Shamsurahman shams

Shamsurahman shams

زه شمس يم، کابو لس کاله کېږي چې د هېواد له بېلابېلو رسنيو سره د پښتو خپرونو پروډيوسر پاتې شوی یم.

20/12/2022

ګربز: نبي خپلو کې يوو، ګوزاره کوه يار...
په نړيوالو ميدانونو کې پښتو څومره خوږه لګېږي.

19/12/2022

د #افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په #سالنګ تونل کې پر سون توکو د بار ټانکر د چپه کېدو او اورلګېدنې له کبله ۳۱تنه وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

19/12/2022

په سپین‌بولدک کې تر نښتو وروسته پاکستان د دیني علماوو له لارې هڅې کوي، چې د یادې نښتې تکرار نه شي.
پاکستان د ملګرو ملتونو شورا کې هم له افغان حکومت شکایت کړی و، چې په تکراري ډول یې په پاکستان ځواکونو بریدونه کړي دي.

19/12/2022

مېټا د فېسبوک کاریال سيسټم ته پښتو ژبه اضافه کړه، په داسې حال کې چې پخوا يوازې د ويب‌سايټ برخې کې د لاسرسي وړ وه. د ژباړې پر کيفيت لاهم د رضاکارانو ټيم کار روان دی.
په راتلونکي نږدې وخت کې د مېټا شرکت د نورو کاريالونو انسټاګرام او واټساپ نوي اپډېټونو کې پښتو ژبه د لاسرسي وړ ده.

19/12/2022

د راپورونه له مخې، د سالنګ په تونل کې یو ځل بیا اورلګېدلی، چې تر دا مهال پکې ۶۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د روغتیا وزارت سرپرست له تېرو دوه ورځو سالنګونو ته تللی دی او له نږدې قربانیانو ته د مرستو رسولو نظارت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې ورځ هم په تونل کې د ټانګر د سوځېدو په پېښه کې درنه مرګژوبه رامنځته شوې وه.

19/12/2022

په ټولنیزو پاڼو کې راپورونه وایي: نصیر احمد په کندهار کې د یوې محلي راډیو خبریال و؛ پرون یې د اقتصادي مشکلاتو له امله ځان وژنه کړې ده.
ّځان وژنه حرامه ده، دا د حل لار نه ده!
انسان بايد دومره ژر ناهيلی نشي، منو چې سخته ده، خو دا د هېواد په ډېرو وګړو ده.
همت او صبر په کار دی.
داسې هم ویل کېږي چې نوموړي د کورنۍ شخړې له کبله د شپې ناوخته په خپله کوټه کې ځان وژنه کړې ده.

19/12/2022

ازبکستان به راتلونکی کال له بهرنیو پانګوالو سره د ترمز – #مزارشریف – #کابل – #پېښور د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو په اړه خبرې پیل کړي.

19/12/2022

Congrats to Argentina and to the GOAT, Lionel Messi, for an amazing World Cup victory.

