Dr Obaid Mosam

health is wealth / روغتيا شتمني ده

10/05/2022

د ليوني سپي ناروغي د يو خطرناک ويروس پواسطه منځ ته راځي چې د داړلو يا چېچلو په وخت کې د لاړو له لاري انسان ته انتقاليږي. په داړل شوي انسانانو کې د ناروغۍ نښې نښانې له يوې څخه بيا تر دريو مياشتو په موده کې راڅرګنديږي. لومړني اعراض يې د والګې په څير وي او وروسته ناروغ ته د غړو بې کنتروله غير نارمل حرکتونه، له اوبو ډار، ګنګستيا او د هوش له لاسه ورکول پیدا کيږي. هر هغه وخت چې يادې نښې راڅرګندې شي نو بيا عموماً د ناروغۍ وروستۍ پايله د انسان مرګ وي. نو لدې امله مخکې لدې چې انسان ته اعراض پيدا شي هغه بايد تشخيص او تداوي شي. کله چې د يو داسې سپي له خوا چې د ليوني ګمان پرې کيږي څوک وخوړل يا وچېچل شي نو ټپ شوی ځای بايد په صابون او پاکو اوبو پرېمېنځل شي او ناروغ په بيړه روغتون ته يو وړل شي تر څو د ناروغۍ تشخيص، واکسين او درملنه وشي.
مخنېوی: اهلي حيوانات او په ځانګړي توګه پيشوګانې او سپيان بايد د نوموړي ناروغۍ په ضد واکسين کړل شي.
امان شمس

25/07/2020

د بریالیو کسانو پنځلس عادتونه
ژباړه: عطا محمد میاخېل
مخکې تر دې چې د بریالیو کسانو له فکر، بڼې او خوی سره آشنا شئ، لومړی باید په دې باندې پوه شئ، چې د بریا د سنجش لپاره څه معیار شتون لري او څه څیز دا ټاکي، چې تاسو یو بریالی انسان یاست یا نه؟ د بېلابېلو شرایطو په اړه زموږ د فکر بڼه او د چلند ډول دا ټاکي، چې د بریالیو کسانو برخه یو یا نه؟ د دې لیکنې په دوام په بېلابېلو شرایطو کې د بریالیو انسانانو د فکر په بڼې او توپیري تګلارو باندې رڼا اچوو، په دې هیله، چې دا لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.

بریالي انسانان د فکر توپیري بڼې لري، چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کېږي.

۱ ـــ پر خپلو کارونو تمرکز کوي
شپه او ورځ څلیریشت ساعتونه ده، دا ساعتونه د کومو کارونو په ترسره کولو باندې لګوئ؟ بریالي کسان پوهېږي، چې د ورځې له پیله تر پایه، هره ورځ، کوم کارونه باید ترسره کړي او په همدې کارونو باندې تمرکز کوي، نو مخکې تر دې، چې په ټلویزیون او مجازي نړۍ باندې ځان بوخت کړئ، باید په هغو کارونو پسې لاړ شئ، چې باید ترسره یې کړئ او کار مو پای ته ورسوئ.

۲ ـــ د خپلو ورځنیو کارونو لړلیک ولري
غوره ده، چې د ورځینو اړینو کارونو لپاره لړلیک ولرئ، البته په دې لړلیک کې هغه کارونه شامل وي، چې ترسره کول یې د ورځې په اوږدو کې اړین دي او د ترسره کېدونکو کارونو اړتیا ته په پام سره، لړلیک مو لومړیتوب بندي کړئ. معمولاً د لړلیک د درې اصلي کارونو ترسره کول، کولای شي د دې ښکارندویي وکړي، چې ښه او ګټوره ورځ مو تېره کړې ده.

که بریالي شوئ، چې د لېست درې لومړني کارونه په ښه توګه پای ته ورسوئ، هغه وخت کولای شئ، چې په بلې پروژې پسې لاړ شئ، کله چې هره ورځ د کارونو یوه اوږده لېست ته ګورئ، نو په اروایي فشار باندې اخته کېږئ، پاتې شوه ترسره کېدل یې. باید داسې یو څه وکړئ، چې د هرې ورځې دندې مو د مدیریت وړ وي، ترڅو وکولای شئ ترسره یې کړئ.

۳ ـــ خپلې آیډیاوې (نظریې) له نورو سره شریکوي
ستره آیډیا لرئ او غواړئ ترسره یې کړئ؟ غوره ده، چې د یوه راز په څېر یې په خپله سینه کې ونه ساتئ. هڅه وکړئ، چې له هغو کسانو سره، چې له تاسو سره په اړیکه کې دي شریکه یې کړئ، لکه: دوستان، بېوزله وګړي او همکاران مو او وګورئ، چې ستاسو د آیډیا پر وړاندې څه غبرګون ښکاره کوي، ښایي یو څه ته اشاره وکړي، چې مخکې مو په اړه یې فکر نه و کړی او همدا وکولای شي مرسته وکړي، چې آیډیا مو ګټوره شي.

۴ ـــ د ۸۰/۲۰ له قانون څخه ګټه اخلي
د پارتو قانون (Pareto Principle) وایي: د هر فرد یوازې ۸۰ سلنه پایلې د هغه له ۲۰ سلنه هڅو څخه ترلاسه کېږي، نو هڅه وکړئ، چې هغه ۲۰ سلنه وپېژنئ او پرې تمرکز وکړئ.

۵ ـــ پر خپل فکر او ذهن واکمن او مسلط دي
مډیټېشن د بریالیو کسانو په ژوند کې کلیدي رول لري. مډیټېشن یانې هره ورځ د خپل فکر او ذهن د آرامتیا لپاره وخت په پام کې ونیسئ، څه ۵ دقیقې وي او څه ۳۰ دقیقې. دا کار د ذهن د پاکونې او د یوې ښې ورځې د پیلولو په موخه ترسره کېږي. په نننۍ نړۍ کې، هره ورځ د معلوماتو له یوه ستر حجم سره مخامخ کېږو؛ نو څومره ښه ده، چې خپل ذهن له دې ټولو ځورونکو معلوماتو او پرازیتونو څخه پاک کړو.

۶ ـــ خوش بینانه لید لري
بریالي انسانان د پروژې د ماتې د احتمال په اړه فکر نه کوي او یوازې په هغه تګلارې باندې، چې نتیجه ورکوي، تمرکز کوي. کله چې یوازې په هغې لارې باندې، چې تاسو بریا ته رسوي، تمرکز کوئ، نو پروژه مو په ډېر احتمال سره بریا ته رسېږي. منفي افکار یوازې ستاسو ذهني تمرکز، له هغه څه څخه، چې پرې کار کوئ، لرې کوي.

