Gulhazrat aryan

A***n khan

11/10/2022
20/09/2022

مولوی صیب ښه دی ونکړو 😢😢
نور یی په لاندی کمنټ کی لیدلی شی 👇

28/07/2022

له 🇦🇫 بیرغ سره فرضي مرکه!

اشنا: تاسو ولی سپین نه یاست؟

ملي: 🇦🇫زه پخوا هم سپین وم، خو د زمانو تاړاکونو اړ ایستم چې اتلس ځلي خپل رنګ بدل کړم.

اشنا: اتلس ځلي؟

ملي: 🇦🇫هو لږترلږه اتلس ځلي. کله چې د ۱۹ پیړۍ وروستیو کې انګریزانو د درېم ځل دپاره زما په خاورې تیری وکړ، په ولس می توره تیاره راغله. د افغانستان هغه ویاړلی ولس یي په خپله خاوره کې اسیر او بندي کړ چې لمړی ځل یي په ۱۸۳۸/۱۸۴۳ کې په هلمند کې د انګریز یرغل مات کړی و. ما د غم نه تورې جامې واغوستلی. خپل رنګ مې تک تور کړ خو محراب او کعبه مې په خپل زړه سپین وساتل.
بیا کله چې زما زړور ولس او بچو په ۱۹۱۹ کې د ټولې خاورې د کور او بهر مسایلو کې خپلواکي اعلان کړه، خوشحاله شوم او د خوشحالۍ کالي مې واغوستل. زما کالي دری رنګه شول.
محراب او منبر می د غنمو په خوشو کې وساتل او د لا إله إلا الله محمد رسول الله کلمه مې په سر ولیکه.

اشنا: دری رنګونه دی ولی وساتل؟

ملي: 🇦🇫تور می ځکه پر ځان پریښودو چې هر نوی نسل می پدې پوه شي پلرونو او نیکونو یي د بهرني یرغل محرومه سیاسي او اجتماعي دوره تیره کړې.
سور می ځکه ورزیات کړ چې زما زړورو بچو د بهرني یرغل په وړاندې د وینې په بدل کې د خپل ولس او خاورې آزادي حفظ کړه.
زرغون مې ځکه ورزیات کړ چې تر مطلق خپلواکۍ وروسته زما ولس د یو مترقي، هوسا، او آباد افغانستان پر لور ګامونه اوچت کړي.

اشنا: مګر دا څوک دي چې بیا دی سپینوي؟

ملي: 🇦🇫دا د هماغه انګریز لاسپوڅي دي چې پيړۍ پخوا یي راپسې هندیان، پنجابیان او د لوی هندوستان نور بیچاره ولسونه رالیږل او جنګول، خو چې درې ځل یی ماتې وخوړه، بیا یی په ډیر چل و ول په خپل قلمرو کې زما ګیر پاتې مظلوم او محروم ولسونه تیر ایستل او د خپل پلار او نیکه
د کور ورانولو ته یی راولیږل.

اشنا: ته څنګه پوهیږی چې ستا خپل بچي یی تیر ایستلي؟

ملي: 🇦🇫دا ځکه پوهیږم چې دوئ ډیر ساده او نالوستي دي. دوئ به د خپلو تورو فکرونو په څیر په نیمه شپه کې د څو زره روپيو بدل کې مکتب ته اور آچولو، زما ملي تاسیسات به یي په بمونو الوزول، جوماتونو کې به یی ځانونه الوزول، بندونو ته به یی ماینونه خښول، سرکونه به یی ورانول،
د برق سټیشنې او پایې به یی ورانولې. د ولس امنیتي پوستې او قرارګاګانې به یې سوځولې. دا هرڅه ما ځکه لیدل چې زه به د هر مکتب، جومات، تعمیر، بندونو او پوستو پر سر جګه غاړه ولاړ وم.
دوئ اوس لوڅ کړم. د ټولو سیالانو په مخ کې یی په رڼا ورځ لغړ درولی یم او زما د ولس هماغه تاریخي دښمن یی خوشحاله کړی چې ددی نالوستو او سادګانو پلرونو او ولسونو په میړانه ورسره جنګیدل او زما پرده یي کوله، ملي او جهاني عزت یی راته ساتلی و.

