آریوب وطن

آریوب غږ voice of aryub

13/06/2024

مور ورځ 💖❤💓
زما کور په تا جنت دی زما لپاره پریښته یې
مور نوم دومره خوږ دې چې کله رایاده شی ستړیا مې ختمه شی
هیڅوک دی خدای بې موره نه کوی دمور قدر وکړی چې دنیا او اخرت مو ښایسته شی
الله دی ټولو میندو ته اوږ عمر ورکړی

10/06/2024

وطنه کور یې زموږ

10/06/2024

درد یې زیات دی ملامت نه دی میچ وړګیا

09/06/2024

ښه خبر
د لومړۍ ځل لپاره افغانستان په تېرو ۱۰ ورځو کې د ۷۱ میلیونه ډآلرو په ارزښت ۱۳۰ زره ټنه اومه تېل ایستلي او د چڼ لپاره یې پانګوالو باندې پلورلې دي.

05/06/2024

د دې جلی په حال مې سخت زړه درد وکړو
زه خو دستا لایقه نه وم
ورکه پښتو شه میراثی درپاتی یمه

04/06/2024

*پـــلار څـــوک دی !*

*1 : وجود یی رحمت دی* .
*2 : ژوند یی نعمت دی* .
*3 : خبر یی حڪمت دی* .
*4 : غُصه یی نصیحت دی* .
*5 : غږ یی اُلفت دی* .
*6 : ڪتل یی برڪت دی* .
*7 : په ڪور کی دننه وحدت دی* .
*8 : له ڪوره بهر عزت دی*.
*9 : ورسره تلل شرافت دی* .
*10 :خدمت یی عبادت* .

*📢 نوټ : ڪه د چا پلارجان ژوندی وي ، ښه په مینه یی خدمت وڪړی ، د چا وفات شوي وي الله ﷻ دی مغفرت نصیب کړي*

04/06/2024

د کرکټ بریا مو مبارک شه

04/06/2024

وایو الله اکبر ☝

04/06/2024

دا هیواد به تل ځلیږي لکه لمر په شنه اسمان
🖤❤💚

Photos from ‎آریوب وطن‎'s post 03/06/2024

وطن مې

Photos from ‎آریوب وطن‎'s post 02/06/2024

هغه پاسپورټونه چې د مرکز څخه د پکتیا افغان پُست شرکت ته رسیدلي دي
د پاسپورټونو تعداد(۱۹۰)
نیمګړي اسنادو تعداد (۱۱)
نوټ: اصلي تذکره او کاپي له ځانه سره ولرې بدون له تذکرې د پاسپورت اخیستلو جداً مغذرت غواړو ، د پاسپورټ خاوند باید خپله حاضر شي یا یې پلار ورور تره اوتره زوی کولای شی بل څوک نشي کولای پاسپورت ترلاسه کړي
بغیر د مېرمنو او ماشومانو .
که بل ولایت کې یاست پکتیا افغان پُست ته خپله مرجعه نشۍ کولای کوم ولایت کې چې اوسیږۍ دهغه ولایت افغان پُست مدیریت ته مراجعه وکړۍ هلته دپاسپورت دغوښتلو(۱۵۰ )افغانۍ تحویلی تعرفه درکوي تحویل کړۍ همهغه ولایت ته یې دراستوو دوه ورځوکې یې ترلاسته کولای شۍ
هغه کسان چې اسناد یې نیمګړي وي د خپلو اسنادو د اصلاح لپاره دې د پکتیا امنې قومندانۍ د پاسپورټ آمریت ته مراجعه وکړي .
لطفاً د توزیع وخت په یاد ساتئ .
د سهار د (۰۰: ۸) بجو څخه د ماسپښين تر (۴) بجو پوري.
په درنښت
د پکتیا افغان پُست عمومی مدیریت
ادرس: عبدالحی کردیزی لیسې ته څیرمه مخابراتو کوڅه دمخابراتوریاست ودانۍ
پکتیا افغانستان
کاپی

30/05/2024

په هندوستان کې تودوخې نوی ریکارډ جوړ کړ
د دغه هېواد پلازمینې ډیلي کې نن د تودوخې درجه ۵۲.۳ سانتي ګرډ ته رسیدلې. تر دې وړاندې په ۲۰۱۶م کې د دغه هېواد په راجستان کې د تودوخې درجه ۵۱ ته رسیدلې وه.
اټکل کیږي چې د ګرمۍ له امله زیات عمر خوړلي او ماشومان هم خپل ژوند له لاسه ورکړي.

