Dr Qadim Arian

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr Qadim Arian, Doctor, khost Afghanisten, Khost.

15/12/2020

هغه ورونو او خويندو ته چى مسينجر دا لارى څخه يي دا ويښتانو تويدلو باره کى پوښتنه کړى وه
د وېښتانو د تویېدو سببونه!

د سر وېښتان لۀ فولیکولونو/پیاز څخه د پوستکي پۀ منځنۍ طبقه کې جوړېږي. پۀ نارمل ډول په پوستکي کې له ۵ تر ۱۰ سلنې دغه لولیکولونه د استراحت په حالت کې وي، پاتې ۹۰ تر ۹۵ سلنه یې د فعالیت په حالت کې دي.
د هر وېښته ریښه/پیاز په عادي ډول له دوو تر دریو میاشتو پورې د استراحت په حالت کې وي، چې پۀ دې حالت کې وېښتان تویېږي او د استراحت تر دورې وروسته بېرته فعالېږي.
د هر وېښته ژوند له دریو تر پنځو کلونو پورې وي، البته پکې تغیر او تبدیل هم راتللی شي، چې دغه تغیرات یې هم له دوو تر دریو اونیو وخت نیسي او وېښتان د فعالیت له مرحلې د استراحت مرحلې ته ځي.
د استراحت او فعالیت د دغه دوران تر منځ ستاسو یو شمېر وېښتان تویېږي، اما دې تویېدو ته نارمل/عادي تویېدل وایي. په عادي ډول پۀ دې حالت کې د ورځې له ۵۰ تر ۱۰۰ پورې وېښتان تویېږي، خو د وېنځلو پر مهال یې شمېر زیاتېږي.
اوس به تاسو پوه شوي یاست چې د وېښتانو د توئېدو مرحله او ډول څنګه دی، خو شاید د ځینو کسانو تر دې زیات توی شي او همدلته ده چې بیا موضوع تر اندېښنو رسېږي.
نن به دا هم درسره شریکه کړم چې د وېښتانو تویېدل شاید نور عوامل هم ولري چې په لاندې ډول دي او له مخې یې ورته حل لاره ولټوئ:
دا مطلب(د پوستکي درملنه)پاڼه کې چمتو شوی.
ـ ارثي خواص:
ـ د وینې کموالی او په وجود کې د اوسپنې کمی هم ستاسو د وېښتانو د تویېدو باعث ګرځي.
ـ د ځینو درملو خوړل چې حساسیت ورسره پیدا کېږي.
ـ له حده زیات د وېښتانو کشول او یا یې په غلطه ږمنځ شانه کول.
ـ له حده زیات د سر د پوستکی غوړوالی او یا د وېښتانو زیات غوړول.
ـ سټرس او رواني ناروغۍ.
ـ په ځینو خاصو موسمونو کې د وېښتانو زیات تویېدل.
ـ تر ولادت درې میاشتې وروسته د وېښتانو تویېدل.
ـ وېښتانو ته نۀ پاملرنه او په ټوله کې د روغتیایي اصولو نه مراعتول.
ـ د وېښتانو د تویېدو د مخنیوي ځینې درمل هم د دې باعث ګرځي چې په لومړیو کې وېښتان توی کړي.

15/12/2020

۱: کوچنۍ کولمې یو پېچلی اوږد ټیوب دي چي په لویانو کېږي تقریبا ۲۲ فُټه اوږدوالی او ۲.۵ سانتي متره قطر لري.
کوچنۍ کولمې د نس په تش ځای کي تر معدې لاندي موقعیت لري. چي د انزایمونو په مرسته د غذايي موادو غټي ټوټې په کوچنیو مالیکولونو باندي تبدیلوي او د هضم او جذب وړ ګرځي په دغه عملیه کي چي څو ساعته دوام کوي، نه یوازي د خوړو هضم کوونکي انزایمونه د معدې له دیوال څخه ترشح کېږي، بلکي د ځیګر ترشحات او د پانکراس انزایمونه د صفراوي مشترک کانال له لاري اثنا عشر ته تویېږي. ځیګر د صفرا په نامه یو شین رنګه مایع جوړوي چي له اوبو، آیونونو، شحمي تیزابونو او صفراوي مالګي څخه جوړه سوې ده،صفراوي مایع شحمیات حلوي او د لایپيز انزانم په واسطه يې د تجزيې زمینه برابروي.

د کوچنۍ کولمو د دېوال داخلي پوښ بخملي شکله ګونجي لري چي د کولمو د جذب کچه او د هضم سوو خوړو د جذب وړتیا زیاتوي.
د لویو ګونجو پر مخ ګوتو ته ورته کونجي وجود لري چې د ويلي په نامه یادیږي. دغه ګونجي د کولمو د جذب کچه ۶۰۰ واره زیاتوي.
د هضم سوو خوړو مالیکولونه د ویلايي حجراتو په واسطه جذب او وېښته ډوله رګونو یا شعریه عروق ته داخليږي او د ویني له لاري د بدن ټولو حجراتو لېږدول کېږي.

۲: غټې کولمې (Large intestine)
کوچنۍ کولمې د غټو کولمو سره د سیکم په ساحه کي مُښلي، نا هضم سوي غذايي توکي له کوچنیو کولمو څخه غټو کولمو ته ننوزي، لوي کولمې یو متر اوږدوالی لري.
هغه توکي چي لویو کولمو ته ننوزي له اوبو، ناهضم سوو خوړو، لکه غوړو، پروټینونو،الیافو او نباتی سلولوز څخه عبارت دي.
په غټو کولمو کي هضم صورت نه نیسي، خو اوبه او ځیني ویټامینونه جذبوي.
یو زیات شمېر بکټریاوی په نا جذب سوو غذايي موادو کي ژوند کوي. دغه بکټریا د بدن مهم ویټامینونه جوړوي.
غټي کولمې تولید سوي ویټامینونه، د سوډیم او پوتاشیم آیونونه او ۹۰٪ اوبه د داخلي محتویاتو څخه جذب او اضافي توکي د ۱۲ تر ۲۴ ساعتو پوري له بدن څخه باسي.

15/12/2020

حافظه (memory)
حافظه یوه عملیه ده چې لاسته رغلي معلومات د زده کړې له لارې ذخیره او بیرته وړاندی کولوته چمتو کوي، چې داعملیه په درې برخو ویشل شوې : ۱- فوری ۲- لنډ مهاله ۳- اوږد مهاله.
۱ – فورې حافظه ، دهغو تجربو د دوهم ځلی وړاندی کول په څو ثانیو کې چې زمونږ لید یې له چاپیریال څخه اخلی او مونږ په دی پوهوی چې چیرته قرار لرو .
۲ – لنډ مهالې حافظه ، یعنی په څو ثانیو یا دقیقو کې داخیستل شوو معلوماتو د بیرته وړاند ی کولو وړتیا.
۳ – اوږدمهالې حافظه ، داخیستل شوو معلوماتو د بیرته وړاندی کولو وړتیا د څو میاشتو یا کلونو لپاره .
دیادولو وړ ده چې په اوږد مهاله حافظه کې معلومات هغه وخت ځای په ځای کیږي کله چې د لنډمهالې حافظې معلومات تکرار او یا هم له یوه اړخه د شخص د پاملرنې وړ وګرځي .

