Lakan City Modern Dental Clinic لکڼ سيټي د غاښونو عصري کلينیک

مونږ ناروغان د خپلې کورنۍ په شان تداوي کوو

20/09/2023

غاښ تعريف:
غاښ د سپين رنګه کلکو مقاومو انساجو څخه عبارت دى کوم چى الويول هډوکى په ساکت کى نصب شوى دى.
خولى جوف ته په طبعى ژبه کى oral cavity وايې ، هر انسان لرونکى د دوه ژامو دى. پاس ژامى ته upper jaw او لاندى ژامى ته lower jaw وايې چى د پاس ژامى لپاره د maxilla کلمه استعماليږى او لاندى ژامى لپاره د mandibulla کلمه استعماليږى.

د تولد په وخت کى د خولى په جوف کى هيڅ کوم غاښ شتون نلرى ، خو وخت په تيريدو سره په مختلفو مرحلو کی مختلف غاښونه eruption يا خروج کوى .

په عمومى ډول غاښونه په دوه برخو ويشل شوى دى
لمړى primary tooth يا شيرى غاښونه
دويم adult tooth دايمى غاښونه .

کوچنيانو غاښونه عموما 20 دانى دى ، لس په پاس ژامه کى او لس په لاندى ژامه کى دى .
شيرى غاښونه په 6 مياشتنى کى په خروج پيل کوى چه تر درى کلنى پوری بشپړ کيږى يعنى 7 کلنى پورى باقى پاتى کيږى او د 7 کلنى وروسته دايمى غاښونه خروج کوى او شيرى غاښونه تول غورځيږى.

دايمى غاښونه يا Adult Tooth دايمى غاښونه تول 32 دانى دى 16 په پاس ژامه کى او 16 په لاندى ژامه کى دى.
دايمى غاښونو 7 کلنى نه تر 14 کلنى پورى خروج کوى عقل دندان ( اخير مولر ) يا دريم مولر د 17 نه شروع ان تر 30 کلنى پورى خروج کوى.

د ماشومانو غاښونه په درى ډوله دى:
1_Molar
2_Canine
3_Incisors
ماشومان پريمولر غاښونه نلرى.

دايمى غاښونه په څلور ډوله دى:
1_Incsors
2_Canine
3_Premolar
4_Molar
اناتومى له نظره غاښ درى برخو څخه جوړ دى:
1_Crown
2_Neck
3_Root
هستولوژي ساختمان له نظره په څلور ډٶله دى:
1_Enamel
2_Dentin
3_Pulp
4_Cement
د غاښونو سطحى هر غاښ پينځه سطحى لرى:
1_buccal surface
2_lingual surface
3_occlusal surface
4_incisial surface
5_platinal surface

غاښونه کسپونه لرى چه د غاښ راوتلى برخى ته کسف ويل کيږى.
قدامى کسف نلرى کانين يو يو کاسف لرى پريمولرى دوه دوه کسفونه لرى پاس ژامى او لاندى ژامى فرق کوى پاس ژامى مولرونه څلور څلور کسفونه لرى او لاندى ژامى مولرونه 5 کسفونه لرى.

❗️غاښ دهستولوژى له نظره له دوه ډوله انساجو جوړ دى
نرم انساج
او سخت انساج
په سختو انساجو کې
Enamel
Dentin
Cement
شامل دى
په نرمو انساجو کې يوازې
pulp
بيا پولپ په دوه ډوله دى
تاجي پولپ
او جزري پولپ

❗️د غاښونو دندى:
1_ د ښکلا له نظره ډير د اهميت وړ دى.
2_ د خبرو کولو دنده په غاړه لرى.
3_ دنده ژولو دنده په غاړه لرى.

❗️د غاښونو د خرابيدو عوامل څه شى دى؟
1_ نشه يې توکى. .
2_ قندى مواد .
3_ الکول او مشروبات
4_ عمر
5_ ارثيت دى
6_ ضربى
او داسى نور

❗️د خولى او غاښونو د حفظ الصحى نه مراعتول کومى ناخوالى رامنځته کوى؟
1_ ستونى امراض
2_ د وريو التهابات
3_ تنفسى ستونزى
4_ د خولى سرطان
5_ د غاښونو رژيدل ماتيدل او تويدنه
او داسى نور

