Abdulbaqi seyedy

هدف مې یوازې د الله جل جلاله احکام تر خپل مسلمانو ورونو

21/12/2022

د جمعی مبارکی شپه ده نو په همدا خاطر یو نعت شریف درسره شریک وم هیله ده چې دخوښي وړمو وګرځئ

ږغ .. Abdulbaqi seyedy

شاعر طارق صاحب

17/12/2022

(د نارینه لپاره)
ډیر خلک شکایت کوی چی زموږ بې سببه سپینی اوبه چی په علمی لغات (مذی) ورته ویل کیږی زیاتی راوځی او دعلاج پوښتنه یې کوی. نو راشی اول ددغه تکلیف سبب بیان کړو او ورسره یې د علاج لار او درمل ورسره بیان کړو
د انسان مذی هغه وخت زیات راوځی چی د هغه شهوت راپورته شی. مثلا له کوره لیری مسافروی او د هغو یاد ورته راشی یا د هغوی سره په تلیفون کی خبری کوی چی په سبب یې شهوت راپورته شی یا یو ښځنی بېډوله عکس ووینی او جنسی بحث وشی. نو په دغه حالات کی چی مذی راووځی هغه هیڅ د کهاښت خبره نده.

او د مذی راوتلو نور اسباب دادی چی څوک عملی وی. مثلا چرسی یا د شراب څیښلو عملی وی او نور داسی. او هغه څوک چی دروند کار کوی. او هغه څوک چی وزن یې زیات وی یا هغه چی خپل ترقدرت زیات کار کوی. او هغه څوک چی د خپل تناسلی عضو په لاس کی وهلو عادت لری او هغه چی زیات ګیسی شربتونه څیښی چی هغه دطاقت یا بیداری وی. او هغه څوک چی زیات سګریټ څکوی. نو دغه شیان ټول د انسان د مذی راوتلو مهم سببونه دی چی د علاج کولو لایقت لری.

او هغه څوک چی نشیی وی هغه دی دنشې په وخت دکوروالۍ څخه ډډه کوئ ځکه چی دنشې د تاثیر په وخت دانسان حیوانات منوی هم په متاثر وی چی په سبب یې انسان د بې اولادۍ سره مخامخ کوئ یا یې اولاد د خلقتی ستونزی سره پیداکیږی لکه کوڼ یا دماغی بې توازنی یایې خدای ناخسته جسمانی پرورش کمزوره وی.
نو هغه څوک چی د عام سپینو اوبو (مذی) زیات راوتلو سره مخامخ وی هغه دی دغه نسخه عملی کړی. د الله پاک په فضل به ورسره روغ جوړ شی. ان شاء الله
د نسخې مواد او ترتیب
روزانه دی د تور لونګ چای جوړوی د ورځی دی سهار په نهاره او ماښام دخوراک نه مخکی یو یو ګلاس څیښی.

او یوه کاچوغه سپینه زیره دی په یو ګلاس اوبوکی ایشوی چی کله سړې شی اوبه دی صافی کړی. دهرخوراک نه مخکی دی یو وړوکی ګلاس څیښی. داسی هم کولای شی چی په یوځل زیاتی اوبه وایشوی. په فریج کی یې وساتی او روزانه یې ورڅخه څیښی. ددغه نسخې سره دی میده شوی خواږه اولنی (بادیان) د هرخوراک نه وروسته میانه کاچوغه کپه کوی په ساده اوبو دی یې تېروی.. که دغه نسخه دقیقه عملی شی د الله پاک په قدرت به مریض ورسره روغ جوړ شی
ان شاء الله تعالی
( نوټ )
دغه نسخه درې هفتې عملی کیږی
او د لونګو چای جوړولو لپاره صرف ۷ دانی لونګ لږ وټکوئ چی ریچه ریچه شی او په یو ګلاس اوبو کی یې ایشوئ بیایې صرف اوبه څیښئ
ستاسو د نیکو دعاوو په هیله
پوپل طبی معلومات

Photos from Abdulbaqi seyedy's post 17/12/2022

انځورونه د نټ څخه دی
دوې هفتې مخکی یو مریض چی تقریبا تازه ځلمی وه راته راغلی د پښو د کوتو نوکان یې برداره وه غوښو ته یې تکلیف ورکوی او زخمی کولی یې ډاکټرانو د افریشین ورته ویلی وه ما چی کله دهغه ګوتی وکتلې نو هغه ته می یو اسانه علاج ورکړی نن می ولیدی الله پاک ورسره روغ جوړ کړی وه ډیر خوشحاله وه

دغه علاج می ورته مقرر کړئ
هر ماښام د خوب نه مخکی لږ میده شوی ملخوځی او لږ میده شوی کتان به سره ګډوی وروسته به هغه ته د زیتون تېل اچوی چی داسی مرحلې ته ورسیږی لکه خشته شوی اوړه دغه مواد کی به هغه نوک او کوته پیچی او سربیره به یو پلاسټیک باندی پیچی سهار به یی خلاصوی

۱۰ ورځی دغه طریقه عملی کیږی
الله پاک به روغ صحت ورکړئ
ستاسو د نیکو دعاوو په هیله
پوپل طبی معلومات

Abdulbaqi seyedy

17/12/2022

ایا ته پوهیږې
که یوه میاشت پرله پسې دغوایی دپایو او هډوکو ښوروا جوړوې او ماښام یې څیښې نو د وچو زنګنو (ګونډو) د کوړۍ هغه کم شوی اوبه د الله پاک په فضل بیرته ورسره پیداکیږئ

Abdulbaqi seyedy

17/12/2022

(هرڅه د الله ﷻ په قدرت)
دغه یې اسباب دئ

څوک چی په ترخی شګی لری چی هرڅومره غټی وی هغه دی ترخی نه عملیات کوی. د ترخی لیری کول د انسان پاته عمر دډیرو تکلیفاتو سره مخامخ کوی او د هرقسم ویروس دتاثیر نه لاندی ډیر ژر راځی. سخت یې زوبلوی. که څوک دترخی د تکلیف سره مخامخ وی نو د علاج لاسته راوړلو لپاره دی لیکنه تر اخره ولولی......

