DR. Besmellah Zalmai_ډاکټر بسم الله زلمی
زموږ هدف خپلو غریبو هیوادوالو ته خدمت دی
.دغریبوهیوادوالو کتل وړیا دی
دمور دشیدو گټی
د مور شیدې یوه الهي تحفه، مکمله غذا، د ماشوم لومړی واکسین او سرو زرو اوبه دي چې ماشوم، مور او ټولنې ته ډیړې زیاتې روغتیایي، تغذیوي، عاطفي، اقتصادي او ټولنیزې ګټې لري.
روغتیایي ګټې:
– د مور پر شیدو تغذیه شوی ماشوم معمولا لږ ناروغه کېږي. د مور په شیدو تغذیه د غوږ میکروبي کېدل، نس ناستی، او د معدې او ګېډې ستونزې کموي.
– د مور په شیدو تغذیه شوو ماشومانو کې په لوړ عمر کې د ځینو ناوغیو اندازه کمه وي: استما (شدیده نقس تنګي)، د شکرې ناروغي او چاغوالی پدې ډله کې راځي.
– د مور شیدې رغوونکې دي؛ ځکه د داسې موادو لرونکي دي چې له میکروبونو سره جګړه کوي.
– میندې هغه مهال هم خپل ماشوم ته خپلې شیدې ورکولی شي، چې ناروغه وي. البته دا لا ګټور کار دی. د ناروغتیا پر مهال د مور بدن د میکروبونو پر ضد انټي باډي جوړوي، چې ماشوم ته هم انتقالېږي او هغه د ناروغیو په وړاندې ساتي. کله چې په مور کې د ناروغۍ نښې راښکاره شي، ماشوم ته هم ممکن میکروب یا ویروس ورغلی وي
عاطفي ګټې:
– د مور شیدې د مور او ماشوم تر منځ عاطفي پیوند ټینګوي، ځکه ماشوم خپله مور له نژدې کتلی شي: ماشوم یوازې له اته څخه تر پنځلس انچه نېژدې شیان کتلی شي، نو کله چې مور ماشوم ته د تي ورکولو په وخت نژدې او مخامخ وي، همدا د بهترین عاطفي پیوند جوړېدو وخت دی.
– ماشوم د مور بوی پېژني: د ماشوم د بویولو حس ډېر پیاوړی دی او د خپلې مور د شیدو بوی پېژني. همدا دلیل دی چې وږی ماشوم خپلې مور ته ورګوري.
– ماشوم د خپلې مور اواز او څیره تر ټولو شیانو مخکې پیژني او تر ټولو ښکلی، عالي او ښه موجود ورته مور وي. مور هم ماشوم ته د شیدو په ورکولو رواني او ذهني تسکین پیدا کوي او پدې ډول د دواړو تر منځ عاطفي پیوند ټینګیږي.
تغذیوي ګټې:
– د مور شیدې د متوازنو او مناسبو پروټيني، شحمي، قندي، ویټامني او منرالي موادو لرونکي دي.
– د مور شیدې ماشوم له مختلفو خوندونو سره روږدی کوي : فرموله (پوډري یا بازاري شیدې) یو ډول خوند لري، خو د مور شیدې د خوراکي موادو ټول خوندونه په یوه کمه اندازه لري. دغسې ماشوم ته بیا جامد خواړه په اسانۍ پیل کېدای شي.
– مخکې لدې چې د مور بدن شیدې تولید کړي، یوه ټینګه، ژیړبخنه، سریښناکه ماده یعنې ورږه تولیدوي چې (د سروزرو اوبه) ورته ویل کېږي. دا مایع د ماشوم د اړتیا وړ کلسیوم، پوټاشیوم، پروټین، منرالونه او میکروب ضد مواد لري. تر څو چې د مور شیدې جریان پیدا کوي، ماشوم د ورږو څو کاشوغو ته ضرورت لري چې روغ رمټ پاتې شي.
– د مور شیدې ماشوم ته د ورکولو په وخت کې بدلون مومي: ماشوم ته د شیدو ورکولو په پیل کې شیدې ابي رنګه او نرۍ وي، خو په پای کې ټینګې او غوړې شي، چې ماشوم ته پوره کالوري (انرژي) برابروي.
اقتصادي ګټې:
– د مور شیدې یوه کورنۍ په کال کې د ۱۵۰۰ ډالرو له لګښته بچوي.
– د مور د شیدو په واسطه له ناروغیو څخه د ژغولو په صورت کې هم کورنۍ ته اقتصادي ګټه لري او د ډاکتر د فیس او درملو په اخیستو یې لګښت نه کیږي.
– د مور په شیدو تغذیه شوی ماشوم په لوی والي کې د ښه کار او ژوند څښتن کیدای شي چې ښه اقتصاد هم لرلی شي.
مور ته ګټې:
– ماشوم ته شیدې ورکول د مور بدن د امیندوارۍ او زیږون له زیانونو څخه ژر، رغوي: ماشوم ته شیدې ورکول په مور کې هغه هورمون افرازوي چې رحم بیرته خپل اصلي حالت ته ورګرځوي.
– ماشوم ته شیدې ورکول د مور وزن کموي: هغه مور چې ماشوم ته شیدې ورکوي، په ورځ کې ۶۰۰ کالوري مصرفوي او وزن یې په تدریج سره تر امیندوارۍ مخکې مودې ته ورګرځوي.
– ماشوم ته شیدې ورکول مور د سینې او تخمدانونو له سرطانونو ساتي.
– د مور د سینې د التهاب (پړسوب) مخه هم نیسي. که د مور سینه خارښت او درد کوي، خپلې یوه اندازه شیدې دې پرې وموښي، سینه یې رغېږي.
تقریباً هره مور خپل ماشوم ته شیدې ورکولی شي:
– د مور بدن د امیندوارۍ په دوره کې شیدې ورکولو ته اماده کېږي : کله چې ماشوم وزېږي، د مور په بدن کې د شیدو د تولید لومړنی سیګنال تولیدېږي چې حتی مور د یو ماشوم تر اړتیا زیاتې شیدې تولیدولی شي. یعنې که دوه او یا ډېر ماشومان هم زېږېدلي وي، د مور بدن ورته شیدې تولیدولی شي.
