Civil Engineering Information

My purpose is to impro civil engineer information

23/03/2024

څلورویشت پوښتنې چې د یو انجینر لپاره يې پوهېدل اړین دي.

1. د زینې میلان د افقي سطحې سره باید په کومه اندازه وي؟
د 25 درجو څخه تر 40 درجو پورې (IS 456 – 2000)

2. د 1BHK اصطلاح کوم مفهوم افاده کوي؟
د 1BHK اصطلاح لاندې مفهوم افاده کوي
1Bed room
1 Hall
1 Kitchen

3. د سیمنټو د یوې بورې حجم څومره دی؟
0.0347m3 او یا هم 1.23 CFT

4. د Compression Test د معلومولو لپاره کوم ماشین پکار وړل کیږي؟
د Universal Testing Machine چې مخفف یې UTM دی.

5. د سیمنټو Expiry Date د تولید څخه څومره موده وروسته وي؟
درې میاشتې وروسته، البته له دغې مودې وروسته سیمنټ خپل مقاومت په تدریج سره له لاسه ورکوي.

6. په ساختماني عناصرو کې د هوک(Hook) معیاري اندازه څومره ده، او هم باید په کومه زاویه قات کړل شي؟
د سیخ د قطر لس چنده، او هم باید د 135 درجې زاویې سره قات کړل شي.

7. د سیخ د یو متر وزن د کومې رابطې څخه په لاس راځي؟
0.222d2/36 او یا هم د d2/162 رابطې څخه چې دلته d د سیخ قطر په ملي متر سره دی

8. په اوسپنیزو کانکريټو(RCC) کې باید د کانکریټو مارک په اصغري ډول څومره وي؟
M20 او یا هم دوه سوه مارک

9. د مختلفو ساختماني عناصرو څخه د قالبونو(شټرنګ) د لرې کولو مودې وروسته تر ډکولو څخه ذکر کړئ؟
په دغه برخه کې لاندې حالتونه باید په یاد وساتو:-
لومړی حالت: د دیوالونو له غاړو، پایو، د بیم او ګاډرونو له غاړو(کنارونو) څخه کولی شو وروسته تر 24hours—48hours لرې کړو.
دوهم حالت: که د بیم وایه تر دریو مترو پورې وي،کولی شو وروسته تر اوو ورځو(7 days) خو که سلب په همدغه اندازه وایه کې ولرو نو وروسته تر دریو ورځو(3 days) یې لری کولی شو.
دریم حالت: که د سلب وایه شپږ(6) او یا له شپږو مترو کوچنۍ وي، نو د قالبونو د لرې کولو کمترینه موده یې باید 14 ورځې وي، خو که وایه له شپږو مترو اضافه کیږي، نو دا موده بیا 21 ورځو ته غځیږي.

10. په عمومي ډول په کانکریټو کې کوم ډول ټسټونو ته ډیره اړتیا وي؟
Slump test
Air Content test
Temperature test
Compressive Strength Test

11. په RCC کې پکاروړونکو سیخانو حجمي وزن باید په معیاري ډول څومره وي؟
7850kg/m3 او یا هم 78.5KN/m3

12. د RCC او PCC حجمي وزنونه څومره دي؟
د RCC حجمي وزن 2500kg/m3 او د PCC حجمي وزن 2400kg/m3

13. د Fire Bricks خښتو فشاري مقاومت څومره وي؟
125kg/m3

14. د کانکریټو د Initial Setting Time او Final Setting Time مودې مشخصې کړئ؟
د Initial Setting Time اندازه یې 30 دقیقې وروسته تر اچولو، او Final Setting Time یې 90 دقیقې وروسته تر اچولو پای ته رسیږي.

15. د کانکریټو د Curing میتودونه(طریقې) ذکر کړئ؟
Spraying of Water
Wet Covering Of Surface
Ponding
Curing Chemicals
Steam Curing
Sprinkling or Application of Curing Compounds

16. په کانکريټو کې د Bleeding اصطلاح کوم مفهوم ارایه کوي؟
په کانکریټو کې Bleeding د Segregation یو ډول دی، په کوم کې چې اوبه د کانکريټو مخ ته راوځي، او تجمع کوي.

17. په بیم کې د ګژدمکونو(Stirrups) عمده دنده؟
د عرضي قواوو دفع(Resist Shear Force).

18. د میخي تهدابونو څخه د ګټې اخیستنې عمده شرط کوم دی؟
کله چې د نظر لاندې ساختمان لپاره د جوړیدونکي تهداب د خاورې د برداشت ظرفیت(Bearing Capacity) له 24kN/m3 څخه کم شي.

19. د یوې ودانۍ د هر منزل معیاري لوړوالی څومره دی؟
درې متره (3m).

20. د کانکریټو د اندازه ګیرۍ واحدات کوم دي؟
متر مکعب، فوټ مکعب او Cubic Yards

21. په کانکريټو کې د استعمالیدونکو اوبو PH باید په کومه اندازه وي؟
باید له 6 څخه کوچنی نه وي.

22. څرنګه کولی شو، N/mm2 واحد، kg/cm2 ته بدل کړو؟
په 10.19 کې یې ضربوو،مستقیماً بدلیږي.

23. د سلب،بیم،پایې او تهدابونو لپاره اصغري(RCC Cover) اندازه باید څو سانتي متره وي؟
د تهدابونو لپاره 5cm
د پایو لپاره 4cm
د بیمونو لپاره 2.5cm
د سلبونو لپاره 2cm

24. تهدابونه په څو ډوله دي؟
تهدابونه په دوه ډوله دي، لمړی یې سطحې تهدابونه(Shallow Foundation) او دوهم یې ژور تهدابونه(Deep Foundation) چې بیا هر یو یې پخپل وار لاندې ډولونه لري.
سطحي تهدابونه(Shallow Foundation) په لاندې څلورو ډولونو ویشل شويل دي.
Spread Footing
Combined Footing
Cantilever Footing
Raft Footing
ژور تهدابونه(Deep Foundation) بیا لاندې څلور ډولونه لري
Pile Footing
Pier Footing
Caissons Footing
Well Foundation

👷 #دواټرشیډیاابریزې #مدیریت #برخــــه



د واټرشیډ پیژندګلوي
په لنډ ډول ویلي شو چې واټرشیډ یو هایدرولوجیکي واحد دی. یا واټرشیډ هغه ابریزه ساحه یا ځمکه چې د اورښت څخه وروسته یې سطحې اوبه په طبعي ډول په یوه مرکزي نقطې یا ویالې یا کانال ته راجمع شي، دغه اورښت باران، د واورې ویلي کیدنه او نور اورښتونه کیدای شي. عموماً دغه ساختمانونه په تپه زاره سیمو کې عملي کیږي. او همداشان په هغه سیمو کې چې هلته د تګ امکان کم وي بیا دهغه سیمې د معلوماتو د راټولو لپاره د جعرافیې پروګرام (GIS-Geographic information System) څخه استفاده کیږي.

