شمس النهار خصوصي لېسه

شمس النهار خصوصي لېسه

You may also like

daryoshkamalpoori
daryoshkamalpoori

دغه پاڼه د علیشېرو شمس النهار خصوصي لېسې ادارې پورې اړه

03/03/2024

د یوه شاګرد روزل ذِهناً او جِسماً دې ته وایي!
د شمس النهار خصوصي لېسې د اول صنف ډېر کوچنۍ زده کوونکی هارون چې د یادې لېسې په انګړ کې یې یو څه نغدې پیسې موندلې وې، چې بیا وروسته د پلار سره یو ځای یادې پیسې د شمس النهار لېسې مدیر ته سپاري، دا هغه څه دي چې یو شاګرد باید په ذهني، جسمي، او اسلامي روخیه سمبال روزل کېږي، چې بیا یې وروسته ثمَره مثبته راوځي.
یاد ماشوم چې د عمر له لحاظه ډېر کوچنۍ حسابېږي، اما دده فکر او ذِهن ته یو څه رسېدلي دي؛ په داسې عمر کې ماشومان د پیسو سره ډېره مېنه او علاقه لري، خو د ده ضَمیر بیا دا خبره نه مني او یادې پیسې د بل چا حق بولي او بېرته یې ادارې ته سپاري.
د کوچني زده کوونکي هارون احساس واقعاً چې د ستایلو وړ دی.

نوټ: د شمس النهار خصوصي لېسې آمر رحیم حسن ( آرین) له طرفه یاد شاګرد په یوه جوړه باندې هم ونازولو؛ او دده احساس یې وستایه او مننه یې ترې وکړه.

14/02/2024

اړينه خبرتيا!
د شمس النهار خصوصي عالي لېسې ګلاليو زده‌کوونکو او د زده کونکو درنو والدينو سبا پنج شنبه چې د دلوې میاشتې ۲۶ مې نېټې سره برابره ده، دافغانستان څخه دشوروي اتحاد ځواکونو دوتلو مناسبت په ټول هېواد کې رسمي رخصتي ده تاسو ټول د خبر وى.
په درنښت
اداره

Photos from ‎شمس النهار خصوصي لېسه‎'s post 14/02/2024

مونږ به تل هڅه کړي چې دزده کوونکو خپلسري غیرخاضریو مخه ونیسو.
نن ورځ شمس النهار خصوصي لیسې څارندوي ډلې په همکاری دشمس النهار خصوصي لیسې مدیر رخیم حسن ارین په ځانګړي رهنمایی دتریزیو اوعلیشیرو ولسوالی مربوط میله کې کې ځای په ځای وګرځیدل،تردیرشو پورته زده کوونکو لیستونه یې واخیستل، کوم چې په خپلسري ډول میلې ته دساعت تیرۍ لپاره غیرخاضر شوي وو.
دشمس النهار رهبري ورته جدي تصمیم نیسي او په راتلونکي کې ورته داډول غیرخاضریو مخه نیسي.