اشنا: نو دوئ ولی په خپل ملي ویاړ او عزت نه پوهیږي؟

ملي: 🇦🇫دوئ ملامت ندي. دا خبره څو دلیلونه لري. کله چې ما د ویاړ او عزت دری رنګه جامې اغوستلې، هماغه وخت د دوئ دری څلورو بی وجدانه پلرونو د پېسو او مقام په جنون کې د دښمن لمن ته ورغلل، خپل بچیان یی هم په هماغه غلامه روحیه وروزل او د خپلې خاورې د ورانۍ او بربادۍ له پاره د دښمن بم او باروت شول.

بله ډله زما د حاکمیت هغه مفسد او غله چارواکي وو چې بیت المال یی غلا کړ او د ولس د خدمت پرځای څو محدود خائینان پنډ شول او د ملت حق یی وخوړ. لدې امله ډیر پلرونه او مېندې بیې وسه شوو او خپل ګلالي ماشومان یی پدې هیله چې ماشومان یې په نس ماړه او دین زده کړي، هغو مدرسو ته لاړل چې دښمن پکې د انسان ضد، بشریت ضد او قران ضد اعمال ورښودل. دا ماشومان لا ځلمکي وو چې د شهوت په قوت کې یي د جنت په حورو او شرابو نشه کړل او د خپلو خوئیندو، مېندو او تنکیو ورونو په وژنه، شکنجه او زنداني کولو یي لاس پوری کړ.

اشنا: فکر کوئ دوئ به یوه ورځ پدې حقیقت پوه شي؟

ملي: 🇦🇫فکر نه کوم که ټول یي دا حقیقت درک کړي. خو د الهي رحم او علم زیات دی، که خدای ورحمیږي او دوئ ته د نیکۍ هدایت وکړي، شاید ډیر ژر د خپل میړني ولس او خپلواک هیواد پرضد د دښمن فریب او چال باندی پوه شي. دوئ د حقیقت په پوهیدلو شاید لمړی پخپله د دښمن شوم پلانونه شنډ کړي او د ملي یووالي له پاره ما بیرته د خپلې تاریخي کلا (قلعه) په برجونو ورپوي.
او که هدایت ورته ونشو، شاید د زړور ولس د صبر کاسه ډکه شي او دوئ داسی ذلیله کړي چې نور هیڅکله زما طرف ته پورته هم ونه وګوري.🇦🇫

13/07/2022
23/03/2022

په کورونو کې د علم ډيوې باید روښانه پاتې شي

شاوخوا ۸ میاشتې وشوې، چې افغانې نجونې د ښوونځي له نعمته بې برخې دي. اوس چې د نوي کال په پيلېدو سره بايد دا نجونې خپل برخليک روښانولو او د علم ډيوې بيا لګولو لپاره ښوونځيو ته لاړې شي، له بده مرغه پر هېواد د حاکم نظام له خوا له اووم تر دولسم ټولګي پورې ښوونځي د دوی پرمخ تر نا معلومې نېټې پورې وتړل شول، دا ډول کړنه مطلقا د وطن د نوي نسل له تیارو سره مخ کېدو په معنی ده.
نو هیله لرم چې نوی نسل په ځانګړې توګه ښځينه قشر د علم له فریضې محرومې نه شي.

Photos from Gulhazrat a***n's post 23/03/2022

له روان حالته پوی شومه صميمه!
د وطن د ابادۍ کيسـې دروغ وې
#ناهيلي

Timeline photos 15/08/2021

إدارات المرور بمختلف مناطق المملكة تنفذ الحملة الميدانية لضبط الدراجات الآلية المخالفة

‏⁧‫ ‬⁩

26/03/2021

راتلونکې دوشنبه د حمل ۹ نیټه به ان شاءالله د برات شپه وي (شعبان ۱۵ مه) شپه او ورځ:
د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کی الله تعالی ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي.
به په دي شپه کي په لړزه وو، او وارخطا به وو ویل به یې د برات شپه ده زما اعمال الله ته وړاندې کیږي ، الله تعالی خبر پایله به یی څه وي! په دې شپه انسان ته روزي ، روغتیا ، ناروغي ، تندرستي او ټول شیان د انسان د راتلونکي کال لپاره تعین کیږي!!!