د واټرشیډ یا ابریزه اړونده اصطلاح ګانې:
د واټرشیډ یا ابریزه اړونده اصطلاح ګانې په لاندې ډول دي.
Watershed--Drainage Area-- Catchment Area--River Basin--Drainage Basin

پورته اصطلاح ګانې هر یو مفهوم یو شي دي خو نظر اندازو ته بیا فرق کوي.
واټرشیډ ډولونه: مایکرو واټرشیډ (Micro-Watershed)،
متواسط واټرشیډ (Sub-Watershed)،
واټرشیډ (Watershed)،
متوسط لوی واټرشیډ (Sub-Basin) او لوي واټرشیډ (Basin).
پورته هره نوعه په خپل وار سره بیله بیلې اندازې لري.
مایکرو واټرشیډ: دغه ډول واټرشیډ ته ابتدایې واټرشیډ هم وایې چې اندازه یې د (0.05-0.50 Km) پورې وي.
متواسط واټرشیډ: دغه واټرشیډ د دوه یا دوه څخه د زیاتو مایکرو واټرشیډونو یوځای کیدو ته وایې چې اندازه یې د (1-10 Km) پورې وي.
واټرشیډ یا ابریزه: دغه واټرشیډ بیا د دوه یا څو متوسطو واټر شیډونه یو ځای کیدو ته وایې چې اندازه یې (10-100 Km) پورې وي.

نوټ: دواټرشیډ یا ابریزه څخه د لویو ذخیرې هم شتون لري چې ورته (Sub-Basin) او (Basin) وایې چې اندازه یې په ترتیب سره (Sub-Basin: 100-1000 Km) او (Basin: 1000-10000 Km) پورې ده.
او هم پورته نوع نظر هرې سیمې ته فرق کوي.

د واټر شیډ اهمیت:
واټرشیډ نه یواځې د یوې موخې لپاره بلکې د بیلابېلو موخو لپاره راغول کیږي.
نظر چاپیریال ساتنې ته یو پاک او پایداره واټرشیډ کولاې شي چې له موږ سره په غذایي، سیاحت او نورو تعمیراتي موادو په منځته راتګ کې کومک وکړي.
یو پایداره او صحي واټرشیډ د یو انساني ژوند د بقا لپاره مهم دی.

د واټرشیډ د جوړولو هدف:
یو واټرشیډ د لاندې موخو لپاره جوړیږي.
د خاورې د خویئدنې د مخنیوي لپاره.
د اوبو ذخیره کول په سم او منظم ډول او هم یوې سیمې ته د شین کمربند ورکول.
د سېلاب کنترول او د هایدرولیکي ساختمانونو د ویجاړۍ مخه نیول.
د زراعتي ساحو ډیرول، او د وچکالۍ مخه نیول.

لپاره د خاورې نوع:
دا چې د غه ساختمانونه په غرنۍ ساحه کې عملي کیږي نو د خاورې نوع یې باید داسې وي چې د قابل نفوذ (د اوبو د جذب) قابلیت ولري ترڅو اوبه وکولاي شي چې په اسانۍ سره د ځمکې لاندې اوبه تغذیه کړي اوبه په سم ډول کنترول شي. که چیرې خاوره د جذب ښه قابلیت ونه لري نو بیا د زیات اورښت په وخت کې د سطحې جریان سبب ګرځي چې په دې سره د واټرشیډ او مربوطه ساحو د تخریب سبب ګرځي. یو ښه ځنګلي خاوره په خپل ځان کې د 40% حجم سره د ابو د جذب قابلیت لري.
#واټرشیډ د بیلابېلو اړخونو څخه:
جیولوجیکې اړخ
هایدرولوجیکې اړخ
ټولنیز اقتصادي اړخ
چاپیریالي اړخ
پورته هریو اړخ به په جلا جلا ډول معرفي شي.

جیولوجیکې اړخ: د واټرشیډ جیولوجیکې اړخ دوه خبرو ته متوجه کیږي.
طبیعي منابع: په دوه مواردو پورې اړه لري، اوبه او خاوره ده.
اوبه: اوبه د ژوند یوه برخه ده چې د لاندې کارونو لپاره استعمالیږي، لکه د څښاک، د برقي انرژۍ د تولید، د کښت او نورو موخو لپاره استعمالیږي. خاوره: د خاورې د استعمال څخه د ژوند بنسټیزي اړتیاوې پوره کیږي، لکه د انسانانوخوراک، د څارویو خوراک، د سوند توکي او داسې نور.
طبیعي خطرونه: په درې مواردو پورې اړه لري، سېلاب، زلزله او د ځمکې ښویئدنه.
هایدرولوجیکې اړخ: د غه اړخ د واټرشیډ په حالت پورې اړه لري چې لاندې حالات په برکې نیسي.
۱- د واټرشیډ د مدیریت او کنترول لپاره د هغه مېلان، د خاورې چسپیش او د سریغ جریان کمول په برکې نیسي.
۲- په دغه اړخ کې د سېلاب کنترول، د موادو د کیناستنی، د خاورې د ساتنې او کښت د هغې اماده کول په برکې نیسي.
ټولنیز او اقتصادي اړخ: په دغه اړخ کې د بزګرانو لپاره د کرنیزې ساحې پراخول او دوي هڅول چې ترڅو هغه شیان وکري چې ګټه یې زیاته وي. ترڅو زیات عاید ترې لاسته راشي.
چاپیریالې اړخ: د واټرشیډ مدیریت په دغه اړخ کې د شینو ساحو زیاتیدل، اوهم یو وړوکی واټرشیډ کولی شي چې یوه واړه ساحه سرسبزه وساتي خو بیا یو غټ واټرشیډ کولای شي چې په نړېواله سطحه سرسبزي او د اقلیم په تغیر کې بشپړ رول ولوبوي.
د واټرشیډ مدیرت: Water Shed Management
د واټرشیډ مدیریت په څه معنا؟
د واټرشیډ مدیرت: هراړخیز اقدامات پدې خاطر چې د واټرشیډ طبعي منابع لکه اوبه ، ځمکه او نباتي پوښښ څخه په پایداره توګه ګټه پورته شي.

