Roman muhabat

زمونږ دا نوي پاڼه درسره لایک او فالو کړئ، پخونۍ پاڼه بنده شوه.!

23/08/2023

په اوریدو به یې پیښمانه نه شئ👇
چــي ماشومان دې خړ تورخم ته په ژاړه راولي.!♥

Photos from Roman muhabat's post 12/05/2023

کرکټ ته جوړ راشدخان
بالېنګ:
څلور اورونه دیرش منډې او څلور ویکټې
بیټینګ:
دوه دېرش باله د لسو شپږیزو پر مټ ۷۹ نه سوځیدلي منډې جوړې کړې.

12/05/2023

د راجستان ځوان لوبغاړی یاشسوي جیسوال بیګا شپه د ای پي ایل په تاریخ کې تر ټولو چټکه پنځوسیزه په ۱۳ بالونو ووهله. او تقريبا په 98 منډو ناټ اوټ له میدان څخه ووت. له جیسوال څخه څو ورځې مخکې هرشا بوګلی وپوښتل چ دا دومره قوت او زور له کومه پیدا کوي؟ جایسوال ورته په ځواب کې وویل وایي زه په خپل فټنس ډېر کار کوم ، جیم ته په وخت ځم او خپل خوراک په منظم ډول پام کې نیسم. له کرکټ څخه دباندې/اخوا زما ژوند ډیر منظم دی. له ټولو مهمترینه خبره یې دا وه چ زه ذهني جوړ او قوي یم

مگر زموږ د افغانانو لوبغاړو یو ویډو مې کتله یو وای زما د کابل پلو ډېر خوخیږي بل وای زما لوبیا ډېره خوخیږي او هغه بل پکې لا وخاندي چ زما د خوست ډنډکی ډېر خوښ دی ، فټنس خو پرېږده نور خو تاسو ته ښه معلوم دي ماسیوا د یو څو لوبغاړو نه بغیر یو هم خپل فټنس ته پام نه کوي او نتيجه هم لکه د لمر روښانه ده ټولو ته .

مګر د جایسوال غوندې د ځوان لوبغاړې دا ډول خبرې ټولو نورو هغو ځوان او مسلکي لوبغاړو ته عبرت درس دی چ په کرکټ کې او له کرکټ بهر باید په فټنس ډیر کار وشئ تر څو په میدان کې ښه نتیجه ورکړي.

ډېر ژر به د هندي ملي لوبډلې ابې رنگه شرټ په تن کړي خدای شاهد دی الله تعالی بیل نمونه استعداد او جرات ورکړی دی د هیڅ بالر څخه ویره او ډار نه لري هر شاټ په ډېر تخنیک او جرات سره وهې .

12/05/2023

اینډین پریمیر لیګ(IPL)څه ډول تجارت دی.؟
دلته یې اوریدلی شئ.!👇

یادونه: زمونږ پخونۍ پاڼه بنده شوه دلته مو د تازه معلوماتو لپاره وڅارۍ👇

https://www.facebook.com/Roman.com.af?mibextid=ZbWKwL

26/02/2023

د دوی هم کیسه خرابه ده.!
د پاکستان کرکټ بورډ او PSL کې د لوبډلو مالکانو بېړنۍ غونډه وکړه.
غونډه کې په دې هم خبرې وشوې چې د یاد لیګ پاتې لوبې کراچۍ، عربي اماراتو او یاهم امریکا کې ترسره کړي.
د پاکستان کرکټ بورډ که څه هم د پنجاب حکومت ته د امنیت لپاره کروړونه روپۍ ورکړي خو دغه حکومت یې امنیت نه نیسي.
تازه د لاهور قذافي لوبغالي څخه چېرته چې د یاد هېواد کرکټ بورډ مرکزي دفتر دی ۸ دانۍ CCTV کېمرې،فایبر کېبل او د جنراتورونو بېټریانې غلا شوي دي.