❗️څه ډول د غاښونو له خرابېدو مخنيوى کوى شوو؟
لمړى تر ټولو مهمه خبره د خولى حفظ الصحى لپاره د غاښونو برش او کريم استعمال دى دوه وخته
دوهم مسوک استعمال دى
درېمه خبره په زياته اندازه د پاکو اوبو استعمال دى څلورم dental floss استعمال دى يا د غاښونو تار
پينځمه د زياتو قندى موادو څخه ډډه کول
شپږم سهار لخوا يو ګيلاس شيدو څښل
اووم د ليمو او ګرمو اوبو په واسطه غړه غړه کول

❗️د غاښونو پياوړتيا لپاره صحى خواړه:
1_ کلسيم:
دا د غاښونو اصلى برخه ده نو له همدى امله کليسم خورا اړين دى کليسم په زياته برخه په لاندى محصولاتو کى موندل کيږى شيدو کى لوبيا بادامو کى شاتو کى انګور کى سبزيجاتو کى او ميوو کى او داسى نور
2_ ويټامين ډي:
ډير ٶيټامين په جګر او کب کى موندل کيږى .
3_ فاسفورس:
زيات په شنه مڼه کى غوښه کى کى جيګر کى او داسى نور.
4_ فلواريډ:
مونږ په دوه طريقو اخلو اول د خولى له لارى دويم په دواګانو کى راځي مثال کريمونو کى او داسى نور فلورايد زيات په اوبوکی ، په ونو کى، پاڼو کى، ميوو کى، سبزيجاتو کى او مصالحو کى موندل کیږی.
کاپی
پته: لکڼ مکتب بازار، دولتي کلینیک ته مخامخ، نواب حسن مارکېټ ډاکټر اصیل جان کلینیک ترڅنګ.
ډاکټر ذاکرالله دانش
☎0767-230-130
☎077779-63-53

Photos from ‎Lakan City Modern Dental Clinic لکڼ سيټي د غاښونو عصري کلينیک‎'s post 02/08/2023

Post Core
_________
اوس تاسې مجبور نه یئ چې خراب شوي، مات شوي او ضعیف غاښونه مو وباسئ
اوس د نننیو پرمختللو وسائلو او عصري تکنالوژۍ پرمټ حتی د یو فیصد (۱٪) امکان په صورت کې ستاسې له کاره لویدلي غاښونه بیرته جوړیدلی شي.
مونږ ستاسې له کاره لویدلي غاښونه ستاسې لپاره په ټيټ قیمت او لوړ کیفیت سره جوړوو!

مونږ کیفیت ته ژمن یو...!

پته: لکڼ مکتب بازار، دولتي کلینیک ته مخامخ، نواب حسن مارکېټ، ډاکټر اصیل جان کلینیک ترڅنګ

Photos from ‎Lakan City Modern Dental Clinic لکڼ سيټي د غاښونو عصري کلينیک‎'s post 17/07/2023

خبرتیا!
وړیا ډیجیټل ایکسرې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ټول ناروغان او ناروغ لرونکې دې خبر وي چې Lakan City Modern Dental Clinic لکڼ سيټي د غاښونو عصري کلينیک ستاسو د مرضي غاښونو لپاره په وړیا ډول په ښې او بهترینې کوالیټۍ سره ایکسرې اجراء کوي.
علقمندان کولی شي سر له همدې شیبې مراجعه وکړي!

پته: لکڼ مکتب بازار، دولتي کلینیک ته مخامخ، نواب حسن مارکېټ، ډاکټر اصیل جان کلینیک تر څنګ.

12/07/2023

د حمل پر مهال د غاښ ویستل
Tooth Extraction During Pregnancy
د حمل پر مهال د غاښونو ګیرچاپیره میکروبی پلک تجمع کوی او د پیریوډانټل یا د وری د امراضو سبب کیږی.
د وری امراض اکثره وخت د وری د پړسوب او د وری د التهاب سره یوځای لیدل کیږی.
د حمل پرمهال د هورمونونو د تغیر له وجی د عقلی غاښ او وریو التهابی حالت نسبت نورو وختونو ته زیات لیدل کیږی.
داچې مونږ په دې پوهیږو چې حمل د یوۍ امیدواری مور په ژوند کې یو خاص حالت دی نو ځکه یوه خاصه توجه هم باید په دغه حالت کې وکړی شی بلخصوص هغه مهال چې د غاښ ویستلو ضرورت وی.
مهم ترینه نقطه د حمل پرمهال داده دچې جنین یا فیټس fetus ته نقصان پیښ نه شی.