🏆 𝐂𝐇𝐀𝐌𝐏𝐈𝐎𝐍𝐒 🏆

|

18/12/2022

"ګولډن پلؤر" داسې یوه مرغۍ ده، چې د خپل اوږده سفر له امله ډېر شهرت لري. دغه مرغۍ هر کال د امریکا د الاسکا له ایالت څخه تر هوائي جزیرې پورې کابو ۴۰۰۰ کیلومتره الوتنه کوي، چې دغه الوتنه یې ۸۸ ساعته وخت نیسي، د دغې الوتنې په اوږدو کې یاده مرغۍ هېڅ آرام نه کوي، ځکه چې ټول سفر یې د سمندر پر سر دی او جالبه یې لا دا ده چې دا مرغۍ لامبو هم نه شي وهلی.
کله چې پوهانو د دغې مرغۍ په اړه څېړنې وکړې، نو څرګنده شوه، چې یاده مرغۍ د دغه سفر لپاره ۸۸ ګرامه وازدې ته د انرژۍ ترلاسه کولو لپاره اړتیا لري، حال دا چې دغه مرغۍ یوازې ۷۰ ګرامه وازده د انرژۍ په ډول له ځان سره لري.
اوس که حساب وکړو، له دغې مرغۍ سره ۱۸ ګرامه انرژي کمه ده، نو باید چې خپل منزل ته له رسیدو څخه ۸۰۰ کیلومتره لرې په اوبو کې وغورځي او مړه شي، خو نه داسې نۀ ده؛ بلکې هغه سلامته خپل منزل ته رسېږي.
لامل یې ډېر حېرانونکی دی، دغه مرغۍ په ډله ییزه توګه سفر کوي او د انګلیسي ژبې د V توری په بڼه الوتنه کوي او په نوبت سره خپل ځایونه سره بدلوي، د دې کړنې له امله پر دوی د هوا فشار کمېږي، یعني د لومړۍ پر نسبت پر دویمه مرغۍ د هوا فشار کم وي او په دغه کار سره دوی ۲۳% انرژي سپموي او په دې ډول سره دوی هوائي جزیرې ته رسوي، چې له دوی سره ۶ یا ۷ ګرامه انرژي د ریزرف په توګه هم پاتې کېږي چې د هواګانو د بدلون په صورت کې ورسره مرسته کوي.
#یادښت: آيا سالم عقل کولای شي چې د الله ج له شتون څخه انکار وکړي؟ یوې مرغۍ ته چا وویل چې د ۴۰۰۰ کیلومتره سفر لپاره څومره انرژۍ ته اړتیا ده؟ دوی د دومره اوږد سفر جرأت څنګه کولای شي؟ لاره ورته څوک ښیي؟ دا ورته چا وویل چې که تاسو د V په بڼه الوتنه وکړئ نو ستاسو انرژي به بچ شي او په برياليتوب سره به هوائي جزیرې ته ورسېږئ؟ که دا ټولې د الله ج د شتون نښې نه دي؛ نو څۀ دي؟

18/12/2022

نن د فوټبال نړیوال جام وروستۍ او مهمه لوبه ترسره کېږي.
د قطر ۲۰۲۲ ز. کال نړیوال جام پایلوبه به نن شپه د ارجنتاین او فرانسې تر منځ په لوسیل لوبغالي کې د ۸۸۹۶۶ نندارچیانو په ګډون ترسره شي.
ستاسې په نظر کومه لوبډله به اتله شي؟

18/12/2022

د کلي ژوند، سادګي، صداقت او مینه هغه ټکي په خپله غېږ کې لري چې هر وخت انسان ته یادېږي.
په کلیوال ژوند کې باور ډېره مهمه موضوع ده، چې ټول کلیوال خپل کلي ته د یوه کور په نظر ګوري.
پر دیوال به مېرمنو سر ښکاره کاوه او د لمر پیتاوو ته به یې ګرم مجلس کاوه؛ خو دا مجلس به پیغلو ډېر کاوه مشرې مېرمنې به په خپلو کارونو بوختې وې.
د کلي ژوند رښتیا هم ښکلی وي؛ خو د سیالي او ضد بازي یې بیا ډېره بده وي، تربور او توربازي په کې زیاته کېږي.
تاسې هم د کلي ژوند په اړه څه لیکل غواړئ!

18/12/2022

راپورونه وایي د سالنګ په تونل کې د تېرې شپې اورلګېدنې له امله ۱۲ تنه مړه شوي او ۳۲ تنه نور ټپيان دي.
ربه رحم وکړې!

18/12/2022

دا زموږ او ستاسې د مهاجرينو حال دی، چې د پاکستان په زندانونو کې سختې شېبې تېروي.
د لوی افغانستان په تاريخ کې داسې بده پېښه نه ده ليدل شوې.

18/12/2022

دا ښکلي برخه د لوی افغانستان د کوم ولایت ده؟
که پوهېږئ نو ځواب ولیکئ!
وطن ډېر ښکلی دی؛ خو ګرځېدل غواړي...

