STR News

A voice for peace and freedom

11/12/2023

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په پاکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو له کډوالو عالي کمیشنرۍ سره د ۷۷ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ. ویسټ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې پاکستان ته یې د خپل سفر په بهیر کې د ملګرو ملتونو له کډوالو عالي کمیشنرۍ او د مهاجرت نړیوالې ټولنې له مشرتابه سره خبرې اترې او غونډې وکړې. هغه ټینګار کړی؛ ویاړي، چې امریکا په روان کال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمیشنرۍ سره ۷۷ میلیونه او د کډوالۍ نړیوالې ټولنې سره ۹ میلیونه ډالر مرستې کړې دي. د توماس ویسټ د څرګندونو له مخې؛ د دې غونډې هدف په پاکستان کې له افغان کډوالو په ځانګړي توګه زیان منونکو وګړو او له خطر سره مخ کسانو ملاتړ و.

11/12/2023

لوګر کې د څلور کیلو متره حلقوي سړک د جوړېدو چارې پیل شوې. د پل علم ښاروالۍ مسوولین وایي چې یاد حلقوي سړک د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست څخه د اطفایې تر آمریت پورې غځېدلی او په وینا یې د جغل اچونې او هوار کارۍ چارې یې نن پیل شوې. د مسوولینو په خبره یاد سړک د پل علم ښاروالۍ په امکاناتو او ماشینریو رغول کېږي. د لوګر ولایتي چارواکي وايي، د یاد سړک په جوړېدو سره به د سلګونو ښاریانو ستونزې حل شي. د مسوولینو په خبره د یاد سړک د جوړېدو چارې به د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

11/12/2023

د کډوالو او بېرته راستنېدوکو چارو وزارت وايي، چې پرون له ایران څخه ۱۶۹۰ تنه افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي. دغه وزارت وايي، په یادو کډوالو کې یو شمېر یې د ایران حکومت له لوري په جبرې توګه او یو شمېر یې هم په خپله خوښه هیواد ته را ستانه شوي دي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت دغه کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي خو دا یې نه دي ویلي چې له دغې مرستې وروسته له ګاونډیو هیوادونو څخه د راستنو شویو کډوالو سره نورې مرستې هم کوي که نه. همدارنګه د کډوالو او را ستېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې اونۍ د شنبې او یکشنبې په ورځو ۶۸۵ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه را اېستل شوي او د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې هیواد ته را ستانه شوي.

11/12/2023

د ترکیې یو شمېر پانګوالو د اوبو او برېښنا له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د اوبو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده. له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې سرپرست وزیر ویلي، افغانستان له بېلا بېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید ظرفیتونه لري او دوی په دې برخه کې د هر راز پانګونې هرکلی کوي. نوموړي ټینګار کړی، چې د دواړو لورو د مسوولینو ترمنځ د لا زیاتي همغږۍ په موخه دې تخنیکي ناستې ترسره شي، ترڅو ډېر ژر د دې پانګونو لپاره زمینه چمتو او عملي چارې پیل شي. ترکیي پانګوال په داسې حال کې د اوبو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښيي چې سرپرست حکومت وايي، هڅه کوي د هېواد ټولې اوبه کنټرول او له دې برخې څخه د برېښنا او کرنې سکتور ته وده ورکړي.

11/12/2023

د سمنګانو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د ۷.۷ کیلومتره سړک د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د سمنګانو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ثمرالدین شاهرخي وايي، چې د یاد ولایت د مرکز ایبکو د کارتې ابومسلم ښارګوټي په ساحه کې ۷.۷ کیلومتره سړک د رغولو چارې د یونپس دفتر په مالي ملاتړ د ۲ میلیونه افغانیو په لګښټ بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. یاد سړک ۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په بشپړېدو سره یې د ۱۲۳۲ کورنیو ترانسپورټي ستونزې لرې شوي او د سیمې یو شمېر کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې وه.

