Afg-Eu Consulting Belgium AECB
Contactgegevens, kaart en routebeschrijving, contactformulier, openingstijden, diensten, beoordelingen, foto's, video's en aankondigingen van Afg-Eu Consulting Belgium AECB, Contractant, Brussels.
It is an accompaniment service in Belgium which aims to offer legal advices and sworn translations from and to: Pashto, Dari/Farsi and French + English and Russian. C'est un service d'accompagnement qui a pour but d'offrir des conseils juridiques et des interprétariats et des traductions jurées du et vers: pashto, dari/ farsi et français. + anglais et russe.
د زمري ۲۸، د رښتینې خپلواکۍ ورځ مو نیکمرغه،
28 اسد، روز استقلال حقیقي مبارک،
🇦🇫🇦🇫🇦🇫
ټول افغان کهول ته دی مبارک وي.
ژوند ژوند اتلانو،
🇦🇫🇦🇫🇦🇫💐💐💐
د جولای شلمه د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ ده.
په دې هیله چه افغانان د یو عادل، منتخب او پرمختګ خوښوونکي نظام تر چتر لاندی پناه غوښتنې ته اړ نه وي او یو باعزته او له امن او ثباته ډک ژوند ولري.
🇦🇫🇧🇪🇦🇫
د سږ 2024 د جون پر نهمه، د یکشنبې په ورځ په بلجیم کی دری ډوله ټاکنې کیږي:
۱- د اروپایي پارلمان لپاره ټاکنې
۲- د بلجیم د فډرال پارلمان لپاره ټاکنې
۳- د بلجیم د درې ګونو سیمه ایزو (Bruxelles-Capital, Flandre, Wallonie) د پارلمانونو لپاره ټاکنې
16 ګوندونو پکښې ځانونه ثبت کړیدي چه رایه ورته ورکړل شي.او هر ګوند یوه ټاکنیزه شمیره لري.
څوک چه د بلجیم نشنلټي / تابعیت لري، په ټاکنو کی یی ګډون حتمي دی.
موږ وایو چه بهرني الاصله بلجیمي اتباعو ته غوره ده چه هغو ګوندونو ته رایې ورکړي چه له بلجیم مېشتو بهرنیانو سره مخالفت ونلري.
نو زموږ مشوره داده چه د کار د آسانۍ لپاره کولای شئ چه د لاندی عکس د معلوماتو پر بنسټ، د سره رنګ، زرغون رنګ (پاڼې ډول شین رنګ) او ګلابي رنګ ګوندونو یا په بل عبارت 4، 6، 8، 9، 13, 14 او 15 شمیرو ګوندونو ته رایه ورکړئ.
🇦🇫🇧🇪
اطلاعیه تلویزیون حقوق
همتم بدرقۀ راه کن ای طائر قدس
که دراز است ره مقصد و ما نو سفریم
تلویزیون حقوق برنامه شماره ( 23)خویش را پیشکش بیننده گان و علاقمندان عزیز مینماید.
دیدن این برنامه جالب ، معلوماتی و روشنگرانه را شام روز پنجشنه ( 23)می ، ساعت هشت شام فراموش نفرمایید .
دراین برنامه تلویزیون حقوق ، مهمانان گرامی هریک :
- جناب پروفیسر شیوامل شخصیت بلند مرتبت علمی و ملی افغانستان و برنده مدال بزرگ لیوناردو شوایبر مجمع جهانی جراحان المان
در رابطه به کار های سترگ علمی و سفر اخیر شان به افغانستان
- و جناب دوکتور علم ظریف ستانکزی شخصیت گرامی حقوقی و فقهی سابقه دار
در برنامه اختصاصی شان ( حقوق و زندگی فامیلی ) به ارتباط نامزدی
صحبت های ارزشمند را ارایه می فرمایند.
در لابلای برنامه همچنان پیام ها و مطالب جالب دیگر نیز به نشر میرسد .
گرداننده گان برنامه:
محترمه نجلا تیموری و محترمه سیما سید زی سادات
همکاران تخنیکی:
محترمه طوبا هاشمی و محترم امید نظری
پخش برنامه: پنجشنبه تاریخ : ( 3) جوزای سال (1403 هـ ش )مطابق (23) می (2024 م )
وقت : ( هشت شام بوقت اروپای مرکزی/دو بعد از ظهر بوقت واشنکتن و کانادا /هفت شام بوقت انگلستان /(یازده قبل از ظهر بوقت کالفرونیا و ده و نیم شب بوقت افغانستان.