۷ ـــ له توپیري اوسېدو څخه وېره نه لري
کله وخت د فکر عادي او دودیزه بڼه، د پام وړ پایلې ته نه رسېږي. د پام وړ پایلې ته د رسېدو لپاره باید خطر ومنئ. د فکر دودیزه بڼه، ستاسو د پام وړ پایلې باندې نه ختمېږي، نو وخت یې را رسېدلی دی، چې کارونه په توپیري تګلارې سره ترسره کړئ.

۸ ـــ له څارلو څخه نه ستړي کېږي
بریالي کسان د کار څارونکي دي او له څارلو څخه نه ستړي کېږي. که د کوم کار د ترسره کولو هوډ لرئ، همدا اوس یې پیل کړئ او ترسره یې کړئ. مقابل لوری دې ته متوجه کېږي او په پای کې دا بهیر د دې سبب ګرځي، چې د ټولو په منځ کې مخکښ شئ.

۹ ـــ همکاري کوي
په خپل سر کې د یوې ښې پروژې آیډیا روزئ، چې غواړئ په لاره یې واچوئ؟ ښایي له یو بل کس سره همکاري د دې سبب شي، چې هغه کار لا ډېر پرمختګ وکړي او هر څه ښه پرمخ لاړ شي. ډېری بریالي انسانان په دې باندې پوهېږي، چې د نورو له وړتیاوو او خلاقیت څخه په مرسته اخیستلو سره کولای شي، پروژه په ډېرې ښې چټکۍ سره ترسره کړي. د بېلګې په توګه: که د عکاسۍ په چاره باندې بوخت یاست، له یوه هنرمند سره، چې ګرافیکي کارونه ترسره کوي او دغه راز له یوه لیکوال سره همکاري وکړئ او یوه ستره پروژه رامنځته کړئ.

۱۰ ـــ باوري دي، چې د کارونو د ترسره کولو وړتیا لري
کله چې باور وکړئ، کولای شئ ترسره یې کړئ، هرومرو شونی کېږي. ټولې بریاوې ستاسو په باورونو پروې تړاو لري. که غواړئ کتاب مو د ډېر پلورل شویو کتابونو په کتار کې راشي، نو باید دې باور ته ورسېږئ، چې یو پیاوړی لیکوال یاست. د زړه له تله اعتماد او باور، ستاسو د بریا راز دی.

۱۱ ـــ خپل فکر ته پراختیا ورکوي
یوه ښه آیډیا نه شي کولای، چې په یو مخیز ډول بریا ته ورسېږي. د خپلو آیډیاوو د پراختیا لپاره وخت او ارادې ته اړتیا لرئ. صبر او پشتکار لرل، د یوې بریالي پروژې د په لاره اچولو لپاره اړین توکي دي، ترڅو آیډیاوې په کافي اندازه ټینګښت پیدا کړي.

۱۲ ـــ له توپیري اوسېدلو څخه خوند اخلي
له هغه فرد څخه تقلید کول، چې در نه لوړ دی، تاسو د خپلې خوښې وړ ځای ته نه رسوي. امریکایي عکاس او پروډیوسره چېس جاروېس (Chase Jarvis) وایي: «توپیري واوسه، نه غوره» نباید هڅه وکړئ، چې د یوه بل فرد کاپي واوسئ.

۱۳ ـــ په هر ډول شرایطو کې په خپلو باورونو باندې تکیه کوي
بریالي انسانان د هر هغه څه پر وړاندې، چې پرې باور لري، درېږي. اړتیا نه شته، چې تر شا مو څوک وي، خو په هر ډول شرایطو کې د خپلو آیډیاوو او باورونو په خاطر درېدنه، پیاوړې اراده غواړي.

۱۴ ـــ هر څه چې لري، قربانوي یې
کله وخت اړتیا ده، د هغه څه لپاره، چې پرې باور لرې، په خطر لاس پورې کړې. حتا ښایي دا کار کومې پایلې ته ونه رسېږي؛ خو باید وکولای شې، له هر هغه څخه، چې پېښېږي، درس واخلې، تر کله چې د یوه کار د ترسره کولو لپاره خپلې ټولې هڅې ونه کړئ، پوه به نه شئ، چې لاره مو پایلې ته رسېږي یا نه. له دې امله خپلې موخې ته د رسېدو لپاره، له زړه وجنګېږئ.

۱۵ ـــ له خپلو ماتو څخه درس اخلي
څه پایلې ته ورسېږئ، څه ونه رسېږئ، باید د لارې د پای په اړه ځیرک او دقیق واوسئ. کومه برخه ښه پرمخ لاړه؟ کومې برخې پایله نه درلوده؟ د ښه والي لپاره یې، څه کولای شې؟ بریالي کسان د پروژې له پای ته رسېدو وروسته مکث کوي، ترڅو له لرې څخه خپلو پایلو ته یو لید ولري او له خپلو ماتو څخه درس واخلي، ترڅو بیا هغه ماتې رامنځته نه شي.

Photos from Dr Obaid Mosam's post 25/07/2020

هغه پنځه خواړه چې په بیرته گرمولو ښايي زهرجن شي

ډيری کسان پاتې شوي خواړه گرموي او خوري يي خو هغوی نه پوهيږي چې دا کار یې روغتيا ته زيان هم رسولی شي. دلته هغه پنځه خواړه درپيژنو چې د گرمولو په صورت کې کيدای شي زهرجن شي.
د نن سبا په عصري دور کې د وخت د کمښت له کبله زياتره وخت خلک د خوړو تر پخولو وروسته هغه په يخچال او يا فریزر کې ساتي. بيا د لوږې پر وخت هغه په مايکرو ويو او يا نغري تر گرمولو وروسته خوري.
خو آیا تاسې پوهیږئ چې ځيني خواړه داسې هم دي چې تر پخلي او يا په فريزر کې تر ايښوولو وروسته د گرمولو په صورت کې روغتيا ته سخت زيانمن تماميدلی شي. لاندې ذکر شوي پنځه ډوله خوراکي توکې هغه دي چې د بيرته گرمولو په برخه کې یې باید ډېر احتياط وشي.

آلوگان یا کچالو
ډيری خلک آلوکان خوښوي. د آلوگانو په اړه عمومي نظر دادی چې ژر پخيږي او تر ساتلو وروسته یې سړی بيا هم گرمولی او خوړلی شي. خو په اصل کې داسې نه ده. که آلوگان تر پخلي وورسته د کوټې د تودوخې په درجه کې پريښوول شي نو باکترياوې پکې پيدا کيږي.
په فریزر کې تر يخيدلو وروسته هم دا باکترياوې له منځه نه ځي. د بيا گرمولو په صورت کې په دې کې د «کلوستريديم بوټوليم» په نامه باکتريا جوړيدلی شي چې ښايي خواړه زهرجن کړي.
د «گراڅيه» په نامه د يوې آلمانۍ مجلې په حواله تر ټولو ښه خبره داده چې آلوگان تر پخولو سملاسي وروسته وخوړل شي او په يخچال کې یې له ساتلو څخه ډډه وشي.
خو که غواړئ چې هرو مرو یې په فریزر کې وساتئ نو بيا ښه داده چې تر پخولو سملاسي ووسته يې يخ کړئ. د بيا ځلي گرمولو له پاره یې مايکرو ويو مه کاروئ بلکې په يوه لوښي کې یې پر نغري او یا د اور په واسطه گرم کړئ.

