Gulzar jan gulzar گلزارجان گلزار رسمی پاڼه

Gulzar jan gulzar                                  گلزارجان گلزار رسمی پاڼه

مینه ناک او خوش اخلاق انسانان

30/03/2023

دکاڼی کرښی پخوانیو_به_ويل چی......
۱/ چی له کم عمره ، نوي مالداره او نوي مشرشوي سره ملګرتوب مکوه هغه دغورور په نیلي سپور وي

۲/ له پخواني کاروباري ، پخواني ګاونډي او پخواني دوست سره حسد کينه او عناد مکوه

۳/ د پاک نسب ، نيک شهرت او پاکو لاسونو خاوند ته پيغور مه ورکوه

۴/ د ماشومانه عقل، ماشومانه عمر او ماشومانه تجربی واله سره بحث او دلايل مه وايه

۵/ د تنګ خوی، تنګ نظر او تنګ فکر واله د قانع کولو هیڅکله کوشش مکوه

۶/ د ضعيف الشخصيت، ضعيف الدليل او ضعيف النفس نه هيڅکله هم مشوره مه اخله

۷/ د قوي ايمان ، قوي بدن او قوي حافظې خاوند ته چيلنج مه ورکوه

20/03/2023

روژه کي د ډېرو خلکو تقسیم اوقات ګډوډ وي. غواړي عبادت ته یو ښه پلان ولري او زیات ثواب لاسته راوړي، خو د روژې میاشت داغسي ځني تېره سي، بیا نو ارمان پسې کوي. دلته مو د حدیثو په رڼا کي د روژې د ټول ورځي او شپې تقسیم اوقات درته برابر کړی دئ.

تر #سهار لمانځه مخکي:
نبي کریم ﷺ فرمایي: پر ځان د تهجد لمونځ لازم کړی. چي تر تاسو مخکي هم د نیکو خلکو عادت وو. (ترمذی)
پېشلمی کول: نبي علیه السلام فرمايي: پېشلمی وکړئ، بېشکه په هغه کي زیات برکتونه دي. (بخاری)
د سهار سنت کول: رسول الله ﷺ فرمایي: د سهار دوه رکعته (سنت) تر دنیا او هغه څه چي په دنیا کي دي غوره دي. (مسلم)
یاداښت: ښځي دي د پېشلمي تیارولو پر وخت د الله تعالی ذکر کوي، د ذکر او د روژه نیونکو دخدمت ثوابونه به وګټي.

د سهار لمانځه څخه تر #ماپښین لمانځه پوري:
د جماعت تر وخت پوري ذکر او دعا: نبي علیه السلام فرمایي: د اذان او اقامت په منځ کي دعا کول خامخا قبليږي. (مسند احمد)

د سهار لمانځه څخه تر اشراق وخت پوري: د نبي علیه السلام عادت وو، کله چي به د سهار لمانځه څخه فارغ سو، تر لمر راختو پوري به پر هغه ځای ناست وو. (مسلم)
د اشراق لمونځ: رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمایي: کوم څوک چي د سهار لمانځه څخه تر لمر ختو پوري په ذکر مشغول سي او بیا دوه رکعته نفل لمونځ وکړي، د یوه پوره حج او عمرې ثواب ورکول کیږي. (ترمذی)
لږ ارام کول: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: ستاسو ځان هم پر تاسو حق لري (و هغه ته ارام ورکړئ) (بخاري)
تعلیمي او کاروباري مصروفیت: نبي علیه السلام فرمایي: یو څوک په خپل مټ تر ګټلي پیسو بله هیڅ پاکه روزي نه سي موندلای. (بخاری)
په خالي وخت کي ذکر: نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) فرمایي: ژبه مو همېشه د الله تعالی په ذکر تازه وساتئ. (بخاری)
یاداښت: ښځي دي د خپلو کورنیو کارونو ترڅنګ د اولادو خدمت او تربیت کوي. د مخلوق خدمت تر ټولو غوره عبادت دئ.

له ماپښین څخه تر #مازیګر لمانځه پوري:
ماپښین لمونځ په جماعت وکړئ: نبي علیه السلام فرمایي: د جماعت لمونځ تر یوازي لمانځه ۲۷ درجې فضیلت لري (بخاری)
د ماپښین د سنتو ارزښت: د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) عادت وو، د ماپښین تر فرضو مخکي یې څلور او وروسته یې دوه رکعته سنت کول. (ترمذی)
کار کول یا آرام کول: د اړتیا په اندازه باندي خوب او کار وکړی. ښځي دي ارام وکړي، که ارام نه کوي، نو دي د قرآن کریم تلاوت، ذکر او یا هم درود شریف ولولي.