19/10/2020

شپږ (۶) خواړه، چې د معدې تیزابیت ختموي

د معدې تیزابیت یو له هغه ستونزو څخه ده، چې ګڼ خلک ترې وخت ناوخت زوریږي. د معدې د تیزابیت لاملونه ډیر دی. بیې وخته خوراک، له حد نه ډير خوړل، او د غذا ډول يې له اساسي علتونو څخه ګڼل کیږي.

خو پوښتنه داده، چې کوم خواړه کولای شي، د معدې تیزابیت کم او یا هم ختم کړي؟!

۱ـ شومړه:

شومړه، چې ځینې خلک يې لسي او تروې هم بولي، د معدې تیزابیت ختمولای شي. یو ګیلاس شومړه له ډوډۍ خوړولو ورسته وڅښئ او د معدې تیزابیت تر ډيره راکم کړئ.

۲ـ زیره:

زیره د هاضمي سیستم پیاوړی کوي او د غذا په هضم کې هم پوره مرسته کوي.

۳ـ د نعناع پاڼې:

د نعناع (ویلني) پاڼې په هضم کې مرسته کوي او د معدې تیزابیت ختموي. له خوراک څه وروسته د نعناع یوه دوه پاڼې وژوئ او د معدې تیزابیت مو تداوي کړئ.

۴ـ ادرک:

ادرک هم د معدې د تیزابیت سره مبارزه کوي. د هاضمي سیستم قوي کوي او د خوړو په هضم کې مرسته کوي.

۵ـ لاچي:

لاچې هم د خولې بوې ښه کوي، هم د معدې تیزابیت له مینځه وړي. لږ لاچي په اوبو کې جوش کړئ او بیا يې وڅښئ.

۶ـ د مڼې جوس:

د مڼې جوس هم د معدې تیزابیت ختمولای شي.

ځینې نور خواړه هم ممکن اووسي، چې د معدې تیزابیت راکم کړي، خو پورته ذکر شوي، تر ټولو غوره ثابت شوي دي.

19/10/2020

د هډوکو او بندونو درد
دعامه پوهاوی په موخه پوست شیر کری مننه.
زموږ په هیواد کی ډیری هغه کسان چی عمرونه یی له ۵۰ کلونو لوړ وی پدی ناروِغی اخته کیږی دا دردونه ګڼ شمیر لاملونه لری چی تر ټولو مهم لامل یی د هډوکو تخریبی ناروغی یا اوستیو ارترایټیس ده چی د نا رینه وو په پرتله ښځې ډيرې پرې اخته کیږي او عموماٌ هغه بندونه چې زیات وزن تحمل کوي لکه د ورانه او ځنګون بند زیانمنوي، دا ناروغی دوه ډولونه لري!
۱: ا بتدايي ډول چې لامل یې څرګند نه دی.
۲: ثانوي ډول چې د نورو لاملونو له کبله لکه په مفصل باندې ضربه، د بندونو مکروبي یا ګزکي کیدل، وینه لږې یا کمخوني، د شکر ناروغي، د محیطي اعصابو ناروغی، د کارتیکو ستیراید درملو ډیره کارونه، روماتیزم، نقرص، د بندونو بیځایه کیدل، په بندونو باندی په دوامدار ډول د ډیر وزن راتګ، چاقوالی د وینې سرطان او داسی نور ډیر لاملونه لری.
کلینیکی څرګندوني
درد:درد به په ځانګړي ډول د زنګون او ورانه په بند کې د سهار مهال ډیر شدید وي له ګرځیدو سره به نوره هم ډیریږي له استراحت سره به کمیږي لومړی به وقفوي وصف ولري خو وروسته به مزمن شکل غوره کړي.
سهارنۍ شخوالی:
د سهار لخوا دې ناروغانو ته له بستره پاڅیدل ډیر ستونزمن وي او نږدې تر نیم ساعته د بندونو دا شخوالی دوام کوي او وروسته ورو ورو کمیږي.
د وظیفی کموالی :
په دې ناروغي کې مفصل ناتوانه کیږي او حرکات یې کمیږي چې عمده علت یې درد او شخوالی دی.
پړسوب:
په اخته بندونو کې به کلک هډوکی پړسوب ولیدل شی او کله کله پړسیدلی مفصل له اوبو ډک وي.
اضافی اوازونه :
د حرکت پواسطه په مفصل کې اضافی اوازونه اوریدل کیدای شي په ځانګړی ډول د لمانځه د ادا په مهال یا هم د نورو ورځنیو حرکاتو په وخت ناروغ د خپل مفصل د خاص اواز او کرپاری څخه شکایت کوی
عضلی کمزوری او ویلی کیدل:د مفصل شا وخوا عضلات کمیږي او د بند هډوکینه برخه لویه ښکاري.
سوشکل: په ځانګړي ډول د زنګون مفصل ډیری وخت دباندې او یا دننه خوا ته کوږوالی پیدا کوي او یا قاتیږي چې ناروغ بیا نشي کولای هسکه غاړه وګرځي نو ځکه دا ناروغان په ټیټه ملا اویا په عامه اصطلاح په نیم قامت ګرځي.
تشخیص
دغه ناروغی همیشه په کلینیکي ډول تشخیص کیدلی شی یعنی ډيرو پيچلو معایناتو او مداخلو ته اړتیا نلری همدا شان د ډاکټرانو لخوا د دې نارغۍ پیژندنه ډیره ستونزمنه نه ده. کولای شي چې د ایکسرې او کلینیکي نښو نښانو

18/10/2020

د طب له نظره د کوم ګروپ وینی لرونکي واده سره کولای شي?
مسلکې علمي او اړینه لېکنه دلته ولولی

Matching blood group for Marriage

د طب له نظره د واده کولو لپاره د وینی ګروپ کتل او په راتلونکی کی د ولادي سو شکل یا بی اولادی څخه د مخنیوی په خاطر نن درته د وینی ګروپونو په هکله چی کوم یو مناسب دي او د چا سره باید واده وشي وړاندی کوم