د واټرشیډ د مدیریت تخنیکونه:
د یوه سالم واټرشیډ د مدیریت لپاره د لاندې تخنیکونو څخه استفاده کوو.
۱- اګرانومیکي تخنیکونه
۲- نباتي تخنیکونه
۳- واړه انجنیري ساختمانونه

۱- اګرانومیکي تخنیکونه: په دغه تخنیکونو کې لاندې برخې شاملي دي.
ـ د کروندو ساتنه.
ـ د مختلفو حاصلاتو کرل.
ـ د کیمیاوي سرو(کود) جوړول او بیا ورڅخه په کرونده کې استفاده کول.
ـ د وریجو کرلو ته ترجع ور کول (ځکه چې وریجې زیاتو اوبو ته اړتیا لري.
ـ د څارویو کنترول د کروندو څخه.

۲- نباتي تخنیکونه: په دغه تخنیکونو کې لاندې برخې شاملي دي.

۳- واړه انجنیري ساختمانونه: په دغه تخنیکونو کې لاندې برخې شاملي دي.
ـ چک بندونه
ـ استینادي دېوالونه
ـ اوبیلارو جوړول
ـ د اوبو لګولو محافظوي سیستم جوړول (د څاڅکو او لوړه اوبه لګونه په شکل).
ـ تیراس یا چوتري په شکل د ځمکو کرل (هغه سیمې چې یو بل پر سر وي).

د یوه سالم واټرشیډ مدیریت په لاندې خبرو تمرکز کوي:
ـ د ظرفیت او مناسبو شرایط په اساس د ځمکې څخه مناسب او منطقي ګټه پورته کوول.
ـ د ځمکې د تولید ظرفیت لوړول د مناسب حفاظتي تخنیکونو په اساس.
ـ د اوبو موثره ساتنه او ذخیره او د اوبو د منابعو څخه موثره استفاده د څښاک، اوبولګونې او داسې نورو ضروریاتو د استعمال لپاره.
ـ د خاورې او اوبو د ساتني لپاره د مختلفو تخنیکونو څخه استفاده د دې لپاره چې په واټرشیډ کې د کمو یا زیات اوبو مدیرت او هم د بدو غمیزو مخنیوی پکې ترسره شي.
ـ د خاورې د تخریب د مخنیوې لپاره د بیلا بیلو لارو چارو پلي کوول.
ـ د واټرشیډ په مدیرت کې باید ټولنیز، اقتصادي او ادارې فکټورونه په داخل او بیرون د واټرشیډ کې په نظر کې ونیوول شئ.

#ولی واټرشیډ مدیرت اړین دی؟
ـ واټرشیډ یوازینی طبیعي واحد دی چې د هايډرولوژیکي دوران د کلیدي برخو مقدار روښانه کوي. یعنې د یو منظم واټرشیډ په مرسته موږ کولای شو چې د سیمې د اورښت هایدرولوژیکې مقدار معلوم کړو.
Runoff, Q = P- (ET + C + ∆ S) ± L
جریان (Q) = P- (ET + C + ∆ S) ± L
چرته چې:
P اورښت
ET تبخیر
C د خلکو، څارویو او نباتاتوله لوري د اوبو استعمال
∆ S په ذخیره کې بدلون
L = Leakage out (-) of the system or into (+) the system

ـ واټرشیډ یوازینی طبیعي واحد دی چې پروژې/پروګرام ته دپلي کیدو اجازه ورکوي.
ـ د پورتنۍ او لاندینۍ ساحو ترمنځ د اړیکو جوړول، د اوبو حرکت او میلان لرونکي ساحو کې د اوبو له کبله د خطر د راپیدا کیدو ترمنځ اړیکه.
ـ د ځمکې د استعمال اغیزه په اوبو، رسوباتو او د عناصرو په انتقال باندې.

د واټرشیډ د ناسم مدیریت پایلې:
د واټرشیډ د ناسم مدیریت له امله لاندې ستونزي منځته راځي.
ـ د Runoff یا د سطحې جریان زیاتیدل.
ـ Stream Bank Erosion د ویالي د څنګونو تخریب کیدل.
ـ Damage to Habitat د استوګنو د سیمو ویجاړیدل.
ـ Damage to Infra-Structure د انجنیري ساختمانونو له منځه وړل.
ـ Damage to Agriculture Land د زراعتي ساحو خرابول.
ـ Lack of Water for Livestock د څارویو لپاره د څښاک د اوبو کمښت.
ـ Lack of Water for Cultivation د اوبو کمښت د زراعت لپاره.

د واټرشیډ مخې ته عمده ستونزې:
ـ د نفوس زیاتوالی او مخ پر زیاتیدونکي تقضا.
ـ د ځمکې استعمال بغیر د مناسب ساتنې تخنیکونونه څخه.
ـ د طبعي منابعو بی دریغه استعمال
ـ نامناسب توپوګرافي.
ـ د ځمکې ملکیت او کمه ځمکه لرل.
کاپي