له مازیګره تر #ماخستن پوري:
له اذان سره سم و مسجد ته تلل: که څوک په ښه ډول سره اودس وکړي او بیا مسجد ته لاړ سي، نو هغه د الله تعالی میلمه دی. او میلمه (بنده) پر کوربه (الله جل شانه) باندي د اکرام حق لري. (طبراني)
سنت وکړئ: نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) فرمایي: الله تعالی پر خپل هغه بنده باندي رحم کوي، چي تر مازیګر لمانځه مخکي څلور رکعته سنت ادا کوي. (ترمذی)
تر فرض لمانځه وروسته تعلیم کول: رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمایي: که څوک مسجد ته ددې لپاره ځي، چي د دین یو خبره به زده کړي یا به ئې و بل چاته وښيي، نو د یوه حج ثواب ورکول کیږي. (طبراني) په مسلمانو هیوادونو کي زیات وخت تر مازیګر لمانځه وروسته یا مخکي د قرآن کریم ترجمه یا د دین دعوت کیږي. ورسره یو ځای سئ.
د روژه مات چمتو والی: نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) به د کور په کارونو کي له خپلو بیبیانو سره مرسته کول. (بخاری)
تر روژه مات مخکي دعا: نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) فرمایي: د روژه نیونکي دعا نه رد کیږي. (ترمذی)
د روژه مات پر وخت د الله تعالی له لوري و روژاتي ته یوه خوشحالي ورکول کیږي. (بخاری)
پر وخت روژه ماتول: نبي علیه السلام فرمایي: زما امت پر خیر باندي قایم کیږي، تر څو په روژه مات کي ځنډ و نه کړي.

له ماښامه تر #تراویح پوري:
په لومړي تکبیر سره د لمانځه ادا کول: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: زما امت پر خیر باندي قائم کیږي، تر څو چي ئې د ماښام لمونځ نه وي ځنډولی. (ابو داؤد)
د اوابین لمونځ: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: که څوک تر ماښام لمانځه وروسته پالتو خبري و نه کړي او شپږ رکعته لمونځ وکړي د دولسو کالو د عبادت ثواب به ورکول سي. (ابن ماجه)
د ماخستن لمونځ: محبوب نبي فرمایي: که څوک د ماخستن لمونځ په جماعت باندي ادا کړي، نو هغه ته به د نیمي شپې د عبادت ثواب ورکول سي. (ترمذی)
د تراویحو د لمانځه ادا کول: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: کوم څوک چي د روژې په شپو کي د ایمان او ثواب په امید تراویح ادا کړي، د هغه مخکیني ګناهونه بخښل کیږی. (بخاری)
کور او ارام: نبي کریم صلی الله علیه وسلم تر ماخستن لمانځه مخکي خوب او تر لمانځه وروسته بېله اړتیا مجلس کول منع کړي دي. (بخاری)
Aliullah Mutawakil

18/03/2023

بیچاره ښوونکي

04/03/2023

لیلیة البرائت

راتلونکی سه شنبی ورځ د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کې الله ﷻ ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي.

امام حسن بصري رحمة الله علیه به پدې شپه کي په لړزه وو، او وارخطا به وو ویل به یې د برات شپه ده زما اعمال الله ﷻ ته وړاندې کیږي ، الله ﷻ خبر پایله به یې څه وي! په دې شپه انسان ته روزي ، روغتیا ، ناروغي ، تندرستي او ټول شیان د انسان د راتلونکي کال لپاره تعین کیږي.
حضرت علي رضی الله تعالی عنه به په دې شپه د باندې راووت او په ژړا یې، اسمان ته کتل او ویل به یې اې الله ﷻ نن تاته اعمال وړاندې کیږي، چې د علي اعمال به الله ﷻ خبر څنګه وي؟
صحابه راغلل له رسول الله ﷺ څخه یې و پوښتل، چې اې د الله تعالی رسوله کله چې د شعبان ۱۵ شپه شي نو ته هغه په عبادت او ویښه تیروې او د شعبان ۱۵ ورځ روژه نیسې دا د څه لپاره ده؟
د اللهﷻ رسول ورته وفرمایل: زه د شعبان د میاشتې په ۱۵ ورځ د دې لپاره روژه نیسم چې په دې ورځ د انسان عملنامه سپینه وي او دا مې خوښیږي چې زما د عبادت شروع په عملنامه کې په روژه باندې وشي، د شعبان د میاشتې ۱۵مه شپه کې ددې لپاره عبادت کووم او په ویښه یې تېروم چې دا مې خوښیږي چې کله مې الله ﷻ ته د کال په اخیر کې اعمال وړاندې کېږي نو هغه مې هم په عبادت کې تیره شي او په عملنامه کې مې اخیر عمل عبادت وي
د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې کله به د برات (شعبان ۱۵) شپه را رسیدله نو دوی به جنت البقیع ته تلو او شپه به یې هلته په عبادت تیر وله.
عایشه(رض) وایې پدې شپه به چې کله رسول الله ﷺ عبادت کوو او کله به یې چې سر په سجده کیښود دومره به یې اوږدوله چې ما به ویل چې اللهﷻ مه کړه د هغه روح قبض شوی دی، لاس مې د رسول الله ﷺ پښې ته ور وړاندې کړ چې کتل مې د مبارک پښې ټکان وخوړ وروسته پوه شوم چې هغه ﷺ ژوندی دی او بیا مې خپل غوږ د هغه خواته ور نیږدې کړ چې په سجده کې ژاړي او دا دعا کوي (یا الله ﷻ پنا غواړم ستا د عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا د قهر او عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا په طرف او حرکت کوم ستا طرف ته، خدایه ستا شان چې لایق د عبادت دی مونږ هغه قسم عبادت ندی، کړی.
ياده شپه د خلاصون شپه هم ياديږي يعنې د ګناه نه د خلاصون شپه، ددې شپې خاص عبادت د احاديثو مبارکو په رڼا کې په لاندې ډول دي :
1:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس لوستل او د ايمان لپاره دعا کول.
2:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس بيا د حلال رزق لپاره دعا کول.
3:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس او بيا د لوى عمر لپاره دعا کول.
(د برات په شپه د راتلونکي کال تقدير هم ليکل کيږي)

