Abdul Khaliq Mohmand

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Abdul Khaliq Mohmand, Public Figure, Alexandria, VA.

08/26/2023

هیڅوک متوجه کیږي نه، چې ځینې خلک څومره عذاب زغمي تر څو آرامه او با حوصله ښکاره شي!

#افغان

Photos from Abdul Khaliq Mohmand's post 07/21/2023

❤️🇦🇫❤️

Photos from Abdul Khaliq Mohmand's post 12/05/2022

مزار شریف
عکسونه: بلو لایف مومنټ
❤️🇦🇫❤️

11/29/2022

د جمهوریت د وخت انځور دی!
Just a pose !
❤️🇦🇫❤️

11/25/2022

هیڅ څوک ددې ارزښت نه لري چې خوښي، سکون او موسکا مو درنه واخلي. بیا یی وایم!!!
هیڅ څوک
#مهمند
❤️🇦🇫❤️

09/28/2022

هرات مو
عکاس: میر عبدالله
❤️🇦🇫❤️

09/10/2022

لیکل وکم، ړنګ یې کم، لیکل وکم، ړنګ یې کم
ولسه تاهم وينم، خپل مسئولیت هم پېژنم، خو ...
💔🇦🇫💔

09/05/2022

کوته سنګی، کابل
عکاس: کیهان
❤️🇦🇫❤️

08/31/2022

ښکلی بامیان مو
❤️🇦🇫❤️

07/12/2022

بند امیر، بامیان
عکاس: ذبیح حبیبي
❤️🇦🇫❤️

Photos from Abdul Khaliq Mohmand's post 07/12/2022

د کابل بالاحصار سیمي ښکلاګاني د عکاس له سترګو څخه!
عکاس: نجیب الله مسافر
❤️🇦🇫❤️

07/08/2022

ښکلی بامیان دی وطنداره!
عکاس: میر عبدالله
❤️🇦🇫❤️

07/07/2022

زرغون او له رنګونو جوړ پغمان مو !
❤️🇦🇫❤️

07/06/2022

د خور د واده مې شپږ کاله ووتل خو زه يې کله کور ته نه وم تللی ، مور او پلار به مې کله کله اختر يا هم برات کې ورتلل ، يوه ورځ په خپل اطاق کې ناست وم چې ښځې مې راته په خبرو پيل وکړ ، سړيه خفه نشې خو دا ستا خور چې دلته راځي بچي يې د ټول کور حالت خراب کړي ، خرچې ډبلې شي او کور هم ګډ وډ کړي، او ستا مور خو نو کله مونږ نه پټ ورته د صابون پاکټونه په پنډ کې ږدي کله ورته کالي ورکوي او کله خو لا ورته د وريجو څخه يې هم پلاستيک ډک کړی وي نو ته داسې وکړه چې مور ته دې ووايه دا خو زمونږ کور دی کوم د خيرات او زکات مرکز خو نه دی دا کارونه دې نور دلته نه کوي...!

د ښځې په دې خبرو سره مور ته ډير غصه شوم چی په دې سختۍ يې زه ګټم او مور يې خور ته مې ورکوي ..!

ورځې تيريدې چې يوه ورځ مې خور کور ته بيا راغلې وه وړوکي بچي يې د ماما کور په ګڼلو او خوشحالۍ له وجې منډې رامنډې وهلې چې د ټي وي ريموټ يې مات کړ
زه مې مور ته ورغلم ورته مې وویل چې خور ته مې ووايه دلته صرف د اختر په ورځو کې راځي او بس نور دې نه راځي!
او مورې دا ته چې کوم صابون وريجې او د کور سامان ورکوې کنه دا نور بند کړه دا کيسې دې زما نه دي خوښې ، مور مې غلې ناسته وه هيڅ يې نه ويل ، ګويا هغې سره هم خپل د سرپناه غم وو ځکه چې نن سبا خو زامن چې واده وکړي بيا مور او پلار هم هير کړي او يا هم زما د خور بې وسۍ يې هوش او هواس غلي کړي وو!