د غاښونو ډاکټران او د خولی جراحان یا oral surgens اکثره وخت ددغاښونو ویستلو څخه د حمل پر مهال ممانعت کوی غو دا مفکره هم سمه نه ده، ځکه د غاښ درد هغه نارحته کونکی حالت دی که تداوی نه شی نو یوه حامله مور به د سټریس او درد له وجې کیدای شی یا خپل حمل دلاسه ورکړی یعنی سقط یا abortion واقع شی او یا د مور د شدید ناراحتی، سټریس او تکلیف له وجی د جنین د سوی شکل یا malformation سبب شی.
که چرته یوه مور د حمل پرمهال د غاښ مسلسل او جاری درد لرونکی وی، نو د غاښ ویستل یو اړین او ضروری عمل دی.
هغه وخت چې یوه حامله مور د غاښ د درد په ثابت حالت کې قرار ولری، نو نیسائ ډاکټره یا ګینیکالوجسټgynecologist هم د غاښ ویستل لازمی بولی.

د حمل پرمهال د غاښ ویستلو بهترین وخت دویم.ټرائیمیسټر second ttimester دی او که امکان وی چې په اول او دویم ټرائیمیسټر کې د غاښونو ویستنه وځنډیږی او بله عوضی تداوی په کار یوړل شی نو غوره به وی، چې عوضی تداوی په لمړی قدم کې کیموتراپی او په دویم قدم کې د غاښ د کانالونو د عصب تداوی یعنی RCT ده.
Trimesters in pregnancy د حمل د دوری ټرائیمیسټرونه
د حمل دوره په دری ټرائیمسټرونو ویشل شوی ده.
۱: لمړی ټرائیمیسټر یا first trimester
په لمړی ټرائیمیسټر کې د جنین اورګانونه جوړیږی یعنی organogenesis of fetus مرحله ده.
که په لمړی ټرائیمیسټر کې مور نارحته او د سټریس لاندی وی، نوپه دغه حالت کې به د جنین جوړیدنه یو سوی شکل یا د طبعی جوړښت څخه غیرنارمل شکل یا malformation غوره کړی.

۲: دویم ټرائیمیسټر
د حمل په دویم ټرائیمیسټر کې جنین یوازی نمو کوی، چې د حمل دویم ټرائیمیسټر یو محفوظه دوره ده چې د غاښونو ټول پروسیجرونه په کې اجراء کیدای شی.

۳: دریم ټرائیمیسټر
د حمل په دریم ټرائیمیسټر کې د وینی حجم زیاتیږی چې په دریم ټرائیمیسټر کې د یوی حاملی مور د ډیر وخت دپاره د غاښونو پرچوکی پاتیکیدنه د حاملی مور د ناراحتی سبب کیږی.
که چرته ناروغ په دریم ټرائیمیسټر کې د غاښ له درد څخه نارحته وی او د غاښ ویستل د ناروغ دپاره ضروری وی نو باید د دریم ټرائیمیسټر پهدلمړی میاشت وویستل شی.

Medication during pregnancy د حمل پرمهال د دوایانو استعمال
د درد ضد دوا Pain killers
د حمل پرمهال د درد ضد محفوظه دوا چې د حمل له پیل څخه تر پایه استطباب لری paracetamol یعنیacetaminophen ده، ایبوپروفین Ibuprofen د حمل له شروع څخه تر دوه دیرشتمی انی till 32 weeks پوری استعمالیدای شی.
که چرته درد سویر/severe حالت کې وی نو د نرکاټیکس له جملی څخه codeine محفوظترینه د درد ضد دوا ده.

Atibiotic used during pragnancyد مائیکروب ضد دوا د حمل پرمهال
د حمل پر مهال penicillin او cephalosporin توصیه کیږی مګر په دې شرط چې د پورته ذکرشو دوایانو سره ناروغ حساس نه وی، د مائیکروب ضد نوری دواګانی چې په حمل کې استطباب لری په راتلونکو پوسټونو کې به پری انشاالله بحث وکړم.