آدرس فیسبوک: hoqooq TV@.
آدرس یوتیوپ: hoqooq
آدرس اینستاگرام hoqooqtelevation
د حقوق تلویزیون (hoqooq TV) خبرتیا:
د حقوق تلویزیونې وړاندې کوي:
همتم بدرقۀ راه کن ای طـــــــــــائر قدس.
که دراز است رهی مقصد و ما نو سفریم.
حقوق تلویزیون خپله (۲۳) خپرونه تاسو ګرانو لیدونکو او مینه والو ته وړاندې کوي.
دا په زړه پورې خپرونه د پنجشنبې په ماښام د می میاشتي په (۲۳) د شپې په ۸:۰۰ بجو کتل مه هېروئ.
د حقوق تلویزیون په دې خپرونه کې ګرانو مېلمانه هر یو:
- شاغلی پروفیسور شیوامل، د افغانستان یو لوړ رتبه علمي او ملي شخصیت او د آلمان هیواد د جراحانو د نړیوالې ټولنې د لیوناردو شوایبر مډال ګټونکی، د هغه ستر علمي کارونو او افغانستان ته د هغه د وروستي سفر په اړه مرکه.
- او همدا راز ښاغلی دکتور محمد ظریف علم (ستانکزی)، یو وتلی حقوقي او فقهي علمی شخصیت به د (حقوق او کورنۍ ژوند) په خپرونه کې د کوژدي او نامزادی په اړه حقوقي ارزښتناکه خبرې اترې تاسو ګرانو لیدونکو او اوریدونکو ته وړاندې کړي.
په خپرونه کې پیغامونه او نور په زړه پورې منځپانګې هم خپریږي.
د خپروني چلونکې:
آغلې نجلا (تیموری) اوآغلې سیما سادات (سدوزی)
تخنیکي همکاران: آغلې طوبا (هاشمی) او ښاغلی امید (نظری)
د خپروني ورځ او نیټه: پنجشنبه د جوزا میاشتی ۳ کال ۱۴۰۳ هـ ل / د مي د میاشتی ۲۳ کال ۲۰۲۴ ز
د خپروني وخت: د ماښام ۸:۰۰ بجي مرکزي اروپا؛ د غرمي ۱:۰۰ بجه واشنکټن او کاناډا؛ د مازدیګر ۷:۰۰بجي انګلستان؛ له غرمي مخکي۱۳:۰۰بجي کلفرونیا او په افغانستان کې د ماسختن ۱۱:۳۰دقیقي.
د فیسبوک پته@hoqooq TV :
د حقوق یوتوپ پته (hoqooq TV):
د اینستاگرام پته: hoqooqtelevation
په درنښت.
د حقوق تلویزیون (hoqooq TV) خبرتیا:
ازین فرخنده فروردین و فرخ پیک نوروزی
نصیب مردم ما ، سعادت باد و پیـــــــروزی
د حقوق تلویزیون خپله (۲۲) خپرونه تاسو ګرانو لیدونکو او مینه والو ته وړاندې کوي.
ګرانو لیدونکو دغه په زړه پورې خپرونه د می میاشت به (۱۶) د ماښام په (۸) بجو مه هیروئ.
د حقوق تلویزیون په دې خپرونه کې ګران میلمانه هر یو:
آغلې میرمن (ملیار) چې په اتریش هیواد کې اوسیږي، حقوقپوه او مدني فعاله ده، افغانستان ته د خپل سفر په تړاو د هیواد د روان وضعیت او د افغان ښځو او نجونو د حقونو د دفاع په اړه به خبرې اتري ولري.
او همدارنګه د ټولني د اجرائیوي بورډ غړي او د ټولني لوړ پوړي او مسلکي سلاکار ښاغلي قضاوتپوه سخي صمیم به د غایبو او ورکو کسانو حقوقي وضعیت او له سرپرست پرته د ښځو او ماشومانو لپاره د هغه ټینګار د افغانستان د (مدني قانون) په رڼا کې ارزښتانکه حقوقي خبري اتري ولري
د خپروني په لړ کې به پيغامونه او نور منّځپانګې هم خپاره شي.
