Lutfullah bahlol

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Lutfullah bahlol, Social service, Jalalabad.

23/07/2024

د سید جمال الدین افغان هلکانو عالي لېسې د ۱۴۰۳کال د کانکور د بریالیو زده کوونکو نوملړ.
شماره: نوم:. نمرې:. فاکولته
۱- زکریا. ۳۳۹. طب ننګرهار
۲-. ذکي. ۳۱۶. کمپيوټر ساينس
ننګرهار
۳-. ظفر اللّٰه. ۳۰۴. اقتصاد ننګرهار
۴-. محب الله. ۳۰۳. طب ننګرهار
۵-. عرفان الله. ۲۸۳. پولیتخنیک کابل
۶-. جلال الدين. ۲۶۹. انجنري لغمان
۷-. خالد احمد. ۲۵۵. اقتصاد کنړ
۸-. خاکسار. ۲۲۷. اقتصاد ننګرهار
۹-. عباد الله. ۲۲۶. انجنري لغمان
۱۰-. اکرام الله. ۲۲۲. ژورنالیزم ننګرهار
۱۱-. فضل الدين. ۲۱۳. شرعيات ننګرهار
۱۲-. مطيع الله. ۲۰۴. اقتصاد کنړ
۱۴-. عبدالله. ۱۹۶. شرعيات ننګرهار
۱۵-. محمد بهیر. ۱۹۲. اقتصاد زابل
۱۶-. وحدت. ۱۸۷. زراعت کونړ
۱۷-. محمد اسحاق. ۱۸۲. بيولوژي کونړ
۱۸-. ویس الدین. ۱۸۲. شرعيات لغمان
۱۹-. نور اللّٰه. ۱۷۸. بيولوژي کونړ
۲۰-. ظهور. ۱۷۷. زراعت لغمان
۲۱-. سهيل. ۱۷۶. ژبې ادبيات
خوست
۲۲-. سردار ولي. ۱۷۴. زراعت کونړ
۲۳-. حماس. ۱۷۴. وترنري کندوز
۲۴-. ولي محمد. ۱۷۳. زراعت کونړ
۲۵-. عصمت الله. ۱۷۸. شرعيات لغمان
۲۶-. سيف الرحمان. ۱۷۲. زراعت کونړ
۲۷-. محمد عاطف. ۱۷۰. ‌علوم حیواني
بغلان
۲۸-. واجد اللّٰه. ۱۶۹. زراعت لغمان
۲۹-. فهیم. ۱۶۲. زراعت لوګر
۳۰-. حسن ګل. ۱۶۲. زراعت لغمان
۳۱-. نيکمل. ۱۵۶. زراعت کابل
۳۲-. عبد الواحد. ۱۵۳. انستیتیوت
خوست
۳۳-. وسيم اللّٰه. ۱۵۲. زراعت کابل
۳۴-. عزت الله. ۱۵۲. زراعت کابل
۳۵-. سید ساجد احمد ۱۶۷. شرعيات لغمان
۳۶-. محمد قاسم. ۱۴۹. انجنري پکتیکا
د يوه اباد سوکاله او معارف په ګاڼه سمبال افغانستان په
هيله
کاپي د مدیر صاحب نور اسلام توحیدیار له واله، کور ودان مدیر صاحب زحمات مو د ستایلو دي.

11/07/2024

د ننګرهار او کونړ ولايتونو ترمنځ د حد فاصل يا پولې ټاکلو په موخه ناسته شوې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن (پنجشنبه، د چنګاښ ۲۱مه) ویلي، چې د ننګرهار او کونړ سیمه‌‌ییزو چارواکو د دغو دواړو ولایتونو تر منځ د پولې د تثبیتولو په اړه ناسته کړې ده.

سرچینې ویلي، په دې ناسته کې د ننګرهار ولايت تخنيکي ټيم نقشې، اسناد او شواهد وړاندې کړل، چې له مخې يې د "کنډۍ" تر وروستۍ سیمې د ننګرهار ساحه تثبيتېږي؛ خو د کونړ ولايت مسوولینو د اسنادو د نشتوالي له کبله په دې تړاو په راتلونکي کې د یوې بلې ناستې د جوړولو غوښتنه وکړه.