11/12/2023

د تاجکستان، قرغزستان او پاکستان د برېښنا وزیرانو د کاپ۲۸مې غونډې په څنډه کې له افغانستان څخه غوښتي چې د برښنا د لېږد په کاسا۱۰۰۰ پروژه کې فعاله ونډه واخلي. د کاسا۱۰۰۰ پروژه هغه پلان دی چې له مخې به یې له تاجکستان او قرغزستان څخه ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان او بیا پاکستان ته رسېږي او ۵۶۲ کیلومتره له افغانستان څخه تېرېږي. په همدې حال کې د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي چې په افغانستان کې د کاسا۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد پروژې ۵۰ سلنه کار بشپړ شوی او د دې پروژې د بیا پیل لپاره هڅې روانې دي. د دغه وزارت ویاند مطېع الله عابد وايي، د دې پروژې د عملي کېدو لپاره طرحه کابینې ته لېږل شوې، څو یې د خصوصي سکټور پر مټ عملي کړي او په خبره یې، ۴۵ میلیونه ډالره ګټه یې افغانستان ته رسېږي.

ملي ټیم ته د غوراوي په موخه په کابل کې د آس ځغاستې سیالۍ تر سره شوې 11/12/2023

ملي ټیم ته د غوراوي په موخه په کابل کې د آس ځغاستې سیالۍ تر سره شوې. د آس ځغاستې سیالۍ په افغانستان کې اوږد تاریخ لري، خو د نورو لوبو په راتګ سره یاده لوبه لږ څه کمرنګه او پيکه شوې ده، چې اوس يې یو ځل بیا د را ژوندي کېدوپه پار هڅې پېل شوې دي. نور حال په دې ویډیویي راپور کې...

ملي ټیم ته د غوراوي په موخه په کابل کې د آس ځغاستې سیالۍ تر سره شوې A Voice for Peace and Freedom🔴 Subscribe to STR News YouTube Channel: https://www.youtube.com/channel/UC4WyZ7xnwuaEYs_L3obe0wA/about👉🏼STR News Twitter: ht...

11/12/2023

د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره د ترکیې له زندانونو د افغانانو په ازادېدو، د افغان کډوالو د ستونزو پر حل او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې. د کډوالو چارو سرپرست وزیر په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې له افغان کډوالو سره باید د اسلامي لارښوونو په رڼا کې چلند وشي او د ترکیې له سفیر څخه یې غوښتي، چې د غیرې قانوني کډوالو لپاره دې پر قانوني تګلاره کار وشي او افغانانو ته دې ویزې او نورې اسانتیاوې برابرې شي.

11/12/2023

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په روان لمریز کال کې د تازه میوو د حاصلاتو د زیاتېدو خبر ورکوي. د دغه وزارت ویاند وايي، چې سږ کال د تازه میوو حاصلات ۳۰ سلنه زیات شوي او دغه وزارت هڅه کوي، چې کروندګرو ته نورې اسانتیاوې برابره کړي. په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم ټینګار کوي، چې په تېرو ۸ میاشتو کې د ۱۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت تازه میوه پاکستان، هند، آلمان، تاجکستان او ترکیې ته صادره شوې ده. بلخوا یو شمېر سوداګر وايي، د صادراتو په موسم کې د هېواد د بندرونو تړل کېدل، یوه لویه ننګونه ده او له سرپرست حکومت غواړي، چې په دې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

11/12/2023

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کندهار ولایت د سفر پر مهال د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي د تدریسي روغتون د رغولو د چارو د پيل په مراسمو کې ویلي، چې سرپرست حکومت په هېواد کې د لوړو زده کړو د کیفیت لوړولو ته ژمن دی. نوموړي ویلي، د لوړو زده کړو د بهیر د پياوړتیا لپاره به سرپرست حکومت، هېواد کې دننه له خپلې بودجې د پوهنتون د استادانو د ظرفیت لوړونې برنامه هم پيل کړي. خو محصلین بیا د عملي زده کړو لپاره پوهنتونونو کې د عصري امکاناتو پر زیاتوالي ټینګار کوي.

11/12/2023

په دې وروستيو کې قوش تېپې کانال ته د سياحت او تفرېح لپاره د سیلانیانو ورتګ زیات شوی. له کابل څخه تللي يو شمېر سيلانيان د ياد کانال په ليدو خوښي ښيي او وايي، چې پخوا يې د اوبو دغه ستر کانال پرخواله رسنیو ليدلى وو، خو اوس یې له نڔدې په ليدلو سره د خوښۍ احساس کوي. د قوش تېپې کانال یو شمېر ساحوي مسوولين وايي، په دې وروستیو کې د دې کانال ښکلې فضا او شنو روانو اوبو د ګڼ شمېر کورنيو سيلانيانو پام ځان ته ور اړولی دى. دوی وایي، د جمعې په ورځو کې په زرګونه کسان له بېلابېلو ولایتونو څخه د تفریح لپاره ورځي.

