Javid Malyar

Freelance Writer|Social & Human Right Activist|Founder|Motivational Speaker|Proud AFGHAN 🇦🇫

14/03/2024

قرآن پاک د روژې په مبارکي مياشت کې نازل شوئ او الله تعالی انسان ته پخپل لمړي نازل شوي آية کې په لوستلو امر کړئ:
اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ(1)
ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات)

Photos from Javid Malyar's post 08/03/2024

د ښځو نړيواله ورځ د افغان وياړلو ميرمنو په شمول د نړۍ ټولو ميرمنو ته مبارک وي

ښځه د ټولنې مهمه برخه دی. نن موږ ګورو چې دوی د نړۍ په کچه هرې برخه کې د خنډونو په منځه وړلو کې، د ټولنې له پرمختګه نيولې داسې د لويو کارونو ترسره کولو جوګه دي.

موږ دا هيله لرو چې يوه ورځ به د افغان وياړلو ميرمنو پر وړاندې زموږ په ټولنه کې راولاړ شوي ټول خنډونه له منځه ځي. د دوی پروړاندې د ناوړه چلند، له خپل حقوقي عمره مخکې ودول، دوی پر وړاندې د تعليم د دروازو بنديزونه او داسې ټول هغه ناخوښې چارې چې د دوی د پرمختګ مخنيوئ کوي له منځه ولاړې شي.
-----------
Happy International Women's Day to all the women of the world, including the proud women of Afghanistan

A woman is an important part of society. Today we see that they are able to do great work in every part of the world, from the development of the society to the elimination of obstacles.

We hope that one day all the obstacles raised in our society against proud Afghan women will be removed. Bad behavior against them, marriage them before their legal age, blocking the doors of education against them and all such unpleasant things that prevent their development will be eliminated.

18/02/2024

نن په ساینس کې د ښځو او نجونو د ونډې نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې د ښځینه ښوونکو، ډاکترانو، روبوټ جوړونکو او نورو... غني تاریخچه موجوده ده چې په خپل وخت یې لویې لاس ته راوړنې لرلې دي. د هغوی د هغو هلو ځلو او سختیو درناوی باید وشي چې د تعلیم او مسلک په ترلاسه کولو کې یې کړي دي.
د هیوادونو او ټولنو د پرمختګ لپاره په علمي او ساینسي برخه کې د ښځو ونډه او فرصتونو ته د مساوي لاسرسی اړین دی او په همدې توګه پیاوړې، پر ځان بسیا او له نړۍ سره سیالي ټولنې رامنځته کېدای شي.

نن په ساینس کې د ښځو او نجونو د ونډې نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې د ښځینه ښوونکو، ډاکترانو، روبوټ جوړونکو او نورو... غني تاریخچه موجوده ده چې په خپل وخت یې لویې لاس ته راوړنې لرلې دي. د هغوی د هغو هلو ځلو او سختیو درناوی باید وشي چې د تعلیم او مسلک په ترلاسه کولو کې یې کړي دي.
د هیوادونو او ټولنو د پرمختګ لپاره په علمي او ساینسي برخه کې د ښځو ونډه او فرصتونو ته د مساوي لاسرسی اړین دی او په همدې توګه پیاوړې، پر ځان بسیا او له نړۍ سره سیالي ټولنې رامنځته کېدای شي.

18/02/2024

افغان بچي ښوونځي او زدکړې غواړي! دوی له زدکړو مه محروموئ...

26/10/2023

د زدکړو برخې فعال مطیع الله ویسا په خوشې کېدو له زړه خوشاله شوم!
د ويسا صيب کورنۍ او ټول علم پرور مخلوق ته دې ډېر ډېر مبارک وي.
-----
مطيع الله ويسا فعال علم و دانش امروز از زندان نظام حاکم افغانستان آزاد گرديد!
به فاميل محترم ويسا و به همه ملت علم پرور مبارک باد ميگويم.

20/08/2023

تاته چې مرګ راځي خدای دې هغه مرګ ګلخانانو ته راولي؛ ته دې زرکلن شي. د پښتون ټبر يوازينۍ هيله يې... 🇦🇫
حفظ الله "منظور احمد پشتين"
Manzoor Ahmad Pashteen

18/08/2023

آزادي ترپاچاهيه لا تيری کا
چې دې بل ترحکم لاندې ‎شي زندان شي

درنو او ميړنيو هیواد والو! د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټنې (۱۰۴) کلیزه مو مبارک شه. 🇦🇫
Dear fellow countrymen, Congratulations on the 104th anniversary of the country's independence!

