Haroon Stanekzia

This is the hallmark of Afghanistan in the world

21/12/2022

عباس ستانکزي د تېر .ا. په دوره کې هم ویلي وو چې د انجونو مکتبونه په موقت توګه بند دي ،څو لسیزې ور باندې تېرې شوې خو بیا هم په هماغه فکر دي .

21/12/2022

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي نارینه محصلینو خپلې ازموينې لغوه کړې، زنده باد ننګرهاریان.✌️✌️✌️

21/12/2022

مونږ وبښٸ !
خويندو.
مونږ له تاسې هم بې وسه يو.

21/12/2022

که مامور ده که ډاکتر که معلم او یا دکاندار ټول باید کار بندیز وکړي.

21/12/2022

داسې پریکړۍ به مو مخالفان نور هم زیات کړي په تمه اوسئ.

Photos from Afghanistan National Flag's post 05/12/2022

هر تالب چې ډیرې چاودنې کړي وِي هماغومره لوړ امتیاز لري🥹🥹🥹🥹

30/11/2022

مخ را پټ کړه چې کابل دي.

10/11/2022

ښاغلی متقي او هغه پاکستان پلوه تالبان دې ځواب ورکړي،

30/10/2022

حشمت غني احمدزی په یو وډیو کې ویلي چې ابراهیم حقاني د ډاکټر اشرف غني د کور له خالي کولو څخه انکار کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې ابراهیم حقاني، د پخواني حکومت لوړ پوړو چارواکو نجیب مجددي او اسدالله خالد په ګډون یې لسګونه کورونه نیولي دي.

22/10/2022

راشد خان نن په خپله ټویټر پاڼه دغه وډیو خپره کړې.

26/09/2022

د پاکستان د پوځي هلیکوپټرې لوېدو کې د دوو پیلوټانو په ګډون شپږ پوځيان وژل شوي دي.

ټرمپ: ملا برادر ته مې ویلي و، هغسې وکړه چې زه وایم، که نه له منځه به یوړل شې - BBC News پښتو 24/09/2022

ټرمپ: ملا برادر ته مې ویلي و، هغسې وکړه چې زه وایم، که نه له منځه به یوړل شې

ټرمپ: ملا برادر ته مې ویلي و، هغسې وکړه چې زه وایم، که نه له منځه به یوړل شې - BBC News پښتو د امریکا مخکني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي د طالبانو مرستیال ملا عبد الغني برادر ته یې ګواښ کړی وو که هغه څه چې دی یې ورته وايي عملي نه کړي نو له منځه به یوړل شي. ښاغلي ټرمپ ....

24/09/2022

انداربی صیب هم آیفون 14 اخلیِ.

19/09/2022

د کابل پوهنتون یو استاد چې نوی په دنده ګمارل شوی ، له مخې څخه کتاب تدریس کوي ، چې وایي معیاري کوو یې همدا معیارتوب .

14/09/2022

دوﺉ خوخپله ښې سندرې اورﺉ😆😆😆😆😆

11/09/2022

د بیت المال سره خیانت .

10/09/2022

په پښتونخوا کې د افغانانو خلاف نفرت خپرول د ISI یو لوبه ده.

21/08/2022

یا ربه رحم!

20/08/2022

ننګرهار مې د زړه سر دی.
زندباد ننګرهاریان.🇦🇫🇦🇫🇦🇫

31/07/2022

الله دې بری در کړي مشره !

29/07/2022

د بېرغ ملي ور ځ مبارک.

