PR expert

Smile though your heart is aching.

04/09/2023

چیتا د نړۍ تر ټولو تېز (چټک) ژوی (حیوان)!

22/08/2023

مچۍ نه یوازې پنځه سترګي لري، دوی دوې معدې هم لري. یو یې د خوړو لپاره او بل یې د ګلونو څخه راټول شوي شیرې لپاره چي عسل ترې جوړیږي.

22/08/2023

هغه مار چي دکندهار ولایت میانشین ولسوالي کښي پیدا سوی او دط.ا.ل.ب.ا.نو لخوا ووژل سو.

07/07/2023

په جاپان کې یوه مجسمه,
ستاسو وزن او ارزښت په کیلو ګرام یا ابعادو کې نه دی، بلکې د هغو کتابونو په شمېر کې دی چې تاسو یې لولئ!

07/07/2023

د أندلس پۀ جنوب کې دا کور د "دار الحرة" پۀ نوم مشهور دی. د البسين پدې کوڅه کې د وروستي مسلمان باچا مور عايشه الحرة اوسېدله. هغه يو غيرتي ښځه وه. د هغې يوه جمله اوس هم د تاريخ تر ټولو زياته عبرتناکه جمله ده چې د اندلس د سقوط پۀ ورځ يې زوی ته ويلې وه:
[زويه، أندلس ستا خاوره وه، تا ترې د سړيو پۀ څېر دفاع ونکړه اوس پرې د ښځو پۀ څېر مۀ ژاړه.]
دا کور تر ننه روغ ساتل شوی دی. هغه د البشارت پۀ نوم تاريخي هديره کې دفن شوه او د ژوند وروستۍ الفاظ يې دا وو:
د يوې بد بختې مور زويه، د يوې نړېدلې باچاهۍ واکمنه، ما پۀ هغې هديره کې دفن کړه چېرته چې د طارق بن زياد د وخت د شهيدانو قبرونه موجود دي.

08/04/2023

د نړی تر ټولو کوچنی لیکوال (نړیوال ریکارډ)

د متحده عربي اماراتو په ابوظبی کې څلور کلن ماشوم د یوه کتاب په لیکلو او خپرولو، د ګینس د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې خپل نوم ثبت کړ.
د ګینس نړیوالو ریکارډ د ادارې له مخې دا لیکوال سعید راشد المهیري نومېږي چې د کتاب د خپرولو پر وخت یې عمر ۴ کاله او ۲۱۸ ورځې و.
ادارې ویلي چې د دې کتاب له ۱۰۰۰ نسخو پلورل کېدو وروسته یې کتاب تایید کړی دی.
سعید رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې له خپلې خور ډېر اغېزمن دی. د نوموړي خور هم په ښځينه برخه کې په دوو برخو د کتاب تر ټولو کوچنۍ خپرونکې ریکارډ لري.

07/04/2023

د پوهنتون یو سمسټر پاته دی، چي خلاص سي دخیره،
پلان لرم د فوټبال د زدکړي اړوند په کندهارۍ پښتو یو کتاب ولیکم، دوه نښانه ولم؛ لیکوالي او ذهنیت سازي په فوتبال کښي. تاسي یې خبر!

04/04/2023

د امريکايي مځکه پېژندنکو په وينا د افغانستان تر ځمکي لاندي شتمني 1 څخه تر 3 ټريليون ډالره پوري ارزښت لري، که چيري 1 ټريليون ډالره وي نو د افغانستان 40 ميليونه نفوس و هر وګړي ته 25000$ ډالره رسيږي.

04/04/2023

‏د افغانستان د پوځ توپچي کنډک Artillery په ۱۹۰۰ع کال کي له نن نه ۱۲۳کلونه وړاندي.

04/04/2023

د دوهم نړیوال جنګ په جریان کې، هند د تاریخ ترټولو لوی رضاکار پوځ جوړ کړ، چې د هند څخه 2.5 ملیونه خلگو د دوهم نړیوال جنګ لپاره رضاکارانه جګړه وکړه!

02/04/2023

مندی سلرز چې په برتانيا کې زیږدلې، د نړي غټ ترین پښې لري
د هغی وزن127 کیلو ګرامه ده چی پښې یی 95 کیلو ګرامه وزن لري او د پښو پلنوالی یې 90 سانتي متره دي.

د هغې پښې ورځ تر بلی لا ډیرې غټیږي.

01/04/2023

د خولې بد بوي يو لوي لامل پر ژبه د بکترياوو پاتې کېدل دي ځينې خلک پر دې فکر دي چې ولې د غاښونو تر برش کولو وروسته يې هم د خولې بد بوي نه ورکيږي د خولې بد بوي ورکولو لپاره اړينه ده چې د غاښو سره سره په نرم برش باندې ژبه هم برش کړل شي تر څو هغه بکترياوې چې د خوړو خوړلو څخه وروسته پر ژبه پاتې کيږي هغه هم پاکې شي.

01/04/2023

کاناډا کي:
یو سیک سروان سېنګ د ۲،۵۴ متره ږیرې په لرلو د نړۍ تر ټولو اوږد ږیري سړي ریکارډ خپل کړ.