Using anesthesia during pregnancy د حمل پرمهال د انستیزیا استعمال
لیډوکائین عموماً د موضعی انستیټیک ایجنټ په صفت استعمال لری، مګر هغه ناروغان چې د لیډوکین سره حساس وی له یو سلنه د زرق وړ ډایافین هیډرامین injectable %1 diphenhydramine څخه استفاده کوی شی چې ډاافین هیډرامین په A کټګری کې مګر د امریکائ په متحده ایالاتو کې د B کتګری لاندی کلاسفیکیسن شوی دی یعنی په حمل کې محفوظه دواده او په جنین کو ټیراټوجنیک تاثر نه لری.

د ایکس شعاوی د حمل پر مهالX-rays during pregnancy
که چرته د غاښ ویستلو پرمهال ایکسری ته ضرورت وی، باید د مریض د بدن علوی برخه د lead apron shield په مرسته کور شی.
مګر د غاښونو ایکسری چې 2MAقوت لری نو د شعاع ډوز ئ محفوظ دی او په امبریو یا embryo او جنین یا fetus د نمو په پروسه کې کوم ټیراټوجنیک تغیرات نه راولی مګر باید له احتیاطی تدابیرو څخه کار واخیستل شی..
#کاپی
Dr. Zakirullah Danish

Photos from ‎Lakan City Modern Dental Clinic لکڼ سيټي د غاښونو عصري کلينیک‎'s post 05/07/2023

Dental Scaling
د منګ لرونکو، ژېړو شوو او داغ لرونکو غاښونه پاکول په عصري میتود سره.
مونږ ناروغان د خپلې کورنۍ په شان تداوي کوو!
پته: لکڼ مکتب بازار، دولتي کلینیک ته مخامخ، نواب حسن مارکېټ، ډاکټر اصیل جان کلینیک ترڅنګ.

Dr. Zakirullah Danish

Photos from ‎Lakan City Modern Dental Clinic لکڼ سيټي د غاښونو عصري کلينیک‎'s post 02/07/2023

افتتاح او تحفیف『٪۱۰۰』
ـــــــــــــــــــــــــــــ
الحمدالله نن ورځ مو د یاسين شریف په ختم سره د کلینیک افتتاح له ملګرو او د مارکېټ ګاونډیانو په خضور کې په پوره خوند او رنګ سره تر سره کړه.
سر له نن څخه مونږ ستاسو په خدمت کې یو!
انشاءالله تعالی چې خپل بنده ګي وس و طاقت به درڅخه نه سپموو.
「٪۱۰۰」 تحفیف: باید یادونه وکړو چې سر له همدې شیبې د اختر تر دوولسمې ⑫ (۲۰۲۳ـ۷ـ۱۰) نیټې پورې په وړیا ډول ستاسو لپاره خدامات عرضه کیږي. ټول ناروغان او ناروغ لرونکې دې خبر وي...!!!
پوسټ درسره مخکې شېر کړئ، ترڅو نور هم له دې زرینې موقع څخه خبر شي!!!
پته: لکڼ مکتب بازار، دولتي کلینیک ته مخامخ، نواب حسن مارکېټ، ډاکټر اصیل جان کلینیک ترڅنګ.
Dr. Zakirullah Danish

02/07/2023

د وري التهاب Gingivitis

د وري التهاب انواع Classification of gingivitis
اعراض او علایم Signs & Symptoms
اسباب Causes
تشخیص Diagnosis
تداوي Treatment
اختلاطات Complications
وقایه Prevention

جنجیوائیټس د خولي رجعي ناروغي ده په کومه کې چې وري پړسيدلي وي.

د وریو التهاب د هغو بکټریاو د بائیو فلم له وجي منځ ته راځي کوم چې د غاښونو په منګ یا کالکولس calculus یعني tartar کې قرار لري.
داچې د غاښونو په سطحه یوه سریخناکه ماده یا پلک plaque ځاي نیسي کومه چې د غذاې موادو، او مائیکرو ارګانونو مجموعه ده که د خولي حفظ الصحي دلاري یعني مسواک، غاښونو برش او غاښونو کریم د لاري پاک نه شي، د غاښونو په منګ/کالکولس calculus/ ټارټر tartar بدلیږي چې د غاښونو د خرابیدو ترڅنګ د وريو التهاب او بلاخره پیریوډانټائټس یعنی د غاښ ګیرچاپیره انساجو د التهاب سبب کیږي چې په نتیجه کې غاښونه له منځه وړي.