زموږ سره د ترخی د شګو (ډبرو) ختمولو خاص مجرب علاج شته. په افغانستان کی می درو مریضانو ته ورکړی الله پاک ورسره روغ جوړ کړه

دغه علاج دوه قسمه تېل دی چی هغه د لمر او اور په ذریعه اول پخیږی وروسته استعمالولو ته اماده کیږی او نور ملحقات ورسره دی. تقریبا د یوې میاشتی علاج دی چی مریض به یې پای ته رسوی او د یوې هفتې او لس ورځو په اندازه کی د تریخ شګی د براز سره په راوتلو شروع کوی

دغه علاج د الله ﷻ په قدرت د ترخی داخلی ډبری ویلی کوی او د ترخی څخه وځی. علاج په تجربه رسیدلی ۱۰۰ فیصده فعال دی او په ذکرشوې مده کی د الله پاک په قدرت دترخی شګی ختموی او دمریض مکمل علاج کوی. ان شاء الله تعالی
د علاج قیمت ۴۰۰ ریال دی
که د چا ورته ضرورت وی هغه دی تماس ونیسی
واتساب او زنګ (۰۵۴۷۱۹۵۹۳۸)
دغه علاج کندهار ته هم په محدودو ورځو کی رسیږی
که چا په وطن کی ورته ضرورت وی هغه دی په دغه شمیره تماس ونیسی... کندهار ( ۰۷۰۲۱۴۸۲۰۰ )
زموږ ادرس مدینه منوره
پوپل طبی معلومات

Abdulbaqi seyedy

13/12/2022

هغه څوک چی په عامه داخلی جسمانی یا د هډوکو یخ لری یا د موسم په لږ بدلیدو سره یې لاندی قدمونه یا نور اعضا یخ احساسوی نو هغه دی لاندی نسخه عملی کړئ
ادوه (دار چینی)دی راوړی
او زنجبیل (ژوندی ادرک) دی راوړی
او لونګ دی راوړی

ادوه دی د لاس په هونګ وټکوی چی ریچه ریچه شی او زنجبیل دی تراش کړی وروسته دی یو غټ ګلاس اوبه چاینک ته واچوی او ددغه درو واړو موادو څخه دی جلا جلا د ټولو نه وړوکې کاچوغه ورواچوی هغه دی لکه چای داسی وایشوی. بیا دی یې ګړم څیښی. د ورځی دوه ګلاسه یو ګلاس سهار په ډکه خیټه او یو ګلاس ماښام د خوراک نه وروسته
دغه نسخه دوی هفتې عملی کیږی وروسته د ضرورت په وخت یې یوه هفته عملی کوئ او څوک چی ادوه نه پیژنی هغه دی د لیکنی انځور وګوری دحکیمانو په دکانونو کی موندل کیږی
ستاسو د نیکو دعاوو په هیله
پوپل طبی معلومات

Abdulbaqi seyedy

13/12/2022

(مسافرانو مه راګوری)
(د خلکو په غوښتنه دوهم ځل نشریږی)

هغه څوک چی جنسی شهوت یې زیات وی نو هغه دی د شهوت کنترولولو او ارامولو لپاره دغه نسخه عملی کړی چی شهوت یې کنترول پاته وی
(د نسخې مواد او ترتیب)

(۱) شکمپاره
(۲) د خلفې تخم. خُلْفَهْ
(۳) خواږه اولنی (بادیان)
(۴) د بادرنګ تخم

دغه مواد به راوړی
اول به یې جلا جلا میده کړئ وروسته به ټول په یوه اندازه سره ګډ کړی. د هر خوراک نه لس دقیقې مخکی دی وړوکې کاجوغه (چای لړولو کاچوغه) په اوبو کپه کوی
( نوټ )
دغه نسخه عام شهوت ته هیڅ زیان نه رسوی او نه نور جانبی اعراض لری بلکی معدې ته هم ګټه رسوی. د استعمال په وخت شهوت کنترولوی. چی نسخه پاته کړئ شهوت بیرته هغه زاړه حال ته راځی......
ستاسو د نیکو دعاوو په هیله
پوپل طبی معلومات

Abdulbaqi seyedy

12/12/2022

(داخل په سعودی کی)
هغه څوک چی د شکر مرض لری او د انسولین پیچکارۍ ته نه وی رسیدلی نو د هغوی لپاره زموږ سره مجرب علاج شته
دغه علاج موږ قسم قسم مریضانو ته ورکړی د الله پاک په فضل ورسره روغ جوړ شوی دی...

هغه څوک چی تازه ورسره اخته شوی وی هغه ته یوه نسخه کفایت کوی او که یې مرض زوړ وی هغه شاید دوو نسخو ته ضرورت پیداکړی.

د یوې نسخې قیمت ۳۰۰ ریال دئ
که د چا ورته ضرورت وی هغه دی تماس ونیسی
( ۰۵۴۷۱۹۵۹۳۸ ) تلفون او واتساب
زموږ ادرس مدینه منوره
پوپل طبی معلومات

Abdulbaqi seyedy

11/12/2022

هر وخت موټ (موټک) وهل
د انسان پر اعصابو خصوصا په جنسی اعصاب او ذهن ډیر بد تاثیر کوی. بعضی بیا د تل لپاره د سرعت قذف سره مخامخ کوی. د انسان فهم. ترکیز. حافظه او نظر په ډیر کم عمر کی کمزوره کوی. د هډوکو داخلی مغز ختموی چی په نتیجه کی وروسته د بندو دردونه او جسمانی سستی چاته ور اچوی. عزیمت ختموی حتی غیرت ته تکان ورکوی او بعضی خلک په میانه عمر کی داسی مرحلې ته رسوی چی دکوروالۍ به هیڅ شوق نه لری.
ستاسو د نیکو دعاوو په هیله
پوپل طبی معلومات