زه پوه نه وم خو خور مې زما ټولې خبرې په بله کوټه کې اوريدلې وې ، هيڅ يې هم راته و نه ويل ، مازيګر څلور بجې شوې خور مې خپل بچي تيار کړي وو ، راغږ يې کړل وروره مونږ خو دا د موټرو تر هډې پورې لږ ورسوه ، ما ورته د دروغو يو ست وکړ چې څو ورځې به دې تيرې کړې وې کنه ، خور مې مسکۍ شوه وای نه وروره خير ويسې د ماشومانو رخصتي خلاصه شوې ده بايد مونږ لاړ شو ... 😥

څه وخت وروسته مونږ دواړو ورونو خپل منځ کې ځمکه تقسيموله چې مور مې خور هم راغوښتې وه ، مور مې په دې تاکيد کاوه چې بايد خور ته هم يو څه برخه ورکړئ خو مونږ مکمل د خور له برخې انکار وکړ او ورته مو ويل چې هيڅ حق يې نشته ، خور ته مې يو څه بدې ردې هم وويلې ، خو هغه غلې ناسته وه ، له شا مې ښځې هم را غږ کړ چې دا خو د سوال ځای نه دی زمونږ خپله بچي همدې ځمکې ته ناست دي هر څوک دې خپل کار کوي ....!

مشر ورور مې بيل شو څه وخت وروسته زما يو زوی په يوه داسې ناروغۍ واوښته چې له مال حال او دارايۍ يې خلاص کړم ، نور راسره هيڅ نه وو پاتې چې پرې يې ولګوم
ښه قرضداری هم شوم ، د کور د خوراک څښاک لپاره د سودا اخيستلو لپاره د‌پيسو هم څه درک نه لګيده , تنها په خپل اطاق کې په همدې غمونو کې ډوب ناست وم ، شايد پر خپل حالت مې ژړل ... ، چې په دې وخت کې مې خور زمونږ کره راغله ، ما د ستړي مشې څخه لا مخکې له ځانه سره وويل چې دا منحوسه خو بیا راغله ، دې وخت کې خور مې راغله او له ما سره کيناسته ، ما مې ښځې ته وويل چې يو څه تيار کړه راغږ يې کړ وای هوټل نه دی ، او نه د څه تيارولو ضرورت شته ، نه يې شم کولای دا‌ پخلي ...!

خور مې غلې ناسته وه ، هيڅ يې و نه ويل ، لکه چې هيڅ يې څه نه وي اوريدلي ، وروسته را نژدې شوه ، وروره خفه یې؟
په سر يې راته لاس کيښوده راته په نرمه او غلې لهجه يې پيل وکړ وروره مشره خور يم ستا ، په غيږ کې مې را لوی کړی يې پوهيږم مشکلاتو را حصار کړی يې ، له سترګو يې په معصوم چاودلي مخ نا ګهانه څو وار بې واره اوښکې راغلې ، څو ځل يې دا الفاظ تکرار کړل (خور دې له تا قربان شي وروره ) راته يې کړل دا وګوره کنه څو تاره ويښته دې هم سپين شوي دي ولې فکرونه کوې ها؟
وروره بچي مې مکتب کې وو ما ويل په منډه به مې دا ورور وګورم نو ځکه راغلم 😥

خبرې يې ډيرې اوږدې نه کړې شايد زما او د ښځې په رويه او خبرو يو څه نا اميده شوې وه خو خپلې مينې نه پريښوده چې لرې پاتې شي ، خپل د څادر پيڅکې ته يې لاس کړ يوه تړلې غوټه يې ترې را خلاصه کړه راته يې ويل ته ليونی يې هسې خفه کيږې ، خور خو دې شته او له همدې سره يې ترې د خپل ناوېتوب څلور د سرو زرو بنګړي راکړل ، هن واخله وروره دا خرڅ کړه يو څه وخت خو به دې د کور خرچه او د زوی علاج شي ، دا مې همدې سختې ورځې ته ساتلي وو ، بيا يې لاس کړل د غوټې له څنګ يې لږې څوليدلې پيسې راواخيستې چې د ټيکري پيڅکه کې يې تړلې وې ، دا ټول د لس ، شل او پنځوسو روپيو نوټونه وو ګويا همدا يې يوه پاسره او جمع شوې خزانه وه ...!