وريجې
د آلوگان په څېر په وريجو کې هم باکتريا ډیر په چټکۍ خپريږي او دا په گرميدو هم له منځه نه ځي. په وريجو کې جوړ دا باکتريا بيا ښايي د خوراکي مسموميت باعث شي. د وريجو په اړه هم د کارپوهانو توصيه داده چې د آلوگانو په څیر دا هم تر پخولو سملاسي وروسته بايد وخوړلی شي او که بله چاره نه وي بيا تر پخولو وروسته ژر يخ او په فریزر کې ځای پر ځای شي.

هگۍ
هگۍ چې د پروټينو د ترلاسه کولو تر ټولو ښه سرچينه ده، خو د جوش، په غوړو کې د سرو شویو او په پراټه کې د پخو شويو هگيو بيرته گرمول ښايي ډېر زيانمن تمام شي. هغه خوراکي توکي چې د پروټينو مقدار پکې زيات وي ډېر نايتروجن هم لري چی د گرمولو په صورت کې زهرجن کیدلی شي او دا ان د سرطان د رامنځته کيدو باعث هم کيدلی شي.
له دې کبله هگۍ هم د پخلي سملاسي وروسته باید وخوړل شي خو که غواړئ وروسته یې بيا وخورئ نو له گرمولو یې ډډه وکړئ.

د چرگ غوښه
د چرگ ديگ يا سالن چې گرم نه وي نو مزه یې هم نه وي. خو د هگيو په څېر په دې کې هم پروټين ډېر وي. معنا دا چې تر يخولو وروسته یې بیرته گرمول له خطره خالي نه دي.
د چرگ د غوښې اجزا له يخچاله تر را ايستلو وروسته بدل شوي وي. د گرمولو په صورت کې دا زهرجنيدلی شي او د هاضمې نظام گډوډولی شي.

د پخلي تيل یا غوړي
د لمر پرست یا لمر گل، شړشمو او يا د خوړو د پخولو له پاره کاريدونکي د تیلو نور ډولونه چې يخ کمپريس يا ټينگ شوي دي، بايد بيرته گرم نه کړل شي. د پخلي داسې ډول غوړي اوميگا ۳ لري چې د حرارت په مقابل کې ډیر حساس وي. طبي کارپوهان سپارښتنه کوي چې دا ډول غوړي هم بايد گرم يا سره نه شي.

25/07/2020

د وېښتو خشکي!

په وېښتو کې خشکي د پوستکي یو حالت دی په کوم کې چې د سر پوستکی (scalp) ټوټه ټوټه کیږي او بخار کوي. د سر د پوستکي همدا ټوټې په وېښتو کې سپینې ښکاري. د سر د پوستکي بخار په سوړ او وچ موسم کې ورسره زیاتیږي. که د سر د پوستکي وچوالی اوږدمهاله هم وي کومه ځانګړې ستونزه نه ترې پیدا کیږي خو که بخار یې ډېر وي د ټپ له امله پکې پړسوب پیدا کېدای شي او انسان نا ارامه ساتلی شي. له دې پرته که چېرې په وېښتو کې څرګند وي انسان سټرس کولای شي. درملنه یې په درمل لرونکو شامپوګانو او طبیعي درملو ممکنه ده. خو شامپوګانې یې د هر کس لپاره هم درملنه نده که چېرې اغیز ونکړي نو شامپو یا درملنه مو بدله کړئ.

یو تر ټولو ګټوره درملنه یې په (aloe vera) بوټي کیږي. ډېر خلک د دې بوټي په اغزنه اوږده پاڼې کې جیل د کوچني ټپ یا سوزېدلي ځای د درملنې لپاره هم کاروي. که جیل یې په پوستکي وکارول شي پوستکی سوړ احساس کوي او د سوزېدلي ځای پړسوب کموي، درد یې اراموي.

د دې بوټي په جیلو کې ویټامینونه، منرالونه، امینو اسید او نور اجزا شامل دي کوم چې په رغېدو کې مرسته کوي. یاد بوټی له سلګونو کالو راهیسې د مختلفو موخو لپاره کارېدلی خو عصري څېړنو موندلې چې په هاضمې، د معدې سوزېدنې په ارامولو د شکر دوېم ډول او پوستکي درملنه پرې کېدای شي. د سر په پوستکي کې (seborrheic dermatitis) حالت کوم چې د وېښتو خشکي پیدا کوي د همدې بوټي په جیلو باندې له منځه تللای شي. همدا حالت د مخ پوستکی هم وچوي او په سلو کې د ۸۰ کسانو د مخ د وچوالي درملنه په همدې بوټي ترسره شوې.

څرنګه پرې د وېښتو د خشکي درملنه وکړو ؟
د سبزۍ په ځینې دوکانونو کې هم پیدا کیږي، کوم ځایونو کې چې د ښکلا بوټي پلورل کیږي هم یاد بوټي لري، له دې پرته په درملتون کې هم د جیل په شکل پیدا کیدای شي. که مو چېرې بوټی پیدا کړ نو :

۱ – پاڼه یې بېخ کې له بوټي پرې کړئ
۲ – د پاڼې زېړ رنګه مایع وبهیوئ – دا زیړ رنګه مایع جیل ندی او تاسې کولای شی د نورو موخو لپاره کار ترې واخلی
۳ – له دې وروسته د پاڼې لمړۍ طبقه پرې کړئ او جیل یې په کاشوغه کوم لوښي کې واچوئ

کله مو چې جیل ترلاسه کړل نو یوې اوونۍ پورې یې په یخچال کې ساتلی شی. د لمبلو پر وخت یې د سر پوستکي ته له شامپو مخکې یا وروسته ورکړئ او تر ۳۰ دقیقو یې پرېږدئ. له دیرش دقیقو وروسته یې په شامپو ومینځئ. په یوه اونۍ کې همدا چارې دوه یا درې ځلې تکرار کړئ.