#1919

17/08/2023

پدې دنيا د ژوند لويه فلسفه دا دی چې تر مرګه به دې ژوند تشې نه ډکي شي او نه به له هر اړخه ژوند بشپړه شي؛
دا مرګ دی چې د ژوند تشه ډکوي او دې ژوند د کتاب وروستی فصل درتړي. پاتې نور، تر مرګه د ژوند ټيټو جګو سره مبارزه دی، او همدې ته ژوند وايي...
#ژوند #مرګ #مبارزه

15/08/2023

د افغانستان ټول پنځه زره کلن تاريخ په تورو، سپينو، سرو،شنو او برګو ورځو لړلئ!
چې دا يو رنګ ولې نه پکې ټينګيږي؟ ټول رنګونه مو پکې تجربه کړل...
غږ مو درځي خدايه!

11/08/2023

د ماشومانو دپاره د مبايل کارول څومره خطرناک کېدای شي او د هغوی پر روغتيا څومره بدې اغيزې درولودلای شي؟!

ويډيو وګورئ او ټولو سره يې شريکه کړئ.
#منبع قمر د اسلامي ريسرچ انستتيوت

02/06/2023

ته پوهيږې؟
پدې مطلبي عصر- زمان کي، ډيری خلک غواړي چې تاسو د خپلې اړتيا په کچه وپېژني.
نو پدې صورت کي اړتيا نشته چې تاسو خپل قيمتي وخت پدې کي ضايعې کړئ چې هرڅوک مو بايد پوره وپېژني. ضرور څه ده؟

که د چا موخه دا وي چې تاسو سره اوږدمهاله، سمه او له زړه ملګرتيا وپالي، نو بيا داسې اشخاص د تاسو په بشپړه توګه پېژندل خوښوي او دا پخپله په طبيعي ډول پېښيږي.
او که څوک لنډمهاله، موسمي او د مطلب په رسۍ تړلي ملګرتيا درسره غواړي، نو هغوی ته د ستاسو همدومره پېژندګلوي کفايت کوي.

نو فلهذا، پدې نړۍ کي هيڅوک دومره بد نشته، بد اړخ دا دی چي موږ د يو چا د پوره پېژندلو مخکي ناوړه قضاوتونه کوو. 🙂

ج.ماليار

#ملګرتيا #پېژندګلوي #قضاوت

01/06/2023

All the big things come from the small beginnings.
ټول لوی کارونه او پايلې د کوچنيو پېلونو زيږنده ده!

هيڅ وخت يو کوچني پېل ته په وړه سترګه مه کورئ؛ داسې پايلې چې تاسې يې تمه نشې کولای، په اوږده مودې کې د همدې کوچنيو پېلونو پاېلو څخه يې ترلاسه کوئ.
په ژوند کې خپل واړه واړه کارونه تقدير کړئ...

23/04/2023

"په هجرت کې د جلا وطنۍ څپو او غربت وهلي د يو "مسافر زړه" يو څو اسويلي":

منم چې وخت خراب دی، اعتبار نه دی په کار
خو په ځينو ځينو هيڅ کله، شمار نه دی په کار

ريشتي تړلي ټولي د مطلب په رسۍ کلکي
بې مقصده نن سبا هيڅ چاته، يار نه دی په کار

صبر شه په تمه شه دا وخت په ترېدو دی
ستا وار به هم راځي ګوره، تلوار نه دی په کار

په خپلو مټو زور وکړه او تمه د بل مه کړه
د بل په تمه ناست داسې، روزګار نه دی په کار

په وسه که پوره ېې لاس نيوئ د بل انسان کړه
انسانيت لره له دې بل، خاص معيار نه دی په کار

د خلکو خولو ته مه ګوره په خپله لار روان شه
خپل کار کې هوښيار ته، بل هوښيار نه دی په کار

ملګريه د ژوندون په دې ادلون بدلون سفر کې
نو يوازې په توکل دومره، ټينګار نه دی په کار

که تور راباندې لږي يا په دار هم راځوړيږم
زما به دا شعار وي، چې اغيار نه دی په کار

چې نه ځان لره دوا شوو نه ملهم زخمي وطن ته
له خپل لاسه افګار يو، نور چغار نه دی په کار

له دې تريخ حقيقته هيڅ اينکار کولی نه شو
چې پخپله لوی غدار يو، بل غدار نه دی په کار

چې فکرونه يې غلام وي او غلام ابن غلام وي
نو داسې غلام فکرو ته، ګفتار نه دی په کار

په خپل دريځ ولاړ دی د پی مخو پروا نکړي
ياغي باغي "ماليار" سره، سازګار نه دی په کار

جاويد "ماليار"

19/04/2023

سخت حالات يوازې ازموينه درځني اخلي وژني مو نه؛ صبر، حوصلې او استقامت سره کولای شو چې له هر ترنګلي حالته بريالي راووځو.