د خپروني چلونکې:
آغلې نجلا (تیموری) او آغلې سیما سیدزی (سادات)
تخنیکي همکاران: آغلې طوبا (هاشمی) او ښاغلی امید (نظری)
د خپروني ورځ او نیټه: پنجشنبه د ثور میاشتی (۲۷) کال ۱۴۰۳ هـ ل / د می د میاشتی (۱۶) کال ۲۰۲۴ ز
د خپروني وخت: د ماښام ۸:۰۰ بجي مرکزي اروپا؛ د غرمي ۳:۰۰ بجي واشنکټن او کاناډا؛ د مازدیګر ۷:۰۰ بجي انګلستان؛ له دغرمي۱۲:۰۰بجي کلفرونیا او په افغانستان کې د ماسختن ۱۱:۰۰.
د فیسبوک پته@hoqooq TV :
د حقوق یوتوپ پته (hoqooq TV):
د اینستاگرام پته: hoqooqtelevation
په درنښت.
اطلاعیه تلویزیون حقوق
همتم بدرقۀ راه کن ای طائر قدس
که دراز است ره مقصد و ما نو سفریم
تلویزیون حقوق برنامه شماره ( 22) خویش را پیشکش بیننده گان و علاقمندان عزیز مینماید.
دیدن این برنامه جالب ، معلوماتی و روشنگرانه را شام روز پنجشنه ( 16 ) می ، ساعت هشت شام فراموش نفرمایید .
دراین برنامه تلویزیون حقوق ، مهمانان گرامی هریک :
- محترمه خانم ملیار حقوقدان و فعال مدنی مقیم کشور اطریش ، مرتبط به سفر شان به افغانستان ، پیرامون وضع جاری کشور و دفاع از داعیه برحق زنان و دختران افغان
و همچنان جناب قضاوتپوه سخی صمیم عضو هیأت اجراییه و مشاور ارشد و مسلکی انجمن در رابطه به :
وضع حقوقی اشخاص غایب ومفقود و اصرار آن برای زن واطفال بی سرپرست ، در پرتو احکام ( کُد مدنی) افغانستان
صحبت های ارزشمند را ارایه می فرمایند .
در لابلای برنامه همچنان پیام ها و مطالب جالب دیگر نیز به نشر میرسد .
گرداننده گان برنامه:
محترمه نجلا تیموری و محترمه سیما سید زی سادات
همکاران تخنیکی:
محترمه طوبا هاشمی و محترم امید نظری
پخش برنامه: پنجشنبه تاریخ : ( 27 ) ثور سال (1403 هـ ش )مطابق (16 ) می (2024 م )
وقت : ( هشت شام بوقت اروپای مرکزی/دو بعد از ظهر بوقت واشنکتن و کانادا /هفت شام بوقت انگلستان /(یازده قبل از ظهر بوقت کالفرونیا و ده و نیم شب بوقت افغانستان.
آدرس فیسبوک: hoqooq TV@.
آدرس یوتیوپ: hoqooq
آدرس اینستاگرام hoqooqtelevation
چو عضوی به درد آورد روزګار
دیګر عضوها را نماند قرار
🥲🥲🥲د بغلان د سیلاوونو لامله ډیرو کورنیو خپل هرڅه له لاسه ورکړیدي.
د رب ج له درباره شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د پوره روغتیا غوښتنه او دعا کوو.
ترڅنګ یی په بلجیم کی افغان-اروپا مشورتي دفتر تصمیم لري چه په همدې تړاو راټولې شوې نقدي مرستې د بغلان په پلخمري ښار کی میشت بادرده او د پوره باور ځوان، ښاغلي شایان احمدي ته واستوي.
تاسو کولای شئ چه خپله نقدي مرسته مخامخ شایان احمدي ته او یا هم زموږ له لارې ولیږئ.
د شایان احمدي د ټیلیفون شمیره:
Shayan AHMADI, Baghlan:
+93 70 663 7987
په بلجیم کی د همدې مرستې په موخه زموږ د BNP PARIBAS بانکي اوکونټ شمیره:
- Afg-EU Consulting- Brussels, Saïd Hazart
- BE18 0001 8173 6065
- Communication text:
Help Baghlan AFG. Flood Victims
🇦🇫🥲🥲🥲🇦🇫
په اروپا کی د افغانستان د حقوق پوهانو سراسری ټولنه، په اروپا کی د افغان پناه غوښتونکو د ستونزو په هکله د غږ پورته کولو په موخه غواړی چه تاسو موږ سره خپلی ستونزی د پناه غوښتنی په اړوند شریکی کړی، نو هیله ده چه تاسو راسره خپلی ستونزی د کمنتونو له لاری شریکی کړی.
پوښتنه: مفت/وړیا/دولتي او په پیسو/شخصي وکیل؟
د پناه د پروسې لپاره کوم یو ښه دی؟
زموږ ځواب:
۱- وکیل وړیا یا مفت کارنکوي، یا به یی پیسې دولت ورکوي او یا به یی پناه غوښتونکی ورکوي.