18/12/2022

د پاکستان په زندان کې یوې افغانې خور ژوند بایللی، دا په داسې حال کې ده چې په سلګونه نور افغانان لاهم د پاکستان په زندانونو کې شپې سبا کوي.
پاکستان په دې وروستیو کې افغانان ونیول چې قانوني اسناد یې نه لرل؛ خو افغانان ناروغان لري، مجبور دي چې دې سختۍ غاړه کېږدي.
دلته ورته پاکستان ویزې نه ورکوي او هلته د افغانانو د وینې اړیکې دي چې باید وپالل شي، مرګ او خوښي راځي.
د پاکستان دا ظلم به هېڅ افغان او پښتون بچی هېر نه کړي.
موږ پښتانه سره نه شې بیلولی، په پېښور کې موږ کلي لرو، خپلوان، دوستان او یاران لرو.
پخوا به داسې و، چې د ژمي به پیښور ته افغانان تلل او د اوړي به د پیښور په ګډون ګڼ شمېر خلک کابل ته کډن کېدل.
دا د لر او بر ناره هسې یوه ناره نه ده بلکې دا یو احساس دی، یو عمل دی چې د پښتنو په ژوند مهم اغېز لري.

18/12/2022

د #افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وایي، په کې د پرونۍ اورلګېدنې له کبله یو تن مړ او ۳۴ نور ټپیان شوي او د ژغورنې عملیات دوام لري.
ویل کېږي چې اورلګېدنه په تونل کې د یو ټېلر موټر تر چپه کېدو وروسته رامنځته شوې ده.

Photos from Shamsurahman shams's post 18/12/2022

یوګاندا کې په یوه کلې هیپو ټامس په نوم یو حیوان دوه کلن ماشوم ژوندی خوړلې او بیرته یې استفراق کړي، ماشوم اوس په یوه روغتون کې تر درملنې لاندی او وضعیت یې ښه دی.

18/12/2022

څه فکر کوئ دا کوم ولایت دی؟

18/12/2022

تېر ماښام د سالنګ د تونل په منځ کې یو ګازي موټر اور اخیستی و، چې له کبله یې نورو موټرو هم اور اخیستی و.
په دغه پېښه کې ۱۶ کسان سوځېدلې دي.
موټر چلول باید په پوره احتیاط سره وشي، یوه کوچنۍ بېغوري د ډېرو انسانانو ژوند اخیستی شي.

18/12/2022

جابر رضي الله عنه فرمایي:
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
څوک چې په داسې حالت کې مړ شي چې
له الله تعالی سره يي شريک نه وي نيولی جنت ته به داخل شي او څوک چې په داسې حال کې مړ شي چې له الله تعالی سره ېې شريک نيولی وي جهنم ته به داخل شي.
رواه مسلم.

18/12/2022

هېڅ کله مه مایوسه کېږئ؛ ځکه مایوسي د ناشکره خلکو صفات دي او خدای ج ورسره مینه نه کوي.
همېشه دا فکر کوئ، که ستونزې هرڅومره ډېرې غټې دي؛ نو خدای ج هم د ټولو ستونزو د حل توان لري.
یوه خبره تل یاد ولره!
که ستونزې دې سترې دي؛ نو غم مه کوه ځکه حل لار لري، لکه څنګه چې دروازې سترې دي؛ خو په یوې کوچنۍ کیلي خلاصېږي.
تل پر خپل رب تکیا وکړه؛ نورې ټولې تکیاوې ختمېدونکي او تېرېدونکي دي.
ستاسې ورور شمس په دعا کې یاد ساتئ!

17/12/2022

ښکلی افغانستان تخار ولايت، رب دې دا وطن اباد کړي.

17/12/2022

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د افغانستان له اوسني حکومت څخه مو ملګروملتونو ته شکایت کړی دی.
وايې، د ډيورنډ پر کرښه راسره جګړې کوي.

17/12/2022

د بلاروس په ځنګلونو کې د نیول کېدو له ډاره د پټو افغان زلمیانو حال، اخ څومره دردونکی انځور دی.
پوهېږئ څومره ځوانان مو دغې بدمرغي لارې وخوړل، غیری قانوني لارې داسې بدې پایلې لري.