پدې موږ باوري يو چې پدې نړۍ کې، د ژوند په مسير کې چې هر څه چې د يو انسان سره پېښيږي، هغه دې الله له لورې وي؛ نو بناً پدې مسير چې يو مسلمان ته هره ستونزه، درد، مصيبت او غم پيښيږي د الله له لوري يو ډول امتحان وي.
که يو چا دا ډول واړه او لوی اسماني طوفانونه/ازموينې په قوي ايمان، ارادې، صبر او لوړو حوصولو سره دفاع کړل؛ نو بېشکه دا شخص په دنيا او آخرت کې يو بريالی شخص دی او د هر درد او ستونزې مقابل کې الله په آخرت ورته بدله هم ورکوي.

فلهذا، نن سبا که يو عادي درد/مريضي موږ ته رسيږي نو ټول عالم پرځان خبروو او ددې ترڅنګ د ژوند څخه ډېر شکايت او ناراضايتي په مجازي نړۍ او هرځای کې ښايو؛ چې پدې سره ممکن رب زموږ څخه ناراضه شي او دا مناسبه هم نه ده چې په يو عادي ستونزې/خبرې خلک راخبر کړو.
يعنې په ژوند کې موږ نه بايد يوازې ستونزې وشميرو؛ ډېر داسې نعمتونه هم د الله له لوري موږ ته راکړل شوي، که تر مرګه پرې شکر وباسو بيا يې هم شکرانه نشو ا اداء کولای.
يو غټ مثال يې روغ صحت دی؛ فرض کړه که يو څوک درڅخه يو سترګه وغواړي ته به پرې څو قيمت کيږدې چې ويې پلوري؟ نو ته همداسې خپل ځان قيمت او ارزښت ومومه چې څو دی؟!

نو، موږ بايد په راکړل شويو نعمتونو شکر اوباسو، او دې ستونزو/ازموينو څخه د وتلو دپاره يوازې اړيکه له خپل رب سره ټينګه او له هغه د هرڅه غوښتنه وکړو؛ پاتې عالم خپله په يو ډول نه يو ډول ستونزو کې راګير دئ، د تاسو حالت دپاره هغوی هيڅ څه نشي کولای..."
من كان رزقه على الله فلا يحزن فالله خير الرازقين"
تربيا 😊

11/04/2023

وايې په نړۍ کې د مسلمانانو نفوس 25 سلنې ته ورسيد او اسلام مبارک دين د نورو اديانو په پرتله په چټکۍ سره روان دی.

شمېر خو يې ښه په درز کې روان دی؛ خو يوه خبره دا درواخله چې په څوارلسو پيړيو کې پدې ونه توانيدل چې د تراوو بحث په اجماعي ډول پای ته ورسوي، يعنې څوارلسوه کاله کيږي چې د تراويحو د کره شمېرو کې سره لاس او ګريوان دي، چېرته چې د نورو اديانو پيروان لګيا دي مختلف کشفيات ترسره کوي او دې ټيکنالوژۍ پرمختګ خو بلکل څه وايه مه!
نفوس څه کوم چې په سلهاوو فرقو ويشل شوي، ځيني په افراط او ځيني په تفريط کې واقعې دي، او دا منځني ډله بيچاره ګان يې هم ځان سره ښه مصروفه کړي، او لاره ترې غلطه ده چې اوس د چا ومنو؟ د بدعت، خيټالوژۍ، بې اتفاقۍ، لټۍ، حرامخورۍ، دروغ ويلو، غيبت او دې تربګنۍ خو به يې هيڅ څه نه وايم جي!؟
خبره مي دا کوله چې، کميت يې څه کړم چې کفيت پکې اټو شته نه!
پاتې دې نه وي چې دا ترس هم شته چې نور څه ويلئ هم نشو، ځکه چې دې همدې دين ټيکدارانو/ملايانو په زمانه کې ژوند کوو داسې نه چې د سهار راپاڅيدو سره سم د الحاد ټاپې سره راغلئ ملا مې د دروازې ترشاه ولاړ وي!!! نړۍ چېرته او موږ چېرته...
رب العاليمن دې له موږ سوچه مومنان جوړ کړي