– مخکې له دې چې یوه مېرمن مور شي باید د امیندوارۍ، زیږون او د خپلو شیدو په واسطه د ماشوم د تغذیې د ارزښت په باب پوره پوهه شي.
– د مور د شیدو عوضي شیدې یا فرموله/ سیریلاک او د شاتو په شمول هیڅ بله ماده تر ۶ میاشتو کم ماشوم ته پکار نده. د عامې روغتیا وزارت د مور د شیدو د عوضي خوړو پر خلاف یوه مقرره منظور کړې ده او د دغه ډول خوراکونو خرڅول او ترویج یې منع کړی دی. که مور کومه جدي ناروغي ولري، یوازې د قانوني اسنادو لرونکی ډاکتر توصیه کولی شي، چې ماشوم څه وخوري یا وڅښي.
– د زیاترو میندو دا بهانه سمه نه ده چې شیدې نلري، کابو هره مور پوره شیدې لري. ماشوم ته د شیدو ورکولو په سم وضعیت پوهېدل او نورو مسایلو په باب باید مور د مور او ماشوم د روغتیايي کارکوونکو څخه مشورې واخلي.
په نتیجه کې ویلی شو چې د مور شیدې بهترینې دي؛ د ماشوم د سالمې بدني او متوازنې دماغي ودې سبب کیږي. یو روغ او پیاوړی شخصیت ترې جوړوي چې ځان، کورنۍ او ټولنې ته خیر رسولی شي.
———-
له نوي زيږون څخه تر ۶ مياشتني ماشوم د تغذيې او روغتیا مهم پيغامونه
1) مور دې ماشوم ته تر زیږون وروسته په لومړي ساعت کې ضرور خپلې شیدې ورکول پیل کړي.
2) ماشوم باید له لومړنیو ژېړ بخنو، ټینګو شیدو (ورږو) څخه په هیڅ صورت محروم نشي، دغه د سرو زرو اوبه د ماشوم لومړی واکسین دی. ماشوم ډېر پیاوړی کوي او له ډېرو ناروغیو یې ساتي.
3) تر شپږو میاشتو پورې یوازې او یوازې ماشوم ته دمور شیدې ورکړئ. پدې موده کې د مور شیدې ماشوم ته هم کافي دي او هم ګټورې.
4) یوازې د شدیدې اړتیا پر مهال د ډاکتر د توصیې له مخې ماشوم ته درمل ورکول روا دی. لدې پرته هیڅ ډول اوبه، شربتونه، خواړه، مصنوعي یا حیواني شیدې او بله هیڅ ماده مه ورکوئ. (د زیږون له لومړي ساعته تر شپږ میاشتو پورې؛ یوازې د مور شیدې).
5) د ماشوم واکسینونه مو هېر نه شي، چې حیاتي ارزښت لري.
6) تر شپږو میاشتو وروسته ماشوم ته بشپړونکي غذا ګانې پیل کړئ، خو تر دوه کلونو پورې د مور شیدې په هیڅ صورت پر ماشوم بندې نه کړئ. (له شپږو تر ۲۴ میاشتو د مور شیدې + بشپړونکي خواړه).
7) مور دې متوازن خواړه، د اوسپنې/ فولیک اسید ګولۍ او ایوډین لرونکې مالګه استعمال کړي، چې پخپله هغې او ماشوم دواړو ته یې ګټه رسوي.
Dr Besmellah Zalmai
سينه بغل يا نومونيا د سږو د يوې برخي پاړسوب او ګزک ته ويل کيږي چې ډيری يې د مېکروبونو پواسطه منځ ته راځي او د خاصو انټي بيوټيکو پواسطه تداوي کيږي. ټوخۍ، بلغم، ساه بندي، تبه او د سينې درد يې علامې دي او په تشخيص کې يې د سينې عکس يا اِکسرې مهم رول لري.
تور ژیړی یا hepatitis د لړمون یا ځیګر التهاب د A،B،C،D،Eوایرسونو پواسطه منځ ته راځي دلته د د تور زیړې په B ډول یا Hepatitis B په هکله بحث کوم.
لیکوال: ډاکتر نوید خپلواک
د تور زیړي هر ډول له ناروغ انسان څخه روغ انسان ته په لاندنیو ممکنو لارو انتقالیږي
1-په تور زیړيآخته انسان سره جنسي اړیکې نیول
2-په تور زیړي د مبتلا انسان له وینې استفاده کول
3-په تور زیړي د آخته انسان سره د ستنې شریک استعمال: پدې معنی که چرته په دې وایرس آخته انسان ته پیچکاري وکړل شي او بیا عین پیچکاري بل روغ انسان استفاده کړي پرته له کوم قید او شرطه په تور زیړي اخته کیدتی شي، همدا ډول په سلمانیو کې د مشترک تیغ نه د استفادې پواسطه دا ویروس له یوه انسان بل انسان ته انتقالیدای شي.
4-که چرته یوه ښځمنه تور زیړی ولري اوبیا حمل واخلي نو ددغې ښځمنې په رحم کې موجود ماشوم پدې مکروب اخته کیدای شي.
تور زیړی په ډیرو انسانانو کې د کومه خاصه نښه نلري مګر لمړنۍ نښې یې په لاندې ډولدي.
1-زکام،ټوخی،تبه
2-ژیړ ژیړی یعنۍ د پوستکي او د سترګو ژیړوالی
3-د وجود ستړیا او خستګی
4-د هډوکو حفیف دردونه
5-د اشتها کمیدل،زړه بدوالی او کانګې
6-د لړمون یا ځیګر دردونه
7-د ډکو متیازو ژیړ بخن یا سپین ته ورته رنګ
8-د تشو متیازو خړ رنګ
9-د پوستکي خارښت
10-د وزن کمیدل
که تور زیړی په بدن کې فعال پریږدو او درملنه یې ونکړو نو ناروغ په لاندنیو مدهشو ناروغیو آخته کوي
1-د لړمون یا ځیګر دردناکه پړسیدل
2-د لړمون. یا ځیګر سیروسیس یا غوټه غوټه کیدل
3-د لړمون سرطان
4-د لړمون فلج کیدل
5-کوما او بې هوشي
#درملنه
د تور زیړی له اړینو معایناتو وروسته که چرته د نوموړې مکروب شتون تثبیط شوه نو د تور زیړي درمل د څو مکررو میاشتو لپاره باید وکارول شي تر څو موږ وکولاي شو چي د تور زیړي مکروب په بدن کي غیر فعاله وساتو
له خپلو ملګرو سره یی هم شریک کړی:
50% تخفیف ټولو هیوادوالو ته.
