الـحاج افتخار فـاتـح alhaj iftikhar fatih
Nearby gyms & sports facilities
Pakistan
Chakddara For Khyber PuKhtoon Khwa Pakistan
pakistan, Mingora
9900
Khyber Pakhtunkhwa
Peshawar
25000
Pk. Peshawar, Lahore
poetry
باني ومحتميم حضرت مولانا قاري سيد علي شاه حقاني صاحب
مالي وزير جامعه شيخ نويد احمد مدني صاحب
جامعه حادم قاري کامران عزيز صاحب
نائب محتميم حافظ ابو طلحه مجاهد صاحب
ده مینی ده سپوږمی غوندی غمجن اوپریشان یی
دسپینو سپینواوښکواودسرو وینوداستان یی
🥀 ٰٖٖٖٖٖٜ۬ـٰٰٖٖٖٖٜ۬ـٰٰٰٖٖٖٜ۬ـٰٰٰٰٖٖٜ۬ـٰٰٰٰٰٖٜ۬ ★🥀
پير اسماعيل معاويه
د مور جالبه کیسه‼️
یوه مور د خپل ناروغه زوی د کټ خواته ناسته وه او ژړل يې.🌲
ملایکه راښکته شوه, مور ته يې وویل:
! زه د الله ﷻ له خوا راغلې یم، ووایه څه غواړې؟🌲
مور ملایکې ته وویل:❤
له الله ﷻ څخه غواړم, چی زما زوی ته شیفا ورکړي. ملایکې وویل: پښیمانه کیږې خو به نه؟
مور ځواب ورکړ:
نه!🌲
ملایکې وویل:❤
اوس دې زوی روغ شو، خو تا کولای شول, چې دخپلو ړندو سترګو غوښتنه دې کړې وی...
یوه ورځ زوی مورته وویل:🌲
مورې ! زما میرمن له تا سره یوځای ژوند نشي کولی، غواړم تاته یو ځانته کور پیداکړم, ترڅو ته هلته جلا ژوند وکړې...
مور له کور څخه بهر شوه, یواځې کیناستله او پر ژړا بوخته شوه.🌹
ملایکه بیا راښکته شوه مور ته يې وويل:❤
ودې لیدل چې ستا زوی له تاسره څه وکړل؟
اوس پښیمانه شوې؟
غواړي ورته ښېرا وکړې؟🌷
مور وویل: نه پښيمانه یمه او نه هم ښېرا ورته کوم، ته څه پوهیږې؟🌹
ملایکې وویل:❤
بیا هم دالله ﷻ رحمت پرتا شوی،له الله ﷻ څخه دخپلو سترگو لید غواړې؟🌷
مور په ډاډ سره وویل, نه! ملایکې وویل, نو څه؟
مور ځواب ورکړ:🌹
له الله ﷻ څخه غواړم نګور مې ښه او زړه سوانده ښځه وي او وکولای شي چی زما زوی بختور کړي, ځکه زه نوره هلته نه یمه چې له خپل زوی څخه څارنه وکړم.🌺
دملايکې له سترګو څخه اوښکې روانې شوې او د اوښکو دوه څاڅکي دمور په سترګو کې ور توی شول او سترګو يې دید پیدا کړ.🌷
کله چې مور دملایکې اوښکې ولیدلې, ورڅخه ويې پوښتل:
ملایکې هم ژړا کوي؟🌺
ملایکې وویل: هو!
