Dr. Jandad Ahmad Wiar Momand, MD, Consultant Medical Oncologist

د سرطاني ناروغيو په اړه د دقیقو او مؤثقو معلوماتو معتبر

03/09/2023

د سټار میدیکل کمپلکس خبرتېا!
ډاکټر جانداد احمد وياړ مومند د سرطاني ناروغيو متخصص چې لوړې او ځانګړې زده کړې یې په هندوستان هیواد کې ترسره کړې.
اوس مهال نوموړئ متخصص په سټار روغتون کې
د عصبي سيستم او دماغو سرطانونه
• د غاړې، خولې او ستوني سرطانونه
• د سينې/ ثديې سرطان
• د سږو سرطان
• د مرۍ سرطان
• د معدې سرطان
• د کولمو سرطان
• د مقعد سرطان
• د ځيګر سرطان
• د پانقراص سرطان
• د تريخي/صفراوي کيسې سرطان
• د ګردې/ پښتورګي سرطان
• د مثانې سرطان
• د‌ پروستات سرطان
• د تناسلي غړو سرطان
• د خصيو سرطان
• د رحم سرطان
• د تخمدان سرطان
• د هډوکو سرطان
• د جلد سرطان
• لمفوماګانې
په بشپړ باوراومعیاري توګه د مجهزو تجهیزاتو او وسایلو په در لودلو سره تشخیص او تداوي کوي.
پته : د برکي اوپروان دو څلورلاروترمنځ - کابل-افغانستان
داړیکوشمیرې : 29 28 27 0767 - 29 28 27 0708
ایمل : [email protected]

08/06/2023

نوی کتاب له چاپ راووت
کولای شئ نوموړی کتاب په کابل او ولاياتو کې ترلاسه کړئ
#نوموړی کتاب ټولو ډاکټر صاحبانو له پاره چې په کلينيکونو او روغتونونو کې کار کوي، يو له معتبرو کتابونو څخه دی، کوم چې ټولو معمول ناروغيو له پاره د درملنې لارښود وړاندې کوي