۲- کله چه پناه غوښتونکی د وکیل لپاره غوښتنه کوي، دده اقتصادي حالت په نظر کی نیول کیږي. او لدی چه دی اقتصادي توان نلري، دولت د وکیل پیسې ورکوي. خو شرط یی دادی چه دا وکیل باید د بلجیم د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو له څانګې (فرانسوي BAJ یا هالنډي BJB) سره قرارداد ولري. که نه نو بیا دا ډول وکیل، د پناه غوښتونکي د اقتصادی کمزورتیا سره سره له پناه غوښتونکي پیسې غواړي، چه موږ او تاسو یی شخصي وکیل بولو.
۳- که یو پناه غوښتونکی کار کوي او له یوې ټاکلې اندازې ډیرې ګټي، بیا همدغه دولتي وکیل له ده پوره یا یوه برخه پیسې غواړي، ځکه پداسی حالت کی د حقوقي مرستو څانګه د وکیل پیسې نه ورکوي او یا یی پوره نه ورکوي.
ځیني کسان داسی فکر کوي چه شخصي وکیل ښه دی. موږ لدې خبرې سره موافق نه یو او دلیل مو یی پاس تاسو ووایه چه وکیل خپلې پیسې یا له دولت او یا له پناه غوښتونکي څخه اخلي.
زموږ له نظره، ښه وکیل باید لاندې ځانګړنې ولري:
۱- وکیل باید او باید افغانستان وپیژني او د کلتور او اوسني تاریخ په هکله یی یو څه معلومات ولري.
۲- وکیل باید په هالنډي او فرانسوي ژبو پوه شي. دا خبره په خاصه توګه د هغو پناه غوښتونکو لپاره مهمه ده چه په Wallonie ولوني او بروسل Bruxelles کی ژوند کوي. ځکه د افغانانو د پناه دوسیې د پناه غوښتونکو د ادارو په هالنډي ژبې څانګه کی څیړل کیږي.
دا خبره د یادونې وړ ده چه بلجیمي وکیل تر بل هر وکیل د بلجیم په قوانینو او د بلجیمي ټولنې او ادارو په خاصو حساسیتونو ښه تره پوهیږي.
۳- دا شرط دومره مهم هم ندی، خوبیا هم،
غوره ده چه وکیل په بروسل کی وي، ځکه د پناه غوښتونکو دواړه ادارې ( OE/IBZ او CGRA/CGVS) په بروسل کی دي، او وکیل د ترانسپورت ستونزه نلري.
موږ د خپلو تجربو پربنسټ دا مشوره ورکوو چه غوره ده چه دولتي وکیلانو ته مراجعه وشي، ځکه دوی ته ډیر افغانان ورځي او تر شخصي وکیلانو، د افغانستان په اړه ددوی معلومات ډیر دي او له حالاتو هم پر خپل وخت خبریږي.
بل داچه د دولتي وکیل بدلول آسانه دي، خو د شخصي وکیل بدلول یوڅه ګران او کله ناکله ناشونی وي.
د هغې ورځې په تمه چه هر افغان په ګران افغانستان کی باعزته ژوند ولري او له هر ډول ناخوالو په امان وي، کډوالۍ او پناه غوښتنې ته اړ نه وي.
🇦🇫🇧🇪
برېتانیا: د ۲۱۵ زرو کډوالو دوسیې لا هم بې ځوابه پاتې دي د برېتانیا پارلمان په یوه راپور کې لیکي چې په دغه هېواد کې د ۲۱۵ زرو کډوالو دوسیې لا هم بې ځوابه پاتې دي. د دغو مهاجرو له ډلې څخه ۱۳۸ زرو تنو یې د لومړي ځل لپاره برېتانی....
د حقوق تلویزیون (hoqooq TV) خبرتیا:
د حقوق تلویزیونې وړاندې کوي:
همتم بدرقۀ راه کن ای طـــــــــــائر قدس.
که دراز است رهی مقصد و ما نو سفریم.
د حقوق تلویزیون خپله (۱۹) خپرونه تاسو ګرانو لیدونکو او مینه والو ته وړاندې کوي.
دا په زړه پورې خپرونه د پنجشنبې په ماښام د اپریل په (۲۵) د شپې په ۸:۰۰ بجو کتل مه هېروئ.