17/09/2022

ياران او ماران
په هند کې يوې ښځې کور ته د مار بچی راوړی وو. دې به هر وخت خواړه ورکول او پاله يې. مار به هر شپه د دې تر څنګ ويده کېده او خوا او شا به ترې تاوېده. په دې کې کلونه تېر شول. مار نور نو هغه پخوانی چينجی ډوله مار نه وو، بلکې ښامار شوی وو. مګر له دې سره، سره يې له خپلې څښتنې سره هماغه چلن وو. دې به چې څه ور ته کېښودل، هغه به يې خوړل، او د شپې به يې تر څنګ تاويده، راتاويده.

له ورځو نه يوه ورځ وه چې مار خوراک بند کړ. يوه ورځ تېره شوه، دوه ورځې تېرې شوې، يوه اوونۍ تېره شوه، او څو اوونۍ تېرې شوې، مګر مار څه شی نه خوړل. ښځه اندېښمنه شوه او مار يې په يوه غټ پيټار کې واچاوو او د حيواناتو ډاکټر ته يې ور ووړ. ډاکټر ته يې چې ټول نکل وکړ. ډاکټر ترې وپوښتل چې مار دې اوس هم د شپې په څنګ کې څملي او چې ته ويده يې خوا او شا ته دې ګرځي؟

هغې ور ته وويل چې هو. هره شپه مې خوا او شا ته ګرځي چې ځان را پورې ګرم کړي.

په دې کې ډاکټر وخندل او ويې ويل: دا مار چې اوس يې اوږدوالی ۴ متره ته رسېدلی، او دا څو اوونۍ يې څه شی نه دي خوړلي، مګر د شپې دې هماغسې خوا او شا تاويږي، اصلاً ناروغ نه دی، بلکې ستا د خوړلو له پاره ځان چمتو کوي. هره شپه دې خوا او شا ته له مينې نه نه تاويږي، بلکې هره شپه دې بدن له خپل بدن سره پرتله کوي چې دا معلومه کړي چې روغه دې تېروی شي که نه. او دا څو اوونۍ يې خوراک هم د دې له پاره بند کړی چې ښه در ته وږی شي چې بيا دې وخوري.

درس:
ځينې خلک چې په ښکاره ياران ښکاري او تل ښکته او پورته در سره کيږي، په اصل کې ياران نه وي، بلکې ماران وي. په ښکاره د دوستۍ پېخې کوي، مګر په پټه دې حالات تلي چې کله يې خوله در ته جوړيږي چې له کومي دې تېر کړي. ځکه نو، که سړی له يوې خوا بايد په هر چا بدګومانه نه شي او د ډېر احتياط په پار له خپلو يارانو پردی نه شي، له بلې خوا بايد د ډېرې خوش باورۍ له کبله د يار په جامه کې مارانو ښکار هم نه شي. د ملګرۍ او دوستۍ له پاره بايد خامخا سړی يو څه اصول وضع کړي. دا اصول بايد نه ډېر سخت وي او نه ډېر اسانه. بلکې دومره نرم او دومره سخت وي چې نه چور په ډاګ پاتې شي او نه يې څوک ژوندی تېر کړي.

