Shaukat Aziz سواستیکا پروډکشن
انسان یم او هنرمند یم
توره پنجره کې یې بندي زمــــــــــا ترینه یاره
د اختر شپه به وي داستا څومره غمګینه یاره
د پردي وطن اختر به څه اختر وي خو دغه سپین ږیري سپیڅلي مهاجر ته ځانګړې مبارکي وایم. وطنه کومه بدبختي ته دې وژاړو
لاسونه دې سره کړي تر څنګلې
اختر دی زیړې ګلې
اختر مو مبارک شه
په بره پشتونخوا کې د پس بک د بندولو پالیسي جوړه شوه. ووکمات اعلان کړی
زرغون خوست
خوست په خپله افغاني غېږه کې زرګونه پشتانه راټول کړي وو.
د روژه ماتي پروګرام ترتیبوونکي د ستایلو وړ دي. باید موږ یو بل ته نزدې شو یو بل واورو.
خوست ګړد پشتون افغان ولس ته یو مثبت پېغام ورکړو.
موږ یې ستایو.
شوکت عزیز
جوړ دې پۀ لمسئ څڼئې کشې سیر ګیډائ دِ ګلې که
سواستیکا. کهرج. دویمه سپینه.
غنم رنګ شمن خیل
د یوې میاشتې بندیز نه پس مې دا نن فسبک پاڼه آزاده شوه. ممکن اوس به مې تر تاسو پوسټ درسي؟؟
بیشکه ریچ یې ډېر کم شو
د جمعې مبارکه شپه ده. نن ماته دعاګانې وکړئ
اختریز البم لومړۍ سندره
اِیَّاکَ نَعْبُدُ وَ إِیَّاکَ نَسْتَعین
نظم یو ځل بیا ( وظیفې) لیک او دیکلومه شوکت عزیز
دا نظم تر یوه فرد یوې سیمې محدود نه دی بلکې د ګړدو عجمي مسلمانانو د پاره دی. آیا ستاسو سیمو کې داسې کردارونه شته؟
نوټ: بیشکه دا نظم مې د خبرو نه پس یو ځل ډیلیټ کړو او ویډیو کې مې وضاحت وکړو. خو د ویډیویي وضاحت نه پس مقابل لوري بیا هم خپل مخالفت ته دوام ورکړو.
بیشکه موجوده اقتصادي بحران مې به زما سره د کونډو یتیمانو او بې وزلو کورنۍ زما سره دعاګانې وي چې زه بغیر د څه لالچه د دوی د پاره غږ پورته کوم.
شوکت عزیز
نظم عنوان ( ډم ) لیکونکی او دیکلومه شوکت عزیز
د ناچاپ کتاب دا څنګه ازادي ده؟ څخه
نن د شاعرانو نړیواله ورځ ده.
ستا د خوښې شاعر څوک دی؟
د ماشومانو ښکلي عکسونه کمنټ کړئ
کبر، غرور هیڅ نتیجه نه درکوي
ما د جمهوریت په وخت هم د سولې خبره کړې اوس هم د سولې خبره کوم.
زه وایم د پشتون افغان وطن ژغورنه په شریکه ممکنه ده خو دوی وایي چې نه فقط موږ کافي یو.
موږ د جمهوریت وخت کې ویل راشئ سوله وکړئ شریک حکومت جوړ کړئ خو دوی ویل نه فقط موږ کافي یو.
نن هم زه وایم چې یاده ډله او پلویان یې دې نور د غرور څادر له سره وغورځوي او ګړد افغان ملت ته دې سر کښېږدي او یو شریک پلان دې جوړ کړي.
که نور نه پوهېږئ کم از کم له دې سبق واخلئ چې د کابل په سقوط دې د دوست جامه کې مخالف جشن کولو. نو کم ازکم لږ سوچ به مو په دې کړی وای چې د مخالف جشن په څه معنا؟
او دغه ستا د دوست په جامه کې مخالف تر پنجشیره وطنونه وډزول او ته خوشالېدې خو نن دغه دی تا په قلاره نه پرېږدي. او لس پینځلس کاله پس خو دې بیخي نه پرېږدي.
