ځلاند ښوونيز مرکز Zalaand Educational Center
Zalaand Educational Center
د اخېستل شوې میاشتینۍ ازموینې پایلې علان شوې!
نن پنجشنبه د ځلاند ښوونیز مرکز ادارې، د یوې زړه راښکونکې راټولیدنې په لړ کې د زده کوونکو د میاشتینۍ ارزونې نتایج علان کړل.
راټولیدنه ماسپېښین دوه بجې د قاري عمر لخوا د آلهي کلام د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د ځلاند ښوونیز مرکز عموعمي مدیر زرولي خان ”ځلاند ګډونوالو ته د ښه راغلاست پرانېستونکې وینا واوروله.
نوموړي د تېر پر لاسته راوړنو او راتلونکو برنامو مفصلې خبرې وکړلې.
ورپسې د والدینو په استازوالۍ نوروالي خان خپله وینا ترسره کړله، په خپلو خبرو کې یې د یؤه والد په توګه د زده کړو په برخه کې د ځلاند ښوونیز مرکز د ادارې هڅې او د زده کوونکو استعدادونه وستایل، او د زړۀ له تله یې د مننې اظهار وکړ.
د غونډې یوه برخه ډیرو درنو ښوونکو ته دې ستاینلیکونو قدرمنو والدینو ته د مننلیکونو د ورکړې لپاره ځانګړې شوه وه چې په لړ کې یې هغو زده کوونکو ته هم ستاینلیکونه په پام کې نیول شوي و چې، ادارې او ښوونکو یې د ښو اخلاقو له اړخه نهایي رضایت او خوښي درلوده.
هېره دې نه وي چې، استاد رحمت الله ”ریحان“ د کال د غوره ښوونکي په توګه په ځانګړي اېوارډ هم ونازول شو.
د غونډې په جریان کې زده کوونکو ځای ځای په انګلیسي ژبه ترتیب کړې مقالې په ډيره عالي بڼه حاضرینو ته واورولې.
د ښوونکو په استازوالۍ ډاکټر سیراب له ټولو هغو والدینو مننه وکړه چې د زده کوونکو د مهارتونو د لا پیاوړتیا په موخه د هغوئ دومدار تعقیب کوي.
نوموړي له ادارې مننه کوله چې د یو پیاوړي مدیریت په پایله کې په ښوونیز چاپېریال او د زده کوونکو په استعداد کې د پام وړ ښه والی رامنځته شوی دی.
په همدې مهال استاد منیر تابان هم زده کوونکو ته د انګلیسې ژبې پر ارزښت خبرې واورولې.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د څوارلسو ټولګیو پایلې علان او په مقام کې راغلو زده کوونکو ته اړوند سرټیفیکټونه وسپارل شول.
همداراز د والدینو تشویق په دې برخه کې بې ساری و دوئ هم زده کوونکي د کمپیوټرونو او زرګونه نغدي جایزو په شمول په ډالیو ونازول.
غونډه مازدیګر مهال په داسې حال کې چې د راټولیدنې چارې یې زده کوونکي نور بادشاه او یوسف سباوون پر مخ بیولې د قاري عمر لخوا د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.
درنښت
د ځلاند ښوونیز مرکز اداره.
د ځلاند ښوونیز مرکز ادارې له خپلو زده کوونکو د ژمني تدریسي پروګرام پۀ لړ کې خپله میاشتنۍ ازموینه واخېسته!
نن چهارشنبه ماسپښین یاده ازموینه د درنو ښوونکو پۀ ملتیا پۀ بشپړ شفاف ډؤل پۀ مناسب او وړ چاپېریال کې واخېستل شوه.
د ازموینې پۀ صحنه کې زده کوونکو ته د یاد ښوونیز مرکز عمومي مسؤل زرولي خان ځلاند د ازموینې پر ارزښت خبرې ترسره او ترڅنګ یې پۀ راتلونکي کې د لا ښۀ والي او شفافیت ډاډ ورکړل شو.
ازموینه چې زده کوونکو پۀ کې په بشپړ چمتووالي او لیوالتیا برخه اخېستې وه په ټاکلي وخت پای ته ورسېده.
د ځلاند ښوونيز مرکز اداره ویاړي چې، پۀ خپلو اغېزمنو اکاډمیکو هڅو سره یې وکولی شؤل پۀ لنډ وخت کې خپل فعالیتونه پراخه کړي.