Photos from Shamsurahman shams's post 17/12/2022

خدا ګواه:
هغه فلم چې افغانستان کې مجاهدینو ورته جګړه درولې وه:
د ۱۹۹۰ کلونو خبره ده. افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتو وروسته کورنۍ جګړه وه.
د افغانستان د هغه وخت ولسمشر نجیب الله لور له خپل پلاره غوښتي وو چې له مجاهدینو سره د یوې ورځ لپاره جګړه ودروي. د هغې هیله دا وه چې کله د هندي سینما یو وتلی ستوری افغانستان ته راځي نو جګړه دې نه وي چې دی وکولی شي په ارامه فضا کې کابل کې وګرځي او عام خلک یې هم ولیدلی شي.
د دغه هندي ستوري نوم امېتاب بچن وو او دی د خپل فلم خداګواه د عکاسۍ لپاره افغانستان ته راغلی وو. خداګواه فلم د می په اتمه ۱۹۹۲ کال کې نندارې ته وړاندې شوی وو او د فلم ډېری صحنې په کابل او مزارشریف کې ثبت شوې وې.
خداګواه فلم چې له نن نه نژدې ۳۰ کاله وړاندې جوړ شوی وو د هند یو له مشهورو فلمونو ګڼل کېږي او کیسه یې هم په زړه پورې ده.
فلم جوړوونکي منوج دېسايي بي بي سي ته ویلي وو چې هغه وخت افغانستان کې کورنۍ جګړه روانه وه.
"د خداګواه فلم د جوړوونکې ډلې خوندیتوب لپاره پنځه ټانکونه ترې وړاندې او د پنځو ټانکونو کاروان به ورپسې وو. خو په افغانستان کې امېتاب بچن دومره مشهور وو چې د خوندیتوب لپاره ګامونو ته اړتیا هم محسوس نه شوه."
په دې مانا چې د کورنۍ جګړې ښکار یوه هېواد کې د هغه وخت حکومت، مجاهدین او نورې ډلې سره یو لاس شوې وې.
هغه مهال امېتاب بچن د هند له لومړي وزیر راجیو ګاندي سره ښه ملګرتیا لرله.
منوج دېسایي وايي چې د راجیو ګاندي له برکته افغانستان کې د ډاکټر نجیب حکومت د خدا ګواه فلم پر کاري ډلې ډېر پام کاوه.
لیکوال رشید قدايي په خپل یوه کتاب "د هند په سیاست کې د بالیوډ فلم ستورو اغېز" کې لیکلي:"دېلي کې د خداګواه فلم لپاره یوه ننداره جوړه شوې وه، هلته امېتاب بچن د خپل نژدې ملګري راجیو ګاندي د یاد پر مهال وژړل چې څه ډول هغه افغانستان کې د خداګواه فلم ثبت کې مهم رول لوبولی وو او د افغانستان له ولسمشر یې د خوندیتوب په اړه ضمانت غوښتی وو."د افغانستان په اړه امېتاب بچن هم ویلي وو، چې ولسمشر ډاکټر نجیب د هندي فلمونو مینه وال وو او په شاهي بڼه یې زموږ خدمت وکړ.
"موږ ته اجازه نه وه چې هوټل کې واوسو. یوې کورنۍ زموږ لپاره خپل کور خالي کړ او په خپله یوه کوچني کور ته ولاړل. زموږ کاري ډلې ته یوه ځايي مشر مېلمستیا کړې وه، زه چورلکه کې ولاړم چې د خوندیتوب لپاره یې شاوخوا پنځه چورلکې نورې هم وې. له بره د افغانستان د غرونو ښکلا زړه راښکونکې وه."
امېتاب بچن زیاتوي:"چې کله ورسېدو نو ځایي مشر مو تود هرکلی وکړ او دننه یې بوتلو… کابل کې بې شمېره ډالۍ راکړل شوې. هماغه شپه د ولسمشر ډاکټر نجیب کاکا زموږ لپاره یوه سندره هم وویله."
ځینې افغان ملګرو مې راته ویلي و چې کله امېتاب بچن په خپل انداز کې د فلم دغه ډایلاګ ووایه نو ټولې چکچکې وکړئ: "د هندوستان ښاورې ته سلام، زما نوم بادشا خان دی. عشق مې مذهب، مینه مې ایمان دی. د همدغې مینې لپاره د کابل یو پټهان د هندوستان ښاورې ته د خپلې مینې د خیرات غوښتو لپاره راغلی."
له خداګواه وړاندې ۱۹۷۵ کې فېروز خان د خپل فلم درماتما چې ډینې او هېمامالني ورسره وو په افغانستان کې عکاسي کړی وو.
فیروز خان په خپلې یوې مرکه کې ویلي وو:"زه د فلم صحنې د ثبت ځای لیدو ته افغانستان ته ورغلم. هغه وخت ظاهر شاه پاچا وو. موږ ته یې اجازه راکړه. کله چې موږ د فلم ثبت لپاره هلته ورسېدو نو پر ده کودتا شوې وه خو د افغانستان نوي حکومت هم زموږ ډېر درناوی وکړ او له کومې ستونزې سره مخ نه شو. "
اوس دا انګېرل چې درماتما او خداکواه په څېر فلمونه یو وخت افغانستان کې ثبت شوي وو خوب ته ورته ښکاري.
خداه ګواه فلم کې چې کوم ځای کې د حبیب الله کرېکټر صحنې ثبتې شوي څلور کاله وروسته هماغه ځای کې افغان ولسمشر نجیب الله په دار ځړول شوی وو.
خداه ګواه فلم دېرش کلن شو او د امېتاب بچن مینه وال نن هم افغانستان کې پرېمانه دي. دا فلم افغانستان کې د ګڼو کورنیو برخه ده چې له یوه نسل بل ته لېږدي.

