره همېشه کوي:
هغه ځای ته مه ځه چي خواړه د سرو زرو په لوښو کي در کوي مګر عزت دي نه کوي.
ما درک کړې له انسانانو سره چي څونه نږدې کېږې هغونه سپکېږې او دوی لیري ځي،
نو ځکه په دري کي یو متل دئ وای: دوري و دوستي.
او پښتانه متل کوي چي ډېر سي ګنډېر سي.
او اخیره دا چي له خلکو سره اکټینګ مه کوئ چي څنګه یاست هغه سي ځان ور و ښایاست اکټینګ اخیر افشا کېږي.
(له ټولنیزو درسونو)

17/06/2023

نوي فیصده(%90) خلک ددی له وجی نه ناکمییږي چی ګوندی دوۍ لوړ هدف ټاکي او ورته نه رسیږي بلکی له دی وجی ناکامیږي چی دوی ټیټ هدف ټاکلی وو او ورته رسیدلي دي.
نو کله که یو څه دی غوښتل او ورته ونه رسیدی، مه مایوسه کیږه، الله ج به حتما له هغه ډیر غوره څه درته په نصیب کړي.

16/06/2023

حسن ته که درد د بدنامۍ رسي
مینه دی یو دوه قدمه شاته شي!

16/06/2023

ژوند رانه بې حده پورته شوی دی
قد ورته سعوده زما نه رسي

#ژوند

15/06/2023

زیبایی کجا شد ، رنگ و نسب کجاست.؟
زبان ها کجا شد و اعتبار و رتبه ها کجا؟ ثروت کجا و پول کجا. ? تکبر کجا و سرگرمی و لذت کجا؟ چشم های با سرمه کجاست ماندی؟

خدایا از تو عاقبت بخیر می خواهیم، ​​خدایا ما را از دنیا نگیر مگر اینکه از ما راضی هستی.
خدایا اموات ما و همه مسلمانان مرده را رحمت کن ☝🏻🕋🤲🏻
یا الله ج😭😭😭

15/06/2023

ناکام زوی

تۀ زړېدې، ما نشول کولای چې لۀ وخت سره وجنګېږم او تا ځوانه وساتم، هر وخت چې دې ویښتو کې پیدا شوي نوي سپین تار ته متوجه کېږم داسې احساسوم لکه وخت چې دې زما لۀ ګوتو مروړي، د لاسونو، مخ او پښو ګونځې چې دې وینم احساسوم لکه ظلم چې راسره کېږي، لکه زما لۀ ګوتو او غېږې چې پۀ زوره اخیستل کېږې، کټ مټ لکه څوک چې د ماشوم لۀ لاسونو یو څۀ پۀ زوره اخلي، زړۀ مې غواړي ماشوم غوندې پۀ ځمکه کېنم د دې ظلم پۀ خلاف چېغه کړم، خو څۀ فایده؟ دا احتجاج نه د ځمکې او نه د اسمان مخلوق ته معقول او د منلو وړ دی.
زۀ یو ناکام زوی یم، نن چې د پیسو ګټلو وخت دی زۀ پۀ زده کړو بوخت یم، سبا کۀ زۀ پیسې وګټم څۀ فایده؟ تا خو به دا کړاو وخته زغملی وي، زما نۀ یادېږي چې تا تیر ځل ځانته څۀ وخت کالي کړي وو، خو زما یادېږي چې تېر ځل دې ماته او زما نورو خویندو ورونو ته څۀ وخت کالي کړي وو، یو ځل بیا یې وایم، زۀ یو ناکام زوی یم، تا چې هر څۀ کولای شول ودې کړل راته، ښوونځي کې دې شامل کړم، د دین زده کړې ته دې ولېږلم، هره ورځ دې زما خدمت وکړ، کالي دې راته ووینځل، ډوډۍ دې راته تیاره کړه، راویښ دې کړم، سر کې دې راته ګوتې ووهلې، والۍ دې راته خرڅې کړې، زۀ دې وستایلم سره لۀ دې چې وړ یې نۀ وم، خدای خبر څومره کارونه دې وکړل، زۀ یې نشم حسابولای، تر ننه او خدای خبره تر څۀ وخته؟
ماته وخت لا دا فرصت نۀ دی راکړی چې ځان یو ښۀ او کامیاب زوی ثابت کړم، یو د مور د سترګو تور زوی، مورې! خیر دی ځوانه پاتې شه! منتظر شه، دومره چې زۀ هغه پړاو ته ورسېږم چې ستا خدمت پیل کړم، زۀ لږ وخت ته اړتیا لرم، ګنې زۀ به ټول عمر همدا د ناکامۍ احساس لرم.