28/03/2023

28/03/2023

مطيع الله ويسا نه په کوم سياسي کړنو کې ښکيل و او نه په کومي سياسي ډلې پورې يې تړاو درلود.
يوازينی هدف او تکلاره يې؛ لرې پرتو او د علم زيور څخه ناخبره او محرومو لرو پرتو سيمو ماشومانو، ميرمنو او ولسونو ته د پوهني/رڼا پيغام رسول و.
له حاکم نظام څخه يې د خوشي کيدو او کورنۍ سره بېرته يوځای کېدو هيله کوو!

‏⁦‪ ‬⁩

Photos from Javid Malyar's post 21/03/2023

ددې درې رنګو نه غير، ژوند د يو واقعي افغان دپاره بي معني دی؟!
ژوند مي، مينه مي، هويت مي، ملکيت او غرور مي...
نوی کال مو له خوښيو ډک اوسه

13/02/2023

مه مې چـیـړه هسي ځورېدلى یم
بـاور وکړه بیګاه ډېر ژړېدلى یم

اوس مې د زړه زور اوبه شوی دی
اوس له هغه زوره غورځېدلى یم

ماته دې وطن کيسۍ نور مه کوه
زه له دين پتنګه تختېدلی يم

وینې؟ په ظاهره ډېر تازه ګرځم
یـاره زه له نـنه شړېـدلى یــم

زه چې په دا لرو وطنو ګرځم
ته ووایه څومره زه ځپلى یــ‎م؟

ځینو په ملګرو باندې ویاړ کوم
ځیـنو ملګرتیا کې تېروتلى یـم

پام کوه رقيبه هير مي نه يې ته
زه بس يو څو وخته درته غلی يم

نور به زه په هر چا باور نه کوم
زه په هر مذهب ښه پوهېدلـى یم

زه ماليار به غم دې زوړ ايمان کوم
هسي په "ملا" زه غولېدلی يم

04/02/2023

د پښتون ټبر اصلي فرهنګ همدا دی؛
چې يو پلار 12 کيلو متره مزل کوي ترڅو خپله لور ښوونځي ته ورسوي، او بيا ورته 4 ساعته هلته تم کيږي ترڅو يې واپس کورته راورسوي.
موږ د تپل شويو تقريباً د نيمي پېړۍ جګړو، سيمه ايزې استخبارتي لوبو، د ابرقدرتونو ترمنځ د خپلمنځي سياسي او اقتصادي رقابتونو ښکار يو.
زموږ خاوره د يادشويو لوبو لپاره دا څلور لسيزي کيږي چې د يو افزار په توګه کارول کيږي.دا ملت بيا په تېره پښتون پکي په مختلفو بهانو ځپل شوئ.
موږ له نيمي پيړۍ راپدېخوا د خپل ژوند اصلي خوند نده څکلئ، موږ آن دا چي په تېرو دغو لسيزو کي خپلو لمړنيو اساسي حقوقو ته لاسرسی نده موندلئ، په همدې لسيزو کي پر موږ جګړايز يرغل ترڅنګ فرهنګي، ژبنيز او مذهبي يرغلونه هم روان دي؛ څوک د پښتون فرهنګ او تاريخي ارزښتونه ننګوي، څوک مو تعليم د پښتون د فرهنګ برخه نه ګڼي، څوک مو د مذهبي نظره علم مباح ګڼي، څوک مو ترهګر ګڼي، څوک مو په هوايي بريدونو کي وژني، څوک مو په ځمکه نيز او څوک مو د ترهګريز بريدونو په بهانه، د پښتون د وينو توئيدو کې خپل سياسي او اقتصادي بازار ګرم ساتلئ.

خو؛ پښتون هغه ميړنی، با تمدنه او با شهامته قام دی چي سره له دې چي يې بدن له لسيزو د يادو يرغلونو په ترځ کي زخمي زخمي دی؛ بيا هم ژوندی دی، ساه اوکاږي او د يادو يرغلونو لپاره يې خپله سينه سپر ګرځولي او لګيا دی خپل مزل کوي.
که دې پښتون پرځای بل قوم وای، اوس به وخته منحل، نوم او نښان يې د نړۍ له حافظي او نقشې ډېر پخوا پاک و.