لنډه دا چې سړی بايد ياران له مارانو بېل کړی شي.
کاپي: بريافکري بنسټ

02/09/2022

ګیدړ او اوښ خبره!
گیدړې له اوښ وپوښتل: دا سیند څومره ژور دی؟
ځواب یې ورکړ: تر گونډو.
گیدړه چې په سیند ور گډه شوه، اوبه یې تر سر تېرې شوې. ‌‌‌‌‌‌ډېر لاس او پښې یې ووهل، د ‌‌‌‌‌‌ډوبېدو په حال کې وه چې اوښ ته یې غږ کړل: تا خو ویل تر گو‌نډو!
اوښ وویل: هو، زما تر گونډو، ستا نه.
که له چا مشوره غواړو، باید خپل او د مقابل لوري ژوند او شرایط سره پرتله کړو. ډېری وخت د نورو تجربې موږ ته مناسبې او گټورې نه شي تمامیدای

28/08/2022

وایي چې ....!!
یو پاچا ته شکایتونه راغلل ، چې په ښار کې ورځ په ورځ خلک یو بل سره په بد نیت او بخیلۍ ژوند سره کوي ، تاسو ددې کار مخنیوۍ په موخه یو علاج وکړۍ
پاچا وویل چي بد نیت او بخیلان خلک خو په هر ښار کې ، بلکې دا بد مرض په هر ماحول کې شته
خلکو وویل چې زموږ د ښار خلک د اندازې نه زیات بدنیت او بخیلان دي ، چې د یوه په بل هیڅ نه دي پیرزو او هر یو غواړي چې هرڅه صرف د ځان په ګټه ورتمام کړي.

پاچا ډیر حیران شو چي دا څنګه بدنیتی شروع دی ؟
پاچا د تجربې لپاره وزیر ته امر وکړ ، چې ولاړشه د ښار نه دوه ډیر بد نیته بخیلان زما و حضورته راوله، وزیر ولاړ او له ښاره یې دوه کسان د پاچا وحضورته ودرول.

پاچا دوی ته وویل چي زه تاسو ته انعام درکوم
خو کوم شی چي اول کس وغواړي ، هغه دوهم کس ته دوه چنده ورکوم ، اوس تاسو دوه فیصله وکړۍ چي اول څوک غوښتنه کوي ؟

کسان دواړه غلي ولاړ دي ، یو بل ته ګوري چې د څه غوښتنه وکړي ؟
یو یې په فکر کې ولاړ چې:
که چیرته پاچا ماته ځمکه راکړي نو ملګري ته به مي دوه چنده ورکوي او که زه پیسې وغواړم ملګری به مي دوه چنده اخلي، خو د بدنیتۍ په وجه یو هم د پاچا نه د شي غوښتنه نه کوي.

اخېر پاچا ته غصه ورغله وې ویل : تاسو ولي غوښتنه نه کوۍ ؟
هغوۍ کې یو بل ته وایي ته غوښتنه اول وکړه ، هغه بل ورته وایي نه ته اول غوښتنه وکړه ، خو ددوۍ په دغه جنجال کې پاچا ږغ وکړ چې دواړه غلي شۍ ، زما دربار کې تاسو څنګه جنجال کوۍ ؟
پاچا یوه ته اشاره وکړه چې ته اول غوښتنه وکړه ، هغه د پاچا امر نه شو ردکولی نو همدا فکر یې واهه چې که زه څه وغواړم زما ملګری به دوه چنده اخلي، زړه یې هیڅ نه منل چي هغه بل دده نه زیات څه واخلي.

پاچا ورته وویل ولې غلی یې ؟
ژر دې غوښتنه وکړه چي دا قصه ختمه شي.
خو بیا هم د هغه زړه نه منل چي ملګری یې دده نه زیات شی واخلي. اخر یې له خپلي بدنیتۍ او بخل نه وویل چي پاچا صاحب زما دا یوه سترګه راته ړنده کړه

پاچا صاحب په خندا شو چي ولې؟
خپله سترګه ړنده کوې؟
،
هغه وویل چي که زه د ځمکې غوښتنه وکړم نو ملګری به مې دوه چنده اخلي او که بل شی وغواړم ، ملګری به مې دوه چنده اخلي ، خو دا زما زړه نه مني.
نو ځکه مي د خپلې یوې سترګې ړندولو غوښتنه وکړه ، چې د ملګري مي دواړي سترګي ولاړي شي.
پاچا وپوهید چې بیشکه دلته بخیلي او بدنیتي وروستي حد ته رسېدلې ده.

په نننۍ وخت کې موږ کټ مټ له همداسې یوه حالت سره مخ یو ، هېڅ یو انسان پر بل پیرزوینه نلري ، هېڅ یو شخص د بل په پرمختګ او بهبود خوښ نه دی او هېڅ یو مو د بل په حق کې سله رحمي نلري.
ستاسو د دعاء په هیله