افغانستان نه درته سور جوړوي نه تور. افغانستان فقط افغانان جوړولای شي هغه که د هر رنګ مذهب عقیدې سره تعلق ولې نه لری. ګړد پشتانه په دې پوی دي چې دلته فقط یو قام ځپل کېږي.
د پشتون قام که سیاسي ورکر دی که الې ب دی که ملا دی که زده کوونکی دی که وکیل دی که نر دی که ښځه ده که کوز دی که پاس هر یو ټارګټ شوی خو دغه یوه ډله دومره د غرور تکبر او اقتدار په نشه مسته ده چې دوی وایي چې فقط موږ یو.
اوس وخت نه دی تېر باید افغان ملت ته سر کښېږدي او د راتلونکي پلان واک ملت ته ورکړي لپاره د دې چې موږ څنګه وکولای شو چې قام او وطن د ځپلو نه خوندي شي.
د یادې ډلې پلویان موږ ته یا د غورځنګ ملګرو ته پېغورونه ورکوي هم کنخلې کوي چې تاسو په پرلتونو امن راولی. خو تاسو ته به لږ ډېره اندازه لګي چې تاسو لا په توپ ک یقین ساتی خو نړۍ د تعلیم له ډګره دومره پرمختګ کړی چې د نیم آسمان نه درباندې شیان راغورځوي او ته لا په پردي توپ ک بریتونه تاووې.
خو دغه د غورځنګ مزاحمت دومره وکړل چې د دغه تورو تورو جهازونو مخه یې په ولسي مزاحمت ونیوله چې دغه د تو پ ک د وس خبره نه وه.
او بل کوزه پشتونخوا کې د قابضې ډلې پلویان به نن د تور سړي په لوري ولاړ وي خو دغه مزاحمتي ځوانان نن هم د احمدشاهي جغرافیې پلویان دي.
نو نور د غرور تکبر نه راوځئ او له دغې خوشفهمۍ راوځئ چې یعني فقط موږ وړ یو بلکې افغان ملت ته سر کښېږدۍ لپاره د دې چې په یاده جغرافیه کې تل پاتې سوله راشي.
شوکت عزیز
یوۀ سړي منډه وۀ نۀ کړه چې سړي پورې مې وژنـي
د ظلم ښکار پشتنو ښځینه په نوم. اصلاحي کلام
لیکونکی مدوجان ګوهر
نوټ: چې تاسو ماته وایئ چې ته تحریر کې د ټولنې په بدو خویونو ګوتنیوکه مه کوه ته خو ډم ئې خپلې سندرې وایه. نو دغه دی سندره کې زما د زړه خبرې وزغمی.
د ځینو خلکو سپکې سپورې ما نه شي ماتولی بلکې لا مې کار کولو ته هڅوي. بیشکه چې پشتنه ټولنه کې په انسانیت مین خلک هم ډېر دی.
نوټ: اصلي اسلام کې درې څلورو ګواهانو ضرورت وي دلته خلکو خپل رواجونه جوړ کړي او اسلام پورې یې تړی. بلکې اسلام سپېڅلی دین دی
شکیدلی کتاب
زما دویمه شعري ټولکه غالباً ۲۰۱۵ کال کې هم کمپوز وه هم یې پروف ریډنګ شوی وو. څو ځله مې یې د چاپ کولو ناکامه هڅه وکړه. خو یو خوا هنري مصروفیتونه بیخي زیات شول بل خو دوه زره اتلس کې غورځنګ منځ ته راغی چې مصروفیات لا پسې زیات شول. نو دې مصروفیتونو کې که یو خوا د پروف ریډنګ د پاره پرنټ کړي کتاب ځینې پاڼې وشکیدلې بل خو مې لیپ ټاپ هم د خرابی سره مخ شو نو کتاب سره نیم نیمګړی شو.
اوس مې یې د چاپ کولو پخه اراده وکړه. نو هڅه مې وکړه چې پاڼې پاڼې کتاب راټول او چاپ کړم.