Abdulbaqi seyedy

11/12/2022

په ځلمیتوب
د لاسه کار اخیستل (موټ وهل) شهوتې رګونه او پولې ختموی
د واده وروسته د کوروالۍ څخه هغه طبیعی لذت هم نه شی موندلای
او اکثره د کور والۍ څخه د تل لپاره معیوسه پاته کوی

Abdulbaqi seyedy

Photos from Abdulbaqi seyedy's post 11/12/2022

دغه د چوغک او سنګ عربی انځورونه دی
چی د مېرمنو په اړه په مخکنۍ لیکنه کی ذکر شوی دی

Abdulbaqi seyedy

11/12/2022

هغه حاملی مېرمني چی کله کله یې سپینی اوبه رابهیږی
د هغوی لپاره لږ چوغک او لږ سنګ عربي راوړی بیایې په برقی هونګ کی میده کړئ وروسته یې په یوه اندازه سره ګډ کړی او کبسولونه ورڅخه ډک کړئ
د ضرورت په وخت دی ماپښین او ماښام د خوراک نه مخکی دوه دوه کبسول په اوبو تېروی پنځه ورځی عملی کیږی

Abdulbaqi seyedy

11/12/2022

د لونګ چای جوړولو طریقه
په حساب ۸ دانې لونګ اول لږ وټکوه چی ریچه ریچه شی وروسته یې په یو غټ ګلاس اوبو کی درې څلور دقیقې وایشوه بیایې صاف کړه لکه چای داسی یې څیښه
یو ګلاس سهار دناشتې نه وروسته بل ګلاس ماښام د خوراک نه وروسته

Abdulbaqi seyedy

09/12/2022

ایا ته پوهېږې
چی د لونګ چای څیښل
بولی مسالک علاجوی د بولو سوزک ختموی د بولو څکڅک علاجوی وینی ته جریان ورکوی داخلی عفونت ختموی او جنسی کمزوری کنترولوی

Abdulbaqi seyedy

07/12/2022

(مجربی نسخې)
د طبابت په مملکت کی د طبی علاجونو پاچا (عسل) ناست وه او شاو خواه قسم قسم وزیران او عسکر باندی راټول وه لکه ملخوځی اریړه توره زیره او نور قسم قسم وزیران او سپایان.

پاچا (عسل. شات) امر وکړی چی تاسو د رایت غمونه په سر اخیستی دی او د قسم قسم تکلیفونو ختمولو کوشش کوی خو نن هغه چاته زه خاص رتبه ورکوم چی رایت یې د دروند تکلیف څخه په اسانه ترتیب خلاص کړی وی. ماته به نن ټول خپل کړی خدمت بیانوی زه د هغه د خدمت مطابق به رتبه ورته ټاکم

نو هر وزیر او عسکر خپل د خدمت او تجربې بیان جلا جلا بیان کړی چی ما د رایت فلانی تکلیف په داسی ترتیب رفع کړی.

اخر پاچا وکتل چی سیاه دانه (کلونجی) وزیر غیر حاضر دی پاچا ته غصه ورغله چی ولی سیاه دانه وزیر دداسی غونډی څخه نادرکه دی. خو په دغه وخت کی سیاه دانه وزیر غونډی ته راورسیدی او د ستړیا اثر یې په مخ وه. پاچا په غصه ورته وویل چی ته خو د رایت د قسم قسم تکلیفونو ختمولو سم وزیر یې بیا څنګه دداسی غونډی څخه نادرکه کېږې. سیاه دانه وزیر وویل ډیر معذرت غواړم پاچا صاحب زه په دغه وځنډیدم چی د رایت یو غړی ډیر په تکلیف وه د هغه په علاج اخته وم چی تکلیف یې ختم شی او ستاسو د امر مطابق چی د رایت د هرقسم مریض غم به په هر حال کی اخلئ.

پاچا ورته وویل قصه راته وکړه
زه ګورم چی دا څنګه مهم مریض وه چی ته یې دداسی مهمی غونډی څخه لادرک کړې. که دی عذر لایقت درلودی نو معاف کوم دی او که دی عذر اهمیت نه درلودی بیا نو د سزا قابل یې

سیاه دانه وزیر وویل
په ګزمه روان وم چی د رایت حالات وګورم خو زه دداسی مریض سره مخامخ شوم چی هغه ساه تنګی او نفسانی او معدې بد هضمیت څخه شکایت کوی. د نفستنګی څخه یې خوب په ناستی کوی. ځکه چی کله به پریوت نو ساه به یې بندیدل

مریض د ښار قسم قسم ډاکټرانو باندی ګرځیدلی وه. یوه ورته ویلی وه چی ستا د سینې تکلیف دی بل ورته ویلی چی ستا د زړه تکلیف دی بل ورته ویلی چی ته د معدې تکلیف لرې اخری ډاکټر ګرسره د نفسانی د مرض علاج ورکړی وه خو یوه علاج هم ګټه نه وه ورته کړې

خو کله چی یې ما کشف وکړی
د مریض د پوزی ساه ایستلو نلې بندی وې
ما مریض ته وویل چی ته نور هیڅ علت نلرې ستا د پوزی داخلې نلې صرف بندی دی چی په سبب یې ستا سږی د کم هوا ورته رسیدلو په سبب متاثره شوي دی او سږی چی متاثر. کمزوره شی انسان ته نفستنګی اچوی او نفستنګی دماغ ته طبیعی اکسیجین مکمل نه رسوی چی د اکسیجین د کموالی په سبب تاته سردردی پیښه شوې ده او ددغه تکلیف او اعراض د کهاشت په سبب دی معده خرابه شوی ده چی دقبضیت سره یې هم مخامخ کړی یې

نو ما سم دستی خپل سیاه دانه ورته مقرره کړه چی هر ماښام به یوه کاچوغه په غاب کی اچوی هغه به پر اور اږدی چی کله دود وکړی څادر به په ځان واچوی هغه دود به په پوزه او خوله سینې ته کشوی. بیا می سمدستی په خواږه اولنی (بادیان) او لونګ او سپینه زیره ږغ وکړی چی حاضر شی او مریض ته می مقرر کړه چی دغه درې واړه به اول په یوه اندازه سره ګډ کړې او د هر خوراک نه وروسته به ددغه ګډ شوی موادو څخه یوه کاچوغه په غټ ګلاس اوبو کی ایشوې بیا به یې لکه چای داسی څیښې....