په دې شپه د باندې راووت او په ژړا یې، اسمان ته کتل او ویل به یې ای الله تعالی نن تاته اعمال وړاندې کیږي ، چی د #علي اعمال به الله خبر څنګه وي!!!

صحابه راغلل له څخه یې و پوښتل، چی اې! د الله تعالی رسوله کله چی د شعبان ۱۵ شپه شي نو ته هغه په عبادت او ویښه تیروې او د شعبان ۱۵ ورځ روژه نیسې دا د څه لپاره ده؟ د الله تعالی رسول ورته وفرمایل: زه د شعبان د میاشتې په ۱۵ ورځ د دی لپاره روژه نیسم چې په او دا مې خوښیږي چې زما د عبادت شروع په عمل نامه کې په روژه باندې شي. د شعبان د میاشتې ۱۵مه شپه کې د دې لپاره عبادت کوم او په ویښه یې تیروم چی دا مې خوښیږي چې کله می الله د کال په اخیر کی اعمال وړاندی کېږي نو هغه مې هم په عبادت کی تیره شي او په عمل نامه کې مې اخیر عمل عبادت وي!!!

د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې کله به د برات ( شعبان ۱۵) شپه را رسیدله نو دوی به جنت البقیع ته تلو او شپه به یې هلته په عبادت تیر وله ، (رض) اوږدوله چې ما به ویل چې الله مکړه هغه روح قبض شوی دی ، لاس مې د رسول الله ﷺ پښې ته ور وړاندې کړ چې کتل مې د مبارک پښې ټکان وخوړه وروسته پوه شوم چې هغه ﷺ ژوندی دی ، او بیا مې خپل غوږ د هغه خواته ور نیږدې کړ چې په سجده کې (یا الله پنا غواړم ستا د عذاب څخه ، خدایه پنا غواړم ستا د قهر او عذاب ، خدایه پنا غواړم ستا په طرف او حرکت کوم ستا طرف ته ، خدایه ستا شان چې لایق د عبادت دی مونږ هغه قسم عبادت ندې کړي!!!

ياده شپه د خلاصون شپه هم ياديږي يعنى د ګناه نه د خلاصون شپه ددى شپي خاص عبادت د احاديثو مبارکو په رڼا کې په لاندې ډول دى :

1:- دوه رکعته نفل بيا سورة يس لوستل او د ايمان لپاره دعا کول

2:-دوه رکعته نفل بيا سورة يس بيا د حلال رزق لپاره دعا کول
3:-دوه رکعته نفل بيا سورة يس او بيا لوى عمر لپاره دعا کول

ګرانو دوستانو : ويل کيږي چي د برات په شپه د راتلونکي کال تقدير ليکل کيږي او دعا کولي شي د انسان تقدير ته بدلون ورکړي نو هيله ده چي په دي شپه کي الله ته عبادت وکړي او د افغانستان لپاره دعاګانې وکړئ. د ټول مسلمان امت ، د اتفاق لپاره دعا وکړئ دوستانو، موږ هم دعا کې ياد کړئ!
شير کول یی ستاسو ثواب دی 👉

26/03/2021

ولې باید له امرالله صالح کلک ملاتړ وکړو؟
لمړی دریځ یې له طلوع تلویزیون سره په مرکه کې د ډیورنډ کرښې په اړه د ستایلو دی شعار یې دا وو چې له ژوند څخه تېریږم خو له ډیورنډ کرښې نه تېریږم د امام حسین پیرو یم که زه ونتوانیږم بل نسل خو به خپله خاوره ترلاسه کړي.
دوېم دریځ یې کندهار ته د سفر پر وخت د افغانستان د تاریخ او کلتور او د دې هیواد د شهیدانو په اړه.
درېم یې هغه وخت کله چې امریکا د ۵۰ میلیونه ډالرو بندولو تهدید پیل کړ نو د ولسمشر کلک ملاتړ یې وکړ او ورته یې ووېل امریکایانو په مخه مو ښه.
څلورم د جمهوریت په اړه د ولسمشر کلک ملاتړ او امریکا ته نقد ځواب.
پنځمه چاره چې واقعا د ستایلو ده په ورستیو کې د کابل خراب امنیت بېرته نورمال حالت ته راګرځول او د همدې چارې لپاره هر سهار ډېر وخته پاڅېدل د پولیسو افسران نازول.
هیواد مو یو موټي کېدو ته اړتیا لري / سره یو شئ او هیواد پالنه مو ژوند وګرځوئ.
شیر یې کړئ