31/03/2023

‏هندوستان د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د ټلوېزیون داسې ویانده جوړه کړې چې په یو وخت کې په څو ژبو او بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرونه وړاندې کولای شي.
‏د "ثنا" په نوم دغه ویانده چې په "انډیا ټوډې" ټلوېزیون کې به د هوا حالاتو په اړه خبرونه وړاندې کوي، نه به ستړې کېږي، نه به یې د انسانانو په څېر عمر زیاتېږي، نه به هم خوب کوي، او کولای شي له لېدونکو سره د یوې موضوع په اړه خبرې هم وکړي او د هغوی پوښتنو ته ځوابونه هم ورکړي.
‏ثنا په انډیا ټوډې ټلوېزیون کې راتلونکې اوونۍ خپله دنده پیل کړي.

22/03/2023
17/03/2023

(۱۹۷۰م) کال افغانستان کښي د ننګرهار او کابل لویه لار.

11/03/2023

رب العزت ته ژړا، د ملګري سره قدم وهل، همیشه مسکا کول او خندونکي فلمونه کتل مو له ژور خپګان ژغوري!

10/03/2023

په خپل ځان کي خوند پیدا کړه که خوند غواړې له دونیا نه
هسې مه وایه رحمانه چې بې خونده زمانه شوه

رحمان بابا

05/03/2023

يوه تازه څېړنه ښيي ورزش او لوبي نه يوازي ماشومان او نوي ځوانان له رواني ناروغيو ژغوري بلکې د هغوۍ په سلوک او رويه هم مثبت اغېز پرېباسي.

26/02/2023

ورزش د صحت ضامن دی، او فوټبال بیا د صحت باوجود د خوشحاله کېدو ضامن هم دی!
او دوه رنګه بوټونه خو مي نو وینی؟

19/02/2023

نن سهار پر سړک د یوې رېړۍ څخه زوڼي چپه سوي وې، ځینو انسان دوستو علایده خپل وسایط ودرول، د رېړۍ زوڼي یې په ګډه ورټولي کړې ترڅو خپلي خوارۍ ته وګرځي.
اتفاق اتحاد هره بدبختي له منځه وړي!

19/02/2023

د کابل ولایت پل سوخته!
پخوا او اوس!

19/01/2023

لیمو د میکروب ضد تاثیر لري، د یو ګیلاس جوشو اوبو سره ګډ څيښل یې د هضمي امراضو خصوصا قبضیت دپاره بهترین درمل دی.
بدن ته زیان رسونکي میکروب د بدن څخه خارجوي او د تبي، زکام لپاره هم ګټور تمامیدلای سي.

Photos from PR expert's post 12/01/2023

دارالامان، کابل، افغانستان!
عکس کلیک کړه، سم یې ووینه واورین کابل.

29/11/2022

دا د نیویارک منهتان په نامه ځای دی.

29/11/2022

د سینګاپور ماښام.

15/11/2022

د ښاروالۍ لخوا اړمنو کسانو ته د رېړیانو ورکولو پلان باندي کار روان دی.

11/11/2022

‏IBM سیمون

لومړی ټچ سکرین تلیفون (1992)

‏IBM سیمون د خپل ډول لومړی و چې په 1992 کې خپور شو. دا تلیفون د اوسني ایفون 1992 کال جوړ تلیفون وو. دا د ټچ سکرین و، پورټ ایبل، کیلکولیټر، بریښنالیک درلودونکی، او په شبکو کې کار کولی شوای.

11/11/2022

افغانۍ مو ملي هویت دی!
څه کیږي، چي د دې نوټونو سره احتیاط وکړو؟
راسئ وېساتو!
د هیواده سره مینه همدا ده، خپلي پیسې په احتیاط استعمالوو!

10/11/2022

ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک په ټوېټر کي لیکي:
زمونږ نبي په ټولو انبياوو کې هغه نبي دی چې شپونکی وو، تجار وو، خاوند وو، پلار وو، سرتېری جنګيالی وو، سياسي وو، داعي(دعوت کوونکی) وو، ډاکټر وو، د دولت بنسټ ايښودونکی وو او قاضي وو...
مینه درسره لرم زموږ خوږ پیغمبره!
صلی الله عليه وسلم.😍

10/11/2022

د فوټبال ډری(!)

09/11/2022

هیڅ پروا نه لري چي ته څوک یې فقط امېد د لاسه مه ورکوه، پر هر څنګه بد حالت سربېره ته ښه ژوند کولای سې!

09/11/2022

د ماشومانو د غاړي عضلات ضعیف او سرونه يي درانه وي نو لدې امله د هغوۍ غاړي د دوۍ سرونه سم نشي تکيه کولای. که چيري يو ماشوم يودم وښورول (وړچول) شي د هغه نازک ماغزه د سر په کاسه يا کوپړۍ کې په شدت سره مخ او شا ته ځي چې کېدی شي د ماغزو د زخمي کېدلو يا ويني کېدلو باعث شي. څېړني ښيي د ماشومانو يودم ښورول يا ړچول عموماً د لويانو پواسطه د غوصي په حالت کې هغه وخت کيږي چې ماشوم ډير ژاړي او نه کراريږي. که دغه ماشومان د مغزو له شديدي ضربي وروسته ژوندي هم پاتې شي نو ځني يي ړنديږي او ځني نور يي د ذکاوت د کمېدلو او ميرګيانو په شمول په وړ وړ عصبي ناروغيو اخته کيږي.
Dr Aman shams

09/11/2022

د بلخ ولایت په مزارشريف ښار کې نن له ۳۰ کلونو ځنډ وروسته د سېلو فابریکه بیا ځل فعاله او پرانیستل شوه.