11/07/2024

زمانه راپسې توره په لاس ګرځي
لکه ما یې چې وي پلار نیکه وژلي .
«سیف الرحمن سلیم »

ګیلمن وزیر دې د جنتونو سردار شي ، مظلومانه شهادت یې وښوده چې پښتون قوم څومره د بدبختیو په لومو کې ښکیل دی .
دده مړینه د خواره ، واره پښتون قوم لپاره لویه ضایعه ده ، دا قوم د زړه سوي دی چې هیڅ خواخوږی یې پېدا نشو ، هم خپلو وواهه او هم پردو ، د بیټ نېکه په دعا زیات شو مګر د خو شحال په وینا « اتفاق په پښتانه کې پېدا نشو » نو ځکه خو همداسې تار تار پرېوت چې د راټولو یې څوک نشته .
ګیلمن ترې له یو عالم ګیلو سره د الله حضور ته لاړ .
انا لله وانا الیه راجعون

09/07/2024

د مړينې خبرتيا:
د دربخيلو کوځې محمد جميل ميرمن د محمد اعظم شګيوال او سيد اعظم مور د مرحوم محمد سليم خور، د معلم صاحب غلام رسول او محمد هاشم وريندار د حاجى سيدهاشم، حاجى محمد اشرف او سيد اشرف د تره اينګور د عبدالله او صادق الله عمه د انجينر نجيب الله او داکتر ملتان خاله په حق رسيدلي ټول خپلوان او دوستان دې خبر وى.
د مرحومې جنازه نن مازیګر پېنځه 5 بجې پخپله پلرنۍ هدیره کې ادا او دفن کیږي.
انا لله وانا اليه راجعون

03/07/2024

د کرکټ ملي لوبډلې مخلص مینوال او هڅوونکی، زموږ تاسې ټولو رضا خان کاکا په حق ورسیده.
الله ج دې وبخښي.
مرحوم د افغانستان د بریا داسې شوقي و چې په سپینه ږیره یې ستړیا نه پیژندله، نږدې هره لوبه کې به حاضر و او لوبغاړو ته یې روحیه ورکوله.
د مرحوم کورنۍ، دوستانو، کرکټ بور‌ډ، لوبغاړو او د کرکټ ټولو مینوالو ته تسلیت وایم.

Photos from Lutfullah bahlol's post 03/07/2024

ننګرهار، کوزکنړ (ښېوې) ولسوالي
د کوزکنړ ولسوالۍ مرکزي بازار هټۍ والو د باران ورېدلو په نذر د کنړ جلال اباد لویې لارې پر تېریدونکو او عامه خلکو د روح افزا شربت وویشه.
په ختیځ کې لدې وروسته ورځ تر بلې ګرمي په تدریجي ډول زیاتوالی مومي، چې د بارانونو کېدلو سره د ګرمۍ کچه کمیدلای شي.
لوی خدای ج دې د خیر بارانونه وکړي.

23/05/2024

پښتو غږ او په تصویر کې همدا غږ په پشه یي متن هم ولولۍ!
ځوان، هڅاند شاعر او خوږ دوست ښاغلي شکرالله محمدي، زما عاجز بنده په هکله د مدحې او ستاینې په پار پخپلو قیمتي ګوتو ترانه لیکلې ده چې یاده ترانه خوږ دوست قاري صاحب عرفان الله وحدت په ښکلي غږ ریکارډ کړېده. د دواړو له احساس او مینې مننه، چې زه یې ستایلی یم رب دې ورته خیر ورکړي.
پشه یي ژبې ته ترجمه یې د کابل تعلیمي مرکز استادانو په شریکه کړېده، له ټولو استادانو مننه کومه چې یاده ترانه یې له پښتو ژبې څخه پشه یي ژبې ته په انګلیسي متن ترجمه کړېده.