17/12/2022

پاچا خپلو سرتېر ته امر وکړ، چې پلانی‌ نجار باید ووژل شي!!
دا خبر تر نجار ورسېد.
هغه سخت ورخطا شو، ان د شپې له ډار او اندېښنې له کبله خوب هم نه ورځي، ده ته یې مېرمن وایي چې خوب وکړه خدای مهربانه دی یوه لار به پیدا شي.
ویده شه رب یو دی خو د خلاصون لارې ډیرې دي
دې خبرې سړی مطمین کړ ویده شو
سهار د دروازې د وهلو په غږ راویښ شو
ویني چې د پاچا عسکر د‌ دروازې تر شا دی.
مېرمن ته یې په ناهیلۍ وکتل دروازه یې خلاصه کړه له ډاره رپیده
عسکر غږ وکړ ژر یو تابوت جوړ کړه چې پاچا مړ دی
مېرمن ته یې په خوښۍ وکتل او د شپې خبره یې ورپه زړه شوه
رب یو دی د خلاصون دروازې ډیرې دي.
پوه شه چې بنده د تفکیر او خالق تدبیر په واک کې لري
که په‌ منصب غره شوې فرعون در په زړه کړه
که‌په مال غره شوې؛ نو قارون دریاد کړه چې له خپلو خزانو سره ورک شو!
که په‌نسب‌غره شوې ابو لهب در په زړه کړه

17/12/2022

په پخواني حکومت کې د عدلیې وزیر فضل احمدي معنوي له پخواني جمهور رییس حامدکزي سره کتلي دي.
هغه پر خپله ټوېټرپاڼه د نجونو د زده کړو ملاتړو او نورو مسایلو په تړاو د حامد کرزي د دریځ ستاینه کړې ده.

17/12/2022

د ترکیې هېواد پرمختګ او نوښت وګورئ!
دغه هېواد د لومړي ځل لپاره داسې بسونه جوړ کړي چي په ۱۰ دقیقو کې چارجیږي او ۹۰ کیلو مېتره فاصله وهلای شي.

Photos from Shamsurahman shams's post 17/12/2022

دا نه دوبۍ ده، نه قطر؛ بلکې ښکلی افغانستان دی.
دا په کندهار ولایت کې د ابراهیم خلیفه بابا ریګونو سیمه ده، چې هره جمعه ورته لسګونه مینوال راځي او د موټرو د سرعت او تېز رفتارۍ ننداره کوي.
لوی افغانستان ډېر ښکلی دی؛ خو کار کول غواړي...