په دې خپرونه کې:
د حقوق تلویزیون د ګرانو هیوادوالو په دوو ډيرو مهمو مسلو باندي؛ په افغانستان دننه او په اروپا کې بحث کوی:
۱- د متقاعدین د حقونو نه ورکول؛
۲- په اروپا کې د افغان مهاجرینو ستونزې او جنجالونه.
د موضوع د کره کتنې په موخه ځانګړې خپرونه ترتیب شوي، چې دوه ګران مېلمانه پکې رابلل شوي دي چې له تاسو سره به په دغه هکله په زړه پورې خبرې ولري
د اجرائیوي بورډ غړی او د ټولنې لوړ پوړی او مسلکي سلاکار ښاغلی قضاوتپوه سخي (صمیم)، تکړه حقوقپوه او تجربه لرونکی قاضي به د خپروني په لومړۍ برخه کې؛ اود خپروني په دویمه برخه کې د دغې ټولنې د رهبري شورا غړی، او پخواني قاضي او په آلمان کې د مهاجرینو د حقونو غوښتونکې ښاغلی حبیب الله ( متفکر) به خپلي خبري اتري لتاسو سره د خپروني د موضوع په اړه ولري.
په خپرونه کې پیغامونه او نور په زړه پورې منځپانګې هم خپریږي.
د خپروني چلونکې:
آغلې نجلا (تیموری) اوآغلې سیما سادات (سدوزی)
تخنیکي همکاران: آغلې طوبا (هاشمی) او ښاغلی امید (نظری)
د خپروني ورځ او نیټه: پنجشنبه د ثور میاشتی ۶ کال ۱۴۰۳ هـ ل / د اپریل د میاشتی ۲۵ کال ۲۰۲۴ ز
د خپروني وخت: د ماښام ۸:۰۰ بجي مرکزي اروپا؛ د غرمي ۱:۰۰ بجه واشنکټن او کاناډا؛ د مازدیګر ۷:۰۰بجي انګلستان؛ له غرمي مخکي۱۳:۰۰بجي کلفرونیا او په افغانستان کې د ماسختن ۱۱:۳۰دقیقي.
د فیسبوک پته@hoqooq TV :
د حقوق یوتوپ پته (hoqooq TV):
د اینستاگرام پته: hoqooqtelevation
په درنښت.
د (حقوق تلویزون) خپرونی چه د افغان پناه غوښتونکو (افغان مهاجرو) د حقونو او نورو حقوقی ارزښمند او ګټورو معلوماتو وړاندی کوونکی دی کتل یی هر پنجشنه د اروپا پر وخت ماښام اته بجی مه هیروی،
ګرانو افغانانو، اختر مو نیکمرغه او بختور!
افغانان عزیز، عیدتان مبارک!
🇦🇫🇦🇫🇦🇫
د لوی او بځښونکي خدای په نامه
سلامونه او نیکې هیلي،
د ښځو نړیواله ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په بېلابېلو ډولونو لمانځل کېږي؛
په یو شمېر هېوادونو کې په دغه ورځ عمومي رخصتی وي او په یو شمېر نورو هېوادونو کې بیا په ټولنیزه یا سیمه ییزه کچه په کې د ښځو لاسته راوړنې ستایل کېږي او د لا ترویج په موخه یې هڅه کېږي،
خو له بده مرغه چه په افغانستان کی ښځې ته د ټولنې د یو برابر قشر په توګه نه کتل کیږي او حتی د یو
مساوی الحقوقه انسان په توګه نه پیژندل کیږي او ورځ تربلې، د سیستماتیک ژوند له بهیر څخه ایستل کیږي.
دادی نن یوه ورځ باندی ٩٠٠ ورځې کیږي چه د پیغلو نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي او ٤٤٣ ورځې، یعنی د ٢٠٢٢ کال د ډسمیر له ١٩ راپدیخوا نجونې د لوړو زده کړواو پوهنتونونو منع شویدي.
او په سلهاوو زرو افغان معصومې نجوني له دی انساني لومړني حق څخه بی برخې دي.
د ښځو حقونه یوازی یوه موضوع نده، بلکه پر آفغان ښځو د تیرو دوه نیمو کلونو راپدیخوا له پنځلسو زیات بندیزونه لګیدلي دي.
په ټول افغانستان کی په ادارو کی دښځو پر کار بندیز لکیدلی دی،
په پارکونو او تفریحګاوو کی د ښځو په تک راتګ بندیز لګیدلی دی،
افغان ښځې له سفرونو منع دي،
آفغان ښځې بی له محرم څخه له کوره د باندی ډاکټر ته د تګ اجازه نلري.