25/03/2021

په ټول عمر کې یو ځل حتما دا دعا ووايئ
په شریکولو کې ډیرې ګټې دي
نو د ثـواب په خاطریې شیر کړئ
د حضرت محمد(ص) څخه روایت شوی
هر هغه چا چې دا دعا وویله داسې دی لکه چې یې
360 وارې حج کړی وي
360 وارې قرآن ختم کړی وي
360 غلامان یې آزاد کړی وي
360 دينار یې صدقه کړي وي
په همدې وخت کې حضرت جبرائیل(ع) حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته و فرمایل:
يارسول الله:
هر بنده د الله چې دا دعا وویله
«که هر څو یو ځل په ټول عمر کې وی»
الله تعالی په خپل عظمت، حرمت او جلال قسم یاد کړی چې د هغه له پاره 7 څیزه ضمانت کوي:
1-فقر او لاس تنگوالی یې د بین نه وړي.
2-د منکر او نکیر د سوالونو نه به په امان کې وي.
3-او هغه به په آسانۍ سره د پل صراط نه تیریږي
4-د ناگهانۍ مرگ نه یې ساتي.
5-جهنم ته ننوتل پرې حرام وم.
6-د قبر د تنگوالی نه یې ساتم
7-د ظالم پادشاه د قهر او غضب نه یې په امان کې ساتم.
دا هغه دعا ده:
بِسمِ اللهِ الرَّحمنِ الرَّحیم
لا اِلهَ اِلاَّ اللهُ الجَلیلُ الجَبار،
لااِلهَ اِلاَّاللهُ الواحِدُ القَهّارُ ،
لا اِلهَ الاَّاللهُ العَزیزُ الغَفّار
لااِلهَ اِلاَّ اللهُ الکَریمُ السَتّار،
لا اِلهَ اِلاَّ اللهُ الکَبیرُ المُتَعال
لا اِلهَ الاَّ اللهُ وَحدَهُ لاشَریکَ لَه اِلهاً واحِداً رَبّاً و شاهِداً اَحَداً صَمَداً وَ نَحنُ لَهُ مُسلِمونَ
وَ لااِلهَ اِلاَّ اللهً وَحدَهُ لاشَریکَ لَهُ اِلهَاً واحِداً رَبّاً وَ شاهِداً اَحَداً صَمَداً وَنَحنُ لَهُ عابِدُونَ
لااِلهَ اِلاَّ اللهً وَحدَهُ لاشَریکَ لَهُ اِلهَاً واحِداً رَبّاً وَ شاهِداً اَحَداً صَمَداً وَنَحنُ لَهُ قانِتونَ
لااِلهَ اِلاَّ اللهُ وَحدَهُ لاشَریکَ لَهُ اِلهَاً واحِداً رَبّاً وَ شاهِداً اَحَداً صَمَداً وَنَحنُ لَهُ صابِرونَ
لااِلهَ اِلاَّاللهُ مُحَمَّدٌ رَسولُ الله اللّهُمَّ اِلَیکَ وَجّهتُ وَجهی وَ اِلَیکَ فَوَّضتُ اَمری وَ عَلَیکَ تَوَکَّلتُ یا اَرحَمَ الرّاحِمین.
لطفاً نشر یې کړئ چې نور هم ترینه استفاده وکړي.