Photos from Afghanistan National Flag's post 28/07/2022

توجوو توجوو در مورد واخان #
د اسلامی امارت د مشرانو د پام وړ!
د واخان کریدور چی هم په استراتیژیک لحاظ او هم اسیا کی هم د اوبو د سرچینو له اړخه دافغانستان د خاوری ځکه مهمه برخه ده چی د آمو دریایی حوزه د شرقی تاریم حوزې څخه جلا کوی او هلته موږ د چین سره ۹۶ کیلومتره رسمی، غیرمتنازع رسمی او منل سوی سرحد لرو او پنځه پیلرونه یا سرحدی نښی چی د ۱۳۴۳ ه ش (۱۹۶۴م)کال راهیسی کاملا واضح، پخپل ځای ولاړي او تاسو ته د ملی نوامیسو په توګه امانت او ساتنه یی پر تاسو فرض دی تاسو ته سپارل سویدی.
دا پیلرونه یا نښی په لاندی ډول دی:
۱- لومړۍ پیلر :
کوردینات۰۵۷۴۲
۲- دویم پیلر :
کوردینات ( ۴۳۵۴SDB۱۸۹-۰۵۹۵۵
ارتفاع: ۴۸۶۴،۹متره ۵۸ کاله کیږی پخپل ځای دی.
۳- دریم پیلر:
په ۴۳SDB۶۳۲۶۷-۲۱۴۵۰ او ۵۲۴۶،۱۳ متره ارتفاع کی صفری نقطه کوچنۍ پامیر کی قرار لری چی د برف کوچ له امله لږ تخریب اما ټوټی یی ځای پر ځای پرتې او د چینایانو غټه کامره په ۳۳۸ متری کی قرار لری.( د ترمیم ځنډیډو دلیل یی داوو چی پدی چی همدغه ټوټه څو سانتی د چا خاوره کی لویدلی یا صفری نقطه کی د چین او افغانستان توافق ته ضرورت درلود)
۴- څلورم پیلر:
SDB ۷۶۴۱۴ او ۴۹۵۸ متره
ارتفاع کی ثابت دی.
۵-پنځم پیلر:
۴۳-SDB۸۹۰۸۳-۱۹۵۲۳ارتفاع یی ۵۲۱۰،۴۶متره
په څنګ کی یی د چین غټه امنیتی کامره شته.
کله چی زه دجمهوریت دسقوط نه دری میاشتی مخکی د څه باندی دریو کلنو لپاره د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکې معین وم دواخان موضوع یو ځل د تاجیکستان پامیر باندی د چین د ارضی ادعا په اړه د چینایی ادرس څخه لومړۍ مقاله خپره سوه چی بیا ویل کیږی د کرزی صاحب د سفر په ترځ کی د تاجیکستان ولسمشر لخوا د پامیر سیمی دلیدنی پر مهال همدغی موضوع ته اشاره سویده .د روسانو لخوا تیر کال کی د ناقصې نقشی چاپیدل، سیمه کی د اسماعیلیه فرقی د بډای مشر صدارالدین اغا خان د پانګونې لیوالتیا، د ۱۵۰۰ قیرغیز افغانانو قرغیزستان ته د مهاجرت تابیاوی او اوس هم په خواله رسنیو کی د پاکستان لخوا د بد نیت په اړه اندیښنې زیاتی سوی دی.
زما مشوره او د حل لاره:
د چین - تاجیکستان او افغانستان تر مینځ دری کونجه واضح نقطه چی پاول شیوکوفسکووا نومیږی د دریو لورو لخوا منل سوی او واضح ده او په هغه کی هیڅ لورې بیځایه تصرف نشی کولای او مکمل ۹۶ کیلوًمتره سرحد کی ۵ پیلرونه پخپل ځای دی .( نقشه)
د سرحدونو او قبایلو وزارت د تحقیق او مطالعاتو ریاست همدارنګه د کشف او بررسی ریاستونه ټول تخنیکی او علمی پیاوړ تیا او مډرن وسایل لری، د بهرنیو چارو وزارت سرحدی ریاست او امنیتی سکتور سره په ګډه د دواړو هیوادونو دتخنیکی تیمونو په همږغی، هرکال یی دا سرحدی نښی رنګ، بررسی او تازه
کړیدی.
تاسو مهربانی وکړئ د سرحداتو وزارت د کشف، بررسی او تحقیق او مطالعاتو دریو ریاستونو او معین په شمول ، د بهرنیو چارو وزارت سرحدی ریاست او معین ، ملی دفاع او امنیتی سکتور مسلکې ټیم یوه کمیټه عاجل راوغواړئ او پدی مسله باندی خاصتا وزیر خارجه او مشران په جزئاتو ځانونه خبر کړئ او بیا همدا کمیټه د واخان او سرحدی نښو د لیدو په خاطر واخان ته واستوئ.
د همدی کمیسیون ټول ګذارش او وړاندیزونه د کابینی اجنډا کی همدی اونۍ کی ونیسئ او د ملت سره یی شریک کړئ او ملت ته اطمینان ورکړی چی دا پنځه پیلرونه چی ۵۸ کاله ثابت پر ځپل ځای دی ستاسو په واکمنۍ کی به هم د ملی ناموس په حیث ساتل کیږی.
چینایانو ته د مجلسونو پر مهال په ډاګه کړئ چی د چین او افغانستان اړیکې د تاربخ په اوږدو کی دوستانه وی او دی او دا به تر هغه وخته دوام کوی چی تاسو زموږ ارضی تمامیت ته چی سره کرښه او رموږ ناموس بلل کیږی احترام ولرئ
بله کمیټه مو د مهاجرینو وزارت، بهرنۍ چارو، سرحداتو او قبایلو ، عامی روغتیا ، انکشاف دهات څخه جوړه او سیمی ته واستوئ تر څو د قرغیز افغانانو چی د پامیر بی معاشه ساتونکی دی خبری وکړی او د مهاحر کیدو د مخنیوی طرحه عاحل ترتیب کړی.
هو رښتیا :
د پوهنې وزارت ټیم هم ور واستوئ او هر څومره ژر چی کیدای سی د نجونو مکتبونه پرانیزئ. پدی ترتیب سره به الله(ج) راضی ، ملت خوشحاله او پر تاسو به د همدی منحوس لاس د مداخلی چانس او فشارونه کم سی.
د واخان کریدور چی د ظاهر شاه بابا زمانه کی تثبیت او د خلقیانو ، پرچمیانو، مجاهدینو، ستاسو تیره دوره او جمهوریت څخه د ناموس په حیث تاسو ته امانت دی ، د امنیتی سکتور، محلی اداری او ولس په مرسته یی په کلکه وسانئ.
نوټ: ځکه دواخان بحث ډیر تخنیکی دی عزتمند هیوادوال او د رسنیو درانه استازی دی لطف وکړي د تبصرو پر ځای همدا د واخان موضوع نظارت او د چارواکو څخه دی د همدی او نورو عملی ګامونو غوښتنه او پوښتنه وکړي.
ومن الله توفیق فریدون بارکزئ
کاپي
#واخان Afghanistan National Flag