28/01/2023

هر شخص د خپلو توقوعاتو په اندازه کړيږي!
همدا لوړ توقوعات او ژوند له خپلې اندازې زيات جدي ګڼل د ژور خپګان او مايوسۍ سبب ګرځي.
نو، د خپلو توقوعاتو او روانو حالاتو ترمنځ تعادل رامنځ ته کړئ او د ژوند ټيټي جګي له خپلې اندازې پورته جدي مه ګڼئ. هڅې جاري ساتئ، توقوعات مو مديريت کړئ او د ښه ژوند لپاره خپلې روغتيا او ذهني آرامتيا ته له هرڅه لمړی ترجيح ورکړئ. ژوند لا هم ښکلی دی.
#ژوند #توقوعات #تعادل #مديريت #هڅونه

23/01/2023

نړيوالو هم چرس وهلي؛
د شجاعت نړيواله جايزه يوې تختېدلې، د تېر پارلمان معتصبې استازۍ او د نشئي توکو قاچاقبرې ته ورکوي!
دداسو جايزو وړ هغه ميړنۍ، با جرائته او د قدر وړ ميرمني دي چې د ط ا ل ب ستوني لاندې پرته له کومي ويري د خپلو حقه حقوقو غوښتنې کوي.
------------------------------------------------------------------------------
خارجيها چرس زدن؛
عجيب است که جايزای زيری تخت نام زن شجاع به يک زن گريخته، متعصب و قاچاقبر مواد مخدر داده مي شود!
شايستگان اصلي چنين جوايز خانم هاي شجاع، با جرائت و قابل قدر هستند که هنوز در افغانستان بدون کدام هراس زير گلوی ط ا لب ها صدای خودرا برای طلب حقوق ايشان بلند مي کند.

23/01/2023

د بريښنا رڼا ازبکستان او دې پوهې رڼا ط ا ل ب جان بنده کړې؛
که ښارونه او کورونه مو په مختلف ډول په څراغونو او برقونو رڼا هم ووسي، چي د پوهې رڼا پر هيواد خوره نه وي، نو هيواد له اساسي رڼا بيا هم محروم پاتې دی!

19/01/2023

څوک به دا ومني چې د هغه مور، خور،لور او يا ميرمني کې د ځناورو عادتونو اووسي؟ دده دا ادعا کتابي دی؟
که له دې جناب وپوښتل شي، چې له کومي موره چي ته پېدا يې هغه هم يوه ښځه وه په هغې کې د کوم ځناور نښه/عادت و؟
زه اول پدې شرميږم چې دا چڼی په پښتو خبرې کوي بيا پدې شرميږم چې ځان يې د هغه چا په سنتو برابر کړئ چي له خپلو بي بيانو/ميرمنو سره يې تر مرګه له ميني، عاطفې او مهربانۍ کار اخيستئ او آن دا چي د کور په کارونو کي يې ورسره مرسته کړې!
اصلي خبره داده چي دا چڼي روزل شوي ترڅو اسلام بدنام کړي، د مسلمانانو بيخ ور ونړوي پدې خيټالوجۍ او چټياټو!

(لقد خلقنا الإنسان في أحسن تقويم)

17/01/2023

مباح خو داسې کوږ سر نيولئ!
اول مي فکر وکړ، که مباحينو سينمای پامير له ستوني نيولئ چي ولې نيغ ولاړ دی...
مباحين پکي رامنشن کړئ 🧐

16/01/2023

رحمت‌الله نبیل در نشست اعلام موجودیت «حزب ملی آزادی افغانستان»:

- قدرت باید از انحصار قومی و حزبی بیرون شود
- والی‌ها و‌ شهرداران باید انتخابی شوند
- در شرایط کنونی از هر نوع مقاومت در برابر طالبان حمایت می کنیم، به شمول مقاومت مدنی، مقاومت زنان و مقاومت مسلحانه
- اما باید اول یک‌ چتر منسجم سیاسی بوجود بیاید
- نظام طالبان مشروعیت ندارد

حالا سوال اينجاست که همي جنابان در بيست سال گزشته به ملت چه کرد؟

Photos from Javid Malyar's post 16/01/2023

اقوام مختلف افغانستان با لباسهاي زيبا سنتي ايشان!
د افغانستان مختلف قامونه له خپلو سميه ايزو مروج کاليو سره