27/07/2022

څلورویشت (24) پوښتنې چې د یو انجینر لپاره پرې پوهیدل اړین دي
1. د زینې میلان د افقي سطحې سره باید په کومه اندازه وي؟
د 25 درجو څخه تر 40 درجو پورې(IS 456 – 2000)
2. د 1BHK اصطلاح کوم مفهوم افاده کوي؟
د 1BHK اصطلاح لاندې مفهوم افاده کوي
1Bed room
1 Hall
1 Kitchen
3. د سیمنټو د یوې بورې حجم څومره دی؟
0.0347m3 او یا هم 1.23 CFT
4. د Compression Test د معلومولو لپاره کوم ماشین پکار وړل کیږي؟
د Universal Testing Machine چې مخفف یې UTM دی
5. د سیمنټو Expiry Date د تولید څخه څومره موده وروسته وي؟
درې میاشتې وروسته، البته له دغې مودې وروسته سیمنټ خپل مقاومت په تدریج سره له لاسه ورکوي
6. په ساختماني عناصرو کې د هوک(Hook) معیاري اندازه څومره ده، او هم باید په کومه زاویه قات کړل شي؟
د سیخ د قطر لس چنده، او هم باید د 135 درجې زاویې سره قات کړل شي.
7. د سیخ د یو متر وزن د کومې رابطې څخه په لاس راځي؟
0.222d2/36 او یا هم د d2/162 رابطې څخه چې دلته d د سیخ قطر په ملي متر سره دی
8. په اوسپنیزو کانکريټو(RCC) کې باید د کانکریټو مارک په اصغري ډول څومره وي؟
M20 او یا هم دوه سوه مارک
9. د مختلفو ساختماني عناصرو څخه د قالبونو(شټرنګ) د لرې کولو مودې وروسته تر ډکولو څخه ذکر کړئ؟
په دغه برخه کې لاندې حالتونه باید په یاد وساتو:-
لومړی حالت: د دیوالونو له غاړو، پایو، د بیم او ګاډرونو له غاړو(کنارونو) څخه کولی شو وروسته تر 24hours—48hours لرې کړو.
دوهم حالت: که د بیم وایه تر دریو مترو پورې وي،کولی شو وروسته تر اوو ورځو(7 days) خو که سلب په همدغه اندازه وایه کې ولرو نو وروسته تر دریو ورځو(3 days) یې لری کولی شو.
دریم حالت: که د سلب وایه شپږ(6) او یا له شپږو مترو کوچنۍ وي، نو د قالبونو د لرې کولو کمترینه موده یې باید 14 ورځې وي، خو که وایه له شپږو مترو اضافه کیږي، نو دا موده بیا 21 ورځو ته غځیږي.
10. په عمومي ډول په کانکریټو کې کوم ډول ټسټونو ته ډیره اړتیا وي؟
Slump test
Air Content test
Temperature test
Compressive Strength Test
11. په RCC کې پکاروړونکو سیخانو حجمي وزن باید په معیاري ډول څومره وي؟
7850kg/m3 او یا هم 78.5KN/m3
12. د RCC او PCC حجمي وزنونه څومره دي؟
د RCC حجمي وزن 2500kg/m3 او د PCC حجمي وزن 2400kg/m3
13. د Fire Bricks خښتو فشاري مقاومت څومره وي؟
125kg/m3
14. د کانکریټو د Initial Setting Time او Final Setting Time مودې مشخصې کړئ؟
د Initial Setting Time اندازه یې 30 دقیقې وروسته تر اچولو، او Final Setting Time یې 90 دقیقې وروسته تر اچولو پای ته رسیږي.
15. د کانکریټو د Curing میتودونه(طریقې) ذکر کړئ؟
Spraying of Water
Wet Covering Of Surface
Ponding
Curing Chemicals
Steam Curing
Sprinkling or Application of Curing Compounds
16. په کانکريټو کې د Bleeding اصطلاح کوم مفهوم ارایه کوي؟
په کانکریټو کې Bleeding د Segregation یو ډول دی، په کوم کې چې اوبه د کانکريټو مخ ته راوځي، او تجمع کوي
17. په بیم کې د ګژدمکونو(Stirrups) عمده دنده؟
د عرضي قواوو دفع(Resist Shear Force)
18. د میخي تهدابونو څخه د ګټې اخیستنې عمده شرط کوم دی؟
کله چې د نظر لاندې ساختمان لپاره د جوړیدونکي تهداب د خاورې د برداشت ظرفیت(Bearing Capacity) له 24kN/m3 څخه کم شي
19. د یوې ودانۍ د هر منزل معیاري لوړوالی څومره دی؟
درې متره(3m)
20. د کانکریټو د اندازه ګیرۍ واحدات کوم دي؟
مترمکعب،فوټ مکعب او Cubic Yards
21. په کانکريټو کې د استعمالیدونکو اوبو PH باید په کومه اندازه وي؟
باید له 6 څخه کوچنی نه وي.
22. څرنګه کولی شو، N/mm2 واحد، kg/cm2 ته بدل کړو
په 10.19 کې یې ضربوو،مستقیماً بدلیږي

23. د سلب،بیم،پایې او تهدابونو لپاره اصغري(RCC Cover) اندازه باید څو سانتي متره وي؟
د تهدابونو لپاره 5cm
د پایو لپاره 4cm
د بیمونو لپاره 2.5cm
د سلبونو لپاره 2cm
24. تهدابونه په څو ډوله دي؟
تهدابونه په دوه ډوله دي، لمړی یې سطحې تهدابونه(Shallow Foundation) او دوهم یې ژور تهدابونه(Deep Foundation) چې بیا هر یو یې پخپل وار لاندې ډولونه لري
سطحي تهدابونه(Shallow Foundation) په لاندې څلورو ډولونو ویشل شوی
Spread Footing
Combined Footing
Cantilever Footing
Raft Footing
ژور تهدابونه(Deep Foundation) بیا لاندې څلور ډولونه لري
Pile Footing
Pier Footing
Caissons Footing
Well Foundation
C.

24/06/2022

نن به درسره دسرک باره کې هغه معلومات شریک کړم چې کومه ( Interview) کې ورسره مخامخ کېږئ انشاءالله چې تاسو به په پوره اطمنان او ډاډ سره هغه ته ځواب ورکوئ.

په عام ډول سره High Way Engineering په څلورو برخو باندې تقسیم بندي شوې ده چې عبارت ده له ؛

1: Geometric Design of High Way
2: Traffic Engineering
3: Pavement Materials
4: Design of Pavements

1: Geometric Design of High Way

په هندسي ډیزاین دسرک کې دسرک هندسي شکل اجزاوې ( Shoulder , Camber , intersection .....) او داسې نورو موضوعاتو څخه بحث کېږي.

هغه عناصر (Elements of Geometric Design)چې دسرک په هندسي ډیزاین کې ترمطالعې لاندې نیول کیږي عبارت دي له ؛

1: Cross Section E.l ( Camber, Shoulder , Width Of Road, Carb ....)
2: Sight Distances ( د دید فاصلې )
3: Horizontal Alignment ( افقي مسیر )
4: Vertical Alignment ( عمودي مسیر؛ کې میلان تغیر کوي)
5: Intersection Elements ( at Grade , Grade Separated Intersection)

د At Grade څخه هدف دادئ چې کله هم دوه سرکونه په یوه نقطه کې سره یوځائ کیږي یعنې Intersect کوي نو دا دواړو سرکونو په یوه لېول سره یو دبل سره په یوه نقطه کې یوځائ کیږي داسې نه ده چې یو سرک دبل سرک سره ارتفاعي تفاوت لري د intersect په نقطه کې.