27/04/2022

څومره عجيب تحقيق د( سورة القدر) :په اړه
إنا. ١
أنزلناه ٢
في. ٣
ليلة. ٤
القدر. ٥
وما. ٦
ادراك ٧
ما. ٨
ليلة. ٩
القدر. ١٠
ليلة. ١١
القدر. ١٢
خير. ١٣
من. ١٤
ألف. ١٥
شهر. ١٦
تنزل. ١٧
الملائكة. ١٨
والروح. ١٩
فيها. ٢٠
بإذن. ٢١
ربهم. ٢٢
من. ٢٣
كل. ٢٤
أمر. ٢٥
سلام. ٢٦
هي. ٢٧
حتى. ٢٨
مطلع. ٢٩
الفجر. ٣٠
په سورة القدرکې ټولې 30کلېمې دي
او قرآن مجيد 30سېپارې دي
دسورة القدر ١١٤ حروف دي
دقرآن کريم 114سورتونه دي
د( هي) کلمه په سوره القدر کې ٢٧ نمبردی
نو په دې سره اشاره ديته دی چ ليلة القدر 27درمضان دی
په يادسورت کې دقدر کلمه په 5- 10 -12نمبرکې راغلې
که دا عددونه جمعه شي. 5+10+12 = 27
به شي نو په دې سره هم دیته اشاره دی چ دقدرشپه په 27 درمصان دی
ليلة القدر3 واره په يادسورت کې ذکرشوې
او په. (ليله القدر) کلمه کې 9حروف دی نو چ ضرب شي 3×9=27
نو دې سره هم اشاره ده ديته چ ليله القدر په 27 درمصان دی
دا هم يو تحقيق وو د ليله القدر په اړه کنې ګڼ نور روايتونه په نوروشپو کې هم راغلي الله جل جلاله د په دغه شپه دعبادت توفيق ټولو مسلمانانو ته ورکړ
سبحان الله العظيم
تقبل الله منا ومنكم الصيام والقيام
Fathullah Fatih

23/04/2022

د لیلة القدر شپې اووه نښې:

۱ـ د شپې وروسته د سهار وخت لمر وړانګې نه وي ، ګرد به هم نه وي ، ځکه ګڼ شمیر ملائکې چې ځمکې ته راغلی وي ، د ختلو په حالت کې وي.
عیني شرح بخاري ـ ۵ ـ ۶۵.

۲ـ دغه شپه صفا ستره او پاکه وي ،
مسند احمد ابو یعلی ـ ۳۶۵.

۳ ـ پدې شپه نه زیاته ګرمي وي او نه یخني.
ابن کثیر ـ ۴ ـ ۴۳۱.

۴ ـ پدې شپه اسمان کې ستوري نه ویشتل کیږي.
ابن کثیر ـ ۴ ـ ۴۳۱.

۵ ـ امام ابن جریر طبري د ځینو بزرګانو څخه نقل کړی دی ، چې پدې شپه هر شی ځمکې ته ټیټیږي ، او الله ته سجده کوي ، او بیرته عادي حالت ته راګرځي ، مګر هر څوک یې نه ویني کیدای شي دیر ورباندې پوه هم نه شي،
عیني ـ ۵ ـ ۳۲۵.

۶ ـ د ځینو علماوو تجربه دا ده ، چې پدې شپه د سمندرونو او کوهیانو بی خونده اوبه خوندوري وي.
العرف الشذي ـ ۳۲۷.

۷ ـ پدې شپه ملائکې د هغه مسلمان سره میلاویږي ، چې بخشش ورته شوی وي ، او د دغه مسلمان زړه نرم وي ، ژړا ورځي
چا چې تر اخیره ولوسته سبحان الله ولیکﺉ

21/04/2022

اعتکاف !!

اعتکاف سنت مؤکد کفایي ده که په جومات کې یوکس اعتکاف شي د ټول کلي غاړه خلاصه کېږي سنت یې ادا شول او که څوک اعتکاف نه شي نو د ټولو کليوالو غاړې به بندې وي.

د اعتکاف شرطونه!
۱
په کوم جومات کې چې اعتکاف ته کېني دابه داسې جومات وي چې پنځه وخته جمعه به پکې کېږي او که داسې جومات وو چې پنځه وخته جمعه یې نه لرله لکه د مارکېټ جومات یا داسې بل جومات نو هلته اعتکاف نه کېږي.
۲
اعتکاف کې عقل هم شرط ده چې معتکف به عقل لري لېونی به نوي.
۳
که چېرته زنانه اعتکاف کېدله نو له حیض او نفاس نه به پاکه وي داهم د اعتکاف شرط ده.
۴
بلوغ او د عمر ډيروالی د اعتکاف شرط نه دی بلکه زنانه هم اعتکاف کولی شي په کور کې او هغه نا بالغ چې د اعتکاف په کولو پوهېږي هغه هم اعتکاف کولی شي.
۵
په اجرت او مزدوري سره اعتکاف جائز نه ده مثلاً یو کس ته وویل شي چې ته اعتکاف شه مونږ به تاته دومره روپۍ درکړو دا اعتکاف نه کېږي.
۶
که د یو کلي کس په بل کلي کې اعتکاف شي نو چې کوم کلي کې اعتکاف شوی د هغه کلي د خلکو غاړه خلاصېږي.

فتاوی دارالعلوم/ج۶/ص۵۱۲/
علم الفقه/ج۳/ص۴۶/
#شیر کول یی صدقه جاریه ده

16/03/2022

راتلونکي جمعې شپه د برات شپه ده: (چانس دلاسه مه ورکوئ)

د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کې الله ﷻ ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي.