11/12/2023

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد په ۸ ولایتونو کې د واورې د اورېدو اټکل کړی دی. یاد وزارت ویلي، چې نن او سبا ورځ په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، بغلان، پروان، پنجشېر، نورستان او سالنګونو په ګډون د واورې اورېدو اټکل شوی دی. دغه وزارت زیاته کړې چې په بېلابېلو برخو کې د واورې د اورښت کچه له ۱۰- ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

د افغانستان بانک: تیره میاشت کې مو ۳.۵ میلیارده زاړه بانکنوټونه سوځولي 11/12/2023

د افغانستان بانک ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې د هېواد په څلورو زونونو کې څه باندې ۳،۵ میلیارده زاړه بانک نوټونه راټول او سوځولي دي.

د افغانستان بانک: تیره میاشت کې مو ۳.۵ میلیارده زاړه بانکنوټونه سوځولي د افغانستان بانک ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې د هېواد په څلورو زونونو کې څه باندې ۳،۵

د امریکا په تینیسي ایالت کې شدید توپان ۶ کسان مړه کړي 11/12/2023

د امریکا د تینیسي ایالت چارواکو خبر ورکړی دی، چې په دغه ایالت کې شدید توپان ۶ کسان مړه او ۲۳ تنه نور ټپیان کړي دي.

د امریکا په تینیسي ایالت کې شدید توپان ۶ کسان مړه کړي د امریکا د تینیسي ایالت چارواکو خبر ورکړی دی، چې په دغه ایالت کې شدید توپان ۶ کسان مړه او

د پنجشېر برېښنا ریاست: روان کال مو نږدې ۸ میلیونه عواید راټول کړي 11/12/2023

د پنجشېر ولايت د برېښنا ریاست مسوولینو خبر ورکړی دی، چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه یې نږدې ۸ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي دي.

د پنجشېر برېښنا ریاست: روان کال مو نږدې ۸ میلیونه عواید راټول کړي د پنجشېر ولايت د برېښنا ریاست مسوولینو خبر ورکړی دی، چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه یې

بلخ کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې 11/12/2023

د بلخ ولایت ولایت چارواکو خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.

بلخ کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې د بلخ ولایت ولایت چارواکو خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت

10/12/2023

په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۹۱ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۹۱ زره ۳۳۹ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۱۲۱۱ ټنه توکي صادر شوي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.

10/12/2023

په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو له امله د ویجاړو شویو تاریخي ودانیو د بیارغونې چارې پيل شوې. دوه میاشتې وړاندې د زلزلې له امله د دغه ولایت ډيری تاریخي ابدات زیانمن شوي وو. د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې اوسمهال هڅه کوي، چې د یادو ودانیو د لا ویجاړېدو مخه ونیسي، خو په راتلونکي کال کې به د دغو تاریخي ابداتو د بیارغونې بنسټیز کار پيل شي. د هرات اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت منارونه او نورې تاریخي ودانۍ هم جدي ساتنې او پاملرنې ته اړتیا لري. دامهال د اختیارالدین کلا د برجونو ساتنه شوې او د ویجاړو شویو برخو د بیارغونې چارې یې روانې دي. هغه انجینیران چې اوسمهال د دغو تاریخي ودانیو په بیارغونه بوخت دي، وايي، چې د مسلکي کارګرانو د نشتوالي له امله د کار بهیر ورو پر مخ ځي.