که نارینه
O+
وی
کولای سی
O, A, B and AB
سره واده وکړی

که نارینه
A وی
کولاسی
A and AB
سره واده وکړی

که نارینه B وی
کولای سی
B and AB
سره واده وکړی

که نارینه
AB
وی
کولای سی
یواځی
AB سره واده وکړی

که نارینه B
وی
د O او A
سره واده نسی کولای

که نارینه A وی
نسی کولای
O and B
سره واده وکړی

که نارینه AB وی
نسی کولای
O, B, A
سره واده وکړی

Photos from Dr Qadim A***n's post 18/10/2020

دا د
د پخؤلو چل
يو چاى جوش ته يو ليتر اوبه واچوئ
ورپسي
100 ګرامه عناب فقط دوه يا دري ځايه کړي چاى جوش ته واچوئ
تقريبا يوه مربا خورۍ چمچه د هيل يا لاچي پوډر ور واچؤئ
4 داني لؤنګو پوډر ور واچؤئ
يوه مربا خؤړلو چمچه سپېرکۍ ور واچؤئ
اوس دومره جوش ورکړئ چي تقريبا 400 ملي ليتر اوبه بخار شي وچي شي
اوس لږ برابر اندازه ښه شين چاى ور واچؤئ
فقط يوه چمچه اصلي ګبين ور واچؤئ معمولي نور جوش ورکړئ،
د دوو لؤنګو اندازه جوهر نعنا ور واچؤئ

اوس چاى تيار دى لکه چاى غوندي سوکه سوکه مسلسل 2 ګيلاسه روغ رنځور نر ښځه وخورئ، هلکان يو ګلاس، نا بالغ يو کوچنى ګلاس
يو دا درسره زده کړۍ نړۍ کي اول ښه عناب د افغانستان دي دوهم چين او جاپان، ورپسي ايران ترکيه دي
يوازي يوه ستونزه هغه دا چې زموږ خلک چې ميوه خامه تنکۍ وي ونو باندي سپري نکوي چي چينجن نشي

#ګټي
1-- کرونا رنځور وضيعت خرابيدو ته نه پريږدي او که همداسي د ورځي 4 يا 5 ځله وخوري نو په 3 ورځي کي به يي وينه انټي باډيز جوړ کړي، کرونا ته به شکست ورکړي

2-- د کرونا يا هر بل ويروس يا باکتريا په وجه تنفس تنګي د ساه بندي مشکلات، فوري ارام رنځور ته ورکؤي

3--په هر ډؤل انفلوانزا زکام کي ويروسي زکام کي بهترين درمل دي ډيره ژر ګټه کؤي

4-- دايمي يوبسا (قبض) لرونکى سهار ماښام استفاده کړي قبض مشکل به ئې ورک شي

5- هغه خلک چي د خوب ګوليو پرته خوب نلري يا يي خوب الويزانده وي له خوبه خؤند نشي اخيستى، هغوئ دي يو دوه مياشتي مسلسل وکارؤي خوب به يي برابر شي کټمټ د ماشومتوب خؤږ ظالم خوب به ولري

6- دايمي سر درد چي د ساينوزايټس يا نزلي په وجه وي خورا ډيره ګټه کؤي

7- لؤړ فشار ټيټؤي کوليسترول سؤځي، هر ډؤل شهمي يا غوړين ويروسونه لکه کرونا ګروپ ډير ضعيف کؤي

8-- د شکري ناروغ بايد حتماً سهار او ماښام دوه ګلاسه وخوري د طبعي انسولينو کار ورکؤي او شکر ټيټؤې

9-- د ايمونا (دفاع) څرخ غښتلى کؤي د هر ډؤل ويروس باکتريا په وړاندي مقاومت لس برابره زياتؤي

10- د سرطان سخت مخنيوى کؤي او تور زيړي په کنترول کي چابکه مرسته کؤي

11- تر تور چاى او شيدو چاى سل ځله ښه خؤند لري ښه بوى لري او هيڅ ضرر نلري ګټي ډيري لري

12- د ستماخي (معدي) د ناروغيو په کمؤلو کي مرسته کؤي

13- چاغښت لويه خيټه کمؤلو کي مرسته کؤي مګر انسان فربه کؤي يعني غؤښين او هډين يي غښتلى کؤي

14- رواني خوشحالي لري د غم ځور انديښني يه کمؤلو کي څرګنده اغېزمن دى او مغز ساړه ارام متمرکز ساتي

15- د مغزي او عصبي کار حؤصله زياتؤي لکه مطالعه څېړني تجربات او داسي نوري ذهني بوختياؤي

هر کال افغانستان کي په خرو خرو په اخر مني پخيږي دومره ډير وي تر توتانو ډير وي مګر زموږ دغرب او شرق تقليدي پلاستکي پوهان خلک نه پوهؤي چي دا واخلئ او حتماً يي کور کارؤي، نه تش په نوم د فريب غلا حکومت اړؤند وزارت زراعت هيڅ زرعي پوهاى خلکو ته ورکؤي ځکه وزارتونو کي خپله ټول داسي ماهرين دي چې فقط په ناموس لوټلؤ، ملت لؤټلؤ، رشؤت، غلا کي لس لس دوکتورؤي لري مګر په خدمت کي زموږ ديوه زحمت کښ افغان خره اهليت او وړتيا پکي نشته

توکي د پرېکړنپوهه له ژيؤي درملني (طبعي معالجوي) څخه

18/10/2020

نوې ساينسي څيړنه:
عسل د ځينو ناروغيو ښه درمل دي!

شات ، ګبين يا عسل د روغتيا لپاره خورا ګټور خواړه دي.
که څه هم ګبين يا عسل طبيبان بغير له فکر کولو څخه هر ډول درملو ته څه ناڅه ورګډوي ځکه عسل کوم جانبي عوارض نه لري او نه يې هم تر اوسه په خوراک کې کوم جانبي عوارض کشف شوي.

د عسلو طبي ګټي په نوي طب کې هم ثابتي او ښودل شوي دي. د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ﷺ) به عسل او شيدې ډيري خوښولي. دا ځکه په هغو کې په پريمانه انذازه د انسان د روغيتا لپاره ګټي شتون لري.
او ډير ځله محمد(ﷺ) اصحابو کرامو ته د عسلو د خوړولو ويلي دي.

ساينس پوهانو څو څو ځله په عسلو څيړني کړي او هغه يې د انسان د روغيتا لپاره ډير ګټور خواړه بللي دي.

خو اوس تازه د اکسفورډ پوهنتون ساينس پوهانو په يوې نوي څيړنه کې ويلي چې شات د نورو ناروغيو د درملني تر څنګ د نزلي او زوکام لپاره تر ټولو ګټور درمل بلل شوي دي، دغه څيړونکي وايې چې ددغو ناروغيو په مقابل کې بل هيڅ داسي درمل نشته چې تر عسلو غوره وي.

د اکسفورډ د څيړونکو دغه څيړنه چې د (آيويډنس بيسډ ميډيسن) په نامه په آن لاين ويب سايټ کې خپره شوي او پکې ويل شوي چې شرقي نړۍ په تيره بيا په مسلمانو هيوادنو کې د عسلو ډير کارول ددې لامل شوي چې ډيرو ناروغيو څخه وژغورل شي.
دغو څيړونکو دا هم په ډاګه کړي د کرونا يا کويډ ۱۹ نه ثاتير
په ملسمانو کې د عسلو ډير کارول دي.

