Progressive Pashto Poetry /Tappy.
Nearby government services
Lahore
Samanabad, Lahore
House#, Lahore
Lahore 54000
Lahore 5500
Lahore 54000
Lahore
Lahore
321, Lahore
Ferozpur Road, Lahore
Katcheri Road, Lahore
Lahore 54600
To have a progressive and pluralistic society, it is important to have a space for an environment of
ــــــــــــــــــــــــــ
د خپلو خواهــشاتو په وژنه احتـجاج !
روان زما په ذات کې دى دننه احتجاج
خوره يې په سينه کړه لوپټه د ستارو
په سر مې دى د ستورو انجومنه احتجاج
اخير به دې معلوم کړم نامعلومه قاتلان
اخير به مې رنګ راوړي ګل بدنه احتجاج
چې ولې پښتنو ته د ژوند حق نه دى حاصل ؟
په ډيرو جلوسونو په غندنه احتجاج ؟
بلها ضمير فروشو مې په خوله لاسونه ايخي
خو ما دې په هر درد کړى وطنه احتجاج
خفه په يو بل اوړي مٸينان دروېش روښانه
شروع دې په دواو زړونو کې دننه احتجاج
دروېش روښان
دوئې به په کومه خوله تپوس دخپلې وينې اوکړي
دا چې په خپلو قاتلانو عاشقان دي خلک
تسنيمه! دغه ځائې کښې زړه مې لګ له ځانه ښه شي
چې زه کافر يم او نور ټول مسلمانان دي خلک
مُلا صاحبه! واوره مې پخپـلـه بـيـا مې يـاد کـړه
پۀ دې انسانيت کښې کۀ کافـر شومـه جو مرمـه
ياسـره! د نړۍ پۀ عجيبه هېواد کښې ميشت يم
کۀ منم ئې ګل خان يم کۀ منکر شومه جو مرمه
په زړه تور لکه تبۍ
په مخ سپین لکه قمر
په شپه وینې د مظلوم خورې
سهار کینې په ممبر
په دستار کې یې مسواک وې
تر بغل لاندې خنجر
هیس باور ورباندې نشته
نه مسلم دی نه کافر
رحمان بابا
تۀ ځما ملګري وژنه،زۀ به ستاسو
څۀ ډالرې به زما شي ،څۀ به ستاسو
پرېږده، پرېږده چې پردې قام پرې قابض شي؛
دا وطن به نۀ ځما شي ،نۀ به ستاسو
مشرانو! په بخښنه درته وايم ؛
منصوبه به د دښمن وه، خولۀ به ستاسو؛
چې فتنۀ به وه نو خدائ ته مې توبۀ ده؛
تورېدمه به پرې زۀ او وۀ به ستاسو
تاسو دواړه ددې خاورې مجرمان يئ؛
ورځ ددوي د بدماشۍ وه،شپۀ به ستاسو
ځئ چې وران وطن په جمع باندې جوړ کړو؛
بده ورځ به ئې ځما شي ،ښۀ به ستاسو
د ژوند ژرنده پۀ دې نۀ چلېږي وروره!
چې اوبۀ به د کالام وي وړۀ به ستاسو
چې د فېض خبره نه منئ او غرق
شئ؛
نو ګناه به بيا ځما وي، کۀ به ستاسو ؟؟؟ــ
فیض علی خان فیض
کلام : اشرف مفتون
زلفو کښې چه پروت یم جنتونه رانه هیر وی
سترګو ته چه ګورم شرابونه رانه هیر وی
دا رنګ د آشنا لیونئی مینه مې ګنګس کړی
ویره د عذاب اؤ دوزخونه رانه هیر وی
څنګ کښې د جانان داسې مخمور نشه نشه یم
څه رنګ میخانه کښې جماعتونه رانه هیر وی
ناز شوخی د پیغلو ، پلوشو ته چه مې پام شی
ربه ! د قدرت ټول ستمونه رانه هیر وی
مستو پستو خلو نه چه خوږې خبرې اؤرم
ساز د ښاپیرو خواږه سرونه رانه هیر وی
سرې اؤ تاؤدې شونډې مې قائل ستا د هستئ کړی
زړه مې جنتی وی ګناهونه رانه هیر وی
❣️ ❣️
په کاته، کاته مې سترګې په خاته شي
چې خبر دې د راتلو راباندې وشي
ته خو اوس له مانه لاړې مرور شوې
دا زما یاري دې هم ګوندې په زړه شي
ګوره تا راباندې کومې کوډې وکړې
که په پښو درځنې درومم زړه مې نشي
چې دیدن د مئین وکړمه تازه شم
لکه کښت چې په باران سره اوبه شي
د ښه یار بېلتون د ستوني پرېکول دي
په یرغ به ستونی چېرې پرېکاوه شي
په ارمان د هاغه وخت یم درېغه، درېغه!