معمولا د روغتیا لپاره د دې بوټي جیل کوم زیان نلري خو ډېر کم خلک ممکن له دې بوټي سره حساسیت ولري. که چېرې یې په لمړي ځل کاروئ نو کمه اندازه په خپلو وریځو وکاروئ تر څو په دې پوه شی چې حساسیت ورسره لری کنه. که چېرې حساسیت ورسره لری نو ممکن د پوستکي رنګ مو سور شي، پړسوب پیدا کړي او بخار وکړي. که چېرې له اوږې او پیاز سره حساسیت لری نو ممکن له دې بوټي سره یې هم ولری.

که چېرې هایډرو کورټیزون او یا نور سټېرویډ کریمونه کاروئ نو د دې بوټۍ کارونه یې ممکن جذب کې ونډه واخلي نو سپارښتنه داده چې له کارونې مخکې یې ډاکټر سره وګورئ. که چېرې د ټیټ فشار لپاره درمل خوری او یا هم (digoxin and digitoxin, furosemide, insulin ) درمل کاروئ له یاد بوټي سره یې تر یو ځای کارولو مخکې ډاکټر سره وګورئ.

له دې پرته د سر د خشکي درملنه د چای د ونې په تیلو هم کیږي. د چای د ونو تیل انټي فنګل یا د مرخړیو ضد ځانګړنه لري. یاد تیل د سر خشکي له منځه وړي او د پوستکي ځینې نور حالتونه هم ښه کوي. کوم کسان چې داسې شامپو کاروي په کومې کې چې ۵% د چای د ونې تیل وي تر څلور اوونیو پورې یې د وېښتو خشکي ورکیږي.

پروبیوټیک هم د پوستکي ایمني سیستم کې ښه والی رامنځته کوي او د سر وېښتو کې خشکي ورکوي. که چېرې پروبیوټیک تر دوه میاشتو پورې وکارول شي د وېښتو خشکي له منځه وړلای شي.

سوډیم بيکاربونیټ یا د پخلنځي سوډا هم د سر د وېښتو خشکي له منځه وړي او د پوستکي ناروغي ښه کوي.

25/07/2020

له زیږون مخکې څارنه| ډاکټر استاد شفیقه صدیقي

ټولې ښځې د امیندوارۍ په دوران کې څارنې ته اړتیا لري، چې دې ته له زیږون څخه مخکې څارنه ویل کېږي؛ له زیږون څخه مخکې څارنه له مور او ماشوم سره مرسته کوي ترڅو روغ او سالم پاته شي او د زیږون په وخت کې له ستونزو څخه مخنیوی وشي، دا څارنه کولای شي خپله مور، کورنۍ، ټولنه، قابله او یا هر هغه څوک چې د امیندوارۍ په حالاتو پوهیږي ترسره کړي. په ځینو ځایونو کې قابلې له زیږون څخه مخکې څارنه میندو ته نه ترسره کوي، يوازې د زیږون په وخت کې له هغوی سره مرسته کوي، دا معمولاً ددې سبب ګرځي چې خلک هغه وخت ډاکتر یا طبیب ته مراجعه کوي چې کله ناروغ واوسي، یا هم کومه ستونزه ولري. د امیندوارۍ مرحله یوه نارمله پروسه ده، شاید ځینې خلک فکر وکړي چې له زیږون څخه مخکې څارنه کوم ارزښت نه لري، خو قابلې په دې باور دي که چېرې له مور څخه د امیندوارۍ په جریان کې ښه څارنه ترسره شي، د زیږون په وخت کې به يې ستونزې کمې او صحتمند ماشوم به دنیا ته راوړي.

له زیږون څخه مخکې څارنه دوې مهمې موخې لري

لیدل او غوږ نیول: له مور څخه د مشکلاتو او تېرو زېږونونو په اړه پوښتنه کول.
لابراتواري معاینات ( HB, Blood Group, VDRL)

او فزیکې معاینات ( د حمل اندازه تعینول، د جنین پریزینتیشن او فوزیشن مالول، د جنین د زړه اوازنه تعقیبول، د مور د وینې فشار، حرارت درجه، تنفس او نبض کتل) ترسره کول.

د تیتانوس ضد واکسین ورته کول او د هغې پوښتنو ته غوږ نیول.

مشوره ورکول: د یوې ښې امیندوارۍ لپاره میندو ته مشوره ورکول مثلاً: څنګه خواړه وخوري او له کومو شیانو څخه پرهېز وکړي.
د زېږون پلان ورته ویل (د زیږون ځای، پیسې، وینه ورکونکی شخص، د انتقال وسیله، د ماشوم لپاره وسایل …).

کله چې مور له خپلې امیندوارۍ خبره شي، نو قابلې باید د هغې څارنه شروع کړي او په منظم شکل باید خپلې څارنې ته دوام ورکړي؛ هره ښځه باید څلور ځلې روغتیایي مرکز ته مراجعه وکړي چې موږ دې ته «چک اپ» یا معاینه وایو، دا کتنې له تاسو سره مرسته کوي ترڅو د ښځو له روغتیایي وضیعت څخه خبر شئ او پر وخت یې تشخیص او درملنه وکړئ، که په کومه امینداره ښځه کې د خطر نښې ولیدل شي باید د کتنو شمیر یې ډېر او ژر ژر ترسره شي.

ANC ( Anti Natal care) مخکې له زیږون څخه څارنه
عبارت د فزیکې، روحي، جسماني او رواني څارنې څخه ده، ترڅو موږ وکولای شو یوه صحتمنده مور او ماشوم لاس ته راوړو.

ANC څلور عمده موخې لري:

د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټول
د اختلاطاتو کشف، تشخیص او په وخت سره درملنه کول
د ولادې سؤشکل ماشومانو تشخیص
دیوه صحتمنده ماشوم لاس ته راوړل
هره مور باید له زیږون څخه مخکې څلور (۴) ځلې روغتیایې مرکز ته مراجعه وکړي.

له ۱۶ ــــــ ۲۴ اوونیو یا د شپږمې میاشتې تر پایه پورې
له ۲۴ ــــــ ۲۸ اوونیو یا د اوومې میاشتې تر پایه پورې
له ۲۸ ـــــ ۳۲ اوونیو یا اتمې میاشتنې تر پایه پورې
له ۳۲ ـــــ ۳۶ اوونیو یا د نهمې میاشتې تر پایه پورې
که د امېندوارۍ په دوران کې یو له لاندې اختلاطاتو څخه په مور کې ولیدل شول، نو بېړنۍ مرستې باید ودرسره وشي:

دامیندوارۍ( ۷) غټ اختلاطات ( خطرونه ):

شدیده وینه بیهدنه
اختلاطي سقط (نقصان)
نفاسي انتانات
اوږد شوی زیږون
د رحم څیرې کیدل
له رحم څخه بهر امیندوارۍ
ایکلامپسیا او پري – ایکلامپسیا

25/07/2020

دا لرېوالی خورا سخت دی!