17/01/2024

إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ
بېشكه ستا دښمن هم هغه بې بنیاده (او لاولده) دى
تفسير : ځينو كفارو به د رسول اكرم صلی الله عليه وسلم په شان كې داسې ويل دا سړى ځوى نه لري نو تر څو چې ژوندى وي خلك به يې نوم يادوى خو وروسته له مرګه به يې څوك نوم اخلى داسې بې هلك سړى ته په محاوراتو كې ( ابتر ) وايه كيده ( ابتر ) په اصل كې لنډى ( دم بريده ) بوده ته وايي د هغه چا چې تر ده وروسته كوم نوم اخيستونكى پاتې نشى ګواكې د هغه لكۍ هم پرې شوې ده نو قرآن كريم دا راښيى هغه چا ته چې الله جل جلاله خيركثير عطاء فرمايلى وي تر ابدالاباد پورې د هغه نوم روڼ پاتيږي او هغه ته ( ابتر ) ويل خورا ډير حماقت او ناپوهى ده په رښتيا سره هغه څوك چې داسې مقدسې او مقبولې هستى سره بغض عناد او عداوت ولري هغه له خپل ځانه وروسته څه د خير ذكر او نېك اثر نه پريږدى نن چې ديارلس سوه او اتياه كاله د حضرت محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم بعثت څخه تېر شوى دى بيا هم ماشاء الله دهغه حضرت له روحانى اولاد څخه ګرده دنيا ډكه ده او جسمانى اولاده يې هم ( د دوى د لوڼو له خوا ) ډيره زياته په هر ملك كې شته د دوى ددين صالحه آثار په عالم كې ځليږي د دوى يادول په ښه نوم محبت او عقيده سره د كروړونو انسانانو زړو ته خوښى او تودښت بښئ دوست او دښمن ټول د دوى د اصلاحى چارو ستاينه كوى او مونږ مسلمانان يې د زړه له كومې حق او رښتيا بولو پرته له دنيا څخه په آخرت كې بيا په هغه مقام محمود كې چې دوى به هلته دريږي او هغه عامه مقبوليت او متبوعيت چې دوى ته على روس الاشهاد په برخه كيږي هم زمونږ د افتخار ځاى دى آيا داسې دائم البركت ذات ته ( ابتر ) ويل ( العياذبالله ) ښه كار دى ؟ ددې خبرې په مقابل كې هغه رډى سترګې ته ( چې دا خبره يې له خولې څخه وتلې ده ) ځير شئ چې دهغه كم بخت نوم نښه نه ده پاته او تر نن پورې يې هيڅوك به ښه نوم هم په ژبه نه راوړى د ګردو بې ادبانو حال به همداسې وي چې هغوى كله نه كله زمونږ پاك پيغمبر سره بغض او عداوت لاره يا به يې له هغوى سره د بى ادبى كوم حركت كاوه ؟ او وروسته له دې به هم كه څوك زمونږ د مقدس رسول الله صلی الله عليه وسلم په نسبت څه بى ادبى وكړى حال به يې همداسې ( ابتر ) كيږي

30/12/2023

ممثېل خنیف وقار راسره ننداره کړئ

26/12/2023

شمس النهار هرسهار پدې ډول وي.
مونږ مو په اسلامي،وطني اوملي روخیه روزو.
شمس النهار دښوونې اوروزنې ستر کور

24/12/2023

شــــــمس الــــنهار خـــــصوصي لـــــیسې تــــرانې ډلــــــه.

22/12/2023

د۱۴۰۲ ښوونیز کال نتایج اوفراغت غونډې زمونږ ګلالي زده کوونکي دیوې برخې ګډونوال دي

22/12/2023

شمس النهار خصوصي لیسې د۱۴۰۲ ښوونیز کال ددريمې دورې فارغین او ممتاز زده کوونکو مراسمو لنډ ویډیویي راپور.
هیله ده مخکې یې درسره شېر کړئ.

Photos from ‎شمس النهار خصوصي لېسه‎'s post 23/11/2023

دشمس النهار خصوصي لیسې د1402 ښوونیز کال سالانه ازموینې دوهمې ورځ امتخان صحنه.

21/11/2023

نوم:احمد حسن
پلارنوم:اسلام حسن
صنف:دولسم
موضوع:انتیګرال
لارښود استاد:احمد شاه احمدي
مونږ هرڅه په مسلکي ډول پرمخ وړو،د1402ښوونیز کال وروستۍ ورځ دوهم سمینار.
شمس النهار نمایش نه بلکې هرڅه په عمل کې ثابتوي.
شمس النهار دښوونې او روزنې ستر کور!

21/11/2023

نوم: سلیمان حسن
پلارنوم: لاهورحسن
صنف: یولسم
مونږ هرڅه په مسلکي ډول پرمخ وړو،د1402ښوونیز کال وروستی ورځ لومړی سمینار.
شمس النهار نمایش نه بلکې هرڅه په عمل کې ثابتوي.
شمس النهار دښوونې او روزنې ستر کور!

30/10/2023

ګرانو وطنوالـو!