29/05/2024

💐 د پښتو ژبې نړيواله ورځ مو مبارک سه 💐

Photos from ‎آریوب وطن‎'s post 27/05/2024

د نړۍ هره برخه کې چې کرکټ وي، هلته باید افغان او افغانستان ښه یاد شي. د ګربز او غضنفر په لاس کې د هند او نړۍ د کرکټ د ستر او معتبر لیګ د اتلولۍ کپ نړۍ ته د افغانستان یو بهترین تصویر دی. د افغانستان کرکټ او افغان لوبغاړي د نړۍ د ورزش خوږ داستان دی. افغان کرکټ د تعهد، مبارزې، یوالي او کلک هوډ ښه مثال دی. د نړۍ کرکټ په افغانانو او ګران افغانستان زموږ په خپلو لوبغاړو او خپل کرکټ ښکلي دي.
افغان لوبغاړو په دغې لوبې کې ډېر نا ممکن ممکن کړي دي، لېرې نه ده چې یوه ورځ د نړۍ د اتلولۍ کپ هم زموږ په لاسونو پورته وي او نړۍ به حیرانه حیرانه راکوري، ان شاءالله.
د ګربز او غضنفر دا خندانې څېرې او رڼې سترګې د ښې اینده زیري دي. زنده باد ګران افغانستان.

پاڼه فالو کړي آریوب وطن

27/05/2024

دپکتیا ولایت پاسپورت ته که څوک نوم لیکنه کوی
مسج وکړی.

25/05/2024

پکتيا
تیری کنډو

24/05/2024

په اروپا کې واده
د دعوت شوو کسانو شمیر: 60 تنه
د ګډون کوونکو شمېر: 50 کسان
د ماشومانو شمېر : 2
ډالۍ : 50 دانې
ورک شوي څېزونه: 0
بحثونه او لفظې شخړې : 0
د ناوې اخیستل شوي انځورونه : 22
د نڅا موده: 45 دقیقې
د واده وروسته د ګډون کونکو نظرونه:
څومره په زړه پوری نظم وتر تیب، ښایسته خواړه یې تیار کړي و، ښه جوړه ده، رب دې تل مینه ناکه او خوشاله لري.

په افغانستان کې واده!
د دعوت کوونکو شمېر: 500
د ګډون کوونکو شمېر: 2000
د ماشومان شمېر:1450
ورکړل شوې ډالۍ: 30
ورک شوي توکي: تلیفون، غوږوالۍ، بوټونه، څادرونه، کاسې، ګیلاسونه، ماشومان.
لفظې شخړې: 200
د ناوې د اخیستل شوو انځورونو شمیر: 3500
د نڅا موده: 9 ساعته
د واده وروسته تبصرې : بدرنګ شی یې راوړی، کور یې په هغه شخو وریژو وران شه، هغه اول دیګ خوندور و، نور خو هسې بوس و، چې واده یې نه شو کولی ولې یې کوو؟ ځان یې د خلکو د خندا کړ، هغه تـ.ـور بنجاره یې خسر و؟ او هغه اوخی خو یېم خوشې لـ.ـوده و، د خواښې دې یې دا ببر سر خاورې شي لکه شیشکه .....

پاڼه فالو کړی آریوب وطن 🥰.