ژباړه: عصمت الله صالح
په کار و بار اخته مېرمنې په کور کې تر ناستو مېرمنو ډېرې اندېښمنې وي، ځکه چې دنده‌لرونکې مېرمنې باید له زېږون وروسته بېرته خپلې دندې ته لاړې شي. مګر دا دوره د زېږون له مرحلې سره خورا توپیر لري. له زېږون وړاندې ممکن ووایي چې ماشوم به مې مور و پلار، دایي او یا وړکتون ته وسپارم، خو له زېږون وروسته زیاتره مېرمنې دا کار ښه نه ګڼي او نه پوهېږې چې نوی زیږېدلی ماشوم – چې مور ته ضرورت لري – څنګه کړي؟

له دنده‌لرونکې مېرمنې څخه د ماشوم جدايي خورا مهمه موضوع ده او تر ۷۵ سلنه زیاتې مېرمنې په کارځای کې دا ډول احساس کوي.

کار ته دویم ځلي ګرځېدل او د وجدان د عذاب احساس

ډېرې مېرمنې چې د وجدان عذاب، ګنا او… عجیب احساس وکړي، نو همېشه یې دا فکر په ذهن کې ګرځي چې کوچنۍ زوی مې یوازې پرېښی، په داسې حال کې چې پخپله به یې دا چانس برابر کړی وي، چې زوی یې له کورنۍ، پالونکې او یا دې په وړکتون کې وي.

ماشومان د داسې اړیکې پر مهال (وړکتون، مور و پلار، پالوونکې او…) له چاپېریال او نورو ماشومانو سره آشنا کېږي، چې ورسره یې ذهني او اروايي فعالیتونه هم زیاتېږي.

دا هغه لومړی دوران بلل کېدای شي چې مېرمنې خپلو ماشومانو ته اجازه ورکوي چې خپل استقلال او خپلواکي په ډېر کوچینوالي کې پیدا کړي، چې په راتلونکي کې له چاپېریال او شاوخوا سره زړورې اړیکې جوړې کړي او په یوه ډارن یا شرمناک ماشوم بدل نشي.

ماشوم ته د مور د احساس انتقال

که تاسو یوه بوخته مېرمن یاست او په کور یا وړکتون کې د ماشوم د پرېښودلو په سبب ګنا او یا د وجدان عذاب احساسوئ، نو پوه شئ چې ستاسو دغه احساس به په ډېره ښه طریقه ماشوم ته انتقال شي، او د ماشوم په کړو وړو به اغېز وکړي.

بیا نو دا احساس هېر کړئ او ماشومانو ته مو اجازه ورکړئ چې ستاسو له احساساتو پرته وده او پرمختګ وکړي.

له ماشوم څخه مې لېروالی نشم زغملای

ځینې میندې چې زېږون مرحله یې پوره شي او زیاتي باید کارځای ته لاړه شي، وايي: “له ماشوم څخه مې بېلېدل خورا سخت او ستونزمن دي.”او دغه احساس یې آن له دندې څخه تر استعفا پورې رسوي. مګر د دغه مور مشاور ورته وایي: “رښتیا هم چې دا بېلتون له میندو خوښۍ اخلي، خو باید چې په آرامۍ ترسره شي، مانا میندې باید څو میاشتې وړاندې ځان د دغه بېلتون لپاره تیار کړي. مثلاً پرله‌پسې دې دېته ورته یو عادي تمرین ترسره کړي.

لکه، لږ تر لږه دې په ورځ کې څو ساعته خپل نوی زیږېدلی ماشوم خاوند یا خپلوانو ته وسپاري او هېر یې دې کړي. په داسې حال کې یې د ټلفون په وسیله حال پوښتلی شي، چې هغه کس – چې د ماشوم پالنه یې کوي – ډاډ ورکړي چې ماشوم یې نه ژاړي، آرام دی او یا په خوښۍ سره لوبې کوي.

په دویم تمرین کې دې بیا دغه جدایي لږ نوره هم اوږده کړي. مثلاً له سهاره تر مازدیګره دې ماشوم بل چا ته وسپاري او بشپړه ورځ دې ورسره نه ويني، چې د وخت په تېرېدلو وکولای شي چې یوه ورځ خپلې کاري ورځې ته بشپړ تیاری ولري. د خوراک، ناڅاپي ناآرامتیا، د خوب وخت او د نورو عادتونو پاملرنه یې هغه کس چې ماشوم یې تر څنګ دی. دا د دې لپاره چې تاسو په آرامۍ سره هغوی ترک کړای شئ.

25/07/2020

غوسه ناک ماشوم سره څه ډول چلن وشي؟

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
انسان فطرتاً ځينې احساسات او غوښتنې لري، په ځينو برخو کې هر احساس کابو کېدی شي؛ خو ځينې وخت نشي کنټرولېدی.
غوسه هم د هر بل احساس غوندې له ماشوماتوبه له انسان سره ملګرې وي. په ماشومانو کې هم نرم خوی لرونکي ماشومان شته، هم غوسه‌ناک ماشوم شته.

ډېری وخت مور/پلار او د کورنۍ نور غړي د ماشوم له غوسې کړېږي او هغې ته د بداخلاقه ماشوم نوم ورکوي؛ حال دا چې غوسه طبیعي ده او د ماشوم د حسونو د روغتیا ډاډ ورکوي. یانې ماشوم دا حس کولی شي چې کوم ځای کې غوسه شي او کوم ځای کې نشي. غوسه او بداخلاقي توپیر لري.

د همدې لپاره له دین او مذهبه رانیولې تر ارواپوهنې هر یوه د غوسې د کابو کولو اړوند منظم او خواره واره مالومات ورکړي، سپارښتنې یې کړي دي.

غوسه په ماشوم کې تر شپږ میاشتینۍ وروسته راڅرګندېږي. که چېرې دا غوسه ماشوم ته لاسته راوړنې ولري، ورو ورو پیاوړې کېږي؛ خو دې ځای کې باید مشران ماشوم ته وايي چې خپل حد وپېژني او غوسه کابو کړي.

د یادونې وړ ده چې د ماشوم د غوسې د احساس جرړې باید ونه ایستل شي. مانا هغه د هیجان حس مه پکې وژنئ. دا عاطفه باید وساتل شي، د نورو حسونو د خدمت لپاره وکارول شي. مور/ پلار باید دې ته پاملرنه وکړي چې د خپل ماشوم دا غریزي عاطفه( غوسه) کنټرول کړي چې نه ماشوم ته زیان ورسوي، نه یې شاوخوا خلک زیانمن شي. یوه مناسبه کړنلاره او پلان ورته وسنجوي. کله چې ماشوم غوسه کېده، کړنلاره پلې کړي.