وروسته یې پاچاته وویل
چی نن د مریض دریمه ده زه د هغه متابعت کوم شکر د پوزی بندیدل یې ورک شوه او نفس تنګی یې د نورو علتونو سره هم ختمه شوه والحمد لله

پاچا چی د سیاه دانې دا قصه واوریدل نو سمدستی یې هغه په سر خکول کړئ. د وزیر اعلی رتبه یې ورکړه. بیا یې ملت ته امر وکړی چی په هر کور کی باید سیاه دانه پرته وی او کله کله دی لږ اندازه ور څخه کپه کوی او دودوی
( نوټ )
کله چی لونګ او زیره او خواږه اولنی سره ګډوی نو لونګ به اول په هونګ کی لږ وټوکوئ چی ریچه ریچه شی وروسته به یې ددانورو موادو سره په یوه اندازه ګډوی او دغه نسخه تر هغه عملی کیږی چی علتونه ورسره ختمیږی
ستاسو د نیکو دعاوو په هیله
پوپل طبی معلومات

Abdulbaqi seyedy

07/12/2022

هرڅه د الله ﷻ په قدرت
(دغه یې اسباب دی)
د جواریو د پشم یا ویښتانو طبی ګټی
د روماتیزم دردونو ارامولو لپاره. د بدن د هغی زیات مالګی ختمولو لپاره چی د انسان په بندو او اعضاء کی روماتیزم پیدا کوی. د بندو بولو د ادرار لپاره مکمله ګټه. د بولو سوزک ختموی. د مثانې د التهاباتو لپاره مکمله ګټه. د ترخي بیداره کولو لپاره. پښتورګی او نور بولی مسالک د شګو د جمع کولو څخه ساتی او که زاړه املاح یا نرمی شګي وی هغه راشوه کوی. د لوړ فشار مخنیوی کوی او په بدن کی خټه ( ګاټه) وینو ته جریان ورکوی. وزن کمولو لپاره هم ښه ګټمن دی
ان شاء الله تعالی
(د استعمالولو طریقه)
یو نیم لیټر اوبه به دیګ ته واچوی اور به ورته بل کړی چی کله اوبه په ایشیدلو راغلې نو اور به نازک کړی. وروسته به څلورو جواریو پشم ور واچوی، ۵ دقیقې به یې په داغه ارام اور وایشوی. د اور بندولو وروسته دیګ یو ساعت پاته کړی ساعت وروسته دی اوبه د پشم څخه صافی کړی. ددغه اوبو څخه دی سهار په نهاره او ماپښین خوراک نه مخکی او ماښام خوب نه مخکی یو یو وړوکی ګلاس بغیر له ګرمولو څیښی. دغه نسخه درې هفتې پرله پسې عملی کیږی
( نوټ )
دغه نسخه فعلی ګټی لرئ. مشران او کشران یې عملی کولای شی. د کشرانو ته ذکرشوی نیمه اندازه ورکول کیږی. حامله مېرمن یې د حمل دریمی میاشتی وروسته په اطمنان عملی کولای شی... دغه تیار شوی اوبه د دوو ورځو لپاره دی دریمه ورځ به تازه جوړوئ
ستاسو د نیکو دعاوو په هیله
پوپل طبی معلومات

Abdulbaqi seyedy

07/12/2022

(داخل په سعودی کی)
څوک چی دایمی د سردردی سره مخامخ وی یا کهاشت لری یا د شپې ارام خوب نه ورځی نو د هغوی لپاره موږ خاص چای جوړی کړی دی چی د الله پاک په فضل به ورسره روغ رمټ شی ان شاء الله
قیمت یې ۱۰۰ ریال دی
که د چا ورته ضرورت وی هغه دی زموږ سره په لاندی شمیره تماس ونیسی ۰۵۴۷۱۹۵۹۳۸
پوپل طبی معلومات

Abdulbaqi seyedy

07/12/2022

اچپالوری ډاکټران صرف په یوه تعریف بیانوی نور تفاصیل مریض ته نه ورکوی او علاج یې هم په یوه سیسټم محدود کړی دی. هر مریض ته یو قسم علاج ورکوی

اچپالوری څلور قسمه لری چی د بد هضمی او نور عوارضو نه بغیر لاندی مهم د تعریف ټکو سره تړلی دی او هر قسم یې په علاج کی فرق لری

یو قسم مریض دایمی اسهال ورسره لری
دوهم قسم مریض دایمی قبض ورسره لری
دریم قسم مریض جسمانی دروندوالی ورسره لری
څلورم قسم مریض ته فکرونه او وسوسې ور اچوی او دغه قسم ته عصبی اچپالوری ویل کیږی

لاندی نسخه د ددغه څلور قسمو اچپالوری عام خوراکی عوارض کنترولوی خو د قبض او اسهال مراعت به خپله کوئ

۵۰ ګرامه د شپیشتو تخم
۵۰ ګرامه د زردکو (ګاجرو) تخم
۵۰ ګرامه سیاه دانه (کلونجی)
۵۰ ګرامه د مندو تخم
۵۰ ګرامه توره زیره

دغه مواد به ټول اول میده کړه شی وروسته به سره ګډ شی په مرتبان کی به بند وساتل شی او د هر خوراک نه به د ټولو نه وړوکې (چای لړلو کاچوغه) په اوبو کپه کوی تر هغه چی لیکل شوی مواد ختمیږی
( نوټ )
دغه نسخه جانبی هیڅ عوارض نلری او د فشار یا شکر مریض یا هغه میرمن چی ماشوم ته تی ورکوی ټول یې بیغمه استعمالولي شی. او هغه میرمن چی حامله وی هغه یې د څلورومی میاشتی وروسته عملی کولي شی....
ستاسو د نیکو دعاوو په هیله
پوپل طبی معلومات

Abdulbaqi seyedy

07/12/2022

(مجربی نسخې)
د طبابت په مملکت کی د طبی علاجونو پاچا (عسل) ناست وه او شاو خواه قسم قسم وزیران او عسکر باندی راټول وه لکه ملخوځی اریړه توره زیره او نور قسم قسم وزیران او سپایان.

