DINAR DINAR
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from DINAR DINAR, Grocers, Khost.
لږ غوږ شه ورته دا شاعر درته څه وايي
⭕️ د هدېرې پر بېلا بېلو قبرونو دا لیکنې تر سترګو کېږي !
1 - د یو غریب په قبر داسی لیکل شوي وو : لوڅ نړۍ ته راغلم ، لوڅي پښې مي ژؤګوند وکړ او لوڅي پښې آخيګِرت ته لاړم .
2 - د یو دولتمند په قبر داسی لیکل شوی وو : ټول کسان مي پر پیسوراضي کړل ، خو یوازي د مرګ فرښته وه چې په پیسو راضي نشوه .
3 - د یو لیوني په قبر داسی لیکل شوی وو : روغ رمټ او هوښیار نړۍ ته راغلم او روغ رمټ ژوند مي وکړ ، خو ستاسو د کړنو له امله مي ځان لېونی اچولی وو .
4 - د یو ډاکټر په قبر داسی لیکل شوي وو : د هري ناروغۍ درمل شته ، خو د مرګ نشته .
5 - د ي زړه ماتي کس په قبر داسی لیکل شوی وو : ما یو ځل قیامت لېدلی بیا قیامت ته نه یم خفه .
6 - د یو ځوان په قبر داسی لیکل شوی وو : یو بل مه آزاروئ ، په خدای قسم چې پښیمانه کېږئ به .
7 - د یو بې کوره په قبر لیکل شوی وو : شکر الحمد لله بالآخره د کور مالک شوم .
8 - د یو ماشوم په قبر داسی لیکل شوي وو : شُکر چې لوی نشوم او په وحشت کي شریک نشم .
9 - د یوې مور پر قبر دا کرښه لیکل شوي وه : هیله لرم چې زما پر بچیانو پاملرنه وکړئ .
10 - د یوه یتیم په قبر داسی لیکل شوی وو : خوشال یم چې مور او پلار ته ورځم .
11 - او د یوې تازه کونډي شوي ناوي په قبر د هغې ټیکری ځوړند وو او دا پرې لیکل شوې وو : زه به یو ځل بیاد مېړه د خاوند میرمن شم او کونډه به نه یم .
📢 که لیکنه مو خوخه شوه ، هیله ده زمونږ لیکنه نشر share کئ . مننه
🟢 زما د وټساپ چینل Channel یا کانال لینک لاندي شته فالو Follow کئ . مننه
https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p
افغان ـ امریکايی پوهنتون اعلان کړی دی، په پلان کې لري هغو افغان نجونو ته د ان لاین زده کړو زمینه برابره کړي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې له زده کړو بې برخې شوې دي.
یاد پوهنتون په یوې اعلامیه کې لیکلي، « هغه افغان نجونې په دغه پروګرام کې ګډون کولای شي، چې لسم ټولګي يې خلاص کړي وي او د طالبانو د شته بندیزونو له کبله ترې یوولسم او دولسم ټولګي پاتې دي. یوازې د هغو افغان نجونو اسناد د منلو وړ دي، چې دننه افغانستان کې اوسېږي.»
افغان ـ امریکايي پوهنتون ویلي، چې دغه پروګرام د کیفیت له اړخه ډېر لوړ دی او درسونه یې له پخوانیو هغو سره یو شان دي، چې ژمنتیا او وخت ته پکې لومړیتوب ورکړل شوی دی.
یاد پوهنتون همدا شان په خپل رسمي سایټ د زده کړو دغې برنامې ته د نوملیکنې بڼه او لېنک هم شریک کړي دي.
www.surveymonkey.com/r/5XJWCMP
د ژوند شل مهمې خبرې
1. وخت ته انتظار وکړئ؛ هر څه په خپل وخت کې منځته راځي، که بڼوال خپل بڼ په اوبو کې غرق هم کړي خو بیا یې هم ونې له فصل مخکې میوې نه ورکوي.
2. سلام پر هغو چې په مناسب وخت کې په مناسب ځای کې وي.
3. ته ثابته کړه چې ته یې لیاقت لرې، زه به ثابته کړم چې لاهم رښتنې مینه شته.
4. له مرګ نه مه ورېږئ، ښایي مرګ له ژوند نه کم درد ولري.
5. مینه هم لکه ژوند؛ هغه لومړۍ څو ورځې یې خوښي او خوشاله وي نورې ټولې یې درد او غم دی.
6. ډېر کله ښې پېښې هغه وخت رامنځته کیږي، چې تمه یې نه لرې.
7. په دوستانو/ملګرو کې دې رښتني دوستان/ملګري په بده او سخته ورځ کې مالومیږي.
8. بدلون سخت نه دی، بلکې له بدلون سره مقاوت سخت دی.
9. ځینې خلک هڅه کوي چې خپل احساسات پټ کړي، خو له دې ناخبره وي چې سترګې یې حال وایي.
10. هر کوچنی پرمختګ یو لویه پایله له ځان سره لري.
11. ځینې خلک مو پر وړاندې دومره بې پروا دي، چې شتون او نشتون یې راته هېڅ مهم نه دي.
12. ځینې وخت پرېښودل او په خپله مخه تلل هم لویه لاسته راوړنه او بریا ده.
13. هغه چې هڅه کوي ستاسو په ژوند کې پاتې شي، پر هغه ډېر پام کوئ.
14. دوه شیان چې ضرر نه لري بلکې ځان او نورو ته ګټه لري هغه «عطر او موسکا) ده.
15. بهترین دوست هغه دی، چې ته په غم او ستونزې کې وي هغه نه خاندي.
16. په نړۍ کې دوه ارزښتمن شي دي چې باید ویې لرې «سالم بدن او ضعیفه حافظه».
17. یوازې هغه خدای په امانۍ دردناکې وي چې پوهیږي ښایي بیا سلام علیک ورسره ونه کړئ.
18. ته احمق او ساده نه یې، فقط مقابل طرف «بې لیاقته او نمک حرامه» دی.
19. کله چې د یوې خبرې په کولو کې دوه زړی/زړه نازړه شوې، مه یې کوه، ځکه که خبره سمه او صحیح وایي نو شک به دې نه کولو.
20. انسان چې له نورو څومره ضربې خوري هغومره هوښیاریږي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Videos (show all)
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Khost
12 Family
Khost, 2501
دانټرنيټ څخه پيسي کټل ريښتيا دي؟ نو مونږ فالو کړي ددعا پوښتنې لپاره.
Khost
دلته راسره شعرونه دیکلومې غزلې کاکړی او داسې نور د ادب له ډګره خوندورې ویډیوګانې راسره ننداره کړی