په دغه څيړنه کې وړاندي ويل شوي دي چې عسل د زوکام ، نزلي او ځينو نورو تنفسي ناروغي کې تر هر ډول انتي بايتيک درملو غوره دي. ځکه دوی وايې چې زر ګونه کلونه کيږي چې انسانان له عسلو څخه ګټه اخلي خو تر اوسه يې کوم ډول جانبي عوارض نه دي رامنځته کړي.

د اکسفورډ پوهنتون څيړونکو.تر دې مخکې هم ۱۴ ځله په عسلو باندي څيړنې کړي وي. خو اوسنۍ څيړنه یې چې عسل زوکام او نزلي ته ګټه رسوي کنه په ۱۷۶۱ خلکو تر سره کړي ده.
چې ددې څيړني له تر سره کيدا وروسته څيړونکي دې پايلي ته ورسيدل چې عسل د نورو تنفسي ناروغيو تر څنګ د زوکام او نزلي لپاره هم تر ټولو غوره درمل دي.

بايد وويل شې ۱۴ پيړۍ وړاندي د اسلام مبارک دين د عسلو ګټي بيان کړي او هغه يې د انسانانو.د روغتيا لپاره ګټور خواړه بللي وو.

خو اوس دا دی اوسني علم او ساينس هغه پايلي ته رسيږي چې ۱۴ پيړي مخکي حضرت محمد (ﷺ) بيان کړي وي...
نور

18/10/2020

څو هغه میوې او سبزۍ چې د مني فصل کې یې د ښې روغتیا لپاره کارولی شئ

منی د هر موسم په شان د نورو ځانګړنو ترڅنګ خپلې خاصې مېوې هم لري.

په دې موسم کې د ډېرو تولیدیدونکو او هم ګټورو مېوو په اړه په دې مطلب کې معلومات درکوو.

د دې مېوو خوړل ځکه ضرور دي،
چې له موسم سره برابره انرژي او نورې اړتیاوې مو پوره کوي.

مڼې

مڼې په ډېرو موسمونو کې پیدا کیږي، خو د مني مڼې بیا مختلف ډولونه او ځانګړی خوند لري.

دغه مېوه د فیبرونو او انتي اکسیدنونو له فوق العاده سرچینو څخه برخمنه ده.

په مڼو کې د کوئرستین په نوم یو ډول مواد شته، چې د حافظې په پیاوړتیا کې مهمه ونډه لري.

دغه مواد د عقلي زوال د مخنیوي ترڅنګ د یو شمېر نورو ناروغیو پرضد هم ګټور تمامیږي.

مڼې د هغه خوراکي رژیم یوه برخه هم ګڼل کیږي، چې د زړه د ناروغیو او سرطان په مخنیوي کې مهم رول لري.

مڼه هر وخت؛ په ځانګړي ډول په مني کې د غذایي رژیم یوه حاشیوي برخه مه ګڼئ.

تاسې کولای شئ، دغه مېوه له څو نورو سره په ګډه میده او د سهارنۍ په توګه استفاده ترې وکړئ.

سره چغندر

سره چغندر، چې پخې شوې بڼې ته یې لبلبو وېل کیږي، په مني کې له ډېرو پیدا کیدونکو مېوو څخه ده.

دغه مېوه د وینې جریان په پیاوړتیا او د بدن غړو ته د اکسیجن په ښه رسولوکې ونډه لري.

سره چغندر په خاصه توګه ورزشکارانو ته زیاته ګټه رسوي.

د څېړنو له مخې د سرو چغندرو د یوه ګیلاس اوبو څښل تر دوه اونیو د وینې فشار کنټرولوي.

د چغندر پاڼې هم د خوړلو دي. تاسې کولای شئ له سرو چغندرو څخه په سلادو کې هم ګټه واخلئ.

د چغندرو پخلي ته که وخت نه لرئ، خام یې هم خوړی شئ.

ټولو نه ښه طریقه دا ده، چې دغه مېوه خاش – خاش او بیا پخه کړئ. د دې ترڅنګ لږ تف هم ورکولای شئ څو د چپسو په حیث ګټه ترې واخلئ.

کرم

په مني کې کرم هم زیات تولیدیږي او موندل کیږي. کرم له هغو سبزیجاتو څخه دی، چې د پخولو ترڅنګ د سلاد په توګه هم کارول کیږي.

کرم د سرطان ضد خواص هم لري، په دغه سبزي یا سلاد کې پریمانه فایبر موجود دی.

په کرم کې ویټامین سي هم شته. دا د سلاد تر څنګ خوټولی هم شئ.

کدو

کدو له هغو سبزیجاتو څخه دی، چې پریمانه بتا کاروتن، پرو او ویټامین لري.

کدو په سړه هوا کې ډېره ګټه کوي.که یې د زیتون له تېلو سره پاخه کړئ، لا ډېره ګټه لري.

اینځر

که اینځر نه ځورئ سهوه کوئ. دا مېوه له پوتاشیم، کلسیم، اوسپنې او فایبرونو څخه جوړه شوې ده.

له دغې مېوې څخه په سلاد کې هم ګټه اخیستی شئ.

سره املوک

سره املوک پرېمانه ویټامین ای لري. په مني کې پرېمانه پیدا کیږي او خوړل یې ضرور دي.

هغه ښځې چې د امیدواره کیدو په تمه دي، د دې مېوې خوړل دې نه هېروي.

سره املوک د منګیزیم یوه ښه سرچینه هم ده، چې په دې ډول استرس او اظطراب کموي.

انار

انار له جذابو او زړه راښکونکو مېوو څخه ده. دا مېوه تر بل هر وخت په مني کې ډېر پیدا کیږي.

انار د پوتاشیم یوه ښه سرچینه ده. دا مېوه نور ګټور مواد هم لري.

انار د زیاتوالي له کبله په مني کې ارزانه هم وي. د دانو د خوراک ترڅنګ یې له جوسه هم ګټه اخیستی شئ.

18/10/2020

آيا مستې اِلتهاب له منځه وړلای شي؟

د وسکونسن ماديسون پوهنتون کارپوهان په دې نظر دي
چې د مستو خوړل د التهاب په درملنه کې مرسته کولای شي. د دوی څيړنو ښوولې
چې د ورځې يوه پياله مستې خوړل په بدن کې التهاب ډير راټيټوي.
دوی وايي چې مستې د کولمو د ديوالونو قوت زياتوي او دا د دې سبب کيږي چې د باکترياو زهرجن مواد چې التهاب رامنځته کوي، د بدن نورو برخو کې ونه رسيږي. التهاب په ډيرو ناروغيو د مثال په توگه د بندونو درد، د پوست ناروغيو، شکرې او خوار مغزۍ کې ډير نقش لري.

مستې نه يوازې التهاب کموي، بلکې د هاضمې له سستم سره هم مرسته کوي او هډوکي او غاښونه قوي کوي.