22/02/2023

*ده افغانستان ده سختو ورځو ېار فرېزېډنټ. محمد نبي بالینګ ورسره څنګ کې ده نجيب الله زدران په زړه پورې کېچ. او ورسره په زړه پورې پختو کمېنټرې او ده اصغر ستانکزي کامیاب کفتانې. خوند ترې واخلئ او لایکونه هم ورکړې*

22/02/2023

پاکستان کې د لاهور قلندرز لوبډلې د لوبغاړو له لوري راشد خان ته د ښه راغلاست ویډیو
جالبه خو دا ده چې راشد یو لوبغاړي ته وايي چې بیک نه مې څه پټ نه کړې؟😝
تاسو ویډیو وګورئ!👇

20/02/2023

*ګوتم ګمبیر: روهیت شرما هم د ویرات لاره تعقیبوي* د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی ګوتم ګمبیر وایي، زه داسې احساس کوم چې روهیت شرما به د هند تر ټولو بریالی لوبډلمشر وي او هغه دغه لاره په ډېر ښه ډول سره تعقیبوي.ګوتم ګمبیر وایي، ویرات کوهلي چې کله چې د دې ټیسټ لوبډلې لوبډلمشري کوله نو په استثنایي ډول یې ښه لوبډلمشري کوله او روهیت شرما هم د هغه لاره تعقیبوي.بله خوا د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر روهیت شرما د ویرات کوهلي ستاینه کړې ده او ویلي یې دي چې ما د ویرات کوهلي له لوبډلمشرۍ ډېر څه زده کړي او هڅه کوم چې عملي یې کړم.روهیت شرما له لومړۍ ټیسټ لوبې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې د ورو توپ اچونکو ستاینه وکړه او ویې ویل چې رویندرا جدیجا، روي اشوین او اکشر پټېل غوره توپ اچونه وکړه او موږ یې بریا ته ورسولو.روهیت شرما د خپلې لوبډلمشرۍ په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې ما له ویرات کوهلي د لوبډلمشرۍ په اړه ډېر څه زده کړي او دا مې هم زده کړي چې څه ډول په مقابله لوبډله پریشر یا فشار وساتم.

20/02/2023

*پیټ کمېنس په ناڅاپي ډول د شخصي دلایلو له امله له هند، اسټرالیا ته ولاړ* د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر پیټ کمېنس په ناڅاپي ډول د شخصي دلایلو له امله اسټرالیا ته ولاړ؛ خو ډېر ژر به بېرته له خپلې لوبډلې سره یوځای شي.هندي رسنۍ وايي چې د پیټ کمېنس په کورنۍ کې کوم څوک ناروغه شوی چې له امله یې نوموړی هم اسټرالیا ته تللی دی او د دریمې ټیسټ لوبې له پیل مخکې به بېرته هند ته راستون شي.د اسټرالیا کرکټ لوبډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پټ کمېنس به روانه اونۍ له لوبډلې سره یوځای شي، څو د درېیمې ټیسټ لوبې لپاره چمتو شي.د يادونې وړ ده چې د څلورو ټیسټ لوبو په لړۍ کې هندوستان په لومړیو دوو لوبو کې میلمه لوبډلې ته ماتې ورکړې او د دواړو لوبډلو ترمنځ به دریمه ټیسټ لوبه د مارچ په لومړۍ نېټه پیل شي.بله خوا د اسټرالیا کرکټ لوبډلې چټک توپ اچونکی جوش هزلیووډ هم د ټپ له امله له خپلې لوبډلې بېل شوی او په پاتې دوو لوبو کې به ونه لوبېږي.

20/02/2023

*مجیب ځدراڼ او راشد خان ارمان پاکستان ته رسیدلي چې په PSL کې ولوبیږي*
*یو شمېر نور افغان لوبغاړي هم دغه لیګ کې لوبیږي*
*قیس احمد له وړاندې او د سږکال لیګ له پیل څخه دغه لیګ کې لوبیږي*