زما له خولې هيڅ خبره نه وتله شايد‌ په کړيو کارونو مې پښيمانتيا همداخاموشي وه ...!

راته يې کړل وروره ستا دې قسم وي که د دې بنګړيو باره کې به چاته څه وايې په تندي يې له مينې ښکل کړم هماغه خپلې ټولې کړې زر روپۍ يې راکړې وای وروره په دې مې وریرونو ته غوښه راوړه چې خوشحاله شي ، نور يې د خبرو تاب نه درلود همداسې په اوښلنو سترګو تېزه تېزه روانه شوه شايد خپلې اوښکې يې له ما پټول غوښتل کومې يې چې له ما سره د مينې په خاطر

توئيدلې ....!

چې روانه شوه شاته پښو ته مې چې ليدل شکيدلي او څو ځايه ګنډل شوي بوټان يې پښو کړي وو ، يو زوړ ټيکری يې پر سر وو ، هر وخت به چې راتله همدا يو ټيکری به يې پر سر وو شايد د بل د اخيستو توان يې نه وو ، زه په دې صحنه کې د خور فداکارۍ ته حيران پاتې وم او هيڅ مې نشو ويلای............ 😓

مونږ ورونه څومره خودخواه او مطلبي يو کنه؟
خور په يوه شيبه کې پردۍ کړو ، د خپلې ښځې په خبرو په راتګ یې تنګيږو ، حال دا چې د خور د کال پس راتګ د خوشحالۍ هيلې همدې څو ورځو ته وي ...😥

مونږ يې هيڅکله نه درک کوو خو دوۍ ټوله ورځ د ورور په فکر کې وي او لږ ذره درد يې هم نشي زغملی!

د حقيقت په پوهيدو او دې حالت ليدو سره ما په لاس کې د خور بنګړي نيولي وو او په غير ارادي شکل مې په چغو چغو ژړل ، په زړه کې به راغلل چې په خپل کور کې به خدای خبر څومره په تکليف کې وي څومره سختي به په يو پردي کور کې تيروي خو مونږ ورسره څه کوو؟

قدرمنو ورونو له ليکنې او واقعې مې هدف دا دی چې راځئ خويندو ته مينه ورکړو ، د حال احوال پوښتنه يې وکړو ، يوه شيبه ورسره کينو، همدا يوه شيبه ناسته يې شايد د کور ډير غمونه هير کړي ، کور ته په راتګ یې رحمت وګڼو نه بوج او د خپلو ټولو مسلمو حقوقو څخه یې برخمنې کړو، په رب باور وکړئ خویندې لکه فرشتې ورونو ته معصوم زړه او اراده لري نو قدر يې وکړئ!

يادونه: ياده ليکنه مې د ټولنې د اصلاح او خويندو د حقوق په خاطر د يوې وړې واقعې څخه په اخذ ترتيب او وژباړله اکثره برخې مې یې د ټولنی حالاتو ته په ليدو سره وليکلې تر څو د لنډې کيسې بڼه خپله کړي!

ژوند لنډ دی شايد زمونږ په څو تورو د يوې نازولې خور او ورور مينه بيرته را ژوندۍ شي!
مشران وايي خور دوهمه مور ده!
😥

Photos from Abdul Khaliq Mohmand's post 07/06/2022

له رنګونو او طبیعت جوړ نورستان مو !
عکاس: Abdul Khaliq Mohmand
د نورو په زړه پورو انځورانو لپاره هیله ده پاڼه خوښه کړئ!
❤️🇦🇫❤️

07/04/2022

د خوږ وطن ښکلی سروبي، کابل !
د نورو انځورانو لپاره هیله ده چې پاڼه خوښه کړئ.
❤️🇦🇫❤️