ډاکټر بسم الله زلمی د کوچنیانو د داخله نارغیو متخصص او د عقلی او عصبی نارغیو معلج.
نوټ: د غریبو ناروغانو کتل وړیا دی.
Antibiotic/ Anti microbial
انټی بیوټک (دمکروب ضد درمل)
تعریف: هغه درمل چی په جسم کی دانتاناتو دتداوی لپاره کارول کیږی انټی بیوټک بلل کیږی .
دمکروب ضد درملنی اصول.
دمکروب ضد درمل دهغه بیوشیمی تفاوت په اساس چی دانسان او مایکروارګانیزم په جوړښت کی څرګندیږی خپل خاص اثرښکاره کوی. دغه درمل دانتاناتو په درملنه کی کارول کیږی ځکه دوی پرمکروبونو یوځانګړی سمیت لری کوم چی کولای سی دهغوی دمړینی یاژوبل کیدوسبب وګرځی بیله دی چی ومیزبان (انسان)ته ضرر ورسوی
دانټی بیوټکو انتخابول.
دیومناسب انټی بیوټک په انتخابولو په لاندی ټکو پوهیدل په کاردی.
1 دمکروب پیژندنه.
دمکروبونو ډیری نوعی چی په انسان کی دناروغی سبب ګرځی متفاوت شان لری ددغه تفاوت له کبله دانټی بیوټیکو تاثیر پرمختلفو مکروبونو فرق لری. که څه هم په افغانستان کی د مکروبونو مالومولو معاینات ډیرکم کارول کیږی او ډاکټران تجربوی انټی بیوټک کاروی خو بیا هم دمکروب مالومول یو اړین کاربلل کیږی.
2 دمکروب حساسیت وځانګړی درمل ته.
ترجیحاً دمکروب ضد درمل د مکروب دپیژندنی وروسته انتخابیږی. په افغانستان کی چی ترډیره تجرباتی انټی بیوټک کارول کیږی باید کوښښ ونه سی چی ترټولو وسیعه ساحه انټی بیوټک انتخاب سی. هغه مکروبونه چی محدودالساحه انټی بیوټک تاثیرپرلری باید وسیع الساحه انټی بیوټک ورته انتخاب نه شی.
3 دانتان ځای .
ټول انټی بیوټک په یوه تناسب دبدن په ټولو انساجو کی نه خپریږی دا کار دانټی بیوټکو د انحلالیت او مالیکولی وزن سره ډیره اړیکه لری.
هBlood brain berrier دعروق شعریه یوجال ماننده ساختمان دی چی ودماغ ته دځینو درملو کیمیایی موادو او مکروبونودننوتلو مخه نسی. اکثره انټی بیوټک نه شی کولای تر BBB تیرسی ځکه نو ددماغ په داخلی انتاناتو کی د داسی درملو څخه کارنه سو اخیستلای .
4 هغه فکتورونه چی د ناروغ سره تعلق لری.
هغه فکتورونه چی دناروغ سره تعلق لری دانټی بیوټکو په انتخاب کی باید ټول په پام کی ونیول سی. چی مهم یی
★دناروغ معافیتی سیستم ته کتنه
★ دپښتورګو وظایف مالومول
★ دینی په ناوړتیاکی ځانګړی پاملرنی ته اړتیاشته.
★دوینی جریان ته کتنه ځکه دشکری ناروغانو پښوته. دوینی کم جریان د درملو انتقال مؤثره کوی اود دغه اعضاوو دانتان د درملنی دناکامی سبب ګرځی.
★دناروغ سن ته بايد پاملرنه وشی .
ځکه په نوو زیږیدلو ماشومانو او بوډاګانو کی د ینی او پښتورګو وظایف پوره نه او باید په دغه سن ناروغانو کی هغه انټی بیوټک چی په لوړ ډوز سمی وی ونه کارول سی.
★ په میرمنو کی حمل اوشیدی ورکول
★هغه میرمنی چی حمل لری وهغوی ته باید داسی درمل انتخاب سی چی یا خو تر پلاسنټا نه تیریږی اویاهم پرجنین سمی تاثیرات نه لری. همداراز په شیدو ورکونکو میندو کی باید هغه درمل چی په شیدوکی زیات افرازیږی اوکه ضرورت وی نو داکتر باید دماشوم دتغذیی په اړه تصمیم ونیسی
5 د درملو بیه
ډیرکله څو انتی بیوټک پریو انتان مشابه تاثیرلری خو قیمت یی یودبله ډیرتفاوت ولری دلته دناروغ اقتصادی حالت ته په کتو دمناسب قیمت انټی بیوټک باید انتخاب سی
هر وخت د ستومانتیا احساس کوئ؟ لاملونه یې څه دي؟
د بوختې ورځې او سخت کار کولو نه وروسته ستړي کېدل یو طبیعي کار دی خو ځینې کسان بې له کوم کار او بوختیا ستړیا یا ستومانتیا محسوسوي، چې په اصل کې د ناروغۍ او یا په بدن کې د ځینې موادو کمېدلو نښه وي.
هغه لاملونه چې د بېځایه ستومانتیا لامل کیږي، پنځه یې په لاندې ډول دي:
بشپړ خوب نه کول
بشپړ خوب نه کول د ستړیا تر ټولو ستر لامل دی، خو ددې لپاره دا اړین نه دي چې ۷ یا ۸ ساعته خوب وکړل شي، بلکې اړینه داده چې د شپې لخوا ارامه او ژور خوب وشي، که خوب مو ارام او ژور نه وي ۱۰-۱۲ ساعته خوب هم ګټه نه کوي، ددې لپاره د خوب ارامګاه او ماحول مناسب جوړ کړئ، که داسې مو ونکړل نو د ورځې په اوږدو کې به د مرۍ/غاړې، ملا درد او ستومانتیا احساس کوئ.
مناسب خواړه نه خوړل
بدن تندرست او چست ساتلو لپاره د غوره خواړو اړتیا وي، غوره خواړه هغه دي چې د بدن هر ډوله اړتیا او انرژي پوره کولی شي، جنک فوډ، ګازي څښاک، له اندازې زیاته خوږه خوړل ستاسې د بدن هر اړخیزه انرژي نشي پوره کولای، بلکې پرځای یې ستومانتیا محسوسیږي. د بدن انرژي پوره کولو لپاره تازه میوه، سبزي او پروټین لرونکي خواړه خوړل اړین دي.