07/05/2023

د سرطان روغتون او ننګونې
دا چې په دې آواخرو کې په هېواد کې د سرطاني ناروغيو د درملنې او تشخيص د روغتون په اړه خبرې ښکته پورته کېږي، غواړم د Medical Oncologist په صفت څو مهمو ټکو ته اشاره ولرم، ترڅو وکولای شو يوه مثمره پرېکړه ترسره او داسې يو روغتون جوړ شي چې د ټولو ننګونو او محدودیتونو ځواب‌ويونکې وي. مخکې له دې چې دې ټکو ته اشاره ولرم غواړم د سرطان د منجمنټ ټيم په اړه لږ وضاحت ورکړم، ترڅو د همدې ټيم په نظر کې نيولو سره داسې يو لوی روغتون په نظر کې ونيول شي:
د سرطاني ناروغيو د تشخيص او درملنې ټيم
د سرطاني ناروغيو د تشخيص او درملنې عمده ټيم عبارت دی له:
•د سرطاني ناروغيو متخصص (Medical Oncologist): ميډيکل آنکولوجست هغه شخص دی چې له Solid tumors سره سروکار لري، دا متخصص د مرکزي عصبي سیستم، تنفسي سيستم، سر او غاړې، هضمي سیستم او ملحقات يې، اسکليټي سیستم، لمفوماګانې، ملټيپل مايلوما، د نرمو انساجو، بولي او پښتورګو سیستم، د ښځينه او نارينه‌وو تناسلي سيستم، په ښځينه او نارينه‌وو کې د تيونو، د اندوکراين سيستم او نورو نادرو سرطانونو د درملنې صلاحيت او مسؤليت لري.
•کلينيکي هماټولوجست او هماټوآنکولوجست (Clinical Hematologist and Hemato-oncologist: دا متخصص د وينې اړونده ناروغيو او هم د وينې اړونده سرطانونو د تداوۍ مسؤليت او صلاحيت لري، او کار يې تر وينې سرطانونو پورې محدود دی. چې کولای شي ټولې لوکيمياګانې، لمفوکاګانې، MDS، او د وينې نور سرطانونه تداوي کړي
• راډيشن آنکولوجست (Radiation oncologist): دا شخص په شعاعي تداوۍ کې برلاسی وي، او په ډېری سرطانونو کې شعاعي تداوي د درملنې د موډلټي په حېث او هم په بعضي حالاتو کې شعاعي درملنه د palliative او تسکيني درملنې په حيث استعماليږي
•د سرطان‌جراحۍ متخصص (Surgical Oncologist): شخص چې د عمليات د اړتيا په صورت کې سرطاني کتلې له بدنه لرې کوي. نوموړی شخص عمومي جراح او بيا يې په سرطان‌جراحۍ کې هم زده‌کړې کړې وي.
پورتني ټيم ته په کتو او په هېواد کې د پورتني قوي ټيم په شتون کې کولای شو د هېواد دننه د ټولو ناروغانو ستونزې حل او ورته لاس‌رسی ولرو.
اوس راځم د دې مرکز د تشکيل، جوړښت، او موجوده ننګونو په اړه څو ټکي يادوم.
د مرکز جوړښت/سټرکچر:
دا چې په هېواد کې د سرطاني پېښو کلنۍ پېښېدنه تر دېرش‌زرو پورې ده، نو اړينه ده چې په لاندې ټکو او معيارونو برابر مرکز ولرو:
•حداقل سل‌بستريز روغتون، چې دلته بايد هغه ناروغان بستر وي چې څو ورځنۍ درملنه اخلي، هغه ناروغان چې بسترېدو ته اړتيا لري او هغه ناروغان چې د سرطان‌درملو په پايله کې يې جانبي عوارض ورکړي وي
•د بېړنيو پېښو څانګه: دا څانګه بايد حداقل لس بستره وي، او دلته ناروغ کتګورايز او بيا ورته نور اهتمامات په نظر کې ونيول شي
•د Day care څانګه: دا څانګه بايد حداقل شل بستره وي، او دلته هغه ناروغان چې ورځنۍ سرطان‌ضد درملنه غواړي بايد ترڅو ساعتونو بستر او کور ته ولېږل شي. دا څانګه د دې مرکز ترټولو عمده څانګه ده، دلته ناروغ راځي، خپله زرقي سرطان‌ضد درملنه اخلي او بېرته کور ته ځي؛ ځکه سرطاني ناروغۍ خپل پروتوکولونه لري کوم چې اونۍ کې، دوو اونيو کې او درېيو اونيو کې ناروغ ته تطبيق‌کېږي
•د palliative care څانګه: دا څانګه هم د دې مرکز يو له مهمو څانګو څخه شمېرل کېږي. دلته يوازې هغه ناروغان تر مراقبت لاندې نيول کېږي کوم چې end stage and end of life disease لري، او په دې څانګې کې يې يوازې best supportive care پلان کېږي، نه سرطان‌ضد درملنه
• د جدي مراقبت څانګه (ICU): دا څانګه بايد حداقل شل بستره وي، او د همدې برخې د متخصصينو له خوا تر واک لاندې وي
• د هماتوپتالوژي څانګه: دا څانګه بايد يوازې د وينې اړوند پتالوژيانې راپور کړي، او د همدې برخې اړوند متخصصينو له خوا تر واک لاندې وي
•د هېستوپتالوژي څانګه: دا څانګه بايد يوازې بايوپسي کتلات تر مطالعې لاندې ونيسي، او بايد د قوي پتالوجستانو تر واک لاندې وي
•د پروسيجرونو څانګه: په دې څانګه کې بايد د پروسيجرونو قوي ټېکنېشان موجود وي، دوي بايد مخصوص پروسيجرونه لکه bone marrow aspiration and biopsy, piccline insertion, lumbar puncture and IT chemo administration, ascitic tapping, pleural tapping او داسې نور مخصوص پروسيجرونه ترسره کاندي، دا کار بايد تر همدې کسانو پورې محدود وي
•د بايوپسيانو د اخستلو څانګه: په دې څانګه کې بايد تر ټولو مهم شخص چې موجود وي هغه interventional radiologist دی، کوم چې بايد USG/CT guided بايوپسيانې واخلي.
•د نورو مهمو څانګو برخې او ډيپارټمنټونه: ترټولو مهم ډيپارټمنټونه عبارت دي له: د زړه او رګونو څانګه، تنفسي ډيپارټمنټ، هضمي ډيپارټمنټ، نسايی ولادي ډيپارټمنټ، يورولوژي، نفرولوژي او اورتوپيډي ډيپارټمنټ
• د ايکوکارډيوګرافي ډيپارټمنټ: دلته بايد يوازې ناروغ ته په خپل وخت ايکوکارډيوګرافي ترسره شي
•د الټراساؤنډ ډيپارټمنټ
• د ډيجيټل اکسرۍ ډيپارټمنټ
•د سي‌ټي‌سکن او MRI ډيپارټمنټ
•د لابراتواري معايناتو ډيپارټمنټ

