Sifat khan

سلام علیکم

24/12/2023

که سړی د کوم کار اراده وکړی او دهغه په شروع کې د شک او ترديد په حال کې وی یعنی نه پوهيږي چه پدی کار کې به زما خير وي او که شر نو پداسې وخت کې مسلمان ته پکار ده چه د الله تعالی څخه مشوره او صلاح وغواړی چه هغه د استخاری لمونځ او دُعا ده .

په حديث شريف کې ددی ډير ترغيب راغلی دی او نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلی دی چه د الله تعالی څخه صلاح او مشوره نه طلبول او استخاره نه کول د بدبختی او کم نصبۍ خبره ده که چيری څوک واده کوي او يا د سفر اراده لری نو استخاره دې وکړي ان شآء الله چه نتجه به یې ښه وي .

همدارنګه درسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد دی : د استخاری کوونکی کله هم نه نامراده کيږي او مشوره کوونکی کله هم نه پښيمانه کيږي او له اقتصاد او کفايت څخه کار اخيستونکی کله هم نه اړ کيږي .

د استخاری د لمانځه طريقه داده چه اول به دوه رکعته نفل لمونځ وکړی او د لمانځ نه ورسته په اخلاص او ښه نيت دا دعا ووائي .

اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْتَخِيرُكَ بِعلْمِكَ، وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ، وَأَسَأَلكُ مِنْ فَضْلِكَ العَظيمِ، فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَلا أَقْدِرُ، وَتَعلَمُ وَلا أَعلَمُ، وَأَنتَ عَلاَّمُ الغُيُوبِ، اللَّهُمَّ إِنْ كُنتَ تَعلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمرَ خَيْرٌ لي في دِينِي وَمَعِيشَتي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي أَوْ قَالَ في عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ فَيَسِّرهُ لي، ثُمَّ بَارِكْ لي فِيهِ، وَإِنْ كُنتَ تَعلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمْرَ شَرٌّ لي في دِينِي وَمَعِيشَتي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي، أَوْ قَالَ في عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ فَاصْرِفْهُ عَنَّي وَاصْرِفني عَنهُ وَاقُدْرْ ليَ الخَيرَ حَيْثُ كَانَ ثُمَّ أَرضِني بِهِ. (بخاري ،مسلم او ابن ماجه ).

کله چه په مخکني دعا کې هَذَا الأَمْرَ ته ورسيږي کوم کار چه قصد او اراده يې لری هغه به په زړه کې را وګرځوي .

بيا به په اُداسه مخ پر قبله بيده شي .

ځنو صالح او ښو خلکو ويلی چه که په خوب کې سپين او شنه شی ووينی ښه به وي او که تور او سره شی ووينی بد به وي او که هيڅ خوب ونه وينی نو بيا به د زړه ارادی ته ګوری چه زړه يې پر هره لاره مايل وي همغه لاره به غوره کړي .
ماخذ:- څلویښت لمونځونه
له ملگرو سره یی شریک (شئير)کری مننه

22/12/2023
20/12/2023

نن ورځ دسالنگونو افتتاح ده

19/12/2023
19/12/2023
19/12/2023
17/12/2023

بِسْـــــــــــــــــــــــمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
1402/09/26

ورځ : یکشنبه
حدیث شریف🌸 🌺 🌹
ترجمه : ّّّّّْ‏﷽ ‌‌‏
او حضرت عبد الله بن عمر رض روایت کوی چی رسول الله ص آرشاد وفرمایل د اسلام بنیاد په پنځه شیانو ولاړ دی اول ددی خبری زړه سره اقرار کول او ګواهی ورکول چی الله نه بغیر بل معبود نشته او محمد ص د الله بنده او رسول دی دوهم پابندۍ سره مونځ کول دریم زکات ورکول څلورم حج کول پنځم د رمضان روزی نیول . بخاری ومسلم .

🌷 🌺 🌸

14/12/2023
14/12/2023
14/12/2023
14/12/2023

دباران لپاره دعا

◀ تمه ده دا آیت شریف په ټول افغانستان کښي د باران د اورښت لپاره تلاوت کړل شي ، نو هیله ده د ټولو دوستانو سره په انفرادي ډول او ټولو ګروپونو ته یې د باران د اورښت لپاره شریک کړئ .

👈 [سُوۡرَةُ الشّوریٰ : ۲۸ : وَهُوَ الَّذِى يُنَزِّلُ الْغَيْثَ مِنۢ بَعْدِ مَا قَنَطُوا وَيَنشُرُ رَحْمَتَهُۥ ۚ وَهُوَ الْوَلِىُّ الْحَمِيدُ .