امام حسن بصري رحمة الله علیه به پدې شپه کي په لړزه وو، او وارخطا به وو ویل به یې د برات شپه ده زما اعمال الله ﷻ ته وړاندې کیږي ، الله ﷻ خبر پایله به یې څه وي! په دې شپه انسان ته روزي ، روغتیا ، ناروغي ، تندرستي او ټول شیان د انسان د راتلونکي کال لپاره تعین کیږي.

حضرت علي رضی الله تعالی عنه به په دې شپه د باندې راووت او په ژړا یې، اسمان ته کتل او ویل به یې اې الله ﷻ نن تاته اعمال وړاندې کیږي، چې د علي اعمال به الله ﷻ خبر څنګه وي؟

صحابه راغلل له رسول الله ﷺ څخه یې و پوښتل، چې
اې د الله تعالی رسوله کله چې د شعبان ۱۵ شپه شي نو ته هغه په عبادت او ویښه تیروې او د شعبان ۱۵ ورځ روژه نیسې دا د څه لپاره ده؟
د اللهﷻ رسول ورته وفرمایل: زه د شعبان د میاشتې په ۱۵ ورځ د دې لپاره روژه نیسم چې په دې ورځ د انسان عملنامه سپینه وي او دا مې خوښیږي چې زما د عبادت شروع په عملنامه کې په روژه باندې وشي، د شعبان د میاشتې ۱۵مه شپه کې ددې لپاره عبادت کووم او په ویښه یې تېروم چې دا مې خوښیږي چې کله مې الله ﷻ ته د کال په اخیر کې اعمال وړاندې کېږي نو هغه مې هم په عبادت کې تیره شي او په عملنامه کې مې اخیر عمل عبادت وي

د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې کله به د برات (شعبان ۱۵) شپه را رسیدله نو دوی به جنت البقیع ته تلو او شپه به یې هلته په عبادت تیر وله.

عایشه(رض) وایې پدې شپه به چې کله رسول الله ﷺ عبادت کوو او کله به یې چې سر په سجده کیښود دومره به یې اوږدوله چې ما به ویل چې اللهﷻ مه کړه د هغه روح قبض شوی دی، لاس مې د رسول الله ﷺ پښې ته ور وړاندې کړ چې کتل مې د مبارک پښې ټکان وخوړ وروسته پوه شوم چې هغه ﷺ ژوندی دی او بیا مې خپل غوږ د هغه خواته ور نیږدې کړ چې په سجده کې ژاړي او دا دعا کوي (یا الله ﷻ پنا غواړم ستا د عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا د قهر او عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا په طرف او حرکت کوم ستا طرف ته، خدایه ستا شان چې لایق د عبادت دی مونږ هغه قسم عبادت ندی، کړی.

ياده شپه د خلاصون شپه هم ياديږي يعنې د ګناه نه د خلاصون شپه، ددې شپې خاص عبادت د احاديثو مبارکو په رڼا کې په لاندې ډول دي :

1:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس لوستل او د ايمان لپاره دعا کول.

2:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس بيا د حلال رزق لپاره دعا کول.

3:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس او بيا د لوى عمر لپاره دعا کول.

(د برات په شپه د راتلونکي کال تقدير هم ليکل کيږي)

16/03/2022
08/08/2021

ښکلې اسلامې معلومات!