موږ د یؤ پیاوړي مسلکي ټیم پۀ لرلو سره ستاسې اولادونه تر خپلو هیلو او موخو رسوو.
د خپلو ماشومانو د ځلانده راتلونکي پۀ خاطر راسره یو ځای شئ.
ستاسو خوښي زموږ لومړیتوب دی.
پۀ درنښت
د ځلاند ښوونیز مرکز اداره
#ازموينه
#انګليسي
#ښوونه
#روزنه
زرولي خان ځلاند
زیار آباسین
Bakhtullah Bakhtyar
Zarwali Zalaand
ډاکټر سېراب
Afran Adil
Abdullah Munir
Asmat Shaker
ځلاند ښوونیز مرکز د 1402/9/25 د ژمني سمستر نوي ټولګي پيلوي.
په ټوله کې د زده کړې مينوالو ته ځانګړی تخفيف په نظر کې نيولو شوی ترڅو له موږ سره د خپلې سویې وړ برنامه تعقیب او تر خپلو اهدافو ورسي.
لاندې ټولګي چې د ميلادي کال د 2023/12/16 نېټې سره برابره ده راتلونکي شنبه پیلیدونکي دي.
Zarwali Zalaand
Bakhtullah Bakhtyar
ډاکټر سېراب
زیار آباسین
د نوي ښوونيز کال په پيليدو سره ماشومان په ښوونیزو مرکزونو کې شامل کړئ.
#تعليم
#برياليتوب
ځلاند ښوونیز مرکز د پسرلني سيمستر نوي ټولګي سبا پیلیدونکي دي.
د پوهنتونونو محصلین، زده کوونکي او په ټوله کې د زده کړې علاقمندان کولی شي چې له موږ سره د خپلې سویې وړ برنامه تعقیب او تر خپلو اهدافو ورسي.
سبا پیلیدونکي ټولګي
American Headway starter
Blue English series 0
Blue English series 1
پښتو املاء
د يادونې وړ ده چې د زده کوونکو د سویې مطابق په هر سیستم کې د ابتدایي، منځینیو او پرمختللیو زده کوونکو لپاره ځانګړي پروګرامونه او برنامې پۀ پام کې نیول شوې چې مؤثریت ته په کتو به یې تطبیق ته پراختیا ورکړل شي.
Your satisfaction is our priority.
ستاسو رضايت زموږ لومړیتوب دی.
اړيکه:0778289447
درک: خوست دولس سوه فاميلۍ مرکزي چوک.
Never stop learning. .هیڅکله زده کړه مه پریږدئ
#وينا
#ژباړه
#هڅونه
#نظر
د نورو احساساتو سره لوبې
د نامتو مسلمان ساينس پوه او او د هندوستان د پخواني ولسمشر ډاکټر APJ عبدالکلام وينا پښتو ژباړه او د زده کوونکي نظر تفصيل په دې ويډيو کې کتلی شئ.
#وينا
#ژباړه
#هڅونه
#نظر
._APJ_Abdul_Kalam
د ځلاند ښوونیز مرکز ادارې خپلو زده کوونکو ته د اخيستل شوي مياشتنۍ ازموينې نتايج د يوې راټوليدنې په لړ کې علان کړل.
نن چهارشنبه ماسپښين د ځلاند ښوونیز مرکز ادارې د يوې راټوليدنې په لړ کې د زده کوونکو د هڅونې، ملاتړ او استعداد غزونې په موخه د اخيستل شوئ ازموينې له پايلو هغه ممتاز زده کوونکي په مډالونو او ډاليو ونازول چې په خپلو ټولګيو کې له نورو ټولو زياتې نمرې ترلاسه کړي وې.
راټوليدنه چې د قاري صيب توحیدیار له خوا د قران کريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه د لومړي ويناوال په توګه د همدې ښوونیز مرکز عمومي مدير ښاغلي زرولي خان ځلاند ګډونوالو ته د ښه راغلاست پرانستونکي وینا واوروله نوموړي له ګډونوالو مننه وکړه چې په نننۍ غونډه کې یې د ده د تمې خلاف په لوی اکثریت ونډه واخيسته زده کوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ يې ډاډ ورکړ چې خپل پياوړي کاري ټيم په مرسته به خپلو ښوونيزو فعاليتونو ته لا پراختيا ورکړي نوموړي يادونه وکړه چې د زده کوونکو لپاره هیڅ راز هڅې به ونه سپموي.