طالب چارواکي وایي چې دغه فابريکه د يوه تړون له مخې؛ امنيتي مامورينو ته وچه ډوډۍ ورکوي.

بل لور ته د مزار شریف د دې سېلو مسوولینو ویلي چې د دې سیلو په فعالیدلو سره د ۵۰ ښځو په ګډون ۴۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه.

دا سېلو د اوړو او غنمو د ذخیري تر څنګ د وچې ډوډۍ او کیک پخولو په برخه کې هم فعالیت کوي.

د مزار شریف سېلو د هېواد په کچه د پنځو لویو سېلوګانو ( کابل، مزار، هرات، کندهار او بغلان) څخه یوه ده چې کلونه وروسته فعاله او بیرته پرانېستل شوه.

د طالبانو مسوولین وایي، چې غواړي د هېواد ټولې لویې سېلو ګانې فعالې او بیرته له سره پرانیزي چې په دې سره به د دوی په وینا د هېواد ګڼ شمېر ځوانانو ته د کار زمینه مساعده شي.
DW

09/11/2022

ښځه او لیونی!

یوه ښځه په لاره تېرېدله يو لیونی سړی یې وليده، چي په یو لرګي په ځمکه کرښي اوباسي.
د ښځي پدې سړي رحم راغی او پوښتنه یې ترې وکړه چې څه کوې؟
لیوني ورته وویل ! چي د جنت نقشه جوړوم او پر برخو ېې ويشم ښځي وخندل .
ښځي لیوني ته وويل ! چي ايا زه د جنت یوه برخه اخیستلای شم؟
او قیمت څو روپی دی؟
لیوني ورته وکتل او ورته يي وويل هو یوه برخه په شل ریاله.
ښځي لیوني ته شل ریاله او یوه څه ډوډئ ورکړه او ولاړه.
ښځه په دغه شپه خوب ويني چی جنت کي ده .
سهار يې خپل خاوند ته خوب ووايه او د لیوني قصه یې ورته وکړه .
د ښځي خاوند ولاړه او هغه لیوني ته ورغی چي د جنت یوه برخه ځان لپاره ترې واخلي.
ليوني ته يې وویل چي غواړم د جنت یوه برخه واخلم قیمت څومره دی.
لیونی جواب ورکړه نه يي خرڅوم.
دې سړي تعجب وکړ، چي پرون دي زما په ښځه شل روپی خرڅ کړ.
لیوني ورته وويل ښځي دي جنت په پيسو نه غوښتو.
بلکی زما د زړه جوړولو لپاره یې سودا وکړه .
او ته خو جنت په پېسو غواړي او د جنت لپاره مقرر قیمت نیشته.
ځکه چي سړی جنت ته د ماتو زړونو په جوړولو سره ورځې.

کاپی

06/11/2022

زندګي مي بېله تا نه، چي آسمان کي ستوري نه وي
زندګي دي بېله ما نه، چي کتاب کي توري نه وي

Want your business to be the top-listed Media Company in Kandahar?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


Kandahar
3802
Other Digital creator in Kandahar (show all)
Hazrat shah Hazrat shah
Kandahar

◥█◤ ██ ██ ◢███◣ ⫷▓▓▓{🔶}▓▓▓⫸ ◥███◤ │▽│ │▽│ │▽│ │▽│ │▽│ │▽│ │▽│ ╲╱

Hamid Khan Hamid Khan
Kandahar
Kandahar, 3802

Follow us for best fun videos پیج درسره فالو کړي مننه !

Cricket heros Cricket heros
Kandahar

🅕🅞🅡 🅒🅡🅘🅒🅚🅔🅣 🅕🅤🅝

AfgWheels AfgWheels
کندهار
Kandahar

AfgWheels

Omari Mobile عمری موبایل Omari Mobile عمری موبایل
Kandahar City
Kandahar, 3801

Mobail

Abdul Rawof Haqyar Abdul Rawof Haqyar
Kandahar
Kandahar, KANDAHAR

مُحَمَّد � ﷺ �

خاص یاران Khaas Yaran خاص یاران Khaas Yaran
Kandahar, 3802

خــــــاص 🌹👑🌹یــــــــاران🌷

Dear Afghanistan Dear Afghanistan
Kandahar

Watan Noori Watan Noori
ناحیه اول
Kandahar

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎

Fawad Ahmad Skills Fawad Ahmad Skills
Kandahar

I am a digital creator

Laiba kandahari Laiba kandahari
عینو
Kandahar

Follow me�

afgha jan afgha jan
Kandahar