20/02/2023

په آی پي ایل کې ټولې لوبډلې له روهیت شرما وېرېږي.!
د هند غوره لیګ د سږني پړاو مهالوېش اعلان شوی او دغه لیګ به د مارچ په ۳۱ پیل شي، چې ممبۍ انډینز، چې پنځه ځلي یې اتلولي خپله کړې، به خپله لومړۍ لوبه د اپریل په دوهمه نیټه د رایل چلینجرز بېنګلور سره وکړي.روهیت شرما به یو ځل بیا په لوبغالي کې د ممبۍ انډینز لوبډلې مشري وکړي؛ خو د کلکتې نایټ رایډرز اتل ګوتم ګمبیر وایي چې نورې لوبډلې په آی پي ایل کې د هیټ مین او د هغه له لوبډلې څخه وېره لري.ګوتم ګمبیر چې د هند او اسټرالیا ترمنځ په ډیلي کې د دوهمې ټیسټ لوبې د کمنټرۍ غړی و، د یوه ملګري مبصر لخوا ترې پوښتنه وشوه چې تاسې کله د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلمشر وئ، کوم دوه لوبغاړي مو په خپله لوبډله کې شاملول غوښتل؟ګوتم وویل چې دا یوه ستونزمنه پوښتنه ده، خو ځواب یې ډېر ساده دی. که زه کوم دوه لوبغاړي غوره کون هغه به روهیت شرما او یوراج سینګ وي او له دوی پرته زه کوم بل څوک نه ټاکم.

20/02/2023

*ایا پوهېږئ چې راشد خان څومره شتمني لري؟* راشد خان د افغانستان یو مسلکي کرکټر دی, چې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره لوبه کوي او په شل اوریزه او پنځوس اوریزه کرکټ کې یو له غوره لوبغاړو څخه دی او په ټوله نړۍ کې مختلف لیګونه لېږي.د راشد خان اټکل شوې خالصه شتمني څلور میلیونه ډالره ده، چې خپل عايد ډېره برخه له نړيوال او لیګونو کرکټ او ترڅنګ یې له برانډونو څخه ترلاسه کوي.راشد خان د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د لوړ معاش لرونکو لوبغاړو څخه دی، چې اوسمهال د افغانستان له کرکټ بورډ څخه تر ۷ میلیونه افغانۍ ترلاسه کوي او د افغان کرکټ په تاریخ کې تر ټولو زیاتې پیسې اخستونکی لوبغاړی دی.همدغه راز پنځه کاله په آی پي ایل کې د سنرایزرز حیدراباد سره ولوبېده چې لومړی مقام په ۴ کروړه او پاتې څلور کلونه یې په ۹-۹ کروړه تړون درلود او له هغې وروسته تېر کال ګجرات تایټنس په ۱۵ کروړه واخیست، چې سږ کال هم ورسره د ۱۵ کروړه په بدل کې لوبېږي.

دوهم: *راشد خان د برانډونو له لارې دومره عاید نه ترلاسه کوي او یوازې له دوو برانډونو (My11Circle) او منیسټر انرژي څښاک سره د سفیر په توګه ټاکل شوی دی. په ننګرهار کې یو ښکلی کور هم لري، چې له خپلو شپږو وروڼو او څلورو خویندو سره ژوند کوي. راشد خان د لینډ روور ووګ او ټیوټا فورچیونر په نوم څو موټرې لري او خپل تر ټولو ګران بیه موټر یې د اسټرالیا د ځنګلونو کې د اور د قربانیانو لپاره لیلام کړ. د (RK19) په نوم د جامو یو برانډ هم لري، چې ۵ سلنه ګټه یې خیریه بنسټ ته ځانګړې شوې ده.راشد خان په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې د یتیمانو او بې وزلو ماشومانو د روغتیا او زده کړې په موخه خپل خیریه بنسټ پیل کړ. په ۲۰۱۹ کې د یونیسف لخوا د افغانستان د ملي برانډ سفیر په توګه وټاکل شو.*

20/02/2023

*ګوتم ګمبیر، افریدي ته: څوک چې زما د عمر په اړه معلومات نلري هغه به زما د ریکارډ په اړه څه به پوه شي* د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی اوپنر ګوتم ګمبیر د هند د لوبډلې یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې په لوبغالي کې د مخالفې لوبډلې لوبغاړو ته د توند ځواب ورکولو وړتیا لري او د خپل کرکټ دوره کې له ډېرو لوبغاړو سره یې شخړې کړي دي؛ خو د پاکستان له لوبغاړو سره یې جنجالونه زیات و.له تقاعد وروسته هم ګوتم ګمبیر او د پاکستان پخواني لوبډلمشر شاهد افریدي ترمنځ په ټولنیزو رسنیو کې جنجالونو دوام وموند، چې افریدي په خپل ژوندلیک کې ګمبیر مغرور بللی دی. افريدي ليکلي چې ګوتم ښه ريکارډ نه لري.د ۲۰۲۰ په اپریل کې ګوتم ګمبیر د ټولنیزو رسنیو له لارې شاهد افریدي ته توند ځواب ورکړ. ګمبیر په خپل رسمي ټویټر کې شاهد افریدي ته لیکلي و، هغه څوک چې خپل عمر په اړه معلومات نه لري، هغه به زما ریکارډ څنګه یاد کړي؟ګوتم زیاته کړه، د ۲۰۰۷ کال شل اوریز نړیوال جام کې د هند او پاکستان تر منځ وروستۍ لوبه… ګوتم ګمبیر په دې لوبه کې په ۵۴ توپونو ۷۵ منډې وکړې.د یادولو وړ ده چې د هند او پاکستان ترمنځ لوبې تل له هیجان ډکې وي او هر وخت چې دوی سره مخ کېږي.