د راټولېدنې په جريان کې زده کوونکو اسین الله، آلیاس او نورو انګليسي مقالې او ټاپيکونه واورول همدارنګه يو شمير نورو زده کوونکو پر پښتو ژبه شعرونه او ترانې زمزمه کړې د راټوليدنې په منځ کې د ویناوالو له ډلې رئیس صیب نوروالي خان نوراني چې د ځلاند ښوونیز مرکز هڅې او فعالیتونه وستایل، ترڅنګ یې ډاډ ورکړ چې پۀ هره برخه کې به تر خپله توان همکار اووسي.
د نتایجو د علان وړاندې د ښوونکو پۀ استازوالۍ بخت الله بختیار وینا ترسره کړه، نوموړي د ښوونې او روزنې د ارزښت ترڅنګ پر تدریسي پلانونو خبرې وکړې، همداراز یې ممتازو زده کوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ له نورو زده کوونکو دلا هڅې غوښتنه وکړه.
د راټولیدنې پۀ وروستۍ برخه کې د درنو ښوونکو او قدرمنو مېلمنو پۀ لاس زده کوونکو ته ډالۍ او مډالونه ووېشل شول، همداراز هغه ډالۍ چې د زده کوونکو لخوا پۀ پام کې نېول شوې وې، اړوندو درنو ښوونکو او زده کوونکو ته علان شوې.
د ځلاند ښوونیز مرکز ادارې پۀ نهایت کم خت کې وکولی شول، پۀ خپلو اغېزمنو برنامو سره ګڼ زده کوونکي جذب او خپل فعالیتونه پراخه کړي.
راټولیدنه مازدیګر مهال د پای دعاء پۀ ویلو سره پای ته ورسېده.
په درنښت
د ځلاند ښوونیز مرکزاداره
د ځلاند ښوونیز مرکز ادارې له خپلو زده کوونکو د ژمني تدریسي پروګرام پۀ لړ کې خپله میاشتنۍ ازموینه واخېسته!
نن چهارشنبه ماسپیښن یاده ازموینه د درنو ښوونکو پۀ ملتیا پۀ بشپړ شفاف ډؤل پۀ مناسب او وړ چاپېریال کې واخېستل شوه.
د ازموینې پۀ صحنه کې زده کوونکو ته د یاد ښوونیز مرکز عمومي مسؤل زرولي خان ځلاند د ازموینې پر ارزښت خبرې ترسره او ترڅنګ یې پۀ راتلونکي کې د لا ښۀ والي او شفافیت ډاډ ورکړل شو.
ازموینه چې زده کوونکو پۀ کې په بشپړ چمتووالي او لیوالتیا برخه اخېستې وه مازدیګر مهال پای ته ورسېده.
د ځلاند ښوونيز مرکز اداره ویاړي چې، پۀ خپلو اغېزمنو اکاډمیکو هڅو سره یې وکولی شؤل پۀ لنډ وخت کې خپل فعالیتونه پراخه کړي.
موږ د یؤ پیاوړي مسلکي ټیم پۀ لرلو سره ستاسې اولادونه تر خپلو هیلو رسوو.
د خپلو ماشومانو د ځلانده راتلونکي پۀ خاطر راسره یو ځای شئ.
پۀ درنښت
د ځلاند ښوونیز مرکز اداره
#ازموينه
#انګليسي
د انګليسي ژبې د زده کړې لپاره د برياليتوب فېسبوک پاڼه درسره خوښه کړئ.
موږ همیشه دیو ښه سبا لپاره کار کو مګر کله چې سبا راشي د دې پرځای چې خوند واخلو موږ بیا هم د یو ښه سبا په فکر کې یو
راځئ چې یوه ښه ورځ ولرو
ژباړه شفیق الله ودان.
که یو چېرته خوشال نه وي لرې لاړ شه څه ونه خو نه یې.
ژباړه: Shafiqullah Wadan
Your satisfaction is our priority.
ستاسو خوښي زموږ لومړیتوب دی.
#ځلاند
#ښوونيز
#مرکز
#انګليسي
#کمپيوټر
د ځلاند ښوونیز مرکز خبرتيا!