21/05/2024

ډووېن براو د راتلونکي نړيوال شل اوریز جام لپاره د ملي لوبډلې د توپ اچونې سلاکار روزونکی وټاکل شو

افغانستان کرکټ بورډ، د ویسټ انډیز لوبډلې پخوانی نامتو لوبغاړی چې د ياد هېواد لپاره د نړیوال جام ګټونکې لوبډلې برخه هم و، د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې د توپ اچونې برخې سلاکار روزونکی ټاکلى چې د نړیوال جام له پيل وړاندې به له ملي لوبډلې سره یوځای شي.

21/05/2024

د پکتيا امنيتي مسولان وايي چې دغه ولایت کې یې د انسان‌تښتوونکو هغه شپـږ کسيـزه ډله نـيول شوې چې يو کس یې، تښتولی و.
د دوی په وینا، دې ډلې له مرکز ګردېز ښار څخه یوه اوونۍ وړاندې یو ځوان تښتولی و.
د پکتيا د امنیې قومنداني وياند منيب ځدراڼ وویل چې تښتول شوی کس په جرمني کې مسافر و او کورته له راتلو وروسته اوه ورځې وړاندې له مرکز ګردېز څخه انسان‌تښتوونکو برمته کړی و.
د منيب ځدراڼ په وینا، د جـنايي جرمـونو پر وړاندې د مبـارزي مدیريت ځواکونو د عملياتو پرمهال دغه انسان‌تښتوونکي نیولي او تښتول شوی کس يې ترې خوشې کړی دی.

21/05/2024

ښه خبر
دا مهال په هرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد له هوايي ډګرونو څخه له ۲۰ تر ۳۰ نړیوالې الوتنې ترسره کيږي او نن سهار ترکش ایرلاین هم عملاً کابل ته الوتنې پيل کړې.
څومره چې پروازونه زياتيږي، هغومره مو اقتصادي وضعيت ښه کيږي.
آریوب وطن فالو کړی

Photos from ‎آریوب وطن‎'s post 21/05/2024

د نورستان مرکز پارون
رالېږونکی: احمدبشیر برک‌زاده

20/05/2024

موږ ورته شنه زرغونه وایو، او تاسو ورته څه نوم اخلئ او که څوک ددې په اړه مالومات لري نو کمینټ کې یې ولېکئ تر څو له مالوماتو مو نور هم استغاده وکړي.

20/05/2024

پاکستان کې د ایران د ولسمشر، ابراهیم رییسي د مړینې له امله یوه ورځ ماتم اعلان شو.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر اېکس‌پاڼه لیکلي، میاشت مخکې، ولسمشر رییسي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان اسلام‌اباد ته تاريخي سفر درلود.

شريف ويلي، له تهران سره د خواخوږۍ په موخه پاکستان کې یو ورځنی ماتم اعلانیږي او بېرغ به نیم ځوړند وي.

20/05/2024

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې د لوېدو په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ايران د ولسمشر مرستيال محسن منصوری د هغه د مړينې خبر تائيد کړی دی.

د ایران د ولسمشر سره په چورلکه کې د نوموړي په ګډون ۹ کسانو حضور درلود چې پکې د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان، ایت الله سید محمد علی ال هاشم، د اذربايجان والي داکټر مالک رحمتي، سردار سید مهدي موسوي او نور شامل وو.

دا د چورلکې د لوېدو د ځای تازه عکسونه دي چې ايراني رسنیو خپاره کړي دي.

19/05/2024

په کنډو اوړي فنا کېږي
فنا يې مه کړې د سالو سره پلٶنه
را ټپه شی
#ټپه #لنډۍ

19/05/2024

دایران ولسمشر الوتکې سقوط کړی
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر او د کابینې یو شمېر نور غړي د اذربایجان او ایران ترمنځ سرحد څخه د لیدو په موخه دغې سرحدي سیمې ته ورغلي وو.

‏یو شمېر ایراني رسنیو ادعا کړې، تر بېرته ګرځېدو وړاندې، چې الوتکه سقوط وکړي، دغه د هغه او د کابینې د یو شمېر غړو وروستی ګډ انځور دی.

‏د ایران کورنیو چارو وزارت ویلي، لا هم د ژغورنې عملیات نه دي بریالي شوي او دوی په پېښه کې د شاملو کسانو په اړه سمدستي څه نشي ویلی.