هغه فکتورونه چې په G.D Of High Way باندې تاثیر لري: Factors Effecting The G.D Of High Way

1: Design Speed

هدف داچې کله هم یوڅوک دسرک لپاره دیزاین کوي نو Design Speed ډیر مهم عنصر دی چې په نظر کې نیول کیږي او داعنصر دمختلفو سرکونو دډولونو په اساس سره ( National High Way , State High Way ......) مختلف ډوله په نظر کې نیول کیږي.
او د دیزاین سفیډ په نظر کې نیولو سره مونګ اوتاسې افقي ګولایانې، عمودي ګولایانې، انتقالي ګولایانې، سوپرایلېویش ....... انتخاب کولای شو.

2: Topography

دهغه ساحې کوم کې چې سرک جوړیږي دهغه Slope ته په کتلو سره ډیزاین ترسره کیږي.
3: Traffic Factor ( Human characteristic, Vehicle characteristic)
په دې صورت کې دموټر ( لوړوالی ، عرض اوزدوالی ....) او همدرانګه موټروان( نېشه خوبه نه کوي موتروان، رواني حالت یې څنګه دئ......) یا مسافر حالات هم په نظر کې نیول کیږي.

4: Design Hourly Volume

ددې څخه یې هدف دادی چې ساعتوار ترافیکي حجم په اساس باید دسرک دیزاین وشي، او یو ښه اقتصادي ډیزاین هغه دئ چې د Average Time لپاره ترسه شی نه د Peak Time لپاره، زیاتره وخت دا پوښتنې کیږي چې دیزاین باید د Peak Time لپاره ترسره شي خو دابهتره نه ده ځکه چې مصارف زیاتیږي.

5: Environmental Factors ( Rain Fall , Temperature .....)

هدف یې دادی چې کومه ساحه کې سرک تیریږي دهغه دباران داوبو اندازه ، دحرارت درجه اونورو باره کې باید کافي معلومات ترلاسه کړو بیا ډیزاین سرته ورسوو،

Type Of Highway
په معمولي ډول سره په لاندې ډول سره وېشل شوي دي؛

1: Express HighWay
2: National HighWay ( N:H)
3: State Highway ( S:H)
4: Major District Road ( M:D:R)
5: Village Roads ( V:R)
6: Other Roads ( O:R)

Highway Cross Section Elements دسرک دعرضي مقطع عناصر ؛

1: Pavement Surface characteristic
په پورتني یعنې Pavement Surface characteristic
کې لاندې عناصر شامل دي؛

1: Friction ( اصطکاک )
هغه عناصر چې په اصطکاک باندې تاثیر لري عبارت دي له :

1: Type of pavement
2: Conditions ( وچ دی ، لوند دئ ....)
3: Speed
4: Break Efficiency
4: Temperature
5: Tire Condition

2: Shoulder
3: Camber
4: Carriage Way
5: Road Margin
6: Formation Width
7: Right Of Way

Pavement Of Road

په عمومي ډول سره دسرکونو پوښښونه په درې ډوله سره تقسیم بندي شوي دي؛ چې ارتجاعي پوښښ لرونکي سرکونه ( Flexible Pavements Roads ) سخت پوښښ لرونکي سرکونه ( Rigid Pavements Roads ) او ترکیبي پوښښ لرونکي سرکونه ( Combined Pavements Roads ) چې دې برخه کې به موږ د ارتجاعي سرکونو په ترکیبي اجزاوو باندې خبرې وکړو ؛

Flexible Pavements Of Road
دسرک داپوښښ دلاندې برخو څخه جوړشوئ دئ یا جوړېږي چې عبارت دي له :

1: Natural Sub grade
2: Sub-grade
3: Sub base
4: Base Course
5: Binder Course
6: Surface Course

چې پورته طبقات په ترتییب سره يو په بل پسې جوړیږي، چې پورتني څلور طبقات یې دجغل څخه اولاندېني دوه طبقات چې پورته ښودل شوي دي د Asphalt څخه جوړیږي .
چې بار پکې دیوې طبقې څخه بلې ته په ترتیب سره انتقالیږي پکې.
ډیر ځلې به مو په سرک کې د Spray ګانو باره کې هم ارویدلي وي لکه Prime Coat , Tack Coat او Seal Coat څخه عبارت دي.

۱: دا Prime Coat د Base Course او Binder Course ترمنځ استفاده کېږي چې ترڅو ددواړو طبقو ترمنځ ښه چسپش ( Bond ) ترسره شي.

۲: دا Tack Coat د Binder Course او Surface Course ترمنځ استفاده کیږي د چسپش په خاطر

۳: دا Seal Coat د Surface Course دپاسه استفاده کېږی چې دوې دندې سرته رسوي لومړی داچې نوموړې سپرې اوله نه پرېږدي چې نوروطبقاتو ته دننه شي مطلب نوموړې طبقه Water Proof ده اوبل ددې لپاره چې ښه چسپش وشي دا سپرې استفاده کېږي .
کاپي

23/06/2022

د کانکریټو او اوسپنېزو کانکریټو نیمګړتیاوې:
د اوسپنیزو کانکریټو مثبت حواص او ګټې خورا ښکاره دي او د نړی په سطحه د خپلو ښو حواصو د درلودلو له امله په ساختماني چارو کې زیات استعمالیږي
خو کانکریټ او اوسپنیز کانکریټ یو لړ منفي حواص او نیمګړتیاوې هم لري چې د نورو ساختماني موادو لپاره موقع برابروي، نو اړینه ده چې دغه منفي حواص د کانکریټو وپیژنو.................................
۱ ـ د کانکریټو مقاومت په واحد حجم کې نسبتاً لږ دی، چې په ټپیک ډول سره په پایله کې یې د عناصرو ابعاد غټیږي.................................
۲ ـ د فولادو پرتله اوسپنیز کانکریټ درنده ساختماني ماده ده، چې حجم وزن یې ( 1451Lb/ft3) یا (2.3 Ton/m3) دی.................................
۳ ـ اوسپنیز کانکریټ د عناصرو د جوړولو لپاره قالبونو ته اړتیا لري چې له دې امله یې لګښت لوړیږي. دا ځکه چې د قالبونو جوړول، د قالبونو نصبول یا تړل او بیا خلاصول او د هغې لپاره د موادو تیارول لګښت غواړي، چې د اوسپنیز کانکریټي ساختماني جز او عنصر ټول مجموعي قیمت له %30 څخه تر %50 پورې لوړوي.................................
۴ ـ کانکریټ د انقباض د اغیزو لاندې راځي.................................
۵ ـ د کانکریټو کششي مقاومت کمزوری دی چې د فشاري مقاومت څخه 1/10 ځلې کم دی. نو له دې امله په کانکریټو کې د فولادي سیحانو څخه استفاده کوو.
۶ ـ په کشش کې د کمزورۍ او د انقباض د عمل لاندې د واقع کیدنې له امله، په کانکریټو کې درزونه پیداکیږي، چې په پایله کې د چاپیریال د لاملونو له امله کمزوري کیږي د څارنې او ترمیمولو لګښت یې لوړیږي. نو د اوسپنیز کانکریټو طرحه، محاسبه او جوړونه کې ځانګړې پاملرنه په کار ده چې ځانګړو چارو په پام کې نیولو سره اړینه ده چې ددې درزونو عرضونه محدود شي دا ځکه چې دغه درزونه ممکن په ځانګړو حالتونو کې د اوبو یا لمدبل یا د زیانمنوونکو ایونونو د تیریدنې لامل شي...................................
۷ ـ د کانکریټو خواص کیدای شي د حامو موادو د حواصو د بدلون په څیر بدلون ومومي او کیدای شي چې د وړ کیفیت په نه شتون سره د مخلوط کیدنې، ځای په ځای کیدنې او څارنې لپاره ناوړه تمام شي....................................
د اوسپنیز کانکریټو پورتنۍ نیمګړتیاوې کیدای شي چې تر ډیره بریده د وړ او مناسبې محاسبې او طرحې او په احتیاط سره د جوړونې له امله محدودې شي.
C