د دې مرکز پرسونل:
• د سرطاني ناروغيو متخصص (Medical Oncologist): حداقل پنځه متخصصين؛ متخصصين چې تخصصي ټريننګ يې له هېواده دباندې کړی وي او په دې برخه کې کافي تجربه ولري
•د سرطاني ناروغيو متخصص (Hemato-oncologist and clinical hematologist): حداقل درې متخصصين؛ هغه چې له هېواده دباندې يې تخصصي ټريننګ ترلاسه کړی وي
• راډيشن آنکولوجست: حداقل درې متخصصين؛ هغه چې له هېواده دباندې يې تخصصي ټريننګ ترلاسه کړی وي
•سرجيکل آنکولوجست: حداقل پنځه متخصصين؛ هغه چې له هېواده دباندې يې تخصصي ټريننګ ترلاسه کړی وي
•هستوپتالوجست: حداقل درې متخصصين؛ هغه چې له هېواده دباندې يې تخصصي ټريننګ ترلاسه کړی وي
•هماتوپتالوجست: حداقل درې متخصصين؛ هغه چې له هېواده دباندې يې تخصصي ټريننګ ترلاسه کړی وي
انټروينشنل راډيالوجسټ: حداقل درې متخصصين؛ هغه چې له هېواده دباندې يې تخصصي ټريننګ ترلاسه کړی وي
• قوي reporting consultant radiologists: حداقل د پنځه کسانو ټيم: دا ډله بايد قوي ټيم واوسي کوم چې وکولای شي د هر ډول سي‌ټي سکن او MRI ريپورټينګ وکاندي
• د کوچنيو پروسيجرونو يو درې کسيز ټيم
•قوي نرسنګ سټاف، کوم چې په کيمواډمېنېسټريشن کې تجربه ولري
•متممه سټاف (د هضمي، تنفسي، قلبي، اورتوپيډي، نسايی ولادي, يورولوژي او نفرولوژي ټيمونه)

د روغتون دننه سهوليات
د دې مرکز دننه بايد لاندې سهوليات موجود وي:
• د IPD دننه ټول لازمه سهوليات، ترڅو د داخل بستر ناروغانو ټول کارونه په احسن وجه ترسره شي
• د Day care دننه د ټولو سهولياتو شتون
• د کوچنيو پروسيجرونو اړوند ټول سهوليات
• قوي او مجهزې عمليات خونې
•د درمليزې شعاع‌درملنې يا راډيشن‌تراپۍ ټول سهوليات
• د هضمي ډيپارټمنټ مجهزتيا؛ داسې چې د انډوسکوپي او نورو تيراپيوټيک پروسيجرونو صلاحيت ولري
• د تنفسي ډيپارټمنټ مجهزتيا؛ داسې چې د interventional and therapeutic پروسيجرونو وړتيا ولري
•د قلبي ډيپارټمنټ مجهزتيا؛ داسې چې د interventional and therapeutic پروسيجرونو وړتيا ولري
• همدا ډول د نورو پورته يادو څانګو مجهزتيا

د تصويري معايناتو د ډيپارټمنټ ځانګړتياوې
• نن سبا د سرطاني ناروغيو په تشخيص او درملنې کې ترټولو لمړۍ او اړينه تصويري موډلټي له PET Sacn څخه عبارت ده خو دا به يو څه ستونزمنه وي او د دې برخې د راپور ورکوونې د متخصصينو له جدي کمبود سره مخ يو نو دا ستونزه به تر ډېره وخته وي، ولې ايجادول يې ناممکنه نه ده
•د سي ټي سکن او ام آر ای قوي او اپډېټ ماشينونه کوم چې وکولای شي په ډېرې ښې کوالټۍ له بدن څخه عکسونه واخلي، CT scan-160 or 256 slices او 3T MRI به ترټولو ښه اپشنونه وي
•د mammgraphy او Bone scan سهوليات
•د الټراساؤنډ سهوليات چې وکولای شي ډاپلر سهوليات هم وړاندې کړي
•د ډيجيټل اکسرۍ سهوليات

د سرطان‌ضد درملو ځانګړتياوې
نن سبا په پرمختلليو هېوادونو او نړۍ کې د سرطان درملنې په موخه له لاندې ډول درملو څخه کار اخستل کېږي:
•کيموتراپي
•ايميونوتراپي
•ټارګيټېډتراپي
•هورمون‌تراپي
په ياد مرکز کې بايد د ټولو درملو سهوليات موجود وي، او ناروغانو ته پر وخت د اړتيا په صورت کې نوموړي درمل عرضه کړای شي، دا چې د نوموړو درملو بيه او قيمت لوړ دی نو دا به تر کومه ممکن وي چې ناروغ ته د اړتيا وړ درمل عرضه شي
د نورو مسلکي اشخاصو شتون
په ياد مرکز کې بايد د سرطان برخې د متخصصينو ترڅنګ نورې ټولې مهمې رشتې موجودې وي، او هم دا مرکز هېواد ته نور متخصصين په همدې فيلډ کې وروزي.
مالي ذېرمې:
د دې مرکز د مالي ذېرمو په اړه بايد دقيق فکر وکړای شي، د دولت له اختصاصي بوديجې نيولې بيا تر خيريه صندوق او د بهرنيو خيريه فنډونو پورې کولای شي د دې مرکز مالي منابع وټاکي
آند:
اوس نو ټولو پورتنيو مهمو او حياتي مسائلو ته په کتو دا به څومره عملي ګام وي تر څو وکولای شو په وطن کې داسې يو مجهز مرکز ولرو کوم چې د هېوادوالو ټولې موجوده اړتیاوې پوره کاندي؟ د يو ساختمان په جوړېدا او د څو کسانو په کېناسته به ايا دا لوی ارمان پوره شي؟ ايا کولای شو پورته ټولې ننګونې پوره او عملي کړای؟ که د يو مرکز د جوړېدا په اړه غږېږو او غواړو دا مرکز جوړ شي نو پورتني ټول موارد بايد عملي شي، که نه د يو بلډينګ جوړول او هغې ته د سرطان مرکز نوم ورکول به لويه او بې‌ځايه پرېکړه وي، ځکه اوس مهال په هېواد کې يو څه کېږي ولې يو څه دي، هر څه نه.
زما په اند ښه به دا وي چې مخکې له دې چې يو تش پنوم مرکز او ساختمان جوړ شي، بايد پورته ټولو اړتياوو ته مثبت ځواب وويل شي او بيا د يو داسې مرکز په اړه اقدام وکړای شي، که داسې و نه شي نو نه به مرکز مرکز وي او نه مو ناروغ له سرګردانيو راګرځولی وي.
زموږ ويل وو او ستاسو ژور فکر
ډاکټر جانداد احمد وياړ مومند
د سرطاني ناروغيو متخصص (Medical Oncologist)