ذهني ستړیا/خپګان
ذهني ستړیا هم د بدن ستومانتیا ستر لامل ګڼل کیږي، ځکه چې ذهني ستړیا مو د بې خوبۍ او نارامۍ ستونزو سره مخ کوي، چې له کبله مو خوب هم نه پوره کیږي، او په پایله کې بدن د ستومانتیا ښکار شي.
زړه ناروغي
هر وخت د ستومانتیا احساس کول د زړه ناروغۍ نښه هم کیدلای شي، د زړه ناروغ په ورځني کارونو کې لکه پایو کې ختل، زیات مزل کول او یا په سخت کار کولو سره ډیر ژر ستړی کیږي، په داسې وخت کې زړه ته د زیاتې وینې رسېدلو اړتیا وي او زړه له پېله په کار بوخت وي چې په پایله کې انسان د ستومانتیا احساس کوي.
د امیندوارو میرمنو لپاره 20 سپارښتنی
1: د ورزی لس ساعته باید استراحت وکړی
2: له جارو وهلو څخه ډډه وکړی
3: هغه شی چی زیات وزن لری د جگولو څخه ډډه وکړی
4: درانده خواړه ډیر ټینگ خواړه لکه لوبیا هگی پالک کم وخوری
5: هر سهار یو گیلاس شیدی دوه دانی خرما وخوری ځکه چی شیدی کلسیم لری او خرما مو تغذیه کوی
6: سهارنی هیڅکله مه پریږدی ځکه چی ستاسو بدن زیاتی انرژی ته اړتیا لری
7: د ورزی په اوږدو کی پنځه وخته خوراک کوی خو کمه کمه خوری تر څو ستاسو صحت ورسره ښه یی
8: اوبه ډیری څکی چی گردی مو چرک یا ډبری پیدا نکړی د ورزی له پنځه ویشتو تر دیرش گیلاسو اوبه وڅکی
9: هره ورز لږ ورزش کوی گرځی راگرځی ځکه ورزش ستاسو صحت ته گټه لری
10: د سخت درد خوب پخپل سر درملو له خوراک څخه ډډه وکړی د اړتیا په وخت کی نیږدی صحی کلینیک ته لاړ شی
11: د خپل ځان پاک ساتلو خیال وساتی هفته کی غیر له میاشتنی ناروغی نه دری ځله حمام وکړی ډیری گرمی اوبه یاهم له ډیرو یخو اوبو سخه ډډه وکړی همیشه په تړمو اوبو لامبی
12: هره شپه پنځه دانی بادام وخوری تر څو ستاسو مغز نورماله وی
13: په هفته کی دوه ځله ینه ځیگر وخوری تر څو ستاسو د وینی کمبود پوره شی دوینی له کمښت سره مخامخ نشی
14: دشپی لخوا همیشه له وریجو څخه استفاده کوی وریجی ښی نرمی پخوی او بیا یی وروسته خوری
15: د تازه میوو څخه زیاته استفاده کوی
16: زیاته غوسه مه کوی نرماله اوسی چی راتلونکی ماشوم مو سالمه وی
17: د اړتیا په وخت کی ښځینه ډاکټر ته مراجعه وکړی هیڅکله پخپل سر دارو مه استعمالوی
18: د میوو جوسو له څکلو زیاته استفاده کوی تر څو بدن مو مقاومت ولری
19: د خاوری له خوړلو ډډه وکړی زیاتره میندی په دغه حالت کی خاوره خوری چی صحت ته مو زیان رسوی هغه خویندی چی دا خاوره خوری د هغوی په بدن کی کلسیم کم وی چی دا کمښت مونږ د شیدو پنیرو په خوړلو سره پوره کولی شوه
20: د ماشوم له پیدا کیدلو څخه دری ساعته مخکی روغتون ته مراجعه وکړی تر څو تاسو ته کوم زیان ونه رسیږی
خبرتیا: ډاکټر بسم الله زلمی چي په کندهار ښار کښي يي نوی په فعالیت پیل کړی دی غواړی د خپلو غریبو هیوادوالو کتنه مفته یا وړیا دالله (ج) درضا لپاره وکړي.
نوټ: دوشتبه او پنجشنبه د غریبو هیوادوالو کتنه مفته یا وړیا ده.
نوټ: ډاکټر بسم الله زلمی د کوچنیانو د داخله نارغیو متخصص او د عقلی عصبی نارغیو معلج.
50٪ فیصده تخفیف باقي ورځو کښي.
ډیپرییشن (Depression) یا ژور خفګان
دیپریشن یا ژور خفګان چی روحی انحطاط هم ورته وایی یو له هغو مهمو عقلی یا روحی ناروغیو څخه ده چی زمونږ اوستاسی د ټولنی یو زیات تعداد وګړی په خفیف او یا شدید ډول څه ناڅه ورباندی اخته او له دی روحی پریشانی څخه رنځ وړی .مونږ دلته ددی ناروغی په اسبابو مختلفو کلینکی اشکالو ، اعراضو او علایمو ،په تداوی او ددی ناروغی د مخنیوی په لارو چارو له تاسی سره خپل معلومات شریکوو
لمړی: دیپریشن څه ته وایی:
دا ناروغی عبارت له یو روحی انحطاط یا خفګان څخه ده چی ور باندی اخته کس په دوامداره توګه دیوډول غم او پریشانی احساس کوی دناروغ په احساسا تو عواطفو او خیالاتو کی یو څرګند بدلون رامینڅ ته کیږی دخپل ځان او ضمیر سره همیشه لاس په ګریوان یی پخپلو ورځنیو چارو او کارونو کی زیات خلل لیدل کیږی خپل ځان ورته مقصر او بی وزله ښکاری له تیرو کړنو څخه پیښمان اوسنی حالت ته حیران او اینده ته نګران وی.
د دیپریشن په تشخیص کي د ناروغۍ درو مرحلو ته پام اړول مهم دي څو له مخي یې باید څرګنده شي چي ناروغ د نوموړي ناروغۍ په کومه مرحله دی .