22/05/2024

‏د یو بل سره حقیقي او ریښتیني ملګرتیا مو د ژوند سخت پړاونه اسانه وي.
یو بل ته د مینې او ورورۍ لاسونه ورکړئ.

Photos from Lutfullah bahlol's post 04/05/2024

جمعه او تفــریح
د Kabul Educational Centre له ګلونو استادانو سره مل د دره نور ولسوالۍ اتران سیمې د ښکلاوو ننداره.
1404-2-14 / 2024-5-3

Photos from Lutfullah bahlol's post 01/05/2024

د والیبال شوقیان دې خبر وي.
د ټورنمینټ په اړه بشپړ معلومات په تصویر کې لوستلی شۍ !

30/04/2024

زخم سره څه وکړو؟
په ټپ يا زخم هېڅکله خاوره يا د سوځېدلي ټوکر ايره مه اچوئ. ټپ بايد په پاکو اوبو د پنځه د قېقو لپاره پرېمينځل شي بيا په پاک ټوکر په نرمۍ سره وچ او بيا پټ شي. که له ټپ څخه وينه بهيږي د نرم او پاک ټوکر پواسطه په زخم باندې يو څه فشار راوړئ.
Dr.Aman shams

30/04/2024

باور او دروغ
هغه چا ته درواغ مه وایه چې باور درباندې کوي او پر هغه چا باور مه کوه چې درواغ درته وایي.
ژباړه

29/04/2024

زه د لمر په کجاوه کې د سپوږمۍ تر کلي ولاړم.
جهاني

29/04/2024

د فوټسال نړيوال جام کې د افغانستان ګروپ او سيالې هغه لوبډلې معلومې شوې چې څلورم ګروپ کې به ورسره لوبې ترسره کوي.
پرون د اپریل په 28 تمه د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د قزاقستان فوټسال لوبډلې ته ماتې ورکړله او په لومړي وار یې د فوټسال نړیوال جام ته لاره پیدا کړله.
اتلانو د بریا په هیله.

Photos from ‎فريد احمدي شګيوال جوس سنټر او رسټورانټ  F.Ahmadi Juice Center & Restaurant‎'s post 28/04/2024

وطندار او نوښت
فريد احمدي شګېوال جوس سنټر او رسټورانټ.
ادرس :ننګرهار جلال اباد ښار، ننګرهار عالي لېسې ته مخامخ
https://www.facebook.com/share/p/NhhWhKhQTxL83c7F/?mibextid=oFDknk

28/04/2024

هندي کرکټ مبصر دیوندر کمار Devender Kumar کابل ته رارسیدلی، دی به د قوش تپې په شل اوریزو سیالیو کې مبصر وي او په لوبو به تبصرې کوي. دیوندر کمار افعانستان خپل دویم کور بولي. او غواړي چې نړۍ ته د هغوی په ژبه د افغانستان او کرکټ په اړه یې ښه بیان کړي.
کـ/ هاند

Photos from Lutfullah bahlol's post 28/04/2024

ننګرهار ولایت، دره نور ولسوالي.
سُتن سیمه او د کرکټ ټورنمینټ د پای لوبې نندارې

28/04/2024

مبارک مو شه خوږو هېواد والو.
د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې نن (یکشنبه، غویي نهمه) نړۍوال جام ته د لار موندنې په نیمه پایلوبې پلې آف لوبو کې قرغېزستان ملي لوبډلې ته د پنځه پر درې ګلونو ماتې ورکړه او په لومړي ځل یې نړۍوال جام ته لار پیدا کړه.

د فوټسال ۲۰۲۴ کال نړۍوال جام د افغانستان په ګډون د ۲۶ نړۍوالو لوبډلو ترمنځ د ازبېکستان په کوربتوب ترسره کیږي.

Photos from Lutfullah bahlol's post 27/04/2024

کوزکنړ ولسوالي، شګې قریه.
د عبدالخېلو سیمې پسرلنۍ منظرې

27/04/2024

ځینو شیانو ته چې پام ونشي مړاوې کېږي، که هغه ګلان وي، ښکلي بوټي وي او که اړیکه!