28/07/2022

#کونړ

27/07/2022

خپله انځور خبرې کوي.

23/07/2022

ځيني ويډيو يوازي سترګۍ نه بلکې زړونه هم ژړوي🥹🥹🥹🥹
دا مو حال دي دا یو افغان دې چې د کرټ سټډیوم له یو کوچني ملي بیرغ سره تللی وو خو د دوي په ژبه ا س ل م ا م ر ت ځواکونو ورسره نا وړه چلند وکړ.

21/07/2022

وروسته له هغې چې د فیسبوک له خوا د ت ل ب ا ن و د رسنیو پاڼې بندې شوې، د ټویټر یو شمېر کاروونکو هم کمپاین پیل کړ او له دغه شرکته یې غوښتنه کړې چې د طالبانو اړوند پاڼې بندې کړي.
دا کاروونکي استدلال کوي چې ت ال ب ا ن "ترهګره ډله" ده او باید د ټویټر کارولو اجازه ورنکړل شي.

21/07/2022

ماته له ښاره رنګې راوړئ
د دې مغرور بیرغ انځور ترې جوړوم

20/07/2022

د افغانستان د ملي راډیو تلویزېون پښتو او دري پاڼي د فېسبوک د ادارې لخوا وتړل شوې.

Photos from Afghanistan National Flag's post 20/07/2022

غوښتل مې د چنګاښ د ٢٦ نیټې د کودتا په مناسبت د افغانستان د دوو پخوانیو جمهور ریسانو سردار محمد داودخان او داکتر محمداشرف غني په مشترکو ټکو یو څه ولیکم چې هم ښیګڼې پکې راتلې هم بدګڼې۔ خو زموږ خلک یو عادت لري څوک چې پرې ګران وي د هغه په اړه یوه منفي خبره هم نه زغمي او څوک یې چې بد ایسي د هغه ښیګڼې هم نه مني ۔ په داسې حال کې چې هر انسان نه بشپړ تور دی او نه هم سپین۔
نو له لیکنې تیر شوم خو دا یوې خبرې ته مې ګوتې نه دریږي۔ هغه دا چې دواړه په انسان پیژندنه کې صفر و۔
د سردارصاحب د ملي دفاع وزیر غلام حیدر رسولي د ثور د اوومې کودتا په ورځ چې په ارګ هوایي او ځمکنی یرغل روان و، په جیپ موټر کې یوازې سپور و چې د پکتیا قول اردو را خبره کړي او د کودتا مخه پرې ونیسي۔ نور یې هیڅ تدبیر نه درلود۔
او د ډاکترصاحب د دفاع وزیر بسم الله جان د کابل د سقوط په ورځ ورک و، وایي ولسمشر دفاع وزارت ته ور روان و خو دی د نرس زوی تری تم شو اخیر معلومه شوه چې تر ټولو مخکې یې هوایي ډګر ته تشریف وړی و۔
خیر وایي چې امریکا او شخصآ بایډن خان، بسم الله خان پرې تحمیل کړی و خو د دواړو د نورو مهمو چارواکو او نږدې کسانو هم ولاکه چندان خونده وه۔ مرستیالان خو د دواړو جاسوسان وو۔
هیله ده له دې غلطیو او بې غوریو زده کړه وشي کوم شخصي غرض پکې نه لرم۔
دواړه مشران وو، دا یو دې خدای ج وبښي دا بل دې ژوندی وي خو نه زر کاله۔
عالم ګل سحر