07/03/2022

د خوږ کابل دغه څڼده هم وګورئ!
انځورګر؟
❤️🇦🇫❤️

06/29/2022

د نغلو بند له دغه زاویی څخه وګورئ!
📷 Belal Mostamand
❤️🇦🇫❤️

06/28/2022

د کاپیسا د نجراب اړوند یوه سیمه او خوندور موسم!
📷 Belal Mostamand
❤️🇦🇫❤️

06/23/2022

دا وطن دې رب نه بدرنګوي!
کابل
عکاس؟
❤️🇦🇫❤️

Photos from Abdul Khaliq Mohmand's post 06/20/2022

نورستان
عکاس: نجیب
❤️🇦🇫❤️

06/17/2022

پغمان، کابل
عکس: مجتبی کیهان
❤️🇦🇫❤️

06/17/2022

بدخشان، افغانستان
عکاس: Sohaib Ghyasi
❤️🇦🇫❤️

06/14/2022

بند امیر، بامیان
عکاس: میر عبدالله
❤️🇦🇫❤️

Photos from Abdul Khaliq Mohmand's post 06/14/2022

بدخشان مو
عکاس؟
❤️🇦🇫❤️

06/06/2022

ځاځي پارک
عکاس؟
❤️🇦🇫❤️

05/20/2022

امربالمعروف خپله پرېکړه بېرته واخيسته

دوی وایي چي ښځینه خبريالاني کولای شي چي سر له سبا خپلي خپروني بیرته په عادي ډول؛ بيله مخ پوښلو څخه پيل کړي.

Photos from Abdul Khaliq Mohmand's post 05/20/2022

وطن مو په ټولو اقوامو ښایسته دی.
عکاس Nemat Big
❤️🇦🇫❤️

05/20/2022

خوست
عکاس؟
❤️🇦🇫❤️

Photos from Abdul Khaliq Mohmand's post 05/20/2022

کلیوال رنګونه
عکاس؟
❤️🇦🇫❤️

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Alexandria?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

د ژوند او سیالی ورځې🇦🇫
د ولسمشر غني تازه پېغام دلته واورئ!
سهارنۍ ډالئواورئ او زړه ته مو سکون ورکړئ.#تلاوتپاڼه لايک او شريک کړئ

Category

Website

Address


Alexandria, VA
Other Public Figures in Alexandria (show all)
Libertarian Party Libertarian Party
1444 Duke Street
Alexandria, 22314

America’s third-largest political party. We support peace, civil liberties, and free markets.

Miss Tiffany Diamonds Miss Tiffany Diamonds
Alexandria, 22303

David Kretzmann David Kretzmann
Alexandria

Investor, learner, Fool.

Gallery de La Guru Gallery de La Guru
535A E. Braddock Road
Alexandria, 22314

Custom Artwork created by Guru

Rev. Rob Schenck Rev. Rob Schenck
113 S. West Street
Alexandria, 22314

Dissenting evangelical, blogger, and the subject of the Emmy Award winning film, The Armor of Light.

Annetta Catchings Annetta Catchings
Alexandria

Chair of Alexandria Republican City Committee and Spokesperson for Conservative NOVA

Radhe fans clubs Radhe fans clubs
Mirpur
Alexandria

Salman khan fans clubs prince samir samir squad

Intipuca city 503 Intipuca city 503
DMV USA �
Alexandria

Mostrar nuestro pueblo , en su totalidad ,,

Djfranklin503usa Djfranklin503usa
22306-1913
Alexandria, 22306

Musica bariada me pueden buscar en YouTube instragram y SoundCloud como djfranklin503

RichMaintain RichMaintain
8120 Richmond Highway
Alexandria, 22309

What is love ... "Love is an untamed force. When we try to control it, it destroys us. When we try t

Amazing Amazing
ភូមិភ្លើង ឃុំ លាងដៃ ស្រុកអង្គរធំ ខេត្តសៀមរាប
Alexandria, 112233

ដែលកំសាន្តក្នុងព្រៃ electronic engineer

2022 Mrs All American Virginia-Lady Margaret-Ann Betancourt 2022 Mrs All American Virginia-Lady Margaret-Ann Betancourt
Alexandria

Hello everyone! this is where you will watch my journey as your 2021 Mrs All American Virginia Lady.