Photos from Dr. Jandad Ahmad Wiar Momand, MD, Consultant Medical Oncologist's post 02/05/2023

25/04/2023

‌الله_طبي_خپرونديې_ټولنې_څخه_يې_په_کابل_او_ولاياتو_کې_تر_لاسه_کولای_شئ

Photos from Dr. Jandad Ahmad Wiar Momand, MD, Consultant Medical Oncologist's post 20/01/2023
Photos from Dr. Jandad Ahmad Wiar Momand, MD, Consultant Medical Oncologist's post 26/12/2022

يو 53 کلن نارينه ناروغ اريانا روغتون ته مراجعه کړې وه، دا چې په posterior chest wall کې یې يوه غوښينه کتله درلوده نو د مراجعې لمړۍ کتنه يې د جراحي او پي ډي وه. د اريانا روغتون د جراحي شف ډاکټر موسی د ناروغ په معاينه کولو سره مخکې له دې چې دا کتله د جراحۍ په واسطه مکمله وباسي، له کتلې څخه يې tissue biopsy اخستې وه، په بايوپسي کې Malignant Lymphoma راپور ورکړل شو، په يادې بايوپسي بله تخصصي معاينه(IHC) اجرأ شوه چې پکې DLBCL (Diffuse Large B_Cell Lymphoma) راپور ورکړل شو؛ وروسته له دې ناروغ نور تخصصي معاينات د مرحله‌بندۍ (Staging) له پاره ترسره شول، په کوم کې چې ناروغ مرحله‌بندي او Bulky Diseaseتشخيص شو؛ مخکې له دې چې ناروغ ته اساسي درمل (ChemoImmunotherapy) شروع شي، د TLS (Tumor Lysis Syndrome) د مخنيوي په پار prePhase تداوي شوه او په شپږمه ورځ ورته اساسي درمل چې همغه کيموايميونوتراپي ده، شروع شوه. د ناروغ د خلفي صدري دېوال کتله وروسته له لمړۍ دورې رشف او وروسته له درېيمې دورې کاملآ له منځه ولاړه. Intern CT Scanناروغ ته ترسره او وښودل شوه چې د کتلې په اندازې کې د ملاحظې وړ کموالي راغلی؛ دا چې ناروغ Bulky Disease درلوده نو د پروټوکول او ګايډلاين/لارښودليک پر اساس دا اړينه وليدل شو ترڅو عين پروټوکول د درې نورو دورو له پاره هم ناروغ ته ورکړل شي؛ ناروغ شپږ دورې کيموايميونوتراپي په ښه شکل پرته له کوم جانبي عارضې تحمل کړې او ناروغ ته توصیه وشوه چې څلور اونۍ/هفتی وروسته له اخري دورې د شعاع ISRT له پاره له Radiation Oncologist سره مشوره وکاندي او په دې اساس د ناروغ تداوي تکميله او سرطان يې کاملآ له وجوده پاک او ناروغ free of disease شو او توصیه وشوه چې follow up/surveillance په دقيق ډول وڅاري.
‌مسلکي_برخورد_د_سرطان_د_درملنې_سبب_ګرځي

Photos from Dr. Jandad Ahmad Wiar Momand, MD, Consultant Medical Oncologist's post 12/12/2022

که غواړئ چې د تخصص آزموينې جامع، دقيق، علمي، مؤثق، او ډاډمن اثر مطالعه کړئ؛ نو سره ستاسې دا ټولې اړتياوې پوره کولی شي
‌الله_طبي_خپرندويې_ټولنې_څخه_يې_په_کابل_او_ولاياتو_کې_ترلاسه_کولی_شئ
: جوی شير او بابرشاه سنټر

Photos from Dr. Jandad Ahmad Wiar Momand, MD, Consultant Medical Oncologist's post 26/11/2022