د دیپریشن نښي نښانې په دوو کتیګوریو ( A او B ) وېشل شوي دي . ددې د پاره چي د ناروغۍ شتون تائید شی ، باید په ناروغ کی لږ تر لږه د هري کتیګورۍ څخه دوه نښاني تر سترګو شي . دغه نوموړي نښانې باید په ناروغ کي لږ تر لږه په پرله پسې ډول بی لدی نه چي قطع او وقفه ور پکښې راشي ، دوې هفتې مسلسل دوام وکړي او نه باید د فزیکي ناروغۍ په توګه و پیژندل شي .
لومړی ــ د A کتیګورۍ نښانې :
ـــ د خفګان احساس .
ـــ په تمایل او دلچسپیو کي د پام وړ کمښت .
ـــ د انرژۍ او توان کمښت او د سختي ستړیا احساس .
دویم ــ د B کتیګورۍ نښانې :
ـــ پر ځان باندي د اعتماد او باور کمښت .
ـــ د ځان ملامتیا او د ګناه احساس .
ـــ د مرګ او ځان وژني فکرونه .
ـــ د افکارو د متمرکز کولو مشکلات .
ـــ سخته باطني بې ثباتي او یا برعکس زیات تحمل .
ـــ بې خوبي او د خوب اختلال .
ـــ په وزن او اشتها کي د پام وړ بدلون چي اکثره وختونه د وزن د کمښت سره مل وي .
په ناروغ کي د دیپریشن شدت او د حالت څرنګوالي ته درې مرحلې د پام وړ ګڼلي شوي دي ، لکه :
لومړۍ مرحله ـــ ساده یا سپک دیپریشن :
ددې د پاره چي ددې مرحلې شتون تائید شي ، اړینه ده د دواړو ( A ) او ( B ) کتیګوریو د نښو نښانو څخه کم تر کمه دوې دوې نښانې په ناروغ کي و لیدلي شي.
پدې مرحله کي د ناروغ حالت داسی وی چي درملني ته اړتیا نه لیدل کیږي . د کورنۍ د غړو او ملګرو لخوا دده معنوي ملاتړ کولای شي د درملني ځای و نیسي . همدارنګه د خپل ډاکتر او ارواح پوه ( روانشناس ) لخوا د سترس( داخلي روحي تشنج ) په کمولو کي ګټوري مشورې، ورزش او سالم خوب ډیره ښه او په زړه پوري مرسته کولای شی .
د ګټورو مشورو په لړ دا هم راځي چي باید مصاب ( ناروغ ) پدې پوه کړل شي ، چي تر څو کولای شي ، ځان د تجرید حالت ( Isolation) د محاصرې نه و باسي ، د توان تر حده د کار د ساحې سره خپلي اړیکي و ساتي ، د ارامتیا ، نظم او نظافت فضا را منځته کړي ، د جدي موضوعګانو په هکله د تصمیم نیولو څخه ډډه وکړي او د سترس کنترولو لارو چارو سره ځان بلد کړي
دویمه مرحله ــ متعادل او نرم دیپریشن :
ددې مرحلي د تشخیص د پاره پکار ده چي د ( A ) کتیګورۍ د نښو نښانو څخه باید کم تر کمه دوي نښانې او د ( B ) کتیګورۍ څخه باید کم تر کمه څلور نښانې په ناروغ کي ولیدلي شی . پدې مرحله د ناروغ د ژغورلو په موخه پکار ده چي د درملني د یوه یا بل ډول نه کار واخیستل شی . دا کار کیدلای شی چي دسایکوتراپي ( د رواني چارو په مټ تداوي ) او یا هم د درمل کارولو د لاري تر سره شي .
دریمه مرحله ــ شدید دیپریشن :
دا مرحله هغه وخت د تائید وړ ده چي د ( A ) ګتیګورۍ ټولي درې واړي نښانې او د ( B ) کتیګورۍ څخه لږ تر لږه پنځه او یا لدې نه زیاتي نښانې په ناروغ کي ولیدلي شي . پدې مرحله کي ناروغ بد او بحراني حالت لري . که چیري پدې وخت کي د ناروغ حالت د ځان وژني تر خطر پوري جدي ، سخت متشنج او یا یې د ځان د کنترول او مراقبت وړتیا له لاسه ور کړې وي ، نو د درملني پخاطر به ښه دا وي چي ناروغ هر څه ژر د رواني ناروغیو په روغتون کي بستري او تر جدي درملني لاندي ونیول شي » . او همدارنګه دوایه درملنه یی دداکتر تر مشوری لاندی تر اوږده وخته صورت نیسی.
(ناببره) مړینه"
ډیر وخت به تاسو اوریدلي وي چې زیات ستاسو ملګري یا هم دوستان د ورځي روغ رمټ یې مګر د شپی یو دم مړ سوي وي، چې ډیر کسان ورته د زړه حمله او ځینی بیا ورته نور څه واي،
دا درست خبره ده چې مرګ په وخت او وعده سره دي لیکن د طبابت د دنیاوي سببونو سره یی چې زموږ د طبابت یو ایماني او د بشر دوستي څیړنه ده زیاته مهمه او هم ضروري ده،
د دي اړوند یو عمده علت چې اوس نړیوال طبابت پیدا کړي دي دادي:
کله کله هر یو زموږ و ستاسو څخه د شپی د ضرورت په خاطر یو دم د تشناب او یا یو بل ضرورت دپاره راولاړیږي، حال دا چې دا وخت طبی پوهان زیاتوي چې زړه د نورمال حالت په شان د ویني پمپ کیدل کم کړي وي او عصاب هم د ویني د دوران څخه لکه د ورځي په جریان کي چي وي، بی برخي وي. په داسي حال کې چي د تشو بولو، قضاحاجت او یا هم نور ضرورت دپاره ژر را ولاړیږو زیات خطري وي،
ځکه عصاب انمیک anemic یعني د کافی اندازي ویني د دوران او اکسیجن څخه بی برخي وي، دا وخت چې کله عصب خپل فعالیت د لاس ورکړ، زړه او نور حیاتي غړي هم دفتآ د فعالیت ولیږي ځکه عصاب او دماغ د انسان د بدن کنټرولونکي دي.