که د کابو کولو برخه کې یې بې پروايي وشي، کېدی شي نه جبرانېدونکي زیانونه دوی وګواښي.

خو څنګه یې کنټرول کړي؟!
د ماشوم د غوسې سړولو په پار، توهین، سپکاوی، رټل مناسب کار نه دی. دا کړنې غوسه سړولی نشي، لا هم اور ته پوکی حسابېږي. اړتیا ده چې د غوسې مقابل کې ځواکمنتیا او ټينګ دریځ وساتل شي.

په دې اړه اړینه کړنلاره د مور/ پلار د خبرو او کړنو ډول دی چې دوی په کور کې څه ډول چلن کوي. په ځلونو ویل شوي چې ماشوم د مور/ پلار ایینه ده.

اولادونه داسې نه لویېږي، لکه څنګه چې موږ غواړو، هغسې راځي لکه څنګه چې دوی ویني. ډېر مو اورېدلي چې ماشومان نرۍ لښتې دي، هرې خواته یې چې تاو کړې، همغې ته اوړي. دا هم باید هېره نه کړو چې ماشوم مقلد شخصیت لري.

تاسو به لیدلي وي چې د کورنۍ ماشوم مو د ګرځېدو لومړنیو ورځو کې ورځي د مشر ورور، پلار، مور یا خور بوټونه اغوندي، له همدې ځایه دې قیاس شي چې ماشوم یې له لویانو زده کوي. ولې د یوې کورنۍ تربیه له بلې هغې سره توپیر لري؟

ځکه چې کورنیز چاپېریالونه توپیر کوي، د غړو چلن توپیر کوي، ماشومان یې هماغسې راځي چې لویان یې دي.

مور/ پلار د یوې سپورټي لوبډلمشري غوندې دریځ لري. څه چې مربي او کپټان کوي، نوره ډله هماغسې کوي. مور/پلار چې مدیریت ونه لري، غوسه او احساسات کنټرول نشي کړی، اولاد یې نشي کولی.

دویمه کړنلاره د ماشوم د استعداد، وړتیاوو، پېژندل دي. هومره تمه باید تري وشي چې د هغوی وس کې وي. وړوکي ماشوم ته غټ مسوولیت سپارل سمه پایله نه لري، یا کار خرابوي یا ځان ژوبلوي.

وهل/ ټکول، ماشوم ضدي کوي، د یوې غوسې وار په بله کې اخلي.

د ماشوم کمزورتیا د هغوی ناکامي نه ده!
که په ځلونو ذهني/ فزیکي کمزوري ماشوم ته وویل شي چې بلا وهلی یې، د هېڅ کار هم نه یې… هغه عقده‌يي کېږي. له نرمښته کار واخلئ چې مثبته پایله ومومئ.

25/07/2020

میرګي (Epilepsy)

ژباړن او راټولونکی: احسان الله ژمن
میرګي دماغي بې نظمي ده، چي له کبله یې د شخص هوښیاري (ځانخبري) له منځه ځي، یا ناڅاپي تکراري حملې (convulsive seizures) ورباندي راځي او یا همزمانه له دواړو ستونزو سره مخ کېږي. دا ناروغي هغه وخت رامنځته کېږي، چي د cerebral cortex د عصبي حجرو (neurons) دنده همزمانه او په غیرنورمال ډول زیاته سي. هغه شخص چي د میرګي ناروغي لري، Epileptic ورته وایي. د میرګي ناروغ د seizure (ناڅاپي تکراري حملې) څخه وروسته بیرته نورمال حالت ته راګرځي، کله چي د عصبي حجرو دنده زیاته او غیرنورمال سي، ناروغ د دویم ځل seizure سره مخ کېږي.

د میرګي ډولونه (Types of Epilepsy)

عمومي میرګی (Generalized epilepsy)
په دې ډول میرګي کي د دماغ د ټولو برخو عصبي حجرې تحریکېږي او دنده یې زیاتېږي، په پایله کي seizure منځته راځي. دا ناروغي درې برخي لري:

GRAND MAL (epileptic aura)
په دې ډول میرګي کي په ناڅاپي ډول هوښیاري (ځانخبري) له منځه ځي، ناروغ د وېري احساس کوي او وروسته convulsion ورته پیدا کېږي. په دې ناروغۍ کي حمله تر هغه وخته دوام کوي تر څو چي عصبي حجرې له خپل فعالیت څخه ستړي کېږي. Convulsion په دوو مرحلو کي منځته راځي. (1) Tonic stage: (په دې مرحله کي د seizure په پیل کي لمړی عضلې spasm (د عضلو غیر ارادي حرکت) کوي، مخ او لاسونه کږېږي، پښې هوارېږي. که چېري ناروغ ته EEG وکړو،برقي څپې په یوه ثانیه کي د 15_30 ځله د کاغذ پر مخ په تکراري ډول رسمېږي). (2) Clonic stage: (په دې مرحله کي ناروغ د مخ، لاسونو او پښو نامنظم شدید حرکات اجرا کوي او ژبه چیچي. په دې مرحله کي برقي څپې آرامي خو ډېري جګي وي). برقي څپې د حملې څخه وروسته هم د یوڅه وخت لپاره رسمېږي. د دوو seizures تر منځ د میرګي په ټولو ډولونو کي د دلتا (delta) څپې رسمېږي. د grand mal epilepsy د تشدید کېدو فکتورونه دادي؛ Hyperventilation (تر نورمال اندازې زیاته هوا سږو ته داخلېدل او ورڅخه وتل. په نورمال تنفس کي 6000mL/min هوا سږو ته داخل او وزي)، Strong emotion (زیات احساساتي کېدل)، لوړه تبه چي نه کنټرولېږی، زیات غالمغال، سپینه رڼا او ځیني درمل.

PETIT MAL EPILEPSY
په دې ډول میرګي کي ناروغ ډېر لږ وخت (له 3_30 ثانیو) پوري بېهوښه کېږي او convulsion په ناروغ کي نه رامنځته کېږي. د مخ عضلې تقلص کوي (لنډېږي)، ناروغ ژر ژر سترګي رپوي(سترګک وهي). دا ناروغي د ماشومتوب له وروستیو کلونو څخه راپیدا کېږي، تر دېرش کلنۍ پوري په بشپړ ډول را څرګندېږي او په څو میاشتو کي یو یا څو ځله تکرارېږي. که چېري ناروغ ته د حملې پر وخت EEG وکړو، ورو او پراخي څپې لیدل کېږي. له هري څپې څخه وروسته یو باریک او جګ خط رسمېږي. د دې میرګي اصلي سبب مالوم ندی، په لاندي حالتو کي رامنځته کېږي، لکه؛ د سر زیانمېدل، دماغي تومورونه، دماغي انتانات او سټروک (د دماغ یوې برخي ته د ویني د اروا د کمښت له کبله د عصبي حجرو مړینه).