#پېښه:
څلوېښت کلن ناروغ چې د کولون سرطان کورنۍ تاريخچه يې درلوده، زما کلينيک ته له يو سي‌ټي‌سکن سره مراجعه وکړه. وروسته له تاريخچې اخستنې جوته شوه چې ناروغ د کولون سرطان له پاره څلور کاله وړاندې په هندوستان کې جراحي شوی وو او وروسته له جراحي يې د ناروغۍ د پتالوژي راپور پر اساس کيموتراپي هم اخستې وه. ناروغ د کلينيک او راډيولوژيکو معايناتو له نظره له سره ارزيابي شوه؛ د ناروغ په کولونوسکوپي راپور کې وليدل شو چې ناروغ colonic growth لري، مخکينی سي‌ټي سکن يې د راپور او کيفيت له نظره دومره ښه نه وو، تکرار سي‌ټي سکن ورته توصیه شو او په سي‌ټي سکن کې وليدل شو چې ناروغ T3N1 lesion لري کوم چې د local recurrence ښکارندوي وو، مټاسټاټيک ورک‌آپ يې منفي وو؛ او د ناروغ کولونيک بايوپسي وښوده چې moderately differentiated Adenocarcinoma with signet ring features لري؛ ناروغ په Tumor board کې بحث او د عمليات له پاره کانديد شو؛ Right hemicolectom + End to side ileo-transvers colon anastomosis ورته اجرأ او د جراحي کتله يې د هستوپتولوژي معايناتو له پاره لابراتوار ته ولېږل شوه؛ د هستوپتولوژي راپور پر اساس ناروغ په پتالوژيک سټېج IIA کې راغی؛ دا چې ناروغ سټېج IIA وو او د بېرته راستنېدو له لوړ خطر سره مخ وو (high risk of recurrence) نو لازمه مې وليدله چې ناروغ ته بايد وروسته له جراحۍ(يوه نيمه مياشت وروسته) کيموتراپي تر دريو مياشتو ورکړل؛ ناروغ خپله درې مياشتينۍ کيموتراپي پرته له کومې جانبي عارضې تحمل کړه او وروسته له دريو مياشتو ورته re-assessment CT scan ترسره شو، په سي‌ټي سکن وښودل شو چې ناروغ په بدن کې هېڅ د سرطان نښه او نښانه نلري او نه هم ناروغي بېرته راګرځېدلې ده او هم د ناروغ CEA level په نارمل بويه کې وو.د همدې معايناتو پر اساس ناروغ ته دوا بنده او تر سرويلانس surveillanceلاندې ونيول شو؛ ناروغ ته سرويلانس چارټ واچول تر څو په همغه معيينه وخت کې مراجعه وکړي داسې چې په لمړي کال په هرو دريو مياشتو کې، په دوهم کال په هرو شپږو مياشتو کې او وروسته بيا هم په هرو شپږو مياشتو کې مراجعه وکړي او بايد هر کال د ناروغ screening colonoscopy وشي. ناروغ په خوشحالۍ او نېک نيت کور ته رخصت شو. سرطان که په وخت تشخيص شي سل فيصده د درملنې وړ دی؛ او مهمه دا ده چې دا ډول ناروغان بايد د سرطان متخصصين تداوي کړي.
درنښت
ډاکټر جانداد احمد وياړ مومند
د سرطاني ناروغيو متخصص
Consultant Medical Oncologist

23/11/2022

د څښتن تعالی په فضل او کرم سره زما او د ډاکټر صېب نثاراحمد ظهير ګډ کتاب چې د تخصص آزموينې ګډونکو له پاره د عامې روغتيا وزارت د تخصص آزموينې له انګليسي رفرنس کتابونو څخه په پښتو ژبه د سوال او ځواب په بڼه ترتيب شوی دی، تيار او چاپ ته ولېږل شو. په دې کتاب کې د رفرنس کتابونو (فزيولوژي، هستولوژي، فارمکولوژي، بيوشيمي، اناتومي، مايکروبيولوژي، او پتالوژي) نچوړ راټول شوی دی، کوم به چې په تخصص آزموينې کې د کډون‌کوونکو له پاره د يو مأخذ په حېث تر ټولو معتبر او کارا کتاب وي. له #شريف‌الله طبي کتاب خپرندويې ټولنې څخه هم نړۍ مننه چې د ياد کتاب د چاپ، ډيزاين، نشر او توزیع چارې یې پرغاړه واخستې. د دې کتاب په چاپ او نشر سره زما د ټولو چاپ شويو کتابونو شمېر 83 جلده ته ورسېد؛ رب لايزال دې لا توفيق راکړي چې ټولنې ته د ليکوالۍ له لارې د لا ښه خدمت جوګه وګرځم. د يادونې وړ ده چې د همدې کتاب دري برخه مخکې له مخکې چاپ شوې ده او د ګرانو ډاکټر صاحبانو په خدمت کې ده.