د دي دپاره څیړونکي زیاتوي چې انسان باید (دري نیمي) دقیقي پر خپل ځاي کښیني او د ویني د بیرته نورمال دوران پوري تر څو بیرته د بدن حیاتي غړو (عصاب، پښتورګي، زړه) نورمال سي او انسان د عاني خودبخود مرګ څخه خلاص سي.
خپل ټول نژدی ملګرو او په خاص ډول د زړه ناروغانو، ځوانانو او خویندو ته د دي په اړه خبر ورکړي، تر څو کله چې د شپی په نیمایی کې د هر فزیکي عمل دپاره راولاړیږي" نو پر خپل ځاي د دوو څخه نیولي تر دري نیمي دقیقی دپاره ارام اوسي تر څو دماغ او نور غړي یی د انیمیک حالت څخه راووځی او د عاني او خودبخودي مرګ څخه په امن کي وي.
کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري
که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو.
دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده.
ګېله کوم ډول زيانونه لري.
۱: د وزن زياتوالی
دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالوري شتون لري چې په هندوانه کې ۴۵ او په انګورو کې ۶۲ ګرامه کالوري شتون لري.
خو که وزن مو زيات وي او له دې ويره لرئ چې وزن مو نور زيات نشي نو د کېلې له زيات خوراک څخه ډډه وکړئ.
۲: هايبر کالمي
هغه ناورغي ده چې د انسان په وينه کې د پوتاشيمو د زياتوالي له امله رامنځته کيږي. ددغي ناروغۍ له امله د انسان د زړه ضربان غير منظم او بيخي له حده زياتيږي چې وروسته په انسان د زړه حمله راځي.
که څوک دا ډول ناروغي ولري بايد کيله ونه خوري.
هغه څوک چې غاښونه يې ماتيږي
هغه څوک چې د غاښونو د توييدو ناروغي ولري بايد کيله ونه خوري ځکه دغه ناروغي په بدن کې د نشايسته د زياتوالي لامل ګرځي چې د کيلې په خوړولو زموږ د بدن نشايسته نوره هم زياتيږي.
د خوب خرابوالی
که څوک دشپي په خوب کې نا ارامه وي او يايې تل خوب ګډوډ دغه ډول اشخاص بايد کيلي له خوړولو څخه ډډه وکړي. د کېلي په زيات خوړولو يې خوب نور هم ګډوډيږي.
په عصبي تکليف اخته کسان بايد زياته کېله ونه خوري
دا ځکه چې په کيله کې په پراخه پيمانه بی ۶ ويټامين شتون لري چې د کيلې په زيات خوراک سره د عصبي اختلالونو باعث ګرځي.
تنفسي حساسيت
هغه خلک چې دا ډول ناروغي لري بايد له کېله څخه استفاده ونه کړي.
دغه ناروغي چې تر ډيره په امريکا کې زياته ده دا داسي يو ډول ناروغي ده چې د ځينو توکو سره د حساسيت پر وخت راپيد کيږي چې تر ډيره د انسان ساه او تنفس بنديږي.
هغه خلک چې قبضيت لري
هغه خلک چې قبضيت لري بايد کيله ډيره کمه وخوري ځکه کيله په خپله ډير قابضه ده.
بايد وويل شي قبضيت ډيره خطرناکه ناروغي ده چې حتی انسان د مرګ تر کومي هم رسولای شي.
معده مو ولي او کله زخمي کیږي؟
د معدې د زخم عوامل څه دي؟
کله چې د معدې درد دوامداره شي نو د نورو مدهشو پایلو ترڅنک د معدې د زخم په هکله هم باید فکر وکړو.
د معدې د زخم نښې:
لمړی نښه:دردونه
کله چې د معدې داخلي دیوال زخمي شي نو د سوزش یا سوخت په څیر خفیف دردونه لري،دغه دردونه کټ مټ د هغو پوښتیو پر سر چې معده یې پوښلې احساس کیږي،ځینې وخت دغه دردونه د سینې د قفس چپ اړخ ته احساس کیږي چې پداسې حالاتو کې ډیری ناروغان غکر کوي د زړه په رنځ آخته دي مګر داسې نده د معدې دردونه هم په نوموړي ساحه کې محسوس کیږي.
دغه دردونه د خوړو تر خوراک وروسته لا پسې شدید شي، بالحصوص د شپې لخوا او معمولاً دغه ناروغان چې کله سحر له خوبه راپاڅي نو خوله یې بد بوی کوي،ټوله مرۍ یې سوخت کوي او د سر ګنګسوالی هم لري.
دویم: له معدې د خوړو مرۍ ته پورته کیدل
هغه ناروغان چې د معدې په زخم آخته دې ډیری وخت د یوې بلې ناروغۍ سره هم لاس او ګریوان کیږي چې موږ په طبي اصطلاح Gastroesophagel reflux disease بولو په نوموړې ناروغۍ که د معمول خلاف هغه خواړه چې د مرۍ له لارې معده ته ورتتلی بیرته له معدې مرۍ ته راپورته کیږي،او ان تر خولې پورې هم راځي چې ناروغ معمولا ترشې اوبه یا تیزابي ذایقه لرونکی احساس پیدا کوي.
ددې ترڅنګ دغه خواړه چې له معدې بیرته مرۍ ته راپورته کیږي د معدې په تیزابو ملوث یا ککړ وي نو د بیرته راپورته کیدو په صورت کې د مرۍ د دیوالونه د تخریش سبب ګرځي او که ځنډنی شي په مهلکو ناروغیو او حتی د مرۍ د سورۍ کیدو سبب ګرځي. که یې درملنه ونکړو همدغه حالت مو د مرۍ په سرطان آخته کوي!ښایې سوال مو ذهن ته راولاړ شي چې د مرۍ سرطان څنګه؟
که باربار د معدې محتویات مرۍ ته راپورته شي نو د معدې د داخلي دیوال حجرات مرۍ ته د راپورته کیدو میلان پیدا کوي او که بلاخره د معدې حجراتو په مرۍ کې ځای ونیوه او هلته یې خپل فعالیت ته دوام ورکړ نو دا یو نیمه سرطاني حالت ده چې مونږ یې په طبي اثطلاح Barrett's esophagus بولو او د وخت په تیریدو همدغه ناروغي د مرۍ په سرطان چې Adenocarcinoma esophagus نومیږي بدلیږي.او له بده مرغه نوموړی سرطان تر ننه پورې لاعلاجه ده
دریم: تورې کانګې یا ډیری وخت وینه لرونکي کانګې:
د خرما (۱۰) حیرانونکې روغتیايي ګټې
په تاریخي ډول ، د ځمکې پرمخ خرما ترټولو پخوانۍ مېوه لرونکې ونه ده. د دغې مېوې تولید او مصرف په مینځني ختیځ ، افریقا او آسیا کې خورا ډير ښودل شوی دی. د خرما ونه په اصل کې له میسوپوټامیا او مصر څخه سرچینه اخستې ده. دا هغه سېمې دي چېرته چې د لومړي ځل لپاره خورما ونې کرل شوي او د کرل شویو ساحو فوسیلونه په کې موندل شوي دي. د نړۍ اصلي خرما تولیدونکي هېوادونه الجیریا ، مصر، سعودي عربستان او په سهیل کې داکر سینیګال، ته تر چاد او سوډان دي. همدا راز د نایجیریا شمالي ایالتونو لکه سوکوتو ، کانو ، کدونا او نور شمال ختیځ ایالتونو کې هم موندل کېږي.