PSYCHOMOTOR EPILEPSY
په دې دول میرګي کي ناروغ ډېراحساساتي کېږي لکه، ډېر غوصه کېدل، زیات وېرېدل. ناروغ د یو څه وخت لپاره دماغي خستګي (amnesia) لري. ځیني ناروغان د حملې څخه مخکي په ډېر شدت سره مخ ګروي. ډېری وخت ناروغ کار کوي خو درک کولی یې نسي. دا ډول میرګی د هایپوتلاموس د تومور او د دماغ د temporal lobe د بې نظمۍ له کبله رامنځته کېږي.

موضعي میرګی (Localized or Focal epilepsy)
کله چي د دماغ په یوه برخه کي تورمور، آبسه یا د رګونو تخریب رامنځته سي، د نوموړي برخي د عصبي حجرو فعالیت زیاتېږي. د عصبي حجرو د زیات فعالیت له کبله عضلې تقلص کوي، په پایله کي focal epilepsy رامنځته کېږي. تقلصات له خولې څخه پیلېږي او تر پښو پوري دوام کوي. دا ډول میرګی د Jacksonian epilepsy په نوم هم یادېږي.

د ځینو اصطلاحاتو او مخففاتو تشریح:

Convulsion: د عضلو لنډېدل (تقلص)، چي له کبله یې د بدن داسي لرزه رامنځته کېږي، چي په اراده او کنټرول کي نه وي.

Convulsive seizure: د convulsion له کبله ناڅاپي تکراري حمله.

Electroencephalogram (EEG): د کاغذ پر مخ د دماغ د برقي فعالیتونو رسمول.

Spasm: د عضلو غیر ارادي تقلص

25/07/2020

ولې د مېندوارو ښځو خوراک ته ډېر زړه کېږي؟

موږ ټولو اورېدلي چې مېندواره ښځې یوازې ایسکریم غواړي او یا یې تروشو څیزونو ته زړه کېږي، یا ځينې وخت خپل مېړه د باندې استوي چې ورته سور کړی چرګ راوړي او یا یې هم ځینې وخت ډول ډول ککو (چاکلیټ یا شکولات) ډېر زیات خوښېږي.

داسې انګېرل کېږي چې په مېندوارۍ کې ځینو خوړو ته ډېر زړه کېدل د ښځې یا جنین غذایي اړتیاوې پوره کوي.

د یو انسان په ګېډه کې د یو بل انسان شتون چې ډېر وخت هم نیسي، ستړیوونکی او ناراموونکی وي.

له دې سره که په دې اړه څېړنو ته ځیر شئ، یو جالب مطلب مطرح کېږي.
څېړونکو موندلې، چې په مېندوارۍ کې یو څه ډېر خوښول د یو مفهوم په توګه په ټولو کلتورونو کې نه پېښېږي.
په هغو کلتورونو کې چې په انګلیسي ژبه پکې خبرې نه کېږي، که د ښځې د مېندوارۍ په موده کې یو څه ته ډېر زړه وشي نو دغه څیز له هغو سره ډېر توپیر لري چې په امریکا او برتانیا کې ورته مېرمنې ډېره لېوالتیا ښيي.

د بېلګې په توګه، په جاپان کې چې کله یو څه ته د شدید میل خبره کېږي هغه څيز تر ډېره وریجې وي.

په دې اړه هم څېړنې شوې چې ایا هغه خواړه چې ډېر زړه ورته کېږي ایا داسې غذايي مواد چمتو کوي چې له مېندوارۍ سره مرسته وکړي؟

په دغو څېړنو کې دا نه ده موندل شوې چې ګنې دغه خواړه د ټولو لپاره د غذايي موادو ښې سرچینې دي.

په حقیقت کې، هغه ښځې چې یو څه ته یې ډېر زړه کېږي، د دې په پرتله چې په میندوارۍ کې یې روغتیا ښه شي، وزن یې زیاتېږي، چې په پایله کې نورې ستونزې هم ورته پیدا کولای شي.

د نیویارک پوهنتون د ارواپوهنې څانګې استاده جولیا هورمېس وايي، دا په دې مانا نه ده چې په ښځو کې د شدید میل ښودنه له هر څه سره مرسته کولای شي.

د شدید میل دغه نښې ښايي له بایوکیمیاوي اړتیا پرته یو بل لامل ولري. د بېلګې په توګه، هورمېس وايي په امریکا کې د ۵۰ سلنه ښځو له خپلې میاشتنۍ ناروغۍ یوه اونۍ وړاندې ککو ته ډېر زړه کېږي.

څېړونکو په دې اړه څېړنې کړې چې ایا په ککو کې ځینو غذايي موادو ته دغه شدید میل میاشتنۍ ناروغۍ (حیض) ته مهم دی او که نه او ایا دغه ډېر زړه کېدل د هورمونونو د بدلون ښودنه کوي او که نه.
د څېړنو له مخې سپین ککو خوراکي موادو ته د شدید میل په پیدا کولو کې تر ټولو ډېر اغېز لري، خو داسې نشي کېدای چې د ککو په ترکیب کې ځيني ګټور غذايي مواد دي د اشتیا د ډېرېدو لامل شي.
یوې بلې څېړنې ښودلې ککو ته ډېر زړه کېدل د هورمون له کچو سره هېڅ اړیکه نه لري.
مېرمن هورمېس وايي، په حقیقت کې، هغه ښځې چې میاشتنۍ ناروغي نه لري تر ډېره یې ککو ته ډېر زړه کېږي.
مېرمن هورمېس وايي، کله چې تاسو له ځان سره داسې ذهنیت جوړ کړئ چې له یو ډول خوړو څخه د تل لپاره منع شوي یاست، نو په دغه وخت کې تاسو ته ځان کنټرولول ستونزمنېږي.
کله چې یوه ټوټه کېک وخورئ نو د دې په ځای چې بس کړئ او ترې ولاړ شئ تاسو د هغه دری چنده خورئ.
له دې سره ښځې ښايي د مېندوارۍ په موده کې له ځینو خوړو منع کړل شي، موخه دا وي چې سالم غذايي رژیم ولري او یا دوی باید د ځینو خوړو په اړه د ډاکټر سپارښتنې ومني او پلې کړي.
دا ټول داسې یو حالت رامنځ ته کوي چې لږ تر لږه د نړۍ په ځینو برخو کې چې هلته خوراکي توکو ته شدید میل پیدا کېږي او د دغه میل کنټرول ستونزمن وي نو ښايي په دې لامل د دغو ښځو وزن زیات شي.