20/02/2023

*هغه توپ اچونکی چې مخالفه ټوله لوبډله یې سوځولې وه خو اوس له لوبډلې بهر دی* د کرکټ په تاریخ کې داسې کمې پېښې شوي دي چې د یوې لوبډلې ټول لوبغاړي د مخالفې لوبډلې له لورې سوځېدلي او په ټیسټ کرکټ کې یوازې درې داسې توپ اچونکي دي چې په یوه پاڼۍ کې یې د ۱۰ ویکټو اخیستو ریکارډ لري.په دې ډله کې د انګلستان جیم لیکر او د هند تکړه لوبغاړي انیل کمبلې د ټیسټ لوبو په یوه پاڼۍ کې د ۱۰-۱۰ ویکټو اخیستو ویاړ ترلاسه کړ او بل توپ اچونکي، چې په دغه نوملړ کې یې خبل نوم اضافه کړ خو له بده مرغه چې لوبډلې بهر دی، د نیوزیلېنډ اعجاز پټېل دی.د هند او نیوزیلېنډ ترمنځ د ۲۰۲۱ کال ټیسټ سیریز په ډېرو برخو کې د یادولو وړ و او د نیوزیلېنډ د اعجاز پټیل لپاره غوره او یادګاري و، ځکه چې نوموړي په ټیسټ لوبه د هند په یوه پاڼۍ کې لس ویکټې واخیستې.د ممبۍ په ټیسټ لوبه کې اعجاز پټېل ​​په یوه پاڼۍ کې ۱۰ وېکټې واخیستې او د انګلستان تکړه بالر جیم لیکر او هندي توپ اچونکي انیل کمبلې سره یې ریکارډ مساوي کړه.د ۱۹۵۶ کال د جولای په ۳۱مه د انګلستان جیم لیکر د اسټرالیا خلاف د سیریز په څلورمه ټیسټ لوبه کې دا تاریخ جوړ کړ.

20/02/2023

*افغان لوبډلمشر راشد خان ارمان ده لوبې ترګټلو وروسته افغان لوبغاړو ته وېنا*

20/02/2023

د کریم جنت بې رحمه بیټینګ ننداره وکړئ.👇

#

20/02/2023

#تازه
تورخم کې د درنو او سپکو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کیږي.

19/02/2023

متحده عربي اماراتو اوه کاله وروسته افغانستان ته شرموونکې ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې وروسته توپ اچونه هم شرمېدلې وه او اماراتو افغان لوبډلې اوه کاله وروسته په ماتې ورکولو سره لوبلړۍ ۱-۱ برابره کړه.
د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د درې نړیوال شل اوریزه لوبو د لړۍ دویمه لوبه د ابوظهبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې ترسره شوه، چې افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
افغان کرکټ ملي لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۷ منډې وکړې، چې حضرت الله ځاځي ۲۷ او نجیب الله ځدراڼ ۳۷ زیاتې منډې وکړې او اماراتو لوبډلې ته فرید او ظهور ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د ۱۳۸ منډو هدف متحده عربي اماراتو لوبډلې په ډېرې اسانۍ سره په ۱۹م اور کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره ترلاسه کړ او اوه کاله وروسته افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او لوبلړۍ یې ۱-۱ برابره کړه.
د اماراتو لخوا محمد وسیم ۹۳ او ارویند ۳۷ زیاتې منډې وکړې او افغانستان ته یوازینۍ ویکټ کریم جنت ترلاسه کړ. د افغانستان او اماراتو لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزه لوبو لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان دوهمه اماراتو او وروستۍ لوبه به نن ترسره شي.