25/03/2021

« مه تړه شمله ياره،په غاړه دې اوږۍ ښه ده
سل بي ننګ‌ زلمونه،يوه پېغله ملالۍ ښه ده»
آغلي ښکلا ځدراڼ، زما د ښوونځي دوخت ديو تکړه او په هېواد مئين شخصيت لورده ،که پدي تور له‌ دندی ګوښه شوي وي چې ولې يې عليپور او ايران پلوه فاطمينيو شرارتي او جګړه ماري ډالګۍ ته ترهګر او تروريست ويلي دي؟ زه يې هم په زغره ملاتړ کوم او په ډاګه وايم چي عليپور او د فاطمينيو بانډ ټول حرفوي ترورستان دي، هغوی دايران په پيسو او وسلو سمبال دي، له اروپا،کاناډا امريکا او استرليا څخه هزاره توکمه وګړي بې شميره پيسي ورته راليږي، دغه شراراتي او ترهګره ډله شپه او ورځ زموږ د هېواد د بربادۍ په فکر کې ده، خوري او چښي په افغانستان کي مګر هګۍ په ايران کې اچوي!!!
د ښکلا ځدران له دندې څخه ليرې کول د ازادۍ د ټولو نړيوالو او سويډن قوانينو خلاف کار دي. زه د سويډن افغانستان کمېټې دغه پرېکړه په کلکو ټکو غندم او د شرم وړ يې بولم په سويډن او افغانستان کې دسويډن افغانستان کمېټې په مشرانو غږ کوم چې د ښکلا ځدران په اړه خپله ناوړه او شرموونکي پرېکړه بېرته واخلي او د ازادۍ ژبه يې غوڅه نه کړي او ښکلا ځدران خپلې دندې ته بېرته راولې. که نه نو د سويډن افغانستان کمېټې دغه پرېکړه پدې مانا ده چې دغه کمېټه هم دجنګسالارانو،مالي،معنوي او سياسي ملاتړ کوي.
دا د آغلې ځدران حق بولم چې ديو جنګسالار او ترهګرې ډالګۍ کومه چي په مذهبي بنياد له ايران څخه پړسيږي پر خلاف اواز پورته کړي ،بايد ورته درناوی وشي. که سويډن افغانستان کمېټه دغه پرېکړه بېرته وانه خلي،زه به پدغه اړه د نورو قانوني لارو څخه ګټه پورته کړم او دغه ناوړه کار به په نړيوال ډګر کي د ترهګرۍ په وړاندي د مور او مېري چلند ثابت کړم کو چې ځينو نا اهله په مخ روان کړي دی!!!!
که څوک زما دخبرو ملاتړ کوئ ،بيانو په درنښت سره ليکنه شير او خوره کړئ ! مننه
ډاکتر هېواد ځدراڼ




کاپی

24/01/2021

دا د کوچیانو وکیله صاحب خو ډیره سپین سترګې ده
په رڼا ورځ خوبونه وینی دفتر مفت څوک چاته ورکوی
شوخی دی معاف وی

24/01/2021

نوم دی نه اخلم خو تاته دی ډالۍ وی

21/01/2021

الله دی دایمی سوله راولی

بن کریم العیسی:
د افغان جګړې پای ته رسول زموږ مسوولیت دی

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر سعودي ته د خپل سفر پر مهال د رابطه عالم اسلام په نامه بنسټ له رییس او د اسلامي نړۍ له پېژندل شوي مفکر محمد بن عبدالکریم العیسی سره لیدلي دي. د بهرینو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغان جګړې په اړه یو بل سره خبرې کړې دي او د دغې جګړې پر پایته رسېدو یې ټینګار کړی دی. العیسی ویلي چې جنایت او تروریزم په اسلام کې ځای نه لري او نباید جنایتکارانه او تروریستي اعمال په اسلام پسې وتړل شي. هغه زیاته کړې چې دوی د افغان جګړې پایته رسول خپل مسوولیت بولي او ژمنه یې کړې ده چې ډېر ژر به د افغان جګړې پای ته رسولو په موخه د اسلامي نړۍ د عالمانو، مفتیانو او مفکرانو یوه ناسته راوبولي او د افغانستان بحران ته به یوه معقوله حل لاره ومومي. هغه ټینګار کړی دی چې په یاده ناسته کې به طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړي.

20/01/2021

تل لوې لمبې د وړو بڅرکو رامنځ ته کیږی

18/01/2021

ښکلی ډآلې

17/01/2021

په زړه پورې ډآلۍ

17/01/2021

د ليوني ټرمپ په ځواب کي!