10/12/2023

په ميدان وردګو ولايت کې د ۳۰ ميليونه افغانيو په لګښت د عامې روغتیا رياست اړوند ۵ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په دغه پروژو کې د چک او سیدآباد ولسوالیو د روغتونونو بيارغونه، طبي وسایل، او ملک محمد خان روغتون ته د برېښنا رسولو پروژې شاملې وې. د عامې روغتيا وزارت اداري معین محمد اسحاق صاحب زاده د يادو پروژو د پرانيستې پر مهال وویل، چې یاد روغتونونه چې په تېرو جګړو کې ویجاړ شوي وو، له سره ترمیم او یو شمېر پرمختللي طبي ماشینونه ورته وسپارل شول. په ورته وخت کې د ياد ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر زرک ځیرک ویلي، چې په یادو پروژو کې د سیدآباد ولسوالۍ روغتون کې د بستر لپاره ودانۍ، د دواړو روغتونونو ترمیم، او طبي وسايل شامل دي. نوموړي زیاته کړه، چې د دې سربېره يې د سیدآباد ولسوالۍ روغتون لپاره ۲۴ ساعته برېښنا هم برابره کړې ده.

10/12/2023

د ریاست الوزرا اداري مرستیال، د ترکیې د عارفان موسسې له رییس عمر فاروق مدرس اوغلو سره کتلي دي. په دې کتنه کې د عارفان موسسې رییس، په افغانستان کې د سراسري امنیت پر تامین خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې د ترکیې پانګوال غواړي په افغانستان کې د انرژۍ، مواصلاتي لارو، کانونو استخراج، لوژستیک او ساختماني برخو کې پانګونه وکړي او د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي چې په دغو برخو کې ورته د لازمو امکاناتو په برابرولو ورسره همکاري وکړي. د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې سرپرست حکومت په افغانستان کې هر ډول پانګونې ته زمینه برابره کړې او له ټولو پانګه والو او سوداګرو څخه غواړي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. هغه ویلي، سرپرست حکومت سوداګرو او پانګه والو ته د هر ډول لازمو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې له خپلو هر راز هڅو درېغ نه کوي.

10/12/2023

هرات کې د برېښنا ریاست مسوولین وایي د روان کال له پيله راهیسې یې څلور نیم میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي. د دغه ولایت د برېښنا رییس محمد معراج ویلي، چې پلان لري د برېښنا څرنګوالي کې د بدلون راوستلو په موخه زاړه میترونه، مزي او نور وسایل بدل کړي. نوموړي خبرداری ورکړی، چې د غیرې قانوني برېښنا کارولو په صورت کې به له متخلفینو سره قانوني چلند وکړي او پرې به نږدي، چې د هرات له برېښنا څخه غلا وشي. معراج دغه راز د هرات نورو سیمو ته د برېښنا له غځولو هم خبر ورکوي، وایي چې له ترکمنستان څخه د راغلې برېښنا له مزو د ۲۲۰ کیلو واټه تقویتي سب سټېشن د رامنځته کولو پلان تر لاس لاندې دی او ټاکل شوې د دغه ولایت څلورو نورو ولسوالیو کرخ، پښتون زرغون، اوبې او چشت ته برېښنا ولېږدول شي.

10/12/2023

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د هرات نورالجهاد سب سټېشن د ریټینګ وال برخې د کېندلو، قالب بندۍ او کانکرېټ اچولو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي. د افغانستان برېښنا شرکت پر خپله ټویټر پاڼه دا هم ویلي، چې اړوند تخنیکي کارکوونکي شپه او ورځ هڅې کوي، چې پاتې چارې ژر تر ژره بشپړې او یاد سب سټېشن ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یاد سب سټېشن ظرفیت ۱۲۵ مېګا ولټه دی، چې د چارو په بشپړېدو او فعالېدو سره به یې په یاد ولایت کې زرګونه نویو پېرودونکو ته برېښنا برابره شي. د دې سب سټېشن چارې د افغانستان برېښنا شرکت په مالي لګښت، د ترکمن انرګو قراردادي شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي.

10/12/2023

د ننګرهار کانال رياست مسوولين وايي، چې د زیتونو سږنی حاصل څه کم درې سوه ټنه دی، چې درې زره لیتره خالص تېل به ترې ترلاسه شي. د ننګرهار د کانال ریاست رييس غلام الرحمن کظیم وایي، چې تېر کال د زیتونو حاصلات ۱۵۰ یا ۱۶۰ ټنه وو، خو سږ کال به شاوخوا ۳۰۰ ټنه زیتون ترلاسه کړي. د زیتونو په فابریکه کې پهکار بوخت کسان وايي، خوښ دي، چې د کورنیو تولیداتو په فابریکه کې ورته د کار زمینه برابره شوې؛ خو له مسوولینو غواړي، چې د زیتونو فابریکې د نور پرمختګ لپاره دې دغې فابریکې ته پاملرنه زیاته شي. د ننګرهار کانال رييس وايي، د زيتونو د توليد په شرکتونو کې ۷۰۰ کسان په مستقيم ډول او څه باندې څلور زره کسان په غير مستقيم ډول کار کوي.