پوښتنه : په سفر کې دسهار لمونځ څورکعته دی؟.
ځواب : ۲ رکعته .
پوښتنه : په سفرکي دماپښین لمونځ څورکعته دی؟.
ځواب : ۲ رکعته .
پوښتنه : په سفر کي دمازدېګر لمونځ څورکعته دی؟.
ځواب : دوه رکعته .
پوښتنه : په سفر کي دماښام لمونځ څو رکعته دی؟.
ځواب :درې رکعته .
پوښتنه : په سفر کي دماخوستن لمونځ څورکعته دی؟.
ځواب: دوه رکعته فرض سره له دری رکعتو وتر خــــو دا باید په یاد ولرئ چي سنت لمونځ ترخپل ټاکلي مقدار نه کمیـــــــږي که په سفرکي دسړي ډېرتلوار نه وي نوسنت بایدهرو مرو پوره اداء کړي .
پوښتنه : دبدن هغه اووه ګوني غړي ، چي دسجدې په وخت کي بایدپر ځمکه کښېښودل شي کوم دي؟
ځواب :
تندی او پوزه
دلاسونو ورغوي .
دواړه زنګونونه .
ددواړوپښوقدمونه .
پوښتنه : دجماعت پروخت که مقتدي یو سړی وي نوباید کومي خوا ته ودريږي ؟
ځواب : دامام راسته لاس ته .
پوښتنه : د جنازې دلمانځه حکم څه دی؟
ځواب : فرض کفایه .
پوښتنه : که په هېره دروژې په حالت کي یوشی وخوري نودهغه روژه څنګه ده ؟
ځواب : روژه یې نه فاسدیږي .
پوښتنه : په جماعت کي ترټولوغوره صف کوم صف دی؟
ځواب : لومړی صف .
پوښتنه : کورته دننوتلودعاء کومه ده ؟
ځواب : بِسْمِ اللهِ وَلَجْنَاوَبِسْمِ اللهِ خَرَجْنَاوَعَلی رِبِّنَا تَوَکَّلْنَا .
پوښتنه : له کورڅخه دوتلودعاء کومه ده ؟
ځوا ب : بِسْمِ اللهِ تَوَکَّلْتُ عَلَی اللهِ وَلَاحَوْلَ وَلَاقُوَّةَ اِلَّا بِاللهِ .
پوښتنه : د ‌آذان په اورېدو سره بایدڅه وویل سي؟
ځواب : هغه څه چي مؤذن وايي،خوکله چي هغه (حی علی الصلاه ) او (حی علی الفلاح) وايي،نواورېدونکي باید ( لاحول ولاقوه الابالله ) ووايي .
پوښتنه : په قرآن کریم کي ترټولولوی آیت کوم دی؟.
ځواب : په سورت بقره کي دالدین په نوم ۲۸۲ آیت .
پوښتنه : جنت څودروازې لري؟.
ځواب : اته (۸) دروازې .
پوښتنه : هغه څلور(۴) پوښتني چي دقیامت په ورځ له انسان څخه کيږي کومي دي؟.
ځواب :
۱:- عمر (وخت ) : چي خپل عمر یې څنګه تېرکړی دی؟
۲:- علم (پوهه ) : دعلم پوښتنه ده چي څومره عمل یې پرې کړی؟
۳:- مال (شتمني) : دانسان دمال په هکله پوښتنه کيږي،چي څنګه یې لاس ته راوړي او په څه ډول یې مصرف کړي دي؟
۴:- د انسا ن دجسم او ځان په هکله پوښتنه کيږي .
پوښتنه : په نبوي مسجدکي لمونځ کول څومره ثواب لري؟.
ځواب : په نبوي مسجدکي دلمانځه کول ترنورومجسدونو ۱۰۰۰ برابره ثواب لري .
پوښتنه : هغه سورت چي دتلاوت کوونکي شفاعت کوي کوم دی؟
ځواب : الملک .
پوښتنـــــه: درسول اکـــــرم صلی الله عليه وسلم دنیکـــــه ( عبدالمطلب ) تروفات وروسته چادهغه سرپرستي پرغاړه واخیسته؟
ځواب : دهغه اکاابوطالب .
پوښتنه : جبرائیل عليه االسلام و رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته کوم ا لفاظ وویل ؟
ځواب : اِقْرَاْ (ووایه ) .
پوښتنه : پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ځواب کي څه ورته وویل؟.
ځواب : ویې ویل : مَااَنَابِقَارِءٍ ( یاني زه لوستونکی نه یم .)
پوښتنه : دفیل په کال ترټولومهمه پېښه کومه وه؟.
ځواب : دمحمدصلی الله علیه وسلم زوکړه .
پوښتنه : مسلمانانولومړی کوم هیوادته مهاجِرسول؟
ځواب : حبشې اوسنۍ اتوپیاته .
پوښتنه : محمدصلی الله علیه وسلم ترهجرت وروسته څوځلــــه حــــــــج وکړ؟
ځواب : یوځل .
پوښتنه : له مکې څخه مدینې ته دهجرت پرمهال رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په کوم غارکي پناه اخیتسې وه؟
ځواب : دثور په غارکي .
پوښتنه : جبرئیل (ع) په کال کي څوځله پیغمبرصلی الله علیه وسلم ته قرآن کریم تکرارراوی؟
ځواب : په کال کي یو ځل اوهغه هم دروژې په میاشت کـــــي خودرسول الله صلی الله علیه وسلم دوفات په کال یې دوه ځله تکرارکړ.
پوښتنه : حجة الوداع په کوم کال کي و؟
ځواب : دهجرت په لسم کال کي .
پوښتنه : د ابو هریره رضی الله عنه نوم څه دی؟
ځواب : عبدالرحمن بن صخرالدوسي .
پوښتنه : صدیق دچالقب دی؟
ځواب : دلومړي خلیفه ابوبکررضی الله عنه .
پوښتنه : ترجمان القرآن دکوم صحابي رضی الله عنه لقب وو؟.
ځواب : دعبدالله بن عباس رضی الله عنهما.
پوښتنه : امین الامة دکوم صحابي رضی الله عنه لقب وو؟
ځواب : دابوعبیده عامربن الجراح رضی الله عنه .
پوښتنه: موذن رسول الله دچالقب دی؟
ځواب : دبلال بن رباح رضی الله عنه .
پوښتنه : (حواری الرسول) دچالقب دی؟
ځواب : دزبیربن العوام رضی الله عنه .
پوښتنه : ذی الجناحین دچا لقب دی؟
ځوا ب : دجعفر بن ابي طالب رضی الله – جعفرطیار .
پوښتنه : ذی النورین دچا لقب دی؟
ځواب :ددرېیم خلیفه عثمان بن عفان رضی الله عنه .
پوښتنه : سیف الله المسلول دچالقب دی؟
ځواب : دخالدبن ولیدرضی الله عنه .
پوښتنه : فاروق دچالقب دی؟
ځواب : ددویم خلیفه عمربن الخطاب رضی الله عنه .
پوښتنه : له کوم صحابه څخه ملائکو شرم اوحیادرلوده؟
ځواب :له عثمان بن عفان رضی الله عنه .
پوښتنه : داحزاب په غزاکي خندق دکوم صحابي په مشوره وکيندل سو؟.
ځواب : دسلمان فارسي رضی الله عنه په مشوره .
پوښتنه : په سړوکي لومړی څوک مسلمان سو؟.
ځواب : ابوبکر صدیق رضی الله عنه .
پوښتنه : لومړی کومه ښځه مسلمانه سوه؟
ځواب : ام المؤمنین خدیجه بنت خویلدرضی الله عنها.
پوښتنه : درسول اکرم صلی الله علیه وسلم لومړۍ مېرمن څوک وه؟
ځواب : خدیجه بنت خویلدرضی الله عنها.
پوښتنه : حمزه رضی الله عنه په کومه غزاکي شهیدسو؟
ځواب : داحد په غزاکي .
پوښتنه : دبدن زکات څه شی دی؟
ځواب : روژه .
پوښتنه : د فجر په سورت کي د(لیال عشر) هدف څه دی؟.
ځواب : دذی الحجې لومړۍ لس شپې .
پوښتنه : په قرآن کریم کوم درې نفسونه ذکرسوي دي؟.
ځواب :
۱:- نفس اماره
۲:- نفس لوامه
۳:- نفس مطمئنه
پوښتنه : د (الله ) لفظ په قران شریف کي څوځله راغلی دی؟.
ځواب : ۹۸۰ ځله .