19/07/2022

پاکستان د اقتصادي سقوط سره مخ دی.

19/07/2022

مخکې به و ج و اوس دا نوی مود پیدا شوی😁😁😁!

18/07/2022

عبدالباري جهاني: پاکستان د ملي دښمن په حیث
دا د افغانستان د ټولو ، په داخل او بهرکي اوسېدونکو، افغانانو ملي وجیبه ده چي پاکستان د خپل تر ټولو لوی دښمن په حیث وپېژني او د هغه پر ضد که ملي جهاد نه اعلانوي نو دښمني خو یې ورباندي واجبه ده. دا چي پاکستان، په خپل پنځه اویا کلن تاریخ کي، او په همدغه موده کي غربي نړۍ، د پاکستان په خاطر، له افغانستان سره څه دښمنۍ کړي او زموږ هیواد ته یې څه حیاتي تاوانونه رسولي دي هغه یو کتاب خبري دي او په یوه لنډ مضمون کي نه ځاییږي. زه د دغه مضون لوستونکو ته بلنه ورکوم چي زما« تاریخي ترجمې» کتاب ولولي او دا موضوع ځانونو ته روښانه کړي. خو ددغه غلیم هیواد پارلمان ته د یوه صدراعظم نواز شریف دا وینا باید د هیڅ افغان هېره نه سي چي« تر ټولو لوی خدمت چي ما پاکستان ته وکړ هغه به د پاکستان خلک هیڅ وخت هېر نه کړي او هغه دا چي د افغانستان پوځ مي داسي ټوټه پارچه کړ چي تر ابده به زموږ د هیواد خواته ونه ګوري»
د مجاهدینو امیرانو او قوماندانانو د افغانستان د پوځ تر ټوټه پارچه کېدلو وروسته د دې نېستمن هیواد پوځي الات و اسباب، ټانکونه، زغره وال موټرونه او د فابریکو ماشینونه او حتی جنګي الوتکي پر پاکستان باندي د عادي اوسپني په بیه وپلورل. دا پخپله ډېر مفصل مطلب او یو کتاب خبري دي؛ چي په یوه لنډ مضمون کي نه ځاییږي. خو د افغانستان تاریخ به پر دې وطن پلورونکو باندي تر قیامته لعنت وايي.
د افغانستان د اسلامي امارت مشرانو!
که پاکستان ته د یوه تاریخي او اوسني دښمن په حیث کتلای نه سی نو لطفاً له هغه سره دومره دوستي او مرسته مه کوی چي د خپل نېسمتن هیواد شته مني په ارزانه او حتی حیرانوونکې ټیټه بیه ورباندي وپلوری. پاکستان د افغانستان څلور پنځه چنده ځنګلونه لري خو د افغانستان ناپوه او پر شخصي ګټو مین کسان، د سلو کالو راهیسي، هر کال د کونړ، نورستان او پکتیا د ځنګلونو وني د پاکستان لپاره وهي او هیڅ حکومت یې نه مخه نیولې او نه یې کوم اقدام کړی دی.
پاکستان د افغانستان څه باندي لس چنده د ډبرو د سکرو ذخیرې لري خو تاسي پر هغوی باندي د ډبرو سکاره، په داسي حال کي، په منتهی ارزانه بیه پلوری چي د وطن خلک په تېره بیا زاړه او ماشومان مو هر کال د کابل او نورو سیمو په ساړه ژمي کي له یخنیه تلف کیږي او خلک د ځانونو د تودولو او له مرګ څخه د ځانونو د ژغورلو لپاره زاړه بوټونه، ربړ او هر څه چي یې لاسته ورځي په اور کي سوځوي او د ښارونو هوا زهرجنه کوي.
د ملګرو ملتونو د احصاییو په اساس، د افغانستان تقریباً شل میلیونه انسانان له لوږي سره مخامخ دي او تاسي د تېر لوی اختر په مناسبت، یوازي د کندهار د سپین بولدک له لاري، هغه هیواد ته پنځوس زره پسونه ورکړل. او په مقابل کي دې ظالم دښمن هیواد په داسي حال کي د بولدک دروازه بنده کړې ده چي د کندهار د نېستمنو خلکو پاخه انګور په بارونو کي وراسته سول. تاسي په دې څه کم یوه کال کي د سپین بولدک دروازې ته ورغلي یاست؟ تاسي د تورخم دروازه کتلې ده؟ او د خپلو په لس هاوو زرو بېوزلو خلکو چي هره ورځ لکه ګدایان په سرحدونو کي ولاړ وي د ستونزي د حلولو لپاره کوم ګام اخیستی دی؟
زه نه وایم چي تاسي له پاکستان سره دښمني وکړی؛ ځکه له هغه هیواد سره دښمني ، چي یو میلیون منظم پوځ او اټومي طاقت لري، د افغانستان د هیڅ حکومت په وس پوره نه ده؛ خو دومره دوستي او خواخوږي هم مه ورسره کوی چي د افغانستان لرګي، د ډبرو سکاره، خوراکي مواد، چي زموږ د هیواد نېسمتن وګړي تر بل هر چا زیاته اړتیا ورته لري، دې تاریخي او اوسني غلیم ته ولېږی. که غواړی چي په تاریخ کي مو نوم ، د ډبرو په سکرو نه بلکه، په طلا ولیکل سي نو په دغه برخه کي خپلي ملي وجیبې ته متوجه سی!