د وري التهاب انواع Classification of gingivitis

د غاښونو ډاکټرانو د وریو التهاب د مختلفو اسبابو له وجي مختلف ډوله ګروپ بندي کړي دي، دلته ې د ناروغي د شروع یا onset پر بناء ګروپ بندي کوو.
1: Acute Gingivitisد وري حاد التهاب
2:Recurrent Gingivitisد وري بیا راګرځیدونکی التهاب
3:Chronic Gingivitisد وري مزمن التهاب

۱: د وري حاد التهاب یا Acute gingivitis

د وري حاد التهاب یو ناڅاپي پیل دی کوم چې د لږ وخت دپاره وي او د درد سبب کیږي.

یادونه:
د وري هغه التهاب چې درد او وخت ې نسبت د وري حاد التهاب ته کم وي د سب اکیوټ جنجیوائټس څخه عبارت دی.

۲: ریکرنټ جنجیوائټس recurrent gingivitis
ریکرنټ جنجیوائټس د وري التهاب له هغه حالت څخه عبارت دی چې وري د التهابي حالت له رغیدني وروسته د بیاځل دپاره په التهاب اخته شي.

۳: د وري مزمن التهاب Chronic gingivitis

د وري مزمن التهاب د وري د ناروغي هغه حالت دی په کوم کې چې د ناروغي شروع ورو، مدت ې ډیر او بغیر له درده وي.

اعراض او علایم Signs and Symptoms

د وري په التهاب کې د وري رنګ روښانه سور یا ارغواني وي
Bright-red or purple gums

وري ځلیدونکي وي
Shiny gums
وري بي درده وي مګر که وري ته د ګوتي په واسطه فشار ورکړی شي درد به کوي.

که وري په نرم برش سره هم برش شي نو وینه به کوي.

Receding Gum
وري د خپل طبعي لیول څخه شاته تللي وي.

Bad Breath (Halitosis)
د خولي بدبوي موجوده وي.
Gum inflammation (swelling gum).
وري پړسيدلي وي
Soft Gum
وري نرمه وي

د وري د التهاب نور وجوهات

Changes in hormones
د غدواتو د هارمنونو په افراز کې تغیر

د هرمونونه د ژوند په مختلفو حالاتو کې تغیر کوي لکه puberty یا د بلوغ په وخت کې، menopause یا د ښځو د ژوند هغه مرحله کله چې د حمل د اخيستني قابلیت د لاسه ورکړي کوم چې اکثره په 51 کلني کې واقع کیږي، په مینسټرویل سائیکل menstrual cycle یا د حيض دوران کې او یا د حمل پر مهال.

زیني ناروغي چې د وري د التهاب سبب کیږي
لکه
د cancer یا د سرطان دوایاني، د شکر یا diabetes دوایاني، د HIV د انساني معافیت کمزوري کونکي وائیرس ضد دواګاني.

تشخیص Diagnosis

یو سټومټالوجیسټ یعنی د غاښونو او د خولي د امراضو ډاکټر د وري التهاب په لاندي ميتودونو (میتډز) سره تشخیص کوي.

۱: پیریوډانټل پروب Periodontal Probe استعمال

د پیریوډانټل پروب په واسطه د غاښ ګیرچاپیره وریو ژوروالی معائینه کوو
په نارمل توګه د غاښ ګیرچاپیره دوري ژوروالی د 1mm څخه تر 3mm پوري دی، که له دري ملي ميټره څخه د وري ژوروالی زیات وي په periodontal disease باندي دلالت کوي.

۲: د ایکسری اخیستلTaking X-ray

د dental bitewing X-ray د لاري د وري د لاندي هډوکي د ژوروالي اندازه معلوميږي کوم چې په bone loss دلالت کوي.

د حساسو غاښونو کتته examination of sensitive teeth

هغه غاښونه چې د وري د لائین یا سرویکل ساحه کې بريښ لري د receding gums له امله وي کوم چې د برش د غلط استعمال لامله د سرویکل یا عنق په برخه کې د اینامل د تیکنیس د کموالي او د ډینټینل ټییوبل د اکسپوز سبب شوی وي چې کیدای شي د وري التهاب هم موجود وي.

د وري معائینه کول examination of gums

التهابي وري روښانه سور رنګ ، پړسيدلي او وینه بهیدونکي وي.

علاج Treatment

د وري تداوي د ناروغي د سبب او پرمختګ پوري اړه لري

۱: د خولي او غاښونو د حفظ الصحي مراعت.

