Ejaz Ahadi
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Ejaz Ahadi, Kandahar.
چا په کلي کي نه پرېښوئ، ده ویل؛ آس مي د ملک په کور کي ودروئ.
ګلخانه! پنجابیان دي هیڅکله په ځان نه ګډوي ځکه پښتون له ذاته افغان دئ.
بارا، نو، دوهزار باییس😄
ګلخان تباه دئ😝😄
“واخان” زموږ د اقتصادي ودي اساس ترینه نقطه
د الله ﷻ په ذات قسم په تیرو څو میاشتو دومره دردېدلئ نه وم لکه ددې ویډیو په ليدلو چي ودردېدم.
دا کس یو پاکستانی دئ او په ویډیو کي وایی چي د پاکستان قسمت بدلېدونکی دئ، د پاکستان لاس ته یوه خزانه ورلوېدونکې ده، دا خزانه لیري نه ده، صرف په ۱۳ کیلومتره فاصله کي ده او پاکستان باید په هر ډول چي وي دا (واخان) ترلاسه کړي او یا ورباندي ولکه ولري. په دې ویډیو کي نوموړی د واخان نور اهمیت هم بیانوي او پاکستان ته یې د لاس ته راوړلو سپارښتنه کوي.
د الله ﷻ په خاطر د هر وخت حاکمان دي د افغانستان اساسي او بنسټیزو مسایلو ته پوره پام وکړي او دداسي مسایلو په اړه باید د ملت تصمیم ته ارزښت ورکول سي، تر څو خدای مه کړه افغانان بیا د ګندمک، ډیورنډ او داسي نورو تړونونو په څېر د پردیو ښکار نه سي.
دا پوسټ د خپل ملي احساس له مخي شېر کړئ تر څو ټولو حکماء او ملت ته ورسیږي.
اوکراین یې هم د جګړې په ډګر کي یوازي پرېښوئ. دوئ(امریکا او متحدین یې) هیڅکله خپل ځان مسقیماً په جګړه کي نه ښکېلوي او تېرو تجریبو ته په کتلو یې یوازي د بندیزونو لګولو وعدې وکړي.
تر دوو نړیوالو جګړو ورورسته د نړۍ دولتونه یوازي تر خپلو ملي منافعو او ګټو پوري وفا کوي او بس .
افغانستان باید خپل بهرني سیاستونه او پالیسي په ډېر احتیاط او مدبرانه شکل مخ ته یوسي او د روسیې، اوکراین او لویدیځ په نوي کړکېچ کي ګوښه توب او بې طرفي اختیار کړي، که نه نو افغانستان ته د خطرونو او تهدیدونو احتمال سته.
که د ګوښه توب څخه په ګټي اخیستني بهرنی سیاست طرح کړي، کیدای سي ډېر فرصتونه او لاسته راوړني ولري.
د روسیې او اوکراین موضوع ډېره جنجالي سوې ده.
د پوتین له لوري د اوکراین د دوو سیمو په اړه د رسمیت پېژندني تازه فرمان، د ډيرو هیوادونو غبرګونونه پارولي دي.
تر یاد فرمان وروسته تازه د اوکراین دوو سیمو ته د روسي ځواکونو لېږلو نوره هم موضوع ګرمه کړې ده.
کېدای سي د ځینو قدرتمندو هیوادونو له لوري پر روسیې بندیزونه ولګول سي چي په دې سره به په سيمه کي لا هم ګډوډي ډېره سي.
احدي
خبریال او ژونالیست د ټولني سترګي دي.
د ټولني دا سترګي له لیده مه محرومه کوئ.
بېشکه، ما هم د خپل عیبونو په سبب سنګسار کړئ خو لومړۍ ډبره دي د هغه چا وي چي هیڅ عیب نه لري.
یو چي رکشه سي بیا چهارسو سي، نو ښه به یې درڅخه وځغلوي.