10/12/2023

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي چې په تېره یوه میاشت کې د دغه ولایت له بېلابېلو تاریخي او تفریحي سیمو څخه ۱۴۰ بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې ده. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي په دغه ولايت کې د اختیارالدين کلا څخه د ليدنې پر مهال ویلي، چې د هرات د ټولو تاريخي آبداتو ساتنه يې د ادارې مسووليت دى. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر رحمت الله محمدي ویلي، چې بهرنیو هېوادونو څخه ۱۴۰ سیلانیان ورغلي او د یاد ولایت له بېلابېلو تاریخي او تفریحي سیمو څخه یې لیدنه کړې ده. د هرات د ملي موزيم مدیر عبدالجبار نورزى وايي چې د روان کال له پیله تر دې دمه ۹ زره کورني او بهرني سیلانیان ورغلي دي. نوموړي وویل چې دوی هڅه کوي د سیلانیانو لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې او د ګرځندوی صنعت ته وده ورکړي.

10/12/2023

د هلمند ولایت په مرکزي کرکټ لوبغالي کې د لښکرګاه ښاروالۍ او بست خصوصي پوهنتون په مالي ملاتړ د څلورو ولایتونو ترمنځ د «قوش تېپې کانال» په نوم ولایتي سیالۍ پیل شوې. د یادو سیالیو د پیل پرمهال د دغه ولایت د کرکټ آمر محمد ذاکر عمري وویل چې دا سیالۍ د هلمند، کندهار، غزني او پکتیکا ولایتونو څخه ۶ لوبډلو په ګډون پیل شوې چې ۱۲ ورځې به داوم وکړي. نوموړي زیاته کړه د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی او د لوبغاړو د تجربو شریکول دي. ورته مهال یو شمېر لوبغاړي د دا ډول سیالیو په لاره اچول مهم ګڼي او وايي چې د دغه ډول سیالیو په لاره اچول د تجربو د شریکولو لپاره ګټورې بولي.

10/12/2023

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر، د ترکیې د «امي اوغلو مرمر» شرکت له رییس رجب مصطفی او د انادولو علماوو له رییس عمر فاروق سره کتلي دي. د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې، د کانونو سرپرست وزیر ویلي یې چې، افغانستان د کاني زېرمو له پلوه یو بډایه هېواد دی؛ په ټول هېواد کې ډاډمن امنیت دی او بهرني سوداګر کولی شي چې د افغانستان په کاني زېرمو په ځانګړې توګه د مرمر او رخام ډبرو په برخه کې پانګونه وکړي. دغه راز د یاد ترکي شرکت رییس د افغانستان او ترکیې د مشابه کانونو په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، چې شرکت يې له ۴۰ کلونو راهیسې په ترکیه کې د کان کیندنې په برخه کې کار کوي او د رخام او مرمر کانونو په برخه کې چې د افغانستان په هرات او کندهار کې شتون لري؛ پانګونې ته چمتو دي.

کابل ښاروالي: د ښارځینو برخو کې مو رغنیزې چارې ګړندۍ روانې دي 10/12/2023

د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ښار په بېلابېلو ځایونو کې یې د فرعي سړکونو او کوڅو کانګرېټ کولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

کابل ښاروالي: د ښارځینو برخو کې مو رغنیزې چارې ګړندۍ روانې دي د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ښار په بېلابېلو ځایونو کې یې د فرعي سړکونو او

د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې سړک او پلچکونه جوړ شوي 10/12/2023

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ۳۵ کیلومتره سړک او ۴۶ پلچکونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې سړک او پلچکونه جوړ شوي د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ۳۵ کیلومتره سړک او

په لغمان کې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت د مالټوبڼونه جوړېږي 10/12/2023

د لغمان ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو خبر ورکړی دی، چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام، الیشنګ، او قرغیو ولسوالیو کې پر ۲۸۰ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړېږي.