پوښتنه : په قرآن کریم کي دکومومرغانويادونه سوې ده؟.
ځواب : دچوغکي، ببوکي ، ځیږکي اوشاهین .
پوښتنه : په قرآن کريم کي دکوموغلويادونه سوې ده؟.
ځواب : دغنم اودال .
پوښتنه : په قرآن کريم کي دکوموموسمونويادونه سوې ده؟.
ځواب : دژمي او دوبي .
پوښتنه : په قرآن کريم داونۍ دکوموورځويادونه سوې ده؟.
ځواب : دشنبې اوجمعې

#کاپي طالیب منګل

18/04/2021
18/03/2021
03/02/2021
Want your school to be the top-listed School/college in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

دروغو ته غوږ شئ
ښکلی نعت

Category

Telephone

Website

Address

Khost
Other Education in Khost (show all)
Tip Top English Language Center ټېپ ټاپ د اینکلیسي ژبې مرکز Tip Top English Language Center ټېپ ټاپ د اینکلیسي ژبې مرکز
Khost, Drugstore Line, Taimor Shah Mangal Second Floor
Khost, 2501

Do you expect to have advance englsih? if yes. than come and test the test of english here

Ustad Ustad
Khost, 2501

ښه راغلاست، هیله ده چې تعقیب مو کړئ او زموږ له ګټورو معلوماتو برخمن شئ.

Afghanyar online answer center Afghanyar online answer center
Khost, 0093

education

Taxila Educational Academy Taxila Educational Academy
Khost

د انجونو ځانګړې ښوونیزه اکېډمي. ادرس: خوست ښار، د امنیې قومندانۍ شمال لوري ته، د شمس لندن خصوصي ښوونځي ته مخامخ.

English with Ustad Said Hemmat  انګليسي له استاد سيد همت سره English with Ustad Said Hemmat انګليسي له استاد سيد همت سره
Khost

Facebook: Said Hemmat Whatsapp: +93775 52 62 30

خوږې خبرې خوږې خبرې
Khost

ستاسو د زړونو هېنداره

Sadam Ehsas Sadam Ehsas
Mohammadi Mosque
Khost

Shabir Ahmad Zaheen شبیراحمد ذهین Shabir Ahmad Zaheen شبیراحمد ذهین
Khost, 2501

عمومي معلومات

Daily English Learning Daily English Learning
Khost, 122

Make Your Smile Change the World - But Don't Let the World Change Your Smile

پاچا خان خصوصي ښوونځی پاچا خان خصوصي ښوونځی
Ismailkhil And Mondzai District
Khost

Education

Kabul Boston Academy Kabul Boston Academy
ادرس: خوست ښار نوي زرګرانو مارکيټ زيرزميني
Khost