که د زنې سېب یې بیا زما په خوله شي
د خپل یار د جدائیه هسې کار دی
لکه سا چې د وجود نه په واته شي
بخته هومره مدد بیا راسره وکړه
چې په غېږ کې مې بیا تللی یار ویده شي
د خوشال سلام په واړه ښو یارانو
ګوندې بیا یې په ليدو سره زړه ښه شي
ــــــــــــــــــــــ
نا جاڼه کلے دې هر ځاٸ کښې چم په چم يره ده
څه بوګنونکې خاموشي ده دم په دم يره ده
دا بت شکن حالات دزړونو بت کدې نړوي
ما سره ګرانه ګورې هم د خپل صنم يره ده ـ
غزل
توره چې تېرېږې خو ګوزار لره کنه
زلفې چې ولول شي خو خپل یار لره کنه
ولې راته وایې چې په ښکلو نظر مه کړه
سترګې چې پیدا دي خو دیدار لره کنه
شیخ دې لمونځ روژه کا زه به ډکې پیالې اخلم
هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه
می شته چنګ ونی شته دخپل یارسره خوشحاله
خپل بیاض په لاس کې ځه ګلزار لره کنه
خوشحال بابا
کتابونه، ايتونه، تفسيرونه، مذهبونه،
ګناهونه، ثوابونه، جنتونه، دوزخونه-
ـ
جوابونه بيا سوالونه بيا سوالونه جوابونه،
دا بحثونه تنقيدونه، تنقيدونه او بحثونه-
ـ
دا حرفونه او لفظونه، مطلبونه، تاويلونه،
دا ټوپونه، کرتبونه، مثالونه، کمالونه-
ـ
دا خوبونه، تعبيرونه، دا وهمونه، يقينونه،
دا دشتونه، سرابونه، دريابونه، بارانونه-
ـ
دا خيالونه او فکرونه، دا ګامونه، مزلونه،
کوششونه، تدبيرونه، څه چلونه څه ولونه-
ـ
شرابونه او جامونه، سرودونه او رقصونه،
تصويرونه او رنګونه، نظرونه او خوندونه-
ـ
څه ممتاز، څه يې شعرونه، نه مخونه، نه خالونه،
نه سازونه اوازونه، نه مستي او نه رقصونه-
ممتاز اورکزے
زما په دواړو اوږو ناستو پرښتو وليکئ
زما په سر که څه ليکئ نو په پښتو وليکئ
د پاکې مينې ګناه ګارو چې منکر پرې نشئ
د رقيبانو الزامونه په تندو وليـــــــــــــکئ
په ښايستونو پسې ورکو لېونو ملګرو
زما په زړه کې د ګل مينه په اغـزو وليکئ
زما په لاسو کې په پښو کې د يوتاګانو د وخت
د زندګۍ نوم د اجل په زولنو ولـــيکئ
د ځنځيرونو خالقانو ـــ د وحشت زامنو
ما په کتار کې د ژوندون د لېونو وليکئ
ای شاعرانو ـــ د قلم په آزادۍ مينو
حال د بلوچو ماشومانو د سلګو وليکئ
د آزادۍ عالمبردارو د نړۍ قامونو
اوس د نړۍ نقشه کې کور د پښتنو وليکئ
رحمت شاه سائل صېب
غوږ، غوږ ومه چې غلی، غلی یار غږېده
په زړه کې مې نری نری ستار غږیده
پرون مې په خلوت کې ترې اخیستې وه خولګۍ
خبر شومه چې نن راپسې ښار غږېده؟
بلبل ته په شبنم کې چا رانجه ور کړي وو
له ګل سره ورو، ورو لکه بیمار غږېده
پر سر منګي د اوښکو وو د درد دجینکو
کاروان چې له ګودره او له چنار غږېده
پیر محمد کاروان
سر غـنی، سرور ِِِِغـني، یـار ِِغني، خـمار غـني
غــږ غني، غـزل غني، بــاغ غـني، بهار غـنـي
سـاز غـنـي، آهنګ غني، بنګ غني، لونګ غـني
نـر غـني، سـالار ِغنـي، تاج ِغني، تاجدار ِغـني
بـاب غني، ربـاب غني، تـاب غني، کتاب غـنـي
فن غني، فنکار غني، ښار غني، خاکسار غـني
جـام غـني، جـنون غني، لال غني، حـلال غـني
چـنګ غني، فرهنګ غني، سار غني، ستار غـني
نـاز غني، انـداز غـني، ننګ غـني، مـلنګ غنـي
رنګ غني، رنګ رنګ غني، ګل غني، ګلزار غني
#کا پی
ښۀ په مستې ﺯندګۍ باندې مئېن يم..!!