د ځلاند ښوونیز مرکز هغو زده کوونکو ته چې غواړي له موږ سره په نوي سيمستر کې ګډون وکړي خبر ورکوي چې د انګليسي،ويناوالي،کمپيوټر املاء او رياضي... نوي ټولګي د 1401/10/20 چې د ميلادي کال د 2023/1/10 نېټې سره سمون خوري پيلېدونکي دي.
د زده کړې مينوال کولی شي چې د لاندې مهالوېش مطابق د خپلې خوښې پروګرام کې ګډون وکړي.
يادونه:نوملیکنه د پيل نېټې پورې وړيا ده.
اړيکه:0778289447
#خبرتيا
Happy teacher day!
د ځلاند ښوونیز مرکز خبرتيا!
ويناوالي او جرأت لوړونه،کمپيوټر او انګليسي نوي ټولګي د 1401/7/16 نېټه پيلېدونکي دي.
د زده کړې مينوال کولی شي چې د لاندې مهالوېش مطابق د خپلې خوښې پروګرام کې ګډون وکړي.
يادونه:نوملیکنه د پيل نېټې پورې وړيا ده.
#خبرتيا
#بریالیتوب هم د ژوند په بازار کې خرڅيږي، خو هغه څوک یې اخیستلای شي چې د بيې د ادا کولو وړتیا يې ولري.
په لاندې لینک باندې کليک وکړئ ويډيو وګورئ او خپل مهارتونه پياوړي کړئ.
https://youtu.be/5TLZBLl0v8I
برياليتوب ته د رسيدو اووه مهارتونه | seven skills to achieving success زه ډاډه يم چې که تاسې دا ۷ مهارتونه پۀ ياد ولرئ نو د برياليتوب تر بريده راسيدلی شئبرياليتوب ته د رسيدو اووه مهارتونه # | seven skills to achieving successدا و...
https://m.youtube.com/watch?feature=youtu.be&v=hCnhTkMVvWI
American English File system | book starter part 1 | انګليسي زده کړه | د امریکن فایل سیسټم ۱ برخه American English File system | book starter part 1 | انګليسي زده کړه | د امریکن فایل سیسټم ۱ برخه In this program, I explained this system. I presented your ...
امريکن هېډوې پيلوونکی کتاب ۱ برخه American Headway Beginner Student's book part 1Hello in pashto #امريکن # هېډوې # کتاب 's New Headway Beginner 4-edition Student’s Book کتاب ښکته کړئ https://baryalitoob.blogspot.c...
په کتلو ارزي يو ځل یې وګورئ
10 ways for better study or learning | in Pashto | د غوره مطالعې يا لوستنې او زده کړې ۱۰ لارې 10 ways for better study or learning | د غوره مطالعې يا لوستنې او زده کړې ۱۰ لارې په دې ويډيو کې لس (۱۰) اړينې لارې چارې په ګوته شوي، چې ستاسو له ښې مطالعې ا...
امريکن هېډوې پيلوونکی کتاب ۳ برخه American Headway Beginner Student's book part 3 in Pashto #امريکن # هېډوې # کتاب 's د برياليتوب کتوونکو ستړي مه شئ! برياليتوب ته پۀ خير راغلئ،د برياليتوب کارکوونکي هڅه کوي چې...
English Grammar Noun in Pashto part 1 انګليسي پښويه نوم ۱ برخه د برياليتوب کتوونکو ستړي مه شئ برياليتوب ته پۀ خير راغلئ،د برياليتوب کارکوونکي هڅه کوي چې ستاسو لپاره علمي،روغتيايي،سياسي،ادبي،ټولنيز او روزنيز مطالب وړندې ک...
Click here to claim your Sponsored Listing.
Videos (show all)
Category
Address
Khost
Khost, Drugstore Line, Taimor Shah Mangal Second Floor
Khost, 2501
Do you expect to have advance englsih? if yes. than come and test the test of english here
Khost
د انجونو ځانګړې ښوونیزه اکېډمي. ادرس: خوست ښار، د امنیې قومندانۍ شمال لوري ته، د شمس لندن خصوصي ښوونځي ته مخامخ.
Khost
Facebook: Said Hemmat Whatsapp: +93775 52 62 30
Khost, 122
Make Your Smile Change the World - But Don't Let the World Change Your Smile
Khost, Shaikh Zayed University
Khost, 2505
This is the official FB page related to the Dept. of Agronomy, Agri-Faculty, Shaikh Zayed University, Khost-Afghanistan. We broadcast scientific information related to Agronomy to ...