19/06/2022

د سیول انجینرۍ د تقریري امتحان(انترویو ) پوښتنې او ځوابونه .(پنځمه برخه )
38. اته دیرشمه پوښتنه . DPC څه شی دی او د هغې پيړوالی څومره دی ؟
د لمدبل ضد طبقه د ځمکې په لیول کې هغه خنډ دی چې د دیوال په ټول پلنوالی او ټول اوږودوالی کې ورکول کیږي او له ښکته لوري څخه د لمدبل د نفوذ مخنیوی کوي .په باندنیو دیوالونو کې ددې طبقې پیړوالی باید له 6 انچه یا 150mm کم نه وي .د لمدبل ضد طبقه کې بیلابیل مواد کاریږي .زنک ،جست ،زنګ ضد فولاد او پلاستیک .هرځای کې د همغه شرایطو سره برابر لمدبل ضد طبقه جوړیږي .
39. نهه دیرشمه پوښتنه .د سلب محافظوي قشر څو دی ؟
ځواب 25mm.
40. څلویښتمه پوښتنه .د پایو او بیمونو د سیخانو ترټولو لوړه فیصدي څومره ده ؟
ځواب .د پایو 6% او د بیمونو 4%
41. یو څلویښتمه پوښتنه .په کانکریټو FM څه شی دی .؟
ځواب .FM یا د میده والي مودول هغه تجربوي عدد دی چې د غلبیلونو په مخ د نمونې پاتې شوو فیصدیو د مجموعې تقسیم پر 100 څخه لاس ته راځي .
42. دوه څلویښتمه پوښتنه .د بسته کولو فکتور څه شي دی ؟
ځواب .په کریستالوګراف کې د اتومات بسته کولو فکتور (atomic packing factor) یا (APF), یا بسته کولو کسر په کرستالي جوړښت کې د مرکبه ذراتو د حجم کسر دی .دا بې واحده عدد دی او هروخت له واحد کم وي د څوګونې اجزاو ساختمانونو د APF عدد له 0.74 نه زیاتیږي . اتومات بسته کولو فکتور داسې لاس ته راځي چې په هره حجره کې د ذراتو شمیر ضرب د ذراتو حجم تقسیم پر د حجرې حجم .APF= N*V/V
43. درې څلویښتمه پوښتنه .د یو طرفه او دوه طرفه سلبونو ترمنځ توپیر څه شی دی ؟
ځواب .یو طرفه سلب کې د اوږود او لنډ طرف سلب ترمنځ نسبت له دو زیات وي .دویم توپیر یې دادی چې په یوطرفه سلب کې سلب یوبل ته مخامخ دوه بیمونو په واسطه اتکا کیږي ،او په دوه طرفه سلب کې په څلورو واړو طرفونو متکي وي .
44. څلور څلویښتمه پوښتنه د QA او QC ترمنځ توپیر څه شی دی ؟
ځواب .په QA یا کیفیت تضمین په پروسو تمرکز کیږي او په QC کې یا کیفیت کنترول کې په محصول تمرکز کیږي .ازمایښت کول په پروسو کې تمرکز دی نو ځکه د QC په برخه کې راځي .د کیفییت لپاره ازمایښت د کیفیت تضمین نه شي ورکولی په دې سره کنترول کیږي .د کیفیت (Quality Assurance) تاته ډاډ درکوي چې ته سم روان یې او سم کارونه کوي .
45. پنځه څلویښتمه پوښتنه په کانکریټو Fe415 څه مانا لري؟
ځواب . Fe415 په دې مانا دی چې دا لوړ سیلان مقاومت رخداره سیخان دي او د هغې کرکرستیک مقاومت 415N/mm2
46. شپږ څلویښتمه پوښتنه .په یوه ودانۍ کې د پایې دندې څه شي دی.؟
ځواب .په یوه ودانۍ کې پایه ددې لپاره کاریږي چې د بره پوړونو او بام وزن اتکا کړي .نن سبا یو شمیر پایې د ښایښت لپاره هم کاریږي .د وزن برداره بیمونو سره پایې زیاته اندازه بار اتکا کولی شي .
47. اوه څلویښتمه پوښتنه . په 4 یارد مربع کې څو فوټ مربع وي ؟
ځواب .یو یارد مربع مساوي کیږي 9 فوټ مربع سره یعنی . 1 Square Yard = 9 Square Feet
نو =4*9=36 ft2
48. اته څلویښتمه پوښتنه.د خاورې اوسط کثافت څه شی دی ؟
ځواب .دخاورې اوسط کثافت 2.65 g/cm3 ،سلټ لوم خاوره 50% تخلل لري او پړسوب کثافت یې 1.33 g/cm3 دی .
49. نهه څلویښتمه پوښتنه.د لاندې مارک کانکریټو نسبتونه پیداکړۍ M5, M7.5, M10, M15, M20, M25, M30, M35, M40?
ځواب . M-5- 1:5:10
M-7.5 -1:4:8
M-10 – 1:3:6
M-15 – 1:2:4
M-20 – 1:1.5:3
M-25 -1:1:2
M-30 – M-40 – Design Mix followed
50. پنځوسمه پوښتنه .د سلب او بیم د سلپ قیمتونه څو دي ؟
ځواب .له 30mm تر 125mm.