12/07/2022

‏پوهنه رڼا ده، که غواړﺉ هېواد له اوسني تیارو وژغورﺉ،نو له دې کمپاین سره یو ځای شﺉ
⁧‎ ⁩
⁧‎ ⁩
⁦‎ ⁩
⁦‎

08/07/2022
08/07/2022

ولسمشر اشرف غني نن شپه د لوی اختر په مناسبت ولس ته وینا کوي.

08/07/2022

د خپلو خویندو او لوڼو د حق لپاره غږ پورته کړئ!

04/07/2022

دل به دست آور که حج اکبر است
از هزاران کعبه یک دل بهتر است

03/07/2022

یو ت ا لب قومندان خپله نوې واده شوې ناوې له لوګر ولایت څخه خوست ته په چور لکه کې له ځان سره وړې.😆😁😆😂😂😂

03/07/2022

د دید ټکی یې پیدا کړﺉ.

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

اوکراین!
لر و بر  یو افغان

Category

Website

Address


Kabul
1001
Other Journalists in Kabul (show all)
Nasrullah Sangi Zadah Nasrullah Sangi Zadah
Kabul

This is my Official page Follow me at https://twitter.com/NasrullahSangi I Love A F G H A N I S T A N

پښتو پریسTv پښتو پریسTv
Kabul

دهیواد تازه اوکره خبرونه زمونږ له ویب پاڼې څخه ترلاسه کوالای شۍ

Ahmad Haris Jamalzada Ahmad Haris Jamalzada
Kabul, 0093

من از کره خاکی بنام زمین هستم و به همه انسانهای روی زمین

محمد جلیل رضائیان Mohammad Jalil Rezaeyan محمد جلیل رضائیان Mohammad Jalil Rezaeyan
شهر نو
Kabul

Mohammad Jalil Rezaeyanمحمد جلیل رضائیان روزنامه‌نگار.

Samir Khan Hotak Samir Khan Hotak
Kabul, 1ST

SaMir KhaN HoTak Official

Zahra Herari Zahra Herari
Kabul

صفحه رسمی زهرا حراری است درین صفحه می‌توانید تازه ترین رویداد ، ها ، رومان ، شعر و ادبیات ، داستان ، و غیره را دنبال کنید کوچک تان حراری

سحر صفدری Sahar Safdari سحر صفدری Sahar Safdari
Kabul

لطفا صفحه من را لایک و به اشتراک بگذارید!

حمیدالله غفوری حمیدالله غفوری
Kabul, 26000

“The greatest discovery of all time is that a person can change his future by merely changing his attitude.”

Zubir Abid Zubir Abid
Kabul

Shuja Zaki شُجاع ذَکِی Shuja Zaki شُجاع ذَکِی
Kabul

تازه ترین اخبار افغانستان و جهان را اینجا دنبال کنید.

Haqmall zadran HZ Haqmall zadran HZ
Kabul, 1002

اجتماعی