پاچا (عسل. شات) امر وکړی چی تاسو د رایت غمونه په سر اخیستی دی او د قسم قسم تکلیفونو ختمولو کوشش کوی خو نن هغه چاته زه خاص رتبه ورکوم چی رایت یې د دروند تکلیف څخه په اسانه ترتیب خلاص کړی وی. ماته به نن ټول خپل کړی خدمت بیانوی زه د هغه د خدمت مطابق به رتبه ورته ټاکم

نو هر وزیر او عسکر خپل د خدمت او تجربې بیان جلا جلا بیان کړی چی ما د رایت فلانی تکلیف په داسی ترتیب رفع کړی.

اخر پاچا وکتل چی سیاه دانه (کلونجی) وزیر غیر حاضر دی پاچا ته غصه ورغله چی ولی سیاه دانه وزیر دداسی غونډی څخه نادرکه دی. خو په دغه وخت کی سیاه دانه وزیر غونډی ته راورسیدی او د ستړیا اثر یې په مخ وه. پاچا په غصه ورته وویل چی ته خو د رایت د قسم قسم تکلیفونو ختمولو سم وزیر یې بیا څنګه دداسی غونډی څخه نادرکه کېږې. سیاه دانه وزیر وویل ډیر معذرت غواړم پاچا صاحب زه په دغه وځنډیدم چی د رایت یو غړی ډیر په تکلیف وه د هغه په علاج اخته وم چی تکلیف یې ختم شی او ستاسو د امر مطابق چی د رایت د هرقسم مریض غم به په هر حال کی اخلئ.

پاچا ورته وویل قصه راته وکړه
زه ګورم چی دا څنګه مهم مریض وه چی ته یې دداسی مهمی غونډی څخه لادرک کړې. که دی عذر لایقت درلودی نو معاف کوم دی او که دی عذر اهمیت نه درلودی بیا نو د سزا قابل یې

سیاه دانه وزیر وویل
په ګزمه روان وم چی د رایت حالات وګورم خو زه دداسی مریض سره مخامخ شوم چی هغه ساه تنګی او نفسانی او معدې بد هضمیت څخه شکایت کوی. د نفستنګی څخه یې خوب په ناستی کوی. ځکه چی کله به پریوت نو ساه به یې بندیدل

مریض د ښار قسم قسم ډاکټرانو باندی ګرځیدلی وه. یوه ورته ویلی وه چی ستا د سینې تکلیف دی بل ورته ویلی چی ستا د زړه تکلیف دی بل ورته ویلی چی ته د معدې تکلیف لرې اخری ډاکټر ګرسره د نفسانی د مرض علاج ورکړی وه خو یوه علاج هم ګټه نه وه ورته کړې

خو کله چی یې ما کشف وکړی
د مریض د پوزی ساه ایستلو نلې بندی وې
ما مریض ته وویل چی ته نور هیڅ علت نلرې ستا د پوزی داخلې نلې صرف بندی دی چی په سبب یې ستا سږی د کم هوا ورته رسیدلو په سبب متاثره شوي دی او سږی چی متاثر. کمزوره شی انسان

07/12/2022

د غوا هغه کوچ یا غوړی چی کال په تېرشوی وی
د هغه داخلی بواسیرو علاج کوی چی تازه پیښ شوی وی
هر ماښام او د ورځی د راحت په وخت دی د وړوکی نخود په اندازه اخلی او کولمې ته دی یې د ګوتی په ذریعه ورتېروی

Abdulbaqi seyedy

07/12/2022

(اچپالوری ته هم نسبتی ګټه کوئ)
هغه څوک چی د معدې په وجه د خیټی سخت بادونه لری یا هروخت قبض وی نو هغه دی دغه نسخه په لیکل شوی ترتیب عملی کړئ. د الله پاک په فضل به ورسره روغ جوړ شی. ان شاء الله
(د نسخې مواد او ترتیب)
۴۰ ګرامه وچه شوې بینډئ
۴۰ ګرامه سپینه زیره
۴۰ ګرامه خواږه اولنی (بادیان)
۴۰ ګرامه شکمپاره
۲۰ ګرامه سنا مکي

دغه مواد به ټول میده کړی وروسته به ټول سره ګډ کړی او په مرتبان کی به وساتل شی. ددغه کپې نه به د هر خوراک نه ۱۰ دقیقې مخکی د ټولو نه وړوکې کاچوغه (چای لړولو کاچوغه) په اوبو کپه کوی
( نوټ )
دغه نسخه اول ځل درې هفتې استعمالیږی که مو تکلیف ختم شو بس به یې کړئ او که تکلیف لا پاته وه نو ۱۰ ورځی یې نور عملی کړئ. او د نسخې ټول مواد په لیکل شوی نومونو د حکیمانو دکانونو کی موندل کیږئ
ستاسو د نیکو دعاوو په هیله
پوپل طبی معلومات

07/12/2022

داخل په سعودی کی
د ملا هرقسم تکلیف لپاره که زوړ وی که تازه
زموږ سره مجرب علاج شته ان شاء الله تعالی
زنګ راوهلی شئ ۰۵۴۷۱۹۵۹۳۸