11/04/2022

پرکانکریټو باندې د تودوخې اغیز : TEMPERATURE EFFECTS ON CONCRETE
تودوخه هم د سختو او هم دتازه کانکریټو په خواصو مهم اغیزلري .مونږ دلته په سخت شوو او تازه کانکریټو د تودوخې اغیز او د هغې بیلابیل لاملونه د بحث لاندې نیولي دي .
لومړی: پر سخت شوو کانکریټو د تودوخې اغیز .
دسخت شووکانکریټو خواص لکه فشاري مقاومت ،کریپ ،انقباض ،انبساط او نور د د تودوخې درجې د ښکته او پورته کیدو او دجغل ډول او ثبات په شمول د څو فکتورونو په واسطه اغیزمن کیږي.د تودوخې ناڅاپه(Abrupt) بدلون درز کیدو او موادو جلاکیدو(spalling) لامل ګرځي ، د ډکوونکو موادو انبساط هم کولی شي په کانکریټو کې تشنجاتو پیدا کیدو لامل وګرځي.د تودوخې لوړه درجه د کانکریټو په فشاري مقاومت باندې هم اغیز لري او کموي یې .که د تودوخې درجه له 212 فارنهایټ لوړه شي د سیمنټو خمیره خپلې ترکیبي اوبه ضایع کوي چې له امله یې د سیمنټي خمیرې او ډکوونکو موادو ترمنځ نښتل(bond) کمزوري کیږي .ډیری وخت د کانکریټو تودوخې درجه د ډکوونکو موادو رنګ په کتو سره هم ټاکل کیدای شي د بیلګې په ډول که د چونې ډبرو څخه جوړ ډکوونکو موادو تودوخې درجه 570 فارنهایت وي نو رنګ به یی ګلابي وي ،ددې رنګ ښودل دا مانا لري چې کانکریټو تودوخه زیاته تللې او کیدای شي فشاري مقاومت باندې ناوړه اغیز وکړي .
په لوړه تودوخه کې د کانکریټو د تخریب میکانیزم : Damage mechanisms of concrete under high temperatures
په لوړه تودوخه کې څلور اساسي میکانیزمونه د کانکریټو د خواصو د تخریب لامل ګرځي .
1. لومړی پړاو د سمنټو په خمیره کې تغیرات پیدا کیدل .
2. دویم پړاو په ډکوونکو موادو کې تغیرات پیداکیدل.
3. د سیمنټي خمیرې او ډکوونکو موادو ترمنځ د حرارتې انبساط نه توافق .
4. د کانکریټ جلاکیدل .
د لومړیو درې میکانیزمونو له امله د کانکریټو سختوالی او مقاومت راکمیږي او څلورم میکانیزم د ساختماني عناصرو عرضي مقطع راکموي او د ساختمان یوالی له منځه وړي .
په کانکریټو کې حرارتي حرکت : THERMAL MOVEMENT IN CONCRETE
کانکریټ چې له هر ډول موادو جوړ وي ، د تودوخې درجې په ښکته کیدو او پورته کیدو سره غځیږي او راټولیږي(contract) .د حرکت اندازه په کانکریټو کې دتودوخې او حرارتي انبساط ضریب په بدلون پورې اړه لري .څرنګه چې د کانکریټو د حجم له 70 تر 80% پورې حجم ، د ډکوونکو موادو په واسطه اشغالیږي نو د کانکریټو حرارتي انبساط ضریب هم په لویه پیمانه د ډکوونکو موادو حرارتي انبساط ضریب په واسطه اغیزمن کیږي . په هغه ځایونو کې چې د تودوخې درجې توپیر زیات پیښیږي د حرارتي حرکت په اړه پوهه ترلاسه کول ډیر ضرور دی، څو د حرارتي درز خطر ارزونه پرې وشي . د ځینو موادو حرارتي انبساط ضریب په یودرجه سانتي ګرید تودوخه کې په لاندې ډول دي .
1.کوارتز 11.9
2.شګلنه ډبره 11.7
3.جغل 11.8
4. ګرانیت 9.5
5. بذلت 8.6
6. د چونې ډبره 6.8
د حرارتي انبساط ضریب (Coefficient of thermal expansion) د تودوخې درجې پورې اړه چې په غیر خطې شکل یی تعقیبوي .د تودوخې درجې له 20 سانتي ګرید څخه تر 120 سانتي ګریډ پورې موادو حرارتي انبساط ضریب دومره تغیر نه کوي او له دې پورته بیا زیات تغیر کوي .
په لوړه تودوخه کې د کانکریټو کریپ او انقباض . Creep and shrinkage of concrete under high temperatures
کریپ او انقباض د کانکریټو مهم خواص شمیرل کيږي . د دایمي بارونو لاندې د ساختمان اوږودمهاله تغیر شکل د کانکریټو کریپ بلل کیږي .دهستوي بټیو ساختمانونه معمولا د ډیرې لوړې درجې تودوخې ته د اوږدې مودې لپاره ډیزاینیږي .نو ځکه د هستوي بټیو په ساختمانونو د ډیزاین په وخت د کانکريتي موادو د اوږدې مودې تغیر شکل ډیر مهم فکتور شمیرل کیږي .د هستوي بټیوخدماتي پروسې ډیرې پیچلې وي ،ځکه هلته کله تودوخه ډیره لوړه شي او کله ډیره ټیټه شي . همدا لامل دی چې په داسې شرایطو کې د اوږدې مودې تغیر شکل هم ډیر پچلی وي او باید ډیر پام ورته وشي .کله چې تودوخه لوړیږي د اوږدې مودې تغیر شکل هم ورسره زیاتیږي .په 70 درجه سانتي ګریډ کې د کریپ مقدار د 23 درجې سانتي ګرید په پرتله 3.5 ځلې زیات وي .په 80 درجه د سانتي ګرید کې د کریپ مقدار د 20 درجې سانتي ګریډ په پرتله دوه ځلې زیات وي .