18/10/2020

د غاښونو پاکوالی یوازې د غاښونو په بورس نه شي کیدای؛
ځینې وخت اړتیا وي چې د غاښونو د سم صاف و سپینولو لپاره ډاکټر ته ورشئ.

د غاښونو د ژېړوالي لپاره څو نوې او کامیابه طبيعي نسخه شته چې د ژېړو غاښونو لرونکي کولې شي د ژېړ غاښونو له اندېښنې خلاص شي.
د ژیړو غاښونو سپینولو ارزانه او اسانه لارې چارې:
۱: لېمو
۲: د وړو سوډا
لومړۍ طریقه:
داسې ده چې یو لېمو به په منځ کې پرې کړی او د وړو سوډا به یوه کاچوغه په یوه کاسه کې واچوو او د لېمو یو څو څاڅکې به په سوډا واچوو
د یوې دقیقې لپاره به یې پرېږدو سوډا به لږه کلکه شي، وروسته د سوډا له کلکېدو نه به سوډا راواخلو په غاښو به یې کېدو د لس دقیقو لپاره به سوډا په غاښو کې پریدو بیا به خوله وینځو.
دویمه طریقه: یې داسې ده چې کله مو سوډا کې لېمو واچول نو سوډا به د غاښونو په بورس د کریم په څېر واچوو غاښونه به پرې بورس کړو.
درېیمه طریقه:
د لیمو اوبه، او مالګه اسیدي خاصیت کړي
دغه خواړه سپینوونکي خاصیت لري.

یوه دانه کوچنی لیمو د اوبو په یو ګیلاس کی واچوی او یوه کاشوغه مالګه ورزیاته کړئ او ښه یی حل کړئ جوړ شوی محلول د لنډی مودی لپاره خوله کی ښه وخوځوی او دغه کار ته د اوبو د ګیلاس تر خلاصیدو ادامه ورکړی

18/10/2020

د شيدو څښلو روغتيايي ګټې

د جوسونو او انرجيانو (مشروباتو) پر ځای له شيدو استفاده وکړئ، خپله یې وڅښئ او ماشومانو ته یې هم ورکړئ، سهار مو د شيدو په څښلو پيل کړئ.

شيدې پوره خواړه دي او په خپل ترکيب کې منرالونه، پروټينونه، ويټامینونه، شحم او انټي اکسيډانټ په کې په زیاته اندازه موجود دي، نو ځکه ورته پوره خواړه وایي، یعنې د بدن د ټول ضرورت وړ موادو پوره کېدو لپاره يا مکمل پروټین دي کوم چې ۹ اساسي امينو اسيدونه لري.

همدارنګه د تغذيې لپاره مهم او ارزښمند خواړه دي چې په کې لاندې مهم موادو وظيفوي ارزښت شته دى:

١-: کلشيم Calcium: زمونږ د بدن د روغتیا د هډوکو او د غاښونو د پياوړتيا لپاره مهم ارزښت لري، زمونږ په بدن کې کلشيم ۹۹% په هډوکو او غاښونو کې ذخیره کیږي او د osteoporosis په نوم ناروغۍ څخه مخنيوى کوي، کوم چې ويټامین D او کلشيمو کموالي څخه رامنځته کیږي.

٢-: پروټين Protein: د بدن د انرجي د پوره کېدو تر ټولو غوره منبع ده او د بدن د عضلاتو د پياوړتیا لپاره مهم دي. همدارنګه پروټین د بدن د حیاتي وظایفو لپاره مهم دي، د بدن د ودې او انکشاف او حجراتو د حفاظت، د بدن دفاعي سیستم تقويې لپاره مهم او ارزښت وړ مواد دي.

٣-: پوتاشيم Potassium: د ویني د فشار په تنظیم کې مهم رول لري.

٤-: پاسفوريس Phosphorus: د هډوکو غښتلتيا او ودې لپاره ګټور دي.

٥-: ويټامين D: د هډوکو د قوي کېدو او حفاظت لپاره مهم دي.

٦-: ويټامين Vitamin B12: د وینې د حجرو او د حسيت د فعاله ساتلو په برخه کې مهم رول لري.

٧-: ويټامين اې Vitamin A: د پوستکي او د سترګو د محفوظوالي او دید لپاره تر ټولو مهم دي.

٨-: ويټامين Riboflavin (B2): غذایي مواد پر انرجي بدلول

٩-: ويټامين Niacin: د شحمونو او قندونو هضم لپاره یا ميټابوليزم لپاره تر ټولو مهم دي.

د پورتنيو ذکر شوو موادو اندازه د فيصدۍ له نظره:

Calories: 146

Protein: 8 grams

Fat: 8 grams

Calcium: 28%

Vitamin D: 24% Riboflavin (B2): 26%

Vitamin B12: 18%

١٠-: شېدې د عضلاتو کمزوري کېدو مخنيوى کوي، کوم چې عمر زیاتېدو سره رامنځته کیږي.

١١-: شيدې د وزن زياتوالي مخه نیسي

18/10/2020

په کورکمن کې موجود قوي انټي بایټریټریک د ډېرو مېکروبونو له مینځه وړلو صلاحیت لري
زیړ رنګ کورکمن(Turmeric) د ډوډۍ او دخواړو د تیارولو لپاره تر ټولو زیاته استعمالیدونکی مصالحه ده .
کورکمن د ډیرو درملو خصوصیات لری او دغه راز تور مرچ (Black pepper) هم د انسان بدن ته ډیره ګټه رسوی او کله چې تاسو کورکمن او تور مرچ سره یوځاې کړئ نو حیرانونکی طبی ګټې رسوی .
کرکومین د کورکمن یو (۱) مهم مرکب دی چې ډیر فعال جز دی .بلې خوا په تورو مرچو کښې «پایپرین» ماده وی چې د انسان په بدن کښې د کورکمن په جذبولو کښې مرسته کوی .
کورکمن خوړو ته یو ښایسته رنګ او خوند ورکوي او همداسې دا د پیړیو راهیسې د انفلاسیون ضد (سوزش ختمونکی) درملو په توګه هم کارول کیږي. دا د جوړونو د دردونو لپاره هم یو ډېر ګټور شی ده. او ترټولو مهمه خبره دا چې پدې کې موجود قوي انټي بایټریټریک د ډېرو مېکروبونو له مینځه وړلو صلاحیت لري، او کورکمن زموږ د معافیت سېسټم په پیاوړي کولو کې حیاتي رول لوبوي.