خو چي قدمونه پسي چابک کړې، لا یې منې چي ونیسې. نو ټکانو ته څه ضرورت وو؟
لا نه یو پوه سوي چي انسان په څومره زحمت لویېږي او څومره اسانه وژل کیږي.
په نړۍ کي ډېر وخت لوی بدلونونه له ډېرو کوچینیو پېښو څخه رامنځ ته سوي دي.
په دې هیله چي د حیدر پېښه مو د ملي یووالي او عبرت سبب وګرځي.
یاالله جل جلاله! ستا قضا زموږ رضا ده.
پر دې غمجنه پېښه ټول افغانان غمجن وه.
حیدر دي الله ج د خپلو والدینو شفیع وګرځوي.
دلته؛ د انسان وژل او ژغورل څومره فاصله لري!
وژل یې څومره اسان او ژغورل یې څومره ستونزمن دي!
احدي
یا الله ﷻ!
پر حیدر رحم وکړه او د خپلي مور غېږي ته یې ژوندی او په عافیت ورسوه.🤲
هغه چي ابراهیم ع ته دي په اور کي نجات ورکړ، حیدر مؤمن ته په څاه کي نجات ورکړه. 🙏آمین
د خدای روئ وګورئ خلګ مه خطا باسئ، موږ یې هم خطا کړو.
موږ هم د یوه اعتباري کس (جواد داوري) خبره ومنل، خو چي تر څو مي ویډیو لیدلې نه وي باور نه کوم.
ربه! ویې ژغورې.🤲
په برمه کي د بند ماشوم حیدر په اړه تازه معلومات
هیله ده، په دعاوو کي یې یاد وساتئ.
بېړنی خبر؛
د زابل د منصور حفيظ شرکت د مسؤلینو په خبره د جلدک د شوخک کلي کې يو ماشوم برمې ته لویدلی چې په ۲۵ متري کې بند پاتي دی د دوی په امکاناتو باندې ژر نه ژغورل کیږي د مسؤلینو او شرکتونو بيړنۍ مرستې ته اړتیا ده په دې برخه کې د دولتي مسؤلینو مرستي ته ضرورت دی.
هېله ده خبرتيا شير کړئ
یونس سرپاس
چا ویل چي موږ د نړۍ له کاروانه شاته پاته یو!
ځیني آن داسي کارونه کوي چي انسانیت ورته حیران پاته سي.
افسوس زموږ پر حالت😢😢
چي مخامخ سي راته وایي جار قربان دي سمه
څه په کمال منافقت کوي دا ځیني خلګ
کله چي کار، اهل کار ته وسپارل سي.
موږ داسلامي نړۍ ترټولو زوړ اسلامي امت او ملت وو ، يو، او انشاءالله په اينده کې به هم يو
اسلام هيڅکله زموږ ملي وجود نه دى نفي کړى
مصريان دالازهر په څير داسلامي علومو ستره درسګاه لري خو دمصر دملي بيرغ دبدلولو هڅه نه کوي
پاکستان داسلام په نوم جوړ شوى دى خو اسلامي ګوندونو دديني عالمانو صفونو او دعامو خلکو نماينده سازمانونو هيڅکله دپاکستان د73 کلن ملي بيرغ دبدلولو هڅه نه ده کړي حال داچې داسلامي معرفت يوه نښه يې په بيرغ کې نشته
سوريه هم زوړ اسلامي مملکت دى خو شاهانو ، بعثيانو ، سنيانو او شيعه ګانو يې هيڅکله دبدلولو خواهش نه دى اظهار کړى
په ايران کې اسلامي انقلاب راغى خو دايران دبيرغ رنګونه يې بدل نه کړل
اندونيزيا ستر اسلامي مملکت دى شريعت هم په کې جاري دى په بيرغ کې يې ددين يوه نښه هم نشته خو بيرغ يې داندونيزيا دهويت نماينده دى هيڅوک يې دبدلولو هڅه نه کوي
حيران يم چې دې زموږ کرامتيانو زموږ په بيرغ کې کومه بدرنګي ليدلي ده چې ملي هويت پرمخ نوکاري ورلګوي
حال داچې دافغانستان ملي بيرغ په ټوله اسلامي نړۍ کې داسلامي هويت زياتي نښې لري
کليمه طيبه، محراب ، منبر دتوحيدشعار الله اکبر ،درزق رنګ دغنمو وږي داهر څه زموږ دمومن هويت نماينده ګي کوي.