دویم .پرتازه کانکریټو دتودوخې اغیز:.
پرتازه کانکریټو هم تودوخه اغیز لره چې دلته ترې په لنډ ډول یادونه کوو.
پرکانکریټو د ګرمې هوا اغیز EFFECTS OF HOT WEATHER ON CONCRETE
که کانکریټ اچولو چارې له 40 درجې د سانتې ګریډ پورته درجه کې ترسره شي ،د ګرمې هوا کانکریټ اچول بلل کیږي.د ګرمې هوا منفي اغیزې په لاندې ډول دي .
1. په چټکۍ سره ځان نیونه : ACCELERATED SETTING:
د تازه کانکریټو په وخت د هغې لوړه تودوخه په ډیره چټکۍ د اوبو ضایع کیدو لامل ګرځي ،چې په پایله کې کاري وړتیا یی ټیټیږي او ځان نیونه یا کلکیدنه یې چټکه کیږي.په دې سره کانکریټو د سمبالولو وخت کمیږي .
2. د مقاومت کمیدل . REDUCTION IN STRENGTH:
هغه کانکریټ چې په لوړه تودوخه کې مخلوط ،ځای په ځای او وساتل شي د هغو کانکریټو په پرتله یې لومړنی مقاومت زیات وي چې د نورمال شرایطو لاندې مخلوط،ځای په ځای او وساتل شي ،خو د لوړې تودوخې کانکریټو مقاومت پس له 28 ورځو بیا ټیټ وي .
3. درز کیدو ته زیات میلان درلودل INCREASED TENDENCY TO CRACK:
د کانکریټو له سطحې چټک تبخیر کیدای شي د پلاستیکي انقباض او درز کیدولامل شي، او بیا ورپسې د سختو کانکریټو په سړیدو سره په کانکریټو کې کششي تنشجات پیداکیږي .
پر کانکریټو باندې د سړې هوا اغیز . EFFECTS OF COLD WEATHER ON CONCRETE
که د کانکریټو چارې له 5 درجې سانتې ګرید ټیټه تودوخې کې ترسره شي ،نو دسړې هوا کانکریټ اچول بلل کیږي .که ځانکړې احتیاطي تدابیر ونه نیول شي نو پرکانکریټو د سړې هوا اغیز په لاندې ډول دي .
1. ځنډیدلې ځان نیونه . DELAYED SETTING:-
کله چې د تودوخې درجه له 5 درجه سانتي ګرید ټیټیږي ،نو دنورمال تودوخې په پرتله د کانکریټو مقاومت وروسته پاتې کیږي .نو د قالب لرې کولوموده هم باید ورسره زیاته شي .
2. په لومړی پړاو کې د کانکریټو کنګل کیدل . FREEZING OF CONCRETE AT EARLY STAGE:-
که تازه کانکریټو له پوره سختیدو وړاندې په هغه لومړیو پړاونو کې له کنګل کیدو سره مخ شي نو کیدای شي دایمي تخریب په کې رامنځ ته شي .کیدای شي مقاومت یې تر 50% راکم شي .
انجینر صیب محمد فرید عاطف

11/04/2022

هغه ټیسټونه چې د بستر د خاورې د مقاومت د محاسبې د پاره اجراء کیږي:

هغه ټیسټونه چې د بستر د خاورې د مقاومت د محاسبې د پاره اجراء کیږي عبارت دي له:

1- پلیټ بیرنګ ټېست (Plate Bearing Test)
2- سي بي آر ټېست (California Bearing Ratio, CBR Test)
3- د ساحوي کثافت ټېست (Field Density Test)
4- د ټپک کاری ټېست (Compaction Test)

د بستر د طبقې د خاورې مقاومت (Sub grade Soil Strength)
هغه فکټورونه چې د خاورې په مقاومت باندې تاثیر لري په لاندې ډول سره دي :

1- د خاورې نوعیت (Soil Type)
2- نسبي رطوبت (Moisture Content)
3- د وچې خاورې کثافت (Dry Density)
4- د خاورې داخلي ساختمان او جوړښت (Internal Structure of the Soil)
5- د وارده ستریس یا تشنج نوعیت (Type of Applied Stresses)

د پلیټ بیرنګ ټېست موخه او هدف (Plate Bearing Test)

دغه ټېست د سرک د ډیزاین د پاره د بستر د طبقې د ارزیابی او پایداری (Supporting Power) د معلومولو د پاره اجراء کیږي.

د ټپک کاری ټېست موخه او هدف (Compaction Test)
ددغه ټېست او آزمایښ څخه موخه او هدف د خاورې رطوبت (Optimum Moisture Content) پیدا کول دي.

د سي بي آر ټېست موخه او هدف (California Bearing Ratio, CBR Test)
ددغه ټېست څخه په سرک جوړونه کې د د سرک د طبقاتو د موادو د ارزیابی او کیفیت معلومولو د پاره ګټه اخیستل کیږي.

د ساحوي کثافت ټېست موخه او هدف (Field Density Test)
دغه ټېست په ساحه کې د خاورې د کثافت د معلومولو د پاره ترسره کیږي.
C

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Address


Kabul
Other Education in Kabul (show all)
د افغانستان د ژباړې ملي مرکز د افغانستان د ژباړې ملي مرکز
Kabul
Kabul

د افغانستان د ژباړې او څيړنې مرکز غواړي، د معياري ژباړې له لارې کورنۍ وړتياوې لوړې کړي، پدې برخه کې، روزنيزې چارې په غاړه واخلي او په هېوا?

ECONOMIC TEACHINGS OF MUHAMMAD (PBUH) ECONOMIC TEACHINGS OF MUHAMMAD (PBUH)
Kabul

This is a High time when the entire world needs to look into the simple but long term economical sol

Tech Academy Tech Academy
Kabul

English Learning Center English Learning Center
Kabul

We recommend using this English learning page. It is the world's leading page suite for perfecting s

پلچرخی د ښوونیزو مراکزو اتحادیه پلچرخی د ښوونیزو مراکزو اتحادیه
Pul_e_charkhy
Kabul

دا اتحادیه غیر سیاسی او مستقله ده. او د ښوونیزو مراکزو ?

Dreamed School Dreamed School
Kabul

Dreamed School is a newly established online school offers unique and high-quality education services

Improving English skills Improving English skills
Kabul

We help you to improve your english language easily and basically.

Nasl E Bartar Training Center مرکز آموزشی نسل برتر Nasl E Bartar Training Center مرکز آموزشی نسل برتر
Kabul, 1003

ما با هم آینده را میسازیم

Rayan Academy Rayan Academy
Kabul
Kabul, 1004

3 months

Eshraq Online Islamic Academy Eshraq Online Islamic Academy
Shahri New Kabul
Kabul, 1001

Eshraq Online Islamic Academy is an online learning center registered in Afghanistan providing Islam