26/04/2024

مبارک مو شه هېوادوالو
د فوټسال ملي لوبډلې مو د عراق فوټسال لوبډلې ته ۵ پر ۳ ماتې وکړله.

26/04/2024

د ثور ۷ مه د افغانستان د تاریخ توره ورځ!

د ثور اوومه د افغانستان په تاريخ کې خونړۍ او د ټولو بدبختيو د پيلامې ورځ وه او په دغه ورځ د افغانستان د لومړني جمهور رئیس سردارمحمد داوود خان پرضد خونړۍ کودتا وشوه.

26/04/2024

ملې اتل ګلبدین نایب د هند غوره لیګ ای پی ایل کې له خپلې لوبډلې ډهلي کېپټلز سره یو ځای شو.
د ښه ځلیدو په هیله یې.

26/04/2024

فاتحې خبرتیا!!
د گران دوست او ګاونډ قومندان فرمان الله صافي مور بي بي چې پرون پنجشنبه (۱۳۰۴-۲-۶) خاورو ته وسپارل شوه، نن جمعه یې (۱۴۰۳-۲-۷) پخپل کور کې عمومي فاتحه اخېستل کېږي، ټول دوستان او خپلوان دې خبر وي.
پته: ننګرهار، کوزکنړ ولسوالي، شګې قریه، د ګمبیري مسلیم آباد کلی.
انالله وانا الیه راجعون

Photos from Lutfullah bahlol's post 23/04/2024

د ټول افغانستان لپاره ویاړ.
په بلجیم هېواد کې د واليبال پت جوړ شوی ټورنمنټ کې چې د هالیند، فرانسې او بلجیم هېوادونو د والیبال لوبډلو پکې برخه اخېستې وه، چې پای لوبه یې په بلجیم کې د افغان والیبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیده.
په بلجیم هېواد کې د افغان والیبال لوبډلې مشري استاد زهیر شګېوال پر غاړې لرله، استاد د تل پڅیر خپل استعداد څرګند او لوبډله یې د ګڼو لوبډلو له منځه اتلولۍ ته ورسوله.
ټولو بلجیم مېشتو افغانانو خاصکر ټولو شګېوالو ته ددې سترې لاسته راوړنې مبارکي وایم.

Photos from Lutfullah bahlol's post 18/04/2024

مبارکۍ پیغام!
د مکتب په دوره کې موږ دواړه یو بل ته ډېر ریښتیې وو.
خوږ ټولګیوال مې حبیب الله ذکي د آزادې سیالۍ له لارې کابل بانک ته بریالی شویدی.
مبارک دې شه خوږه وروره په چارو کې درته بریالیتوب غواړمه.

Photos from Lutfullah bahlol's post 14/04/2024

إِنَّـا لِـلَّـهِ وَ إِنَّـا إِلَـیْـهِ رَاجِـعُـونَ!
د پوهنتون دورې دوه ټولګیوال مې، ادریس ستانکزی او لایق شینواری د بغلان او کندز پر لاره د دوشي ساحه کې سيند ته د موټر لوېدو له امله په شهادت رسېدلي دي.
الله ﷻ دې دوۍ دواړو ته جنتونه نصیب کړي.

10/04/2024

ننګرهار ولایت، کوزکنړ ولسوالي
د شګې قریې اړوند په عمومي عید ګاه کې، د کوچني اختر لمانځه لپاره د سیمه والو اسلامي یووالی

07/04/2024

زموږ علمي کور، ننګرهار پوهنتون ته دې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې په ارزونه کې د ټولو پوهنتونونو په کچه لومړی مقام مبارک وي.
د پوهنتون مشرتابه، قدرمنې رهبرۍ، درنو استادانو او ګرانو محصلینو ته د زړه له تله مبارکي وایم، ویاړم چې ددې کورنۍ غړی یم.