نور عوامل

په مېندوارو ښځو کې د شدید میل پیدا کېدل ښايي ځینې نور کلتوري عوامل هم ولري:
مېندواري یوه تقاضا ده او له مرستې پرته د دغې دورې پای ته رسول هم ستونزمن دي.
د تنزانیايي ښځو په اړه چې غوښې، کبانو، تازه مېوو او سبو ته یې شدید میل ښودلی، یوې څېړنې ښودلې چې هغو ښځو ته د داسې خوړو چمتو کول چې شدید میل ورته ښيي د دې مانا ورکوي چې ګنې دوی د خپل مېړه او کورنۍ لخوا ټولنیز ملاتړ تر لاسوي.

25/07/2020

د نس ناستې د ناروغۍ لاملونه څه دى؟
نس ناستې تر ډيره کچه يوه ليږديدونکې ناروغى ده چې راز راز باکترياګانې او د کولرا، روتا ويروس يا دګيډې د باکتريا ګانې په شان ميکروبونه يې لامل کيداى شي. تر ډيره کچه دا ناروغۍ دهغو اوبو له لارۍdrinking-water خپريږي چې په غايطه موادو ککړې وي. هغه خواړه چې په غير روغتيايي بڼه چمتو او يا زيرمه شي، د نس ناستې د ناروغۍ يو لامل کيداى شي. د نس ناستې ناروغۍ کيداى شي له يوه کس څخه و بل کس ته ولېږدول شي، په تيره بيا د ځانې روغتيا د نه پام کې نيولو له امله. نس ناستې په تيره بيا د هغو ماشومانو د مړينې لامل کيږي چې د خوار ځواکې له امله کمزوري او نا توانه شوي وي.
څنګه کولاى شو د دنس ناستې د ناروغى درملنه وکړو؟
د نس ناستې د ناروغۍ له کبله د بدن اوبه کمې شوي او په هغه کې د تعاملاتو انډول اغيزمن کېږي.
په ډيرو برخو کې د نس ناستې د ناروغۍ درملنه په ځان کې د ضايع شويو اوبو او مالګى بيا پوره کول دي. له دې کبله کله چې د نس ناستې په ناروغى اخته شوې، ډيرې اوبه وڅښئ. د يخنې (شوربا) او د څښاک د خوږو شيانو خوړل د بدن د اوبو او شکرې د بيا پوره کولو لپاره ښه بديل وي. همداشان د مالګې محلول (او آر اس) په بدن کې د اوبو د پوره کولو لپاره ډير مهم ګنل کېږي. د زنک ګولۍ د نس ناستې وختونه لنډوي. کولاي شو دا دواړه توکې د ډاکټر د نسخې پرته له درملتون څخه واخلو. په منظمه توګه ډوډى خورۍ، ددې پرته به مو حالت لا په بده واوړي.
څه وخت بايد ډاکټر ته ورشو ؟
کله چې ستاسو غايطه مواد، خراشکې، اوبلن او وينه ولري، ډاکټر بايد ورشى. همداشان، کله چې ستاسو د ګيډې خوږ په پرله پسې توګه دوام ومومې او زور واخلي او يا د ١٢ ساعتونو په موده کې د تشو متيازو لپاره ولاړ نه شـى، ډاکتر ته ورشى. همداشان که د نس ناستې ناروغۍ تر ٤ ورځو زياته شي او ځان کې د اوبو د کمښت احساس وکړي، ډاکتر ته ورشى. همدا شان که د نس ناستې په ناروغى اخته يو ماشوم په ٢٤ ساعتونو کې تر شپږ ځله زيات اسهال ولري، ډاکتر ته مراجعه وکړئ.
څنګه کولاى شو د نس ناستې څخه مخنيوى وکوو؟
ډاډ تر لاسه کړي چې د څښاک اوبه مو پاکۍ وي . ښه کار دادى څو اوبه د څښلو د مخه و خوټوئ. همدا شان ميوه او سابه تر خوړو د مخه په پاکو اوبوکې پريمنځۍ. خپل خواړه ښه پاخه کړئ او هغه پاتې شوي خواړه چې په تاوده ځاى کې ساتل شوي وي، مه خورى.
ځانې روغتيا ساتنې ته پاملره وکړى. تاسو بايد د ډوډى تر خوړلو و د خوراک د ليږدولو د مخه،همداشان د تشناب څخه د راتلو وروسته، د پوزې تر سو کولو، ټوخې يا پرنجيدلو او هم د روغتياېې مرکز څخه د ليدنې وروسته خپل لاسونه پاک پريمنځى. همداشان څارويو باندې تر لاس وهلو، د هغو فضله موادو ، کثافاتو، د ماشومانو ډاپير، ناروغه او يا ټپى کس سره تر اړيکې وروسته خپل لاسونه پريمنځى.
د نس ناستي ناروغۍ باندې د خپل ماشوم د اخته کيدو د مخنيوى لپاره ډيره غوره لار د ماشوم تر زيږون وروسته په لومړيو شپږو مياشتو کې هغه ته د موردطبيعې شيدې ورکول دي

Want your practice to be the top-listed Clinic in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address

1200 Families
Khost
0845
Other Khost clinics (show all)
الحافظ د غاښونو کلینیک  Al Hafiz Dental Clinic الحافظ د غاښونو کلینیک Al Hafiz Dental Clinic
Khost Afganistan
Khost

د غاښونو ښکلا او تداوۍ معیاري مرکز

Lakan City Modern Dental Clinic لکڼ سيټي د غاښونو عصري کلينیک Lakan City Modern Dental Clinic لکڼ سيټي د غاښونو عصري کلينیک
لکڼ مکتب بازار، دولتي کلینیک ته مخامخ، نواب حسن مارکېټ، ډاکټر اصیل جان کلینیک ترڅنګ
Khost

مونږ ناروغان د خپلې کورنۍ په شان تداوي کوو

Dr noori Dr noori
Khost

don't depend on anyone. work hard and be independent.

Abdali Medical Complex Abdali Medical Complex
1200 Families
Khost

عبدالي طبي کمپلېکس په خوست ولایت دولس سوه فامیلیو کې موقیعت لري او ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کوي.

Noorullah Hashimi Noorullah Hashimi
Khost

this is my personal page

Dr.Nisar Medical Information Dr.Nisar Medical Information
Khost

Service for the people in medical care

KIMS KIMS
Babaker Khel Tower, Khost Province
Khost, 2559

We are providing quality Education in the field of Medical science

Abu Khalil Mangal Limited - ابو خليل منګل شرکت Abu Khalil Mangal Limited - ابو خليل منګل شرکت
Khost

We want to supply best services from here, stay with us.

Bawar medical complex Bawar medical complex
Khost Kabul Highway Mechanic High School
Khost

Medical general information Medical general information
Khost, 2501

Health