‏ایران کې وضعیت په اضطراري کېدو دی او حکومت یې په تکیه خانو کې د دعاخوانۍ مراسم پیل کړي دي.

19/05/2024

د پکتیا پوهنتون انګړ کې له ۳ زره ځوانانو څخه ازموینه واخیستل شوه.

Photos from ‎آریوب وطن‎'s post 19/05/2024

پکتیا ځاځي اریوب، توربابا سیمه!!

18/05/2024

نن آریوب مازدیګر

18/05/2024

راشدخان #خبري.
په راتلونکې شپږیزه لیګ ګډون کوو.
د ژوند له ښو ورځو او خاطرو څخه يو د پاکستانه د لوبې،
ګټل وو او هغه شپه ماته ډيره د خوښۍ شپه وه.😍😘

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Rajshahi Division?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

مورر موری موری
مور ورځ 💖❤💓زما کور په تا جنت دی زما لپاره پریښته یېمور نوم دومره خوږ دې چې کله رایاده شی ستړیا مې ختمه شی هیڅوک دی خدای ...
د دې جلی په حال مې سخت زړه درد وکړوزه خو دستا لایقه نه ومورکه پښتو شه میراثی درپاتی یمه
وایو الله اکبر ☝
د پکتیا پوهنتون انګړ کې له ۳ زره ځوانانو څخه ازموینه واخیستل شوه.
راشدخان #خبري.په راتلونکې شپږیزه لیګ ګډون کوو. د ژوند له ښو ورځو او خاطرو څخه يو د پاکستانه د لوبې، ګټل وو او هغه شپه ما...
ویډیو: د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې همدا اوس سخت توپان را الوتی چې د خلکو ورځنی ژوند یې ټکنی کړی دی.
د کرکت اتلان دي ژوندي وي#بغلان_ویرپه بغلان ولایت کې د سېلاب ځپلو خلکو حالت ډېر خواشینونکی دی او خلک مرستو ته سخته اړتیا ...
بد خبرد غور ولایت مرکز فېروز کوه، هرېرود سیند کې یوه هلېکوپټر غورځېدلې ده.راپورونه وايي، چې دغه هلېکوپټر سېلاب کې د څوو ...
د کورنۍدغړو له لاسه ورکول ډیر سخت  وید دې ماشومي حالت دردوونکي ده
د بغلان ولایت دتیري ورځې خطرناک  سیلابونو یو لنډ کلپ

Category

Website

Address


Rajshahi Division
Other Sports Teams in Rajshahi Division (show all)
king of cricket king of cricket
Rajshahi Division

Team ANGAS Team ANGAS
Bulacan
Rajshahi Division

✨TANGING YAMAM KO✨

�sport cricket �sport cricket
Bihar
Rajshahi Division, 843333

job

Stallions United Football Academy Stallions United Football Academy
Rajshahi Division

Stallions Football Club Is Amature Sports Team Based In Kasoa A Town In Central Region Of Ghana⚽️❤🐎

Raja super live Raja super live
Fortabbas
Rajshahi Division, 62020

Cricket ,Football , all match live on

attock volleyball attock volleyball
Volleyball
Rajshahi Division, BEHBOODI

volleyball game

7kingsfc 7kingsfc
Rajshahi Division

MdRana MdRana
Rajshahi Division

Md Rana

Sochii Gaa boy/Child empowerment Sochii Gaa boy/Child empowerment
Rajshahi Division

SAY NO TO DRUGS AND SUBSTANCE ABUSE

SPORT LAB SPORT LAB
Rajshahi Division

A TOP NOTCH SPORT BROADCAST THAT GIVES YOU FIRST HAND AND RELIABLE SPORT GIST.

Team Kaayuhan Team Kaayuhan
Binalbagan
Rajshahi Division

Blogger and zumba dancer👯👯👯 follow my page guys and 👉Asilan Tv legit resbacker.. and promoter❤️❤️

Stick stunt46 Stick stunt46
Rajshahi Division

stunt