خرما د مینځني ختیځ او د مدیترانیي اصلي خوړو یوه خورا مهمه برخه تشکیلوي. د خرما ونه د نړۍ ترټولو پخوانۍ کرل شوي میوه ده. خرما بيزوي، ګرده بڼه او کله چې ورسېږي نو روښانه ژیړ رنګ لري. هره خورما یو واحد تخم لري. په بازار کې د خرما شاوخوا ۴۰۰ ډولونه شتون لري. تاسو کولای شئ خپل رژیم کې د خرما بېلابېل ډولونه شامل کړئ. همدا راز کولی شئ د سهارنۍ په توګه ترې هم ګټه واخلئ، په شېدو، کیکونو او د چاى سره یې هم خوړلی شئ.
خرما د ښه خوند لرلو ترڅنګ له مهموو مغذي موادو څخه هم بډایه ده چې روغتیایي ګټې یې د اندازې وړ نه دي.
دغه مېوه د دې تر څنګه چې د اوسپنې يو بډايه سرچینه ده د پوټاشیم ، پروټین ، رژیم فایبر ، کلسیم ، B ویټامینونو او همدارنګه ویټامین A او C ښه سرچینه هم ده .همدا راز خرما کې په کافي اندازه مس ، مګنیزیم ، منګنیز ، سیلینیم او زنک شامل دي. خرما د انفیکشن ضد ، انفلاسیون ضد او د هیمرجیک ضد توکي هم په ځان کې لري.
۱. د انرژۍ غوره منبع ده
خرما بدن ته د چټکې انرژۍ رسولو یوه غوره منبع ده، ځکه چې په لوړه کچه طبیعي شکر لکه: ګلوکوز ، فرټکوز او سوکروز لري او دا هغه څه دي چې فوري انرژي تولیدوي او د اړتیا پر مهال بدن ژندی کوي. سربیره پردې خرما پوټاشیم لري چې بدن ورته له بورې څخه د انرژۍ تولید پر مهال اړیتا پیدا کوي. پخپل سهارنۍ کې خرما اضافه کړئ ترڅو د ورځې په اوږدو کې انرژي ولري. که چيرته د ورځې په اوږدو کې د سستئ احساس کوئ نو یو څو دانې خرما د ماسپښین ناشته په توګه هم وخورئ.
۲- د قبضیت ښه درملنه کوي
د قبض لرونکو ناروغانو لپاره د درملني یوه ښه درمل دي ځکه خرما په لوړه کچه د محلول وړ فایبر لري، کوم چې د کولمو سالم خوځښت هڅوي او د کولمو له لارې د خواړو اسانه تیریدو ته وده ورکوي. له 8 څخه تر 10 خرما راواخلئ د ځړو لرې کولو وروسته يې په یوه ګیلاس اوبو کې وچوئ او ټوله شپه يې پريږدئ. سهار خرما د اوبو سره يو ځاي تر هغه پورې حل کړئ چې د شربت په څیر شي دغه محلول هر سهار په نهاره يو ګيلاس څښئ قبضيت به مو ورک شي.
۳. د وېني کمښت لمنځه وړونکې ده
د وسپنې کمبود د هیموګلوبین کچې کمښت ترټولو عام لامل دی ، کوم چې د وینې د کمښت لامل کیږي. په خرما کې وسپنه د وینی کمښت درملنه او د هیموګلوبین تولید کې مرسته کوي. سربیره پردې ، په خرما کې ویټامین سي هغه څه دي چې بدن ته د اوسپنې په جذبولو کې خورا مهم رول لوبوي. په بدن کې د اوسپنې مناسبه کچه د ستړیا او سستۍ احساس کمولو کې مرسته کوي. هغه خلک چې د وينې له کموالي سره مخ دي په لاندې ډول له خرما څخه ګټه واخلئ. په ورځ کې دوه ځله څو دانې خرما له يوه ګیلاس ګرمو شيدو سره وخورئ. يو ګیلاس تازه شيدو کې څو دانې خورما واچوئ او ويې خوټوئ بيا ترې د ورځې څو ځله ګټه واخلئ د وينې له کموالي به خلاص شئ.
۴- د اميندوارۍ په وخت کې د خورما ګټې
خورما څو مغذي مواد لري چې د مور او ماشوم لپاره د امیندوارۍ په جریان کې ګټور دي. لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه قبض د امیندوارۍ په جریان کې یوه عامه ستونزه ده، د قبض ليرې کولو کې مرسته کوي. سربیره پردې ، دا د رحم د غړو پیاوړتیا او د ماشوم زیږون اسانه کوي. د ۲۰۱۱م د مطالعې په اساس چې د ژورنالیزم او نسايي علومو په ژورنال کې خپره شوې ، د امیندوارۍ په وروستیو کې د خرما خوړل د کار کولو هڅول او وده ته اړتیا کموي. هره ورځ له 6 څخه تر 8 دانې خرما د چاى سره وخورئ. او يا هم خرما په شیدو کې وخوټوئ او په ورځ کې یو یا دوه ځله يې وخورئ.