17/12/2022

که ضرورت يي نه وي او په جيب کې درسره هم وي يو دانه له داسي غيرتي افغان څخه واخله او يو چاته يي ډالي کړه او دده د روزګار په پياوړتيا کې ته هم ورسره ودريږه.
له ځينو سودا کول صدقه ده

17/12/2022

د نړۍ تر ټولو د کوچني قد والا د ایران هېواد څخه وټاکل شو.
دا ځوان چې شل کاله عمر لري، نوم یې اسماعیلی قادرزاده دی او ۶۵،۲۴ سانتي متره د قد اوږدوالی لري.
دده دا ریکارډ په ګینس کتاب کې ثبت شو د یادونې وړ ده چې افغانستان هم د کوچني قد والا ځوان لري؛ خو هېڅ ورته زمینه برابره نه شوه چې نړیوال ریکارډ یې وکتل شي.
#کوتاه‌قدترین مرد زنده دنیا وارد کتاب رکوردهای #گینس شد
#افشین‌اسماعیلی قادرزاده ۲۰ ساله اهل بوکان ایران با ۶۵.۲۴ سانتی‌متر قد به عنوان کوچک‌ترین مرد جهان نامش در کتاب رکوردهای جهانی گینس ثبت شد.

17/12/2022

په هر حال پر الله ج تکیا کوﺉ!
یوه ورځ یو بادشاه اعلان وکړ، چې له بېوزلو سره مرسته کوي!
د بادشاه دربار ته په سلګونو بېوزله حاضر شول، بادشاه چې کومې پېسې بېوزلو لپاره ځانګړې کړې وې، هغه ټولې ختمې شوې.
بادشاه خپلو ساتونکو ته وویل چې نور خلک مه راپرېږدﺉ، هغو د بادشاه حکم ومانه!
لږه شېبه وروسته ټول خلک کورو ته لاړل د بادشاه زړه ارام شو پر خپل تخت یې ډډه وکړه، چې دروازه کې شور جوړ شو.
بادشاه خپل یو ساتونکی ولېږه څو معلومه کړي چې څه خبره ده؟
له ځنډ وروسته ساتونکی حاضر شو او ویې ویل بادشاه یو سپین ږیری ملنګ ستاسې ملاقات ته راغلی سخت ټینګار کوي، بادشاه ورته د راتګ وویل ساتونکي ملنګ له ځان سره را داخل کړ.
بادشاه له سپین ږیري پوښتنه وکړه، څه خبره ده بابا؟
سپین ږیري ملنګ وویل زه خبر شوی یم چې تاسې له بېوزلو سره مرسته کوﺉ!
بادشاه چې نور یې څه نه لرل نو په فکر کې شو چې ملنګ څنګه جواب کړم، ورته یې وویل هو همداسې ده، خو زه هغه چاسره مرسته کوم چې هغه په سترګو ړوند وي او تاته خو الله ج غټې سترګې درکړي دي!
سپین ږیري ملنګ چې د بادشاه خبره واورېده نو سترګې یې له اوښکو ډکې شوې هېڅ یې بادشاه ته ونه ویل او روان شو.
بادشاه چې دا منظر ولیده، نو غږ یې وکړ بابا ودرېږه ژاړه مه زه به درته یو څه درکړم، ملنګ په ژړا وویل نه مې دې په کار په اصل کې زه په سترګو ړوند یم، بادشاه ځواب ورکړخو تاسې هر څه وینﺉ!!
ملنګ وویل نه داسې نه ده که ما هر څه لیدل نو ولې مې دخپل بادشاه رب درګاه پرېښوده او ستا درګاه ته مې لاس اوږد کړ بادشاه له خبرې بې ځوابه شو او د هېڅ ویلو جرﺉت یې ونه کړ.
که پر خپل رب تکیا وکړئ، نو هغه به د خپلو نږدې دوستانو په زریعه تاسې ته کومک در ورسوي او هېڅ به پوه نه شې چې ستونزه څه ډول حل شوه!!
رحمت دې وي پر هغوی چې د نور مشکل خپل ګڼي رب دې ورته اجرونه ورکړي
که وخت لرئ نو خپلو نورو دوستانو سره يې هم شريک کړئ!
په درنښت ستاسې ورور شمس