Abdulbaqi seyedy

07/12/2022

هغه څوک چی د پوست د حساسیت سره مخامخ وی چی په عامه لهجه رشک ورته ویل کیږی او اکثره پر پښه سربیره یا نورو ځایونو باندی راخیژی نو ددغه تکلیف لپاره تاسو لاندی نسخه اماده کړئ. د الله پاک په فضل به ورسره روغ جوړ شئ. ان شاء الله
۱۵ ګرامه مُر مَکّي به راوړی هغه به سم میده کړی وروسته به یې دوې ورځی په یو غاب کی اوار کړی ځکه چی مر ذاتی غوړ لری مر به د ورځی دوه درې ځله سره اړوی چی وچ شی دوې یا درې ورځی وروسته به دوهم ځل بیا دغه میده شوی مر برقی هونګ ته اچوی چی سم میده شی لکه پوډر

چی کله میده شوه نو د هغه څخه یوه د خوراک د کاچوغی اندازه د درو کاچوغو واسلینګ سره (Vaseline) سم ګډ کړئ چی مرهم ورڅخه جوړ شی. هر ماښام د خوب نه مخکی او د ورځی یو ځل دی د رشک ځای په غوړوی او د غوړ د صفا کولو لپاره د رشک ځای د سیب په سُرکَهْ د پونبې یا مندیل په ذریعه لکه ارکول داسی وهی
د الله پاک په فضل به یې رشک په تدریج ورسره ختم شئ
ستاسو د نیکو دعاوو په هیله
پوپل طبی معلومات

Abdulbaqi seyedy

Photos from Abdulbaqi seyedy's post 03/12/2022

ایا ته پوهیږې
د مرلۍ (مولۍ) هروخت خوراک که سره وی که سپینه جسمانی دسوائلو بند نلونه ایله کوی هغه اوبه چی بندی پاته وی یا پاته کیږی هغه ته جریان ورکوی او بندی تشی متیاږی ایله کوی او اینه تقویه کوی
همداسی عام جسمانی بندو ته طاقت ورکوی دزوبلیدو څخه یې ساتی او د سترګو نظر تقویه کوئ

Photos from Abdulbaqi seyedy's post 03/12/2022

د مرلۍ (مولۍ) انځور
د سلات سره هم خوړل کیږی
یا ساده جلا چی کچ کچ پریکړه شی هم د خوراک سره په ګډه خوړل کیږی.
د ګټو لپاره ددغی لیکنی وروستنۍ لیکنه وګورئ
پوپل طبی معلومات

Abdulbaqi Seyedy

29/11/2022

هدیره هم عجیبه ځای دی؛
نه جنګ، نه نفرت، نه غیبت، نه حسد، نه دښمني او نه سپکاوي؛
بس هر سړی خپل غم، خپل عمل، او خپل حساب

Abdulbaqi seyedy

25/11/2022

څوک چی زورور داسی ټوخی لری چی دډاکټری دواوو سره نه جوړیږی نو هغه دی هره ورځ ماښام خوب نه مخکی دکونچتو تیل څخه ۲ د خوراک کاچوغی په اندازه لږ ګرمی کړی بیادی یې څیښی. او سهار په نهاره دی ۲ کاچوغی دزیتون تیل څیښی. یو ساعت به خوراک نه پسی کوی
ددغه تر څنګ د تازه ادرک (زنجبیل) چای د ورځی دوه ګلاسه څیښئ. یو سهار یو ماښام

د الله جل جلاله په فضل به مو په محدود ورځو کی ټوخی ورک شی. سینه به ارامه شی ان شاء الله.
ستاسو د نیکو دعاوو په هیله
پوپل طبی معلومات

Abdulbaqi seyedy

19/11/2022

*د خانه کعبې تر ټولو پخوانی عکس ! چې 142 کاله مخکي په 1880 کي د مصر محمد صادق جوړ کړی و❤️*
د نورو معلوماتو لپاره ما سره یوځای شـﺉ!

Abdulbaqi seyedy

Photos from Abdulbaqi seyedy's post 13/11/2022

هرڅـه د الله ﷻ په قدرت
(دغه یې اسباب دئ)

د چاچی ولی وتلی وی یا یې د ملا یا بل عام اندام داخلی پوله کش شوی وی یا باد نیولی وی نو هغه دی وچه حجامه وکړی (ښکر ووهی) یعنی وینی به نه راباسی

طریقه یې داده چی خوږ ځای به اول د زیتون په تېل غوړ کړی وروسته به په قلم هغه دردونکی ځای نښه کړی وړوکي ګلاسونه به راوړی په ګلاس کی به وړوکی کاغذ د اور لګیدلو لپاره واچوی هغه به بل کړی او په محدود شوی ځای به یې کښېږدوی. که دردمنه منطقه فراخه وه نو دوه درې ګلاسه به باندی اږدی او د یوه ګلاس او بل ګلاس تر مینځ به درې ګوتی فاصله وی (انځور وګورئ)

دغه ګلاس به ۱۵ دقیقې باندی پروت وی
کله چی ګلاس لیری کوی نو هغه به یودم نه کشوی بلکی دګلاس یو طرف به په ګوته کښیکاږی چی هوایې ووځی بیابه یې لیری کوئ
(مهمه نقطه)
کله چی مریض دغه ججامت وکړی نو هغه به دوه درې ساعته ځان د یخ او باد څخه ساتی چی درد یې جوړ شی. که سړې باد یا هوا ووهلی نو بیا خدای ناکرده د ګټی په ځای زیان ورته رسوئ الله (والله الشافي المعافي)
ستاسو د نیکو دعاوو په هیله
پوپل طبی معلومات