د سریلانکا پر وړاندې د افغان اتلانـو ڪريڪټ بریـا مو مبارک شـۀ💪🏏

Photos from ‎شمس النهار خصوصي لېسه‎'s post 17/10/2023

حقيقت دادی چې د ټولنې د ټولو وګړو سترګې د باثباته راتلونکي لپاره راتلونکي نسل ته دي.
د دغه نسل سالمه ښوونه او روزنه کولی شي چې د ټولنې روښانه او له هيلو ډک راتلونکی تضمين کړي.
ترڅنګ يې، هره کورنۍ هيله لري چې اولادونه او ماشومان يې له يوې داسې زده کړې برخمن شې، چې له راسترېدو وروسته د دوئ او د ټولنې په درد دوا شي.
راځئ دا هيله مو په شمس النهار خصوصي ښوونځي کې پوره کړئ، کوم چې د علمي او مسلکي کادرونو تر نظارت لاندې دی.
اوس نو خبره حل شوه همدغه مسلکيتوب کولی شي ستاسې د اولادونو روښانه راتلونکی تضمين کړي.

17/10/2023

حقيقت دادی چې د ټولنې د ټولو وګړو سترګې د باثباته راتلونکي لپاره راتلونکي نسل ته دي.
د دغه نسل سالمه ښوونه او روزنه کولی شي چې د ټولنې روښانه او له هيلو ډک راتلونکی تضمين کړي.
ترڅنګ يې، هره کورنۍ هيله لري چې اولادونه او ماشومان يې له يوې داسې زده کړې برخمن شې، چې له راسترېدو وروسته د دوی او د ټولنې په درد دوا شي.
راځئ دا هيله مو په شمس النهار خصوصي ښوونځي کې پوره کړئ، کوم چې د علمي او مسلکي کادرونو تر نظارت لاندې دی.
اوس نو خبره حل شوه همدغه مسلکيتوب کولی شي ستاسې د اولادونو روښانه راتلونکی تضمين کړي.

27/06/2023

د لوی اختر په مناسبت دمبارکې دشمس النهار مشرتابه پیغام.

‎ شمس النهار خصوصي لیسې مشرتابه او کارمندان د ایمان او‎د
‎امتحان اختر، د بخښنې او احسان اختر، د قُربت او قربانۍ اختر، د نفس او شیطان د ماتې اختر، د ابراهیم (ع) د سرلوړۍ او اسماعیل (ع) د کامیابۍ اختر ټولو قدرمنو وطنوالو، او د افغانستان ټول شریف ملت ته مبارکي وایي، او د الله (ج) له ستر دربار څخه ورته هیله لري تر څو له خوښیو او برکتونو څخه دا ډکې ورځې مو په خوشحالۍ او ارامۍ سره تیرې شي

Pashto Quran پښتو قران 07/06/2023

وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ
او كه تاسو د هغه (قرآن) په هكله په كوم شك كې یئ چې مونږ پر خپل بنده نازل كړى دى، نو د ده غوندې یو وړوكى سورت راوړئ، او له الله نه سِوا خپل مددګاران راوغواړئ، كه تاسو رښتوني یئ ((وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ))
تفسير : کفارو ته چيلنج : داخبره پخوا تېره شوې ده چې ديوه کلام په نسبت شبهه ياله دې جهته کېداى شي چې څه شک خلل او رَيب پکې وي، نود هغه دفعه يې په (( ذلک الکتاب لاريب فيه )) سره وفرمايله، يايې دا صورت کېداى شي چې دچاپه زړه کې دپوهې له لږوالي ياد عِناد د زياتوالي له امله څه شک اوشبهه پيداکيږي؛ نوڅرنګه چې داصورت ممکن بلکې موجود و؛ نوددې دلرې کولو عمده اوآسان صورت يې بيان وفرمايه چې که تاسې ددې کلام په نسبت داسې خيال لرئ چې دبشر کلام دى نوتاسې هم ددې پاک قرآن ديوه سورت ددرې آيتونو په اندازه همداسې فصيح اوبليغ يو سورت جوړ اوورسره يې مقابل کړئ! کله چې تاسې سره له ډېرفصاحت اوبلاغت دپاک قرآن ديوه وړوکي سورت له مقابلې څخه عاجز يئ نوباور وکړئ چې دا دالله تعالى(ج) کلام دى اودهيڅ کوم بنده خبره نه ده، په دې آيت کې دحضرت محمد(ص) نبوت لاښه څرګند او مدلَل شو.
((وَادْعُواْ شُهَدَاءكُم مِّن دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ))
تفسير : قرآنکريم يوه ستره مُعجزه: يعنې که تاسې په دې دعوا کې رښتيني يئ چې دادبنده خبره ده نو هومره پوهان، عالمان، شاعران، فصحاء او بلغاء چې موجود دي پرته له الله تعالى(ج) له ټولو څخه مدد او کومک وغواړئ ! اومعاونت ترې واخلئ ! اوپه دې سره يې وګمارئ،! چې ټول سره کينئ اويولڼد سورت دقرآن دڅو آيتونو په شان جوړ کړئ ! يايې دامطلب چې له الله تعالى(ج) نه غير ستاسې هومره معبودان چې دي له ټولو څخه په ډېره تضرع اوزارۍ اوپه دعاګانو سره غوښـتنه وکړئ ! چې په دې مشکل کې له تاسو سره مدد وکړي اوڅه آسانتيا در ورسوي.