په لغمان کې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت د مالټوبڼونه جوړېږي د لغمان ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو خبر ورکړی دی، چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام،

د چاپېریال ساتنې اداره: د هوا ککړتیا سر چینې په کلکه څارو 10/12/2023

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د ژمي له راتګ سره د ښارګوټو او لوړپوړیزو ودانیو مسوولین دنده لري چې خپل د تودولو سیسټمونه برقي یا ګازي جوړ کړي.

د چاپېریال ساتنې اداره: د هوا ککړتیا سر چینې په کلکه څارو د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د ژمي

09/12/2023

له فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په اړه مالیې وزارت ویلي، چې د دغه وزارت په ادارو کې د فساد کچه صفر ته راټیټه شوې ده. د دغه وزارت ویاند پر خپله ایکس پاڼه ویلي، چې له فساد سره مبارزه د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه ده او په دې برخه کې به د یاد وزارت هڅې دوام ولري.

09/12/2023

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي چې د دغې کمیشنرۍ ارزونې ښيي چې په پاکستان کې د دغه هیواد د امنیتي ادارو له خوا د افغان کډوالو په نیولو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. دغې کمیشنرۍ يپرون په یو راپور کې ویلي چې د یوې میاشتې په موده کې په پاکستان کې شاوخوا ۲۸ زره افغان کډوال نیول شوي دي. دغې ادارې ویلي چې د سپټمبر د ۱۵ ورځې وروسته له ۴۴۸ زرو څخه زیات افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په دغه راپور کې ویلي چې د نومبر په میاشت کې تر ۲۴ زرو پورې افغان کډوال په جبري ډول له پاکستان څخه افغانستان ته شړل شوي دي.

09/12/2023

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په اسلام اباد کې له یوشمېر افغان کډوالو سره لیدلي دي. توماس ویسټ د دې لیدنې کتنې په اړه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د هغوی ستونزې یې اوریدلې دي او د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې، همداراز د کډوالۍ د نړیوال سازمان د ادارې له استازیو څخه یې مننه کړې ده چې د دې کډوالو ملاتړ کوي. ویسټ څرګنده کړې ده چې سږکال امریکا له ( یو این ایچ سي ار) سره ۷۷ میلیونه ډالره مرسته کړې ده چې د دې کډوالو ملاتړ وکړي. توماس ویست له درې ورځني سفر وروسته نن له اسلام اباده ولاړ. ده له پاکستاني چارواکو سره د دې سفر په ترڅ کې تر ډېره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې.

09/12/2023

د خوړو او درملو ملي ادارې رییس د یادې ادارې د خالي بستونو د الکترونیکي ازموینې په مراسم کې د دې پروسې د بشپړې رونټیا ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې سرپرست حکومت ژمن دی، تر څو کار اهل کار ته وسپاري. نوموړي زیاته کړې؛ هېڅوک د پېژندنې او واسطې پر بنسټ نه ټاکل کېږي. یاده ازموینه کې ګډ‌وانوالو د هېواد له بېلا بېلو برخو څخه ګډون کړی او د ازادې ازموینې له لارې به په اړوندو بستونو کې وګومارل شي.

09/12/2023

د سټنډرډ ملي ادارې ایران هېواد ته د ۸ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی. یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې پرون يې په نیمروز ولایت کې ۸ ټانکره بې کیفیته تېل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد کړي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.

09/12/2023

په اروزګان ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست فعاله او رییس ورته ټاکل شوی دی. په دې ولایت کې د وچې مهم قلمونه لکه بادام او انځر تولیدل، چې د هېواد د صادراتي توکو مهمه برخه جوړوي. تر دې دمخه سوداګر اړ وو تر څو خپلې سوداګریزې چارې له کندهار ولایت څخه سمبال کړي. د صنعت او سوداګرۍ چارو نوی ټاکل شوی رییس له پانګه والو او سوداګرو غواړي، تر څو په خپل ولایت کې د صنعتي پارکونو د جوړونې او سوداګرۍ چارو د پراختیا لپاره لاس په کار او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

09/12/2023

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ وايي، په اسلام‌اباد کې یې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو لپاره په اسانتیاوو خبرې کړې دي. ویسټ نن سهار پر خپله ټویټر ‌پاڼه لیکلي، هغه د دې هېواد د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر عباس جیلاني او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره کتلي دي. ویسټ زیاته کړې، امریکا په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره ولاړه ده. هغه له افغان کډوالو او له نړیوالو سازمانونو سره د پاکستان له چلند هم مننه کړې ده. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ د ډسمبر په اوومه پاکستان ته تللی و.