Abdulbaqi seyedy

13/11/2022

څوک چی په عامه د بولو (لږ لږ وخت وروسته بولو کولو) مشکل سره مخامخ وی که هغه د یخ موسم په سبب یا بروستات په وجه یا د بل نامعلوم تکلیف په وجه وی نو هغه دی دغه نسخه دقیقه عملی کړئ د الله ﷻ په فضل به ورسره جوړ شئ. ان شاء الله تعالی
د کډو زوڼی به راوړی
او د کِتَّانْ (بِذر کتان) تېل به راوړی
د هر خوراک نه لږ مخکی یوه د خوراک د کاچوغی په اندازه د ګډو زوڼی وخورئ او د خوراک نه یو ساعت وروسته دی دکتان د تیلو څخه دوې کاچوغی څیښی. دغه کار اول لس ورځی پرله پسې عملی کیږی وروسته دی یې صرف یو وخت سهار د خوراک سره عملی کوی......
( نوټ )
دغه نسخه د بروستات تکلیف ته هم ښه ګټه رسوی او کتان یا بذر کتان تېل په داغه نوم د حکیمانو سامان خرڅولو دکانونو کی موندل کیږئ. خو تېل به اصل وی
ستاسو د نیکو دعاوو په هیله
پوپل طبی معلومات

Abdulbaqi seyedy

13/11/2022

د چاچی غوږونه داخلی خارشت لری یا زیاته خیره کوی یا نوان کوی نو هغه دی درې کاچوغی د اوږی تېل او درې کاچوغی د تریخ بادام تېل په یو شیشه کی واچوی ورسره دی د دوو نخودو په اندازه مُر مکی بغیر له میده کیدو واچوی هغه دی ښه وښوروی یوه ورځ وروسته اماده کیږی. ددغه تیل څخه دی په غوږو کی دوه دوه څاڅکی هر ماښام د خوب نه مخکی اچوی. یوه هفته عملی کیږی

او هغه څوک چی د غوږو اذانګه (اوازونه) لری
هغه دی د اوږی تیل او د آنجَه تېل سره ګډ کړی په غوږو کی دی یې اچوی. او هر ماښام د خوراک نه لږ مخکی دی وړوکې کاچوغه سیاه دانه (کلونجی) داغسی ژوندی خولې ته اچوی په اوبو دی یې تېروئ
( نوټ )
مُر مکي او آنجه او تېل ټوله د حکیمانو په دکانونو کی په ذکر شوی نومونو موندل کیږی
ستاسو د نیکو دعاوو په هیله
پوپل طبی معلومات

Abdulbaqi seyedy

13/11/2022

د سترګو حساسیت
د ګرز په سبب یا عام هروخت اوښکی رابهیدل یا سوخت کول یاشوړیدل یا شاوخوا دپوست التهاب ته ویل کیږئ
په مخکنۍ لیکنه کی یې د علاج نسخه ده ان شاء الله

Abdulbaqi seyedy

13/11/2022

د سترګو د حساسیت لپاره
د خوب نه مخکی په اصل شات کی سلایی وهی په سترګو کی یې تیروی لکه رانجه
یا د ګل بابونه ایشیدلی اوبه یوه کاچوغه او خواږه اولنی (بادیان) ایشدلو اوبه یوه کاچوغه او یوه کاچوغه عسل (شات) سره ګډ کړئ ماښام خوب نه مخکی دوه دوه څاڅکی په سترګو کی اچوئ

Abdulbaqi seyedy

13/11/2022

(په کندهار کی)
ډیرو خلکو وړی ده او الله پاک شفا ورسره ورکړې ده
څوک چی د اچپالوری د تکلیف سره مخامخ وی یا د معدې څخه هر وخت په تکلیف وی د معدې زخم یا بد هضمی یا د معدې جوش لری یا خوراک پر غمیږی

نو ددغه تکلیفو لپاره داخل په وطن کی زموږ د لاس جوړ مجرب علاج تر لاسه کولای شئ

د نسخې قیمت ۱۸۰۰ افغانۍ دئ
که د چا ورته ضرورت وی او د کندهار ښار ته لاس رسیدنه لری نو هغه دی زموږ د شاګرد په دغه شمیره تماس ونیسی
0702148200
پوپل طبی معلومات

Abdulbaqi seyedy

13/11/2022

د مېرمنو عام جسمانی ویښتان چی بې سببه زیات شی د هغه سبب د میاشتنۍ مریضی کمیدل یا بندیدل یا شا مخته کیدل دی
که د مریضی علاج یې وکړه شی او منظمه شی نو دغه ویښتان بیرته خپله ختمیږئ

Photos from Abdulbaqi seyedy's post 13/11/2022

هرڅــه د الله ﷻ په قدرت
(دغه یې اسباب دی)
دغه نسخه زه خپل د والدینو او اکاګانو او نورو مرحومو اقرباء ته د ثواب رسولو لپاره نشروم او هر څوک چی دغه نسخه بل ته د ګټی لپاره ورکوی هغه موږ په دنیا او اخرت ندی بخښلی. بیشکه هر طبیب یا کاسب حق لری چی مریض څخه د نسخې مصاریف واخلی او د جوړولو دتکلیف خپل درزق لپاره هم محدود اندازه شی واخلی خو څوک چی تجارت یا تر قدرت زیات مصرف د مریض څخه اخلی د هغه سره دی الله پاک خپل حساب وکړئ....
هغه څوک چی پوښتورګی (ګوردې) یې پر خرابیدو وی یا خراب شوی وی یا پښتورګی وینځی نو هغه دی دغه نسخه اول دقیقه ولولی او په لیکل شوې طریقه دی یې عملی کړی. د رب العالمین جل جلاله په قدرت به په تدریج ورسره روغ جوړ شی. ان شاء الله تعالی
(د نسخې مواد او ترتیب)
اوله مرحله
د چوغک د بوټی ریښې به راوباسی هغه به لکه ګوته دومره اندازه ټوټه ټوټه کړی هغه به میانه دیګ ته واچوی چی ددیګ یوه حصه اندازه په ډک شی او درې حصې یې پاته شی
پاته درې حصې به اوبه ورواچوی وروسته به یې په ارام اور کښیږدی چی کله په ایشیدو راغله نو هغه به ۱۰ دقیقې ایشیدلو ته پریږدی وروسته به اور بند کړی. د اور بندیدو ۳ ساعته وروسته به ددیګ اوبه صافی کړی مواد به وغورځوی او اوبه به د شیشې په جیک کی وساتی.