Download Pashto Quran:

Pashto Quran پښتو قران

02/06/2023

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ .
او كله چې دوى ته وویل شي چې په ځمكه كې فساد مه كوئ، دوى وايي: یقینًا همدا خبره ده چې مونږ بس اصلاح كوونكي یو.
تفسير:
(۱) په نفساني خواهشاتو كې غرق اودشرعي احكامو له منلو څخه نفرت كوونكي او سستي كوونكي وو.
(۲) له مسلمانانو اوكافرانو ( دواړو ) سره به يې تګ اوراتګ درلود دخپل قدر اومنزلت د لوړتيا له پاره به يې دمسلمانانو خبرې كافرانو اودكافرانو به يې مسلمانانو ته رسولې اويوبل ته به يې چغلي اوشيطاني كوله.
(۳) له كافرانو سره به يې په ډېردارومدار سره ګډون، ملاقات اومعاملې كولې اوله دين څخه په مخالفو كارونو كې به يې په كافرانو هېڅ غرض نه كاوه اوكه به كافرانو ددين په مسئلو كوم اعتراض يا شبهه كوله هغه كيسې به دوى مسلمانانو ته ښكاره اومخامخ كولې ، څو چې ضعيف الاعتقاده اوكم فهمه مسلمانان په شرعي احكامو كې شكمن اوحيران كړي اوكه چابه دوى له فسادونو څخه منع كول نو ويل به يې موږ اصلاح كوونكي يو او غواړو چې دپخوانۍ زمانې په شان دخلكو په منځ كې يو والى اودوستي پيداشي اوهغه مخالفت چې دنوي دين له امله اوس مينځ ته راغلی دى بالكل ورك شي، لكه چې په هروخت اوهره زمانه كې ماده پرست او نفاق روزونكي خلك همداسې خبرې اترې كوي.

01/06/2023

یوہ ورحٌ جبرایل علیه السلام د نبی کــریم صلی الله علیه وسلم خواته راغی محمد صلی الله علیه وسلم چی وکته

جبرایل علیه السلام ورته پریشانه ښکاره شو

نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل

یا جبرایل عليه سلام څه خبره ده نن ډیرخفه ښکاری

جبرایل علیه السلام ورته عرض وکړه ای د ټول جهان محبوبه
نن ماته الله تعالی حکــم کړی دی چی جهنم وګوره د هغه په کتلو سره ما باندی خفګان اثرات را پیدا شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل ماته د جهنم حالات ووایه جبرایل وویل.
د جهنم اووه(۷) درجی دی ترټولو لاندینی درجه کی منافقین اچول کیږی شپږمه
(۶) طبقه کی الله تعالی مشرکین اچوی پنځمه
(۵) طبقه کی د لمر او سپوږمی عبادت کوونکی اچول کیږی څلورمه
(۴) طبقه کی د اور عبادت کوونکی اچول کیږی په دریمه
(۳) طبقه کی یهود اچول کیږی په دوهمه
(۲) طبقه کی الله تعالی عیسوایان جهنم ته اچوی د دی نه