لنډه داچه افغان ښځې د عامه ژوند څخه بی برخې دي.
او دغه ټولو نا برابریو د افغانستان ډیرې ښځې په روحي او رواني ستونزو اخته کړیدی.
په ښځو دومره د ژوند اوپرمختګ تنګسه راغلې ده چه د ښځو په منځ کی یی ځانوژنه له پخوا ډیره کړیده او دومره ټولنیزې ستونزې یی پیدا کړیدي چه په نژدی راتلونکو کلونو کی به یی نړی د یو ستر بشري ناورین شاهده وی.
د افغان ښځو پر وړاندی د دی ټولو ظلمونو او تپلوشویو ناخوالو سره سره نړۍ په افغانستان کی دې ناورین ته د یو بیتفاوته لیدونکي په توګه په ننداره بوخت دی
او کوم ګټور عکس العمل نه ښکاره کوي.
په ځانګړې توګه هغه سازمانونه چې د ښځو له حقونو څخه دفاع کوي، باید په عمل کې له افغان ښځو سره خپل ملاتړ څرګند کړي.
حتی هغه هیوادونه چه ځانونه د ښځود حقونو سردمدادران او مخکښان بولي، هم د فیل په غوږ کی ویده او ځانونه یی ناګاره اچولي دي.
پدی کی داسی هیوادونه هم شته چه افغانستان کی یی
په اصطلاح د مرستو شرط، په افغانستان کی دښځو د حقونو درناوی وو، خو اوس په افغانستان کی په ناروا معاملو بوخت دي،
او اصلا د افغان ښځو د حقونو خبره یی له یاده وتلې ده.
په افغانستان کی د ښځو د حقونو موضوع باید یوازی یوه شعاري او د کاغذ پر مخ د اعلانونو، غندلو او انديښنې څرګندولو موضوع نه وی، او دا حقونه یوازی په څو نمایشی غونډو نه ترلاسه کیږي چه تر نن ورځې پورې په افغانستان کې یی د ښځو پر وضعيت کومه اغېزه هم نه ده کړې.
زما له نظره ځیني ګامونه دي چه د افغان ښځو د حقونو د ترلاسه کولو په لار کی ګټور تمامیدلای شي:
١- اساسي خبره زموږ د خپلو افغانانو تر منځ ده چه د یو واحد ملت په څیر د ښځو د حقونو لپاره نارینه او ښځینه ګډ افغان ملي واحد غږ پورته کړی، یعنی د افغانستان خلک باید ټول په یوه غږ او ښکاره اهدافو سره، له هر ډول قومي، ژبني او جنسیتي اړیکو څخه پرته د دغه ظلم پر وړاندې د یوه ملت په توګه ودریږی او د ښځو ملاتړ وکړی.
ځکه د ښځودغه اوسنی وضعیت به د افغانستان د ټولو خلکو لپاره جدي او خطرناکه ضربه ولري.
٢- په هر سټیج چه یو او په هره اجنډا چه بحث کوو، باید په یو ډول نه یو ډول د ښځو د حقونو خبره ورسره غوټه کړو.
٣- پر نړیوالو ستیجونو او غونډو کی د افغان ښځو استازې او نمایندګان باید خوشنامه څیرې وي او له هر ډول فسادونو څخه پاکې او له افراطي سیاسي تمایلاتو فارغې میرمنې وي.
٣- افغانیت زموږ ستر ملي محور دی او لږ تر لږه د اوس لپاره نړیوال موږ په همدغه واحد هویت پیژني او لدی نړیوالې اجماع څخه باید لویه ګټه پورته شي.
نو لازمه ده چه د ښځو د ټولو حقونو لپاره مبارزه وشی. او دا مبارزه باید پرله پسی وي او د افغانستان په
دننه کی اړیکي ولري او داسی نه شي چه یوازی په بهر پورې منحصره پاته وي.
ډیره زیاته مننه،
سیما سیدزی سادات
د هيلو للمه
زما د هېواد ستم زپلې ښځې ومې بښه
زه درته بيا د خوشاليو ډالۍ نه لرمه
بيا د زخمي زړه څو زخمي هيلې در لېږم درته
د بېغميو د غميو ډالۍ نه لرمه
اوس خو اسيره يې ، زهيره يې ، آزاده نه يې
د خوشاليو د رڼا پر ښار آباده نه يې
اوس خو باران د ماتمونو دې پر سر وريږي
د غمو پېټی پر اوږو گرځوې ، ښاده نه يې
نو... د وطن غمو خوړلې ښځې و مې بښه
تاته د کومې آزادۍ مباره کي درکړمه
د استبداد په قفسونو کې اسيرې مرغۍ
زه به د کومې نېکمرغۍ مباره کي درکړمه ؟؟؟
صدیق کاوون
د پاسپورټ په هکله ځیني معلومات:
افغان سفارت وايی چه نوی پاسپورټ نه ورکوي، ځکه چه تش پاسپورټونه نلري.