هماغه ذات دى چې د خلكو له ناهيلي کېدو څخه وروسته باران اوروي او خپل رحمت خوروي ، او هماغه د ستايني وړ سرپرست دى .

📢 ځیني خلګ د قرآنکريم په نشرولو شرميږي .
یا الله ﷻ هر څوک چي دغه آیت شریف ستا د رحمت د اورښت لپاره نشر کړي د دنیا او آخرت بریا یی په نصیب کړه.

14/12/2023

یوه ورځ رسول الله(ﷺ) د صحابه کرامو
سره ناست وو.
نو لمړئ یې له حضرت ابوبکر صدیق رض څخه پوښتنه وکړه!
دنیا کې درته کوم شیان محبوب دي؟
ابوبکر الصدیق رض وفرمایل:
درې شیان،
ستا تر مخه کیناستل، تاته کتل او پر تا د مال خرچ کول.

بیا رسول اللهﷺ حضرت عمر رض ته وفرمایل: تاته دنیا کې کوم شیان محبوب دي؟
عمر رض وفرمایل: درې شیان،
امر بالمعروف ( په ښو کارونو آمر کول) اګر که پټ هم وي،
نهي عن المنکر ( د بدو کارونو منعه کول) اګر که ښکاره هم وي او حقه وینا کول اګر که ترخه هم وي.

بیا رسول اللهﷺ حضرت عثمان رض ته وفرمایل:
تاته دنیا کې کوم شیان محبوب دي؟
عثمان رض وفرمایل درې شیان،
د ډوډۍ ورکول، سلام اچول( خورول) او د شپې داسې وخت کې لمونځ کول چې خلک ویده وي ( تهجد) .

بیا رسول اللهﷺ حضرت علي رض ته وفرمایل:
تاته دنیا کې کوم شیان محبوب دي؟
علي رض وفرمایل: درې شیان،
د میلمه عزت او درناوی کول، د ګرمۍ موسم کې روژې نیول او دوښمن په توره وهل.

بیا رسول اللهﷺ حضرت ابوذر غفاري رض ته وفرمایل:
تاته دنیا کې کوم شیان محبوب دي؟
ابوذر غفاري رض وفرمایل: درې شیان،
لوږه، مرض او مرګ .
رسول اللهﷺ وفرمایل: ولې دا درې درته محبوب دي؟
ابوذر رض و فرمایل: لوږه زړه نرموی او عاجزع کوي، مرض ګناهونه کموي او مرګ مې د رب تعالی د ملاقات سبب ګرځي.

پدې وخت کې حضرت جبریل علیه السلام ځمکې ته رانازل شو،
ویې فرمایل: ماته ددنیا درې شیان محبوب دي، د رسالت پیغام وړل، د امانتونو اداء کول او د مسکینانو سره مینه کول.
بیا جبریل علیه السلام آسمان ته پورته شو،
دوباره بیا رانازل شو،
رسول اللهﷺ او صحاباو ته یې وفرمایل:
الله تعالی پر تاسو سلام وایي،
او فرمایي ماته درې شیان محبوب دي،
ذکر کوونکي ژبه، ویریدونکی زړه او د مشکلاتو او غمونو پر وخت صبر کوونکی بدن.

Want your business to be the top-listed Media Company in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

هاهاها

Category

Telephone

Website

Address


Kabul
0093
Other Podcasts in Kabul (show all)
TWP TWP
Kabul, 00000

The War Podcast will put a human face on war, increasing listeners’ understanding of this phenomenon.

Kabul Star Production Kabul Star Production
Verified
Kabul, 0093

verified

مدیریت سواد آموزی ولسوالی میربچه کوت مدیریت سواد آموزی ولسوالی میربچه کوت
آدرس: بازار ولسوالی میربچه کوت ، عقب شِفا خانه بیست بستر
Kabul, 08

Mirbachakoot District Literacy Management مدیریت سواد آموزی ولسوالی میربچه کوت

Signal. RF Signal. RF
Karteh Parvan High School Nadereyah
Kabul

Expert signal RF

Dr SH Dr SH
دار وی که زندان وی که شړنګا د زولنو, موږ به د وطن دسرلوړې سندری بولو
Kabul

‎وطن پرستان پاچاهي نه غواړي، یوازې د ملي ارزښتونو او ملي ګتو ساتنه غواړي.

DELL Computer STORE DELL Computer STORE
Asia Bussines Centerkote-sange
Kabul

New computers whole sale and retail in Afg Unofficial dell in afg