روسته جبرایل علیه السلام خاموش شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم تری پوښتنه وکړه چی جبرایله! ولی غلی شوی اوله طبقه کی سوک اچول کیږی ؟ جبرایل علیه السلام عرض وکړه ای د الله رسوله په اوله درجه کی الله ستا د امت ګناهګاران اچوی کله چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم دا

خبره واوریده چی زما امت به هم جهنم ته اچول کیږی نونبی کریم صلی الله علیه وسلم بی حده ډیر غمجن شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم د الله تعالی په حضورکی دعا شروع کړه دری ورځي هم داسی تیریدی نبی علیه السلام به جومات ته راتللو لمانځه پس به بیرته خپلی حجری ته تشریف وړه او دروازه به یی بندوله او د الله تعالی په حضورکی به یی ژړا فریاد کوو
صحابه کرام رضی الله تعالی عنهم حیران شول چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم چی کله جومات ته تشریف راوړی بیا کور ته هم نه ځی حجری ته ځي کله چی دریمه ورځ شوه ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه صبر ونه کړای شو دروازی ته راغی او دروازه یی ووهله بیا یی سلام واچوو لیکن د سلام ځواب رانغی هغه په ژړا شو
عمر رضی الله خواله راغی وی ویل ما سلام وکړه خو سلام ځواب نه راځی لحاظه تاسی ورشۍ کیدای شی ستاسی ته ځواب درکړی هغه هم ورغلی هغه دری ځله سلام وکړه لیکــن سلام ځواب رانغی عمر رضی الله عنه حضرت سلمان فارسی ته راغی سلمان فارسی د دی واقعی یادوونه علی کرم الله وجه ته وکړه هغه سوچ وکړه چی د دومره عظیم شخصیت د سلام جواب رانغی ماته هلته تګ نه دی پکار بلکی زه دهغه مبارک د سترګو نور لور فاطمه رضی الله تعالی عنها دننه لیږم هغه همداسی وکړه چی فاطمه رضی الله تعالی عنها ته ټول احوال ته ووایی هغه دحجری دروازی ته راغله باباجانه! السلام علیکم کله چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم د خپلی لور اواز واوریده راوچت شو دروازه یی خلاصه کړه د سلام جواب یی ورکړه بیا ورته بی بی فاطمی وویل باباجانه ! څه خبره ده چی دری ورځي کیږی چی دلته تشریف راوړی نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چی جبرایل زه خبرکړم چی زما امت به هم جهنم ته ځي فاطمی لوری زه د خپل امت ګناه ګارانو په غم کی ډوب یم او خپل مالک نه دعا غواړم چی هغه معاف کړی او د جهنم د اوره یی خلاص کړی نبی کریم صلی الله علیه وسلم بیا په سجده پریوته اوپه ژړا یی شروع کړه .
یاالله زما د امت په ګناه ګارانو رحم وکړه او هغه د جهنم د اوره خلاص کړه
الله تعالی حکم وکړو : (ولسوف یعطیک ربک فترضی)ای زما دوسته غم مه کوه تاله به دومره څه درکړم چی ته به ورباندی خوشحاله یی هغه په خوشحالۍ راپاڅیده اوویی فرمایل خلکو الله تعالی ماسره وعده کړی چی زه به د قیامت په ورځ ستا امت سره داسی معامله وکړم چی ته به پری خوشحاله یی او زه ترهغی نه خوشحالیږم ترڅو چی زما اخرنی امتی جنت ته نه وی داخل شوی زمونږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم په مونږ باندی دومره مشفق اومهربان وو او تل زمونږ په غم کی وو زه ستاسی نه په عاجزانه ډول خواهش کوم چی د خپل نبی کریم صلی الله علیه وسلم شفقت او مهربانۍ پیغام نورو مسلمانانو ته ورسوۍ او په محمد صلى الله عليه وسلم درود شريف ووایی.
د ثواب په خاطر یی شیر کړی. اودالله ج نه ماته هم دعا وغواړی

Want your school to be the top-listed School/college in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