ما که هر څو برلپسې څو کاله د کتابونو د کتابت کار کړی خو یقین وکړئ چې 9کاله پس مې د کمپوزنګ د پاره لیپ ټاپ مخې ته کښېښودو نو د کمپوزګ چل مکمل رانه هېر وو او دی.
خو ډېر محترم مشر نورعالم خان صیب راته وویل چې دغه د کمپوزنګ کار به زه بیا درته له سره وکړم. نو الله دې توفیق ورکړي.
او د وخت په تېرېدو سره که هر څو کتاب کې ادلون بدلون ممکن وي نو نوم هم ما ورته د خپلې ترانې دا څنګه آزادي ده؟ خوش کړو.
که هر څو زما ادب او موسیقي سره همزولي دي خو ادبي کارونه به ما ډېر په مینه کول. تذکرې چاپ کول د ملګرو کتابونه کمپوز کول او چاپ کول وغیره وغیره.
خو ورستیو کې مې د موسیقۍ پیژندګلو دومره زوروره شوه چې ادبي پیژندګلو یې ورکه کړه. ادبي مجلسونه ځکه خوند که چې خاکساري پکې زیاته وي.
او زما مزاج هم سرمایه دارانه نه دی. ماته په فت پاتونو ګرځېدل پبلک مقامات کې ناستی یعني زه بیخي ساده ژوند خوشوم او خوند ترې اخلم. نو د مینې او ساده ژوند د ادب په دنیا کې خوندور وي.
نور خو سوشل میډیا دور دی هر څوک کولی شي په آساني سره د چا خور مور وکنځي. نو باید انسان په مهمو کارونو توجو ورکړي. ځکه چې د رشتوني خدمت په بدل کې لکهونه کنځلمار درته راوړاندې شي لپاره د دې چې د دوی واړه واړه ذاتي مفادات زیانمن نه شي.
زموږ ټولنه باید د ادب سره اشنا شي په ادبي کارونو زیات کار وشي.
نو دعا کوئ چې د کتاب د چاپ کولو توان ولرم لپاره د دې چې زمامات ګوډ لیکل خوندي شی.
او د ټایټل د پاره د انځور خواست مې له ځوان انځورګر انیس بشیر کړئ دی الله دې هغه له توان ورکړي.
شوکت عزیز
د پشتون افغان وطن ملت د ټولو ستونزو حل صرف PTM.
یسین شریف
ته کله د تذلیل په انتها کې خندېدی شې
ته دومره حوصله نه لرې یاره لکـــــه ډم
له ممتاز په بخشنه سره
کله کله لېونی شم
بې لتانه
ارغوانه.
تازه په تازه
د خدای په آمان
سیاسي پوسټونه
چې د روژې مبارکه میاشت ګورم د خلکو کنځلې ګورم نو ځان سم بزرګ راته شکاري. چیرې عبادت وکړئ. استغفار ووایئ
د پاکستان د صدارتي څوکۍ ووټونه کله دي؟
Click here to claim your Sponsored Listing.
Videos (show all)
Category
Telephone
Website
Address
Opening Hours
Monday | 09:00 - 17:00 |
Tuesday | 09:00 - 17:00 |
Wednesday | 09:00 - 17:00 |
Thursday | 09:00 - 22:55 |
Saturday | 09:00 - 17:00 |
Dera Ismail Khan
Dive into world affairs, history, science, wired facts, Pakistan affairs, and amazing revelations.
Tank Road Lord Shadihall Dera Ismal Khan
Dera Ismail Khan, 29111
ملګرو زما پيج درسره لائک او فالو کښی۔۔ مننه�
Dera Ismail Khan
█▓▒F░O░L░L░O░W▒▓█ ┊┊┊▕▔╲▂▂▂╱▔▏ ╭━━╮╭┈╮ ╭┈╮╭━━╮ ╰╰╰┃▏╭╮ ╭╮▕┃╯╯╯ ┈┃ ┃▏┈┈▅┈┈▕┃ ┃ ┈┃ ┃▏┈╰┻╯┈▕┃ ┃ ┈┃ ╰█▓▒░