19/02/2023

له بندیزونو وروسته مو سلامونه ومنئ.!
د لوبډلې توپ‌وهنه او نيمګړتياوې، د بالینګ استعمال، د لوبغاړو انتخاب، د راشد ملګرتيا پالل او د افغانانو څخه يوازينۍ خوښې اخیستل:
ننني بحث کې مو ډير نور مسایل هم څيړلي، راسره یې وګورئ 👇👇


دوستانو هیله پاڼه درسره لایک او شئیر کړئ.!

04/01/2023

افغان لوبغاړي او قاچاقي لارې تګ په اړه ویډیؤ.😉
محمدنبي وایي چی ما راځئ لارې ډېرې خرابې دي.

یادونه: زمونږ پخونۍ پاڼه بنده شوي دلته راسره ملګري شئ.!

30/11/2022

په ننۍ لوبه کې د ایرهیم ځدران ريکارډونه:

ابراهيم افغانستان لپاره د يو ورځنيو لوبو د تارېخ په يوه لوبه کې تر ټولو ډېرې ۱۶۲ منډې وکړې.

ابراهيم لومړی لوبغاړی شو چې د سرېلنکا په خاوره کې د يو ورځنيو لوبو په يوه لوبه کې تر ټولو ډېرې ۱۶۲ منډې کوي. دغه ريکارډ مخکي د هندوستان له ګاتم ګمبير سره و چې هلته یې ۱۵۰ منډې یې کړې وې.

په همدې پاليکالي لوبغالي کې د يو ورځنيو لوبو د يوې لوبې ډېرې منډې ۱۴۴ وې چې دلشان کړې وې. خو ابراهيم دغه ريکارډ هم مات کړ.

د يوه فول ممبر خلاف لوبډلې په وړاندې يو ورځنيو لوبو کې د يوه شل کلن او يا شل کلنو ښکته لوبغاړي لخوا تر ټولو ډېرې منډې جوړاوي.

25/11/2022

رحمت شاه زرمتي او ټولو افغانانو ته دې مبارک وي، رحمت شاه لومړی توپ وهوونکی شو چې د افغانستان دپاره یې 300 منډې جوړې کړې.

20/11/2022

رونالډو او میسي د خپل لوبیز ژوند وروستی اورلډکپ لوبوي
د دواړو لوبغاړو مینوال په تمه دي چې دواړو لوبغاړو کې به یو نړیوال جام د خپل هېواد په نوم ثبت کړي
دا نو داسې تمه ده لکه د کوهلي او بابر اعظم مینوالو چې تېر شل اوریز نړیوال جام کې د دواړو لوبغاړو درلوده خو تمه یې نیمګړې پاتې شوه

20/11/2022

د فوټبال نړیوال جام نن په قطر کې پیلېږي
د فوټبال نړیوال جام سيالۍ د لومړي ځل لپاره په يوه عربي هېواد قطر کی نن پیلیږې چې پکې د نړۍ د ۳۲ هېوادونو لوبډلې برخه اخلي. د فوټبال د نړيوال فدراسیون فیفا د معلوماتو له مخې نن به د نړیوال جام پرانستې مراسم ترسره کېږي او ورسره به ددې سياليو لومړۍ لوبه د کوربه هېواد قطر او ایکواډور ترمنځ ترسره شي. په دې سیالیو کې برخه اخيستونکي ۳۲ هېوادونه په اتو ګروپونو وېشل شوې دي او په هر ګروپ کې د څلورو هېوادونو لوبډلې شاملې دي.

20/11/2022

راتلونکی ۲۰۲۳ کال د کرکټ يوه ورځنيو لوبو جام د هند په کوربتوب ترسره کیږي.
لس لوبډلي به د ياد جام برخه وي‌.

20/11/2022

قطر - فوټبال‌نړیوال جام؛
سیالۍ به د دې معلول حافظ قاري غانم المفتاح په تلاوت سره پیل شي.