ممثېل خنیف وقار راسره ننداره کړئ
شمس النهار هرسهار پدې ډول وي.مونږ مو په اسلامي،وطني اوملي روخیه روزو.شمس النهار دښوونې اوروزنې ستر کور
شــــــمس الــــنهار خـــــصوصي لـــــیسې تــــرانې ډلــــــه.
د۱۴۰۲ ښوونیز کال نتایج اوفراغت غونډې زمونږ ګلالي زده کوونکي دیوې برخې ګډونوال دي
شمس النهار خصوصي لیسې د۱۴۰۲ ښوونیز کال ددريمې دورې فارغین او ممتاز زده کوونکو مراسمو لنډ ویډیویي راپور.هیله ده مخکې یې د...
نوم:احمد حسنپلارنوم:اسلام حسنصنف:دولسمموضوع:انتیګراللارښود استاد:احمد شاه احمديمونږ هرڅه په مسلکي ډول پرمخ وړو،د1402ښوون...
نوم: سلیمان حسنپلارنوم: لاهورحسنصنف: یولسممونږ هرڅه په مسلکي ډول پرمخ وړو،د1402ښوونیز کال وروستی ورځ لومړی سمینار.شمس ال...
#څلورم کلیپشمس النهار سترې علمي سيالۍ........
#دریم کليپشمس النهار سترې علمي سيالۍ........
مونږ به تل هڅه کوو چې خپل ګلالي زده کوونکي په لوړ معیار وروزو.احمد بهیر خپله کورنی وظیفه پدې ډول تشریخ کړهنوم: بهيرپلارن...
مننه ګلالیه چې داولس ستونزو ته مو انعکاس ورکړ
دکنفرانسونولړۍ

Telephone

Address

علیشېرو بازار ملا بابرک مارکېټ
Khost
2557
Other Khost schools & colleges (show all)
خوست بریا خصوصي ښوونځی Khost barya private school خوست بریا خصوصي ښوونځی Khost barya private school
Karwansray Chawk West Side
Khost, 26000

just education , and tarning of student, and also proved educational serveces.

Dept. of Agronomy, Agri-Faculty, SZU, Khost. Afg Dept. of Agronomy, Agri-Faculty, SZU, Khost. Afg
Khost, Shaikh Zayed University
Khost, 2505

This is the official FB page related to the Dept. of Agronomy, Agri-Faculty, Shaikh Zayed University, Khost-Afghanistan. We broadcast scientific information related to Agronomy to ...

Khost TOEFL House Khost TOEFL House
خوست ښار پوهنتون سړک دبې سرحده شفاخانې لویدیځ طرف دعزیز متونوال پلازې ترڅنګ کومکي مارکیټ دریم پوړ
Khost

Enter to learn , leave to serve

مدرسه دارالعلوم احمدیـه مدرسه دارالعلوم احمدیـه
Khost

مدرسه دارالعلوم احمدیه خوست افغانستان پته:خوست ښار عسکري کلوپ

رؤف ارمان رؤف ارمان
City
Khost

زندګي خـانه خرابې څۀ دې وکـړل زموږ هیلې دې زموږ زړونـــو کې اوبه کړې #_ش #_رؤف_ارمان

Azhar English Academy Azhar English Academy
Khost
Khost

Azhar English Unique Place

شهیدمحمدسوناحصوصي ښوونځی Shaheed M Sona Private School شهیدمحمدسوناحصوصي ښوونځی Shaheed M Sona Private School
خوست ولایت ګربزو ولسوالي کیټۍ کلی
Khost, 123123!@#

Niazwali mukhles نيازولي مخلص Niazwali mukhles نيازولي مخلص
Matoon
Khost, 100100

ﺩروﺩ شریف په ستــرلارښـود حضرت �محمد � ��ﷺصَـلَّﷺوَسَـــــلَّـمْﷺ

ذکي ښوونیز مرکز ذکي ښوونیز مرکز
مجاهد څلور لارې سټیډیوم سرک بي بي حلیمې لیسې ته مخامخ
Khost

دلته راتګ مو لوی هدف ته رسوي! هدف مو پیسه نه بلکې خدمت ده!