09/12/2023

په کندهار کې سږ کال د جوارو په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی دی. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، چې سږ کال یو شمېر کروندکرو په خپلو ځمکو کې جوار کرلي او ورسره به شاوخوا ۱۹ زره ټنه حاصلات راټول شي. خو کروندګر بیا وايي، د اوبو د کمښت او نباتي افتونو له امله یې حاصلات یوڅه زیانمن شوي دي. بزګران وايي، چې د حاصلاتو کچه يې ښه وه خو که چېرې د کرنې رياست له لوري پر وخت دوى ته اصلاح شوي تخمونه او نور امکانات ورکړل شي، د دوى د حاصلاتو کچه به څو برابره نوره هم لوړه شي.

سرپرست حکومت: د ټاپي پروژې د عملي چارو پیل ته چمتو یو 09/12/2023

د افغانستان سرپرست حکومت وایي، ټولې هغه ستونزې چې د ټاپي پروژې پر وړاندې خنډ بلل کېدې، حل شوې او افغانستان د یادې پروژې عملي کېدو ته بشپړ چمتووالی لري.

سرپرست حکومت: د ټاپي پروژې د عملي چارو پیل ته چمتو یو د افغانستان سرپرست حکومت وایي، ټولې هغه ستونزې چې د ټاپي پروژې پر وړاندې خنډ بلل کېدې، حل شوې او

بریتانیا له افغانستان سره ۵.۵ میلیونه پونډه مرسته کړې ده 09/12/2023

په افغانستان کې د بريتانيا سفارت چې په دوحه کې فعاليت کوي، اعلان کړی چې په افغانستان کې يې د ماين پاکولو لپاره پنځه نيم ميليونه پونډه مرسته کړې ده.

بریتانیا له افغانستان سره ۵.۵ میلیونه پونډه مرسته کړې ده په افغانستان کې د بريتانيا سفارت چې په دوحه کې فعاليت کوي، اعلان کړی چې په افغانستان کې يې د

Want your business to be the top-listed Media Company in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

په شیګل انګلیش اکاډمۍ کې تدریس کېدونکی سیستم
په شیګل انګلیش اکاډمۍ کې پلي کېدونکی سیستم

Category

Telephone

Address


Kabul
1006
Other TV Channels in Kabul (show all)
Hawa Tv Hawa Tv
Kabul

از همين حالا با ما بپيونديد، تلويزيون حوا بزودي .....!

Poya TV Poya TV
Kabul
Kabul, 1002

پویا پخش کننده مطالب علمی، , تحقیقاتی ،مذهبی و سرگرم کن?

Online Zdakra Online Zdakra
12 Distric
Kabul, 12

د موبیل او کمپیوټر زده کړه Mobile and Computer Information

خدمات نصب عیاردیش وفروشگاه برداران حسینی خدمات نصب عیاردیش وفروشگاه برداران حسینی
کابل
Kabul

نصب هرنوع دیش آنتن پورگرام نصب کمره های امنیتی

Aman TV Aman TV
Kabul

د خبرونو باوري سرچينه

Hijab Radio Hijab Radio
Kabul

Ghorband TV تلویزیون غوربند Ghorband TV تلویزیون غوربند
KABUL
Kabul, 0093

غوربند تی وی تلویزیون آنلاین آزاد،مستقل،غیر حزبی،و غیر دولتی.

Mard Tv تلویزون مرد Mard Tv تلویزون مرد
Kabul

نشر اخبار های سیاسی اقتصادی و ورزشی

Tik TV رسانه تیک Tik TV رسانه تیک
Kabul, 1007

تیک رسانه‌ی انتقادی، آموزشی و سرگرمی

Watan 2 HD Watan 2 HD
Kabul

دا زمونږ دوهمه رسمی پاڼه ده د وطن ټلویزیون.

Omaid Bakhsh Omaid Bakhsh
Kabul
Kabul

love you