د کورکمن نورې ګټې:
۱ـ د پړسوب ضد خاصیت لري.
۲ـ طبیعي انتي بایوټیک (Antibiotic) ګڼل کیږي.
۳ـ د پروستات د سرطان څخه مخنیوی کوي.
۴ـ د بدن عضلات غښتلی کوي.
۵ـ د پوټکي ناروغي درمل کوي.
۶ـ د ټوخي لپاره تر ټولو غوره درمل دی.
۷ـ د ساه بندۍ د ناروغۍ مخه نیسي.
۸ـ د کولمو د سرطان څخه مخنیوی کوي.
۹ـ د ذهني فشار او خپګان لپاره یو له تر ټولو غوره درملو څخه ګڼل کیږي.
۱۰ـ د الزایمر له ناروغۍ څخه مخنیوی کوي.
۱۱ـ د مفصلونو د ناروغیو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.
۱۲ـ له ځیګر څخه زهري مواد خارجوي.
۱۳ـ وینه تصفیه کوونکی خاصیت لري.
۱۴ـ میتابولیزم بهتره کوي.
۱۵ـ غوره انټي اکسیډنټ (Antioxidant) له جملې څخه دی.
۱۶ـ په بدن کې د مضر کولیسټرول اندازه کموي.
۱۷ـ هاضمې سیسټم بهتره کوي.

18/10/2020

د ملا درد لاملونه او درملنه یې?

ډېری خلک په تیره میرمنې کله ناکله په ملا کې دردونه احساسوي دغه دردونه ګوندې د لنډې مودې لپاره وي اوبیرته ژر ښه شي خو کله کله بیا دیوې ناروغۍ او ستونزې نښه هم ګڼل کېږي. په ټول کې موږ کله چې ماشوم پورته کوو او یا یو کارټن او وزن پورته کوو دملادرد پيدا کوو اویا له ډیر کاره وروسته ممکنه ده دملا دردونه پيدا کړو. که درد دوامداره وي او په بروفن او التهاب ضد درملو سره ېې علاج نه کیږي باید ډاکټر ته ورشئ او اصلي علت ېې پيدا کړئ .
خو ډیر ځله ورته توجه نه کوو ا و ښايي دغه دردونه سخت شي او موږ په کور کینوي زیاتره افغانان دناستي او ولاړې په وخت او یا د وزن دپورته کولو په وخت مناسب حالت نه غوره کوو کله چې یو وزن پورته کوو ددې په ځاي چې زنګونونه قات کړو په ملا کړوپیږو، دغه کار مو ددې سبب کیږي چې دملا په مریو او عضلو فشار زیات راشي او درد احساس کړو.

ناسمه ناسته او په ناسمه توګه دشیانو پورته کول ښايي په لنډه موده کې ستونزه پیښه نه کړي خو دغمر په زیاتیدا سره دملا ستونزې پيدا کولاي شي کله چې په عضلو فشار راځي د ملا دردونه پيدا کوي دملا درد تل دمریو له امله نه وي خو هغه کسان چې دملا مذبوتې عضلې لري دهغو پرمریو لږ فشار راځي او په دې ډول لږ درد احساسوي که مو په ایکسرې او سي ټي سکن کې بله ستونزه پيدا نه شوه ممکنه ده دملا عضلې مو کمزورې وي او دغه چاره ددې سبب کیږي چې په ملا کې درد احساس کړئ .

د ملا درد درملنه :
ډاکتران وایي چې، د کلسیم اخیستل دې ناروغۍ ته ډیر ګټور دي؛ چې ستره سرچینه یې شیدې او د شیدومحصولات دي، مناسبه خواړه ډېره مهم دي، په خوړو کې بیا هغه څه چې ډیر ویټامین “سي” لري ګټه یې زیاته وي.

په همدې ډول چې ورو ورو قدم وهل او ګرځیدل د درد په شدت کې کمښت راولي او د ناروغ په رغیدو کې مرسته کوي، تجربو ښودلې چې ځان مصروف ساتل، د چا خبره پام غلطول د درد په کمېدلو کې مرسته کوي.
آیا غواړئ، چې ډنګر شئ؟
د انارو مصرف حتا په لنډ مهال کې کولای شي، د معدې شاوخوا د غوړو د ژونکو ( حجرو) وده ودروي، غوړ له منځه یوسي او اوبه یې کړي. څېړونکو خبر ورکړئ، د ډنګرېدو په موخه د یوې میاشتې لپاره، د ورځې یو دانه انار وخورئ

18/10/2020

خرما یا کجوره (Date)
خرما د کــومو امــراضو لپاره ګټوره ده؟

خــرما ډیر ګټور خواړه دي، ډیرې معدني مالګې لري ، لکه ګــوګــړ، فاسـفوریس، کلسیم، مګــنیزیم
او په ډیره پیمــانه اوسپـنه، یوه اندازه B،Aاو C ویټامـــــینونه،قندونه، سـلولوز،البـــومین او شحـــمیات هـــم لري. که له شیــدو ســره ګډې شي، انرژي لــــرونکي خـواړه دي.
شـــهوت ډیروي، ځکه په ســـلو کی %74
کاربوهایدریدونه لري،
پښــتورګي او ملا پیاوړې کوي. اومـه خـرما اورۍ کـلکـوي .او اسهال دروي.
مګنیزیوم لـــري نو د ســـرطان مـخنیوی کوي. د پهلوانانو او سپورت مینانو لپاره ګټور خواړه دي.
انسان هره ورځ (0.9)ملی ګرامو اوسپنې ته اړتیا لري او سل ګـــرامه خرما له 5-6.3ملي ګرامو پـــورې اوســــپنه تولیدوي .

18/10/2020

ګندنه روغتیا ته څه ګټه لري؟

ګندنې ته په انګليسي ژبه کې ورته Leek او په علمي اصطلاح کې ampeloprasum نوم لري. طبي کارپوهان وایي، په ګندنه کې د 90٪ سلنې اوبو سربیره ویټامین اې، ویټامین بي ،ویټامین سي، کلسیم ، فوسفورس، پوتاشیم منګنیز ، اوسپنه ، ګوګړ ، او کلورین شتون لري چې د ګڼو ناروغیو په مخنیوي کې اغیزمن رول لري.
روغتیا پوهان وایي؛ ګندنه د اعصابو په قوت او د شریانونو د نرمښت لپاره مفید درمل دي.همداراز هغو کسانوته چی د بندونو له دردونو کړیږي او یا هم د روماتیزم په ناروغۍ اخته وي زیاته ګټه لري.

نورې ګټې یې دا دي:

۱ـ په هضم کی مرسته کوي امکان لري چی د سرطان مخنیوی هم وکړي ځکه چی Allyl Sulfides لري او دغه مواد د Tumors مخه نیسي.
۲ـ وزن په کمولوکی مرسته کوي او دید زیاتوي.

۳ـ د حاملګی په وخت کی ګندنه ګټوره ده ځکه چی ویټامین بي لري چی DNA جوړوي او دنوی حجروپه جوړیدوکی مرسته کوي.

۵ـ فشار ټيټوی ځکه پوتاشیم لری.

۴ـ د عصبي سیستم لپاره ښه ده ځکه چی فاسفورس، پوتاشیم، منګنیزیم د ماغزو صحت لپاره ګټور دي .
۵ـ فشار ټيټوي ځکه پوتاشیم لري.