خو یواځې هغه وخت اوښکې تويوي او ژاړي چې کله الله ﷻ وژاړي.😢
مور پوښتنه وکړه:🌺
الله ﷻ هم ژړا کوي؟
ملایکې ځواب ورکړ:🌹
الله ﷻ همدا شیبه په لیوالتیا دخپل خلقت, چې نوم يې مور ده ژاړي. ياني چې مور ژاړي; الله تعالی هم ژاړي😭😭
*~مـــور~* قيسه
*مور خپل زوی ته وویل زویه: دوا ته اړتیا لرم.*
*زوی یې په ژړا له کوره ووتلی ځکه پیسې ورسره نه وې.*
*کله چي زوی بیرته کور ته راځي ګوري چې د مور پر مخ یې تازه تازه څو اوښکي پاته دي او مړه شوې ده.*
*زوی یې په چیغو وژړل، د مور پښې او لاسونه یې سم کړل اوښکي یې ورپاکي کړې.*
*د مور سرته حیران کښیناست او د مور راسته بغل ته یې په کاغذ سترګي ولګېدې.*
*کاغذ یې راواخیست په کاغذ کي لیکل شوي و:*
*(ای زما د زړه ټوټې! زه په دې ښه پوهېدمه چې ته زما دتداوۍ لپاره په جیب کې يوه روپۍ هم نه لرې.*
*هغه وخت چې ته ما په دوا پسي استولې، هغه وخت زما زنکدن نږدې شوی و، ما غوښتل چې زما زنکدن او مرګ ونه ګورې هسي نه راسره په تکلیف شې.*
*ما ستا لپاره یو ستر خزانه پرېښوده او هغه هم زما رضا ده).*
*داسـتغفـار عـجـیـبه ګـټـې*
*ښکلی کیسه*
*یو ځل امام احمد بن حنبل رحمه الله په سفر روان و او په یو کلي کې یې شپه شوه. امام احمد (رح) د خوب لپاره له مسجد بغیر بل کوم ځای ونه موندی او مسجد ته داخل شو. کله چې یې د خوب اراده وکړه نو که ګوري چې یو پیردار راڅرګند شو او امام احمد (رح) یې په مسجد کې له شپې تېرولو څخه منع کړ. امام احمد(رح) پیردار ته هر څه د قناعت ورکولو کوشش وکړ، خو هغه یې خبره ونه منل.*
*امام احمد (رح) ورته وویل چې خیر دی زه به د څپلیو په ځای کې بیده سم. پیردار یې هغه ساعت خبره ومنل، خو کله چې امام احمد بن حنبل(رح) بیده شو، نو پیردار ته یې خوند ورنه کړ او په کشولو یې له مسجد څخه را بهر کړ. سره د دې چې امام احمد بن حنبل رحمه الله یو د عزت او وقار څښتن شیخ و او د بزرګۍ نښي له ورایه پرې ښکارېدلې.*
*دباندي د یو نانوای خورا په زړه پوري او غټ ځای و، چې ډوډۍ یې پکي پخول او خرڅول. نانوای چې کله پیردار ولید، چې یو د عزت او وقار څښتن شیخ په داسي بد حالت کې له مسجد څخه په کشولو راباسي، نو نانوای غږ ور وکړ او امام احمد (رح)ته یې د شپې تېرولو لپاره ځای ورکړ.*
*نانوای د امام احمد(رح)ښه اکرام وکړ او د خوب لپاره یې ښه ځای ورته برابر کړ. نانوای د اوړو اخښلو لپاره ولاړ، خو په خپل هر حرکت کې استغفار وایي .* *نانوای که هره زواله جوړوي هم استغفار وایي او که ډوډۍ پر تنور وهي یا یې راباسي هم استغفار وایي . امام احمد(رح) د نانوای دې کار زیات حیران کړ او نانوای هم په مسلسل ډول استغفار وایي .*
*کله چې سهار شو نو امام احمد(رح) له نانوای څخه د* *دومره زیات استغفار ویلو په اړه پوښتنه وکړه. نانوای ورته وویل: “زه اوس د دې سره عادت شوی یم او هره ورځ استغفار وایم”.*
*امام احمد(رح) پوښتنه ترې وکړه چې آیا د استغفار کومه ګټه یا ثمره دي لیدلې ده؟ نانوای وویل: هو! په الله قسم چې هره دعاء مي غوښتې ده، الله تعالی قبوله کړې ده، مګر یوه دعاء پاته ده.*
*امام احمد(رح) ورته وویل چې هغه کومه دعاء ده؟*
*نانوای جواب ورکړ: د امام احمد بن حنبل(رح) لیدل.*
*امام احمد(رح) ورته وویل: زه امام احمد بن حنبل یم او په الله* *قسم! په کشولو دادی تاته راوستل شوم، تر څو دي الله تعالی ج د استغفار په برکت سره دا هیله هم پوره کړي.*
لکه هندره داسي ټوک ټوک مي دي زړه درپسي
سترګي مي ژاړي اشنا درد مي کړي باړه درپسي
پیسې وایي: ما لاسته راوړه، نور هر څه هېر کړه
Click here to claim your Sponsored Listing.
Videos (show all)
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Peshawar
Peshawar, 1874
. جانتا تھا کھا رہا ہے بے وفا جُھوٹی قسم سادگی دیکھو کہ پِھر بھی اِعتِبار آ ہی گیا