15/01/2023

په هنګري کې د FAO لخوا د ماسترۍ بورسونه یو ځل بیا اعلان شوي. له نیکه مرغه افغانستان هم تر اوسه په لیست کې شته. تاسې کولای شئ له نن د فبروري تر پایه غوښتنلیک ورکړئ. FAO هر کال د اوبو او زراعت په برخو کې دا بورسونه اعلانوي چې تېرو کلونو کې څو افغان ځوانانو د دې پروګرام له لارې په هنګري کې ماسټري کړې.
د نورو معلوماتو لپاره لاندې لېنک پرانیزئ.
کاپي
https://www.fao.org/europe/events/detail-events/en/c/1628534/
www.twitter.com/assemmayar1

13/01/2023

کابل بې زر باشه بې برف نی!
څه وخت به وي چې د ټولو ښوونځيو، پوهنتونونو او تعليمي ادارو دروازې پکي د هر افغان پر مخ خلاصې اوسي!

11/01/2023

که دې څومره هم لوړه ځواني او غټه تنه وي، خو چې فکر دې کوچنی وي، بياهم په کيلو حساب يې ځوانه!
ځانونه له فکري او علمي پلوه لوی او شتمن کړئ.
#هڅونه

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Shahr-e Now?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

#HappyIndependenceDay #tajik_pashtun_hazara_uzbek #Afghanistan 🇦🇫#GhaziAmanullahKhan
د ماشومانو دپاره د مبايل کارول څومره خطرناک کېدای شي او د هغوی پر روغتيا څومره بدې اغيزې درولودلای شي؟!ويډيو وګورئ او ټو...
مطيع الله ويسا نه په کوم سياسي کړنو کې ښکيل و او نه په کومي سياسي ډلې پورې يې تړاو درلود.يوازينی هدف او تکلاره يې؛ لرې پ...
څوک به دا ومني چې د هغه مور، خور،لور او يا ميرمني کې د ځناورو عادتونو اووسي؟ دده دا ادعا کتابي دی؟ که له دې جناب وپوښتل ...

Category

Website

Address


Shahr-e Now

Other Public Figures in Shahr-e Now (show all)
Diwanehwshyar Diwanehwshyar
Shahr-e Now

من به مردم کمک می کنم تا از شبکه اجتماعی بصورت درست استفاده کند و از انترنیت درآمد داشته باشد

Mursal Sama Mohammadi Mursal Sama Mohammadi
Shahr-e Now

Experienced Sales Marketing Manager with a demonstrated history of working in several industries. Sk

Allah hug Allah hug
Shahr-e Now

خپــل ژونــد نورو سره مــه پرتلــه کوه؛ په همــدې حــال شکر وباسه.

هنر زندگی/ Hunerzendagi هنر زندگی/ Hunerzendagi
Shahr-e Now

!This page provides you online services

عبدالواسع انوری Abdul Wasi Anwari عبدالواسع انوری Abdul Wasi Anwari
Shahr-e Now

عزتی‌که خدا برای‌تان هدیه داده است، شدیداً مواظب آن ب?

Song Station Song Station
Shahr-e Now

ما برای توان‌مند‌سازی و موفقیت زنان تلاش می‌کنیم!

√ فیس بوک نورستانی √ فیس بوک نورستانی
Shahr-e Now

http://www.facebook.com/Nuristani.Nooristani

HameedUllah Noorani HameedUllah Noorani
Kabul
Shahr-e Now, 0093

په کران افغانستان کی ملي یوالی غواړو

دفتر نشر آثار حضرت آیت الله العظمی واعظ زاده بهسودی "مدظله العالی" دفتر نشر آثار حضرت آیت الله العظمی واعظ زاده بهسودی "مدظله العالی"
جاده شهید مزاری(ره)، شهرک صفا، حوزه علمیه دارالمعارف اهلبیت(ع)
Shahr-e Now

✅تنها مرجع تنظیم، چاپ و پخش تمامی آثار 🕪صوتی 📚تصویری و آثار مطبوع معظّم‌له

احادیث حضرت محمد رسول الله. احادیث حضرت محمد رسول الله.
ناحیه ۱۱ کوچه ۱۱ کابل افغانستان
Shahr-e Now

هیچ وقت از کتاب زندگی خسته نشوید چون هیچ کس نمیداند صفحه بعدی چی نوشته است