خو تاسو کولای شئ چه په بروسل ښار کی افغان سفارت ته د سهار لخوا ورشئ او د هغې خبرتیا غوښتنه وکړئ چه پکښی سفارت وایي چه نشي کولای نوی پاسپورټ او تذکرې ورکړي. فکر کوم چه ددې خبرتیا سند بیه 30 یورو ده چه سفارت یی له تاسو غواړي.
د سفارت سند باید د بلجیم د بهرنیو چارو د وزارت په څانګه کی تائید (Légaliser) شي.
بیا تاسو د همدې د خبرتیا له سند سره خپل کمون (ناحیې) ته د بلجیمي پاسپورټ د غوښتنې لپاره ورځئ. بیا نو د چانس خبره ده، ځکه ځیني کمونونه یا ناحیې یی مني او ځیني یی نه مني.
🙏
په بلجیم کی افغان سفارت، پاسپورټ د ختم له نیټې څخه د پنځو کلونو لپاره تمدیدوي.
مثلا، که پاسپورټ د 2024 کال د می میاشتې پر اوله نيټه ختمیږي او تاسو پدې فبرورۍ میاشت کی سفارت ته د تمدید لپاره ورځئ، سفارت یی تاسو ته د 2024 کال د می may میاشتې د لومړۍ نیټې تر د 2029 کال د می may تر لومړۍ نیتې تمدیدوي.
د پنځه کلن عادي تمدید بیه 120 یورو ده.
د پنځه کلن عاجل تمدید بیه یوڅه لوړه ده.
انالله و انا الیه راجعون
رب ج دی قاري صاحب برکت الله سلیم وبخښي او جنتونه دی نصیب وي.
ارواښاد قاري استاد برکت الله سلیم د افغانستان، سیمې او نړۍ په کچه پیژندل سوی اسلامي ستر شخصیت وو.
ستره هستي وه! 🇦🇫 🥲🥲🥲
د بلجیم په انتورپن ښار کی د سوګوارۍ او خواخوږۍ د مراسمو خبرتیا!
بسنت سینګ، مورسینګ، بجن سینګ او امرسینګ (سورج) لتکوال- زامن
ډاکټر ګل افضل غونډیوال، حاجي امین باوري، حاجي محمد حنیف هوتک، انجینیر سیدحضرت، ډاکټر تاج محمد، محمد قسیم مومند، جاوید شیرزی، وحید شیرزاد- دوستان
د ارواښاد تیرت سینگ میرمن، ارواښاده کرم دیوي، په 01/01/2024 په لندن کی په حق رسیدلې ده.
د ارواښادې د ښځینه وو او د نارینه وو د خواخوږۍ او سوګوارۍ مراسم په راتلونکې یکشنبه 14/01/2024 د سهار پر یوولس نیمو نیمو بجو (11:30 am) د ماسپښین تر یوې بجې (1:00 pm) په لاندې پته تر سره کیږي:
Bisschoppenhoflaan 638 Deurne 2100 Antwerpen
دوستانو ته خبر ورکول کیږي چه د ماسپښین له یوې بجې وروسته د ختم مراسم هم تره سره کیږي.
په درنښت
سورج سینګ لتکوال
🥲🥲🥲 په بلجیم کی د افغان-اروپا مشورتي دفتر او د افغان کلتوري بهیر- بلجیم مشرتابه جرګه د افغان کلتوري بهیر-بلجیم د مشرتابه جرګې د غړي، ګران سورج سنګ او همدارنګه له بجن سنګ او ددوي له ټولې درنې کورنۍ سره پدی ستر غم کی ځانونه شریک بولي.
د مور بي بي روح دی ښاد وي.
نوی کال مو نیکمرغه!
سال نو تان مبارک!
Bonne Année !
Gelukkig Nieuwjaar!
Happy New Year!
Mutlu yıllar!
С новым Годом!
Щасливого Нового Pоку!
سنة جديدة سعيدة!