۲: scaling, root planing and curettage of the periodontal pockets.

سکیلینګ scaling هغه تداوي ده د کوم په واسطه چې د غاښ ګرچاپیره منګ، calculus یا tartar له منځه ځي
که منګ د سکیلر مشین په واسیطه له منځه ولاړ نه شي وري به receding وکړي د غاښ ریښه به لوڅه او د وري د التهاب په موجودیت کې غاښ به هم له منځه ولاړ شي.

۲: روټ پلانینګ Root planing

روټنې پلانینګ د وري د تداوي هغه پروسیژر دی د کوم پر مټ چې د غاښ ګرچاپیر میکروبي انساج له منځه ځي او نوي پیریوډانټل لیګمینټز تشکیلیږي.

فلپ سرجري Flap surgery

چې د اډوانسډ پیریوډانټل ټریټمینټ advanced periodontal treatment یا د غاښ د ريښي ګیرچاپیرا انسجو پرمختللي تادوي

په فلپ سرجري کې د غاښ یاغاښونو ریښو ته لاسرسی پیداکو ترڅو د غاښ ګرچاپیره ناروغ انساج، پلک، کالکولس، او tartar, د پیریوډانټل وسایلو پر مټ له منځه بوسو.

۴: د بکټیریا ضد خولي غرغړه استعمال Antibacterial mouth rinses
۵: د غاښونو د کراوډینګ علاج د ارتوډانټیک تداوي پر مټ.

۶: د وري مربوطي ناروغي او حالات باید تداوي شي.

د وري التهاب اختلاطات Complications of gingivitis

که د وري التهاب تداوي نه شي، د وري ناروغي پرمختګ کوي او د غاښ پیروډانټل لیګمینټز تر حملي لاندي راولي چې د periodontitis سبب کیږي

د وري التهاب ممکنه اختلاطات عبارت دي

۱: د وري ابسیس Gingival abscess
۲: د ژامي د هډوکو ابسیس Abscesses in the jaw bones
3: infection in the gingiva and jaw bones
4: periodontitis
پیریوډانټائیټیس یو مزمین حالت دی، شاید د غاښ د ويستلو سبب شي.

وقایه Prevention

۱: حد اقل باید د ورځي دوه ځل غاښونه برش شي چې هر ځل برش دري دقيقي وخت اخلي.
۲: د غاښونو تار باید د ورځي یو ځل استعمال شي.
۳: د خولي انټیسبټیک موت واش په ریګولر توګه استعمال شي.
۴: سګرټ څښل ترک یعني پریښودل شي.
۵: بوره خوړل کمه شي.
۶: د اوبو څښل زیات شي.
۷: کافي اندازه vit-c واخیستل شي.
۸: غذا باید په توازون وخوړل شي.
Dr. Zakirullah Danish
پته: لکڼ مکتب بازار، دولتي کلینیک ته مخامخ، نواب حسن مارکېټ، ډاکټر اصیل جان کلینیک ترڅنګ

Want your practice to be the top-listed Clinic in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address

لکڼ مکتب بازار، دولتي کلینیک ته مخامخ، نواب حسن مارکېټ، ډاکټر اصیل جان کلینیک ترڅنګ
Khost
Other Doctors in Khost (show all)
الحافظ د غاښونو کلینیک  Al Hafiz Dental Clinic الحافظ د غاښونو کلینیک Al Hafiz Dental Clinic
Khost Afganistan
Khost

د غاښونو ښکلا او تداوۍ معیاري مرکز

Dr noori Dr noori
Khost

don't depend on anyone. work hard and be independent.

Noorullah Hashimi Noorullah Hashimi
Khost

this is my personal page

Dr Qadim A***n Dr Qadim A***n
Khost Afghanisten
Khost, 0093

Doctor Arif Doctor Arif
Khost

MD stomatolog

Inam Saleh انعام صالح Inam Saleh انعام صالح
Khost

زموږ له پيج څخه به هر ډول طبي او ټولنیز معلومات نشریږي

Dr Ãlmås Dr Ãlmås
Khost

0771947385

Dr. Noor Rahman Noorani Dr. Noor Rahman Noorani
Kabul City, Kabul
Khost, 1

Medical and Health

Interesting and medical information Interesting and medical information
Khost

Dr Khan Wali Habibzai