مور ورځ

11/06/2023

‏ګوره پخپله به پخلا شو سره
نه دي، دا نه دي د جرګو خبرې

~ح،بابا

11/06/2023

دروېشه! ما به کتل یار ته چي سا واخلم که نهٔ
دهٔ به ویَل چي درته زهٔ بیا اشاره کومه🌺🌷

( )

10/06/2023

پوهانو يو شمېر موږکان د اوبو ډنډ ته وغورځول، ټولو موږکانو وکولی شول يوازې ۱۷دقيقې ژوند وکړي او په پای کې مړه شول. سره له دې چې دوی پوهيدل موږکان له ۱۷ دقيقو زيات ژوندي نه پاتې کيږي، دوهم ځل يې په هماغه شمېر نور موږکان ډنډ ته ور ګوزار کړل
دا چې پوهانو له اووه لسمې دقيقې وروسته د موږکانو له مرګ څخه خبرداری درلود دا ځل يې ټول موږکان يې له اووه لسمې دقيقې وړاندې له ډنډ څخه راټول کړل چې ټول ژوندي پاتې شول. موږکان له څه مودې ساه اخيستنې او آرام څخه وروسته بېرته ډنډ ته ور وغورځول شول.
آيا فکر کولی شئ دا ځل موږکان څو دقيقې ژوندي پاتې شول؟
۲۶ ساعتونه يې ونيول ترڅو موږکان مړه شول
دوی په دې هيله چې يو څوک به راځي دوی به بيا ژغوري پوره ۲۴ ساعته طاقت وکړ.
هيله د ژوند بهترينه او لوړترينه محرکه قوه ده.
ټول مينان چې يو بل ته ونه رسيدل!
ټول هټۍ وال او سوداګر چې زيات تاواني شول!
ټولو هغو ناروغانو چې روغتيا پيدا نکړه!
او ټولې هڅې چې بې پايلې پاتې شوې!
دا ټول او ټول د هيلې له لاسه ورکولو له وجهې وو.

تل هر سبا ته هيله من اوسه!
تل د خدای ج رحمت ته هيله من اوسه!
ټول ژوند هيله او اميد!!!
په هر چا کې د ځان وژنې فکر په ده پورې اړه لري
يو څوک ښکلی لباس نه اغوندي
يو څوک هيلې نه لري
يو څوک زده کړو ته ادامه نه ورکوي
يو څوک خپل ځان ته نه رسي
يو څوک تل غمجنې سندرې اوري
يو څوک له ځانه يادګاري تصوير نه اخلي
يو څوک مينه نه کوي
يو څوک مينه نه مني
او ....

دا وجهه ده چې ځينې کسان په ۳۰ کلنۍ کې مړه شي او په ۸۰ کلنۍ کې خاورو ته وسپارل شي.
پائولو كوئيلو

27/05/2023

ورځ دې څرنګه تېره شوه؟
نن د يو چا ورځ داسې تېره شوه چې د پلار مرګ په ملا غوټ مات کړ
يو بل د ژوند د سترې هستي (مور) وروستۍ سلګۍ وليدې
يو چا پکې د زړه ټوټه پخپل لاس ګور ته ښکته کړ
او هلته د يو چنار غوندې دنګ ځوان راپرېوتو ټول کلی ولړزاؤه
د يو چا د ښاپېرۍ په شان لور د ناوړه رواج له مخې په بدو کې ورکړه
خو ستا ورځ تېره شوه او څه دې له لاسه ورنکړل
نو هغه ذات ته د مننې او شکر سر ټيټول پکار دي چې له تا يې هيڅ هم اخيستلي نه دي. (الحمد الله)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

Category

Website

Address


Kabul
Other Education in Kabul (show all)
د افغانستان د ژباړې ملي مرکز د افغانستان د ژباړې ملي مرکز
Kabul
Kabul

د افغانستان د ژباړې او څيړنې مرکز غواړي، د معياري ژباړې له لارې کورنۍ وړتياوې لوړې کړي، پدې برخه کې، روزنيزې چارې په غاړه واخلي او په هېوا?

ECONOMIC TEACHINGS OF MUHAMMAD (PBUH) ECONOMIC TEACHINGS OF MUHAMMAD (PBUH)
Kabul

This is a High time when the entire world needs to look into the simple but long term economical sol

Tech Academy Tech Academy
Kabul

English Learning Center English Learning Center
Kabul

We recommend using this English learning page. It is the world's leading page suite for perfecting s

پلچرخی د ښوونیزو مراکزو اتحادیه پلچرخی د ښوونیزو مراکزو اتحادیه
Pul_e_charkhy
Kabul

دا اتحادیه غیر سیاسی او مستقله ده. او د ښوونیزو مراکزو ?

Dreamed School Dreamed School
Kabul

Dreamed School is a newly established online school offers unique and high-quality education services

Improving English skills Improving English skills
Kabul

We help you to improve your english language easily and basically.

Nasl E Bartar Training Center مرکز آموزشی نسل برتر Nasl E Bartar Training Center مرکز آموزشی نسل برتر
Kabul, 1003

ما با هم آینده را میسازیم

Rayan Academy Rayan Academy
Kabul
Kabul, 1004

3 months

Eshraq Online Islamic Academy Eshraq Online Islamic Academy
Shahri New Kabul
Kabul, 1001

Eshraq Online Islamic Academy is an online learning center registered in Afghanistan providing Islam