۵- زړه تل سالم ساتي
خرما ستاسو د زړه د روغتیا لپاره خورا اړینه، او مونږ یې باید تل له انټي هایپرلیپیډیمیک اغیزو څخه مننه وکړو. د ټیټ سوډیم او لوړ پوټاشیم مینځپانګه د زړه درجه تنظیم او د وینې فشار کنټرول ساتلو کې مرسته کوي. پوټاشیم حتا د سټروب او نورو ناروغیو خطر کموي. سربیره پردې ، د مګنیزیم مینځپانګې د زړه په مناسب فعالیت کې مرسته کوي او د سټروپ خطر کموي. هره ورځ خرما وخورئ ترڅو د زړه ستونزو خطر مو کم کړي.
٦- د اعصابو سیسټم فعالیت پياوړى کوي
په خرما کې د بي ډیری ویټامینونه د عصبي سیسټم روغتیا او فعالیت ته وده ورکوي. سالم عصبي سیستم د بدن ټولو برخو سره مرسته کوي ترڅو یو له بل سره سمه او مؤثره اړیکه ونیسي. په خرما کې د پوټاشیم بډایه توکي صحي عصبي سیسټم هم تنظیموي،خوب او ستاسو مغز نورمال او ښه کوي. سربیره پردې ، خرما کې شته انټي اکسیډینټان د آزاد رادیکالونو سره مبارزه کوي ، کوم چې په پایله کې ستاسو ادراکي فعالیت لوړوي.
خپل دماغ او عصبي سیسټم په سمه توګه کار کولو لپاره ، هره ورځ یو څو خرماوې وخورئ. اضافي لارښوونې
* دا سپارښتنه کیږي چې د بسته بندۍ ښه شرایطو کې د خرما پیرود وکړئ.
* د خواړو څخه دمخه خرما په ښه ډول ومینځئ.
* د خرما خوړلو غوره لاره دا ده کله چې تازه وي ، په فصل کې او د اوبو مینځپانګه کې بډایه وي.
* د روغتیايې ګټو لپاره ، تل د ښه کیفیت لرونکې خرما غوره کړئ ډاډ ترلاسه کړئ چې په دوی کې مصنوعي د بورې کوټ شتون نلري.
* په اعتدال سره خرما وخورئ ، ځکه چې د لوړې فرکتوز مینځپانګه کولی شي ستاسو روغتیا ته زیان ورسوي.
۷- جنسي ګټي
خرما د جنسي استعداد لوړولو په برخه کې له پخوا پیژندل شوې مېوه ده چې له کلونو راهیسې د اپروډیزیک په توګه کارول کیږي. د دې هدف لپاره خرما باید د شپې لخوا د وزې په شیدو کې پخې شي او په سبا یې د سهار له لوري.
۸- د معدې سرطان درملنه کوي
خرما د معدې سرطان په درملنه کې مرسته کوي.د خرما ګټې دومره ډيرې دي چې باید په خپل ورځني رژیم کې د خرما خوړل خپل عادت وګرځوو.
۹ – د پوټکي ستونزو درملنه
په خرما کې موجود ویټامین B ستاسو د پوټکي لپاره ګټور دي د دې ویټامین کمښت کولی شي په پوټکي کې دستونزو رامنځته کیدو لامل شي، خرما د ویټامین بي طبیعي سرچینه ده چې کولای شي د پوټکي د ګونځو لرې کولو کې مرسته وکړي.
۱۰- سالمه معده
خرما معده او کولمې قوي کوي. د رژیم فایبر ډیری ګټې لري، د وینې د شکرو کنټرول څخه نیولې تر وزن کمولو پورې.
اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي
د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.
لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو.
- د سهار چای نه چیښل:
هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي.
- زیاته ډوډۍ خوړل:
هغه کسان چي زیاته ډوډۍ خوري د هغوی دماغي قوت ضعیفه کېږي.
- د سګرېټو څکول:
د سګرېټو او نورو نشه يي موادو استعمال دماغي قوت راکموي او د الزایمر یا هېرېدو ناروغي پیدا کوي.
- د بورې څخه زیاته استفاده:
د بورې زیاته استفاده د پروتینو او نورو غذايي موادو د استفادې مخنیوی کوي او په نتیجه کي یې دماغي رشد سوکه کېږي.
- ککړه هوا:
د انسان دماغ په وجود کي تر ټولو زیات اکسېجن مصرفوي او ککړه هوا د دې سبب کېږي چي دماغ په کافي اندازه اکسېجن تر لاسه نه کړي، په همدغه دلیل د دماغ مؤثرتیا راکمېږي.
- د خوب څخه محرومتیا او د خوب کموالی:
خوب دماغ ته اجازه ورکوي چي استراحت وکړي او د اوږدې مودې له پاره د خوب نه کول، د دې باعث کېږي چي د دماغ حجرې مړې سي.
- د خوب پرمهال د سرپټول:
کله چي د استراحت پرمهال د انسان سر پټ وي، نو په دماغ کي د اکسېجن کچه راکښته کېږي او د کاربن دای اکساید کچه لوړېږي چي پر دماغ باندي سخت تاثیرات کي.
- د مریضۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل:
د ناجوړۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل یعني مطالعه کول او پر دماغ باندي فشار راوستل، د دماغ په مؤثروالي کي کموالی راولي.
- د هڅوونکو فکرونو نشتوالی:
انسان تل باید هڅوونکي فکرونه په ذهن کي ولري، ترڅو ذهن تربیه کړي. د دغو هڅوونکو فکرونو د نستوالي په صورت کي ذهن کمزوری کېږي.
– لږ خبري کول:
ادبي او علمي محاورې د ذهن په انکشاف کي مرسته کوې
Click here to claim your Sponsored Listing.
Contact the practice
Telephone
Website
Address
Kandahar
3802
Aino Mina
Kandahar, 3802
hi my friends i want to work for you howlong you can get any thing in easy way
Noori Sihat Market, New Sarak, Opposit To Roghtia Market
Kandahar
Kandahar
متخصص امراضِ داخله قلبی، تنفسی، شکر و معده MD | Kandahar University Medical Specialist, Ms (Medicine)
دېخواجه، زوړ ګمرک سړک، یارانه مارکیټ څنګته/اعتماد کلینیک
Kandahar, 0038
اعتماد کلینیک په ډېر ویاړ سره په کندهار کي جلدي، جنسي، غاښو، وېښتانو ایښودو, حجامې او ښکلا جراحي خدمتونه وړاندي کوي