04/08/2022
08/07/2022

اللَّهُ أَکْبَرُ اللَّهُ أَکْبَرُ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَ اللَّهُ أَکْبَرُ اللَّهُ أَکْبَرُ وَلِلَّهِ الْحمد
لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ، إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ، لا شَرِيكَ لَكَ

27/06/2022

27/06/2022

Photos from Dr. Jandad Ahmad Wiar Momand, MD, Consultant Medical Oncologist's post 13/06/2022

کلينيکي پېښه/فوق تخصصي خدمات
له نن څخه څلور مياشتې وړاندې يوه 63 کلنه مېرمن په wheelchair کې چې ECOG PS 3 وه له شديدو دردونو، کيڼ لاس شديد lymphedema او د کيڼ تي/ثديې له افرازي او وينه ورکوونکې قرحې سره زما کلينيک ته مراجعه وکړه. له ناروغ څخه تاريخچه واخستل شوه؛ ناروغه په 2020 کال کې د سرطان ابتدايي تومور درلود او د هغې له پاره يې تداوي تکميله کړې وه؛ تقريبآ يو کال وروسته ورباندې ناروغي بېرته راغلې وه؛ ناروغه د خپلې درملنې له پاره ګاونډي هېواد ته تللې وه، هلته ورته repeat biopsy شوې وه، په کوم چې ښودل شوي وو چې ناروغ د هورمون خاصيت له مخې triple negative سرطان لري؛ (triple negative د ثديې سرطان يو له خرابو او تهاجمي شکلونو څخه دی چې پکې ER/PR/Her2 درې واړه منفي وي). ناروغې ته د ځايي ډاکټر له لورې درې دورې کيموتراپي ورکړل شوې وه، او په يادې کيموتراپۍ سره يې ناروغۍ لا پرمختګ کړی وو او هم کيموتراپي یې نه وه تحمل کړې، ورپسې ځايي ډاکټر ناروغه ځواب کړې وه، او هغې ته يې د خولې له لارې کيموتراپي د اعراضو د کنترول په پار توصیه کړې وه؛ حال دا چې په يادو سرطاني ناروغيو کې د تخصصي ازمایښتونو په کولو سره نن ورځ ډېرې ښې درملنې موجودې دي؛ خو ځايي ډاکټر هېڅ يو له دې ازمایښتونو نه وو توصیه کړي. کله چې ناروغه زما کلينيک ته په ياده لوحه کې راوستل شوه؛ نو فمي/د خولې له لارې ورکړل شوې کيموتراپي ورباندې بنده او ناروغه تر Stable کېدو پورې په حمایوي تداوۍ واچول شوه؛ کله چې د ناروغې وضعيت stable شو نو تخصصي معاينات د ناروغۍ د حالت معلومولو او د بعدي تداوۍ پلان کولو له پاره ورته ترسره شو؛ ناروغي يې د معايناتو پر اساس ډېره زياته او پرمختللې وه نو پر همدې اساس ورته نوې کيموتراپي پلان شوه؛ ياده درملنه درې مياشتې ورکړل شوه، د لاس lymphedema يې هم له شديد حالت څخه نهايتآ خفيف حالت ته راغله (compression device هم ورته شوی وو)، ECGO PS 3 په ECOG PS 0 تبديل شو، اوس زما کلينيک ته پرته له wheelchairاو پرته له دې چې د کورنۍ غړی يې په تللو راتللو کې حمايه کړي، راځي؛ د کور کارونه کوي او روزانه يو ساعت ورزش کوي؛ وروسته له دريو مياشتو درملنې نوي سي ټي سکن وښودله چې کيموتراپۍ د ملاحظې وړ اغېزه کړېده (Significant interval reduction). نوی پلان ورته ونيول شو او هغه دا چې ياده درملنه به درې سايکله نور هم اخلي؛ نوې بايوپسي به ورته د لاتخصصي درملنې د انتخاب په پار کېږي؛ او په راتلونکې کې به د همدې بايوپسي پر اساس که يو له تخصصي معايناتو مثبت راځي؛ نوې بازار ته راغلې درملنه لکه ايميونوتراپي به ورته شروع کېږي.

د سرطاني ناروغيو متخصص_Consultant Medical Oncologist

Photos from Dr. Jandad Ahmad Wiar Momand, MD, Consultant Medical Oncologist's post 12/06/2022