هټلر 11ميلونه انسانان ووژل خو مسلمان نه و
ماوټسي 20ميلونه انسانان ووژل خو مسلمان نه و
سټالين 20ميلونه انسانان ووژل او مسلمان نه و
په لومړي نړيواله جګړه کي 17ميلونه انسانان ووژل شول، او هيڅ مسلمان د هغه په رامنځ ته کولو کي لاس نه درلود
په دويمه نړيواله جګړه کي 55ميلونه انسانان وږژل شول او مسلمان پکي هيڅ رول نه درلود
د امريکا لخوا د ويتنام په جنګ کي 5ميلونه انسانان ووژل شول چي هيڅ مسلمان پکي دخيل نه و
د امريکا لخوا پر جاپان د اتومي حملي په ترڅ کي دوه لکه انسانان ووژل شول او هيڅ مسلمان پکي لاس نه درلود
د امريکا لخوا پر عراق د حملي په ترڅ کي نږدى 12لکه انسانان ووژل شول او مسلمان دا جنګ نه ده رامنځ ته کړي
په کمبوډيا کي د جنګ په ترڅ کي 3ميلونه انسانان ووژل شول چي مسلمان پکي هيڅ رول نه درلود
د امريکا لخوا پر افغانستان د يرغل په ترڅ کي په لکونو انسانان ووژل شول او حمله هم مسلمان نه ده کړي
په بوسنيا او کوسووا کي 5لکه کسان ووژل شول او مسلمان پکي دخيل نه وو.
نو اوس تاسي وواياست چي تروريست مسلمان دي که کافر؟

#کاپی

10/01/2021

ښکلې ډالۍ

05/01/2021

سهارنۍ ډالۍ

Photos from Gulhazrat a***n's post 27/12/2020

المدینه المنوره
ښایسته بارانی موسم

26/12/2020

له یو څه ځنډ ورسته یو ځل بیا
الله ج دی وکړی چی روغ اوجوړ به اوسی

01/09/2020

مستقیم روان اوسه ! داچی ستا سیوری خلکو ته کوږ ښکاری پروا یی مه ساتهی!

Photos from Gulhazrat a***n's post 30/08/2020

اِن محمداً له فی القلب حباً
فصلوا علیه کی یزیدالحب حباً

Photos from Gulhazrat a***n's post 30/08/2020

سهارنی انځور

Photos from Gulhazrat a***n's post 14/08/2020
Photos from Gulhazrat a***n's post 29/04/2020

سبحان الله دالله قدرت ته ګوره

30/03/2020

خپل وطن ګل وطن

Want your restaurant to be the top-listed Restaurant in Jeddah?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

سهارنۍ ډالۍ

Category

Website

Address


Jeddah
22233
Other Restaurants in Jeddah (show all)
20 Hours 20 Hours
Palestine Street With Steen St
Jeddah

CHILLAX CHILLAX
Al Batarjee Street
Jeddah

The Official page for Chillax Coffee® We're here to enjoy. TELL YOUR FREINDS.

Caffe Aroma Caffe Aroma
Al Hamraa Commercial Center, Kurnaysh
Jeddah, 21412

CaffeAroma is a popular destination for locals and foreigners to enjoy acasual coffee or amazing food

Papaya بابايا Papaya بابايا
Jeddah, 23425

Papaya Cafe & Restaurant is a paradise retreat where you will discover new flavors of oriental and western cuisine under a massive sky dome.

GolShan Rasturint GolShan Rasturint
Khonkarya
Jeddah, 777259

اليماني للمندي اليماني للمندي
Jeddah

طباخ ولايم ومناسبات استعداد تام

Coffee Bean Coffee Bean
جدة, السعودية
Jeddah, 22233

attempt...

مطاعم فورك FORK Restaurants مطاعم فورك FORK Restaurants
شارع المعهد الصناعي
Jeddah

مطعم يقدم وجبات الباستا و المكرونات

نوع المدقق نوع المدقق
Jeddah

نوع المدقق

Lunch box FM Lunch box FM
Jeddah

للأكلات المصرية والمجمدات والسندوتشات� متاح التوصيل?

RobuAlyemen.sa RobuAlyemen.sa
Al Warood, Jeddah Jeddah, Saudi Arabia
Jeddah, 23224

مطعم يقدم جميع الأكلات الشعبية بمذاقها الأصيل