Photos from Lutfullah bahlol's post 05/04/2024

د ننګرهار ولایت، کوزکنړ ولسوالۍ د شګې په قریه کې د شګې ادبي او کلتوري ټولنې او حبیب خیریه بنسټ په مالي مرسته د کوزکنړ ولسوالۍ، شګې قريه کې د (195) يتیمانو سره د اختریزې ډالۍ تر عنوان لاندې د اختر کالي، څپلۍ او وچو میوو مرسته وکړله.
الله ج دې د دواړو بنسټونو استازو رضاکارانو ته اجرونه ورنصیب کړي.

Want your organization to be the top-listed Government Service in Jalalabad?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

پښتو غږ او په تصویر کې همدا غږ په پشه یي متن هم ولولۍ!ځوان، هڅاند شاعر او خوږ دوست ښاغلي شکرالله محمدي، زما عاجز بنده په...
ننګرهار ولایت، کوزکنړ ولسواليد شګې قریې اړوند په عمومي عید ګاه کې، د کوچني اختر لمانځه لپاره د سیمه والو اسلامي یووالی
راشد خان خپل ځان په درې جملو کې تعریفوي.
د خپل ګران هېواد افغانستان لپاره د راشد خان تعریف؟
راشد خان له درې میاشتې ځنډ وروسته نړیوال کرکټ ته د بیاځلې را ګرځېدو په پار هېوادوالو ته د خپل بشپړ صحت ډاډ ورکړ. راشد خا...
راشد خان سره ځانګړې مرکه: د افغانستان کرکټ ځلانده ستوری راشد خان په دې ځانګړې مرکه کې د خپل عملیات او له عملیات وروسته د...
ډاکټر تتسو ناکامورا یا کاکا مرادپه ۲۰۱۹/۱۳۹۸ کلونو کې چې کله ډاکټر ناکامورا د جلال اباد ښار اړوند کمپونو ساحه کې نامعلوم...
جرګه او په پښتنو کې د جرګې ارزښت!
اقلیم د بدلون نړیوال کنفرانس لپاره یې د ننګرهار ولایت په کوزکنړ ولسوالۍ کې د تیستو ناکامورا پارک ځکه د وروستۍ ورځې لپاره...
په خندا شنه شوه په شا لاړه
د خاوند او ښځې ترمنځ ژوند باید فطرتاً خوږ وي.ولې ډېری وخت د خاوند او ښځې ترمنځ جنجالونه رامنځته کېږي، دلیل یې څه کېدلی ش...

Category

Telephone

Website

Address


Jalalabad
Other Social Services in Jalalabad (show all)
Yaran Media Yaran Media
Jalalabad

Habab Rahimi Habab Rahimi
Nangahar
Jalalabad, 2601

Islamic Bayanat Islamic Bayanat
Jalalabad

د افغانستان د ابادۍ په هیله.

HSDO HSDO
Nangarhar-Afghanistan
Jalalabad

HSDO is a Non-political, Non-Governmental and Non-Profit Organization.

Roghani Official Roghani Official
Jalalabad

معلوماتي او ټوليزه پاڼه

Copy paste. Copy paste.
Jalalabad

be positive

Niazai Online Quran Academy Niazai Online Quran Academy
Jalalabad, 2601

My Success is only by Allah

AIM - افغان اسلامي غورځنګ - جنبش اسلامی افغان AIM - افغان اسلامي غورځنګ - جنبش اسلامی افغان
Jalalabad

د افغان اسلامي غورځنګ د افغان ويښو او ژمنو ځوانانو یوه ?

کورنی نظام کورنی نظام
Joihaft
Jalalabad, 25000

Our purpose is to spread reality and Share contents that based on True events, we will share contents

Rehan khan Rehan khan
Jalalabad, 275202

Afghan sharq MSP Afghan sharq MSP
تالاشی څلورلاری غلام دستګیرمارکیت دفترنمبر ۲۱-۲۲-۲۳
Jalalabad

چټک اومطمئن ډول دپيسودلیږد رالیږد یوازیني مرکز