په نرۍ دنګي جينۍ باندې مئين يم..!!
تنهايۍ کښي ورته ټول راﺯونه وايم..!!
بې دليله په سپوږمۍ باندې مئېن يم..!!
په منت او په ﺯارۍ ترې غيږه اخلم..!!
ليونے يم ليونۍ باندې مئېن يم..!!
د دوه لويو ښائستونو مجموعه ده..!!
پېښور کښې کابلۍ باندې مئېن يم..!!
ژوندون
دا ژوندون دے دوه ورځې
خلاص به شی او تیر به شی
دا غنی به خاؤرې شی
وروک به شی او هیر به شی
دا شونڈې تاؤدې خوَږی
دا ده غم صنم قیصې
دا کاروان روان روان
ځی په مخه تیر به شی
غنی خان ❤
Bacha G ❣️❣️
نعرې مه وهه زاهده د بيا بيا!
چېري زه چېري توبه چېري تقوى!
عبدالغفار بريالى
ویل کمتر وایه
خو په هنر وایه
چه ژبه لویه لري
هغه ته خر وایه
ساز د ماښام ښکلے
مونځ د سحر وایه
غوښه د تور تنځري
بوﺉ د عنبر وایه
چه وي هیجړا بدو ته
هغه ته نر وایه
الله الله که نشي
دلبر دلبر وایه
غني بابا
اول دې ځان سـره عادت کړمه
اوس مـې له دره بې نـوا شړې
جلب دې مــهر و محبت کړمه
اوس مــې له دره بې نوا شړې
څومـره زهيـــــــــــر وې په ما
زمــــــــــا شــــــــــــيرينه ياره
غــــم کښې دلګـــير وې په ما
زمـــــــــا شيــــــــــــرينه ياره
لکه يو پيـــــــــــــــر وې په ما
زمـــــــــا شـــــــــــــيرينه ياره
په کـــوم قاضي دې ملامت کړمه
اوس مـــــــــــې دره بې نوا شړې
ملــــــنګ جان بابا
تنهايي شپه او د باچا خان تصویر
زه --او کوټه او د باچا خان تصویر
زه یم د دوه ښکلو تر مېنځه حيران
یعني ----هغه او د باچا خان تصویر
زه --څو څو ځله یا قربان یا قربان
د --- ننګ ټپه او د باچا خان تصویر
لکه قرآن کښې چې سورت د یسین
دا---- چارسده او د باچا خان تصویر
زه ------- خپل زړګي ته فکر وړی یمه
دا--------- بتکده او د باچا خان تصویر
شعر--- کښې مستي او قرار څه دریابه؟
د ------خیال څپه او د باچا خان تصوير
چې.دواړه یو ځای شي قیامت برپا کړي
ممتاز ------—-ساده او د باچاخان تصویر
بس داسې لږ د مينې رنګ ورکړه نو ډېره ښه ده
وخته چې تا د نوي ژوند کومه نقشه راوړې
صاحب شاه صابر
انتظار تل کانې کوي خو نن ئې بله وکړه
د ګړۍ ستن شومه چاپېره تاوېدم درپسې
ممتاز اورکزے
غزل
دي خوفزده چې لګېدلي زندګۍ پسې
شب پرست توره په لاس ګرځي رڼايۍ پسې
بيا يې تړلې ملا جګړو ته د نجات په نامه
راوتي خلک, د وطن بيا تباهۍ پسې
ستا د وروستي خاموش نظر په مانا اوس پوهېږم
راځي هر ځلې بربادي په خاموشۍ پسې
راشه د زړه په زوړ مندر کې مې ډيوه بله کړه
تسلي راکړه چې سهار شته تروږمۍ پسې
ستا د ملالو سترګو غم پکې راواچوه لږ
د زړه کچکول مې ګرځوم په خوشحالۍ پسې
څوک د خبرو تر شا نه ګوري د زړه صفايي
خلک روان دي د صورت په صفايۍ پسې
په دې صحرا کې بايد وشي د غاټول پيروي
پکار ده وشي اقتدا په شاعرۍ پسې
اجمله، ورک يمه دا څه وخت په هجوم کې زه هم
او زړه مې وران دى هغې خپلې تنهايۍ پسې
تیاره خوره ده ،لالټېن راواخله!