Photos from Roman muhabat's post 20/11/2022

دقطر نړیوال جام پرانېسته نن دقطر پر وخت ۵ بجې پیل کیږي،دلومړنۍ ورځې نشرات یې وړیا دي ټولې رسنۍ کولې دغه نشرات بغیر له کوم بندیزه خپاره کړي ،که کومه تخنیکې ستونزه نه وه هڅه کوم درته خپاره یې کړم.

20/11/2022

په قطر کې دنړیوال جام پرمهال د آذان او لمانځه لپاره ځانګړې دمه “وقفه” وي او دلوبغالو په سترو سکرینونونه به لیکل کیږي دلمانځه وخت (وقت الصلاة).

20/11/2022

د سریلانکا پر وړاندې د افغان لوبډلې نوملړ

Photos from Roman muhabat's post 14/11/2022

انګلستان لوبډلې پاکستان ته په ماتي ورکولو سره د شل اوریز نړیوال جام اتلولي وګټله !

Want your practice to be the top-listed Clinic in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

په اوریدو به یې پیښمانه نه شئ👇چــي ماشومان دې خړ تورخم ته په ژاړه راولي.!♥
اینډین پریمیر لیګ(IPL)څه ډول تجارت دی.؟دلته یې اوریدلی شئ.!👇یادونه: زمونږ پخونۍ پاڼه بنده شوه دلته مو د تازه معلوماتو لپ...
*ده افغانستان ده سختو ورځو ېار فرېزېډنټ. محمد نبي بالینګ ورسره څنګ کې ده نجيب الله زدران په زړه پورې کېچ.  او ورسره په ز...
پاکستان کې د لاهور قلندرز لوبډلې د لوبغاړو له لوري راشد خان ته د ښه راغلاست ویډیوجالبه خو دا ده چې راشد یو لوبغاړي ته وا...
*افغان لوبډلمشر راشد خان ارمان ده لوبې ترګټلو وروسته افغان لوبغاړو ته وېنا*
د کریم جنت بې رحمه بیټینګ ننداره وکړئ.👇##T20_UEA_Vs_AFG
#تازهتورخم کې د درنو او سپکو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کیږي.
له بندیزونو وروسته مو سلامونه ومنئ.!د لوبډلې توپ‌وهنه او نيمګړتياوې، د بالینګ استعمال، د لوبغاړو انتخاب، د راشد ملګرتيا ...
افغان لوبغاړي او قاچاقي لارې تګ په اړه ویډیؤ.😉محمدنبي وایي چی ما راځئ لارې ډېرې خرابې دي.یادونه: زمونږ پخونۍ پاڼه بنده ش...
کینګ راشد خان اوحضرت الله ځاځی دوبۍ کې دي .!🇦🇫❤️          په زړونو یې ونازوئ.!🇦🇫❤️
زمونږ شهزاد نن زمبابوې مینه والو ته د دغې بریا مبارکي ورکړه.😁
د پاکستان یو مینه وال حالت تاسې وګورئ.! کله چي په هندوستان پاکستان ته ماتي ورکړه.😁

Category

Telephone

Website

Address


Kabul
Other Family Doctors in Kabul (show all)
Eliran Biton Eliran Biton
Kabul

medicine and surgery

Dr Ghufran Hayati داکتر غفران حیاتی Dr Ghufran Hayati داکتر غفران حیاتی
Kabul

Sharing medical information for every age which can know his/her deasise and diagnosis and treat the deasise .

Abrar Dental Clinic Abrar Dental Clinic
Kabul, ABRARDENTALCLINIC

1-preventive Dentistry 2-Orthodontics 3-Endodontics 4-Periodontics 5-Oral Surgery 6-Pediatric Dentistry (Children’s Dentistry) 7-Restorative Dentistry 8-Cosmetic Dentistry 9-I...

مسافر رهگذر Passerby مسافر رهگذر Passerby
10 Projah
Kabul

سلام عزیزان این صفحه برای بهتر شدن معلومات طبی شما عزیز

معلومات نرسنگ معلومات نرسنگ
خیر خانه
Kabul

صفحه مارا لایک کرده و به اشتراک بگذارید

Dr Mahfooz Dr Mahfooz
Ministry Of Interior Road
Kabul

عمومي طبي معلومات عمومي طبي معلومات
Kabul
Kabul

ډاکټر په کور کې، سالمه روغتيا،ښه ژوند

Dr Mariam Wafa Dr Mariam Wafa
Kabul
Kabul