کلینیکي پېښه/فوق تخصصي خدمات

څو ورځې وړاندې يو ناروغ له بطني ناراحتۍ او د ګېډې د ښۍ علوي برخې د درد له شکايت سره زما کلينيک ته مراجعه وکړئ؛ د مراجعې په وخت يې د وينې معاينات او التراساؤنډ په لاس وو؛ په التراساؤنډ کې د ځيګر په علوي لوب کې يوه partially defined hypoechoic solid lesion راپور ورکړل شوی وو چې آندازه يې 5cm وه. وروسته له فزيکي معاينې او دقيقې تاريخچې ناروغ ته لازم تخصصي معاينات ورکړل شو؛ ناروغ پخپله تاريخچه کې لس کاله وړاندې د HCV مثبته تاريخچه حکايه کوله، او لس کاله وړاندې یې درملنه اخستې وه. په وايرل مارکرونو کې HCV Ab مثبت راپور ورکړل شو؛ د وينې د روټين معايناتو له مخې ناروغ په Child_Pugh class A کې راغی؛ د وينې د سيروم AFP اندازه يې نورمال (5.51ng/ml) راپور ورکړل شوه. CT Liver dynamic کې large arterial phase enhancing lesion in segment VIII کې چې اندازه يې 5.2cm وه، راپور ورکړل شو چېرې چې vascular invasion او extrahepatic spread موجود نه وو. ناروغ د سي ټي سکن موندنو پر اساس Hepatocellular carcinoma HCC تشخيص شو. دا چې سرطان يوازې تر ځيګر/ينې پورې محدود وو او د UNOS criteria له مخې ناروغ د لاندې درملنې؛ يو له دوي؛ له پاره د ټرانسپلانټ/ريزيکشن تخصصي مرکز ته ولېږل شو:
•Liver Transplant/Resection/locoregional treatment
وروسته له يادې درملنې دا ډول ناروغان تر سرويلانس لاندې اچول کېږي او د بعدي درملنې پلان ورته نيول کېږي.


د سرطاني ناروغيو متخصص _Consultant Medical Oncologist
؛ کابل، افغانستان

02/06/2022

مؤقت
يو سرطاني ناروغ لرم چې له اقتصادي پلوه ډېر ژوبل دی؛ ناروغ بايد د سرطان درملنه (کيموتراپي) واخلي؛ په معايناتو، او پي ډي فيس او زما د کيموتراپۍ تطبيقولو فيس کې مې معاف کړی؛ ولې ناروغ بايد کيموتراپي درمل واخلي؛ هره دوره يې 15000_20000 افغانۍ کېږي (يوازې درمل)، ناروغ بايد څلور ورځې په روغتون کې بستر وي؛ نو که کوم دوست کولای شي په دې رابطه مرسته وکړي، له ماسره دې په اړيکه کې شي ترڅو ناروغ په وخت خپل کيموتراپي درمل واخلي.
کولای شئ له ماسره په وټس آپ اړيکه ټينګه کړئ
+93782839595
درنښت
ډاکټر جانداد احمد وياړ مومند
د سرطاني ناروغيو متخصص
HOD & Consultant Medical Oncology

26/05/2022

د افغانستان طبي شورا e health program د تېر په څېر بيا هم په يوه مهمه او ارزښتناکه موضوع( Kidney Cancer ) د ډاکټر جانداد احمد وياړ مومند لخوا د راتلونکې یکشنبې په ورځ د کابل پر وخت د ماسپښین په يوه بجه ( 05/29/2022) په انلاين بڼه د زوم پروګرام له ادرسه پريزنټيشن لری ، تاسو کولای شئ دغه پروګرام د افغانستان طبي شورا رسمي فیسبوک پاڼي او ويب پاڼې څخه په ژوندۍ بڼه کتلې شئ.
یاده موضوع د سرطاني ناروغیو متخصص ډاکټر جانداد احمد ویاړ مومند له خوا وړاندې کیږي؛ ډاکټر ویاړ مومند له کابل طبي پوهنتون څخه فارغ، د سرطاني ناروغیو تخصصي ټریننګ یې له هندوستان هېواد څخه ترلاسه کړی دی.

--------------------------------------------------------------------------

برنامه e health شورای طبی افغانستان به سلسله برنامه های قبلی خويش اينک موضوع بسیار مهم و ارزشمند تحت عنوان(Kidney Cancer ) ارایه می نماید. موضوع فوق توسط داکتر جانداد احمد ويار مومند ارایه می گردد.
اين برنامه را همچنان ميتوانيد از طریق صفحه رسمی فیسبوک و ویب سایت شورای طبی افغانستان به بطور زنده تعقيب نمايد.
به وقت کابل: روز يکشنبه (05/29/2022) ساعت يک بجه بعد از ظهر.
داکتر مومند از پوهنتون طبی کابل فارغ و تخصص خویش را در انکولوژی طبی از هندوستان به اتمام رسانده است، وی ماستری اپیدیمیولوژی را نیز از کشور هندوستان به دست آورده است.

-------------------------------------------------------------------------
لينک
Afghanistan Medical Council is inviting you to a scheduled Zoom meeting.

Topic: AMC e health Program
Time: May 29, 2022 01:00 PM Kabul

Join Zoom Meeting
https://us02web.zoom.us/j/83671426291?pwd=OEloTGl5VnhaWGVOYlozWXByNVpPdz09

Meeting ID: 836 7142 6291
Passcode: 043127
One tap mobile
+19292056099,,83671426291 #,,,,*043127 # US (New York)
+12532158782,,83671426291 #,,,,*043127 # US (Tacoma)

Dial by your location
+1 929 205 6099 US (New York)
+1 253 215 8782 US (Tacoma)
+1 301 715 8592 US (Washington DC)
+1 312 626 6799 US (Chicago)
+1 346 248 7799 US (Houston)
+1 669 900 6833 US (San Jose)
Meeting ID: 836 7142 6291
Passcode: 043127
Find your local number: https://us02web.zoom.us/u/kks1OOJFp