لالیه شپه ده ،لالټېن راواخله!
ده بلا وېره خوره ده ډېره!
ده ډېره ښه ده،لالټېن راواخله!
د څه کتاب دې؟د چا کتاب دې؟
دا څه لانجه ده؟ لالټېن راواخله!
باتوره ځوانه ! خبره واوره !
لاره اوږده ده ، لالټېن راواخله!
لړمان ډېر دی، ماران بې شمېره!
وطن مېره ده ، لالټېن راواخله!
دا د ژوند پېغله، لړه کښې پټه!
ډېره ښاٸسته ده، لالټېن راواخله!
ممتازه خوف دې،بیا ګنګوسې دي!
بیا څه قیصه ده، لالټېن راواخله!
ممتاز اورکزۍ
Imran Dewana ❣️❣️
❣️ ❣️ ❣️
مونږه د امن د ســــــــپرلي داسې ارمان کړے دے
په اوښکه اوښکه کښې مو ذکر د جانان کړے دے
یو انګـــــرېزے ټوپک او بـــــــــــله جرمنۍ تماچه
چا په وادۀ کښې چا له دا د جنګ سامان کړے دے
په تاسو ټولو کـــښې د یو ســړي مونځ نۀ قبلېږي
یو لېوني په ډک جمات کــښې دا اعلان کړے دے
لېــــــونو تاســـــو د دنیــــا د حال نه څۀ خبر یئ
لېـــــــونو تاسو په وفا کښې هــم تاوان کړے دے
د زر او زور او زمــکې خلقــو چـــې خـــــبره کړې
نو وړمبے ټک یې په سټک او په سندان کړے دے
شاکره دومـــــره زړۀورتوب درسره خـوند نۀ کوی
د آئیــنې ســـترګو په تــــــا د چـــا ګمان کړے دے
زمونږ زيبا وطن په اور سوځيږي
زمونږ ليلا وطن په اور سوځيږي
بر په کابل مې سرې لمبې بلي دي
کوز پښتونخوا وطن په اور سوځيږي
د شيراني ځنګلونه يې تور سکاره کړو
د قېس باچا وطن په اور سوځيږي
د نورستان نښتر شو سره سکروټه
د احمد شاه وطن په اور سوځيږي
زمونږ د وطن ښکلا نظر سوه ښکاري
ځکه زما وطن په اور سوځيږي
زمونږ له ځنګلونو مرغان ټول والوتل
وائي چې دا وطن په اور سوځيږي
سحره! ژاړه د غني بابا تګ
شو! د ملا وطن په اور سوځيږي
رشيد سحر
٣٠م مئ ٢٠٢٢
ورکړه د خېر هم پۀ هنر ده ځکه ټول خېرګري
وختي سحر پۀ خپل بدن سينګاروي زخمونه
رياض تسنيم
ژوند څه دی یو عذاب دی یو بلا ده یو هیبت دی
دهـوکه ده بـې ایمانـې ده سراسر منافقـت دی
صابر 🕊❤️🔥
غزل
مينه هسې لېونتوب،
ترېنه ښه،يوازېتوب
بل به نه وي وطن داسې
"ده دراويو، ديار ږوب"
ځان بائېلم او تا ګټمه!
زما ځانګړی، مئېنتوب
خله چې غواړم، راکوه يې
دا بيا کوم کم اصلتوب؟
روښان روغ دېوان ليکی شي
ستا د سترګو، پر پاړسوب
صابر روښان
وږې ګیډې لــــــــه یو چونګ لپه خوراک را
د بخمـل د سور کمخواب وعدې دې بس که
تــــن بربنډ ته څۀ خاصه مالکین پوشاک را
بل جهان کښې ستا رحیم صفت به څۀ کړم
دلته امــــــــــن له ظالم سامــراج سفاک را
د دنیا دا زوړ وهمـــــي جهـــــــــان بدل که
دا خیالي ساقي مستي او جــــــام بدل که
اشرف مفتون
Click here to claim your Sponsored Listing.
Videos (show all)
Category
Contact the organization
Website
Address
University Town
Peshawar
Peshawar
The page goals are to help, assist, uplift and jack up the fragile pillars of societies and promote
Peshawar, Khyber Pakhtunkhwa
Peshawar, 25000
This page is all about News of Khyber Pakhtunkhwa
Peshawar
MBA(Marketing), MPH, Diploma in Computer Programming, 26 Years of Experience in Digital Development
District Charsadda Kpk
Peshawar, 24530
Kindness never goes wasted; our lives can only be useful if we can lessen the pain and sorrow of oth