🇦🇫🇧🇪🇦🇫🇧🇪🇦🇫🇧🇪
په بلجیم کی د 2023 د نومبر د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د سوسیال (CPAS) د میاشتنۍ مرستې (معاش) اندازه:
- یوازی کس: 1263,17 یورو
- ګډ ژوند (چه په یوه کور کی دوه او یا زیات کسان ژوند کوي):
842,12 یورو د هر کس لپاره،
- د یوکس لپاره چه بل کس (ماشوم، میرمن، میړه، ناروغ،…) یی په چارچ کی وي: 1707,11 یورو
Afghanistan, 800 jours sans école des filles,
Afghanistan, 800 days without girls’ school,
Afghanistan, 800 dagen zonder meisjesschool,
أفغانستان، 800 يوم بدون مدارس للفتيات
افغانستان، 800 روز بدون مکاتب دختران،
افغانستان، 800 ورځې د نجونو له ښوونځیو پرته,
🥲🥲🥲🇦🇫🇦🇫🇦🇫
د هندي کارتیکا د میاشتې پنځلسمه، د دیوالي یا پر تیارو د رڼا د بري جشن دی ټولو افغان هندوانو او سیکهانو ته نیکمرغه او بختور وي.
افغان هندوان او سیکهان د افغان وجود نه جلاکیدونکې برخه ده.
🇦🇫🇦🇫🇦🇫
په بلجیم هیواد کی د پښتون ژغورنې غورځنګ بلنلیک او خبرتیا:
له افغانانو سره د پاکستان د غیرانساني او غیراخلاقي چلند په غبرګون کی، په بلجیم هیواد کی پښتون ژغورنې غورځنګ د یو پراخ لاریون او احتجاج غونډې تابیا کړیده؛ او له ټولو بلجیم مېشتو افغانانو په درنښت غوښتنه کوي چه پکښی ګډون وکړي.
نيټه او وخت: شنبه، 18/11/2023, د ماسپښین له یوې تر درو بجو
ځای:
Place du Luxembourg
1050 Ixelles Bruxelles
🇦🇫🇦🇫🇦🇫
بله یا نوې پناه:
د نوې پناه لپاره نوي دلایل پکار دي. یو له نوو دلایلو په بلجیم کی ستاسو سم او منظم ژوند دی او څومره چه د بلجیم له ټولنې او سیستم سره مو عادت کړی وي او زده کړې او کار مو کړی وي او لا یی هم کوئ، او د بلجیمیانو سره په فعالیتونو او بوختیاوو (activities) کی مو برخه اخیستي وي او لا یی اخلئ، په بله پناه کی رول لري. په زړو دلایلو او زوړ کېس د ګټلو چانس لږ دی.
د بلجیم په یوې ژبې (هالنډي، جرمني، فرانسوي) پوهیدنه او خبری کول په نوې پناه کی د بري لپاره ډیره مرسته کوي.
زموږ مشوره:
- مخکی له بلې (نوې) پناه له وکیل سره وغږیږئ او مشوره وکړئ.
🇦🇫🇧🇪
ښه خبر:
د ط په زندان کی تر 215 ورځو تیرولو وروسته، د قلم لار ټولنې مشر او د نجونو د زده کړو د تعمیم نوموتی مدني فعال او مخکښ مبارز، ښاغلی مطیع الله ویسا، خوشي شو.
ټولو افغان مبارزینو او پخپله ښاغلي مطیع الله ویسا ته دی مبارک وي.
💐💐💐🇦🇫🇦🇫🇦🇫
Klik hier om uitgelicht te worden.
Video's (alles zien)
Type
Website
Adres
Brussels
1030
Tour & Taxis, Avenue Du Port 86C
Brussels, 1000
FONDS DE FORMATION SECTORIEL DES TITRES-SERVICES
Bordet D Rue Evers 2-8 1000 Bruxelles
Brussels, 1050
Chargé des documents administratifs comme le permis de conduire le passeport renouvellement séjour
Brussels, 1000
Homestay coworking / Coworking chez l'habitant / Thuis coworking Choose where, with whom and when to work Choisis l'endroit, avec qui et quand travailler Kiezen waar, met wie...
Brussels, 1210
« N’est-ce point par l’évocation de Dieu que se tranquillisent les cœurs? »
Région De Bruxelles-Capitale
Brussels
Team building, déclencheur d'implication personnelle - Notre approche est à la rencontre du coaching et de l'art. Nous mettons l'équipe en mouvement pour expérimenter individuellem...
Brussels
La voyance est définit comme le pouvoir de voir ce qui est caché dans la vie physique.