17/12/2022

میر احمد یاد هغه ځوان چې د خپلو هېوادوالو د فکر د غني کولو لپاره نه ستړي کېدونکي خدمتونه جاري ساتلي او لاهم دا سخت مزل ته دوام ورکوي.
یاد صاحب له خپل عمر څه دوه برابره کتابونه لیکلي او ژباړلي دي.
په نوره نړۍ کې د داسې لیکوال ارزښت خورا لوړ وي؛ خو له بدمرغه زموږ په ټولنه کې یوازې په فیسبوک د ځینو دوستانو لخوا ستایل شوی.
تاسې فکر وکړئ په دومره ستر خدمت ایا دا ځوان د هېرولو دی.
خدای دې عمر درکړي یاد صاحب ستاسې خدمت ددې فقیر ولس لپاره ډېر څه کړي او ډاډه یو چې یوه وخت به دې ولس پر کړو خدمتونو ونازوي!
که غواړئ دا افغان ستوری پر نورو ورپېژنۍ نو هیله ده پوسټ درسره شیر کړئ؛ امید شته چې ډېر ځوانان به ترې مثبته انګیزه واخلي.

13/12/2022

د لوی افغانستان اتلانو!
تاسې میړني یاست، باهمت یاست، پر وطن او ملي بیرغ مئین یاست، خدای مو دا هڅې کمې مه کړه، رب مو ستونزې او مشکلات حل کړه، رب دې د یووالي بڼ درنصیب کړي.
تاریخ به دا ولیکي چې یو بیرغ و، درې رنګه یې لرل، پنجاب یې د ورکولو هڅه وکړه؛ خو په همغه پنجاب کې ورته زلمي راهسک شول او جار یې وویل دا مې د وطن بیرغ دی، دا مې ملي حویت دی، دا مې ځان دی او دا مې جانان دی.
ویاړو پر تاسې!
موږ ستاسې دا مینه نه شو هیرولی، لوی افغانستان به رازرغون شي، موږ به بیا سره یو شو، ډیورنډ کرښه به لمنځه یوسو بیا به وطن وطن شي لخېره!

13/12/2022

غازي امان الله خان یوازې د افغانستان فخر نه دی، بلکې د ټولو مسلمانانو فخر دی؛ هغه داسې غازي و چې په یوازې ځان یې له انګریز سره د جهاد اعلان وکړ.
زموږ د غازي تصویر موږ ته د ازادۍ، علمیت، همت، ژمنتیا، مبارزې، سوکالۍ، روڼتیا او صداقت فکر راکوي.
د تصویر په پاکولو یې له زړه خفه شوم، باید داسې کړنې ونه شي، دا د لوی افغانستان شخصیت دی او موږ باید خپل شخصیتونه هېر نه کړو!
امان هغه شخصیت دی چې موږ یې په نړۍ‌وال کچه سیالان کړو، امان هغه څوک و چې د نړۍ لوی شخصیتونو ورته درناوی کاوه اوس هم ورته په درنه سترګه ګوري.
امان افغانانو ته قلم راوړ او د تعلیم فکر یې ورکړ، د ابادۍ فکر یې ورکړ، له نړیوالو سره یې سیالۍ ته راوبللو!

13/12/2022

په کابل کې د ایران سفارت مرستیال سید حسین مرتضوي د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار سره کتلي دي.