دوهمه مرحله
۵۰ ګرامه به مُر مکي راوړی
۵۰ ګرامه به کنډور راوړی
۵۰ ګرامه به سنګ عربی راوړی
دغه مواد به ټول په ګډه برقی هونګ ته واچوی چی میده شی وروسته به یې د شیشې په مرتبانه کی بند وساتی

دریمه مرحله
د اولی مرحلې د صافی شوی اوبو څخه دی یو لیټر اوبه واخلی اول به یې لږ ګرمی کړی په یو بوتل کی دی واچوی او ددوهمی مرحلی میده شوی مواد څخه د خوراک د کاچوغی په اندازه دی یوه ښه ډکه کاچوغه ورواچوی هغه دی ښه وشاربی (وښوروی) چی موار پکښی حل شی
ددغه ګډ شوی اوبو څخه دی مریض د هر خوراک نه ۱۰ دقیقې مخکی نیم ګلاس اوبه څیښی...

ددغه اوبو تر څنګ دی
۱۰۰ مللۍ د کډو تیل راوړی
۱۰۰ مللۍ د کوجتو تېل
۱۰۰ مللۍ د خوږو بادام تېل
دری واړه تیل به سره ګډ کړی یوه کاچوغه (خوراک کاچوغه) به ماښام د خوب نه مخکی څیښی یوه کاچوغه د ناشتې نه یو ساعت وروسته یوه کاچوغه ماپښین د خوراک نه یو ساعت وروسته
دغه ترتیب به دقیق عملی کړی چی کمی یا زیاتوب پکښی ونشی که زیاتوب پکښی راغلی بیا زیان رسوی!!!
(مهم ټکی)
د نسخې ټولو موادو انځورونه د لیکنی سره جوړه دی هر مواد چی اخلی هغه د انځور په ذریعه سم یقینی اخلئ بیایې عملی کوئ. الله جل جلاله دی دغه نسخه د هر مریض دشفاء کامله سبب وګرځوی. اللهم امین
ستاسو ګناهکار خادم چی ددعاء په هیله دی
پوپل طبی معلومات

Abdulbaqi seyedy

05/11/2022

پوهه

۱). په کومه ګناه چي عمر او رزق کمیږي، هغه د مور او پلار سره بدسلوکي ده.
۲). په کومه ګناه چي پر انسان لعنت کیږي، هغه درواغ دي.
۳). د کومي ګناه سزا چي په دنیا کي ورکول کیږي هغه ظلم دی.
۴). په کومه ګناه چي الٰهي عذاب نازلیږي، هغه زنا ده.
۵). د کومي ګناه چي الله او د هغه رسول د هغه په خلاف د جنګ اعلان کړی، هغه سود دی.
۶). په کومه ګناه چي ټوله انسانیت تباه کیږي، هغه ناحقه قتل دی.
۷). په کومه ګناه چي نعمتونه اخیستل کیږي، هغه تکبر او ناشکري ده.
۸). په کومه ګناه چي دُعاوي نه قبلیږي، هغه حرام خوړل دي.
۹). په کومه ګناه چي باران پر وخت نه کیږي، هغه د زکات په ورکولو کي کوتاهي ده.
۱۰). په کومه ګناه چي رب ناراضه کیږي، هغه پلار ناراضه کول دي

Abdulbaqi seyedy

04/11/2022

*غریبي کول* *خپل فامیل ته*
*حلاله روزی ګټل*
*د هر بي غیرته نارینه کار نه دي !!*

02/11/2022

وَسَيَجۡزِي ٱللَّهُ ٱلشَّٰكِرِينَ
او الله به خامخا شكر ګذارو ته بدله (ثواب) وركړي
(آل عمران ۱۴۴)
Abdulbaqi seyedy د دعاء په هیله

01/11/2022
Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kandahar?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

شاعر      هلالي آغا   ږغ       عبدالباقي سیدي

Category

Telephone

Website

Address


6 Stret
Kandahar
BALOCH
Other Public Figures in Kandahar (show all)
M Hashim Khanzada M Hashim Khanzada
A. Ghafar Khan Village Spin Boldak
Kandahar

Afghan

Mateen A***n Mateen A***n
Kandahar

ارواپوهنه ارواپوهنه
Shar E Naw
Kandahar

ذبیح الله عُزیر - Zabihullah Uzair ذبیح الله عُزیر - Zabihullah Uzair
Kandahar

قرآنکریم انسان ته روحي خوښي، دزړه سکون، او ارامي وربخښي.�

Sulaiman Samun Sulaiman Samun
Kandahar

Develop your brain

Ceyo Kandahar Ceyo Kandahar
Aino Mena, 1st Street, Quraishi Petrol Pump
Kandahar, 3801

د Ceyo کمپنۍ رسمي ځانګه په کندهار کي.

Abdul Rahman Abdul Rahman
1
Kandahar

. ‎راشين به شي، زرغون به شي ودان افغانستان ‎پہ زړہ کی مې کرلی دی جانان افغانستان

سکرين شاټونه سکرين شاټونه
Kandahar

❤️

Raees Shams Raees Shams
Kandahar

Anas Missaoui Anas Missaoui
شارع قندهار
Kandahar

N'arrête jamais de rêver ...

Najib C Club Najib C Club
Kandahar, 11111

Elham

SADAT Editions SADAT Editions
New Sarak
Kandahar, 3028

💯💖 لَااِلَّهَ اِلّاَاللهُ مُحَّمَدُرَّسُولُ الله💖💯 ♓🌀🌀🌀🌀🌀🌀🌀♓ ◼️❌❌❌❌❌ ســعــادتـ