۶ـ کم خوني مخه نیسي.

۷ـ د شکر په کمولو کی مرسته کوي البته دوهم ډوله شکر کی.

۸ـ دهډوکي لپاره ګټوره ده ځکه چی ویټامین کا لري یوپیاله ګندنه ۴۲ مایکروګرام ویټامین جوړوي.
۹ـ د ډیر ټوخي لپاره ګندنه که د شاتو سره یوځای سهار په نهاره وخوړل شي ټوخی به مو ارام شي.

۱۰ـ د ماشومانو ددانولپاره د ګندنی اوبه د شیدوسره یوځای کړی د ماشوم مخ پری غوړکړی. په ګندنې کې د کلوروفيل شته والی د زړه د عضلاتو د قوي کيدو او د بدن نورو غړو د سلامتۍ لپاره ګټوره ده.
۱۱ـ د ګشنیزو سره د ګندنې خوراک د ګرم مزاجه اخاصو لپاره ګټوره ده، خو ډير دی نخوري.
۱۲ـ په ګندنې کې د پوتاشيم شته والې د خوار زواکه او کم اشتها ماشومانو لپاره ګټوره او ښه درمل دي.
۱۳ـ د سر درد ستونزې لپاره، ۱۰ ګرام د ګندنې تخم، ۱۰ ګرامه د مورد تخم په ۴۰۰ سی سی اوبو کې و خوټوې او په ورځ کې ۳ قاشوغی وڅکئ، ګټور ده.
۱۴ـ هغه کسان چې د وينې غوړوالې او اسيداوريک ولري، اړتيا ده خپل غذايي مینو کې ګندنه علاوه کړي

18/10/2020

د ستوني درد يا مېکروبي کېدل، نښې، تشخيص، مخنيوى او درملنه

ټانسلايټس يا د ستوني ميکروبي کيدل هغه حالت دى کله چې زمونږ ټانسلونه يا د ستوني دغه حجرات په ميکروب اخته شي.

نښې نښانې

د ستوني درد

تبه

د ستوني رنک سور کېدل، البته دا سوروالى زیات وي

د ستوني د حجراتو پړسوب، چې د غذا د تېرولو او ان د لاړو د تېرولو پر وخت هم درد کوي

په لوړه درجه تبه

د سر درد

لړزه

ستړیا

د غړي په ساحه کې د درد احساس کول

د غوږ دردونه

په ساه اخیستلو کې ستونزه

د اواز تغيریدل

لاملونه

معمول لامل یې وايروسونه دي ( adenovirus, rhinovirus, influenza)

دویم تر ټولو ستر لامل يې باکترياګانې دي

سټريپټوکوکل، سټاپيلوکوکس ايروس سټرپټوکوس نمونيا، کلاميډيا او داسې نور…

په ټوله کې ويلای شو چې باکتریاوې، وايروسونه او ان الرجنونه کوم چې حساسيت یا الرجيک ټانسلايټس رامنځته کوي پکې رول لري.

تشخیص

د ستوني تشخيص کې لابراتواري معاينات د خاص انتان، وایروس معلومولو لپاره کیږي

د وینې معاينات

د ستوني ټانسلونو څخه د سواب نښه اخیستل

کلچر کول

د فیزیکي معاینې نښو نښانو په اساس تشخیص کیږي

څنګه يې مخنيوى وکړو؟

موسم سره ځان سم عیارول يعنې د موسم د بدليدلو په وخت له ډیرو يخو او غيري صحي خوراکونو څخه استفاده باد ونه شي.

له ډېرو ګڼو ګوڼو ساحو څخه ځان ساتل

د خپل شخصي حفظ الصحي پاکوالي خیال کول

ښه تغذيه يعنې صحي خوراکونه کول له ډيرو غوړینو مصاله دارو مرچکو خوراکونو څخه ځان ساتل

له هغو خلکو څخه ځان ساتل چې د ستوني په میکروب اخته وي.

درملنه

لومړى: ښه استراحت، ښه تغذيه، مایعات، تازه ميوه، د ژمي موسم کې ګرم خواړه مایعاتو استفاده، د میو له جوسونو استفاده او د مالګې په اوبو غرغړه یا هم دواخانو کې غرغړې لپاره خاص اوبه ملاویږي.

درمل

Macrolide

Penicilline

Anti pain kiler

18/10/2020

د زخو يو آسانه او وړیا علاج!

دا خامخا نشر کړۍ ځکه دا مرض ډیر عام دی
اوله طریقه:-
یو پلې اوږه به میده کړي او د زخي شاوخوا به د زیتون یا بادامو په تیلو غوړه کړي تر څو مو نور پوستکې خراب نشي. او په زخه به دغه میده کړي اوږه کیږدﺉ
او له پاسه به پلستر پي ولګوي تر څو اوږه تر سهاره پوري ونه لویږی بیا به سهار دغه رقم چل ورسره وکړي تر بیګاه پوري. ان شاءالله زخي به مو ختمي شي.
دوهمه طریقه:-
د تازه کیلې پوستکي به د ۳ سانتي په اندازه پری کړي او په زخه به یی دغه رقم تر سهار کیږدی او بیا به یی سهار بدل کړي او تر بیګاه به یی نه لري کوي او ان شاءالله پوره یوه هفته بعد به مو زخه له بیخه راو باسی.
یاداشت: هره ورځ باید دا پټی پری ولګوﺉ تر یوی هفتی پوری.

18/10/2020

د ډوډۍ خوړلو څخه وروسته د خوب راتلو لامل څه ده؟

د ښه خوب لپاره تريپتوفان اسید هم ښه منبع ده. څېړنې وايي چې په مغز کې د سراتونین او ملاتونین موادو د ترشح لپاره تریپتوفان ښه سرچینه ده. دا هغه دوه هورمونونه دي چې د انسان په بدن کې د ښه او ارام خوب په راوړلو کې ډېره مرسته کوي.

د انرژۍ مصرف له هغې وروسته کله چې د ډوډۍ خوړلو اندازه زیاته شي، ډېرېږي. څومره چې تاسې ډېر خوراک کوی، هومره ستاسې د وجود ډېره انرژي مصرفیږي. وجود ستړی کیږي او انسان د ستړیا احساس کوي او خوب ورځي.

په ټولو پروټين لرونکو خوراکونو کې په کمه اندازه تریپتوفان شته. دغه اسید په زیاته اندازه په ماستو، شیدو، خرما، د چرګ غوښه او هګیو کې پيدا کېږي. تریپتوفان هغه وخت په وجود کې خپل اغېز ښودلی شي، کله چې د مغز امنیتي سیسټم ته داخل او له امینو اسیدونو سره مبارزه وکړي. د یوې څېړنې پایلې ښيي چې د هغو خوراکونو خوړل، چې په زیاته اندازه کاربوهایدریټ او تریپتوفان ولري، د امینو اسیدونو په له منځه وړلو یا له اندازې د هغه د زیاتې کچې په راکمولو کې مرسته کوي.