Esmat Qani Essa Mohammad
په انځور کي د پلار او زوئ بوټونه دي؛
پلار د خپل اولاد د ارمان پوره کېدو او ښې راتلونکي لپاره خپل ټول توان په کار اچوي، د ځان لپاره هیڅ نه غواړي خو د اولاد لپاره بیا هر څه غواړي.
پلار ځان خواروي خو له اولاد څخه سیال جوړوي.
لنډه دا چي؛ زما پلار زما اتل دئ.
موږ د سمندر له طوفاني څپو تېر سوي یو، د باران په څاڅکو مو مه بېروئ.
#احدي
پرېږدئ دا ډېر غمونه؛ راسئ یو څه وخاندو.
سردارمحمد کاکو د خپلي مور سره جنګ کړئ دئ، زړه یې شین دئ.
بې ادبي معاف!
د د ټوکي دا انداز بیا بېل کیف لري.😃😁
چا په کلي کي نه پرېښودئ خو ده ویل آس مي د ملک کره ودروئ.
پاکستان یادوم؛
افغانان ستاسو همدردي، لاسنیوي او همکاري ته ضرورت نه لري، موږ اصلاً له تاسو ستړي یو.
متخصیصین مو درګرځوئ، موږ تر تاسو ښه روزلي او مسلکي متخصیصین لرو خو که یې تاسو کار ته پرېږدئ.
څه ښه يي ويلي دي!
هغه مرغۍچي په لاس کي دي وي تر هغو لسو مرغيوکوم چي په ونه کي پرښاخ ناستي وي بهتره ده .
نوی حکومت باید تر هر څه مخکي ډېره توجه د قومونو او ولایاتو تر منځ یووالي ته وکړي.
د پښتنو، تاجکانو خصوصاً پنجشېریانو، هزاره ګانو او نورو قومونو ترمنځ يووالئ د پرمختګ لومړی اصل دئ.
د قومونو تر منځ اختلافات زما تر ټولو لویه اندېښنه ده او هره لحظه بدبختي زېږولای سي.
Mall of the world (Air-conditioned city)
په دوبۍ کي په پورته نوم پر ۴۸ میلیونه فوټه مربع ځمکه داسي یو ښار او ستر شاپینګ سېنټر جوړیږي چي په ټول ښار کي به د هوا د تودوخي درجه د ټاکلو سیسټمونو په ذريعه کنټرول سوې وي.
نوکیا دي رانیولئ دئ؟؟؟
دا خو دي طیاره کشفوي.😁😁
ژر یې تر ډبره لاندي کوه.😃😃
که د نړۍ له کاروان سره یو ځای وړاندي نه تلو، داسي به د نورو پریکړي راباندي تحمیلیږي.
د سمندري کوچینیو حیواناتو نمونې
الله ﷻ د کایناتو یوازنی خالق او رازق دئ.
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
Click here to claim your Sponsored Listing.
Videos (show all)
Contact the public figure
Website
Address
Kandahar
3801
Kandahar
هر رنګه ټپي متلونه شعرونه دښاعر دنامه سره سم وړاندی کیږي که په هر ه ژه به کي وي. وسلام
Kandahar, 3802
موږ پښتو، دری، انګلېسي او عربي ټایپ، مونوګراپ، پروپوزل، کتاب کمپوز او نور دې ته ورته لیکنیز خدمات لرو