09/05/2022
29/04/2022

ډاکټر جانداد احمد ویاړ مومند د فتح شاه زوی, د ملک سلطان لمسی او د ننګرهار کوټ ولسوالۍ تنګي مومند په یوې درنې او مخورې کورنۍ کې زېږېدلی دی. ډاکټر ویاړ مومند تر دولسم ټولګي زده کړې د مهاجرت په دیار په کوزې پښتونخوا کې ترسره کړي او د کانکور ازموینې له لارې د کابل طبي پوهنتون معالجوي طب پوهنځي ته بریالی او له یاد پوهنتون څخه د MD په درجه بریالی شوی دی. په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د ډېرښت او په دې برخه کې د هېواد دننه د کادري او تخصصي اشخاصو د نه شتون او هم د دې رشتې سره د یوې خاصې علاقې او شوق په پار;ډاکټر مومند له هندوستان هېواد څخه په سرطاني ناروغیو (Medical ONcology) کې تخصصي زده کړې وکړې او هېواد ته په راستنېدو سره ډاکټر ویاړ مومند لمړنی افغان ډاکټر دی چې په سرطاني ناروغیو کې یې د تخصص سند له عامې روغتیا وزارت څخه په کادري/ټرینرۍ نمراتو ترلاسه کړی او اوس مهال د ګرانو هېوادوالو د چوپړ افتخار لري. ډاکټر مومند له هندوستان هېواد څخه د ناروغیو د اپيډيمیولوژۍ په برخه کې د ماسټرۍ د سند د ترلاسه کولو په درشل کې دی. ډاکټر ویاړ مومند یو اکاډمیک کادر هم دی چې تر دې دمه یې د کانکور او طبي موضوعاتو اړوند ټولنې ته 83 جلده په پښتو او دري ملي ژبو ژباړلي, ایډېټ کړي او لیکلي دي; د بېلګې په ډول د کانکور عمومي مرستیال,ویاړ د کانکور ټولګه, ویاړ د کانکور فورمونه, د ویاړ فورمولونه, کانکور په لسم کې,کانکور په یوولسم کې, کانکور په دولسم کې, اسان کانکور, لمړنۍ مرستې, کلینیکي فارمکولوژي, طبي ټرمینالوژي, طبي وایرالوژي, طبي مایکروبیولوژي, طبي پرازیتولوژي, معمول طبي اصطلاحات, د طبي ټکنالوژۍ ترمینالوژي, اساسي درمل, د تخصص ازموینې د رفرنس کتابونو ژباړه, د تخصص ټولشموله مجموعه, د اګزېټ ازموینې د سوالونو بانک, د تخصص د سوالونو بانک, د تخصص د مایکروبیولوژۍ بانک, د تخصص د پتالوژۍ بانک, د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د کنترول او وقایې ملي ستراتیژي, د افغانستان د نرسنګ مکمل کرېکولم د لمړي ځل له پاره په پښتو ژبه ترتیب او ژباړه او نور; د ډاکټر ویاړ نور طبي کتابونه هم په نږدې راتلونکي کې ټولنې ته د وړاندې کېدو په درشل کې دي چې یو له هغوي د لمړي ځل له پاره په پښتو ژبه د داخله ناروغیو یو ټولشموله اثر دی. ډاکټر ویاړ مومند له هېواده بهر په ډېرو علمي کنفرانسونو کې چې د سرطاني ناروغیو اړوند وو, ګډون کړی دی. د هندوستان د طبي انکولوژۍ د ټولنې, د اروپا د طبي انکولوژۍ د ټولنې او د امریکا د طبي انکولوژۍ د ټولنې غړیتوب لري.
Jandad Ahmad Wiar Momand

Want your practice to be the top-listed Clinic in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

#سرطان
#لمفوما

Category

Telephone

Website

Address


Kabul, Afghaistan
Kabul
1001
Other Doctors in Kabul (show all)
Dr Hameed zazai Dr Hameed zazai
Kabul
Kabul

له ټول نه غوره طبیب الله ج دی

Dr shafiullah Azizi Nijrabi Dr shafiullah Azizi Nijrabi
Kabul

There are somethings that money can't buy.Like manners, morals and intelligence.! MD🥼🩺🖊🇦🇫

Dentist Rahim Ramaki Dentist Rahim Ramaki
Karti 4
Kabul, 0093

Dr Mohammad Khalid Ghalib Dr Mohammad Khalid Ghalib
Kabul

this page will help increase the awareness of general population regarding health/medical issues

Dr.sharifullah shirin Dr.sharifullah shirin
9th District, Jalalabad, Nangarhar
Kabul, 314

Healthy

Dr. Fershta Dr. Fershta
Kabul

Doctor

کلینیک دندان نوری کلینیک دندان نوری
Kabul

داکتری یک احساس زیبا دارد وقتی یک مریض به خوشی و رضایت از کلینیک میرود و برایت دعا خیر میکند 😊.