په وجود کې د انسولین په زیاتیدو سره په بدن کې د خوب هورمونونه هم افرازیږي او انسان ته خوب ورځي. پر دې سربېره، ډاکتران دا هم وايي چې د ډوډۍ خوړل او د هغې هضمول د وجود انرژي مصرفوي. د ډوډۍ ډېر خوړل او د هغې هضمول هم د وجود تقریباً ۶۰ تر ۷۰ سلنه انرژي مصرفوي.

کاربوهایدریټ په بدن کې د انسولین په ترشح کې مرسته کوي. دا هغه ماده ده چې د وینې له جریان څخه امینو اسیدونه پاکوي او له پاکولو وروسته یې تریپتوفان مغز ته رسوي.
البته په دې اړه لا تر اوسه څېړنې دوام لري او وايي چې په ورځنیو خوراکونو کې د تریپتوفان اندازه لا هم کمه ده او معلومه ده چې اغېزه یې هم کمزورې ده. نو ښه ده چې له ډوډۍ وروسته قدم ووهئ، څو مو خواړه ښه هضم شي

18/10/2020

نخود د وینې د کولیسټرول لپاره ډیره ګټه لري

نخود نه یوازې خوندور بلکې د انسان د صحت لپاره هم ډیره ګټه لري . نخود یا چولې د سوپ(Soup) په توګه هم په خپلو خواړو کښې شاملولی شو .
او په دې ډول یې خوړل د مني او ژمي موسمونو کې د زکام،ستوني درد او نورو موسمي ناروغیو لپاره ډېر ګټور دی. د نخودوپه هکله ډاکټران وايي چې چولې د پروټین د ترلاسه کولو یوه ښه وسیله ده او هغو ته د میګنیشیم ، د پروټینو ، ائرن او د زنګ په شان د خوراکي شیانو مهمه سرچینه هم ویلی شو .

تاسو د چرګانو یا د سبزیو یو ډول سوپ پوخ کړئ او بیا په کښې یشیدلي چولې واچوئ او سوپ وخورئ .تاسو یقین وکړئ چې دغه سوپ له خوندور کیدا سره د صحت لپاره هم ډیره ګټه لري

نخود د ډېر پروټين درلودونکي خواړو دي، او تاسو له ورزش وروسته هم د لوږې په وخت د نخودو یا چولو سوپ خوړلی شئ او د شپې د ډوډۍ لپاره هم غوره خواړو دي.

د نخودو یا د چولو ګټې په لاندې ډول په ګوته کېږي:

۱ـ نخود یا چولې د انسان د هاضمې سیسټم ښه کوي.

۲ـ نخود د قبض ، خیټې درد په شان له مشکلاتو څخه لیرې پاتې کېدو کې مونږ سره مرسته کوي.

۳ـ نخود د کولیسټرول د مریضانو لپاره ډیره ګټه لري، او دا دانسان د بدن د کولیسټرول په کمولو کښې هم مرسته کوي او د کولیسټرولو سویه انډوله ساتي .

۴ـ نخود یا چولې د انسان د بدن د وزل په کمولو کښې مرسته کوي او زمونږ په بدن کښې اضافي کلوریز کموي .

۵ـ نخود یا چولې د شکرې د ناروغانو لپاره ډیره ګټه لري .

۶ـ د ورزش کارانو لپاره غوره خواړه دي.

۷ـ نخود د ډېر پروټين درلودونکي خواړه دي.

۸ـ نخود فایبر لري، چې د روغتیا لپاره ښه دي.

18/10/2020

تاسې يوې هنداري يا اينې ته مخامخ ودريږئ او ټوله خوله خلاصه کړئ نو تاسې ته به په حلق کې د غوښې يوه وړه ټوټه په نظر درشي چې پښتو کې ورته ژبۍ او انګليسي کې ( Uvula ) بلل کيږي ، د غوښې د دى ټوټي په پيژندلو کې ساينس ډير وخت تير کړې دى ، د دى دنده او کار دا دى چې کله مونږ ډوډۍ خورو نو د نمړۍ ( قپ ) تيرولو پر مهال دا پورته شي او د ساه اخيستو نالۍ ( Nasal caavity ) بنده کړي تر څو د خوراک کومه تکړه ورنشي ، د نمړۍ له تيريدلو وروسته خپل عادي حالت ته راځي خو که چيرته د خوراک يوه لويه ذره د ساه اخيستو نالۍ ته ولاړه شي نو ساه به بنده شي اګر چې کله نا کله څه کوچني ذرات د ساه اخيستو نالۍ ته ځي خو د سږو د هوا د تېز پريشر او دباو له امله هغه د خوراک ذرى واپس بهر ته راوځي کوم ته چې موږ پرنجې يا انټوشى وايو او په دى خداى نظام او د امکاني خطر څخه په بچ کيدو باندى مونږ الحمدلله وايو چې ټول صفتونه هغه ذات لره دي چې داسې حساس او اټوميټک نظام يې د انسان په وجود کې جوړ کړى دى .
الله اکبر کبيرا ، والحمدلله کثيرا و سبحان الله بکرة و اصيلا
نو مسلمان باید د پرنجي نه روسته الحمدالله اووایي.

Want your practice to be the top-listed Clinic in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address

Khost Afghanisten
Khost
0093
Other Doctors in Khost (show all)
الحافظ د غاښونو کلینیک  Al Hafiz Dental Clinic الحافظ د غاښونو کلینیک Al Hafiz Dental Clinic
Khost Afganistan
Khost

د غاښونو ښکلا او تداوۍ معیاري مرکز

Lakan City Modern Dental Clinic لکڼ سيټي د غاښونو عصري کلينیک Lakan City Modern Dental Clinic لکڼ سيټي د غاښونو عصري کلينیک
لکڼ مکتب بازار، دولتي کلینیک ته مخامخ، نواب حسن مارکېټ، ډاکټر اصیل جان کلینیک ترڅنګ
Khost

مونږ ناروغان د خپلې کورنۍ په شان تداوي کوو

Dr noori Dr noori
Khost

don't depend on anyone. work hard and be independent.

Noorullah Hashimi Noorullah Hashimi
Khost

this is my personal page

Doctor Arif Doctor Arif
Khost

MD stomatolog

Inam Saleh انعام صالح Inam Saleh انعام صالح
Khost

زموږ له پيج څخه به هر ډول طبي او ټولنیز معلومات نشریږي

Dr Ãlmås Dr Ãlmås
Khost

0771947385

Dr. Noor Rahman Noorani Dr. Noor Rahman Noorani
Kabul City, Kabul
Khost, 1

Medical and Health

Interesting and medical information Interesting and medical information
Khost

Dr Khan Wali Habibzai