13/12/2022

د کابل کې ایمرجنسي روغتون ویلي، د شهرنو د پروني برید له ځایه ورته درې جسدونه او ۱۸ ټپيان ور وړل شوي.
تېره ورځ درې تنو وسلوالو د شهرنو په یوه هوټل برید وکړ، چې وروسته د افغان ځواکونه له غبرګون سره مخ شول او تر یو ساعت جګړې وروسته ووژل شول.
افغان حکومت وایي چې د هوټل مېلمانه ژغورل شوي، خو یوازې دوه بهرني میلمانه هغه مهال ټپيان شول چې له لوړ چټ څخه يې ځان را وغورځاوه

13/12/2022

د مصر د اوقافو وزارت خبر ورکوي چې، سږ کال کابو دوه زره نور جوماتونه جوړ کړي دي.
د فتاح السیسي حکومت تر اوسه ۹ زره ۶۰۰ نوي جوماتونه جوړ او ترمیم کړي.
وایي، ۲۰۲۰ کې ۲۷۰۰ او سږ کال یې ۲ زره جوماتونه جوړ کړي.
تر دې وړاندې د افغانستان اسلامي جمهوریت هم په یو کال کې ۱۲۰۰ جوماتونه جوړ کړي وو.

13/12/2022

انسان باید له ناشکرۍ ځان وساتي؛ ځګه ناشکري انسان ته نورې اندېښنې پیدا کوي!
لومړی اندېښنه ګیله ده، ناشکره انسان همېشه ګیلې کوي، هغه څه چې الله ج ورکړي هغه ورته نه ښکاري.
یوه خبره په یاد ولرئ!
ناشکري هغه څه دي چې انسان مایوسۍ ته وړي او مایوسي انسان کفر ته نږدې کوي.
ناشکري ، انسان له الله ج څخه لري کوي.
مهمه خبره داده چې الله ج په قرانکریم کې فرمایلي دي: لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ ۖ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِى لَشَدِيدٌ
ژباړه: كه شكر و باسئ؛ نو پر تاسې به لا زياته پېرزوينه وکړم او كه د نعمت ناشكري وکړئ؛ نو زما سزا ډېره سخته ده.”
نو مونږ بايد پر حال د الله تعالى د نعمتونو شکر وباسو او الله تعالى د نعمتونو ناشکري ونه کړو.

01/12/2022

د پیج ټولو مینوالو ملګرو ته دا نیکمرغه جمعه مبارک رب لایزال مو راته خاد اباد سوکاله خوشحاله لره ملګرو دا خوندوره ویډیو درسره ډیره شیر کړئ چی نور ملګرې هم په مینه واورې

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Kabul
Other Journalists in Kabul (show all)
Nasrullah Sangi Zadah Nasrullah Sangi Zadah
Kabul

This is my Official page Follow me at https://twitter.com/NasrullahSangi I Love A F G H A N I S T A N

پښتو پریسTv پښتو پریسTv
Kabul

دهیواد تازه اوکره خبرونه زمونږ له ویب پاڼې څخه ترلاسه کوالای شۍ

Ahmad Haris Jamalzada Ahmad Haris Jamalzada
Kabul, 0093

من از کره خاکی بنام زمین هستم و به همه انسانهای روی زمین

محمد جلیل رضائیان Mohammad Jalil Rezaeyan محمد جلیل رضائیان Mohammad Jalil Rezaeyan
شهر نو
Kabul

Mohammad Jalil Rezaeyanمحمد جلیل رضائیان روزنامه‌نگار.

Samir Khan Hotak Samir Khan Hotak
Kabul, 1ST

SaMir KhaN HoTak Official

Zahra Herari Zahra Herari
Kabul

صفحه رسمی زهرا حراری است درین صفحه می‌توانید تازه ترین رویداد ، ها ، رومان ، شعر و ادبیات ، داستان ، و غیره را دنبال کنید کوچک تان حراری

سحر صفدری Sahar Safdari سحر صفدری Sahar Safdari
Kabul

لطفا صفحه من را لایک و به اشتراک بگذارید!

حمیدالله غفوری حمیدالله غفوری
Kabul, 26000

“The greatest discovery of all time is that a person can change his future by merely changing his attitude.”

Zubir Abid Zubir Abid
Kabul

Shuja Zaki شُجاع ذَکِی Shuja Zaki شُجاع ذَکِی
Kabul

تازه ترین اخبار افغانستان و جهان را اینجا دنبال کنید.

Haqmall zadran HZ Haqmall zadran HZ
Kabul, 1002

اجتماعی